|
|
سرليکنه :
بسم الله الر حمن الرحيم
موږ هم ليدلي دي د نوي ژوندانه خوبونه
دا چې په ګران هېواد افغانستان كې د امن او سوكالۍ د لمر وړانګې خپرې شوي
او د امكان تر بريده د بيا رغونې كارونه مخ پر وړاندې روان او همدارنګه
مطبوعاتو ته اّزادي وركول شوې تر څو د هېواد هر وګړى وكولا ى شي چې د خپلې
ژبې او كلتور لپاره په اّزاده او ډاډمنه فضا كې كار وكړي نو له دې فرصت څخه
په ګټه اخيستلو سره په كندهار كې ځينو فرهنګيانو ، ليكوالانو ، شاعرانو او
فرهنګپالانو وپتېيله چې د هېواد ، ژبې او كلتور د چوپړ لپاره يوه ټولنه
رامنځته كړي . همدا و چې د هېواد كلتوري ادبي ټولنې په نوم يې يوه ټولنه
جوړه كړه . دا چې كندهار يو ادب پنځونكې او ادبپاله سيمه ده خو له بده مرغه
اوس مهال په كندهار كې د هېواد د نورو سيمو په پرتله ادبي او فرهنګي
فعاليتونه او خپرونې كمې دې نو ، نوموړې ټولنې سمدستي وپتېيله چې د هېواد ،
ژبې او كلتور د لاښه چوپړ لپاره د ( تنده ) په نوم يوه خپلواكه ، ناپېيلې ،
كلتوري ، ادبي دوې مياشتنۍ مجله خپره كړي چې دادى دلوى څښتن (ج) په مرسته
مو اوله ګـڼه ستاسو تر لاسونو درورسوله هيله ده چې تر يو بريده مو ادبي
تنده په ماته شي .
ددې ټولنې هڅه او هاند دا دى چې د خپلو مشرانو او نورو فرهنګيانو او فرهنګي
ټولنو په سلاو ، مشورو او مرستو سره يو ځاى كار وكړي . همدارنګه نوموړې
ټولنه د هېواد او له هېواده بهر ټولو فرهنګيانو ، فرهنګي ټولنو او فرهنګي
كړيـو څخه د خپل وس تر بريده مرستې نه سپموي او تل ښه اړېكي ساتل ورسره
غواړي .
موږ هم د نوي سباوون په انتظار كې ناست يو
موږ هم ليدلي دې د نوي ژوندانه خوبونه
د تندې اداره |