کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دنړۍ ترپېښولاتدي .
 اسلامي ولولې سلااومـ
دهيواد کلتوري ټولني
دجوړيدوموخي اواړتيا
بغاوت
دشعر ژبه
دنهضتونوسالارسيدجمـ

د نړۍ تر پښو لاندې ساعتي بم

ژباړه: غلام سخي نوريوال، كندهار
پر 1981 م كال د لومړي ځل لپاره د نيويارك په سانفرانسيسكو كې ځوانان د همجنسبازۍ په حال كې وليدل شول او ددوى هغه بدنونه چې تل به روغ رمټ وو او هيڅكله يې درملو ته اړتيا نه لرله په داسې عفونت اخته شول چې ورځ په ورځ ناروغۍ رښې پكې ځغلولې .
لومړى فكر كېدى چې دغه ناروغي په دوو ( همجنسبازانو ) پوري ځانګړې ده ، او نوم يې ايډز كېښود . خو كله چې ډاكټران او نور پوهان پوه شول چې دا ناروغي يوازې په همجنسبازانو پورې ځانګړى نه ده ، په هغو كسانو كې چې د وينې مصرف ته وي او هغه كسانو كې چې نامشروغ اړېكي لري او همدارنګه هغه نشه كوونكي چې نشه يي مواد د خوړلو يا پېچكارۍ په وسيله بدن ته تېروي هم شته . او د 1983 كال په ورروستيو او د 1984 په لومړيو كې ددغه ناروغۍ لامل كشف او مشخص شو چې يو ويروس دى.
پروفيسور ( مونتاينه ) فرانسوي كاشف ددې ويروس په څرګندولو سره د نوبل جائزه هم ترلاسه كړه او دغه ويروس يې امريكايي پروفيسور (ګالو ) ته چې په امريكا كې اوسېدى ولېږى . له دېرو تجربو او پلټنو وروسته دغه امريكايي ويروس موندونكي ددغه ويروس وجود او عامليت په همدې مرض كې ثابت كړ . په فرانسه كې دغه دغه ويروس ته ( تلى _ وى _ يو ) او په امريكا كې ورته HDL3 وويل شو .
د ايډز ناروغي لامل ويروس په كشفولو سره سمدستي د پر مختليو ټيسټونو لپاره امكانات برابر شول او طب پوهانو د نړيوال روغتيايي سازمان په مرسته ددې ويروس په اړه لا ښې څېړنې پيل كړې ، په همدغه وخت كې و چې دغه بده او ناوړه ناروغي په افريقا كې ورځ په ورځ زياته او تردې كچې ورسېده چې د ډېرو كسانو سترګې يې په مرګ پټې كړي . همدغه لامل و چې تر ډېره داسې انګېرل كېده چې افريقا د ايډز مور ده .
په افريقا كې د ايډز د كشفېدو ډير وخت لا نه و وتلى چې د نوموړي ويروس تړاو په افريقا كې په يو ډول شنو بيزوګانو پورې شو . وروسته له څه پلټنو دا څرګنده شوه چې دغه بيزو ګانې نوموړى ويروس يوازې په خپل بدن كې توليدوي خو انسان ته نه ترې لېږل كېږي ، په دغه بېزو ګانو كې چې كوم ويروس دى هغه ته (S.IV ) وايي .
د وخت په تېريدو سره د ايډز د پيدايښت په اړه نورې تيورۍ رامنځته شوې ، له هغو نه يوه دا وه چې :
د ايډز منشا يې ( شامپانزي ) چې د بېزوګانو يو بل ډول دى او انسان ته ورته شكل لري چې دا هم په افريقا كې ډېرې دې او د نوموړي هېواد د بېلابېلو سيمو خلګ له دغه ډول بېزوګانو سگره نژدې ژوند كوي و بلله . وروسته بيا دغه تيوري هم بيرته رد شوه H.I.V)) ويروس دوه ډوله دى چې دوهم ډول يې په افريقا پورې ځانګړى دى او په اروپا كې هم لږ ليدل شوى دى . او دا دويم ډول ويروس هغه ويروس ته ورته دى چې له هغه نه په هغه واكسين جوړولو كې چې د غويانو د پوستكي د تڼاكو د روغتيا لپاره استعمالېږي كار اخيستل شوى .
د هغو كسانو د وينو د پلټنې څخه چې د H.I.V ويروس شك پرې كېدى او مړه شول دا ثابه شوه چې نوموړى ويروس پر 1940 م كې هم په انسانانو كې موجود و خو په دومره چټكۍ سره نړيوال شوى نه و . دغه كشف له طبپوهانو سره مرسته وكړه چې باوري شي چې د H.I.V ويروس پخوا هم په طبيعت كې موجود و خو اوس د بشريت د ژوندانه لپاره په يو لوى او سړي خوړونكي اّفت اوښتى دى .
