For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
دوعا جمالیار
ساقي محب
افغاني فرهنګ کږوال
شعر اسحاقزۍ
څلوریځه عمری
د پلار میراث منت بار
ویر هاشمی
وطنه مزدورزی
شعر تڼيوال
شعر پتمل
تجارتي اعلانونه
your ads here
ملي ویاړونه
دبېنوا موسیقي
ترڅوچي جنګي جنایتکاران په دولت کي موجود وي دافغانستان دغه روان بحران به همداسي روان وي
   ۲۹ / ۸ / ١٣٨٧ لوګر : دناټو دری سرتېرى ټپي شول      ۲۹ / ۸ / ١٣٨٧ سيند ته دموټر دپرېوتلو له امله درې تنه مړه او اوه تنه ټپيان شول      ۲۹ / ۸ / ١٣٨٧ د پكتيا د پوهني رياست نوي وداني پرانيستل شوه      ۲۹ / ۸ / ١٣٨٧ رسنۍ:طالبان د سولي خبرو ته حاضر شول      ۲۸ / ۸ / ١٣٨٧ په خوست کې دناورينونوپه هکله يوورکشاپ جوړشو.      ۲۸ / ۸ / ١٣٨٧ په پکتياکې دسل بستريزروغتون دبنسټ تيګه کيښودل شوه      ۲۷ / ۸ / ١٣٨٧ ذبيح الله مجاهدپرځينورسنيونيوكه وكړه      ۲۷ / ۸ / ١٣٨٧ په خوست کې دښځولپاره يوه ګټورپروژه پيل شوه .      ۲۷ / ۸ / ١٣٨٧ ديو٢٤ کيلومتره سړک اساسي جوړونې چارې پيل شوي      ۲۷ / ۸ / ١٣٨٧ ایتلاف:په هلمندکې۳۴ تنه جنګیالي وژل شوي     
سترټولواک ، افغان ملي قاید اعلیحضرت احمد شاه بابا

دافغان ملت پلار احمدشاه بابا (١٧٢٢-١٧٧٣م)

نوماند اکاډمیسین اعظم سیستاني
پښتو ژباړه : رحمت آریا

احمدشاه بابا د افغانستان د اوسني دولت بنسټ اېښودونکی (۱۷۲۲- ۱۷۷۳م)

هغه پېښې چې د شپاړلسمې زیږدیزې پیړۍ له پیل څخه په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر رامنځ ته شوې ، ټولې یې زموږ د هیواد په تاوان او د نویو رامنځ ته شویوگاونډو ځواکونو په گټه وې. په بله وینا پر کال ۱۵۰۰ ز کې په ماورالنهر کې د شیباني دولت او پر ۱۵۰۲ ز کې په ایران کې صفوي دولتونو غوټۍ وهلې وی او پر کال ۱۵۲۵ ز کې په هندوستان کې د بابر د (گورګاني) دولت بنسټ کېښودل شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه پر افغانستان د یرغل لاسونه راوغځول او په پای کې یې هیواد په دریو شمالي ، ختیزو او لوېدېځو برخو وویشه او هرې خوا ، د هیواد پریوې ځانگړې ځمکنۍ څانگې د واکمنۍ منگولې ښخې کړې. او په دې بڼې پرهیواد د گاونډیو واکمني له ۱۵۱۰ څخه تر ۱۷۴۷ پورې څه ناڅه تر دوه نیمو پیړیو پورې وغځېدله.
که پرهیواد د مغولو او تیموریانو د مهال د واکمنۍ دور یوې خواته کښېږدو او د دونېمو پیـړیو په اوږدو کې د هیواد ویشنه او بیلـَونه را وسپړو نوپه لنډیز ویلای شو چې د ترک ټبرو گاونډیو د ویشنې په ټولې دورې او واکمنۍ کې د افغانستان وگړي لکه د غنمو د یوې دانې په توگه د ژرندې د دوه ووڅرخېدونکو کاڼو په منځ کې دړې وړې او اوړه اوړه شوي دي . د هیوا د دوگړو ځان، شتمني ، راغې ، کښت او بانډې او د هغوی نوم او پت په پرله پسې توگه د کډوالو زورواکو تر تیري او یرغل لاندې راغلي دي.
د دولت د رسمي مذهب په توگه د صفوي د واکمنۍ پرمهال ، د 'ٰ شېعه' مذهب له سیاسي ، مذهبي زیږوالي او زبېښاک او پراخ لمنو ټولوژنو سره تړلې یوه واکمني وه. توکمیزې او غیر شیعه مذهبي ډلې ټپلې د ځورونو په اورونو کې سوځېدلې او ان په ټولېزه ډول وژل کېدلې او د ځورونې ، قهرژلۍ او د شتمنیو د مصادرې تر متروکو لاندې راتللې او اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او عقیدې څخه لاس پر سر او شیعه مذهب ته را واوړي.

