کــــــور

لومړی مــخ

ارشيف اړيـــــکي          ددښمن ماغزه به ايشي دمحشر شپېلۍ پو شوې            هر اغزن به پکښي يوسي د سپرلي سېلۍ راغلې          

په ننګرهار کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني له خوا خپرېدونکې ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
مشکل کجا است ؟  
د بشر د حقوقو دوه مخي
په ختيځوولاياتوکي خلـ
ريشه واژه ادب
اسلامي درسونه
په کمونيزم کي دبشرحقـ
زيد بن ثابت
ګل وريني وږمې

بسم الله الرحمن الرحيم
ددې ګڼي يادونه
د ثور اوومه
په وينو لړلې کودتاه

لـه نن څخه تقريباً 26 كاله مخكې زمونږ د هيواد په تاريخ كې يو نوى پړاو منځ ته راغى د ثور د اوومې ورځې يعنى هغه تاريخې ورځ چې د هغې په اساس زمونږ د هيواد واګي د هغه خلكو په لاس ورغلل، چې دوى د شوروي اتحاد د كمونيزم د شبكې غلامان او ګوډاګيان وو، داوْد خان چې د عمر په اّخري ورځو شپو كې روسانو ته يي غوڅ ځواب وركړى وو د روسانو لپاره دا نوى حالت د زغملو وړ نه وو، روسانو خپلو ګوډاګيانو ته دا لارښوونه وكړه چې داوْد خان حكومت نسكور كړي نو هماغه و چې د داوْد خان حكومت په دغه توره ورځ كې نسكور شو، د دغه ورځې وروسته نورمحمد \"تركي\" او دده تر شا څو نافهمه عناصرو د افغانستان د مسلمانانو په زورولو لاس پورې كړ، زمونږ هيوادوال د داسې حالاتو سره مخامخ شول چې دوى يې هيڅ طمع او توقع نه درلوده، زمونږ پنځه مليونه وګړي د هيواد پريښودو ته اړ شول ، په لكونو كسان معيوب شول دوه نيم مليونه وګړ ي شهيدان شول چې د دې ټولو غميزو پړه د ثور د اوومې ورځې د كودتاچيانو پر غاړه ده، دوى داسې فكر كړى و چې مونږ به غالب شو كمونيزم به د افغانستان رسمي تګلاره شي او افغانستان به د شوروي اتحاد د جمهوريتونو څخه يو جمهوريت شي، د الله (ج) اراده بله وه لكه څرنګه چې فرمايې: يريدون ليطفئوا نورالله باْفواههم والله متم نوره ولو كره الكفرون،

افغانستان د كمونيزم په هديرې بدل شو او بالاّخره ثور په اتمه ورځ زمونږ ولس د كمونيزم پاتې شونې حكومت نسكور كړ، او په كابل كې د مجاهدينو حكومت واكمن شو، خو له بده مرغه زمونږ هيواد بيا هم د پرديو د بيځايه لاسوهنو څخه خوندي پاتې نه شو او په نتيجه كې د مجاهدينو تر منځ خپل منځي جكړې وشوې او هيواد د دوهم ځل اّرام ساه اّخلي ټولو افغانانو لكه څرنګه چې د يووالي په بركت د جهاد په ډګر كې خپلو غليمانو ته غاښ ماتوونكې ماتې وركړه اوس بايد د سولې او سوكالۍ په ډګر كې يو بل ته لاسونه وركړي او راتلونكى برخليك پخپله وټاكي.