کــــــور

لومړی مــخ

ارشيف اړيـــــکي          ددښمن ماغزه به ايشي دمحشر شپېلۍ پو شوې            هر اغزن به پکښي يوسي د سپرلي سېلۍ راغلې          

په ننګرهار کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني له خوا خپرېدونکې ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
مشکل کجا است ؟  
د بشر د حقوقو دوه مخي
په ختيځوولاياتوکي خلـ
ريشه واژه ادب
اسلامي درسونه
په کمونيزم کي دبشرحقـ
زيد بن ثابت
ګل وريني وږمې

احمد ګل - نوري
 

د بشر د حقوقو دوه مخي
 

څنګه چې د ملګرو ملتونو په جوړښت كې بېلابېل سازمانونه وجود لري لكه د ملګرو ملتونو نړيوال غذايي پروګرم يا WFP د ملګرو ملتونو دم اشومانو پروګرام د ملګرو ملتونو د مهاجرينو پروګرام او داسې نور سازمانونه شته چې ځانګړې دندې پرمخ بيايي. چې په دې لړ كې يو هم د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو نړيوال سازمان دى چې د وظيفه يې د بشر د حقوقو حمايت او ملګرو متلونو ته د بشر په حقوقو تېري كوونكو معلومات وركول دي. كه د اسلام سپېڅلي دين كې د بشر حقوقو ته ځغلنده كتنه وكړو نو اسلام لـه هر دين څخه زيات د بشر حقوقو ته په احترام او درناوى قايل دى الله (ج) په قرانكريم كې فرمايي :(ولقد كرمنا بني ادم) د اسلام ستر پيغمبر (ص) د ذمي د حقوقو په هكله استعمال او دانسانانو بې ګناه وژنه يې حرام د انسان ژوند پرې تهديدېږي حرام ګرځول شوى لكه د مخدره موادو چې د بشر د حقوقو حمايت څرګندوي. دا چې ملګري ملتونه هم په خپل جوړښت كې دبگشر د حقوقو سازمان لري يو نېك اقدام دىخو متاسفانه كه د نړۍ اوسني قضاياوي وڅېړو دغه سازمان د نړۍ په هغه قضاياو كې چې د دوى پورې اړه لري دوه مخې پاليسي اختيار كړې، تور ته تور او سپين ته سپين نه وايې د ظالم د ظلم څخه سترګې پټوي او مظوم اّواز نړيوالو ته نه رسوي.

د بېلګې په توګه په افغانستان كې د بشر د حقوقو خپلواك سازمان په دې وروستيو كې يو راپور خپور كړو چې په هغه كې ډېر غير عادلانه قضاوت شوى و دا چې د يو لړ تېريو او تجاوزنو څخه سترګې پټې شوې وې او د ځينې داسې كسانو نومونه هم په لست كې راغلي و چې د بشر د حقوقو باندې د تېري په وجه نه بلكې د دې سازمان د دوه مخې پاليسي په دام كي ګير شوى و كه د نړۍ نورو ملكونو كې د دې سازمان فعاليتونو څخه يادونه وكړو دا اوه لسيزې كېږي چې د فلسطين مظلوم ملت داسرايلو د رژيم په اور كې راګير دى. خو موږ وانورېدل چې د بشر د حقوقو سازمان دې په دې هكله څه وايي د كشمير په مسلمانانو د هندوانو لخوا تېرى او هغوى ته د اّزادي نه وركول او په پرمختللي نړۍ كې د ايډز د ناروغۍ په وجهه د مليونونو انسانانو لـه منځه تلل چې سبب يې د ناروا له لارې جنسي تېري دى اود شرابو دڅښلو په نتيجه كې چې انسان عصبي او قلبي ناروغيو سره مخامخ كېږي او ژوند ورسره تهديدېږي ځوانانو ته د عياشۍ زمينه سازي او په دې لار كې هر اړخيزه خپرونې او نشرات چې انسان لـه خپل مسير څخه اړوي اود هغه انساني كرامت لـه منځه وړي دا ټول هغه څه دي چې بشر د حقوقو سازمان وظيفه لري چې د دې په مخنيوي كې كوښښ وكړي په دې لار كې دوى هېڅ نه دي كړي خو د بشر د حقوقو سازمان د ظالمانو او قدرتمندو ملكونو هر يو كار ته د مشروعيت په سترګه اود مظلومانو لـه خپل ځان څخه دفاع د بشر د حقوقو څخه تېگرى بولي تر دې پورې چې بشر د حقوقو سازمان په ځينې هېوادونو كې د ځانګړو ګوندونو او تنظيمونو ليكو حمايه كوي او غير مستقيم د هغوى د ګټو څخه دفاع او په تېريو يې پرده اچوي او مخالفان يې په بېلابېلو نومونو تورنوي همدا د بشر د حقوقو سازمان دوه مخې پاليسي ده چې په ملي او بئن المللي سطحه خپل اعتبار لـه لاسه وركړي او خلك دا سازمان يوازې د مسلمانانو د تهديد سازمان په توګه پيژني