احمد شاه بابا دزمان خان زوی ددولت خان لمسی دسرمست خان کړوسی و،دغه سرمست خان دشېرخان زوی او دخواجه خضر خان لمسی او دسدوخان کړوسی کیدی او دا هغه سدو خان دی چي داحمدشاه بابا قبیله دده له ټبره وه .سدوزی خودپوپلزو یوه پښه ده چي له سربڼو پښتنو څخه د اودل له پښته ګڼله کیږي (علامه حبیبي )

ایراني پوه ډاکټرشـِفا لیکي : " د ټولو انساني او اخلاقي دودیالو اصولو په تر پښو کولو سره د صفویانو دور له سره تر پایه په وینو تویولو ، سخت زړي توب، ورور وژنې ، تراڼه "فساد" درغلنې او بشپړې ځانمننې تیر شو .... زنده خوران شاه اسماعیل صفوي چې "قورچي " یې باله د ازبک شیبک خان مړی چې سني مذهبه وو په غاښونو ټوټې ټوټې کړ ، ویې خوړ او د هغه ملگرو چارواکو د همدغه شیبک خاک ککرۍ د سرو زرو د کـُټوري په توگه جوړه کړه چې د شاه اسماعیل د شرابو پیاله وگرځي. د همدغه پاچا لمسي دویم شاه اسماعیل خپل شپږ وروڼه چې کوشني یې لا شیدې رودلې ووژل او په یوه ورځ کې یې د پینځه سوه تنو سپیڅلو صوفیانو سرونه پرې کړل. لومړي شاه عباس خپل پلار د مرگ تر شېبې پورې په زندان کې وساته ، د خپل مشر زوی سریې پرې کړ او د دویم زوی سترگې یې ړندې کړې. د هغه ځای ناستي ، صفي شاه، د صفوي د کورنۍ ترټولو ستر وینې څښونکي ، خپله مور ، میرمن ، شیدې رودونکی زوی او ړوند اکا ووژل او د خپلې کورنۍ په لس گونو تنه نورخپلوان یې ړانده کړل. له وروستي پاچا څخه پرته د صفويانو د کورنۍ نورو ټولو پاچایانو ، د شرابو په څښلو کې دومره ښندیز 'افراط' وکړ چې څلور تنه یې یوازې د شراب څښلو له امله مړه شول. " (ډاکټرشجاع الدین شفا ، تولدی دیگر ، ۴۳۲ پاڼه)

احمد شاه بابا په (۱۱۳۵ ه ق - ۱۱۰۳ ه ش -۱۷۲۲ م)کال کي په هرات کي زیږېدلی دی پلار یې زمان خان ابدالي او موریې زرغونه انا د کندهارد ارغندابد کووک دسیمي د عبدالغني خان الکوزي خور وه او د(۱۱۶۰ ه ق ـ۱۱۲۶ ه ش -۱۷۴۷م)داکتوبرپرڅوارلسمه په کندهارکي دافغانستان په پاچاهۍ ټاکل سوی اود(۱۱۸۶ ه ق - ۱۱۵۱ ه ش -۱۷۷۲ م )کال دلومړی خورپه دوهمه چي دجون ددریمي سره سمون خوريدپنجشنبې په ورځ څاښت دکندهار دتوبې غره په لمنه کي مړ اودکندهاردښار په هغه روضه باغ کي ښخ دی چي ده پخپله داسلام دستر پیغمبر د خرقې تر څنګ جوړ کړی و (استاد بېنوا )

