کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دنړۍ ترپېښولاتدي .
 اسلامي ولولې سلااومـ
دهيواد کلتوري ټولني
دجوړيدوموخي اواړتيا
بغاوت
دشعر ژبه
دنهضتونوسالارسيدجمـ

د هېواد كلتوري ادبي ټولنې د جوړېدو موخې او اړتياوې

د 1382 لمريز كال د چنګاښ د مياشتې پر 19 مازيګر د پنجشنبې په ورځ د كندهار د لومړۍ ناحيې په صديقي ماركېټ كې د ښاغلي واصل حسنيار په دكان كې د ښاغلو : واصل حسنيار ، عبدالقيوم مينوال ، غلام سخي نوريوال ، تاج محمد تابع له خوا وپتېيل شوه چې په كندهار كې د نورو پوهنيزو او څېړنيزو غير سياسي ټولنو تر منځ دگ فرهنګي بهير د لا پياوړتيا يو ه بله ادبي ټولنه د همدې ملګرو په هڅه او هاند رامنځته شي . همدا و چې د همدې ټولنې د غړو له خوا څخه د هېواد كلتوري ادبي ټولنې نوم ورته وركول شو او په وروسته كې د حسنيار صاحب په وړانديز د ښاغلي نور احمد قراّنمل په غياب كې د هغه مشري د ټولنې لپاره غوره شوه . خو د ښاغلي خادم اليار او مينوال په اند چې قراّنمل صاحب د ورسره مصروفيتونو له امله نشي كولاى چې ټولنه پر مخ بوځي . وروسته د ټولو د را يو په يووالي واصل حسنيار د ټولنې مشر نور احمد قراّنمل لومړى مرستيال ، دويم مرستيال عبدالقيوم مينوال ، د اصلاحي كمېسون مشر نجيب الله هوتكي وټاكل شول . ېوه اوونۍ وروسته د ښاغلي اسدالله زيار حيات الله كاكړ ، عبدالرازق ، عبدالله هنرمل ، محمد صادق پښتون ، حاجي ګلالي او نوراحمد غالب په استازيتوب ښاغلى عبدالواسع هڅيا ل د همدې ټولنې د مشر تابه له جرګه ګۍ سره د ګډ كار په اړه په تماس كې شو . د هېواد كلتوري ادبي ټولنې پلاوي او ښا غلي هڅيال د خبرو او ګډ تفاهم په موخه يې په ميوند كمپيوټر مركزكې د ناستې لپاره نژدې جمعه وټاكله . هلته تر خبرو وروسته دواړو اړخونو په ګډه د نوموړې ټولنې د پر مختګ لپاره په يو ګډ تشكيل سره سلا شول گ د هغه د جوړېدو لپاره يې راتلونكې اوونۍ د سه شنبې ورځ وټاكله او تشكيل په لاندې ډول موافقه شو:
1. واصل حسنيار د ټولنې مشر
2. لومړى مرستيال او وياند نور احمد قراّنمل
3. دويم مرستيال عبدالقيوم مينوال .
4. د تنده مجلې مسوول تاج محمد تابع
5. د همدې مجلې مرستيال غلام سخي نوريوال
6. كلتوري مسوول اسد الله زيار
7. جنسي مسوول حيات الله كاكړ
8. د هېواد كتابتون مسوول عبدالواسع هڅيال
9. د اصلاحي كمېسون مشر نجيب الله هوتكي ، جمال الدين ياور او عبدالرشيد مسوول دده مرستيالان .
10. مالي مسوول بشير احمد بشارت
11. اداري مسوول خادم اليار سائل
12. د ځوانانو د څانګې مسوول حبيب الله قلم مل
څلور ورځې وروسته خادم اليار سائل د يوه ليك له لارې د ور پېښو ستونزو پر بنسټ له خپلې دندې لاس پر سر شو چې ټولنې په قناعت وركولو د نوموړي استعفا ومنل شوه . د اداري خلا د
ډكېدو لپاره د ښاغلي واصل حسنيار په منظورۍ او د ټولنې د غړو له خوا
پياوړى شاعر او ليكوال مهدي خليق اداري مسوول غوره شو . هېواد كلتوري ادبي ټولنې تر اوسه د ځوانانو د فكري روښانتيا لپاره پنځه غير رسمي غونډې په لاندي ډول تر سره كړي دې .
لومړۍ غونډه :
كوربه : تاج محمد تابع
مېلمه : حاجي بهاوالدين الهام
وياند : غلام سخي نوريوال
موضوغ وركونكى : نور احمد قراّنمل
د برخوالو شمېر : 18 تنه
ډول : مشاعره
دويمه غونډه :
كوربه : عبدالرشيد مسوول
مېلمه : حاجي جمال الدين ياور
وياند : عبدالقيوم مينوال
موضوع : د عبدالقيوم مينوال پر څلوريځه كره كتنه
د برخوالو شمېر : 20 تنه
درېيمه غونډه :
كوربه : امان الله هوسا
مېلمه : عبدلعلي افغاني
وياند : غلام سخي نوريوال
موضوع : د الف پر رديف شعر
د برخوالو شمېر: 20 تنه
څلورمه غونډه :
كوربه : حاجي جمال الدين ياور
مېلمه : نجيب الله هوتكي
وياند : جان محمد صالح
موضوع : مشاعره
د برخوالو شمېر: 20 تنه
پنځمه غونډه
كوربه : واصل حسنيار
مېلمه : ميرويس هاشمي
وياند : عزت الله پېژاند
موضوع : د نور احمد قراّنمل پر لنډه كيسه كره كتنه
د برخوالو شمېر: 22 تنه
بايد وويل شي چې د كارونو د پرمختګ په لاركې په ډېر اخلاص د ټولنې لاندې غړو : عيسى محمد محمدي ، ضيايي ، بشير احمد بشارت ، دلصفا زحمتونه ګاللي دې چې هر وخت به په وياړو.