
اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي (۱۸۹۲- ۱۹۶۰)
لیکوال :نوماند اکاډېمسین سیستاني
پښتو ژباړه : رحمت آریا
شاه امان الله غازي
هغه لارښود چې پر هېواد ، خپلواکۍ او وگړو مَـین وو!
دهېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په لمانځورځوکې هغه نوم چې له خپلواکې سره نه
بېلېدونکې تړاو لري د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نوم دی. کله چې د هېواد له
خپلواکۍ څخه نوم اخیستل کېږي نوپه هېواد کې به په څه پوه، په خپلواکۍ مین، آزادېپال
او هېوادپال و نه موندل شي چې له هغه سره جوخت د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هېوادپال
اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان په یاد ونه لویږي اود هغه ارواښاد
نوم په درنښت یاد نه کړي.
د افغانستان په تاریخ کې د هېواد د پاچایانو، شهزادگیو، امیرانو او ولسمشرانو په
کتار کې (په دریو لسیزو کې بنسټپالو کیڼ او ښي اړخوډلومشران) له احمدشاه بابا
وروسته هېڅ یویې له غازي پاچا امان الله خان سره په هېوادپالنۍ، له خلکو سره مینې
او د خپل سرلوړي هېواد له خپلواکۍ سره په مینې او هم د هیواد په کورنېوچاروکې د
پردیوله لاسوهنوسره په دښمنۍ کې برابري نشي کولای.
تر اوسه د افغانستان حق پالونکی او حق پـَلـَوی ولس د غازي اعلیحضرت امان الله خان
نوم دغه سترملي ولسي اوسرښندونکي شخصیت په ژوردرنښت یادوي او د زړه له کومې ورته
درناوی لري. دغازي امان الله خان نوم د هېواد له خپلواکۍ سره نه شلېدونکې تړاو لري
او دهغه دروند شخصیت ته سپکاوی کټ مټ د هېواد آزادۍ او خپلواکې ته سپکاوی دی. ځکه
چې د هېواد وگړو د خپلواکې د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددغه غازي هېوادپال ترمشرۍ او
د سروالې پوهې ترسیوري لاندې خپلې سپیڅلې وینې توی کړې او خپله خپلواکي یې د زبېښاک
له ستوني را وایستله. څه ناڅه د نهو لسیزو په تیریدا بیا هم کولای شو دسپین
روبوهیوادوالو او مشرانود یادونو د اورېدلو په وخت کې پوه شو چې د ولس دزړونو په
منځ کې ددغه ستراو له پرتمه ډک لارښود مشر د دریزاو معنوي گرانښت ځای ځایگي چیرې
دی.
اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي، یو ژور روڼ اندی، متواضع اوسپیڅلې ، له وگړو سره
د ښه چلند خاوند اودهیواد پر خپلواکۍ اوپرمختگ مین پاچا وو. د هېواد له وگړو سره
دهغه کړنه او چال چلند له پاچاهۍ او ان د پرمختگ غوښتونکوله غورځنگه مخکې د خلکو
پرژبه وواو د هغوی په زړونو کې یې ځانگړی ځای درلود.د امیرحبیب الله په دربارکې د
هېواد دیو شمیرپوهانو،ځمکوالواو اغېزمنو مشرانو زامن د ((غلام بچه گانو)) ترنامه
لاندې راټول او د دربار له رموزه ښه خبر خو د امیرله چال چلنده زړه تورن ول؛ نو د
امان الله خان د دغوځانگړتیاوو اوسپیڅلي کرکترله امله ول چې دغه روڼ اندي د امان
الله خان گردچاپیره یوه سیاسي کړۍ راتاووي او هغه یې د یوې سیاسي ټولنې د مشرپه
توگه چې د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم)پرنامه یادېدله وټاکه.
لدې امله د شاه امان الله غازي نوم د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان
دوم) له نوم سره نه شلېدونکی تړاو لري او هرڅوک که وغواړي د شلمي پیړۍ د لومړیو درو
لسېزو د مبارزو په تأریخ کې شننه او څېړنه وکړي ، نو هرو مرو به د لومړیو او
دویمومشروطه غوښتونکو نومونه او په سرکې دهېواد د خپلواکۍ د گټونکي، هېوادپال او
پرمختگ پالونکي پاچا امان الله خان نوم ورسره جوخت اخلي.
