کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   سپوږمۍ او راڼه ستوري ئې سوغات راوړي دي              جامونه ئې د ميو د حيات راوړي دي  
سوغات : ـ جريده له کندوز څخه خپرېدونکې خپلواکه، ټولنيزه، ادبي او کولتوري خپرونه ده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
چي وارخطا نه شې لاليه
ايا د جنګونوښار د ديو
جادوګره ځمکه
غواړم د ناشناس او سار
ده سال جهالت مرا از
ستا په اميل کي ستوري
 

سرليكنه

سوغات يوه ټولنيزه اړتيا


دهيواد په شمال ختيځو ولايتونو كې د ګوتو په شمار څو خپرونې خپريږي ، خو هغه فرهنګي كمبودي چې دلته احساسيږي تراوسه داسې هيڅ خپرونه نده خپره شوې چې د فرهنګيانو تنده ماته كړي نو په كندز كې يو شمير فرهنګي ځوانان وغوښتل چې د سوغات تر نامه لاندې خپلو هيوادوالو ته يوه داسې خپرونه وړاندې كړي چې دهغوي فرهنګي تنده خړوب كړي.ددغې خپرونې د خپريدو اصلي لامل دادې چې ترڅو وكړاى شي په شمال ختيځو ولايتونو كې هغه ځوانان چې له ادب، كولتور او فرهنګ سره مينه لري دې ته وهڅوي چې خپل استعداد په كار واچوي او ګټه ترې واخلي، دلته يوشمير ځوانان شته چې د هيچا له خوا ورته پاملرنه ، نه كيږي او ياهم دهغوې د استعدادونو د روزلو لپاره هيڅ داسې لاره نه لټول كيږي چې هغوې د ادب په ډګر كې خپل ځانونه وازمويي، اوهغه ايماني دنده چې يو فرهنګي ته ورتر غاړى ده پوره يې كړي. سوغات د لومړي ځل لپاره ستاسې تر لاسونو رسيږي په دغه خپرونه كې به ډيرې نيمګړتياوې موجود وي خو همدا تاسې ياست چې د سوغات د محتوا د ښه والي او نيمګړتياو د پوره كولو هڅه به كوئ، او همدا تاسې ياست چې د سوغات پاڼې مو پر خپلو ښكلو ليكنو ښايسته كولاې شئ.
ترڅو داځل ستاسې سوغات تردې هم ښكلى وي.
په همداسې هيله

په درناوي
اداره