د سلطان حسین صفوي په وخت کې د شیعه روحانیت د مذهبي تنگ الواکۍ لمنه دومره پراخه شوه چې د اتلسمې پیړۍ له پېله د ایران تر ولکې لاندې په گڼو ولایتونو کې مذهبي لږکیو اله گولې او پاڅونونو ته لاس واچاوه. پر ۱۶۹۹ ز کال بلوڅانو پر کرمان یرغل وکړ او پر ۱۷۰۱، ۱۷۰۳ او ۱۷۰۹ کلونو کې د کندهار وگړو پاڅون وکړ. پرکال ۱۷۱۲ د لزگیان، داغستان او ارمنیان ولایتونو پاڅون وکړ. پر ۱۷۱۵' ز' کال سني کـُردانو پاڅون وکړ. پر کال ۱۷۱۶ د هرات ابدالیانو او د ختیز گرجستان وگړو اله گوله را وپاروله. پرکال ۱۷۲۲ ز د مسقط عربانو پاڅون وکړاو پرهمدغه کال په شیروان کې د سنیانو وینې په ځوښ راغلې او د حاجي محمد داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پرشماخي کرسي شیروان یرغل وکړ او په دې پېښه کې له څلورو تر پینځو زرو تنو شیعه گانو سرونه پرې شول او اله گوله کوونکو د عثماني ترکیې پرپلوۍ شعار وکړ. په دغو کلونو کې په کرمان کې د میرزا داؤد لسمی سید احمد خان راپورته شو او په بلوڅستان او بنادر کې سلطان محمد چې خلکو "خرسوار" باله ،د پاڅون د ډگرمخکښ وو. (لکهارت ، د صفویانو د لړۍ ورکېدنه، ۱۳۶۴ او ۱۴۶ پاڼي)
د دوه نیمو پیړیو په اوږدو کې که د هیواد لوېدېځه برخه د صفوي کورنۍ د لړۍ تر ولکې لاندې د مذهبي تنگ الواکۍ په اورونو کې سوځېدله نو د بابریانو د ولکې پرسرترپایه مهال کې د هېواد ختیزه برخه هم د تیریو او جگړې د اورنو په لمنو کې وسوځېدله. د بابري کورنۍ بنسټ اېښودونکي ، بابر ، خپله هره بریا د خپلو مخالفانو د سرونو د پریکونو اود ماتې خوړلو توکمونو په لوټ او دهغوی له ککریو څخه د منارونو په جوړولو ولمانځله او د خپلو یادونو په یاددښت لېک کې یې ولېکل چې دغه له ویاوړنو ډک یاد خپلو ځای ناستو ته پریږدي . بابر دغه تگلاره له کابله تر ننگرهاره او له سواته تر باجوړ او دیره جاته ، له غزني او کلاته تر مـُقـــُره په پښتون توکمو سیمو کې پرته له توپیره له یوې مخې پلې کړه او دغه تگلاره یې خپلو راتلونکو زوزاتو ته د دود په توگې پرېښودله. (رش : توزک بابري)
