|
|
ژباړن: عدنان سليم
امريكا لېبيا څنګه اېل
كړه!؟
څو اونۍ مخكې كله، چې امريكايي جريدې "New York Times" كې
د سعودي د ولي عهد شهزاده عبدالله بن عبدالعزيز د وژنې په اړه كومه كيسه
نشر شوه او د ليبيا د ولسمشر كرنل قذافي په اړه، چې كوم معلومات لاس ته
راغلل هغې په عمومي ډول ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه عربي هېوادونه په حيرت
كې واچول خلك هغه وخت له دې نه لا زيات حيران پاتې شول كله، چې د
امريكايانو پخواني دښمن قذافي له امريكايانو سره د دوستۍ نوې لارې پرانستلې.
د سوړ جنګ په دوران كې معمر قذافي د روس نژدې ملګرى او په اسلامي نړۍ كې يو
مهم مشر ګڼل كېده؛ خو دغه اسلامي مشر لومړى په ليبيا كې ديني عالمان شكنجه
او له زوره پرې اېستل. دده همدغه كار د امريكا؛ خوښېده ځكه؛ خو يې د اقتدار
له ګدۍ نه لرې كاوه.
پر سعودي شهزاده عبدالله بن عبدالعزيز د مرګونې حملې او د هغې د ناكامۍ نه
وروسته په قذافي شك كېده؛ خو دغه خبره مطبوعاتو د نامعلومو وجوهاتو له امله
پوره راوانه خيستله. په 2004 عرب مشريز كنفرانس كې، چې په تيونس كې وشو هم
په كرنل قذافي سختې نيوكې وشوې ځكه، چې نوموړي په كنفرانس كې د ګډون لپاره
خپل دغه ګاونډي هېواد ته د 900 كمانډويانو او 400 پوځي موټرو سره راغلى و.
په دغه كنفرانس كې د ليبيا د بادشاه معمر قذافي او شهزاده عبدالله بن
عبدالعزيز تر منځ ترخې خبرې هم شوې وې... له همدغه كړكېچ وروسته د سعودي د
شهزاده د وژنې د پلانونو سبب جوړ شو.
د تفصيلاتو مطابق پر هغه باندې عمليات بايد د روژې په اخري لسو ورځو كې شوي
واى. ددې مقصد لپاره د ليبيا څارګرې ادارې يو لوړ پوري مشر كرنل محمد
اسماعيل جدې ته روان كړى شو.
نوموړي لومړى د ليبيا يو ګاونډي هېواد ته لاړ چېرته، چې هغه له دې امله
ونيول شو، چې نوموړي د ابوبكر يونس په نامه جعلي پاسپورټ او نور كاغذونه
جوړ كړي وو.
كه څه هم هغه زندان ته ولېږل شو؛ خو د نيول كېدو خبر يې عام كېدو ته
پرېنښودل شو. دغه هېواد، چې نوم يې لا تر اوسه هم په مطبوعاتو كې نه دى
څرګند شوى د ليبيا حكومت له دې نه خبر كړ، چې ابوبكر يونس (كرنل محمد
اسماعيل) خپل ټول رازونه هغوى ته ويلي او په دې يې خبر كړي، چې نوموړي
غوښتل د سعودي عرب ولي عهد شهزاده د حكومت د اپوزيشن په مرسته په قتل ورسوي.
له دې خبرو نه د سعودي حكومت هم خبر كړاى شو هغوى د هېواد دننه سمدستي ددغه
قتل لپاره كارېدونكي مواد او نژدې يو درجن خلك ونيول او د نوموړي هېواد نه
يې وغوښتل، چې كرنل محمد اسماعيل ورته حواله كړي، چې په ځواب كې يې هغوى
مثبت عمل وكړ او د ليبيا د فشار سره يې هغه ويديويي كېسټ، چې ده په كې د
خپل جرم اقرار كړى و هم سعود ته وركړ. ددغه ويديويي كېسټې يو نقل امريكا هم
تر لاسه كړ، چې وروسته يې بيا د خپلو اهدافو لپاره وكاراوه.
امريكا ليبيا ته ګواښ وكړ، چې ددغه ويديويي كېسټې په رڼا كې په اسانۍ سره
كولى شي د ملګرو ملتونو د قانوني لارې نه پر هغوى د ترهګرو نوم كېږدي. په
ځواب كې يې كرنل قذافي له دې پرته، چې د امريكا سره په دې اړه خبرو ته كېني
بله چاره نه درلوده.
امريكا ليبيا ته درې شرطونه وړاندې كړل، چې هغوى په روڼ تندي ومنل:
1. ليبيا بايد د خپلو اېټمي وسلو ټول تفصيل امريكا ته وركړي.
2. كومو هېوادونو او خلكو، چې د ليبيا سره په دې كار كې مرسته كړې د هغوى
نومونه هم بايد امريكا ته وركړل شي.
3. د ليبيا د تېلو نيمايي ذخيرې بايد امريكايي كمپنيو ته وركړل شي.
د اسلامي نړۍ پخواني زمري معمر قذافي دا هر څه په ټيټو سترګومنل او نه
يوازې د خپل اېټم جوړونې د پروګرام نه لاس په سر شو؛ بلكې د پاكستان او يو
پاكستاني ساينس پوه ډاكټر عبدالقدير خان نومونه يې هم افشا كړل، چې د قذافي
پر وينا په اېټمي پروګرام كې يې ورسره د ميليونونو ډالرو په بدل كې مرسته
كړې وه. |