شاه امان الله خان د(امیرحبیب الله خان زوی، دامیرعبدالرحمن خان لسمی، دامیر محمد افضل خان کړوسی دامیردوست محمدخان کوسـَی، د سردار پاینده خان کـَودی چې پاینده خان د حاجي جمال خان بارکزي زوی وو او د ستراحمدشاه بابا په وخت کې ژوندی وو) د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال)د جون دمېاشتې په لومړۍ دپغمان په دره زرگرکې د(طاق ظفر) په سېمه کې دملکې سرورسلطان له لمنۍ چې لقب یې (سراج الخواتین)وو سترگې پرنړۍ وغړولې. دامان الله خان مور سرورسلطان دشاغاسي شیردلخان لور چې(د امیرشیرعلیخان د دربارشاغاسي وو) او د خوشدل خان بارکزي خور وه چې دغه کورنۍ د هغه د پـَیر یا دورله سترو خانانو څخه وه.
افغاني پوه ډاکټر اسدالله حبیب د (دوره ِ اماني) دلېکنې په سرېزه کې لېکي :( په
داسې حال کې چې د هېڅ ډول سترواي او د پـېښود انځورونې موخه نه لرم ، نه سم کولای
هېره کړم چې د امیرامان الله خان پروړاندې د زورزیاتي ، ناتار او له انگریزسره د
معاملې بېلگې ډیرې وې او زموږد هېواد په تأریخ کې د هوساینې د لارې پرځای ، له
کـَندَوُنو،غوچوړو اوپیچوموډ کې لارې هم ډیرې وې او هغه دغه له اغزو او ننگونو ډکه
لاره غوره کړه چې دخپلې پاچاهۍ بنسټ یې پرې کښېښود) ډاکټرحبیب زیاتوي :(نوموړي
امیرخپلې ټولې هڅې د خپلومخکنیو په څېرد سیالوډلو دراپرځولو په لاره کې ونه لگولې
بلکه د واکمنۍ له کړۍ دباندې راووت او لویوکارونو لکه دخپلواکۍ بیرته ترلاسه کول، د
هېواد پرمختگ، د پوهنۍ او فرهنگ لوړتیا او دگړولپاره د مدني معاصرۍ ښیرارۍ او
برابرولو ته یې ملا وتړله. د هغه گامونه د ختیزوټولنو له لرغونوخویونو سره سمون نه
خوړاولویدېځو دولتونو هغه ته د یو غیرعادي او زیږمشرپه توگه کتل اوپرته له شکه چې
هغوی ته د امان الله خان مېړانه او هېلو ته د رسېدلو سپیڅلې توده مېنه له بدسترگۍ
او رخې سخې تشه نه وه). (۱)
د افغانستان د حق پالونکي ولس پرغاړه د اعلیحضرت شاه امان الله خان کوشنی حق،
دهېواد دبشپړۍ خپلواکې ترلاسه کول دي. شک نسته چې کــه هغه دخپل هېواد دخپلواکۍ
لپاره د انگریزپه وړاندې وگړي جهادته نه وای رابللي او د خپلو مخکنیو په شان یې له
انگریزسره جوړجاړی کړی وای اود هېواد په چاروکې یې د هغوی لارښوونو ته غاړه ایښودلې
وای، ښایی د ژوند ترپایه د افغانستان دپاچاپه توگه پاتې شوی وای اوترهغو چې
انگریزانونه وای غوښتي ، هېڅ چابه د هغه دځای ناستۍ لپاره سرونه نه وای پورته کړي.
