کــــــور

لومړی مــخ

ارشيف اړيـــــکي          ددښمن ماغزه به ايشي دمحشر شپېلۍ پو شوې            هر اغزن به پکښي يوسي د سپرلي سېلۍ راغلې          

په ننګرهار کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني له خوا خپرېدونکې ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
مشکل کجا است ؟  
د بشر د حقوقو دوه مخي
په ختيځوولاياتوکي خلـ
ريشه واژه ادب
اسلامي درسونه
په کمونيزم کي دبشرحقـ
زيد بن ثابت
ګل وريني وږمې

ژوباړن : عظيم الله - اعظيمي
حضرت زيد بن ثابت ( رض)ـ


حسان بن ثابت (رض) دده په هكله وايي:
د شعر په ميدان كې د حسان او د ده ځوى سيالي ته څوك ودريدلاى شي او د قراّنكريم د معانيو او علم په ميدان كې د زيد بن ثابت سيالي څوك كولاى شي؟ ! مونږ دلته د هجرت د اتم كال خبره كوو. د مدينې لارې كوڅې لـه خلكو ډكې وې، او ټول د بدر غزاته د تللو تيارې كاوه، رسول الله (ص) د دغه لښكر د تياري خبره په خپل لاس كې اخيستې وه، ځكه چې لومړې لښكر و چې د جنګ ميدان ته يې دانګل او رسول الله (ص) يې پخپله قومنداني په كې لاس لرله، چې د الله (ج) د كليمي د لوړوالي په خاطر جګړه وكړي. په دغه يو كوچنې راوړاندې شو، چې د عقل او پوهې نښانې يې په تندي كې لـه ورايه بريښيدې په لاس كې يې د ځان هومره اوږده توره نيولې وه او ورو ورو د رسول الله (ص) خواته نژدې كيده او ويل يې اې د الله (ج) پيغمبره ! لـه تا قربان شم ماته اجازه راكړه چې لـه تا سره ستا تر بيرغ لاندې جهاد وكړم، رسول الله (ص) د دې خبرې په اوريدو سره زيات خوشحاله شو دخوښۍ او رضايت لـه امله يې په شا وټپاوه خو د كوچنيوالي لـه امله يې هغه ته د تګ اجازه ورنكړه، هلك د خفګانونو په طوفان كې لاهو بيرته وګرځيد چې ورسره توره يې په مځكه كيښوده او په دې يې زړه مات و چې لـه رسول الله (ص) سره په لومړۍ غزا كې د شركت لـه شرفه ولې محروم شو؟ مور نوار بنت مالك هم راروانه وه او هغه هم پدې ډيره خفه وه، چې زوى يې ولې د جهاد لـه تګ څخه پاتې شو؟ د هغې زړه داوه چې سترګې دزوى په ليدلو يخې شي چې لـه سړيو سره يو ځاى د رسول الله (ص) په خدمت كې د خپل پلار ځاى ونيسي، چې هغه په ژوند كې لـه رسول الله (ص) سره ملګري نه و پريښودى، كله چې دغه كوچنې د جهاد د تګ په فكر رسول الله (ص) سره په تګ كامياب نه شو، نو وې غوښتل چې په بله لاره ل رسول الله (ص) سره لـه ملګريتوبه محروم نه شي، او هغه داچې بايد لـه رسول الله (ص) څخه د علم زده كړه وكړي. كوچني همداخبره خپلې مور ته وكړه او مور يې د خپل قوم لـه خلكو سره يادونه وكړه هغوى رسول الله (ص) ته بوتلو او ورته يې وويل اې د الله (ج) پيغمبره دا زيد بن ثابت دې چې د قراّنكريم اوولس سورتونه يې ياد كړي چې ډير ښه يې تلاوت كولاى شي، او ورسره پوره ذكي هم دې، ليكل او لوستل يې هم زده دي غواړي ستاپه خدمت كې حاضر شي او هيشه درسره وګرځي كه دې خوښه وي خبرې يې واوره رسول الله (ص) لـه زيد بن ثابت څخه هغه څه واوريدل چې يادكړي يې وو، ډيره ښه او واضحه لهجه يې وه د قراّنكريم الفاظ يې په شونډو داسې ځليدل لكه په اّسمان كې ستوري، د ده تلاوت او وقوفو د رسول الله (ص) توجه ځانته واوړوله او په دې ډير خوشحاله شو چې په زيد بن ثابت كې د ملګرتوب ښه صفات راغونډ وو او په دې سربيره په ليك هم پوهيدو، رسول الله (ص) ورته وكتل او ورته يې وويل: زيدهِ! عبري ژبه هم زده كړه ځكه يهود چې څه وايې پرې مطمئن نه يم زيد په ډير احترام مننه وكړه او په ډير كم وخت كې يې عبري ژبه ياده كړه، په لنډ وخت كې يې وكړاى شول چې هغه څه وليكي چې رسول الله (ص) يهودو ته ليكل، او هغه څه ولولي چې يهودو به رسول الله (ص) ته راليږل او سريانې ژبه يې هم د عبري ژبې په څير ياده كړه او تر دې وروسته زيد بن ثابت د رسول الله (ص) د ترجمان په صفت راڅرګند شو.
كله به چې وحى نازله شوه رسول الله (ص) به زيد بن ثابت راوبله او ورته ويل به يې:
زيده وليكه! زيد په دې ترتيب سره لـه رسول الله (ص) څخه وخت په وخت د قراّنكريم اّيتونه يادول او ليكل او د وحى لـه لومړي سر څخه به يې الهي نور ته په خپله سينه كې ځاى وركاوه، او لـه الهي پوهې سره به يې د عقلي ذكاوت په معيار پورته ته، لـه همدې كبله وه چې د رسول الله (ص) تر وفات وروسته د قراّنكريم په جمع كولو كې تر بل هر چا زيات باور كيده او د حضرت ابوبكر t د خلافت په وخت كې د قراّنكريم د جمع كوونكو په سر كې و او همدا راز د حضرت عثمان (رض) د خلافت په دوره كې د هغه په سر كې و چې ټول مصحفونه يې سره رايو ځاى كړل.
او لـه همدې قراّنكريم سره د كلك پيوند او پوهې بركت و چې د عقل په ميدان كې به دده په خبره او فيصلو اعتماد كيده.
دوام لري.......
تر دې زياته مرتبه به بله څه وي؟
د پيغمبري مكتب ريښتيني اتلان لـه كتاب څخه