کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   دورېښمو دپستو څپو په شاني       دوطن دپېغلو زلفي بې څه نه دي  
ورېښــــــم : په کابل کي د پرنــــــيان فرهنګي ټولني درې مياشتنۍ  ناپېيلې، ادبي  او ټولنيزه خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خواشينوونکی پسرلی
دادبي اثر ژبني ځانګـ ـ
دمرجاني سلام
لـــــــټه
ژبنۍ پانګه ادبي پانګه
دوطن دسفر څوياداښتـ ـ
دادبي مکتب دجوړښت
دخوشحال خټک کلياتـ ـ
 

استاد سعدالدين شپون

دوطن دسفر څو ياداښتونه

له پنځلس کاله جلاوطنۍ وروسته په اول ځل وطن ته ستون شوم. خو ايله د حاجي قدير تر قلمروه ورسېدم. بيا هم په زړه کې خوشاله وم، چې په وطن مې سترګې خوږې شوې. دويم ځل بيا طالب شاهي وه، چې ان تر کابله ورسېدم. درېيم ځل د کرزي د دوران پيل و، چې سرحد مې تر خان آباده ورسېد. دا مې ګويا د سروې اخيستلو سفرونه وو، لکه مرغۍ چې د ځالې جوړولو په تکل هره ونه غنه سروې کوي. دا څلورم ځل راستنېدل مې ګويا وروستۍ سروې ده، چې ځان ته د سر لګولو ځاى وګورم، چې خپل ستومانه هډوکي بېرته وطن ته کړم. دا ارزانه هم پرېوځي، ځکه چې په امريکا کې زما دا وصيت و چې مړى مې وطن ته واستوئ، کوم خاص ښار ته نه، بلکې له هر سرحد نه چې وطن ته واوښتم، هماغلته مې په يوه بې شناخته قبر کې خوندي کړئ.
په دې باندې ډېرې پيسې لګېدلې. نو ما ويل چې ولې په خپله نه ورځم، چې په ژوندوني مې اخري ځل سترګې ورباندې رڼې شي، په خټکو او انګورو به هم خپلې وږې سولې مړې کړم، دوستان او خپلوان خو به هغه چې زما د عمر وو اوس مړه وي. مګر اشنا غرونه رغونه خو لا شته، په هغو به عيش هم وکړم، ورسره به د وروستي ټاټوبي کوم ځاى صحيح کړم.
خو زه له خپلې ټولې زړبودتيا سره يو څه کلامکاره او ارسټوکراټ هم يم. نه مې غوښتل چې د وطن خاطره د پاکستان د پوليسوپه ليدو سره جوټه کړم. نو مې دا دوه وروستي سفرونه د دوبۍ له لارې وکړل. په دې تازه سفر کې مې په لندن کې هم يو څو شپې وکړې، ما ويل يو خو به هلته دمه وکړم او د دې اتلس ساعته سفر له ستړيا به خلاص شم او هم به زاړه ياران وګورم. يارانو، په تېره حاجي سيد سرور او داود جنبش هېڅ کمى ونه کړ. د بي بي سي راډيو زلميان هم يوه محفل ته راغلي وو، چې خوند يې وکړ. يو ما غوندې جودان وهلى يار، منجور زيار هم زما د ژوند په باب خپله بابولاله وغږوله. عجبه ده، چې زما د زيار د مقالو په پښتو مانا سر نه خلاصېږي، خو چې په خپله دى يې لولي، نو يو څه پرې پوهېږم. د جنبش مېرمنې، چې په اصل کې د پنجشېر ده او خوږه پښتو وايي په شمالي واله ښوروا هم ونازولم. سيد سرور اغا خپلې کليوالې دېرې ته بوتلم او هلته يې د کبابو لپاره راته سلاته هم جوړه کړه، چې زما په مخکې يې له خپل پټي نه مرچک او رومي بانجان ورته راټول کړي وو. په مجلس کې مې د هغه مشهور باز محمد خان زوى هم وليد، چې د سردار داود ځانګړى ياور او ساتندوى و. هلته مې يوه بله مهمه پروژه هم وه، اېمل پسرلي، چې په بي بي سي کې کار کوي، درې ابتکارونه (نوښتونه) کړي وو:
يو يې کور نوى اخيستى و، دويم يې واده کړى و، لکه چې دا بس نه دى.
