کاندیداکاډیمیسین سیستاني
پښتو ژباړه : رحمت آریا، دسمبر ۲۰۰۸
د وزیر اکبرخان سیاسي - پوځي ونډه د کابل په پاڅون کې
(۱۸۴۱ – ۱۸۴۲)

وزیر اکبرخان ۱۸۱۶ – ۱۸۴۶
د میړانې ، زړورتیا، سرلوړۍ او مقاومت څیره
سریزه :
زموږ د هېواد د تأریخ یوه ځلانده ویاړلې څیره ، د افغان – انگلیس د لومړۍ جگړې ملي
اتـل د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمسی ، وزیرمحمد اکبر
خان دی.
سردار وزیر محمد اکبرخان ، زموږ د ولس د هڅو ، جنگ او جگړو د تأریخ هغه ځلانده څیره
ده چې د انگلیسانو پر وړاندې د کابل د وگړو د پاڅون په لارښوونه او بري کې یې په
سرښندنې ، رغنده اوهیوادپاله ونډه لوبولې ده ؛ خوپه خواشینۍ چې د وزیر اکبرخان له
سرلوړۍ او ویاړونو ډک ژوند ، لنډ وو.
هغه لا اتلس کلن نه وو چې د یوه لښکر په سرمشرۍ یې د جلال آباد سرغړاوی واکمن له
لنډ مقاومته اړاند (اسیر) ونیو، وروسته یې په کندهار کې په یوې مخامخ جگړې کې سدوزی
شاه شجاع دړې وړې کړ او انگلیسي جنرال کیمبل یې لومړی ټپي او بیا یې ژوندی ونیو.
شل کلن وو چې پيښاور ته نیږدې د جمرود په جگړې کې د سیکهانو پر وړاندې یې توره له
تیکي را وایسته او په یوې لاس او گریوان جگړې کې یې د سیکهانو سر لښکر هري سینگهـ
وواژه او لښکر یې ور دړې وړې کړ.
په ۲۲ کلنۍ کې د شاه شجاع او رنجیت سینگهـ د گډ لښکر د مخنیوۍ لپاره د خیـبر د درې
پر لور یې ور ودانگل خو مخکې له دې چې له تیري گر لښکر سره مخامخ شي د هیواد د
دښمنانو له پلوه ورته زهر ورکړل شول او د هغه نیم ژواندی جسد یې په کټ کې له خیبره
د هغه پلار ته د ارغنده مورچل ته راووړ ؛ له ډیرو هڅو وروسته د مړینې له منگولو
وژغورل شو، له هغه وروسته بخارا ته ولاړ او د پاچا په زندان کې بندي شو.
۲۴ کلن وو چې د بخارا د پاچا له زندانه خلاص شو او په ۱۸۴۱ ز کال کې د نوامبر په ۲۵
نېټه یې د کابل د وگړو د پاڅون لارښوونه په غاړه وا خیستله، په ډیرې هوښیارۍ یې د
انگلیس له سرچارواکي او ځانگړي استازي مکناتن څخه چې په درغلنې او دوه مخۍ کې شېطان
ورته هک پک کېده ، د خپل استازي له لارې یو پټ لاسوند تر لاسه کړ ؛ دغه پټ لاسوند
په خپله د افغان مشرانو په وړاندې د انگلیس دوه مخي او درغلنه څرگندوله او له همدې
امله یې مکناتن وواژه او انگلیسان یې دې ته اړ کړل چې په بیړه له کابله ووځي ؛ دا
هغه سیاسي - پوځي اشواینه (رسوایۍ) وه چې بله بېلگه یې نه شو کولای د انگلیس د
سترواکۍ په تأریخ کې و مومو. د همدغو سیاسي – پوځي هڅو له امله وو چې وزیر اکبر خان
دوه ځله د انگلیس د لاسپوڅو چوپړیانو له پلوه په ډزو وویشتل شو خوداوړه ځله د مرگ
له لومو ژوندی راووت.
دا په داسې حال کې ورته پيښ شوې چې لا مخکې یې د بخارا د پاچا له لښکر سره په جگړه
کې ټپونه له ځان سره وړل او دوه کاله یې د بخارا د پاچا په زندان کې تیر کړي ول.
وزیر اکبر خان خپل نیمایي دیرش کلن ژوند په ویاړ او سر لوړۍ د خپل هیواد د ځمکنۍ
بشپړتیا او د ولس د ملي واکمنۍ د ساتنې ، له یرغلگرو او د هغو له لاسپوڅو تاړاک
پالو سره په نه پخلا کېدنې دښمنۍ تیر کړ اود ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د هیواد د یو
والي او د هیواد د ښمنانو پر وړاندې، ځلانده توره په لاس په میړانه و دَرېد. د یوه
مجاهد او غازي او د انگلیس د نه پخلا کېدونکې دښمن په توگه د هغه د میړانې ، درنښت
او غیرت یادونه د ولس په زړونو کې تر دې کچې په څپو شول چې د ۱۸۴۱ – ۱۸۴۲ ز کال د
ولسي پاڅون له بریا سره سم د ولس د جگړو او هڅو په ویاړمنظومې بولې (حماسې) او
رزمنامې ورته ولیکل شوې ؛ په [۱۸۴۳ ز کال کې چې له ۱۲۶۰ لمریز سره سمون خوري] حمید
کشمیري اکبر نامه جوړه کړه او [قاسم علي د ډیلي د آگرې اوسیدونکي په ۱۸۴۶ ز کال کې
چې له ۱۲۶۳ لمریز سره سمون خوري او د وزیر اکبر خان د مړینې له نېټې سره برابره ده]
اکبري ظفرنامه وویله ؛ چې د انگلیس په وړاندې پاڅونونو کې دغو دواړو شعري ټولگو د
وزیر اکبر خان نوم د یوه ملي اتـل په توگه د تأریخ په تلپاتې هېنداره کې لا تلپاتی
کړ.
د هیواد ځوانانو اواوسني مخ په ودې زوزات (نسل) ته ښایي چې د خپلې پوهې د لوړ والي
لپاره د خپل هېواد تأریخ یو ځل بیا په ځیر ولولي او ورته څرگنده شي چې زموږهېواد د
خپل تأریخ په اوږدو کې په ځانگړې توگه د اوسني تأریخ په سپیڅلې لمنه کې داسې میړني
او باتور بچي روزلي دي چې هیواد او ولس د هغوی په رغنده سرښندونو ویاړي.
د وزیر اکبر خان زړورتیا ، مېړانه او د هغه د هیواد او ولس پالنې اوچت او ژوندی
احساس په خپله د سړي د زړه په تل کې د باتورۍ او سر ښندنې څپې را پاروي. له دې امله
ددغو کرښو د لیکلو لامـِل، زمالېکوال (سیستاني – ژ) د هغې ژورې لیوالتیا له تــَل
څخه سر چینه اخلي چې دغه ملي ولسي ستر شخصیت ته یې لري ، او دا دې د هغه د مړینې له
۱۶۲ کالو وروسته غواړم د وزیر اکبر خان یاد په درنښت ولمانځم.
په خواشینۍ چې زموږ د هیواد والو په منځ کې داسې کسان هم شته چې سترگې یې د سردار
وزیر اکبرخان غازي د سرښندنکو او له ځانه تیرېدونکوحماسو د لیدلو وس نه لري او په
بیلابیلو شیـبو کې ددې پرځای چې د هېواد ددغسې سرښندونکي بچي د ښېگڼو او میړانو
یادَونه وکړي هغه د خپل قلم په څوکو چیچي او په خپل اند هڅه کوي چې گڼې د هغه د
شخصیت له دروندوالي څخه به یو څه کم کړي.
حقپاله او حق پیژوندونکي افغانان هېڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوی ملي او
اتـلې څیرې چې د خپلو وینو په تویولو یې دغه ټاټوبی ساتلی او موږ ته یې په سرښندنې
را ډالۍ کړی وښکنځي ، یا یې سپکه ووایي او یا هغوی ته په سپکه وگوري.
په هغو شپو ورځو کې چې په هیواد کې د سره لښکر د تاړاک او وینو تویولو د غوبـَل سرو
لمبود هیواد هر گوټ سوځاوه ، د بیلتون پارَونې تخمونه یې شیندل او د هیواد د ملي
ارزښتونو ترپښو لاندې کولو ته په بیلا بیلو ډَولونو وده ورکول کېدله ؛ د هیواد یوه
وتلي لېکوال چې د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند لوړ پوړی غړی هم وو [د افغانستان
د ۱۹ پیړۍ د دري په شعر کې د جنگنامو د ویلو خوځښت/ جنبش جنگنامه سرایي در شعر دري
قرن ۱۹ افغانستان] د مقالې تر سرلېک لاندې د اکبرنامې د شننې د پلمې په ترڅ کې د
تنگ الواکۍ (تعصب) او لنډ لېد په هڅو کې غوښتل ددغه میړني افغان بچي ټولې سرښندنې
چې د هېواد د پت د ساتنې په موخې څو ځلې د مرگ تر پولې تللی وو خو څښتن تعالی نه وو
وژلی ، په هېڅ وشماري او گڼې ددغه هېواد د سترې او درندې څیرې له نومیالیتوب څخه یو
څه کم کړي او د هیواد د ملي ویاړونو د دښنمنانو زړونه پرې خوښ کړي.
لېکوال په نوموړې مقالې کې تر څو چې وسه یې کېدله پر دغه ملي اتـل بد او رد ویلي دي
او پر هغه یې د [ گټه پال ، درغلن، ډارن او بد چلنده] د تورونو په لگولوهڅه کړې چې
هغه سپک وگڼي ؛ خو لېکوال په خپلې ټولې مقالې کې له سره تر پایه پر دې نه دی بریالی
شوی چې د غازي وزیر اکبرخان د گټه پالنې ، درغلنې ، او بدچلندې یوه کوشنۍ بېلگه
رامنځته کړي. له سیکهانو سره د جگړې په لړ کې د ویرې د تور د لگولو په ترڅ کې وایي
: په دغې جگړې کې د جگړې د مشرانو په ډله کې اکبر خان یوازینی مشر وو چې له ویرې ،
د تیښتې په لټه کې لویږي او که د جانگل په نامه د یوه جنگیالي چیغه پر هغه نه وای ،
ښایي له دښمن سره به نه وای مخامخ شوای. او د خپل ددغه تور د لگولو د زباد لپاره د
حمیدي له خولې یو شمیر بیتونه راوړي.
له سیکهانو سره په جگړه کې د اکبر خان د ونډې په اړه کاشکې ددغې مقالې لېکوال دومره
نیاو اوانصاف درلودای چې د حیمدي د وینا له مخې یوازې د اکبر خان د یوې ورځې د
تیښتې له یادَولو وروسته یې په همدغې جگړې کې د اکبر خان د بلې ورځې ونډه نه وای
هیره کړای. او ای کاشکې د جگړې د ډگر په کیڼ اړخ کې یې د افغاني لښکر د سرلښکرحاجي
خان کاکړي له خیانت څخه هم یادَونه کړې وای چې هره ورځ یې د سیکهانو د لښکر پر
وړاندې مورچلونه خوشې کول او د افغاني لښکر د دړې وړې کېدنې لامل گرځېده. او بیا هم
کاشکې نوموړي لېکوال دا خبره هم څرگنده کړې وای چې د افغانانو د جگړې د بریا په
گټلو کې سرلارښود څوک وو؟ جانگل یا اکبرخان؟ څرگنده ده چې اکبرخان وو.
