کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   ای دګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګينه وي                   زما غوندي زړه ستړي به دي سيوري ته دمه کوي                        
څانکه : دهمېشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي مجله ده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
شپاړس کلن اسرائيلي افـ.
پرمختللي هېوادونه په کمـ.
اسامه دايتونو،سات اولبـ...
دکلينټن او مونيکاليونسـ.
کرزي دکونډي دلورسـ..
کانديدان رايه ورکونکوته
امريکاليبياڅنګه ايل کړه 
هلکان له هلکانوسره واد...
خواري چا وکړه او نوم...
ايااحمدشامسعوداوکرزی ..
پښتون عمران خان ښځه ..
باليووډ (کره کتنه )
ښايي دويديويي صالونونو..
پاکستان به طالبان په څو..
دجلال اباد اوکابل سړک..

ژباړن: ع_ وقار

د كلڼتن او مونيكا ليونسكي د عشق په زړه پورې كيسه
هسې خو نوموړى ولس مشر له ډېرو سره په جنسي اړيكو تورن شوى، خو درې يې زياتې مشهورې دي.

د امريكا د لوړې ونې او ښكلې څېرې ولس مشر بل كلنټن جنسي كېس په 1992 كې مخ ته راغلى.
جنيفر فلاور د شكلو ويښتانو او منځني قد خاوندې جلۍ هغه وخت دعوه وكړه، چې له كلنټن سره يې د 12 كلونو راهيسې جنسي اړيكې لرلې دي، خو هغه له دې خبرې انكار وكړ. د خپل ګوند د غړيو له خوا ترې تحقيق وشو او هغه "پاك" اعلان كړى شو.
د كلنټن په ضد په 1994 كې له ټولو لويه لانجه راوپارېده. پاولاجونز په نامه يوې ښكلې ښځې د كلنټن نه وغوښتل، چې يا خو ورته 75 لكه ډالر وركړي، كنه نو هغه حالات چې د دوى ترمنځ تېر شوي بيان كړي.
نوموړې جلۍ په يوه ليكلي بيان كې وويل:"د آكتساس د ولايت په يوه هوټل كې زموږ د كمپنۍ درېيمه كليزه لمانځل كېده، چې ما پكې سټېج چارې سرته رسولې... دغه وخت كلنټن د اكتساس د والي په حيث خپل تقرير واوراوه او بېرته لاړ، خو څه شېبه وروسته يو دنګ قوي سړى، چې تمانچه يې په اوږه كې زوړنده وه راغى او ماته يې وويل"زه فرګوسن يم او د والي (كلنټن) شخصي محافظ يم، هغه ته غوښتې يې". پاولاجونز وايي، چې هغه حېرانه وه، چې د والي له هغې سره څه كار دى... خو دا چې والي غوښتې وه، انكار يې ونه شو كړلى او له فرګوسن پسگې روانه شوه.
فرګوسن هغې ته د كلنټن كوټه وښوده او نوموړې تر ټكټك وروسته ورننوته. كوټه د يوه دفتر په شان ترتيب شوې وه او د خوب كولو لپاره پكې كټ وجود نه درلوده. كلنټن پاولاجونز په نزدې چوكۍ كښېنوله او دروازه يې بنده كړه.
د خاموشۍ د يوې وړې لمحې نه وروسته كلنټن په داسې حال كې چې د هغې لاس په خپل لاس كې ونيوله، هغې وپوښتل"" ستا كاروبار څنګه روان دى؟" پاولاجونز ته دا هرڅه حېرانونكي وو، هغې د هغه له لاسونو لاس خوشې كړ او يو څه ليرې ودرېدله. كلنټن يو ځل بيا د هغې خوا ته راغى او د هغې د بدن په نازكو برخو يې لاس وهل پيل كړل. په ناڅاپي ډول هغه د هغې غړۍ ښكل كړه. پاولاجونز يو ځل بيا ليرې ودرېده او په حېرانۍ يې وپوښتل:"دا ته څه كوې؟" خو كلنټن هېڅ نه اوريدل. پاولاجونز د دروازې په خوا كې پرتې چوكۍ باندې كښېناسته او كلنټن نه يوازې هلته ورغى، بلكې د خپلو جامو په وېستلو يې هم پيل وكړ. دغه وخت پاولا سترګې برګې كړې او ويې ويل:"زه هغسې جلۍ نه يم، هيله ده چې ما پرېږدې" كلنټن هم هغې ته د وتلو اجازه وركړه او ورته يې وويل، چې نه غواړي په هغه څه يې مجبوره كړي، چې پاولا يې شوق نه لري.