د بابر د ځای ناستو په دور کې که د توکمیزو ډلودریوو زوزاتونو د نوي کلونو په اوږدو کې له کابله تر پېښاوره له ۱۵۵۷ تر ۱۶۳۷ او وروسته له ۱۶۶۶ تر ۱۶۷۲ 'ز' پورې د بابري واکمني پروړاندې تورې ووهلي او څه ناڅه سل زره تنه انسانان د دغوجگړو بلهاریان شول نو د بابري د واکمنۍ په بله برخه کې له کابله تر بدخشان او کندهاره بابري شهزادگي د خپلې واکمنۍ په ټول مهال کې د یو بل پر وړاندې درېدلي ، یوبل ته یې دروهې 'دسېسه 'جوړې کړي ، خپلو منځو کې یې درغلنې کړي او خپلې لښکرې یې د یو بل په وړاندې ځغلولې دي. په دغو لښکریزو جگړو کې هغو جنگیالیو چې د ده یا هغه شهزادگي په گټه تورې وهلې پرته له دې چې یو بل وپیژني د همدغو شهزادگیو د څپڅپاندۍ او هوس بلهاریان کېدل.
د دغودوه نېمو پېړیو په اوږدو کې د افغانستان وگړو که په ختېزکې ول ، که په شـِمال کې ، که په سویل کې ول یا په لوېدېځ کې ټولو سره له دې چې دولتي پياوړي ځواکونه په څو څو ځله د غیرپوځي وگړو په پرتله ښه په وسلو سمبال ول ، پاڅون وکړ او له بابري واکمنۍ سره لاس او گریوان شول. دغه پاڅونونه خپل سرېزه پاڅونونه ول او هېڅ ځانگړې تگلاره یې نه درلودله نو له دې امله د پاڅونونو لړۍ پرته له دې چې مخکښه لارښود او کړنلاره ولري ، یوازې د مذهبي او توکمیزو ډلو تر سیورې لاندې تر سره کېدل. له هغې ډلې څخه کولای شو د افغانستان په ختېز کې د پیرروښان تر مشرۍ لاندې غورځنگ د بېلگې په توگه را واخلو او د غورځنگ لړۍ تر دریو زوزاتونو "نسل" پورې وغځېدله چې د همدغه غورځنگ له منځه د هند د مغولي دولت پر وړاندې د خوشحال خان خټک ،ایمل خان مومند او دریا خان اپرېدي غورځنگونه راپاڅېدل او له ۱۶۶۷ تر ۱۷۷۲ پورې یې د غورځنگ لمنه توده وساتله او د غورځنگ ملا دومره پیاوړې شوه چې اورنگزیب په خپله دې ته اړ شو چې د خوشحال خټک پر وړاندې په خپله د جگړې ډگر ته را ودانگي او د دغه کار په کولو یې یوازې د غورځنگیانو پر ضد د خپل لښکر روحیه پیاوړې کړه. د پښتون توکمو د اله گوله کوونکو د پاڅون له غلي کولو او د سلو زرو دولتي او اله گوونکو له وژلو وروسته دهند مغولي دولت دې ته اړ شو چې د کابل، پېښاور او ننگرهار په ښارونو کې د اوضاع د څارنې او د یوه بل شوني پاڅون د ټکولو او مخنیوي لپاره خپل پوځي ځواکونه تیارسـﺊ ودروي.