يوه مياشت دمخه يې لور شوې وه. په خپله اېمل د بي بي سي له لوري د زيار په وينا د ټولټاکنې د بهير د افشا کولو لپاره افغانستان ته تللى و او دغه درې نوې پديدې يې شا ته پرېښې وې. په دغو کې درېيمه پديده، يا د زيار په وينا مشايپه ما ته مهمه وه. د ا ځکه چې زما مېرمنې د خداى پامانۍ په وخت کې راباندې دين ايښى و، چې خامخا به د ايمل لور وينې. هغې ويل چې د ايمل لور زما لمسۍ ده. د هغې د دعوې وجه دا وه، چې ايمل په خپلې لور شپنه نوم ايښى و. نو زه ناچاره ورغلم او چې ورته کتل مې د خداى کالي وو. همالته مې د زلوبۍ په باب دا حکم راياد شو چې: کږه، وږه، خوږه.
په بله ورځ د اماراتو په الوتکه کې دوبۍ ته روان شوم، شپږ ساعته مزل و. د شپې پر دوولسو بجو ورسېدو. هلته زما مشکل دا و، چې د اريانا الوتکه د سهار پر اوو بجو کابل ته روانېده. نو شپږ ساعته انتظار و. که د خوب لپاره هوټل ته ځې، نو تر څو وررسېږې او يو څه ډوډۍ خورې، ايله يو يا دوه ساعته خوب ته پاتې شي، چې سړى مسافر وي او ورسره د بلې الوتکې انتظار لرې، نو خوب هم تښتي. له بله پلوه چې له يوه ترمينل نه، يا د زيار په وينا (پاى دريځ) ته ځې، بايد چې پاسپورټ دې هم د ننوتلو او هم راوتلو وېزه ولري،ځکه په هغه بل ترمينل کې د وتلو د اجازې ټاپه غواړي.
ما يوه چارواکي ته شکايت ورووړ، چې زه خو له هوايي ډګر نه نه وځم او نه مې بکسونه له ميدان نه باسم. نو ولې هر کار راباندې دوه ځلې کوئ. چارواکو راسره ومنله او بکسونه يې نېغ د اريانا الوتکې تمځاى ته ورسول. يوه بل منصبدار په هوايي ډګر کې دننه يوه رستوران ته ورسولم. له ما سره درهم نه وو، سل ډالري نوټ مې رستوران والا ته ونيو، تر شا مې په ليکه کې يو عرب راوړاندې شو. په عربۍ يې رستوران والا ته څه وويل او ما ته يې په انګليسې وويل چې ډالر دې جېب کې کېږده، زما مېلمه يې. په خوشالۍ او حيرانۍ مې ډوډۍ وخوړه، خوشالي په دې چې دا يو نېک فال و، چې کارونه سم روان دي، همداسې هم شو، بې له يوې بدې صحنې. هغه دا چې د اريانا په تمځاى کې بيا هماغه پاکستاني بدرنګه پوليسان وو، هماغه پاکستاني ټکټ خرڅوونکي وو. ته وا چې اريانا افغان نه، بلکې اريانا پاکستان ايرلاين دى. ما له ځان سره ويل د مار له هيلني بد راځي، هغه د سوړې مخکې ورشين کېږي.
د يادښت په کتابچه کې مې وليکل چې دا شکايت به په کابل کې د هوا ګرځنې اوقيانو ته کوم، چې ګوندې د دغو توربرېتو غوړ سرو له وږم نه، چې الرژي ورسره لرم، خلاص شو.