له دې څرگندیږي چې د لیکوال پښتـني ضد لېد بڼې د هغه سترگې ور ړندې کړې چې نه شي
کولای د اکبرخان د بري بل اړخ په سترگو وویني او په خپلې لېکنې کې ورڅخه یادَونه
وکړي.
د نوای معارک (د جگړې دې چیغې) د لېکوال د وینا پر بنسټ ، وزیراکبر خان ډیر زړَوَر
، باتور او له میړنتوبه ډک د پياوړې افغانې روحیې څښتن وو او له هېڅ شي او هېڅ چا
یې ویره نه درلودله ؛ د بیلگې په توگه د بخارا امیر (چې خپل ولس یې " د قصاب امیر"
په نوم باله) ، وزیر اکبر خان او پلار یې امیردوست محمد خان خپل دربار ته وغوښتل او
د هغه پلار ته یې ترخې او تروې خبرې وکړې. سردار اکبر خان چې په رگونو کې یې د
افغاني سرښندنې او میړانې وینې په څپو وې په ډیرې ترخې ژبې یې د بخارا د امیر خبرې
بیرته په ورته ډول ورځواب کړې او په غاو (سخت اعتراض) یې د امیر له درباره پښه و
ایستله اوبیرته یې افغاني ټاټوبي ته مخه کړه. د بخار امیر د وزیراکبر خان او د هغه
د ملگرو د نیولو لپاره خپل جنگیالان ولیږل.د امیر جنگیالیو افغانان وموندل او د
هغوی د تگ مخه یې ونیوله. سردار اکبر خان او ملگرو یې چې ټول ټال دیرش تنه ول ، د
بخارا د پاچا د جنگیالیو پر مخ چې شمیر یې د ۲۰۰ او ۳۰۰ تنو په شاو خوا کې سپاره
وزبکان کېدل، تورې له تیکو را و ایستلې او جگړه یې پیل کړه. د سردار اکبر خان ۷ تنه
ملگري او د بخارا د پاچا دیرش تنه جنگیالي پرځمکه را پریوتل ، سردار اکبر خان ،
ورور یې افضل خان او د اکا زوی یې سردار سلطان احمد خان سخت ټپیان شول او د ډیرو
ټپونو له امله بې هوښه شول. د هغوی له بې هوښه ځانونو څخه وینې څڅېدلې او ټول یې د
بخارا امیر ته راوستل او امیر امر وکړ چې ټول دې د پاچاهۍ د ماڼۍ (ارگ) په تورې څاه
کې وغورځول شي. (۱)
د مقالې لېکوال په خپلې لېکنې کې په ډیرې ترخې ژبې پر وزیر اکبر خان برېد کوي او
لیکي :" سردار اکبرخان د خپل درغلن اوپېسمن (مغرور) چاچلند پر بنسټ په لښکر کې
(موخه یې همدغه مجاهدین دي او بس) هېڅ ملاتړی نه درلود" (۲)
راځی وگورو چې په رښتیا اکبر خان د جنگیالیو په منځ کې ملاتړي درلودل که نه؟ که
اکبر خان د افغان مجاهدینو په منځ کې ملگري او ملاتړي نه درلودل نو څنگه نورو
افغاني مشرانو هغه د وزیر په توگه وټاکه او د خپل ژوند د برخلېک او د پاڅون مشري یې
د هغه غاړې ته ور غورځوله او څنگه یې هغه ته دا واک ورکاوه چې له انگلیسانو سره دې
د خپل لېد ، اند او خوښې پربنسټ چال چلند وکړي؟
په هغو شېبو کې چې عبدالله خان اڅکزی ټپی او له امله یې ولس په ژور ناورین کې ډوب
وو ، کابل ته د سردار اکبر خان راتگ د وگړو سترگې روښانه کړې او زړونو یې نوې او
تانده پیاوړتیا وموندله. کابل ته د راتگ او اکبرخانه ته د کابل د سروالانو او
سردارانو له ژمنوڅخه حمید کشمیری داسې یادَونه کوي:
چو انــــدرکـــــابلســـتان رسیـــــد توگفتي بــــــهــاری به بـُستان رسیــد
همـــه پیشـــــوایان فــــــرمانـــروا شـــدنـــــــدش به فرسنــــــــگها پیشوا
به هر کــوی وبرزن که گشته روان ز مرد و پیر وزن وطفل وپیر وجوان
چنان خاســـت شـــور دعا برزمین که پرســید عیسا ،چه غوغاست ایـن
چو پیش مــحمد زمان خان رسید چو جان تــنگ اندرکنــارش کشــــید
نشســــت و نشســتـــــند نام آوران بـگـــردش چــــوبـــرگـــرد مه ،اختران
حقــــــیقت ز نـــو تا کهن گفته شد مســلســل سخـــن در سخــن گفته شد
سرانجام کارش محمــد زمان خان بــگـفـت ای فرح بــخش روح وروان
درین زرم دردســـت من آنچه بود نــمودم دگـــر نیـــز خـــــواهــم نـــــمـود
مرا قــــوت شــیر گيـــري نــمانــد توانـــاﺋـي از ضعـــف پیـــري نــمــانـد
ســـزد بــرسر کار ســرلشکــری جوانــی که مانــند شیــــر نـــــــــــری
بوَد درصـف رزم خــــون رزیر تر زشـــمـــشیــــر او هــــوش تیـــــز تـــــــر
کسی جزء تو درین خـــیل مردان نــبــیـــنم که بتـــــواند ایـــن کــار کــرد
همه شهر ولشکر به فـرمان تست بکن آنچه خواهي که ملک آن تــست
اکبرنامه پ. ۱۷۴
پښتو ژباړه : د پسرلي په شان کابلځي ته را ورسید . ټول سروالان او سرلښکر په
کروړونو واټن مخې ته یې راووتل. په هرگوټ اوځي کې یې چې پل کښیښود له نارینه ،
ښځینه ، ماشومانو زَړو او ځوانانو به داسې چیغې پورته شوي چې عیسی راپورته شو او
ویې ویل دا څه شور ماشور دی. کله چې محمدزمان خان ته ورغی نو ټینگ یې په غیږ کې
ونیو. کښیناست ! او ورسره نومیالي لکه د سپوږمې پرشپول را تاو ستوري کښېناستل. زَړې
او نوې رښیتاوې وویل شوې ؛ خبرې او خبرې له لوري او گودر وویل شوې. په پای کې محمد
زمان خان وویل ای د روح او تن پیاوړیه ستوریه! ما په دغې جگړې کې څه مې چې له وسې
کېدل وکړل او نور به هم وکړم ، د زړښت د وریځو څپې راباندې خپرې دي او په منگولو کې
مې له زمري سره د غیږ نیولو وسه نه ده پاتې. ته چې میړنی زمری یې نو د لښکر سروالي
له تاسره ښایي ، ته د جگړې په ډگر کې پياوړی وینې بهوونکی یې ، ته یې چې ستا د پوهې
تیزوالی ستا تر تورې لا تیره دی ، د دومره میړونو په منځ کې ستا په شان بل داسې
میړه نه وینم چې دغه جگړه پرمخ یوسي ، ټول ښار او لښکر ستا په ولکه کې دی ، وکړه ،
هغه څه چې ستا زړه غواړي تر سره کړه.
سردار اکبر خان په پیل کې دغه وړاندیز و نه مانه او د کابل له مشرانوڅخه یې کلکې
پوښتنې اوگوتڅنډنې وکړې او له هغوی یې گیلې وکړې چې څنگه یې د هغه پلار له
انگریزانوسره په جگړه کې یوازې پریښود او دې ته اړ شو چې هېواد پریږدي او دا دی اوس
هغه څه چې نن ویني او پرون یې لېدلي ول ، ټول یې له خپله لاسه ورته رسیدلي دي. د
کابل سردارانو ، د سردار اکبر خان ټولې گوتڅنډنې پر ځای وگڼلې او له هغه څه چې تیر
شوي ول پښیمانه وو او لوړه یې وکړه چې له هماغې شېبې وروسته به دده د لارښوونو له
کرښو څخه پورې غاړه وانه وړي خو په دې آړ یا شرط چې ددوی وړاندیز ومني اود مشرۍ
پازوالي یې پر غاړه واخلي. اکبر خان چې داسې ولېدل نو د مجاهدینو د لښکر د مشرتابه
دنده یې پر غاړه واخیستله او دد ښمن ماتوونکو جنگیالیو په سرمشرۍ کې ، مخکښ ودَرید.
سردار اکبر خان ته د کابل د سردارانود ژمنو په اړه حمید کشمیري داسې وایي :
چو اکبر بگفت آن سخن های خویش زخجـــلت همه سر فگندند پیش
بگفتندش !ای تکیه گاه همـــــــــــــه نگــهبــان و پــشت وپــناه همــــــه
به عــِز وجـــلال خدای عظیــــــــــــم به تعـــظــیم نــام رســـول کـریـــم
کزین پس ز شرط وفا نگذریــــــــم به جز راه فـــرمانــبري نسپریم
زاندیــشه های دغــــــا درگــــــــذر که معــلوم شد میـوه این شجـــــر
به دست فرنگي فتاد این دیـــــــار ز روی شــجاع دو روی شــعــار
بیفگند در ملک وملت فســـــــاد کنون فرض برمرد وزن شد جهاد
توواستقامت به میدان جنـــــــــگ دگرما و شمشیروفوج وفرنــــگ
چو این ماجرا اکبرخان شنیـــــــــــد جـــزآمیزگاري صــلاحې نه دیــــد
شداز شکوه خاموش گفت این سخن کــه ای شـیرمــردان شمــشیر زن
برآرم ز دل بــــــیم وامــــید و یـأس ز دشمن فگــندن ندارم هــــراس
تبارم گرفتار دشمن شدســـــــــــت شما زآنچه ترسید برمن شدست
بکوشم دریـــن راه بـــهرخـــــــدای بد اندیش سرکش در آرم زپای
چو اکبرز سریافت فــرمانــدهی به سر بــرنــهاد کــلاهی مهــــــــي
سران جمله گشتند فرمانبرش سپه بنده ، گردن کشان چاکرش
(اکبرنامه پ. ۱۷۴ – ۱۷۶ )
ژباړه : کله چې اکبر خپلې ټولې خبرې وکړې ، نو ټولو خپل سرونه کښته و ځړول. ورته یې
وویل : ای د ټولوساتونکیه او ای زموږ د زړونو ستـنې! د سترڅښتن په لوی والي او برم
، د رسول ددرانده نوم په پار! له دې وروسته به د پالیالۍ له آړه تیر نه شو او ستا
له لارښوونې پرته به بل څه ونه کړو. له دغو ناندریو تیر سه ځکه ددغې ونې میوه مو لا
مخکې څــَکلې ده.د دوه مخي او چلـوَ ټي شجاع له لاسه دا ټاټوبی د پیرنگی په منگولو
کې پریوتی دی. په ټول هیواد او لس کی یې د فساد لمنه خپره کړه اوس پر نر او ښځې
جهاد فرض دی . ته د جگړې په ډگر کې لارښوونه پر غاړه واخله ، نور موږ پوهیږو ، زموږ
توري او د دښمن لښکر. اکبر خان چې دا چاره ولېدله نو له غاړې ایښودنې پرته بله لاره
یې ونه موندله. له گوتڅنډنو لاس پرسر شو اودا خبره یې وکړه چې : ای باتورو
زمریالیو! له زړه به نومیدې ، ویره اوناهیلي لیرې کړم ددښمن له را پرځولو هم ویره
نه لرم . ټاټوبی مې ددښمن په لاس کې پریوتلی دی او هغه څه چې تاسو درپیښ دي ماته
راپیښ شوي دي . زه به د څښتن په پار په دغه لاره کې هڅه وکړم او بد چلنده سرغاړی به
له پښو را وغورځوم. کله چې اکبر ته سرمشري ورپه غاړه شوه نو د مشرۍ پگړۍ یې پرسر
کړه. ټول مشران جنگیالي او سرغاړي یاغیان د هغه د لارښوونې تر کرښې لاندې ودَرېدل.