پاولاجونز چې كله بېرته د سټېج چارو د سمبالولو لپاره راغله، نو د هغې په څيره كې د كوټې د دننه واقعاتو تاثيرات بېل معلومېدل.
څو ورځې وروسته هغې خپل ملګري (Boy Friend) ته دغه كيسه وكړه او له هرڅه يې خبر كړ. نوموړي مشوره وركړه، چې بايد پوليس خبر كړل شي، خو هوښيارې پاولا په دې خاطر، چې خاوند يې خبر نه شي او كوژدن يې ماته نه شي، چوپتيا غوره وبلله.
نوموړې ښځه په 1996 كې د خپل واده په دويم كال هغه وخت ددغې خبرې په ښكاره كولو مجبوره شوه، كله چې يې نه يوازې له دفتره وشړل شوه، بلكې په يوې مجله كې يې دا هم وليدل، چې "د پاولا په نامه يوې ښځې غوښتل له كلنټن سره جنسي اړيكې ټينګې كړي، خو هغې ونه منله".
دې كار د هغې غوسه راوپاروله او د كلنټن پر ضد يې په عدالت كې درخواست وكړ. محكمه تر دريو كلونو وغځېدله او بالاخره د خوارې پاولاجونز په ناكامۍ او د باقدرته كلنټن په كاميابۍ پاى ته ورسېده.
مونيكا ليونسكي په 1995 كې په سپينې ماڼۍ كې ماموريت شروع كړ. هغې د خپل حسن له لارې ډېر زر شهرت حاصل كړ. هغې به تر دې چست او تنګسې جامې اغوستلې، چې ټول بدن به يې ترې لاندې پروت وو.
مونيكا غټو خلكو سره د دوستۍ كولو ډېره شوقۍ او ويل به يې، چې په سپينه ماڼۍ كې د دندې كول يې يو هم د همدغه شوق پوره كول دي. ويل كېږي، چې كله به د كلنټن هيلې كاپټر ښكته كېده، دې به په منډه منډه ځان هوايي ډګر ته رساوه، ترڅو هغه ته نژدې كېدو كوښښ وكړي.
نوموړې د بريوري هيلز په يوه مالداره كورنۍ كې دنيا ته راغلې ده. د هغې مور پلار د هغې د هرې هيلې پوره كولو كوښښ او داسې هېڅ هم نه و، چې د دې په لاس كې دې نه وي.
د مونيكا ليونسكي د ښوونځي او كالج ملګرو به ويل، چې هغه ډېره بې باكه، شوخه او بې پروا جلۍ ده، چې د خبرې د پټولو هېڅ چل نه ورځي.
هغې لومړى په يوې تجارتي كمپنۍ كې چې مشر يې د كلنټن ملګرى و، كار پيل كړ او بيا وروسته د همدغه سړي په سپارښتنه نوموړې د سپينې ماڼۍ نوكره شوه. د هغې په هكله ويل كېدل، چې هغه به زياتره وخت د چايو پياله په لاس له خپل دفتره (څانګې) وتله او د نورو په دفترونو كې به په ټوكو ټكالو بوخته وه.
په څو جريبه زمكه جوړه د سپينې ماڼۍ غربي برخه د ښكلو او ځوانو انجونو لپاره وقف وه او مشرو (زيات عمرو والا) ښځو ته معلومه وه، چې هغه د كلنټن په امر جوړ شوى خاص ځاى دى او دوى ورته د بې ضرورته تګ اجازه نه لري.
كلنټن، چې د ښكلو انجونو د لېونتوب تر حده شوقي وو، زيات وخت د ماڼۍ په غربي برخه كې پر خنداګانو بوخت وو. هغه ته په كتلو به د سپينې ماڼۍ مامورينو د پخواني ولس مشر بش پسې خندل، چا چې خپل دفتر ته مستقيم تيلي فون هم نه و لګولى.