د اريانا الوتکه تيار د ځنازې کټ و، غژ- غژ يې خوت او چې په سيټ باندې مې شا ته تکيه وکړه، نو همداسې پسې کږېده، چې د شا سپرلى په تندي ولګېد، چې الوتکه يو ځلې د خداى (ج) په حکمت په هوا شوه، ګړب ګړوب لا زيات شو، خو چې تر دېرشو زرو فټو اوچته شوه، ورېځ کوزه پاتې شوه، نو پاس خير و خيرت و. زما د سيټ ملاوستنى هم يو څه خراب شانې و، نه تړل کېده. په نړۍ کې نور په هوا کې د سګرېټو څکول بند دي، خو د اريانا الوتکې لا هم ايرني لري، چې مې سر ورخلاص کړ د سګرېټو د سوه کوپر ځاى وچ نسوار په کې پراته وو.
په خيريت او تر ټاکلي وخت دمخه کابل ته راورسېدو او پيلوټ الوتکه داسې په ځمکه ښويه راښکته کړه، چې د امريکا پيلوټان يې شرمول. په ګمرک کې هغه د دوو کالونو کلانکاري او د ببر ږيرو پوليسو لر بر کېدل او کلاشينکوفونه نه وو؛ هر څه منظم وو، بلکې يوه مامور ستړې مشې هم راکړه. بهر راته د کالونو يار، اکرام شينوارى ولاړ و. خو چې بکس يې بهر راپاله تلوسه مومنده، چې هغه هم د اکرام جان په شان د امريکا غږ د کالونو همکاره ده په خپل موټر کې راورسېده. زما وراره هم رسېدلى و. نو په درنګ و درونګ د خپل ورور کور ته لاړم. غرمه وه، پولاو او زما د خوښې خټکي حاضر وو او سترګې پر لار وم چې مېزان رادبره شي، چې په انګورو هم مزې وکړم.
په دويمه ورځ د استاد پسرلي او د هغه د زوى اسد جان ليدو ته لاړم. د صديق پسرلي د نى کوڅه او د څو نورو استادانو کتابونه. زه کله چې د امريکا له ناخوالو پکو شم، تلاوت کوم، اسد پسرلى لا بله اشا ده، ببر سر، موښلي کالي او کړه وړه يې هېڅ د ادب له استاد سره نه لګېږي، ته وا دا اوس يې ريکشا بهر درولې د چايو او دمې لپاره دلته ناست دى.
په درېيمه ورځ پوهنتون ته لاړم، چې که ځان ته کوم کار وګورم، نور يې په واسطو له پاسه د عالي تعليماتو وزارت نه شروع کوي. بيا د پوهنتون رياست او بيا همداسې پسې کوز راځي. خو زه نېغ په نېغه د ادبياتو رياست ته لاړم. پياده ويل چې رئيسه صاحبه له مېلمه سره بوخته ده او بيا يې چې زما سپينې ږيرې ته وکتل، زياته يې کړه: خارجى مېلمه. بس نو د خان ايوبخان اڅکزي خبره راته ودرېده چې له افغان سره به په دوو حالتونو کې کار نه لرې: يو چې مېرمن ورپسې روانه وي، بل چې خارجي ورسره وي. مرستيال يې هم نه و.
سکرټرې ته مې چې حال ووايه چې د معلمي په بست کې که کمبودي وي، نو زه شته يم.هغې به هم په زړه کې خندلي وي، خو د زړه سوي له مخې يې د نشراتو رياست ته سيخ کړم، چې ويل يې همالته استاد مکمل ناست دى او د همدغسې کمبوداتو (تاتو) چارج د هماغه کار دى. ورغلم، خو هلته استاد مکمل هم نه و، د تحفۍ الصنايع دا بيت راياد شو چې د قيامت په علايمو کې يې ويلى:
ساجد ببينى اند کى
مسجد ببينى بيشتر.
