کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خلګ وايي اکبربری ډ..
 له طاهراپريدي سره مـ
په کندهارکي فرهنګي ..
دحضرت لقمان حکيم ...
دځوان شاعر اميرمحمـ
اسلام دتاريخ په اوږدو
حضرت عمر ابن خطا..
پښتوژبه يومحکومه ژبه
ښځه دټولني ډيوه ده
په تصوف کي دښځو

سرليکنه :

په كندهار كي فرهنګي هڅي

دا خو د لرغوني كندهار ټول په پر علم مين او وطن پال ولس ته د لمر په شان څرګنده او جوته ده چي زموږ د دې ښكلي فرهنګي، كلتوري، ديني، مذهبي، هنري، سياسي، اقتصادي ، مدني، تاريخي او نور خوځښتونه رامنځته سوي او د هيواد ګوټ ګوټ ته رسيدلي دي، وده يې كړي او هر خوځښت بيا د لوى شهرت خاوند ګرځيدلي دي او د يوه جلا ارګان يا ادارې وياړ يې تر لاسه كړي دي. او دا هر خوځښت په خپل وخت كي د قدر او وياړ مثبت كارونه خپلي افغاني ټولني او ولس ته پرې ايښي دي . دا ټول خوځښتونه زموږ د با دردو، پر علم او هيواد مينو وياړمنو مشرانو ، عالمانو، روحانيونو له خوا د خپلو شرايطو د غوښتنو پر بنياد پړاو پر پړاو رامنځته كړي دي چي تاريخي وياړ يې په برخه اوياد دي تل وي.
خو د اټولي وياړني او لاسته راوړني زموږ د داخلي غدارانو د پردو په لمسون د هيواد د نورو مادي او معنوي شتمينو سره يو ځاى د خاورو سره خاوري سول، وطن مو وران او ولس مو بيچاره او سرګردانه د يوې ډوډۍ تر لاسه كولو دپاره د پرديو درګاوو باندي د خيرات لاسونه ګرځيدلي ځيني مړه سول او ځيني بيا په دننه په هيواد كي په بې وسي او ماسويسي كي لاس او پښي وهلي . د علم او فرهنګ خاوندان، د هنر او ادب مينان دپولي پړك ته كښگېنستل، هر څه هر څه ې د جنګ په اور كي لولپه سول او يا و دباندي هيوادو ته د ليلامي توكو په څير وليږدول سول. دا غميزه په ټول هيواد كي همداسي را هڅيدل خو زموږ په دې ادب خيزه سيمه يعني كندهار كي دا د ورانۍ روسه په ډير هيبت او شدت باندي راشروع وه. هر څه ، هر څه مو د اور په لمبو كي د وچو بوټو په څير سوځل كيدل، خصوصاً زموږ علمي، ، فرهنګي، هنري او ښوونيز ارزښتونه په ډېر بې رحمانه ډول په زيات شدت د منځه تللي ، ليكلي آثار، كتابونه، اخبارونه ، مجلې، رسونه ، مجسمې او نور مو په بازارو كي پر قصابانو ، دكاندارانو باندي خرڅيدي ځيني بهرنيو هيوادونو ته وړل كيدې، ځيني بيا د پيلوزي په ډول اورونه په لګيدل. دولتي او غير دولتي فرهنګي، علمي او ښوونيزي وداني ورانيدې، شوځل كيدل او يا د پردو او خود سرو انسانانو د خوا د شخصي كورونو په څير اشغال سول، عالمان، پوهان، اديبان، ښوونكي ، شاعران، ليكوالان او نور پر علم او هنر مينان په يوه او بل نامه ووژل سول، ورټل سول، د هيواد پرېښېدو ته اړ كړل سول، ښار لوټي لوټي په ويرانه او هديره بدل سو چي اوس هم په زياتو كورنو كي د داسي اشخاصو قبرونه سته.