خو هغه چې پرخپلواکۍ او دخپل هېواد د وگړوپرسرلوړۍ مین وود پاچاهۍ دغه تخت اوتاج یې
د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې کښېښود اود تاج په سرکولو په لومړۍ اونۍ کې د عیدگاه
په لوی جومات کې د کابل سپېڅلوښاریانواو ددولت مأمورینو ته په خپلې لومړۍ څوساعته
وینا کې د افغانستان د بشپړۍ خپلواکۍ غږپورته کړ او خپله پاچاهۍ یې د هیواد دبشپړۍ
خپلواکۍ په آړ یا شرط اعلان کړه او ویې ویل:(لومړی خپل سپیڅلي ولس ته اعلان کوم او
زیری ورکوم چې زه د افغانستان د پاچاهۍ تاج د افغانستان د کورنۍ اوبهرنۍ خپلواکۍ په
سپیڅلي نوم پرسر ږدم)(۲).وروسته یې د افغان له آزادیپال ولس څخه وغوښتل چې ددغې ملي
هېلې په ترسره کولو کې هغه ته لاس ورکړي.اعلیحضرت امان الله خان د کابل ښاریانو ،
سرتیرواومأمورینو ته دخپلې یوې بلې وینا په ترڅ کې چې د سفربري جامې یې په ځان کې
وې د عیدگاه په جومات کې وویل:
(گرانه ولسه! زه به د سرتیرۍ دغه جامې ترهغو له ځانه ونه باسم چې دهېواد د سپیڅلې
مورپرځان مې د خپلواکۍ جامې نه وي ورپه ځان کړي. زه به دغه توره په تیکي کې
کښـېـنـږدم چې د ولس د حقونو لوټونکي مې پرځای یې نه وي کښېنولي! اې زما سپیڅلیه
ولسه او اې زما سرښندویو سرتیرو! دهېواد دژغورنې لپاره خپله وروستنۍ شتمني راډګرته
کړﺉ، راځـﺊ چې خپل میړني سرونه دهېوادپه سپیڅلې لاره کې بلهاري کړو!)(۳)
شاه امان الله د سفربري په جامو کې (۱۹۱۹)
شاه امان الله خان ولېدل چې انگریزانود افغانستان د په رسمېت پېژندلو په اړه دهغه
لېک ته چې له نورو خپلواکو هېوادونو سره د یوه خپلواک او کورواک هېواد په توگه
برابرحقونه ولري، ځواب ندی ورکړی ، نو د ۱۹۱۹ کال داپریل د مېاشتې پر ۱۳ نېټې چې
دانگلیس سفیر هم په هغې غونډې کې ناست وو د یوې ویناپرمهال وویل :
(زه ځان اوخپل هېواد له کورني او بهرني اړخه په بشپړډول خپلواک اعلانوم. وروسته لدې
زموږهېواد د نړۍ د نورودولتنواوځواکونوپه څیریو خپلواک هېواد دی او د سرد یوه ویښته
په اندازه هېڅ ځواک ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیواوبهرنیوچاروکې
لاسوهنه وکړي او که څوک دغسې یوگام پورته پورته کړي نو پردغه توره به یې غاړه ور
غوڅه کړم) او بیا یې مخ دانگریزسفیرته ور واړاوه او وېې پوښتل :(څه مې چې وویل پوه
سوﺉ!) د انگلیس سفیر په ډیردرناوي ځواب ورکړ:(هو پوه سوم.) (۴)
وروسته ځوان پاچا د خپل برخلېک د ټاکلولپاره له انگریزسره د جهاد ملا وتړله. د ځوان
پاچا دغه نوښتگرغږته پر خپلواکۍ مېن افغان مسلمان ولس په خوښۍ ځواب ورکړ اود
خپلواکې د ترلاسه کولوپه لاره کې یې د سراومال په بلهاري کولو او سرښندوینې دهغه
وخت د نړۍ له لوی ځواک یعنې انگلیس سره د جگړې چمتوالی ونیو.
