دامتیاز څښتن : ارکوزیا افغان اعلانات  
 
 
 
     د جهاني پر پله، پل ږدو     

ليکنه : حاجي امين باوري

پښتنو بېړۍ ډوبېږي ږغ مې اورئ؟
ږغ مې اورئ پښتنو بېړۍ ډوبېږي!
افغان ولس خو بې له هغه هم د خپل جغرافيايي سياسي موقعيت له کبله له قرنونو راهيسې ښه ورځ نه ده ليدلې، ولې دا وروستي دېرش کاله او په تېره د ښاغلي کرزي تر مديريت لاندې اته کاله زموږ د ژوند او تاريخ ترخه يادونه ثبت شول.
افغاني ټولنه، چې په اقتصادي او تعليمي برخه کې په سيمه او نړۍ کې د ډېرې ټيټې کچې ټولنه بلل کېږي، په دېرشو کلونو کې د چپه افراطيت او راسته افراطيت تر سختو واکمنيو او ورانيو وروسته نوره هم له پښو ولوېده. جنګ په طبيعي ډول د ټولنې راحت له منځه وړي، جنګ د ټولنې زېربنا ړنګوي، جنګ دښمنۍ زېږوي او بالآخره جنګ د تعليم او پوهې مخه ډب کوي.
د شهيد داود خان له مترقي پروګرامونو سره دغه په نامه ( مجاهدين، استاد مجاهد، انجنير مجاهد، وزير مجاهد، امير مجاهد، پير مجاهد، فقير مجاهد) د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو سبب شول او تر اوسه لا د پرديو ګټو ته ژمن دي.
په ياد مې دي چې د بن د غونډې پرېکړې او د لومړيو ولسمشريزو ټاکنو څومره هرکلى وشو. د هر افغان په څېره کې بدلون راغى، هر افغان هيله من شو چې خپل هېواد به په خپل ژوند آباد او ښېراز وويني. څوک به په زور له هېواده وتلو ته نه اړ کېږي. د افغاني ټولنې اقتصاد او تعليم ته به توجه کېږي. د افغانانو د ژوند، مال او ناموس حفاظت او ضمانت به کېږي، خو افسوس! ...
زموږ له پښو لوېدلې ټولنه د غلط مديريت له کبله د ټولې نړۍ د موجوديت او مرستو سره-سره نوره هم له پښو ولوېده. ضعيف مديريت وسيله شو چې د ګاونډيو لاسونه نور هم اوږده شي.
نړيوال ايتلاف ته د جنګ د ډګر او عقدو قهرمانان ورپېژندل شوي، چې څرنګه خپلې دښمنۍ تر سره کړي.
ناوړه مديريت قاچاق وړونکي قوي کړل، رشوت يې عام کړ، عدل او انصاف يې ورک کړل. ... موږ افغانان نور د جنګ له نوم څخه کرکه کوو. موږ له جنګه ستړي يو. زموږ اوس فهيم خان (د جنګ، چور او تالان، متخصص مارشال) نه دى په کار! زموږ جناب خليلي (د مېخونو د ټکوهلو او د مړو د رقص استاد) درد نه دوا کوي!
جناب اکبري صيب، صياف صيب، ګلبدين صيب، رباني صيب، ستر جنرال دوستم صيب (د ليلي دښت فاتح) ستر جنرال تورن صيب (؟!) او نور جنابان (د هېوادملو؟! او کرزي ملو؟!) ته چې د جناب کرزي په ملاتړ ولاړ دي، توصيه کوم چې افغانان او افغانستان نوي نسل ته پرېږدي.
له ټولو افغانانو په تېره له روڼ اندو څخه هيله لرم، چې د ښاغلي ډاکټر اشرف غني له ټاکنيز کمپاين سره ملګري شي او ښاغلي غني ته رايې راټولې کړي.
موږ په اروپا کې هغو ټولو افغانانو چې د وطن سبا ليدلاى شي، هوډ کړى دى تر څو په خپل شخصي مصرف د ټليفون له لارې هر څوک خپله کورنۍ او دوستان د مسئلې په بعد پوه او اړ کړي چې ډاکټر غني ته رايه ورکړي.
افغانانو هوډ کړئ، چې (له پرون سره نه ځو!)
 
سورغر 201   
بېرته شاته