|
|
ګزارش- خان ولي كامران
د جلال آباد كابل سرك به
نور څومره وخت ونيسي؟
د جلال آباد- كابل لويه لاره، چې نږدې 150 كيلو متره
اوږدوالى لري د تېرو درويشت كلونو جنګ جګړو له امله، چې په هېواد كې
رامنځته شوې ورانه او ويجاړه شوې؛ خو د طالبانو له حكومت را وروسته په
هېواد كې، چې لومړۍ موْقته، انتقالي او دا دى اوس مهال افغانستان انتخابي
مرحلې ته مخ په داخلېدو دى له خلكو سره د هېواد د بيا رغاونې هيلې هم
راژوندۍ شوې ددغو دوو مرحلو (موْقته، انتقالي) ادارو په اوږدو كې د
افغانستان د بيا رغاونې لپاره نړيوالو په ميلياردونو ډالرو د مرستو ژمنې
وكړې.
په دغه لړۍ كې د كابل- جلال آباد د لويې لارې د بيا رغاونې چارې يوې چينايي
كمپنۍ په غاړه اخيستې، چې له نږدې دوه كالو راهيسې يې پرې كار پيل كړى دى؛
خو لكه څرنګه، چې معلومېږي هغسې په چټكۍ كار نه تر سره كېږي. عنايت الله
شېرزاد، چې په دغه لويه لاره په اونۍ كې يو ځل تګ راتګ كوي وايي په دغه سرك
د چينايي كمپنۍ له خوا له تېرو دووكلونو راهيسې كار پيل شوى؛ خو د چينايي
كمپنۍ كار كوونكي له خوب او وخت تېرولو پرته هېڅ كار نه كوي. انعام الله
همدرد هم د هغو كسانو له ډلې دى، چې په دغه لويه لار تګ راتګ ډېر كوي او د
سروبي ولسوالۍ اوسېدونكى دى. دى په سرك باندې د رغونې د كار د سستوب پړه پر
دولت او په ځانګړې توګه د عامو ګټو په وزارت اچوي او وايي، چې ددغه وزارت
دنده ده، چې دافغانستان د ټولو عامه لارو د رغونې چارې ګړندۍ كړي او هغه
پروژې، چې په سركونو يې كار پيل كړى بايد وخت په وخت تعقيب او خپلو كارونو
ته يې متوجه كړي؛ خو دده په وينا نوموړي وزارت دغه چارې تر اوسه نه دي تر
سره كړې.
د عبدالله په نامه يو ډرېور، چې كرولا چلوي وايي د كابل- جلال آباد لويه
لاره دومره خرابه شوې، چې د پينځو ساعتونو په ترڅ كې دوى د كابل نه جلال
آباد او د جلال آباد نه كابل ته رسېږي. نوموړى وايي، چې دغه لاره هغه مهال
ډېره خرابه شي، چې بارانونه وشي او سېلابونه راووځي دى وايي د بارانونو او
سېلابونو ګټې او خټې تر ورځو ورځو پورې په دغه لاره پرتې وي او د لرې كولو
يې څوك نه وي او د دوى د موټرو د خرابوالي سبب ګرځي.
خو د سروبي ولسوالۍ د خوندي كلي اوسېدونكى پنځوس كلن غلام محمد وايي پخوا
هم بارانونه او سېلابونه راوتل او د سرك د بندېدو سبب ګرځېدل، چې دده په
وينا هغه مهال د حكومت له لوري ډېر ژر لرې كېدل او د ترافيكو پر مخ به لاره
خلاصه وه دى وايي اوس حكومت شته؛ خو ګډ وډي ده او څوك د سركونو غم نه كوي
او په خپلو جېبونو كې پيسې اچوي.
د كابل- جلال آباد د لويې لارې د امنيتي چارو مسئول محمد انور اكبري وايي
كه څه هم د دوى په غاړه د لارې امنيتې چارې دي؛ خو د دوى پوليس د لارې په
اوږدو كې د ترافيكو وظيفه هم ترسره كوي او په كومو ځايونو كې، چې لارې بندې
يا سېلابونه راوتلي وي دوى يې د خلاصولو هڅه كوي د چينايي كمپنۍ د وسايلو
په واسطه لاره د ترافيكو پر مخ پرانيزي. نوموړى هم د چينايي كمپنۍ د
كاركوونكو څخه سر ټكوي او وايي، چې كارونه يې ډېر سست روان دي او د عامو
ګټو زارت له چارواكو څخه يې غوښتنه وكه، چې د سرك د بيا رغونې چارو ته دې
پاملرنه وكړي.
د كابل- جلال آباد لويه لاره، چې يوه ترانسپورتي لاره او د ورځې په زرګونو
موټر په دغه لاره تګ راتګ ترسره كوي؛ نو د يو شمېر كتونكو په اند د بيا
رغاونې چاروو ته يې دولت بايد ډېره پاملرنه وكړي تر څو د خلكو ستونزې د تګ
راتګ پر مهال حل شي؛ خو په دې وروستيو كې د افغانستان د عامه ګټو وزير ګل
آغا شېرزي له خبري سرچينو سره په مركه كې ويلي وو، چې د كابل- جلال آباد د
لويې لارې د رغونې كار به د 2005ز كال تر پايه بشپړې شي. |