په دغه وخت کې په هنگري کې د انقلاب دبریالیتوب خبرونه رارسېدل. په آلمان کې د
۱۹۱۸ز کال د انقلاب له ماتې سره سره انقلابي اکریاحالت واک چلاوه. په ترکېه کې
دخپلواکې جنگیالي لارویان د جنرال کمال اتاترک ترڅنگ کړۍ جوړولې. دهند هېواد هم په
څپڅپانده اکر کې وو. د۱۹۹۱ز کال داپریل په لومړیوکې دهغه هېوادپه هرگوټ کې ټولیزه
کاربندي پیل شوې وه : په بمـیي ، لاهور، ډیلي او د هندپه نوروښارونوکې د
ناکراریوڅپې خورې وې او له پولیس اونېواک گروسرتېروسره دلاس اوگریوان کېدلو لړۍ
خپره وه. داپریل پر۱۳ ورځ دامرتسرپه ښارکې دوه زره ووژل او په زرگونو نورټپیان شول چې
دا ډیره بوږنونکې وه. دهندپه میلونونو لوږې ځپلي ولس د ورهڼگرو یاکسبگرو اود
کارگرانو له غوښتنو څخه ملاتړ کاوه (۵)
په دغسې یوه اکریاحالت کې ووچې شاه امان الله په پرله پسې ټوگه د انگریزپه وړاندې
دکابل د وگړو اوگڼ شمیرټولنیزو
پاړکویا طبقاتو ترمخ ویناوې کولې او دولس له سرښندویه هرکلي
سره مخامخ کېدلې. د عېدگاه په جومات کې په یوې ویناکې یې وویل: (دافغان زړه وره
اوپه لوی څښتن مـَیـنـه ولسه! اې زمریو!د بریتانیې حکومت په درغلنې او بې شرمۍ دوه
ځله زموږپرهېواد یرغل وکړ اوغوښتل یې خپلې ککړې منگولې په سیمي کې ښخې کړي، اوس
غواړي چې زموږټاټوبی چې پلرونه
مو پکې ښخ دي لوټ کړي، زموږپرتم،ننگ او هم زموږشخصیت او
افغاني ځانگړتیا له منځه یوسي ، غواړي زموږخپلواکي اوښیرازي له منځه یوسي ....)(۶).
دپانگوالۍ پروړاندۍ د پاچا زیږو اوشدیدو ویناوو د وگړوپه منځ کې دهغه منښت اوگرانښت
لا پراخه کړ. یوه ورځ وروسته د کابل ښارپه زرگونوښاریانو د حبیبې د ښوونځي له زده
کوونکوسره یوځای د انگلیس د سفارت ترمخ لاریون وکړ اودانگلیس په وړاندې یې غږونه
پورته کړل. شاه امان الله د ضدانگلیسي خپلواک سیاست اوتگلارې په راخپلولوورځ په ورځ
دوگړوپه زړونو کې دروندځای موند او ددغه گرانښت له امله ده چې هغه دهېواد دسیاسي
خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په لاره کې دافغان ولس دسترې جگړې اعلان وکړ اود
افغانستان زړه ورولس یې له پیژندل شوي دښمن یعني انگلیس سره دخپلواکۍ دژغورنې دریمې
جگړې ته راوباله.
دافغانستان هېوادپالوخلکو د ځوان پاچا دغې غوښتنې ته ځواب ووایه او د ۱۹۱۹ کال د مې
د مېاشتې تر ۳ نېټې پورې یو ۶۰ زریز ځواک جوړسو.دغه ځواک دهېواد له گڼ
شمیرتوکمونوڅخه جوړ وو هغوی د ورورۍ او خپلواکۍ غوښتنې په گډواحساساتو له خپلو زَړو
وسلوسره چې دانگلیس په دویمې جگړې کې یې ترلاسه کړې وې جگړې ته ملا وتړله. نا روزل
شوی ۴۰۰۰ یز توپچي ځواک له خپلو زَړو وسلواو ډیرو لږو تجهیزاتو سره له دغه کوشني
پوځ سره ملگری وو. خو دښمن څه وکړل؟ دښمن ددغه کوشني ناروزل شوي پوځ پروړاندې لومړی
۳۲۰ زره او وروسته یې ۷۵۰ زره روزل شوي سرتیري او افسران چې
له ۱۸۵ تر۴۵۰ زرو باروړنکي
څاروي هم ورسره وو اوپرهغوی یې خپلې وسلې ایښودلې وې او له سلگونو جنگي الوتکوسره
له افغانستان سره دجگړې په موخه دافغانستان سویلي اود سویل لوېدیځو کرښو پرمخ
يې
راوخوځول.(۷) دافغانستان پوځي اوزار او د پوځ جنگي مهماتو د بریتانېې له وسلو سره
چې په پرمختللو وسلو اوجنگي الوتکوسمبال وو په هېڅ راز برابروالی نه درلود خو له
دغه څرگندپوځي کمښت او نابرابروالي سره سره د افغانستان پوځ د ناتارگرو تیري کوونکو
په وړاندې له ځانه اتلواله مقاومت څرگند کړ.