ددې تر څنگ که اکبرخان د مجاهدینو او سروالو مشرانو په منځ کې له اړین درناوي او
نوم څخه برخمن نه وو نو ولې مشرانو د سردار اکبرخان په خپل قلم لېکلي د ۱۸۴۲ز کال د
جنورۍ د مېاشتې د لومړۍ نېټې تړون لاسلېک کړ چې له افغانستانه د انگلیس پر وتلو یې
ټینگار کاوه وو؟ د مجاهدینو مشران دغه کسان ول: نواب محمد زمان خان، ناﺋـیب امین
الله خان ، محمد شاه خان بابکرخیل، سلطان احمدخان ، محمد عثمان خان ، غلام احمد خان
، محمد نصیرخان ، غلام محمد خان ، عبدالخالق خان ، خان محمد خان ، سکندرخان ، محمد
درویش خان ، میر اصلان خان ، میر اسلم خان ، میر آفتاب خان او نور ډیرمشران.
د مقالې د لیکوال د تور برخلاف څرگندیږي چې د سردار اکبرخان په خټه او تومنه کې د
ولسپالنې او ملي ویاړ وینه بهدیله او له هر ډول درغلنې څخه پاک اوسپیڅلی وو او له
همدې امله ده چې د افغان مجاهدینو او مشرانو په منځ کې له بشپړې ویساینې ، مخورتوب
اوډاډ برخمن وو او د افغانستان حق پيژندونکي ولس د هغه پر رښتوني او سپیڅلي چال
چلند ژور ډاډ درلود. او د اکبر خان د کړو وړو په تړاو د لېکوال دغه تورونه هسې
منځتـشې خبرې دي چې د هغه له تـنگ الواکۍ (تعصب) او د افغانانو له ملي ویاړونو سره
په ځانگړې توگه د هغه له پښتـنـي ضد دریځ څخه سرچینه اخلي.
لېکوال د مقالې په بل ځای کې لېکي : د اکبر وروستـنی بې سیکه والې او ضعف د خپل
پلار له ننگه ډک لېک ته غاړه ایښودنه او له ډگره تښتیدونکي او د له منځه تللي دښمن
د وینو له تویولو لاس پرسر کېدنه اوانگلیس ته د جگړې ډگر تش پریښودل ول چې پاچاهي
یې بیا کورنۍ ته راشي. (۳).
د پلار له ننگه ډک لېک ته د غاړې ایښودنې او دښمن د ډگر تش پریښودلواود له منځه
تللي دښمن د وینو له تویولو څخه د لاس پر سر کېدنې په اړه د لیکوال د ادعا د غندلو
په تړاو باید وویل شي چې لومړی : دښمن لا تر اوسه " ډگر نه دی پری ایښی" او په بشپړ
ډول له منځه نه دی تللای ځکه چې پر افغانانو د برید او له هغوی څخه د غچ اخیستنې په
موخې په کندهار او جلال آباد کې دښمن له سترپوځي ځواکه برخمن دی. د جنرال پالـُک ۲۰
زره کسیز پوځي ځواک چې پیاوړی توپچي ځواک ورسره ملگری دی د مجاهدینو د دړې وړې کولو
او ټکولو لپاره ټینگ گواښ گڼل کېده. دویم دا چې سردار اکبرخان نه د خپل پلار د لېک
له رسیدلو مخکې او نه له هغه وروسته له انگلیسانو سره د مخالفت کولو له هڅو څخه په
هېڅ ډول لاس پرسرنه شو. او له انگلیسانو سره د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د اکبر خان
د دښمنۍ کلک دریځ ټولو تأریخ پوهانو او په یو څه پوهو کسانو ته په څرگنده روښانه
دی. خدای بخښلی غبار او اروا ښاد فرهنگ دواړه باورلري چې کابل ته د امیردوست محمد
خان له راتگ او د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ له کښیناستلو وروسته ، انگلیسانو دغه لاسوند
بیرته لاس ته راووړ (۱۸۴۳). دغې پیښې په افغانستان کې انگلیسي ضد احساسات را وپارول
او د وزیر اکبرخان تر مشرۍ لاندې انگلیسي ضد ډلې ته یې لا پونده ورکړه.
امیر دوست محمد خان هڅه کوله چې له هرډول انگلیسي ضد خوځښت څخه ځان لیرې وساتي ، نو
له دې امله د پلار او زوی تر منځ شخړه ورځ په ورځ ډیرېدله. اکبر خان ته د کابل
امارت کوشنی وو نو له دې امله هڅه یې کوله چې پیښاور او کندهار له کابل سره ونښلوي
او د همدغې موخې د تر سره کولو لپاره د هرات له واکمن وزیریارمحمد خان الکوزي سره
یې اړیکي ټینگ کړل او د هغه له لارې یې له ایران سره د دوستې وَر پرانیست. د
اکبرخان او یارمحمد خان د دوستۍ اړیکې پرخپلوۍ واوښتلې او یارمحمدخان خپله لور
(بوبوجان) وزیر اکبرخان ته ورکړه او د وزیراکبرخان د تره لور " گوهر" یې خپل زوی ته
وغوښتله. د دوه وو وزیرانو یووالی د انگلیسي ضد ډلې د پياوړي کېدلو (چې دواړو
وزیران یې مشرۍ کوله) لامل وگرځید. دواړو وزیرانو د یوه گډ لېک له لارې د ایران له
پاچا څخه د انگلیسانو پر وړاندې د مرستې غوښتنه وکړه، خو دایران پاچا ددغسې یوه گام
د پورته کولو زړه نه درلود. د وزیر اکبر خان نویو نقشو د زوی او پلار اړیکې دومره
خړې پړې کړې چې وزیر د خپل پلار د نیولو لپاره مټې را بډ وهلې.
که د امیر له پلوه د لیږل شوي هندي طبیب په لاس وزیرته د زهر ورکولو گنگوسې (رښتیا
وي) نو له پلار سره د وزیر له همدغې دښمنۍ څخه سرچینه اخلي ځکه چې پلار یې د انگلیس
په وړاندې ځان ساتی او محافظه کارانه چال چلند غوره کړی وو. (۴)
انگلیسانو لومړی د وزیراکبرخان ساتونکی سردار پاینده محمد خان د یو لک روپیو په
ورکړې په درغلنې و هڅاوه چې وزیر ووژني. یوه ورځ په ننگرهار کې سردار اکبر خان پر
کلابند شوي انگلیسي لښکر د برید له لارو څخه لېدنه کوله چې پاینده محمد د شا له
لوري پر وزیر ډز وکړ خو له نیکه مرغه د توپک مردکی د هغه پرښي مټ ولگېده او ونه وژل
شو خو کلک ټپي شو (د مارچ ۱۳ کال ۱۸۴۲ ز) او کله چې پاینده خان په خپلې ژبې وویل چې
انگلیسانو د پیسو په بدل کې په درغلنې هڅولی نو د هغه د وینې له تویولو څخه لاس
پرسر شو او ویې بخښه ، خو نورو افغانانو د پاینده خان وینه ور توی کړه (۵)
له هغه وروسته انگلیسانو په خپل لښکرکوټ کې گنگوسې خپرې کړې چې دوه اړخیزې اغیزې یې
درلودلې. دغو گنگوسو ویل چې جنرال پالـُک د خیـبر په غاښي کې د افغان مجاهدینو له
لاسه ماتې خوړلې او بیرته پیښاور ته په شا شوی دﺉ. ددغو گنگوسو په غبرگون کې د
مجاهدینو په لښکرکوټونو کې د ښادۍ ډزې وشوې او ډُهلونه وغږول شول خو د انگلیس په
لښکر کوټ کې یې سرچپه غبرگون درلود. په دې مانا چې هغوی د هرډول مرستې له رسیدلو
څخه نومیده شول او پریکړه یې وکړه چې د تالندې اوبریښنا په څیر د مجاهدینو
پرلښکرکوټونو برید وکړي چې په دې توگه یا به ټول ووژل شي ، یابه یو شمیر افغانان له
منځه یوسي او یا به لږ تر لږه هغوی د خپل لښکرکوټ له اړخونو څخه لېري کړي. په همدغې
موخې انگلیسانو د ۱۸۴۲ ز کال د غوایي د مېاشتې د اوومي نیټې په شنه سهارچې مجاهدین
په خوب بیده ول د تالندې او بریښنا په څیریو ناڅاپه برېد وکړچې مجاهدینو ته یې د
مقابلې وسه پري نه ښودله. ټپي سردار اکبرخان بیا هم غوښتل چې مقاومت وکړي خو گټه یې
نه درلودله او په دې توگه د مجاهدینو ډلې له ماتې سره مخامخ او خورې ورې شوې
اوسردار اکبرخان له خپلو څو تنو هملارو ملگرو په ټپي ځان سره لغمان ته په شا شو.
(۶)
زرله سره او سر له ناموسه ځار!
سردار اکبرخان ، پرمجاهدینو د انگلیس د ناڅاپه چپاو په تړاو کابل ته گزارش ورکړ او
له مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، خوپه خواشینۍ چې د کابل جهادي مشران پر دوه
وو ډلو ویشل شوي ول یوې ډلې د شاه شجاع د کورنۍ پلوي کوله او بلې ډلې د (مجاهدینو د
مشر) نواب محمد زمان خان پلونیولی وو او دواړه ډلې د واک د نیولو لپاره له یو بل
سره لاس او گریوان وې او سردار اکبرخان ته د مرستې ورکړه یې له اره هیره شوې وه.