احمدشاه بابا دلوی افغانستان هغه لوی نومیالی پاچا او دنني افغانستان بنسټ ایښودونکی و، چي افغان ولس خپل پلار بللی او د بابا ستر لقب ئې ورکړی دی او دا هغه لقب دی چي افغان ولس ئې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چي ددې ولس دخلګو په زړو کي ئې د پلار ګلوۍ ځای موندلی وي (استاد بېنوا )

د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د کندهار وگړو د میرویس خان هوتکي تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او په کندهار کې یې د صفوي دیرش زره کسېزه لښکر تر وروستني تن پورې له چړو تیر کړ او د فارس " ایران " له صفوي دولت څخه یې د خپلې خپلواکۍ بیرغ راپورته کړ.
د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د هرات وگړو د ابدالیانو ترمشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د ایران له صفوي دولت څخه یې خپله سېمه یزه خپلواکي واخیستله (۱۷۳۱-۱۷۱۶) .
د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د خراسان په تون کې ملک محمود سیستاني د ایران د صفوي دولت پر انگ "ضد" پاڅون وکړ او نه یوازې پیاوړی دولتي پوځي ځواک یې دړې وړې کړ بلکه مشهد یې هم ونیو او د خپلې راتلونکې واکمنۍ لپاره یې د پلازمېنې په توگه وټاکه او د ۲۵ تیرو پيړو د دود په ډول یې د پاچاهۍ تاج پر سر کښېښود او خپل ځان یې د خراسان پاچا وباله (۱۷۲۷-۱۷۲۲).
د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د کندهار وگړي د شاه محمود هوتکي تر مشرۍ لاندې د اصفهان تر زړه پورې وړاندې ولاړل او تورې یې تر هغه وخت په تېکي کې کښنښودلې چې د صفوي د پاچاهۍ کمبله یې د تل لپاره ورټوله کړه. (۱۷۲۹-۱۷۲۲).
په پاې کې د همدغو دوه نېمو پېړیو له تل څخه بیا هم د کندهار د وگړو له منځه ځوان او پوه لارښود احمد خان ابدالي سر راپورته کړ او د خراسان د شپږ نېمو پېړیو د ورانېو ، دوړو او خارو پرسر چې خپلې کرښې یې له لاسه ورکړې وې ، د افغانستان په نامه د یوه نوي هیواد بنسټ کښېښود او د هېواد وگړو پرخپلو برخلېکونو واک وموند اویو ځل بیا د له لاسه ورکړي پت او نوم خاوندان او د ملي پیژاند څښتنان شول. دا دی اوس له هغې ورځې ۲۶۰ کاله تېرېږي او افغانستان د خپلواکوهېوادونو په کتار کې ولاړ یوهېواد او د نړۍ پر ځمک انځوره یې ځای ځایگی د یوه پیاوړي پولادي موټي په توگه څرگند دﺉ.

دابدالی احمدشاه دظهور زمینه

د اتلسمې زېږېدېزې پېړۍ څلورمه او پینځمه لسېزې د نادرشاه افشار د واکمنۍ او پاچاهۍ له دور سره سمون خوري . دا هغه دور وو چې د ځمکوالۍ له شډل زبېښاک ، د وگړو له لوټ اوتالا ، د زیږغاړي تولباړې 'تشدید مالیه' جوړښت ، الغا او تلغا ، تاوترېخوالي ، زورمټي ، ټولوژنې ، اورلړۍ ورانۍ او له ککریو څخه د منارونو د جوړولو یو ناورین وهلی دور وو.

احمدشاه بابا په افغانستان کې یوازېنی پاچا وو چې تاج یې پرسر نه اېښوده او پگړې یې تړله او له خلکو سره په اړیکه کې وو. د پلاز 'تخت' پرځای به پر ځمکه کښېنسته او په ورین تندي به یې له خلکو سره خبرې اترې کولې. ..... خپله کورنۍ یې له دولت او واک څخه لیرې وساتله او یوازې تیمور یې د جهان خان پوپلزي تر لارښوونې لاندې دهېواد په لوېدېځو او ختیزو سیمو کې د سیاسي او پوځي روزنو په چارو کې بوخت وساته. د کورنۍ دغه بیلوالی تر دې کچې وو چې د هیواد تأریخ او وگړي پرته له تېمور او سلیمانه د بابا نور بچیان په بشپړه توگه نه پیژني حال دا چې بابا اته زامن درلودل: [سلیمان ، تیمور، شهاب، سنجر، یزدان بخش ، سکندر ، داراب او پرویز]. (میرغلام محمد غبار)

