|
|
بغاوت
عبدالمالك همت، كندهار
د بغا وت معنا :
بغاوت په پښتو كې ياغيتوب ته وايي . كوم سړى چې به د حكومت تور شو نو به
غرو ته وختى او ور ته ياغي به شو . البته كوم سړى چې د خداى (ج) او شريعت
امر ته غاړه نه ږد ي او نه يې مني هغه هم يا غي بولي . وايي : \" دى هم په
خپله ګودړۍ كې خداى ته ياغي دى . \"
د لغاتو له كتابونو څخه څرګندېږي چې بغاوت عربي كلمه ده چې له ( بغى ) څخه
اخيستل شوې ده او لاندي معناوې لري:
ظلم ، زياتى ، مخالفت ، نافرماني ، سركښي ، بدكاري او زنا .
د اخلا قو په كتابونو كې د بغاوت په اړه څرګندونې :
په جامع السعادات كتاب كې چې د ( علم اخلاق اسلامي ) په نوم په فارسي ژباړل
شوى دى بغى د كبر له ډولونو څخه يو ډول بولي او تر دغه سر ليك لاندي ليكي :
\" بغى چې ( بزخ ) غاړه غړونه هم بلل كېږي ، د هغه چا له فرمانه سر غړونه
ده چې اطاعت يې واجب دى . او كله _ كله بغى يا بغاوت يو اځي سر كښۍ ته ويل
كېږي چې ښايي له هغه چا څخه چې اطاعت يې واجب وي په عدم انقياد سره واقع شي
. يا دكبرجنو كارونو د يوه كار په ترڅ كې يا پر يو چا باندې د ظلم او تېري
په ترڅ كې تر سره شي په هر حال بغى ( بغاوت ) د كبر له ډېرو بدو ډولونو څخه
دى ځكه د هغه چا اطاعت نه كول چې اطاعت يې واجب دى لكه پيغمبران او عالمان
په داسې كبر اوړي چې د تل تر تله بر بادۍ لامل دى او د كفارو ډېرې ډلې لكه
يهود ، نصارا او . . . له همدې امله هلاك شول . دغه راز پر مسلمانانو ظلم ،
تېرى او د هغوى ځورول هم له ډېرو بدو او سترو مهلكاتو څخه شمېرل كېږي.
په خلق المسلم كې د قراّن كريم د اّياتونو په استناد ويل شوي چې د بې
اتفاقۍ او ملي يووالي د رسۍ د شلېدو ستر لامل همدغه د هوا او بغى متابعت دى
او ام فخرالدين رازي (رح) په تفسير كبير كې وايي چې بغاوت د ګنا ډېر بد او
ناوړه شكل دى .
قراّن كريم او بغاوت :
په قراّن كريم كې د بغى كلمه او د هغې نورې بڼې د \"ص\" د سورې په 22 او 24
اّياتو نو كې ، د القصص د سورې په 76 اّيات كې ، د يو نس د سورې په 23 او
90 ، د الشورى د سورې په 14 _ 27 _ 39 _ او 42 اّياتو نو كې ، د الحجرات د
سورې په 9 اّيات كې ، د البقرې د سورې په 90 _ 173 او 213 اّياتو نو كې ، د
اّل عمران د سورې په 19 اّيات كې ، د الجاثيه د سورې په 17 اّيات كې ، د
النحل د سورې په 90 او 110 اّياتونو كې ، د الاعراف د سورې په 33 اّيات كې
، د الانعم د سورې په 145 او 146 اّياتونو كې ، د مريم د سورې په 20 او 28
اّياتونو كې ، د النور د سورې په 33 اّيات كې راغلي دې . چي مفسيرينو د ظلم
او تېري ، په ځمكه كې د سر كښۍ او فساد ، شرارت ، حسد او كېنې ، بد كارۍ ،
بد لمنۍ او يو له بله د ضديت په معنا ژباړلي او تفسير كړي دي .
د بېلګې په توګه د غو اّياتونو او
د هغوى ژباړې ته پام كوو :
1 _ ان ا لله ياء مرُ بالعدل وا لاحسان و ايتاّ ئ ذى القربى و ينهى عن
الفحشاء والمنكر و البغى يعظكم لعلكم تذ كرون .
( النحل ، 90 )
ژباړه : لو څښتن د نياو ( عدل ) ، ښېګڼې او خپلوۍ پالنې حكم كوي او له بدۍ
، بې حيايۍ او زور ، ظلم ( بغاوت) څخه منع كوي هغه تاسي ته نصيحت كوي چې تا
سي درس واخلئ .
2 _ يا يهاالناس انما بغيكم على انفسكم . ( يو نس ، 23 )
ژباړه : اې خلګو ستاسي د شرارت او سر كښۍ جزا ستاسي پر ځانونو ده .
3_ و ما تفرقو الامن بعد ما جاء هم العلم بغيا بينهم ، ( الشورى ، 14 )
ژباړه : په پخوا نيو خلګو كې تفرقه او بېلتون و ، هغوته تر علم راتلو
وروسته او له دې امله راغلى و چې په خپلو منځونو كې يو پر بل حسد او تېرى
( بغاوت ) كاوه.
له بغاوت څخه د رسو ل (ص) د بدو وړولو په اړه احاديث او روايات :
عن عياض ( رض) قال ، قال رسول الله ( ص ) ان الله تعالى اوحى الى ان
تواضعوا حتى لا يبغى احد على احد ولا يفخر احد على احد . ( رواه مسلم )
ژبارړه : رسول ( ص ) ويلي دي چې لوى څښتن ما ته وحي راو لېږلې چې يو له بله
تر داسې كچې تواضع وكړئ چې ګردسره او هيڅكله ددې جوګه نه شئ چې يو پر بل
باند تېرى ( بغاوت ) وكړئ او يا يو تر بل ځانونه وياړلي وبولئ .
همدا راز رسول ( ص ) وايي : هغه خير چې ډېر ژر يې اجر ور كول كېږي صله رحمي
ده . او هغه شر چې ډېر په تلوار يې عذاب او سزا وركول كېږي بغاوت او ناحقه
لوړه ده .
د ياد ولو وړده چې د بغاوت په اړه په كتابونو كې ډېر څه ويل شوي او موږ د
لته لږ څه ځيني را اخيستي دي .
نو موږ ته ښايي چې ځانونه ښه پوه كړو چې بغاوت څه ته وا يي ز يا ت تر هر څه
لومړى له هغو چارو څخه چې بغاوت باله شي په كلكه ډډه وكړ او بيا دغه كلمه
په خپل مورد كې په خپلو ليكنو او ادبياتو كې وكاروو او د هغې د ناسم
استعمال څخه هم په كلكه ډډه وكړو . |