سردار اکبر خان د خیبرغاښي ته خپل ځواک ولیږه او تر دوه وو میاشتو پورې مرستې ته
سترگې په لارکښېناست، د مرستې د نه رسیدنې له نومېدۍ وروسته خپله یې مټې را ونغاړلې
چې ځواک راټول کړي او په جلال آباد کې دانگلیسانو پر لښکرکوټ د غچ اخیستونکي برید
په لټه کې شو. خو په دغسې یوې حساسې شېبې کې له یوې خوا د جنرال سیل د مرستې لپاره
د جنرال پالـُک ځواک چې پیاوړی توپچي ځواک ورسره ملگری وو د جلال آباد پر لور
راخوځېدلی وو، له بلې خواپه کابل کې د جهادي مشرانو بیلتون چې د مرستندوی ځواک د
لیږدون خبره یې هیره کړې وه، جنرال سیل وزیر اکبر خان ته یو بوږنونکی پیغام ولیږه
چې د هغه پر ځان یې ویښتان نیغ ور ودَرَول. سیل پیغام ورکړچی:
د بریتانوي هند دولت پریکړه کړې چې که سردار اکبرخان پرانگلیسي لښکرکوټونو له خپلو
بریدونو څخه لاس پرسر نه شي نو د هغه پلار به ، د کورنۍ له ۱۴۹ تنو نوروغړو سره چې
په هغو کې دده میرمن هم گډون لري هندوستان ته په شړونې اړ او د امیر د کورنۍ د
غړوپه حق کې به د هېڅ ډول اسلامي شریعت مقررات ونه منل شي." (۷)
دغه پيغام په رښتیا چې یو زړه بوږنوونکی پيغام وو، ځکه ددغې تورې تیره پغنه د سردار
اکبرخان پت ، شرف او کورنۍ ته نیغه وه. راځی یوځل خپلو گریوانونو ته د خپلو سرونو
په را ټیټولو د وزیراکبرخان دریځ راخپل کړو.که داسې یو گواښ (هغه هم د یوه ټپي دښمن
له پلوه) چې د وزیر اکبر خان پت او ناموس ته یې تیره توره نیولې وه موږ ته نیغ وای
، آیا د خپل ناموس ژغورنه مو نه کوله؟ هېڅ شک او شوپیان نشته چې د خپل ناموس د
ژغورنې لپاره به مو له مقاومته د لاس پر سر کېدنې پرته لا نور بد ترینه شرایط منلي
وای ځکه د افغانانو په منځ کې د هر چا په ژبه جاري یو متل دی چې وایي : "شتمني له
سره او سر له ناموسه ځار" ، سر دار اکبر خان هم یو سپیڅلي میړنی افغان بچی وو او د
همدغه ټاټوبي په لمن کې روزل شوی وو نو ولې دی خپل ځان تر ناموس او له خپل افغاني
پت او شرفه ځار نه کړي؟ آیا هغه حق نه درلود چې د یوې لنډې مودې لپاره له هغه دښمن
سره له مقاومته لاس په سر شي چې پخوا یې ماتې ورکړې وه او ښایي بیا هم د همدغه دښمن
ماتونکي ولس د پیاوړي مټ او ملاتړ په مرستې یو ځل بیا دښمن په گونډو کړي ؛ نو آیا
دا حق یې نه درلود چې د خپل کورني پت او ناموس د ژغورنې لپاره چې د همدغه ولس پت او
ناموس گڼل کېده د لنډې مودې لپاره له مقاومته لاس پر سر نه شي؟
د هېڅ پتیال او پتپال افغان ویاړ اوغرور دا اجازه نه ورکوي اونه زموږ د تأریخ په
لیکو کې داسې بېلگه شته چې څوک دې د خپل ناموس او پت پروا ونه لري اوبیا دې دا ټـټر
دې ووهي چې دی د نورو د پت او ناموس پروا لري ، او ولس هم د خپل لارښود په توگه
غوره کړ ی وي. له دې امله د نیاو (انصاف) له مخې وزیراکبرخان ته باید دا حق ورکړل
شي چې د خپلې کورنۍ د ژغورنې لپاره سمه لاره چارو ولټوي. اکبرخان تر دغه دمه پر خپل
مټ د دښمن د ژور ټپ له امله کړیده او له دښمن سره د لاس او گریوان کېدنې او د هغه د
ټکولو لپاره یې پیاوړی ځواک په لاس کې نه درلود ، نو له خپلو نیږدې ملگرو، دوستانو
او سلاکارانو لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمدخان سره له سلا وروسته
دې پایلې ته ورسید چې د بختیار منشي له لارې له جنرال پالـُک سره د خبرو اترو لاره
پرانیزي او د یرغمل نیول شویو کسانو د خوشي کولو او له هیواده د وتلو په موخې ورڅخه
لاسوند وغواړي ، خو جنرال پالـُک چې یو پوځي سړی وو او ککله څپیړه یې پرمخ نه وه
خوړلې دغه وړاندیز ونه مانه. سردار اکبرخان هم د هند وایسرای ایلنبرو ته ولېکل چې
نه شي کولای له دغسې یوه لیوني او ناپوهه سړي سره د خبرو اترو پر ټغر کښیني ؛ ښه به
دا وي چې وایسرای په خپله ورسره د مخامخ خبرو اترو لپاره را ډگر ته شي.(۸). له هغه
وروسته سردار اکبرخان له خپل جهادي ځواک او درې سووو تـنو یرغمل انگریزانو سره کابل
ته له ملي مشرانو سره د سلا لپاره راستون شو. (جون ۱۸۴۲ ز کال) .
د وزیر اکبر خان د لومړیو کلونو ښادنامې
په ۱۸۳۲ ز کال کې شاه شجاع د پنجاب له مشر رنجیت سینگهـ سره یو دوه اړخیزه تړون
لاسلېک او په هغه کې یې ژمنه وکړه چې له سیکهانو څخه د پوځي مرستې په بـَدَل کې له
پیښاور او دیره جات څخه لاس پر کیږي او سیکهانو هم له انگلیسانو سره په همغږۍ کې د
شاه شجاع ملا ور وتړله او شاه شجاع ځان پر کندهارد برېد لپاره چمتو کړ. کله چې
کندهار ته د شاه شجاع د راتگ خبر خپورشو(۱۸۳۴ز/۱۲۵۰ ق) سردار کهندلخان خپل ورور
سردار مهردلخان کابل ته د مرستې د غوښتنی لپاره ولېږه. سردار دوست محمد خان چې د
شاه شجاع گواښ له کندهاره وروسته خپل ځانته نیغ لېده ان د کهندلخان د مرستې له
غوښتنې پرته د گواښ له منځه وړلو ته په خپله چمتو وو نو له دې امله د خپلو وروڼو او
وریرونو د ډاډ د راخپلونې لپاره یې په کابل کې یوه جرگه را وبلله او د پيښاور واکمن
سردار سلطان محمد اود جلال آباد واکمن محمد زمانخان د نواب اسدخان زوی یې هم کابل
ته را وبلل. سلطان محمد خان خپل زوی نور محمد خان او نواب محمد زمانخان هم خپل زوی
شجاع الدوله کابل ته ور ولیږل. پایله دا شوه مخکې له دې چې دوست محمدخان د کندهار
پرلور را وخوځیږي لومړی یې مخه جلال آباد ته را واړوله. کله چې د سردار دوست محمد
خان لښکر جلال آباد ته ورسیده خو نواب محمد زمانخان مقاومت ته لاس واچاوه او ښار
کلابند شو او د ښار د دیوالونو له شا یې جگړه پیل کړه خو د اکبر خان د هوښیارۍ او
زړورتیا له کبله د ښار یوه دروازه و چـَوُل شوه او د سردار اکبر خان لښکر پر ښار ور
ننوت او د سترگو په رپ کې نواب محمد زمانخان د سردار اکبرخان په لاس یرغمل ونیول
شو. دوست محمد خان جلال آباد له کابل سره ونښلاوه او خپل ورور سردار امیرمحمد خان
یې د جلال آباد واکوال و ټاکه، نواب محمد زمانخان یې کابل ته راووست او هغه ته یې
په کال کې یولک او پنځوس زره روپۍ مستمري تـنخوا وټاکله. خو پرجلال آباد د دوست
محمد خان بریا د خیبر د غاښي بل لوري بدې اغیزې را وپارولې. په دې مانا چې پيښاوري
وروڼه چې مشري یې سلطان محمد خان کوله پرجلال آباد د امیر له بریده و بیرېدل او و
یې انگیرله چې گڼې د امیر تر گواښ لاندې دی نو له رنجیت سینگهـ څخه یې مرسته
وغوښتله. په پای کې د رنجیت سینگهـ سر لښکر هري سینگهـ پیښاور ونیو (۱۸۴۳=۱۲۵۰ ق).
د سرداردوست محمد خان لښکر پرپیښاور د برېد موخه نه درلودله بیرته کابل ته راستون
شو او د شاه شجاع د گواښ د تمبولو لپاره یې مخه د کندهارپر لور واړوله (۹).
۲- شاه شجاع له یوه لوی لښکر سره چې مشري یې انگلیسانو کوله په ۱۸۴۳ ز کال کې
کندهار ته را ورسید او زوړ ښار یې خپل مرکز وټاکه. سردار کهندلخان او سردار
مهردلخان نیږدې تر دوه وو مېاشتو پورې په نوي ښار کې کلابند ول او له هغه وروسته
سردار دوست محمد خان د اکبرخان ، افضل خان او د هغوي د بدرگه ځواکونو په ملیتا
پرکندهار ننووت. شاه شجاع چې څو ځله یې پرخپل مخ یې د دوست محمد خان د څپړي د کړس
خوند لیدلی وو له دې ویرې چې گڼې سردار دوست محمد خان پر هغه او لښکر یې اوبه ور
بندي نه کړي نو خپل استوگنځی یې بـَدل او له زاړه ښاره ، ښار ته په څیرمه نیږدې
بڼونو کې دیره شو. سردار دوست محمد خان د ښار له لویدیځ لورې خپل وروڼه له کلابندۍ
وژغورل او د ډگر جگړه یې را پیل کړه.
یوو ورځ سردار دوست محمد خان پر خپل آس کښیناست ، پرمخ یې ودانگل او بیا یې شاته
وکتل. له دغه پوځي مانوره د هغه موخه د خپلو سرتیرو د روحیې څرگندول ول. له دې چې
دواړو سردار اکبر خان او ورور یې افضل خان له خپلو ځواکونو سره د پلار لارښوونې ته
غاړه ایښودله نو نا څاپه یې د شاه شجاع پرځواک چې د سردار کهندلخان په بڼ چې مورچل
جوړ کړی وو ور ودانگل او خونړۍ جگړه پیل شو. سردار افضل خان پر شاه شجاع برید وکړ،
د شاه شجاع ځواکونو ټینگ مقاومت کاوه ، سردار اکبرخان د خپلې تورې په گوزار انگلیسی
جنرال کمپـبل ټپي کړ او بیایې ژوندی یرغمل ونیو. نوموړي جنرال د ځان د ژغورنې له
ویرې کلمه وویله او مسلمان شو او امیر دوست محمد خان هغه ته د " شیرمحمد" نوم ورکړ،
هغه ته یې پناه ورکړه او د خپلو چوپړمارانو په ډله کې یې وگوماره. د شاه شجاع ځواک
چې خپل جنرال ټپي او یرغمل ولید نو په منډو خوراو وور شو او په تیښتې یې ودانگل.
شاه شجاع هم د جگړې له ډگره وتښتیده او د فراه ، لاش، جوین او سیستان پر لور په
تیښته سربداله گرځېده او بیا یې د ډیرو ستونزو له گاللو وروسته ځان هندوستان ته
ورساوه. د کندهار سردارانو چې ځانونه د دوست محمد خان پروړاندې بې وسې لېدل د
کندهار ښار ته د ورور له ورننوتلو څخه غاړه وغړوله او دوست محمد خان له خپلو زامنو
او ورسره بدرگه ځواک بیرته د کابل پر لور راوخوځېد. (۱۰)
۳. حمید کشمیري وایي : په ۱۸۳۷ز کال کې د رنجیت سینگهـ سرلښکر هري سینگهـ چې د
پیښاور والي هم وو سردار دوست محمد خان ته یو لېک ولیږه او په لېک کې یې سردار دوست
محمد خان ته د کابل او جلال آباد پر ورپیښودلو گواښ وکړ. د هري سینگهـ په دغې سپین
سترگۍ د امیر دوست محمد خان تر پښو لاندې اوربل شو او یو ځل بیا یې د سیکهانو پر
وړاندې د جهاد امرخپور کړ. امیر د خپل ورور نواب جبارخان ، خپلوزامنو سردار افضل
خان او اکبر خان ، خپلو وریرونو سردارشمس الدین خان او خپل سرلښکر حاجي خان کاکړي [
او د مالیې د وزیر میرزا عبدالسمیع خان] تر مشرۍ لاندې د پیښاور پر لور د ځواک د
چمتوکولو په لټه کې شو. د ۱۸۳۷ ز کال د مې په مېاشت کې افغان ځواکونه د خیبر له
غاښي هاغه غاړه واوښتل او د سیکهانو ځواک په جمرود کې مورچل ونیو. سردار اکبر خان
او سردار افضل خان د لښکر په ښي لاس کې ، نواب جبارخان او شمس الدین خان د لښکر په
زړه او منځنۍ کرښه کې او حاجي خان کاکړي د افغان لښکر په کیڼ اړخ کې ځایونه ونیول
او جگړه پیل شوه (۱۱).