د ۱۷۴۰ زېږدېز کال له پیله بیا تر کال ۱۷۴۷ د افغانستان د معاصر دولت تر جوړېدلو پورې د افغانستان د پښتنو ، تاجیکو، هزاره وو، چارایماقو ، ازبک او ترکمنو ډلو ټپلو د کابل د سیند پر ورڅېرمه راغو او بانډو، په بلخ او کندز ، اندخوی ، سرپل ، شبرغان ، هرات ، بادغیس او سیستان کې د نادر پر وړاندې د پاڅون بیرغونه را پورته کړل او سره له دې چې د نادر پو پنا کوونکي ځواک دغه پاڅونونه په وینو ولمبول مگر بیا یې هم و نه شوای کولای چې زموږ د وگړو د خپلواکۍ غوښتنې پیاوړی غږ په ستوني کې غلی کړي او هر ځل چې د هېواد په یوه گوټ کې یو پاڅون په زور او د شلگرو ، توپ او مردکو په مټ غلی کېده نو د هېواد له بل گوټ څخه به دغه غږ بیا را پورته شو او ځانمنونکو چارواکو ته به یې د سر په کاسه کې اوبه ورکولې. (د نادر افشار پروړاندې پاڅونونه د اعظم سیساني لېکنه ، ۷ پاڼه).
په دغسې یوه بې ټیکاوه له اړدوړاو کړکېچه ډک چاپیریال کې د هیواد په میلیونونو وگړي د خپل سریزې ځمکوالې واکمنۍ د بدلون په لټه کې ول او په پای کې نادرشاه افشار د خپل د دربار د سرلارو پر لاس ووژل شو چې د سترگو په رپ کې یې حکومت هم دړې وړې کیږي او په سېمه کې د افغانستان وگړي لومړي وگړي دي چې د آزادۍ او خپلواکۍ د تمبلونو انگازې یې په هرگوت کې خپرې کړې او د کندهار په ښار کې په کال ۱۷۴۷ ' ز' کې یې د ابدالي احمد شاه  تر مشرۍ لاندې د یوه نوي هیواد "افغانستان " بنسټ کښېښود چې له هغه وروسته زموږ وگړي پرخپل برخلېک د واک څښتنان شول او خپل له لاسه تللی نوم ، برم او پت یې بیرته تر لاسه کړ.

احمدشاه ابدالي پر کال ۱۱۳۵ هجري کې چې له ۱۷۲۲ زېږدېز سره سمون خوري په هرات کې زېږېدلی دی. پلار یې زمان خان ابدالي او موریې زرغونه د کندهارله ارغندابه د عبدالغني خان الکوزي خور وه. زمان خان کاروندی او پوه سړی وو. هغه د هرات ټول ملي ځواک یو موټی کړ او خپل ځان یې د صفوي لښکر د مخنیوي لپاره چمتو کړ. ترکمان صفي قلي خان چې لښکریې په توپچي ځواک او شوبلو هم سمبال وو د ابدالیانو د ټکولو لپاره د هرات پر لور را وخوځېد. د محمد زمان خان تر مشرۍ لاندې ابدالي ځواک د میرڅي د مخنیوي لپاره تر کافر کلا پورې راووت. کله چې فارسي "ایراني" ځواک سیمې ته راورسید او جگړه پیل شوه نو کارپوه او زړه وروابدالي توپک لرونکي ځواک پر صفوي لښکر اورونه بل کړل او دروند تاوان یې ور ورساوه او له پیاوړي یرغل څخه وروسته یې د صفي قلي خان ځواک دړې وړې او مشهد ته یې د تېښتې لپاره اړ کړ. کله چې صفي قلي خان د خپل لښکر نه رغېدونکې ماته په سترگو ولېدله نو مرگ یې تر ژونده ښه وباله نو د باروتو پربگۍ کښېناست او ځان ته یې اور واچاوه او دړې وړې شو. دغه جگړه پر ۱۱۳۲ هجري (۱۷۱۹ ز) کال په کافرکلا کې (نن اسلام کلا) یادیږې تر سره شوه. (حبېبي ، د افغانستان لنډ تأریخ ، ۲۳۸ پاڼه) .
پرصفوي لښکر له دغې بریا وروسته محمد زمان خان تر دوه وو کالو او پېنځو مېاشتو پورې په هرات کې په برم او کرارۍ حکومت وکړ او پر کال ۱۱۳۵ هجري چې له ۱۷۲۲ سره سمون خوري سترگې له نړۍ پټې کړې. په دغه کال کې احمدشاه لا یو کلن نه وو شوی او له پلرنۍ مېنې بې برخې شو او د خپلې زړه سواندې مور او مشر ورور ذوالفقار خان تر سپیڅلي سیوري لاندې یې وده وکړه او یوازې یې دومره وکولای شول چې د جومات له ملا څخه د قران کریم لوستنه زده کړي او لمېسانده "باسواد" شي.