د ايډز وژونكې ناروغي هغه چا ته ځانګړې كېداى شي چې د ډاكټرانو خبره ( وينې ته اړتيالري ) او هم هغه كسانو ته ځانګړې كېږي چې ( همجنسبازۍ ) كوي او نا مشروع اړيكي لري بې بندوباره وي او هغه نشه يان چې د وينې يا خولې له لارې نشه يي مواد بدن ته تېروي . ددغه ناروغۍ تر خطر لاندي دي .
د H.I.V ويروس چټكه پراختيا د نړۍ له نورو وچو څخه په اّسيا كې وروسته پيل شوه امريكا اروپا او په ځانګړي ډول استراليا ددغه ناوړه ناروغۍ د پراختيا مخه په خپلو طبي او روغتيايي فعاليتونو تر ډېره حده نيولې ده خو په اّسيا كې چې دې ناروغۍ په ګړندۍ پراختيا پيل كړى ، تر اوسه يې هيڅ مخه نه ده نيول شوې همداسې په چټكۍ سره پراختيا مومي .
ايډز د H.I.V وروستنۍ مرحله ده :
درمل كولاى شي په انسانانو كې د H.I.V ويروس د پرمختګ مخه ونيسي تر څو په ايډز وانه وړي . د H.I.V ويروس يو پېچلى ژنتيكي جوړښت لري او په اّساني سره كولاى شي د چاپېريال سره توافق وكړي . همدغه علت دى چې ډېر وګړي يې خوشباوره ساتلي دي خو په دې تېرو څه د پاسه دوو لسيزو كې چې څومره په پرمختللې تكنالوژي سره څېړنې شوې دې تر اوسه ددې بدمرغې ناروغۍ ضد درمل نه دي پيدا شوي .
له هغو څه دپاسه 85 ميليونو وګړو څخه چې د H.I.V په ويروس ككړ دي 72 ميليونه او 500 سوه زره وګړي يې د نامشروع اړېكو د لرلو له امله په دې انسان وژونكې ناروغۍ اخته شوي دي . چې 70 په سلو كې د ښځو او نارينه و له ناروا اړيكو او 30 په سلو كې د همجنسبازۍ ( بچه بازۍ ) د ناروا اړيكو له امله په دغه ناروغي اخته شوي دي .
د H.I.V ويروس د لېږد خطرناكې لارې:
بد ويرس اخته وي . كله چې خپل ماشوم ته شيدې وركوي نو ويروس لېږدول كېږي . تر ټولو لوى خطر هغه ماشوم ته چې نوى دنيا ته سترګې پرانيزي او مور يې په دې ويروس اخته وي له مور څخه د پيدا كېدو وخت دى . همدا لامل دى چې ډاكټران هغو ميندو ته چې په H.I.V اخته وي لارښوونه كوي چې د يو طبي عمليات له لارې خپل ماشوم دنيا ته وړاندې كړي او كه چېرې كولاى شي نو خپلې شيدې دې هم نه وركوي .
د H.I.V ويروس يوه پټه دوره لري چې دې دورې ته يې پنجره وايي دا هغه دوره ده چې په ټيسټونو او پلټنو هم نه مالومېږي چې د يوه انسان وينه پرې لړې ده . همدا لامل دى چې ډاكټران هغه نتيجې چې له عام بازارا څخه تر لاسه كېږي نه مني . ځكه هغه كسان چې ددغه ويروس تر خطر لاندې دي په داسې بازاري نتيجو يو بې بنسټه ډاډ تر لاسه كوي چې ډېر ځله د همدغه كس په وجود كې د H.I.V ويروس د پراختيا لپاره زمينه برابره شي او ناروغي يې لا زياته شي .
ايډز له ځينو نورو لارو لكه عادي اړېكي ، لاس وركول ، په غېږ كې نيول ، له شريك حمام او تشناب څخه كار اخيستل ، د غذا خوړلو لوښي ګډ كارول ، عطسه (پرنينجى ) او ټوخي له لارو نه لېږدول كېږي . او همدارنګه د خولې لاړې او اوښكې هم ساري نه دې . او همدارنګه پوهانو ښوولې ده چې غوماشه چې په دې ناروغۍ اخته څوك يې چيچلى وي هم روغ كس ته د لېږد لامل نه كېږي . دوى ښوولې چې كله چې غوماشه له يو ناروغ څخه وينه كش كړي نو سمدستي د H.I.V ويروس د هغې په بدن كې له مينځه ځي .