په خواشینۍ چې حاجي خان کاکړي خیانت وکړ او مخکې له مخکې یې له هري سینگهـ څخه ډیرې
پیسې تر لاسه کړې وې ، نوموړي، دښمن ته ژمنه سپارلې وه چې له ځان سره به کوشنی ځواک
راوړي او هغه به سیکهانو ته ور وسپاري (۱۲). حاحي خان د جگړې له پیلېدا مخکې بیا هم
له هري سینگهـ سره په پټه اړیکي ټینگ کړل او پیغام یې ور و لېږه چې له کیڼ اړخه دې
پر افغاني ځواک برېد وکړي اوور سره جوخت به دی خپل ځای د سیکهانو په گټه تش کړي چې
په دې توگه به سیکهان د جگړې د ډگر په گټلو افغانان خواره واره کړي.
هري سینگهـ په بیړه او ډاډ د افغان لښکر پر کیڼ اړخ برید وکړ. سردار اکبر خان او
سردار افضل خان په هک پک شول او ویې لېدل چې د سیکهانو د پرمختگ پروړاندې د حاجي
خان کاکړي له پلوه هېڅ غبرگون نه ښودل کیږي له دې امله هغوی اړ شول چې په ورته
دفاعي برید لاس پورې کړي. د خونړۍ جگړې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته دروند تاوان
واوښت چې د افغاني ځواک د خواره واره کیدلو لامل شو. جگړه د نورو لسو ورځولپاره و
غځېدله خو هغسې چې هري سینگهـ هیله درلودله ، ټینگه بریا تر لاسه نه کړه.
سردارانو اکبر خان او افضل خان د جگړې په دولسمې ورځ د میړانې او پوخوالي په
څرگندولو د دښمن کرښې ورماتې کړې. په همدغې ورځ وو چې سردار اکبر خان د خپلې ځوانۍ
د ځوښ په شپو ورځو کې د دریم ځل لپاره پردښمن د بریا ویاړ تر لاسه کړ. اکبر خان د
جگړې په دولسمه ورځ له هري سینگهـ سره مخامخ شو او د تورې داسې گوزار یې پرې وکړ چې
د آس د زین له سره لاندې را پریوت او بیا د تل لپاره له ځایه ونه خوځېده. د دښمن د
لښکر له زړه څخه کوکاري راپورته شوې او د افغان لښکر مخ ته یې شا واړوله او په ډیر
گړند یې ځانونه په تیښته پیښاور ته ورسول. په دغه جگړه کې دیرش زره تـنه سیکهان
ووژل شول (۱۳).
غباروایي چې : دغه جگړه ۱۲ ورځي وغځېدله او په پای کې د هري سینگهـ برید د افغان د
لښکر د لوی بولندوی نواب جبار خان او د نورو سردارانو لکه د سردار شمس الدین خان
ځواکونه په شا وتمبول. د ملا اسمعیل په نامه یو تن افسر او تر لاس لاندې سړي چیغه
کړه : " اې سرداره ! اسلام دې ډوب کړ ، مخ را تاو کړه !" په همدغې شېبې کې وو چې د
لومړي ځل لپاره د سردارمحمد اکبر خان د میړانې احساسات په څپو شول. هغه د لښکر په
شا کې وو او له خپلو مجاهدینو سره یې یو ځای مخه پردښمن ورتاو کړه او ددښمن پر زړه
ور ننوت. سرلښکر هري سینگهـ یې مخې ته را ودانگل خو سردار اکبرخان د خپلې تورې په
پیاوړي گوزار هري سینگهـ د آس له سره لاندې پرځمکه را غورځاوه. د دښمن په لښکر کې
چیغې پورته شوې او افغاني لښکر د سیکهانو لښکر پسې وځغستل. " (۱۴).
له هغه وروسته سردار اکبر خان هڅه وکړه چې دښمن پسې ورشي او پيښاور تر گواښ لاندې
ونیسي خو نواب جبار خان یې مخه ونیوله او سردار اکبرخان ته یې وویل:
شنو تا چه گفته اند پولاد ونـــــــد کـه شــیر گـریزنده را راه مبند
چو دشمن هزیمت خورَد درسیتز نبــایــد براوبست راه گـــــــریز
همان بهِ که مــانیم در انتـــــــظار بـه حکــم امیرِ فلک اقــتــــــدار
(۱۵)
ژباړه : د پولادي مټوخاوندانو خبره واوره او د تښتیدونکي زمري پرمخ لاره مه
تړه.دښمن چې په جگړه کې ماته وخوري نه ښايي چې پرهغه د تېښتې لاره وتړې.ښه دا ده چې
د نړیواک سترامیر لارښوونې ته سترگې په لاره کښینو
په دې توگه د جبار خان په ټینگار پر پیښاور برېد ، له کابله د امیر تر لارښوونې
پورې وځنډید. خو استاد عزیزنعیم په خپلې یوې مقالې کې څرگنده کړې چې د مالیې وزیر
میرزا سمیع خان پرپیښاورد افغان لښکر مخه ونیوله او امیر ته یې یو لېک ولیږه او
امیر د هغه خبره ومنله او افغان لښکر بیرته کابل ته راستون شو. (خپلواک افغانستان /
افغانستان آزاد ،غبرگولی ۱۳۷۷ ل).
امیر دوست محمد خان د افغاني لښکر له دغې بریا څخه ډیر خوښ شو او د یوه لېک له لارې
یې رنجیت سینگهـ ته خپل کلک غبرگون څرگند کړ ؛ د سیکهانو سردار، رنجیت سینگهـ د دغو
ټولو پیښو پړه د خپل وژل شوي سرلښکر پر غاړه واچوله او ځان یې په ناگارۍ وواهه.
امیر هم کابل ته د افغاني لښکر د بیرته ور ستنیدا امر ورکړ اوسوبمن افغان لښکرپه
سرلوړۍ پلازمېنې ته راستون شو. په دغه وخت کې امیر دوست محمد خان د غلام احمد خان
پوپل لور (د احمدشاه بابا د سروزیر، د شاه ولیخان بامیزي له کورنۍ څخه) سردار اکبر
خان ته په نکاح کړه او د ښادۍ او بریا لمانځنه یې تر لاس لاندې ونیوله (۱۶).
فیض محمد کاتب زیاتوي چې : امیر له حاجي خان کاکړي سره د پخوانۍ دوستې پربنسټ د هغه
د خیانت د سزا له ورکړې څخه لاس پرسرشو او هغه یې ونه واژه خو په کلکه یې غوږونه
ورتاو کړل ، هغه یې د وزارت له دندې گوښه او کندهار ته په شړونې (تبعید) اړ کړ او
هغه هم په کندهار کې د سردار دوست محمد خان د ورور سردار کهندلخان په چوپړ کې
ولوید. خو په خواشینۍ چې حاجي خان د کندهار مشرانو ته هم خیانت وکړ او پرکندهار د
انگلیسانو د برید په ترڅ کې نوموړی له درې زرو تنو جنگیالیو سره د شاه شجاع خوا
ونیوله چې بیا ماتې خوړلي کندهاري سرداران ایران ته خواره واره شول او انگلیسي
سرتیري پرته له کوم خڼده پر کندهار ننوتل او شاه شجاع یې د کندهار د پاچاهۍ پر گدۍ
کښیناوه. (۱۸۳۹ ز کال د مې میاشت) (۱۷)
دوې مېاشتې وروسته شاه شجاع کابل ته راغی ، شاه شجاع حاجي خان کاکړي د امیردوست
محمد د نیولو پر دندې وگوماره خو کله چې حاجي خان په تش لاس بیرته راغی نو شاه شجاع
پر حاجي خان سوټي را واړول او ښه یې و درَباوه. بیا یې په زَولنو او ځنځیرونو و
تاړه او زندان ته یې واچاوه. یو کال وروسته یې هندوستان ته وشاړه چې په راتلونکي کې
بل سرخوږاوی اوفساد رامنځته نه کړي. (۱۸)
د کابل په پاڅون کې د وزیر اکبر سیاسي او پوځي ونډه
د سروال او مخکښ مجاهد عبدالله خان اڅکزي په برخه کې مو وویل چې پاڅون څنگه پیل شو
او د غازي اتلانو لاس ته راوړنې څه وې او و مو ویل چې عبدالله خان اڅکزی د نوامبر
په ۲۳ نېټې د یوه هېواد پلورې له پلوه وویشتل شو، اوس غواړو، د مجاهدینو په کرښو کې
د یوه بل میړني افغان له ور گډېدا وروسته د انگلیس پروړاندې د افغانانو د پاڅون لړۍ
را څیړو.
ارواښاد غبار باورلري کله چې د نوامبر په ۲۴ نېټې جنرال الفنستن دافغانانو پوځي
ورهڼه او پیاوړتیا ولېدله نو مکناتن ته یې وړاندیز وکړ چې په بیړه دې له افغانانو
سره پخلاینې ته غاړه کښیږدي. د نوامبر په ۲۵ نېټې مکناتن د نواب محمد زمانخان له
استازي سلطان محمد خان سره (چې د کابل په پاڅون کې زمانشاه بلل کېده ) د خبرو اترو
پر ټغرکښیناست. د افغانانو دغه استازي وویل : " تاسو زموږ جگړه ولېدله او خپله بې
وسي درته څرگنده شوه ، له دې امله ستاسو لښکر ته ښایي چې هم تاسوله کابله او هم دې
د سیل لښکرله جلال آباده ووځي اوبیرته هندوستان په شا شی ، او هم دې شاه شجاع او
دهغه کورنۍ د افغانانو منگولو ته وسپارل شي. مکناتن ونه ومنله او د خبرو اترو لړۍ
په ټپه ودرېدله. " (۱۹)
روسي لویدیځ پیژندونکی نفتولا خالفین د سلطان احمد خان پرځای له دوه تنو نورو افغان
استازو څخه یادَونه کوي چې د محمد خان او میرزا احمدعلیخان د نومونو له یادَولو سره
جوخت وایي : د نوامبر په ۲۵ نېټې دغه دوه تنه افغان استازي مکناتن ته ورغلل او له
دودیزې ستړې مسې وروسته یې په ډیرې سپکې او توندې ژبې مکناتن ته وویل :" موږ ته
دنده راسپارل شوې چې ستاسو له غوږنو در تیره کړو چې انگزیرانو په جگړه کې ماته
خوړلې او انگریز ته ښایي چې له خپلو وسلوسره ، پرته له ځنډ او آړ( شرط) ځانونه د
یرغمل په توگه افغانانو ته وسپاري او خپل ټول وسلتون او د وسلو نور توکي دې ځای پر
ځای پریږدي. مکناتن پرته له دې چې فکر وکړي نیغ پر نیغه یې وویل چې ستاسو وړاندېز
په ټینگه غندم." افغانان له لښکرکوټه را ووتل اوبیرته خپلو مشرانو ته راغلل." (۲۰)
په همدغې نېټې (د نوامبر په ۲۵) د هیواد میړنی او باتور بچی سردار اکبر خان د خپل
اکا له زوی سلطان احمدخان سره چې په میړانه ، توریالیتوب او اوسپنیزهوډ کې له سردار
اکبرخان سره یې برابري کوله، د کابل ښار ته راغی ؛ د خپلواکۍ د جگړې جنگیالیو ورته
د ښادۍ د توپونو او توپکوپه ډزو ښه راغلاست وویل. د سردار اکبرخان په راتگ سره د
افغان جنگلیالیو گامونو او اقداماتو په لا موخیزې توگه سمبالتیا وموندله. د دسامبر
د مېاشتې په لومړیو کې مجاهدینو د کابل د سیند پـُل و نړاوه او په شیرپور، بالاحصار
او جلال آباد کې د انگلیسي مېشتو لښکرو تر منځ نښلوونکي لارې یې وتړلې ، له هغه
وروسته یې د محمد شریف خان کلا ، سره له ۶ زرو ډهریو (صندوقو) وسلو او مهماتو
ونیوله. دغې کلا د انگریزانو ته د وسلتون بڼه او ارزښت درلود.