كوم وخت چي د لوى خداى جل جلاله په خاصه لوروينه او د دې اتل ولس په همت زموږ په ګران هيواد افغانستان كي يواري بيا د آرامۍ هيلي را پيدا كړي او يو نسبي قانوني حكومت رامنځته سو د دې لرغوني ولايت ( كندهار ) علمي او ادبي د ګوتو په شمير څو تنه چي دلته را پاته وه او يا څه دباندي تر هيواد دباندي د دغې ورځي په تلوسه چي ساعتونه او ورځي د وطن د آرامۍ په خاطر شميرلي راغلل او د خپلو تيرو مشرانو پر پله بانديې پل كښيښود، لومړۍ يې دكندهار د اطلاعاتو او كلتور په چوكاټ كي د ادبي غونډو لړۍ را پيل كړې، بيا په اخبار ( طلوع افغان ) كي هم د ادب مينه والو د خپلي ادبي تندي د ماتولو دپاره يو شمير ادبي، فرهنګي ، ټولني رامنځته كړي، مجلې، خپروني او حتي كتابونه، شعري ټولګي يې چاپ كړي تر څو د خپل ولس جنګ ځپلي ذهنونه بيا را روښانه كړي چي دا ټوله ټولني نه يواځي دا چي دوى د خپلو ټولنو د پراختيا دپاره كار كاوه خو د اطلاعاتو او كلتور د رياست سره يې هم پوره همكاري درلودله او د اطلاعاتو او كلتور محترم رياست هم د دوى سره د هر ډول كومك لاس كاوه.
خو په تاسف سره بايد وايم چي په را وروسته كي د اطلاعاتو او كلتور رياست او په خپله د دوى تر مينځ ( د فرهنګي ټولنو ) تر مينځ يو ډول مايوسه ونكي،خواشنونكي او تخريبي نيوكي هم په شفاهي ډول او هم په تحريري ډول رامينځ ته سوي چي دا حالت نه يوازي دا چي ادبيحركت ته وده نسي وركولاى بلكې د ادبي ركود او د ځوانانو ذهنيتونو ته سخته صدمه رسوي او د ادبي انحراف سبب كيږي.
نو راځي چي يواري بيا د نوي پسرلي په وياړ پر خپل ادبي بهير د سره غور وكړو او په ادبي مينه او ادبي اخلاص يو ادبي وحدت رامينځ ته كړي او په دې ولايت كي يو لوى پاڅون د علمي مركې په نامه را پيل كړو تر څو وكولاى سو چي د وخت د بدلون سره جوخت د ادب او فرهنګ جولي ته يو نوي او ګټمن رنګ وركړلاى سو دا به زموږ يو ستر افتخار او نيك نوم و دا كار نو بيا د كندهار په ولايت كي او د دې ولايت په اړوند يا ګاونډيو ولاياتو كي يو واحد ، ټينګ هوډ او زياته هيڅا له مينه هم دلې او هم فكري ته ضرورت لري. زما خو دا نظر دي كه څوك په رښتيا د خپل هيواد او ولس دپاره غواړي چي ادبي او فرهنګي نيك چوپړ وكړي او بيا په خاص ډول د لوى كندهار په دې لويه او سپڅلې غيږ كي.
نو ولي د دې سمي ځوانان د دې پاك هدف دپاره نه سره يو كيږي او د خپلي پاكي ځوانۍ په پاكه مينه ولي نه سره يو كيږي او ولي دا ځوانان په فرهنګي ډګر كي يو پر بل بيځايه تور لاسونه موږي؟ . نن يو څه وايي او سبا بل څه راسي . دا د زاړه دښمن زوړ ميتود پر همدې ځا ى پريږدو او يو ځوان فكر او يو ځوان يووالى رامنځ ته كړو ترڅو د دې نوي لمريز كال د لمر د وړانګو په څير وځليږو او زموږ د دې فرهنګي ځلا څخه زموږ ځوريدلي ولس ګټه واخلي او خپل داخلي او خارجي دښمن د قلم په بې ريا ژبه خپل ولس ته رنګ ژړۍ او رسوا كړو.
راځي چي د ځوانۍ په ټينګ هوډ باندي دا هوډ وكړو چي نور نو په كندهار كي د دې پاك او رنګين پسرلي په غيږ كي خپلي ټولي نا خوالي تربګنۍ شاته وغورځو او يو لوى او ستر ادبي غورځنګ را پيل كړو او په دې ښكلي كندهار كي يو وار بيا د خپلو تيرو فرهنګيانو ، پوهانو ، عالمانو ياد را تازه كړو تر څو زموږ يا د نور راتلونكي را ياد كړي.
پاى