H.I.V ويروس څنګه په ايډز اوړي :
H.I.V ويروس پټه دوره يا پړاو كېداى شي چې له يوې اوونۍ څخه تر 18 مياشتو وخت ونيسي . كه په دې پړاو كې تر څېړنې او درملنې لاندې ونه نيول شي نو يوه نوي پړاو ته داخلېږي او ويروسي ناولتيا لكه د انفولانزا او مننژيت په شان را برسېره كېږي چې بيرته پخپله له مينځه ځي او ښه كېږي ، كېداى شي چې عصبي پېچلتياوې او د پوستكي څه خرابي رامنځته شي او نور د ناروغتيا كومې ښكاره نښانې په دې دوره كې نه وي . كه چېري په ياد شوي پړاو كې د H.I.V موجوديت د يو چا په بدن كې ښكاره شي نو اوږد مهاله ( مدام العمر) درمل وركول كېږي چې د دفاع كوونكو سلولونو د ويجاړتيا مخه نيسي . كه چېري په دې موده كې درملنې پيل نه شي نو ناروغ هغه پړاو ته رسېږي چې تر ډېرې مودې پورې د ويروس نښانې نه رابرسېره كېږي . كېداى شي چې دغه موده تر لسو كالو پورې اوږده شي او دغه (10) كاله وخت د ويروس د پراختيا له خطره ډك وي . كېداى شي ناروغ په دې اوږد وخت كې چاته وينه وركړي ، د يو چاسره واده وكړي ، ناروا اړېكي وساتي او يا پېچكاري له نورو سره ګډه استعمال كړي او دا سې نور . . . .
د H.I.V ويروس د بدن پر هغو سلولونو پريد كوي چې د ناروغيو په مقابل كې د بدن دفاع كوي او د بدن د هجرو اصلي برخه جوړوي . كله چې دغه تخريب شوي سلولونه چې له زرو ( 1000) څخه زيات دي نور هم ويجاړ شي ، په ناروغ كې د ايډز نښانې را برسېره كېږي . د خولې لاړې يې بد بوى كوي او د واورې په څېر سپينې شي . د شپې چې پروت وي بدن يې ډېره خوله كوي ، پرلپسې تبې كوي چې موده يې له يوې مياشتې هم اوړي ، او همدارنګه نوري غير عادي ځانګړنې يې په بدن كې را څرګندېم . په دغه وخت كې هغه څه چې د ډاكټر فكر ور اوړي د H.I.V ويروس دى .
هغه وخت چې د بدن د ځواكمنو او دفاعي سلولونو شمېر له 200 څخه راكښته شي نو بايد پوه شو چې اړوند كس په ايډز اخته دى ، د بدن ناولتيا او عفونت زياتېږي او د اّرام غوښتونكى شي ، چې د همدغو دواړو په پيدا كېدو سره شخص د مرګ كندې ته نژدې كېږي .
له 1987 م كال را په دې خوا د H.I.V لپاره ډېر درملونه كشف او وړاندې شول چې يوازي د ناروغ ژوند ته يې لږ ښه والى وركولاى شواى او د H.I.V ويروس هم ددغه درملونو په مقابل كې مقاومت پيدا كړ ،تر هغه وروسته هم نور درملونه كشف او وړاندې شول ، اّن تردې چې پر 1996 كال درې (3) ډوله درملونه وړاندې شول چې په حيرانتيا سره يې په ويروس كې كموالى راوست او د ناروغانو حال مخ پر ښه كېدو شو او تر ډېرې كچې يې ويروس په كنترول كې واخيست . دغه درمل تر لاسه كېداى شي، چې د يوه نفر لپاره يې د يوې مياشتې بيه د 800 ډالرو معادلې افغانۍ كېداى شي ، خو د بشر د حقونو پلوي ډلې كوښښ كوي چې د درملو دغه بيه راټيټه يا د امكان په صورت كې يې ناروغانو ته وړيا وركړي .
په دغه ناروغۍ اخته كسان بايد هڅه وكړي چې د H.I.V ويروس د پنجرې په پړاو كې كنترول او يا له منځه يوسي چې د بشريت ددغه خطرناك دښمن څخه ځانونه وژغوري او د نړۍ هر وګړى بايد د ژوند په دې هسكه ، ټيټه لار كې ډير په ځيركتيا
سره ګامونه پورته كړي چې په دې توګه خپل سپېڅلى ژوند له دغې ناولې او مرګونې ناروغۍ (ايډز) څخه چې د نړۍ تر پښو لاندې د يو ماين يا بم حيثيت لري وساتي .