ښاغلی رښتیا د سردار اکبرخان په اړه وایي : " په همدغې شېبې کې (د عبدالله خان
اڅکزي د ټپي کېدلو په شپو ورځو کې) ووچې د افغانستان د ویاړ او برخلېک ستوری د شمال
له لوری را وخوت او د زړَوُرو او خوَرو وَرو افغانانو بې روحه کالبد ته بې د ساري
سردار په راتگ نوې تانده سا ور کړل شوه. دغه ستوری یا په بله وینا دغه غبرگوني
ستوري سردار اکبرخان او د هغه د اکا زوی سردار سلطان احمدخان ، د سردار محمدعظیم
خان زوی او د ارواښاد پاینده محمد خان لمسی وو" (۲۱)
دغه دوه تنه میړني د بخارا په زندان کې ول او لږ موده مخکې د یوتن کابلي روحاني په
منځگړیتوب د بخارا د امیر له پلوه خوشې او خــُلـُم ته راغلي ول. په هغو شیبو کې چې
په کابل او ورڅیرمو سیمو کې د انگریزانو پروړاندې د جگړې لمبې بلې وې د کابل د
مجاهدینو امیر نواب محمدزمانخان یو لېک اکبرخان ته ولیږه. سردار اکبر خان او سردار
سلطان احمدخان په بیړه د کابل پر لور راخوځېدل او کله چې کابل ته را ورسیدل نو د
هغوی په راتـلو پاڅون بله تانده بڼه راخپله کړه. په کابل کې د مجاهدینو مشرانو هغوی
ته مخه کړه او اکبر خان یې د هیواد د خپلواکې په لاره کې د مجاهدینو د مشر په توگه
غوره کړ. دغه مهال سردار اکبرخان ۲۴ کلن وو (۲۲).
د سردار اکبرخان له راتگه یوه ورځ وروسته د نوامبر په ۲۶ نېټې ،د خپلواکۍ د
جنگیالیو مخکښ سروال اود کوهستان نومیالی مجاهد غازي میر مسجدي خان، د یوه هیواد
پلوري خاﺋـین له پلوه د زهر په ورکولو ووژل شو او له هغه درې ورځې وروسته عبدالله
خان اڅکزی هم مړ شو. خوکابل ته د سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او د نوامبر په ۲۸
نیټې د محمد شاه بابکرخیل راتگ ددغو میړنیو غازیانو تشه ډکه کړه. د نفتولا خالفین
په وینا هڅاند اکبرخان د پخواني امیر نومیالی زوی او د انگریزانو نه پخلا کېدونکی
دښمن وو. د راتگ په بل شنه سهار اکبرخان له درې زرو تنو جنگیالیو د بي بي مهرو
غونډۍ ته وخوت او د توکمونوله مشرانو سره د آس په سپرلۍ غونډۍ په غونډۍ گرځېده او
جنگیالیوته یې اړینې لارښوونې ورکولې. (۲۳)
د ارواښاد غبار په وینا :" په دغو شپو ورځوکې پر کابل د داوطلبو جنگیالیو څپانده
سیل په خوځېدا شو، ان هغو جنگیالیو چې وسلې نه درلودلې سوټي او اوږده لرگي په لاس
چې پرسرونو یې وُرته چړې ټومبلې وې د لېدنې په پلمې د بي بي مهرو د غونډۍ سرته چې
پر انگریزي لښکرکوټ له پاسه نیغه وه وختل او د نوي راغلي دښمن او د هغه د کلابند
شوي لښکر ننداره یې کوله.
انگریزانو چې د لیروین (دوربین) په مرسته ددغو جنگیالیو راټولېدا لېدله نو د خپل د
کار پایله یې لا له مخکې له ځان سره انگیرلې وه او د انگلیس د لښکر ارکان حرب په
یوې پوځي غونډه کې پریکړه وکړه چې له افغانانو سره د خبرو اترو او پخلاینې وَر
پرانیزي. نو له همدې امله مکناتن د منځگړي له مرستې پرته مخامخ له ولسي مشرانو سره
د خبرو پر ټغز کښیناست او هغوی د کابل د پریښودلوپه آړ له یو بل سره سلا شول او
انگریزانو ه اجازه ورکول کېدله چې پرته له جگړې به ، روغ رمټ له هیواده د باندې
ووځي. مکناتن د تړون یو مخبڼه (مسوده) ولېکله او د مکریگر او لارنس په لاس یې د ولس
د جنگیالیو د لښکرکوټ مشرانو ته ولیږه. په دغه تړون کې لاندیني څلور ټکي ول:
۱- انگریزي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي
۲- شاه شجاع دې بې وسلې او بیرته دې په لودهیانې کې دیره او افغانستان دې په کال کې
ورته درې لکه روپۍ تنخوا ورکړي.
۳- د افغانستان د پریښودلو د لړۍ تر بشپړېدلوپورې دې د افغانانو یومشر د نغدو روپیو
په بدل کې د خوراکي توکو د برابرولو لپاره له انگریزانوسره پاتې شي
۴- په راتلونکي کې به افغانستان ته انگلیسي ځواکونه را نه شي مگر دا چې د افغانستان
دولت غوښتنه کړي وي.
- دوه تنه افغانان دې له کابله تر جلال آباده د انگلیس له لښکر سره بدرگه او د هغوی
ساتنه دې وکړي- په کابل ، جلال آباد او کندهار کې اوسني میشت سرتیري دې هند ته
ستانه شي- سپکې او درندې وسلې او وسلتونونه چې له بارَولو پاتي کیږي افغانانو ته
ورکول کیږي – د امیر دوست محمد خان تر راتگه دې د شاه شجاع کورنۍ په کابل کې پاتې
شي – امیر دوست محمد او ورسره نور سرداران به بیرته کابل ته راولیږل شي – د امیر تر
راتگه دې ۶ تنه انگریزان د یرغمل په توگه په کابل کې پریښودل شي – انگلیسان به بیا
د افغانستان په یاد ونه لویږي- له پښو او تگه پاتې انگزیران په کابل کې ساتل کیږي –
هندوستان ته د بیرته ستنیدلو په لاره کې د انگریز لښکر نه شي کولای له ۹ توپونو څخه
زیات له ځان سره یوسي (۲۴)
غبار په دې باور دې چې د دسامبر پر۱۱ نېټې مکناتن له ولسي مشرانو سره په یوه هوار
ډگر کې خبرې وکړې او هغه تړون لېک چې سردار اکبرخان لیکلی وو لاسلېک کړ او له ځان
سره یې یوووړ. د دسامبر پر ۱۳ نېټي جنرال الفنستن د تړون د توکو د پلي کولولپاره
مکناتن ته خپل وړاندیز بیا تکرارکړ. د دسامبر په ۱۴ نېټه ولسي مشرانو اجازه ورکړه
چې په بالاحصارکې پینځه زره تنه کلا بند شوي انگریزي سرتیري کولای شي انگلیسي لښکر
کوټ ته ستانه شي او د سردار اکبر خان د اکا زوی سردار سلطان احمدخان ته دنده ورکړل
شوه د یوې شپې او ورځې په اوږدو کې دې کلابند انگریزان ، د سړک په دواړو غاړوکې د
ماتې خوړلي لښکر په ننداره ولاړ د ۲۰ زرو تنو وسله په لاس مجاهدینو له منځه تیر
کړي. په دې ترڅ کې افغانانو له خپلې کړې ژمنې سره سم د درې سوه زرو روپیو په بدل کې
د دښمن لښکرکوټ ته خوراکي توکي ورسول. د خوراکي توکو سوداگرو ته اجازه ورکړل شوه چې
ددښمن لښکرکوټ ته دې ننوځي او خپل خوراکي دې پرې وپلوري. دغو سوداگرو دوه لـَپې غنم
په دوه ووکلدارو پلورل." (۲۵)
د ولسي مشرانو د له منځه وړلولپاره د مکناتن دسیسې
د محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمد خان په اړه مو پورته وویل چې نه شو
کولای ددغو دریواړو برخلېک له یو بل څخه جلا و څیړو، له دې امله هر هغه ویاړ چې
وزیراکبرخان ته ورپه برخه شوی ، هر یو یې د همدغو دریواړو یو بل ته له ځانه
تیروملگرود گډو پریکړو، سوچونو او هلوځلو له پایلو څخه راختلی گډ ویاړ او بری دﺉ.
د سلطان احمد خان ونډه د مکناتن د پټو کړو وړو په موندلو او په لومه کې د هغه د
رانیولو په اړه ډیره ژوندۍ او ټاکونکې وه. مکناتن وروسته له دې چې د تړون پر بنسټ
یې اوس واښه او خوراکي توکي لاس ته راوړل او له بالاحصاره کلابند شوي سرتیري د هغه
پر ځواک ورزیات شول نو د کندهار او جلال آباد د انگلیسې لښکرو مرستو ته د هیلـَمنو
سترگورپه غړولو یې په ډیرې سپین سترگۍ او شرمېدلې توگه د لوزلېک د توکو له پلي کولو
څخه غاړه وغړوله اونوې دروهې ته یې ملا را وتړله. مکناتن دا ځل غوښتـل له سردار
اکبرخان سره د درغلنې او چل له لارې د بلې لوبې پړاو ته ور ننوځي او غوښتل یې د خپل
ځان د گټوتر سیوري لاندې له هغه څخه په افغانستان کې د انگلیس د پایښت لپاره کار
واخلي. مکناتن پوهېده چې نه شي کولای نواب محمد زمانخان او زوی یې شجاع الدوله د
درغلنې په لومو کې راښکېل کړي او پوهېده چې نوراغیزمن او مخور مشران په ځانگړې توگه
ناﺋـب امین الله خان لوگری چې پوه او هوښیار سړي دی نه شي کولای د بډې د ورکړې له
لارې را خپل کړي نو له دې امله یې ۲۴ کلن ، ځوان اکبرخان چې د سیاست په ډگر کې لا
خام بریښېده د خپلې لومې د ښکار لپاره و ټاکه. مکناتن د سرور خان لوهاني له لارې له
سردار اکبرخان سره د لېدنې غوښتنه وکړه خو اکبرخان د خپل ځان په استازیتوب سردار
سلطان احمد خان ور ولیږه. (۲۶)
مکناتن د یوه بل لوزلېک مخبڼه (مسوده) سردار اکبر خان ته چې لاندیني توکي پکې ول
وړاندې کړه :
۱- د بولان له درې څخه نیولې په ختیځ کې تر خیـبره او په لویدیځ کې تر هر ځایه چې د
شاه شجاع د پاچاهۍ سیمه پیژندل کیږي وزارت به یې سردار اکبرخان ته ورسپارل شي.