د ۱۱۸۲ه کال د محرم دمیاشتي په دیارلسمه احمد شاه بابا شاه ولي خان دبدخشان دوالي سلطان شاه له فساده دبدخشان سیمي دژوغورلو او دانحضرت محمد مصطفی (ص ) مبارکي خرقې چي په بدخشان کي وه دراوړلو په موخه بدخشان ته ولیږه او هغه بدخشان ونیوه او خرقه مطهره ئې دکابل له لاري کندهار ته یوړه (استاد بېنوا )

ذوالفقار خان پر هرات له ۹ کلن حکومت او د هرات د ساتنې لپاره له نادر سره له سختو نښتو او جگړو او د نادر له لاسه له ماتې وروسته له احمد شاه سره چې ۹ کلن وو کندهار ته راغی او له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای د شاه حسین هوتکي په زندان کې ولوېد. احمدشاه له ۱۷۳۱ تر ۱۷۳۸ پورې په زندان کې وو او په ۱۷۳۸ کال کې نادر کندهار ونیو او له ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته په جلا وطنۍ اړ اېستل شو. وروسته له هغه چې نادر له هندوستانه په بریا راستون او په مشهد کې یې د خپلې بریا لمانځنه وکړه (۱۱۵۳ ق چې ۱۷۴۰ زېږدېز کال کیږي) نولس کلن احمد شاه د نادرشاه افشارپه لښکر کې گډون وکړ چې په ارمنستان ، داغستان ، آیروان ، آذربائيجان او نورو سېمو کې د نادر د جگړو او نښتو په بریاوو کې یې د خپلې کارندې ونډې له امله د نادرځانگړی پام ځانته را واړاوه او دغه پاملرنه دومره پیاوړې وه چې هغه یې د خپل ساتونکي ځواک د افسر او دافغاني لښکر د مرستیال په توگه و ټاکه. له دغه مهاله وروسته احمدشاه د نادر تر مړېنې (تر ۱۷۴۷ کال پورې) د واکمنۍ ، حکومت کولو او سترواکۍ جوړولو رموزونه زده کړل. په حقیقت کې د ایران په شمال اود لوېدېځ په گڼو سېموکې د نادر د لښکر پرمختگ او بریاوې د ابدالي احمدشاه لپاره د یوه پوځي پوهنتون په توگه ګڼل کېده ځکه چې په هغو وختونو کې په سېمې کې هیڅ ډول پوځي پوهنتونونه او ښوونځي نه ول چې د پوځي روزنې او د دفاعي چارو زده کړه په کې تر سره شي.
وروسته له دې چې نادر د خپل د دربار د سروالاوو (د محمدخان قاجار او ملگرو په گډون) په خبوشان کې ووژل شو ابدالي احمد خان او افغاني بولندویانو د نادر حرم د نادرد لښکر له تیري او لوټ څخه وژغوره او د نادر د حرم میرمن د دغه کار په درناوي کې د "کوه نور الماس" او د فخراج د محمد شاه بابري له خزانې څخه د یوه یاقوت نوم ؤ چې د نادر افشار لاس ته ورغلی ؤدهخدا یوه گرانبیه دانه یې احمدخان ته ډالۍ کړه او احمد خان کندهار ته راستون شو. ( داکټر محمود افشار یزدي ، افغاننامه ، لومړۍ توگ ، ۱۸ پاڼه).

