کابل (سورغر): ناټو وايي څلور آمريکايي عسکر يې د افغانستان په ختيځ کې د لارې د سر په بمي چاودنې کې وژل شوي او په دې توګه روانه جولای مياشت په افغانستان کې د آمريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونې مياشت ده. د ناټو ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د وژل شويو عسکرو مليت اونومونه نه دي څرګند شوي خو د آمريکا د پوځ وياند بريدمن رابرټ کار وايي څلور وژل شوي عسکر آمريکايان دي چې له وژل کېدو سره يې په جولاي مياشت کې په افغانستان کې د ايتلافي عسکرو د مړينې شمېر ۵۵ ته پورته شو. د روانې مېلادي مياشتې په اوږدو کې په افغانستان کې ديرش آمريکايي عسکر وژل شوي چې دا شمېر د (۲۰۰۸) کال د جولاي مياشت کې (۲۸) تنه وو. د تيرکال د جولاي مياشت هم په افغانستان کي آمريکايي ځواکونو ته، مرګونې مياشت بلل شوې وه. خو هغوي وايي چې له (۲۰۰۱) کال راپه دې خوا چې نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلي ،وروستي تلفات بې ساري وو. په دې مياشت کې د ځواکونو پر وژل کېدو سربېره د ناټو لږترلږه پينځه الوتکې هم نسکورې شوې دي چې ځينې يې د طالبانو په ډزو لګېدلې اوځينې نورې د تخنيکي عوارضدوله کبله لوېدلي يا بيړنۍ ناستې ته مجبور شوې دي. |