|
|
استاد حبيب الله رفيع
ژبنۍ
پانګه او ادبي پانګه
انسان چې په نړۍ کې پښه کښېښوده، دنيا له غږونو ډکه وه، د
باد غوره هار، د پاڼو شڼهار، د اسونو شيشنهار، د مارانو پښهار، د مرغانو
چغهار، د اوبو شړهار او داسې نور ګڼ غږونه يې تر غوږه کېدل او ده چې ژبه
خوځوله د ګڼو غږونو پېښې يې کولاى شوې او پر دې سربېره يې چې کله ژبه په
تالو کې ښوروله، نو ده په خپله نوي او ابتکاري غږونه هم له خولې ايستلاى او
راز- راز اوازونه جوړولاى شواى.
په اساس کې ژبه الهامي او لومړنى ښوونکى يې لوى خداى (ج) دى، انسان ته يې
نومونه وښودل او ده د خپل چاپېر ټولو شتو موجوداتو ته نومونه کښېښودل او په
دې توګه غږونه په حرفونو، کليمو او جملو واوښتل او د انسان د خپل- خپل وخت
اړتياوې يې پوره کړې او د بل وخت لپاره يې نور نومونه رامنځته کړل او هم د
وخت په تېرېدو ګڼې ژبې او د ژبو کورنۍ وپنځېدې او د نوم ايښودنې او لغت
جوړونې دا لړۍ دا دى تر ننه لا راروانه ده او دوام به لري.
ژبه يوه اړتيا وه، د انسان ستونزې يې حل کولې او د هر څه لپاره يو ټاکلى
نوم او مفهوم رامنځته شوى و، خو کله به چې انسان يوازې شو، په کار او ښکار
به بوخت شو، نو د خپل ذوق د تسکين او د خپل وخت د تېرېدو لپاره به يې له
خولې نه منظم اوازونه ايستل او زمزمې به يې کولې، ځکه سندريز نظم هم په
طبيعت کې موجود و.
د ابشار منظم شړهار، د باد شمېرلى غوره هار او د مرغيو سندريز چوڼهار، دا
ټول د ده په وړاندې وو. خو ورو- ورو يې دا زمزمې د حروفو، کليمو او جملو له
اوډون نه جوړې کړې او په هره وقفه کې يې د يوه اهنګ او ورته غږ کليمې راوړې
او همدا وو چې د خبرو په کور کې سندرو سترګې وغړولې او د منظمو خبرو بنسټ
کښېښودل شو.
زموږ ولسي سندرې د همداسې لرغونو سندرو نمونې دي، چې قافيې يې د اهنګ له
مخې جوړېږي او پښتنو ته د پښتو له زېږېدو سره سمې له ميندو ژبو نه راغلي او
حتى د ماشومانو او ميندو په سندرو کې چې د پښتو ډېرې لرغونې سندرې دي،
ژوندۍ- ژوندۍ مسرۍ له ميندو ژبو نه راغلې، سينه په سينه رالېږدېدلي او بې
له دې چې څوک يې په موخه وپوهېږي، تر ننه پورې له يوه نسل نه بل نسل ته
رسېدلې دي.
په دې ترتيب خبرې او سندرې دواړه د ژبې زړه پانګه ده. کله چې خبرو اړتيا
ترسره کړه او کله چې زمزمو او سندرو ذوق خړوب کړ، نو بيا ورو- ورو په ژبنۍ
پانګه کې هنر غزونې وکړې، الفاظ او جملې و توږل شوې، راڼه شول، شفاف شول او
د غميو غوندې سره وپېيل شول. دا وخت و چې په ژبه کې ادب راپيدا شو او د ادب
ژبه معمولاً سمبوليکه، اصطلاحي او استعاري شوه. دا ضرور نه ده چې ادب دې په
نثر او يا په نظم کې وي، بلکې د ادب ژبې دې هنري وي او کومه ټوټه چې دا
هنري ژبه ولري، که نظم وي او که نثر، که ليکنۍ وي، يا ګړنۍ، دا ادب دي او
ادبي تنده پرې ماتېږي.
يوه غلطي چې تر اوسه راروانه ده، هغه دا ده چې زموږ په څېړنو کې د يوې ژبې
ټوله پانګه ادب بلله کېږي او وايي ساينسي ادب، منظوم ادب او نور. خو دا سمه
نه ده، ځکه ادب که په نثر کې وي، يا نظم کې بايد ادبي ځانګړنې او هنري
خواوې ولري او په عالي ژبه وي. که داسې نه وي ادب نه دى.
يـوه بله لـويه غلطي دا هـم ده چـې موږ پـه پښتو کـې ټـول منظوم اثـار او
ايـجادونه ادب بـولـو. دا هـم سـمه نه ده، ځـکه هـغه اثار، چـې د تـعليمي
او روزنيـز هـدف لپـاره ليکل شوي، د ادب برخه نه ده، بلکې د دې لپاره نظم
شوي، چې شـاګـردان او زده کـوونکي يې ياد کړي او په دې توګه يې د دې نظم
هدف په ياد پاتې شي. له همدې کبله مـوږ لـوى- لـوى شـاعران لرو چې ادبي
اثار يې عالي او تعليمي اثار يې په عـادي او بې پېرايې ژبـه دي. خـوشحال
بـابـا درې نيـم سـوه کـالـه وړاندې دې ټکي ته متوجه شـوى او په شعوري
تـوګه يې خپل ادبـي او تعليمي اثار سـره بېل کړي، دى پـه فضل نامه کې وايي:
دا سږ کال چې د غفط دى
يو کتاب مې په نمط دى
چې يې نوى بنياد کښېږدم
يو دا کار په جهان پرېږدم
ساده نظم بې دقته
بې اشکاله، بې لغته
په خفيف بحر ويلى
تکلف ځنې وتلى
چې اسان په يادول وي
مختصر ښکلى په کښل وي
چې هر څوک ورته وګوري
نېک عمل وته وښوري.
حميد بابا هم چې کومه شاعري او ساحري په خپل دېوان: نيرنګ عشق او شاه او
ګدا کې کړې، هغه د ده د شرعۍ الاسلام په پنځلس زربيتيز کتاب کې نشته. دى په
دې کتاب کې وايي:
حمد و شکر دى بې حده
تا لره خدايه! احده
چې دې کړه پر ما پېرزو
په خپل فضل دا ارزو
دم قدم مې ستا توفيق
په دا لار کې شه رفيق
راته تا کړ په احسان
دا مشکل مزل اسان.
خو په نيرنګ عشق کې يو بيت:
هر اندام د ګل اندام به نڅېده
لکه موم د اور له تاوه څڅېده.
دومره هنر او شعريت لري، چې يو کتاب خبرې پرې کېدلاى شي. دا بحث اوږده لمن
لري، خو لنډه نتيجه يې دا ده چې د يوې ژبې ژبنۍ پانګه پراخه او ادبي پانګه
يې يوه برخه ده او د يوې ژبې ټول نظمونه هم ادبي پانګه، نه بلکې يوه زياته
برخه يې ژبنۍ پانګه ده او بس. |