دامتیاز څښتن : ارکوزیا افغان اعلانات  
 
 
 
     له رسنيو د تښتول شوي عسکر د کورنۍ غوښتنه     

کابل (سورغر): د هغه امريکايي عسکر چې طالبانو نيولي، د کورنۍ غړيو له رسنيو غوښتي دي چې دوى دې ارام ته پرېږدي.
د امريکا د دفاع وزارت وايي په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه د طالبانو له خوا د دغه تښتول شوي سرتيري د موندلو لپاره، هيڅ ډول هلې ځلې نه سپموي.
 په عين حال کې د يرغمل شوي امريکايي سرتېري کورنۍ له خبري رسنيوڅخه غوښتي چې د دوى مزاحمت دې نکوي او دوي دې په خپل حال پريږدي.
 د اسير شوي عسکر د سيمې خلکود پيوستون او غم خواخوږۍ په دود ، په ونو پورې زيړې پټۍ تړلې دي.
د امريکا پوځ د طالبانو له لوري د يوه نيولي امريکايي عسکر د ويډيو خپرېدا وغندله او هغه يې يوداسې تبليغاتي حرکت وباله چې له نړيوالوقوانيينوسره په ټکر کې دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې ويډيو کې دا امريکايي عسکر) په افغاني جامو کې ليدل کېږي اوله امريکايي ځواکونو په انګريزي ژبه غواړي چې له افغانستانه ووځي .
د امريکا پوځ تاييد کړه چې په ويډيو کې څرګند شوي کس د دوي بې درکه شوي عسکر دي چې د پراشوت قطعې په لومړي غونډ کې يې کار کاوه .
هغه ويلي دي چې شل ورځې وړاندې  له خپلو ملګرو پوځيانو سره په ګزمه وتلي وو خو له خپلو ملګرو شاته پاتې شو او د طالبانو لاس ته ولوېد.خو طالبانو ويلي وو چې نوموړي يې د نشې په حالت کې نيولي وو.
د امريکا د پوځ يوې وياندې وويل چې دا لومړي ځل دي چې په افغانستان کې يو امريکايي سرتېري د طالبانو لاس ته ژوندي لوېږي .
په ويډيو کې دا سرتېري ليدل کېږي چې يو وخت ډوډۍ خوري اوبل وخت چاي څښي .خو هغه په خپلو خبرو کې وايي چې ډارېږي چې بيا به د خپل کور مخ ونه ويني .هغه همداراز وايي چې ځان ته يې د ژوند ملګرې غوره کړې چې ډېره ورباندې ګرانه ده او هيله لري چې له هغې سره واده وکړي .دى همداراز وايي چې نيکه اوانا يې هم ژوندي دي او ډېره ښه کورنۍ لري .هيله لري چې بيا امريکا ته لاړ شي .
څو ورځې وړاندې طالبانو د امريکايي عسکر باوي برګدال يوه ويديو خپره کړه او سرتيری پکې دا بېره ښودلې وه چې ګوندي خپله کورنۍ به بيا ونه ليدلاي شي.
د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس او دبهرنيوچارو وزيرې هيلري کلينټن دا ويديو غندلې او ويلي يې دي چې له بندي څخه د ناوړه استفدې په خاطر سخت په غوسه دي.
 
سورغر 201   
بېرته شاته