|
|
د شعر ژبه
ژباړن : مهدي خليق، كندهار
څرګنده ده چې متعارفه ژبه يا دويلو ژبه چې په ورځني ژوند كې د افهام او
تفهيم كار ځيني اخيستل كېږي او د شعر ژبه چې په اجزاو كې يو تر بله مشتركه
وجه لري او هم په دواړو ژبو كې ( اصطلاحي يا متعارفه او د شعر ژبه ) كې مهم
او اساسي عنصر ( لغت ) دى.
اصولاً ژبه د لغوتونو له تركيب او منظم جوړښت څخه رامنځته كېږي ، خو هغه
بېلوالى چې ددغو دواړو ژبو په ويلو كې څرګندېږي د ويونكي يا شاعر د برخورد
شكل اوهم په شعر كې د لغتونو برخورد يو تر بله او د لغتونو ځانګړې او خاصه
كړنه يا عمل دى .
وړاندې ( په شعر كې د لغتونو د برخورد ) خبره ياده شوه . كه د لغتونو تر
منځ برخورد وجود ونه لري نو د شعر د جوړېدو امكان هم نه وي . په دې اړه
بايد ووايو چې شعر تر ژبې لوړ او د ژبي اصول او قواعدو ته چندان پاملرنه نه
كوي ، ځكه د لغتونو كې ځاى پر ځاى كېدل يعني اوډون رامنځ ته كېږي چې دغه
اوډون يا برخورد د شعر د جوړېدو لامل ګرځي .
د ويلو په ژبه كې لغت يواځي يو نښه ده ځكه شيان بېله دي چې انځور شي يواځي
ويل كېږې او ټوله شيان يواځي په خپل نامه يادېږي ، خو د شعر په ژبه كې لغت
د يو شي نوم نه دى ،
پخپله هغه شى دى ، او شاعر بېله دې چې د هغه نوم ياد كړي كټ مټ يې څرګندوي
او اورېدوكى ( مخاطب ) د اورېدلو پر ځاى هغه ويني .
( فرانسيس پونز ) وايي : \" اّيا تاسو كوم لغت له نژدې ليدلى دى ؟ تاسو يو
لغت راواخلى او ښه يې وڅېړئ او په بېلابېلو حالاتو يې واړوئ چې د هغه نومول
شوي شي بشپړه مصداق وګرځي .\" په دې اړه خپله پونز د ( كروش ) لغت چې معنا
يې كوزه ده غوره او په شاعرانه انداز يې تر غور لاندي ونيوى ، وروسته تر يو
شپې فكر كولو ده لره د كوزې د لغت هر تورى ددغه خاورين لوښي د يو ې برخې
بيانوونكى وباله . د فرانسيس پونز په عقيده بل هيڅ لغت د كوزې د لغت رنګ نه
لري . بايد وويل شي چې دغه ته په شعر كې د لغت ټاكنې ځاى وايي . اساساً هغه
څه چې موږ يې د كانګريت شعر په نامه پېژنو د هغو شاعرانو وسواس او هاند دى
.
ددې لپاره چې شعر د اورېدلو له ډګره د ليدلو ميدان ته راوباسي په كانګريتي
شعر كې ( ليدل ) د ( اورېدلو ) سره يو ځاى او يو په بل كې ګډېږي او همدا
رنګه په داسې ډول شعرونو كې د لغتونو فزيكي او صوري شكلونه د ذهني معنا يو
دقيق انځور وي . ځكه شاعر د معنا د ليكلو پر ځاى يو انځور ترسيموي .
د بېلګي په توګه زما په دې اّزاد شعر كې تاسو د ( ټوك _ ټوك ) كليمه بېله
او ټوټې ليكل شوې وينئ چې د يو انځور شكل لري .
زه پر دې پراخه ځمكه
او د ناخوالو هوسناكه هغه ګرم نتلى
ددې نړۍ فلك وهلى عاصي
زه هغه ټوك _ټوك موجود
هر ګز يې نه خوښوم
دغه بدرنګه په ژوندون كې د ستايلو نه دى
دا پيكه ژوند چې يې وي رنګ د بندګۍ له خُمه .