د۱۷۴۷ کال داکتوبرپه څورلسمه نیټه په کندهار کې دافغاني مشرانولخوا په هغه ملي جرګه کي چي دشېرسورخ په مزار کي جوړه شوې وه او  د اته ورځو پرلپسې غونډو ورسته واک د همدې زیارت ملنګ ته چي صابرشاه نومیده ورکول سو نو هغه پاڅيد اود غنمو وږی ئې د ۲۵ کلن  احمد شاه ابدالي په پکړۍ کي وټومبه او هغه ئې دافغانستان دپاچا په توګه وټاکه  او ټولو افغانانوپه پاچا ومانه

په کندهار کې افغاني مشرانو د حاجي جمالخان بارکزي ، محبت خان پوپلزي ، موسی خان اسحق زي ، نورمحمد علیخان علیزي، نصرالله خان نورزي (تأریخ سلطاني ، ۱۲۲ پاڼه) په گډون د کندهار په مزار شیرسرخ کې د افغانانو له منځه د یوه ملي لارښود د غوره کولو په موخه یوه جرگه جوړه کړه. د خانانو هریو د واک د نیولو غوښتونکی وو او د یو بل ټاکنه یې غندله ، جرگه تر اتو وروځو پورې وغځېدله او له اوږدو خبرو اترو وروسته یوې منونکې پایلې ته و نه رسېدله. د جرگې په نهمې ورځې د جرگې غړیو د صابر شاه په نامه یو روحاني چې د مزارشیرسرخ مجاور وو د منځگړي په توگه وټاکه او ټولو ومنله چې هرڅوک دی وټاکي ، نو ټول به هغه ته بیعت وکړي . دغه سپیڅلی صوفی مشربه له خپله ځایه پاڅېده او له څیرمه سېمې څخه یې د غنمو یو وَږی را واخیست او بیرته جرگې ته راستون شو ، د جرگې ټولو غړو د هغه پرهر خوځښت سترگي نیغې کړې وې او لاره یې څارله چې څه کوي او سترگې په لار ول چې چا ته نېږدې کېږي . په جرگه کې صابر شاه لېدلې وو چې یوازېنی تن چې ډیرې خبرې نه کوي ، احمد خان دی ، صابر شاه احمدخان ته نېږدې کېږي او دغنمو وَږی د احمد خان په پگړۍ ورټومبي او وېې ویل : " دا ستا جېغه ده او ته د افغانانو پاچا یې! " د جرگې گډونوالو د احمد خان ټاکنه احمد خان ته مبارک وویله او له ټولو مخکې حاجي جمالخان بارکزي ورپسې نورمحمد علیزي او د توکمونو نورو مشرانو او سپین روبو له احمد شاه څخه خپل ملاتړ څر گندکړ او هغه ته یې ډاډ ورکړاو احمد خان په درناوي او مننې دغه ټاکنه ومنله. (۱۱۶۰ هجري ، د ۱۷۴۷ کال د اکتوبر مېاشت) . احمدخان په دغه وخت کې ۲۵ کلن وو. (سراج التواریخ ، لومړی ټوک ،۱۲ پاڼه ، بېنوا ، د غنمو وَږی) .
کله چې نامتو انگریزي څیړونکي الفنستون د افغانانو په اړه خپل پراخ اړخېزه کتاب لېکه نو د سویل لوېدېځو افغانانو د خبرو په څپرکۍ کې احمد شاه بابا  د اوسني افغانستان د بنسټ اېښودونکي په توگه یادوي : " احمد شاه په پوهې او کاروندیۍ د یوې سترې سترواکۍ بنسټ کښېښود. د مړینې په وخت کې د هغه متصرفه سیمې د خراسان له لوېدېځه تر سرهند او له آمو د هند ترسېنده پورې و غځ