کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خلګ وايي اکبربری ډ..
 له طاهراپريدي سره مـ
په کندهارکي فرهنګي ..
دحضرت لقمان حکيم ...
دځوان شاعر اميرمحمـ
اسلام دتاريخ په اوږدو
حضرت عمر ابن خطا..
پښتوژبه يومحکومه ژبه
ښځه دټولني ډيوه ده
په تصوف کي دښځو

ليكواله:- انيسه جان
ژباړن :- جان محمد صالح / كندهار

ښځه د ټولنې ډېوه ده

ښځه په كورنۍ كې يو ډېر مهم او عمده رول لري . يعني د كورنۍ نظم او اداره، د ماشومانو سالمه روزنه او د كورنۍ څخه بهر د خپلې ټولنې لپاره خدمت كوي د ښځي بنسټيزې دندې جوړوي . په كور او كورنۍ كې د نظم اصلاح راوستل هم د ښځي له دندو څخه شمېرل كېږي ، كه چېرې په كورنۍ كې ښځه چې د يوې كورنۍ ضروري غړى بلل كېږي موجوده نه وي په اصل كې نوموړې كورنۍ يا كر هيڅ ډول نظم او اداره نه لري نو ځكه ورته كورنۍ ويلاى شو.
ښځه د كورنۍ عمده تشكيلونكې ، كنترولونكې او د سمون د چارو او د امتياز څښتنه ده . په عمومي ډول و يلاى شو چې د ماشومانو روزنه د ښځې دنده ده البته همدارنګه ښځه ده چې د سالمې او غير سالمې روزنې درلودونكي ماشومان ټولنې ته وړاندې كوي . افغان مېرمنې د نورې نړۍ د مېرمنو په پرتله ډېر مسووليتونه لري .
په عمومي ډول زموږ د ټولنې زيات شمېر ښځې بدبختانه د لوى څښتن (جل جلالهُ ) د لوى نعمت څه چې هغه پوهه ده بې برخې او پاته دي خو ډېر او د وياړ ځاى دا دى چې دوى له دې سره سره چې پوهه نه لري د خپلو ماشومانو په سالمه روزنه كې يې د يادونې وړ هڅه كړې ده او تر خپله وسته يې د زده كړې په لاسته راوړلو كې كوښښ كړى . دا په دې هيله چې له يوې خوا ماشومان د زده كړي څه بې برخې پاته نشي او له بلې خوا د خپل هېواد او ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځي.
كه چېرې موږ افغاني ټولنه د غير افغاني ټولنې سره پرتله كړو نو ليدل كېږي چې زموږ د ټولنې د ماشومانو شمېر د غير افغاني ټولنو د ماشومانو د شمېر په پرتله ډېر دى خو د همدې لوى ستونځي سره سره افغان ميرمنو تل خپل ماشومان د سالمې روزنې په فضا كې ساتلي او خپلې ټولنې ته يې د خدمت لپاره وړاندې كړي دي ، البته ددوى دا كار د ډېرې ستانې وړ بللاى شو . بله ډېره مهمه او ارزښتناكه دنده د يوې ښځي لپاره دا ده چي له خپلي كورنۍ څخه بهر خپلي ټولنې ته خدمت وكړي ،يعني كوم مسوْليت او دنده چي دوى يې د خپلي كورنۍ په وړاندې لري همدا مسووليت له خپلې ټولنې په وړاندې هم لري ، ځكه بايدخپلې ټولنې ته خدمت وكړي . مېرمنې بايد د بېلابېلو دندو په څنګ كې ډاكټرانې ، د ډاكټر مرستيالانې ، انجنيرانې او د نورو دولتي او غير دولتي دند د پر ځاى مهارت ولري ځكه په كوم ارګان كې چې نارينه طبقي ته اړتيا شته په همغه اندازه ښځو ته هم دا اړتيا ليدل كېږي .
په پاى كې بايد ووايو چې ښځه د ټولنې ډېوه ده