وينو چي په دې اّزاد شعر كې د ( ټوك _ ټوك) كليمې په هغه واقعي معنا او شكل
سره بېل _ بېل او ټوټې _ ټوټې شوي دي .
بايد وويل شي چې د كانګريټي شعر بېلګي په فارسي شاعرۍ كې ډېرې ليدل كېږي .
د ويلو په ژبه كې هر لغت ځانګړى او خاص مفهوم لري چې د ژوند حدود يې د هغه
د معنا په چار چوب كې وي ځكه چې په قاموسونو كې د هر لغت معنا ليكل شوې وي
خو د شعر په ژبه كې د يوې خاصې او ځانګړې معنا پلټل ښايي يو بې پايلې كار
وي . د بېلګې په توګه په متعارفه ژبه كې هنداره يوه ښيښه يي صفحه ده او د
تصوير منعكس كولو يا لېږدولو دندنه لري خو په شعري ژبه كې د بېلا بېلو
مفاهيمو او معنا ګانو استازيتوب كولاى شي ، لكه د رحمان بابا (رح) په دې
فلسفي او هر اړخيز شعر كې چې وايي :
د نيا بحر دى بهېږي
اّئينه غوندي صفا
حال دا چې دنيا بحر كېداى نشي او ددنيا د بهېدو امكان نشته خو د شاعر موخه
حركت ، تغير او تحول دى او هم هغه له خود غرضۍ څخه لېرې شفافه صفايي چې ددې
نړۍ په مرموز نظم او نسق كې ليدل كېږي يو شاهكار انځور دى .
داسې ښكاري چې د شعرژبه د ويلو تر هغې ډېره لوړه ده . ځكه له طبعي ژبې سره
اړوند كلامي اړېكي لږ لري ، له همدې امله نو د شعر ژبه هغه وخت رامنځته
كېږي چې د ژبې ځينې معياري برخې ټوټې _ ټوټې ، ويې رژوو او د كلام د هغه
ځانګړي سنت بنسټ كښېږدو چې د عمومي معيارونو تر سطحه لوړ وي .
دا څرګنده خبره ده چې له شاعر سره اړېكي ساتل او د هغه په ژبه پوهېدل بايد
په بشپړه توګه د ادبي سنتونو سره اّشنا يي لرل چې په دې برخه كې ډېر اساسي
ارزښت لري په نظر كې ونيول شي . د شعر ژبه د رمز ژبه ده ، پر سطحه باندې
حركت نه كوي خو په ژورو كې يو جريان دى ، ابهام لري ځكه د ژوند او بقا راز
يې په دغه ابهام پوري پيوند دى .
شاعر په يوه كليمه كې د يو شي نوم اخلي خو تعريف د نورو شيانو كوي ، يادونه
د ځان كوي خو په ګوته كوي خلګ .
همدارنګه كېداى شي چې د شعر اغېز د ويونكو پر ذهنونو باندې په بېلا بېلو
ډولونو وي ؛ اّن تر دې اندازې چې د انځورګرۍ تر ژبې چې غريزي دنده يې يوازي
پر پاڼو د تصويرونو ښكاره كول دې هم مخته وي ځكه د انځورګرۍ په يوه تابلو
كې انځور شوى شى مړ او ګنګ وي او مخاطب يواځي د هغه شكل ليدلاى شي خو دا
توان نه لري چې له هغه سره وږغېږي او يو ژوندى اړېكى ورسره وساتي ځكه
انځورګر چپ دى . كه هغه پر يوه پاڼه يو كارګه رسم كړي داسې څرګندېږي چې يو
كارګه يې د كارګانو تاسو ته ښوولى دى او تاسو يې د ليدلو ښه تره اختيار لرئ
او هر څومره چې وغواړئ ورته كتلاى شئ خو دا كارګه د بدبختۍ ، فقر او مفلسۍ
مظهر كېداى نشي ، كه احياناً دغه رنګه واى نو هرو مرو د شي له صورت څخه
الزاماً بهر او د نښانې شكل او صورت يې اختيارا وه او دا څرګنده ده چې
(نښه) يو شى د بل شي پر ځاى نشي كېداى بلكه ( نښه ) يا سيمبول خپله هغه شى
دى چې د شاعر مراد او موخه وي .