۲- امیر دوست محمد خان به په درنښت کابل ته راولیږل شي، وزیر اکبرخان هغه ته په
چارو کې د ونډې په برخه کې په خپله واک لري.
۳-سم له لاسه به، سردار اکبرخان ته دوولس لکه روپـۍ ورکړل شي او په راتلونکي کې به
هم په کلني ډول دوه لکه روپـۍ تر لاسه کړي.
۴- دمگړۍ دې سردار اکبرخان ناﺋـیب امین الله خان ونیسي انگلیسانو ته د ې وسپاري او
هم دې له کابله نورولسي مشران او سروالان خواره واره کړي (۲۷).
سردار اکبرخان د مکناتن د وړاندیز له اخیستلو وروسته له هغې هوښیارۍ چې په خټه او
تومنه کې یې پرته وه په ډیرې پټې ولسي مشران له پیښې خبر کړل ، ملي مشرانو ته د
مکناتن دوه مخي او درغلنه څرگنده شوه او پوه شول چې د هغوی د له منځه وړلو تړون یې
کړی دی نو پریکړه یې وکړه چې دښمن دې د ورته درغلنې په لومو کې راښکېل کړي او سردار
اکبرخان ته یې واک ورکړ چې هر هغه ډَول چې دده زړه وغواړي هماغسې دې له مکناتن سره
چال چلند وکړي.
اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او د هغه ورور محمد صدیق خان ته دنده وسپارله چې شل
اوښه اوړه اوغنم دې بارکړي او د شپې په ترڅ کې دې د انگلیس چهاوڼۍ ته یوسي او د هغه
په بدل کې دې پیسې را بار کړي او را دې وړي. په همدې ترڅ کې سردار اکبرخان ،
وزیرمختارمکناتن ته دغه پیغام ورکړ: " د شاه شجاع وزارت مني ، خو هغه پیسې چې
انگلیسان مني باید سم له لاسه درې میلیونه او په کلنۍ توگه دې څلورلکه وي " (مکناتن
سم له لاسه د یو میلیون روپيو او په کال کې د دوه لکه روپيو ورکړه په لېکلې توگه
منلې وه)، د سردار اکبرخان د پیسو دغې جگړې او کښته پورته کېدنې مکناتن په لومه کې
راښکېل کړ او له سردار اکبرخان سره یې د سردار سلطان احمد خان وړاندیز پرته له ځنډه
په بیړه ومانه. (۲۸)
خو مکناتن سردار سلطان احمدخان ته وویل : "د نواب محمد زمانخان او د هغونوروافغان
مشرانو له خبریتا پرته چې د (دسامبر د ۱۱ نېټې) په تړون لېک کې ښکېل ول، له تاسو او
محمداکبرخان سره زموږ [برالا او څرگنده] لېدنه له احیتاط اوهوښیارۍ لیرې خبره ده نو
ښه به دا وي چې د هغوی له پلوه زما په نامه یوه لېکنه ترلاسه کړﺉ چې له وزیراکبرخان
سره په دې اړوند نوې غونډه وکړي. له دې چې سردارانو ته ددغه راز څرگندول ډیرگران ول
[ نو دریواړو سردارانو غوره وبلله] چې په پياوړي سوگند او پرټولو افغاني مشرانو او
ناﺋـیب امین الله خان په ژورې گروهنې او ایمان ، له یو بل سره ژمنه وکړه چې راز
مشرانو ته څرگند کړي اود انگلیس له وزیرمختار سره د کتلو لپاره له ناﺋیب امین الله
خان څخه یوه لېکنه تر لاسه کړي. له دې امله هغوی له ناﺋـیب امین الله خان سره وکتل
اود مکناتن درغلنه یې له ټولو افغان مشرانو په ځانگړې توگه له هغه سره ، ورته
څرگنده کړه (۲۹)
مکناتن مخکې هم له ناﺋـیب امین الله خان او نواب محمدزمانخان سره په جلا توگه
پوهاوی تر لاسه کړی وو او ناﺋـیب امین الله خان هم د مکناتن پټ اړیکي او لېکنې
اکبرخان ته ورڅرگندل کړل چې مکناتن د اکبرخان د وژنې پر سر لس زره کلدارې جایزه
ټاکلې وه (۳۰)
له هغه وروسته ناﺋـیب امین الله خان مکناتن ته یو لېک ولېکه او له هغه څخه یې
وغوښتل چې له سردار اکبرخان سره دې یوه غونډه ونیسي. دغه لېک د سردار اکبرخان له
ځانگړي پیغام سره جوخت د دسامبر د ۲۲ شپې په تیاره کې د سردار سلطان احمدخان او یو
بل تن افغان له لارې له کیپتان سکیندر (له سرداراکبرخان سره انگلیسي یرغمل) سره
یوځای انگلیسي لښکرکوټ ته ولیږل شو. مکناتن د سردار اکبرخان له پيغام او د ناﺋـیب
امین الله د لېک له ترلاسه کولو وروسته ډیر خوښ شو او یوه پسولل شوې د پاچاهۍ بگۍ
له دوه وو آسانو او دوه تومانچو سره د یادگاري ډالۍ په توگه سردار اکبرخان ته
ولیږلې.(۳۱)
مکناتن جنرال الفنستن ته لارښوونه وکړه چې سبا دې له دوه غـُنډه سرتیرو او دوه وو
توپونوسره چمتوشي او د غونډې په ترڅ کې دې د محمود خان پرکلا چې د ناﺋیب امین الله
خان استوگنځی وو برېد وروړي او ناﺋـیب دې ژوندی یا مړ ترلاسه کړي. خو جنرال الفنستن
دغه غوښتنه پلې نه کړه ځکه پوهېده چې دغه خوځښت به د انگلیسي سرتیرو دریځ لا پسې
پیکه او نری کړي.
مکناتن په مرگ محکومیږي:
د دسامبر د ۲۳ له غونډې مخکې سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او محمدشاه خان
بابکرخیل له یو بل سره غونډه وکړه. محمدشاه خان له اکبرخانه وپوښتل چې ستاپلان څه
دی؟ اکبرخان وویل: لومړی غواړم مکناتن په خبرو کې پـړ کړم او هغه ته د هغه له
اړوپیچ (ضدونقیض) ډکو تړونونو له ښودلو وروسته له ملگروسره یې یوځای ژوندی ونیسم او
له ځان سره یې وساتم چې بل ځل بل څوک د غازیان او مشرانو په منځ کې داسې بیلتون
پاروونکې لارې چارې ترلاس لاندې ونه شي نیولای او هم به انگلیسان دې ته اړ شي چې
زموږ غوښتنې ومني او امیر دوست محمد خان بیرته راواستوي. محمد شاه خان وویل: ویره
مې دا ده چې دغه کارلکه هغسې چې په پام کې نیول شوی دی پرمخ ولاړ نه شي او ستاسو
هغه نیږدې سل تنه خپلوان او د کورنۍ غړي چې له انگریزانو سره یرغمل دي ، ټول به
ووژل شي او ولس به ددغه ناپوخ کار پړه زموږ پرغاړه راواچوي. اکبرخان په ځواب کې
وویل: داسې وانگیره چې هغه څه چې تاسو وویل همداسې راپیښ شي ، زما د سل تـنو کسانو
وژل او د ولس د پړې منل غوره ده نه پرهیواد د پرديو واکمني چې اسلام تر پښو لاندې
شي او په هیواد کې دې د کفر قانون پلی کړي." (۳۲)
له دغې سلا وروسته دریواړو لارښودو سردارانو ټینگ هوډ وکړاو ملا یې وتړله. خو د
انگلیس جاسوس موهن لال تر ټولو لا ځیرک وخت او پردغې پریکړې خبر شو.موهن لال لېکي
:" خدا داد او د سلطان جان سکرتر محمد صادق خان دواړو له دغې پټې دروهې څخه ماته
خبرراکړ. میرزا خداداد ماته وویل چې اکبرخان یوه ژوره تابیا ( پلان) تر لاس لاندې
نیولې چې سراعلی استازی مکناتن د ښکار په لومه کې راښکېل کړي ، که اکبرخان بریالی
شي چې مکناتن ژوندی ونیسي او نوموړی ښارته راوړي نو مکناتن به دې ته اړ کړي چې د
انگلیس د لښکر ټوله وسله او وسلتون دې افغان مشرانو ته وسپارل شي....میرزا خداداد
دغه خبره ماته د ۱۸۴۱ زکال د دسامبر د میاشتې په ۲۳ نېټه د ورځې په لسو بجو وکړه او
ما قربانعلي له یوه یادښت لېک سر یو ځای مکناتن ته ولیږه او هغه څه چې ماته
میرزاخدا داد ویلي ول هغه مې په یادښت لېک کې ورته ولېکل. کله چې قربانعلي ورسیده ،
مکناتن او مستوفي (عبدالرزاق خان) داوړو د هغه غونډې په اړه له یو بل سره خبرې کولې
چې په پام کې وه له اکبرخان سره د تړون په اړه تر سره شي او مکناتن لا د چمتوالي په
حال کې وو چې د خپل مرگ په پار له اکبرخان سره د کتنې لپاره وخوځیـږي، نو په همدغې
شېبې کې زما خبر رسوونکي زما پیغام هغه ورته ورساوه او هم یې د هغه په غوږ کې په
کراره ور وڅڅول: ستا په لاره کې د دروهې یوه لومه خپره شوې ده. ددغه پيغام له
اوریدلو وروسته د مکناتن رنگ بدل شواو داسې بریښېده چې پلټمند (مضطرب) شوی وي. خو
په اوسنۍ شېبې کې هغه بله لاره نه درلودله. مکناتن له خپلو بولندویانو وغوښتل چې
دوه کنډکونه (د لارنس په وینا غـُنډونه) دې چمتو کړي او سرتیري دې له لښکرکوټه
دباندې د تیارسي په حال کې ودَرَوي ، که سردار اکبرخان په خپلو کړو وړو کې رښتونی
او صادق وخوت نوله واره دې له نوموړو سرتیروڅخه د ناﺋیب امین الله خان لوگري په
نیولو کې کار واخلي ، خو که اکبرخان رښتونی او صادق ونه خوت نو دغه دوه کنډکونه دې
د هغه د ساتنې لپاره ساتندویه مورچل ونیسي...تورن لارنس، تورن مکینزي او تورن تریور
مکناتن ته له غوړول شوي گواښ څخه خبرداری ورکړی وو خو مکناتن په ځواب کې وویل :په
ډاډ چې گواښ راته په تیندَکو دی خو که پلان بریالي شي نو د ټولو گواښونو په منلو
ارزښت لري، هر گوره زه په سلگونو ځله مرگ منلای شم خو د تیرو شپږو میاشتو بیا تکرار
نه شم زغملای." پوهیږم چې دروهه راته غوړول شوې ، ما یوازې پریږدﺉ ما پریږدﺉ چې
معامله په یوازې سر ترسره کړم (۳۳)
ارواښاد غبارد علي قـُلي خان د گزارش په پام کې نیولوسره د مکناتن او سردار اکبرخان
ترمنځ د کتنې لړۍ په خپلې زړه راکښونکي لېکبڼې داسې څرگندوي: "د دسامبر په ۲۳ نېټې
د بي بي مهرو په لښکرکوټ کې انگلیسي سرتیرو د تیارسی امر تر لاسه کړ، مکناتن ،
کپتان تریور ،کپتان لارنس او کپتان مکنزي له یوې سپرې قطعې سر یوځای له چهاوڼۍ
دباندې راووتل او مخ په سویل د محمود خان د کلا په لور(د لښکرکوټ د ۶۰۰ گاموپه واټڼ
کې) چې د تړون د غونډې ځای ټاکل شوی وو، وخوځېدل. له راتگ سره سم د مکناتن سترگې پر
سردار محمد اکبرخان ، محمدشاه خان غلجی ، دوست محمد خان ،خدابخش خان ، محي الـُدین
خان او ناﺋیب مؤمن خان او څو تنو نورو ولگېدلې چې د یوې ډبرې پرسر ده ته سترگې په
لارناست دي. سردار سلطان احمدخان له دود سره سم ورته ښه راغلاست وویل او مکناتن ته
یې د خبرو اترو د وړندې (مساعدې) شیبې په اړه خبر ورکړ. سردار اکبرخان ورته د روغبړ
لاس ورکړ او د هوارې ځمکې پرمخ د افغاني پـټـو پرسر له کښینستلو وروسته یې غونډه
پيل کړه. د سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او محمدشاه خان مخې ته مکناتن او درې تنه
کپتانان کښیناستل، دوست محمدخان او خدابخش خان (د محمدشاه خان وروڼه) او محي الدین
خان ولاړ ول.