دانگلیس له نېواک سره دافغانستان دولس او د خپلواکۍ لپاره اتلواله پاڅون چې له
لومړۍ نړېوالې جگړې څخه په هسکه غاړه راغلی وو د ولس ملي هېوادپالو احساساتوته نوې
ساوبخښله او د هېواد د خپلواکۍ د لړۍ د پاڅون لمنه په بې سارې توگه پراخه شوه. له
پښتنوتوکمونو څخه خپلخوښو جنگیالیو د خیبرله غاښي تربلوچستانه د بریتانوي نېواک
گروپه وسله والوځپلو اوشاتمبولو کې ستره ونډه ولوبوله. د خپلواکۍ دغه پاڅون ته د
بریتانوي هند وگړوښه راغلاست ووایه. په توکمېزوسیموکې پراته د بریتانیي په
لښکرکوټونوکې هندي سرتیري د افغانستان پوځ ته راواوښتل. په همدې وخت کې دبمبيي،
لاهور،امرتسراود نېمې وچې په نوروښارونو کې د نیواک گرود ځان غټاوي پروړاندې د هند
د وگړو نا آرامي او کاربندي دانگلیس د تیري کوونکود روحیې په تضعیف اود چال چلند په
بدلون کې بې اغیزې نه ول.دلته ده چې د انگیس د نېواک په وړاندې د وگړو دَرېدنه
اومقاومت، انگریزان اړکړل چې په راولپنډۍ کې د سولۍ د خبرو اترو لپاره اوربند ته
غاړه کیږدي(۳جون ۱۹۱۹)
په دغسې یوه اکرکې ول چې د افغانانو د جگړود اهمیت په اړه د بلشویکانو یوه مشر
وویل: (د پانگوالي د زبېښاک په اکریاحالت کې د ولسي پاڅون د انقلابي مورچل اړېنه
آړیا شرط دا ندې چې په غورځنگ کې دې هرومرو پرولتاري جنگیالي گډون ولري اوگڼې
غورځنگ دې یا ولسپاله یاانقلابي تگلاره ولري اویا دې پردموکراسۍ ډه ډه لگولې وی. له
څرگند اړخه که ورته وکتل شي نو د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د افغان امیر جگړه سره
لدې چې دی او ده ته نیږدې دوستان اوملگري یې د پاچاهۍ غوښتونکی دي، بیا هم یوه
انقلابي جگړه ده، ځکه دغه جگړه پانگوالي شاړې
واړې کوي،ځواک یې له ویشاک سره مخاموي
اوسټه یې ورباسي )(۸).
هرگوره د غازي اعلیحضرت شاه امان الله خان د سپیڅلې هېوادپالنې اویوژبې مشرۍ
ترسیوري لاندې دافغانستان سیاسي خپلواکي ترلاسه شوه او یوځل بیاافغانستان خپل له
لاسه تللی نوم او پرتم ترلاسه کړاو د نړۍ د خپلواکوهېوادونو په کتارکې ودرېد(د
۱۲۹۸ل کال د زمري د مېاشتې ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اگست د مېاشتې له اتلسمې سرسمون
خوري)، او له دغې ورځې وروسته افغانانو داگست ۱۸ چې د زمري د مېاشتې ۲۸ کیږي دهېواد
د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ولسي ورځ وبلله.
ملي یووالی ، د شاه امان الله خان ستره هېله
امان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې د محمودطرزي له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په ۲۷کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال دفبروري ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدي او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د۱۹۶۰زکال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایي د مېاشتې له ۵ سره سمون خوري دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه
روڼ اندي اوپرمختگپال پاچا له ټولوسکالو مخکې د افغانستان د ملي یووالي د بنسټ
ټینگولو ته پام را واړاوه اودغه ولسي یووالی یې په ډیرې پوهې د وگړو د
برابروحقونوپربنسټ د قانون په هېنداره کې په خوځښت راوست. له دغو بدلونونوڅخه
یواړین بدلون د دولت د ټولنیزوسماونو د لومړۍ لړۍ،د اساسي قانون یا دافغانستان د
دولت د اساسي نظام لېک د اډانې وړاندیز او منل ول چې په ۱۳۱۰ ل کال کې په ننگرهارکې
په ۸۷۲ کسیزې لویې جرگې کې چې په خپله پاچا یې مشري کوله تر خبرواترولاندې ونېول او
بیا ومنل شو او د افغانستان په څو زره کلن تأریخ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د