هو د متكلم لپاره كليمې رام او اهلي دي خو د شاعر لپاره هغوى خودسره او
وحشي ګڼل كېږي . د متكلم له نظره كليمې هغه ګټور قرارداد او اعتباري حيثيت
لري چې د استعمالي سامانونو په ډول ورو _ ورو سولول كېږي او له كاره وځي او
د كار د اخيستلو په صورت كې لېري غورځول كېږي او همدارنګه د يو شاعر له
نظره كليمې طبعي شيان دې لكه ګلبوټى ، ونې او شينګياوې چې د طبيعت په حكم
راشنه كېږي ، لوېږي او فخر كوي .
بايد ووايو چې په حقيقت كې د كليماتو معنا ده چي هغوى ته د بيان يووالى او
خپلواكي وربخښي . كه معنا نه وي الفاظ به لكه اّوازونه منځخالي او ګوګ وي .
او يا لكه كږې وږې كرښې تيت و پرك او پاشلي به وي .
معنا هم د الفاظو له ځانګړتيا و څخه شمېرل كېږي او د شاعر له نظره ژبه يو
ډول بهرنۍ تر كيب بندي او جوړښت دى ، په داسي حال كې چې عادي ويونكي نسبتاً
ژبې ته په يو( موقعيت )كې دي . عادي ويونكي په كلماتو باندې ايثار شوي او
كليمې يې د حواسو متمم دي . عادي ويونكي كليمگې له د ننه څخه په كار اچوي
او داسې حسوي لكه خپل تن ؛ يعني هغه د ( كلام جسم ) محسوسوي چې دوى يې په
يوه كړۍ كې را ګير كړى او ويونكي د هغې كليمې په هستي باندې بشپړ موفقيت نه
لري . اما شاعر له ژبې څخه وتلى او كليمگې له شا څخه ګوري ، داسې څرګندېږي
چې شاعر د بشر له جبري ژوند څخه اّزاد دى او له كلام سره په مخ كې د يو لوى
پراته خنډ په توګه كړنه كوي . ددې پر ځاى چې شيان په لومړي پړاو كې د نامه
له لارې وپېژني له هغوى سره يو خاموش تماس او اړېكى ټنګوي ، وروسته الفاظو
ته ځېگرېږي او لمسوي يې ، او په منځ كې د دغو الفاظو لكه ځمكه ، اّسمان او
هغه واړه شيان چې حادث او پيدا دې اړېكى او پيوند شته ځكه نشي كولاى چې دغه
شيان ددې نړۍ د يوې جلوې د نښې تر سرليك لاندې په كار واچوي نو هرومرو ددغو
جلوو كليمه د يو تصوير په شكل ورته څرګندېږي او دغه لفظي تصوير چې د ورته
والي له امله مثلاً د ولې له ونې سره او يا د يوې مرغۍ له ژبې سره چې د
شاعر غورونه او غوښتنه ده لازمه نه ده چي هرومرو به هغه كليمه وي چې موږ يې
د هغه شي د نومولو لپاره كارو . البته ژبه په بشپړه توګه د شاعره له نظره د
نړۍ هنداره او شعر د ژبې هنر دى او ژبه د اّواز ( لحن ) او لغتونو له
عناصرو څخه په يو دقيق جوړښت سره جوړه شوې او د صوري جهتو په اړه پوره
انطباق د متعارفي ژبې سره لري او كه د غو دواړو ژبو ته په يوه سطحه كې ښه
ځير شو يو شان څرګندېږي ، ځكه چې دواړې ژبې له مشتركو توكيو څخه جوړي شوي
دي يواځي په ليدلوسره د هغو سترګو چې ځانګړي كاته يا ليدنه كوي ددغو ژبو تر
منځ د بيان د څرنګوالي دغه ژور توپير كېږي .
لغت د ويلو په ژبه كې يوه ( نښه ) او په شعر كې معنا ده او د لغتونو د ځاى
پر ځاى كېدو لپاره يو داسې تكړه او ماهر معمار په كار دى چې څه نه څه د
ښكلا پېژندنې په برخه كې هم د ښه ذوق خاوند وي . |