د 1996 كال د نومبر د مياشتې په يو مازيګر په يوه پارټۍ كې كلنټن د مونيكا ليونسكي د اغېز لاندې راغى او د هغې سره يې د زړه سودا ترسره كړه. مونيكا په هغه ورځ په تنګ اسماني رنګه لباس كې بې حده ښكلې ښكارېده.
د وروستيو معلوماتو مطابق مونيكا له كلنټن سره بې حده ډېره ملاقاتونه كول او په هر ملاقات كې به يې پوره مينه. د كلنټن ماتحت هغه مامورينو، چې د نوموړي دفتر ته به يې مونيكا او د نورو انجونو تګ راتګ ليده، په خوله لاس ايښى و.
له ولس مشر سره ملاقات كوونكې دغه انجونو ته به (Graduate) ويل كېدلې. مونيكا ليونسكي يوه ورځ خبريالانو ته وويل، چې كلنټن او دې به نه يوازې ټيلي فون او خطونو له لارې يو بل ته د مينې كيسگې او اظهار كاوه، بلكې يو بل ته به يې ډالۍ هم وركولې. هغې به هر وخت كلنټن ته د ډالۍ شوې ټايي او د چيندخې د مجسمې (د كلنټن له ماشوموالي نه چيندخې خوښېدلې) خبرې كولې.
د سپينې ماڼۍ زياتره كاركوونكي ددغو اړيو نه په تنګ ښكارېدل او يو وخت كله چې د پېنټاګان يو افسر (كيت بيكن) د خپل دفتر لپاره د يوې ځوانې سكرترې غوښتنه وكړه، د ماڼۍ مامورينو ورته د مونيكا ليونسكي نوم وركړ، چې د تسټونو او ازموينې وروسته په پېنټاګان كې د سكرترې په حيث مقرره شوه.
خو نوموړي افسر ته پته ولګېده، چې ځوانه مونيكا د سياست پر ځاى د خپلې كورنۍ په هكله خبرو او خلكو سره د اړيكو په ساتلو كې ډېره دلچسپي ښيي.
په پېنټاګان كې ټولو ته معلومه وه، چې مونيكا زياتره وخت د خپل Boy Friend (كلنټن) لپاره تحفې اخلي. هغې د خپل دفتر په يوه دېوال هغه تصوير چې دا او كلنټن پكې ليدل كېږي، لګولى و.
د پېنټاګان د يوه افسر پر وينا شپږ مياشتې وړاندې كله چې ده او مونيكا ټي وي كاته او كلنټن پرې راڅرګند شو، نو هغې يو دم وويل "كلنټن ته دغه جامې (درېشي) ما اخيستې". شوخې مونيكا خپلې هغه جامې هم ساتلي او وينځلې يې نه دي، چې د كلنټن د تناسلي آلې اوبه پرې لوېدلي دي.
په 1997 كې مونيكا ليونسكي وغوښتل، چې د پېنټاګان دنده پرېږدي. هغې دنده پرې ښوده او يوې ورځپاڼې ته ېي خپل كاغذونه وركړل، خو مسترد شول.
همدغه وخت نوموړې د كيت سټار په جال كې ګېره شوه. كيټ سټار د كلنټن دښمن هغه سړى و، چې د نوموړي پر ضد به يې د ثبوتونو جمع كول، خپله دنده ګڼله.
خير! نوموړي د چل او دوكو له لارې مونيكا يوې ورځپاڼې سره د مركې كولو لپاره اماده كړه. د هغې دغه مركې لانجې وپارولې او كلنټن يې يوې ځانګړې محكمې ته راكش كړ.
په لومړيو ورځو كې كلنټن تر شديد ذهني فشار لاندې و، د هغه ښځې هم له هغه سره همكاري نه كوله، خو كله چې كلنټن نور همت بايلل شروع كړل، ښځې يې په يوه خبري كانفرانس كې د پارونكيو خلكو خبرې رد كړې او ويې ويل:"كلنټن زما خاوند دى. زه به هغه هېڅكله پرې نږدم".
بل كلنټن اعتراف وكړ، چې له مونيكا سره ېي اړيكې درلودې، خو هغه تر دې حده نه وې رسېدلې، چې د چوكاټ نه دې ووځي.
په كلنټن ځانګړې محكمه، چې ټول ټال پكې شپږو كسو ګډون درلود، وچلېده خو پرېكړه يا سزا وانه ورول شوه او د كلنټن د عشق خبرې سړې شوې.