دامتیاز څښتن : ارکوزیا افغان اعلانات  
 
 
 
     ابراهيموويچ: چلسي مې د خپلولو غوښتنه کوي     

يوازې يوه ورځ وروسته تر هغه چې معلومه شوه ابراهيموويچ د (اينټر) فوټبال لوبډلې د پرېښوولو تکل نه لري، دغه سويډني مهاجم وويل چې له چلسي لوبډلې څخه يې وړانديز تر لاسه کړى دى.
تر بارسلونا او منچيسټر يونايټيډ وروسته چلسي درېيمه لوبډله ده، چې د ابراهيموويچ د ټاکلو او په خپلو لوبډلو کې د ځاى ورکولو غوښتونکي شوي دي.
د سويډن د فوټبال ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي له (نيوز آف د ورلډ) نومي مجلې سره په مرکه کې داسې ويلي: (زه پر ځان باندې کاملاً باوري يم، چې چلسي لوبډله مې غوښتونکې ده او په نوموړي ټيم کې ښه رول لوبولاى شم!)
تېره اوونۍ د نوموړي جګ قد لرونکي يرغلګر په اړه زيات ډول-ډول خبرونه تر غوږ کېدل. دغه لوبغاړى اوسمهال وايي: (چلسي د اروپا له پياوړو او سترو لوبډلو څخه يوه هغه ده او همدارنګه د انګليستان د فوټبال غوره ليګ هم د نړۍ په ليګونو کې سارى نه لري.)
دغه مهاجم لوبغاړي، چې کلونه وړاندې يې له جووينټوس سره لوبېدى، همدارنګه په خپلو خبرو کې د خپلې لوبډلې د بدلېدو په اړه دلايل وړاندې کړل او څرګنده يې کړه: (زما په نظر پيسې مهمه مسئله نه ده، زما تصميم په دې پورې تړلى دى، چې کوم شى زما لپاره ښه او مناسب دى. خبرې اترې يوازې د دې پوښتنې په اړه دي، چې په هغه صورت کې چې وغواړم په کوم هېواد او کوم ټيم کې فوټبال وکړم، نو مخکې له مخکې يې لا ښه سنجوم، چې وروسته پښېمانه نه شم.)
له بلې خوا د اينټر لوبډلې رئيس (ماسيمو موراټي) څو ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې ويلي ول، چې ابراهيموويچ په دغه لوبډله کې پاتېدونکى دى او د دې ټيم د پرېښوولو تکل نه لري.
 
سورغر 200   
بېرته شاته