انساني حقونوپربنسټ ولاړ د یوه اساسي قانون څښتن شو. دغه قانون چې په ۷۳ مادوکې
سمبال او منل شوی وو په خپلې ټولیزې څپرکۍ کې یې د : برابرۍ پربنسټ شخصي آزادي، د
مرییتوپ پرړنگونې، درَسَنیو،کار، ورهنگړتوب(کسب) اوزده کړې پرآزادۍ ،د استوگنې
پرخوندیتوب، د شتمنیو د مصادرې پرمنع کولو،د بیگاراوغیرقانوني ځورونوپه له منځه
وړلو اونورو کې غبرگون موندلی وو. (۹، ۱۰، ۲۲، ۲۴ مادې) ددغوښېگڼوترڅنگ په شپاړلسمې
مادې کې راغلي ول چې : (دافغانستان ټول وگړي دشریعت اوقانون له مخې له برابروحقونو
او پازوالی یا'مسوؤلیت' څخه برخمن دي). داساسي قانون ۱۱ مادې حکم کاوه :(په
افغانستان کې دمرییتوب ټول بنسټونه بند دي) دهمدغې مادي پربنسټ دکابل په ښارکې څه
ناڅه اوه سوه هزاره مرییان او کنېزانې دهغوی دخانواکو له منگولو اوکورونو څخه
خپلواک شول. له دغه ځایه ده چې هزاره وگړي دهربل توکم په پرتله دشاه امان الله په
ملاتړراپورته سول او ترهرچا زیات د سقاوي درژیم دتورو اوبلونسې 'غضب' په تورتم کې
وزبېښل شول.
د هېواد نامتو تأریخ لېکونکی ارواښاد غبارمني چې ددغو قانوني موادو روح دا وه چې په
عملي ډول پلي کېدل او د درغلنې له ککړوالي، ځان ښودني او چل څخه پاک ول.د بېلگې په
ډول مذهبي لمانځنې اودودونه او د امامېه مذهب دلارویانو تکېه گاه گانې آزاده شولې.
د کندهار، غزني ، جلال آباد او د کابل د پوهنې په ټولنه کې دافغانستان د هندوانو
یویو ټاکل شوي استازي ته ځای ورکړل شو چې په اداري چاروکې د برخې څښتنان شول اود
هندوانو له پگړیو د ژیړرنگ خنډ اود هغوی د جزیې د پاتې پیسو برخه (د شاه امان الله
خان د ۱۲۹۹ ل کال =۱۹۲۰ز کال د فرمان له مخې) لېرې شو. (۹) او د هندوانوماشومان په
ملکي اوپوځي ښوونځیو (د حبیې او حربیې لیسې) کې ومنل شول او نورد توکم، ژبې، مذهب،
ټبراو ډلې له مخې، نژادپالنې اوتوپیرپالنې ته ځای نه وو،دمحمدزیوپرپله پسې (مستمري)
اوټبرنی وړیا تنخوا اود خانانواوملایانومخواکۍ (امتیاز) ته د پای ټکې کښېښودل شو او
ولس په حقونوکې له یو بل سره برابروگڼل شو(۱۰). د دنمارکي پوه استااولسن په وینا:
د افغانستان په اساسي قانون کې د افغانستان وگړوته هغه حقونه ورکړل شوي ول چې کټ مټ
د لوېدېځو لیبرالو هېوادونو په قانونوکې ول. د(افغان) ولسي اوملي پیژاند یاهویت د
برابروحقونود خوندوي کولوله لارې د هېواد ټولووگړو ته ورکول کېده.د افغانستان په
ټولنه کې اساسي قانون یو انقلاب وو، او دغه قانون نه یوازې د هېوادوالو پرمدني
حقونود منښتې گوته ایښودله، د دولت چلونکی ځواک یې سمبالاوه او د کابینې پازوالي یې
روښانوله بلکه د پاچا واک یې رالنډواوه اود(۷) مادې پربنسټ دپاچاواک یې د قانون
ترسیوري لاندې راوست او په افغانستان کې دیواړخیزې دودیزې شخصي ناتارگرې واکمني
پرځواک یې د پای ټکی کښېښود. (۱۱)
کله چې شاه امان الله په دندوکې د قانون پلي کولو ته ملاوتړله دهغه پروړاندې د
دښمنیواودمخالفت د ټغر لمنه پراخه شوه. هغه څه چې پاچا نه منل د خپلوانواو
نورومخورو اغیزمنوکسانو د ملاتړ اومکلفیت بنسټ وو.دلته ده چې کله پاچا د محمدزیود
کورنۍ اونوروخانانواواغیزمنوروحانیونو وړیا تنخوا یا مستمري له منځه یووړه، یاکله
چې د خپلومورَنیو خپلوانو د زنداني کولو امربه یې ورکاوه معنی یې داه وه چې خلکو ته
څرگنده کړي چې ټول وگړي د قانون په وړاندې یوبرابردي اوهېڅ چاته تربل لومړیتوب نه
ورکول کیږي اوهرڅوک چې د قانون له اډانې پښه وغځوي نود قانون پربنسټ به جزاء ویني
خو د پاچا دغه چال چلند لږترلږه د ستاینې اودرناوي وړ یوغبرگون را ونه پاراوه او له
ټبرنیو- توکمیزو دودونوڅخه په وتلومحکوم وگڼل شو.