نو له ځانه سره مې ويل چې راځه يو ځلې په خپله وګوره چې صنف منف شته او که نه يوازې دفترونه دي، چې د هغو په نامه بودجه اخلي. په يوه تور دالان کې ښۍ او ګسي خوا ته د صنفونو کال شمېره ليکل شوې وه. د اول صنف ور مې پرانيست، د نجونو او هلکانو غوچ ماغوچ و. ويل مې تکيه خداى ته او دننه ورننوتلم. لکه د ښاروګانو په سېل چې باښه، يا کونګ راشي، شور ماشور بند شو. ټولو په تعجب راته کتل او دا ارياني هغه وخت زياته شوه چې ما ويل زه به هم نن ستاسې سره درس ووايم او ورسره په لومړي صف کې پر چوکۍ کښېناستم. ټول صنف غلى شو، يو له بل سره يې په سترګو او اشارو او په داسې ګونګوسي، چې غږ يې لږو خوښکالو يې ډېره او لږ قدرې ملنډې هم ورکې وي. يو له بله يې مخابرې کولې، يوه هلک زړه د زمري کړ او ويې ويل: بابا! ته خو ځان يو ځلې... بيا يې په يوې خوږې موسکا ورسره غبرګه کړه: خپلو همصنفيانو ته معرفي کړه! ما ته دې ټولې صحنې خوند راکاوه. نو مې وويل: دا زه چې يم... بيا يو څه غلى شوم، لکه بوډا چې خبره ورنه هېره شوې وي، کيسه تکرار کړه دا زه چې يم... بيا غلى شوم. د دوى موسکا اوس د وازې خولې خندا ته ور لڼده شوې وه، خو د هغې حيا له مخې چې پښتانه يې مشرانو ته لري لنډه دغه موسکا همداسې کنګل پاتې وه. ما وويل: دا زه چې يم د فاکولتې شوق پسې اخيستى يم. يو وخت زه هم ستاسو په شان وم، په فاکولته کې وم. يوه هلک وويل: بابا! نن استاد نه دى راغلى، څه کېږي چې هلته د هغه پر څوکۍ کښېنئ او د خپل ژوند تجربې راته ووايئ! ما وويل: ړوند له خدايه څه غواړي او ولاړم د استاد پر ځاى ودرېدم. اول مې خپل نيم نوم وښود: سعدالدين مې نوم دى او راغلى يم له امريکې نه. جمله مې لا نه وه ختمه کړې چې يوې نجلۍ د صنف له شا نه وپوښتل: دا غږ دې ولې اشنا لګېږي؟ يوه هلک ورباندې بړچ وهل: پرېږده چې د بابا څو خبرې واورو. نو ما په ورو- ورو د خپل ژوند او تجربو کيسه ورته کوله او لکه ډرامه چې په مدار- مدار راژوندۍ کېږي ورسره شريکوله مې. د دوى هغو پخوانۍ ملنډو ته نژدې لهجه لېوالتيا ته ورلنډېده، چې استاد مکمل صنف ته راننوت، لکه چا چي په دفتر کې ورته وويلي وو، ما ته يې په تعجب وکتل او ويې ويل: ستاسو زما سره کار و، نو دلته په صنف کې څه کوئ؟ مکمل په ونه دنګ او پهلوان وزمه دى. خو کتل مې چې د ده د تخرګ نه لاندې يوه لنډکي سړي سر راوايست او په جګ اواز يې وويل: استاده! سترګې مو روښانه! له دې خبرې سره هر څه وران شول، استاد مکمل راترغاړې ووت او هغې نجلۍ له شا نه غږ کړ: نه مې وو درته ويلي چې غږ اشنا دى!
مکمل راته د دفتر ست وکړ، خو محصلينو ورنه وغوښتل چې يو ساعت مې ورسره پرېږدي، مکمل په خوشالۍ ورسره ومنله او لاړ. د درېيم صنف شاګردان يې هم راوستل، چې د هغوى استاد هم لادرکه و، دا يو ساعت يا دوه بيا لکه چې دوه نيم ساعته شو او چې مکمل بېرته راغى او لاس نيولى يې خپل دفتر ته روانولم، نو د محصلينو ورا جوړه وه.