شاه امان الله خان دولس یاملت ملي یووالي ته لومړیتوب ورکاوه اوکله به یې چې دملي
یووالي خبرې کولې نوهېڅکله به یې خپلې ولولې اواساسات نشوای پټولای. په ۱۳۴۰ ل کال
کې د کندهار د سفرپه ترڅ کې د لړم د میاشتې اوومه د جمعي په ورځ د جمعی له لمانځه
وروسته چې پرخپل امامت یې لمونځ اداء کړ د خرقې مبارکې په جومات کې د لمانځه د خطبې
په ترڅ کې د ملت د یووالي په اړه یې ډیرې خبرې وکړې اود خبرو په یوې برخه کې
وویل(هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوي ،پرته له توپيره ورته افغان ویل کیږي. بیا
نو دراني ، غلجي اواڅکزي او اوپره څه معنی لري؟). پاچا د (اوپره)د وییکي کارونه
دهغو توکمونو اوټبرونولپاره چې گڼې بې خوځښته او بې سره دي ناجایزه اوسپکاوی وگاڼه
او کارَونه یې په ټېنگه منع کړه او دغه ټول توپیرونه اوتوپیرپالنه یې د دښمن په لاس
کې ترټوله ښه وسله وبلله او ویې ویل:(زموږ د ښمانانو زموږپه منځ کې له دغه
تاوتریخوالي څخه ډیره گټه پورته کړې. آه ! چې خپل مټ یې په خپل لاس راڅخه بیل کړی!
دړې وړې یې کړو ،ټوټې ټوټې یې کړو اوزموږټول ځواک یې را وزبېښه. په دغه ځای کې د
امیر له سترگو اوښکې راوبهېدلې)(۱۲)
شاه امان الله دملي یووالي په اړه
د کندهاروگړوته په خپلې یوې بلې وېنا کې
وویل:(هندو، هزاره، شیعه، سني، احمدزي،پوپلزي نه لرو، ټول یو ملت یو او هغه
هم افغان.
ماته ټول افغانان وروڼه دي.)
د خپلواکې اوملي یووالي د ساتنې او له خرافاتو څخه د ډه ډه کولولوپه اړه، وگړوته
داعلیحضرت امان الله خان لارښوونې ډیرې اوچتې اوله لوړې پوهې برخمنې خبرې وې.
اروپاته د سفرپه موخه د بهرنیوچارود وزارت د ستور په ماڼۍ کې د ولس د گڼو پاړکو یا
طبقو ترمخ د خدای په امانۍ په وخت یې وویل:بهرته زماسفریوازې ستاسو په گټه دی اوبس،
که رانغلم په یادولرﺉ چې د هېوادساتنه وکړﺉ اویو یوموټي ملت اوسـﺊ. دیوه
ناتارگرپاچاترسیوري ژوند ونه کړﺉ.زمالارښوونو ته ښه غوږونیسـﺊ اوپه خرافاتو گروهن
مه اوسـﺊ، ځکه یوشمیر ناپوهه ملایانو له دین څخه یو ځنځیرجوړکړی او ستاسوپرغاړه یې
دراچولی ، تاسو ته ناسمې لارښوونې کوي او تاسوپه غولونه لمسوي، دخدای اوپیغمبر (ص)
له امراولارښوونو سره سم چلندوکړﺉ. هغه څه چې ملایان وایي پرې باور مه کوﺉ. د ښځو
پروړاندې له زغم اوز&