غونډه داسې وه چې :د انگلیس له لوري مکناتن ،مکنزي او تریور ناست ول او لارنس ډکه
تومانچه په لاس د مکناتن تر شا ولاړوو، د هغوی تر شا شپاړلس گامه لیرې دوتنه نور
ددوی له اسانو سره ولاړ ول. د انگلیسانو مخې ته د افغانانو له لوري سردار اکبرخان ،
سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل کښیناستل او محي الدین خان ، دوست
محمدخان او خدابخش خان د هغوی تر شا دریدلي ول او له هغوی څو گامه وړاندې څو تنه
نور د هغوی د آسانو ساتونکي دریدلي ول.
خبرې پیل شوې، سردار اکبر خان په لومړي سرکې له افغان مشرانو سره د مکناتن او د
انگلیس د مشرانو ټول له اړوپیچ (تناقض) ډک کړه وړه ، خبرې اترې او ژمنې یو په یو ور
وشمیرلې ، بیا یې د هغه دوه مخي اوټول درواغ ور وشمیرل او ورڅرگنده یې کړه چې
نورموږ ته د انگلیسانو هیڅ خبره او تړون د منلو او ډاډ وړ نه دی . تاسو پرته له دې
چې زموږ په خاوره کې پایلات (فساد) وشیندﺉ او زموږ هېواد را ویجاړ کړﺉ ، او خپله
واکمني زموږ پرټاټوبي خپره کړﺉ بله موخه نه لرﺉ. بیا یې د مکناتن په لاس لاسلیک شوي
دوه متناقضه تړونونه ور وښودل چې په یوه کې یې له افغانستانه پروتلو ژمنه شوې وه او
په بل کې یې په هېواد کې د انگلیس پاتې کېدنه غوښتل شوې وه. سردارهمدارنگله د
مکناتن ، نواب محمد زمانخان او ناﺋـیب امین الله خان ترمنځ له هغو خبرو اترو څخه
څادر ورلیري کړ چې د یو بل پرضد ورسره کړې وې. په پای کې یې ورته وویل چې موږ په
هېڅ ډول نه شو کولای له انگلیس سره پر خبرو اترو ډاډ ولرو او یوازېنۍ راپاتې لاره
دا ده چې تا له ځان سره یرغمل ونیسواو تا به له ځان سره تر هغه دمه له ځان سره
وساتو چې ستاسوټول پوځونه بشپړ ډول له هېواده وتلي وي او بیا به تا هندوستان ته
واستوو.
د وزیر اکبرخان خبرې تر ۱۵ دقیقو پورې وغځېدلې. له دې چې مکناتن د دوه متناقضو
تړونونو پروړاندې هېڅ ډول د ډاډ وړ ځواب نه درلود نوپه تړلې ژبه ژبغړاندی کیده او
غوښتل یې څه ووایي. په دغې شېبې کې محمدشاه خان په پښتو ژبې پرسردار اکبر خان غږ
وکړ " وخت تیریگي" او د اشارې په کولو یې سردار اکبرخان ناڅاپه لاس مکناتن ته
وغځاوه او هغه یې له مټې ټینگ ونیو او ځان پلو یې را وکاږه خو مکناتن مقاومت کاوه
په دې ترڅ کې سلطان احمد خان مکناتن له بل لاسه ونیو. په همدې کړس کې محمدشاه خان ،
لارنس اودوست محمد خان تریور اوغلام محي الدین خان مکنزي لا دمخه بې وسلې کړي ول.
دغه عملیات ټول د څو شېبو په ترڅ کې په سړه سینه ترسره شول.افغانانو غوښتـل دوی له
افغانستانه د انگلیس د لښکر د په شا کېدنې د لړۍ تر بشپړېدلو پورې د یرغمل په توگه
له ځان سره ژوندي وساتي او مخه یې د کابل پر لور را تاو کړه. له بلې خوا د مکناتن د
ساتونکو اور پیل شو. له دې چې د دښمن لښکرکوټ ډیر نیږدې وو او د یرغمل نیول شویو
کسانو د خلاصون شوني والی او د دښمن د برید گواښ ډیر وو سردار اکبرخان له نا چارۍ
مکناتن وواژه او سردار سلطان خان تریور ځای پر ځای ټپي کړ. خو محمد شاه خان او ورور
یې دوست محمدخان او محي الدین مکنزي او لارنس او تریور ته د چړې په څوکو گواښ کاوه
او د هغوی یې د خپلو آسونو پر لور راوکاږل او غوښتل یې جهادی شوری ته یې وسپاري،
تریور مقاومت کاوه او په مقاومت کې ووژل شو. خو ټپي مکنزي او لارنس یې ونیول او
هغوی ېې د خپلواکۍ د جنگلیالیود لښکرکوټ په لور را وخوځول. کله چې محمد شاه خان د
مجاهدینو ډلو ته نیږدې شو نو د جنگیالیو په لسگونو وسله وال لاسونه را وغځېدل او
غوښتل یې یرغمل نیول شوي کسان ووژني خو شاه محمد خان د هغوی مخه ونیوله او پر خپلو
آسانو د غازیان د ډلې له منځه تیر شول او ملي مشرانو ته ورغلل (۳۴). سردار اکبرخان
او ملگري یې د خپلواکۍ د جنگیالیو له تودو احساساتو او ښه راغلاست سره مخامخ شول او
د هغوی دغه بریا د توپکو په ډزو اود ژوندی دې وي وزیراکبرخان او مړه دې وي انگریزان
په بې ساري شور او ږوږ کې و نمانځل شوه.
ارواښاد غبارلیکي : له دغې ورځې وروسته وو چې ۲۴ کلن سردار اکبر خان د ټولو ولسي
مشرانو او وگړو له پلوه د افغانستان د یوه سیاسي او پوځي مشر په توگه و پیژندل شو،
په سبا ورځ یې د دسامبر په ۲۴ نېټه د نواب محمد زمانخان په کورکې د انقلابي شوری
جرگه ( د سکینر،کونولي، مکنزي او لارنس په گډون) جوړه اود هغوی ترمخه د پرون ورځې د
اخ او ډب ټوله پیښه وڅیړل شوه. د جرگې ټول غړي د مکناتن د دوه مخیزو لوبو له خټې او
تومنې او د هغه د نیولو لپاره د سردار اکبرخان له هڅواو د افغان- انگلیس پر جگړې د
پای د ټکي پر ايښودلو خبر شول، د سردار اکبر خان ټولې هڅې وستایل شوې او د مکناتن
کړه وړه یې ور وغندل. په غونډې کې ناﺋـیب امین الله خان د مکناتن اصلي لېک د جرگې
گډونوالو ته ور وښوده چې د هغه د سر جایزه یې یولک روپۍ ټاکلې وه. په غونډه کې
ناستو انگریزانو د غونډې ټوله لړۍ له سره تر پایه واورېدله. غونډې و پتیله چې
(ددسامبر د ۱۱) هماغه ۱۲ فقرې لرونکی تړون دې د یوې بلې فقرې پر ورزیاتولو پلی شي
که نه ، حکم به توره وچلوي. (۳۵)
د مکناتن له وژنې وروسته په دښمن د وروستي مقاومت هوډ او د درغلنې له لارې د لښکر د
ژغورولو لپاره د وروستیو هیلو هڅې په اوبو کې لاهو شوې او پاتـنجر چې د سیاسي چارو
دنده یې پر غاړه درلودله لومړی یې پوځي بولندویانو ته وړاندیز وکړ چې بالاحصارته دې
ولاړ شي او ژمی دې هلته دیره شي خو هغوی جلال آباد ته په ستنیدا ټینگار وکړ. له دې
امله له افغان مشرانو سره د خبرو اترو لړۍ له سره ونیول شوه او د خبرو جرړې پرهغې
ستنې راتاویدلې چې مسوده یې اکبرخان لیکلې وه. له دې چې په دغې طرح کې د دواړو
اړخونو پر دریځونو سربیره په اړوندو چارو پورې د افغاني لوري دریځ خورا زیات څرگند
دی نو لومړی غواړو له افغاني لوري وړاندیز شوې طرح یو ځل ولولو او وروسته به له
هیواده د انگلیس په بیړنيووتلو د تړون وروستـنۍ بڼه را وڅیړو.
د مکناتن له وژنې وروسته انگلیسانو ته د اکبر خان شرطونه:
د دسامبر د مېاشتې له ۱۱ بیا د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې تر لومړۍ پورې له
افغانستانه دانگلیس د ځواکونو د ایستلو لوزلېک د اکروکر(حالت) د بدلون اود دواړو
خواوو دغوښتنو ترسیوري لاندې څلور بڼې راخپلې کړي دي.له دې چې له افغان لوري د ټولو
مسودو متنونه د اکبرخان په قلم لیکل شوي دي دلته یوازې دوه بڼه یې را اخلو، لومړی د
هغه تړون مسوده رااخلو چې په پام کې نیول شوې وه د دسامبرپه ۲۳ نېټه یې پر مکناتن
ومني ، له دې چې د خبرواترو لړۍ بله بڼه راخپله کړه نو له دې امله افغان مشرانو د
مکناتن له وژنې وروسته نوموړې طرح د مکناتن ځای ناستي پاتنجر ته ولیږله او پاتنجر
له هرې مادې سره خپله همغږي او موافقه څرگنده کړه چې له هغه وروسته سردار اکبرخان
هماغه طرح بیرته له سره لېکلې او یو شمیر لنډې کره کتنې یې هم پرې لیکلي دي.
انگلیسانو چې د افغانانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه درلودله نو ځکه دې ته
اړ ول چې دغو له سپکاويو ډکو آړونو ته غاړه کښیږدي چې د انگلیس د نړیوال نیواک په
تأریخ کې یې ساری نه لېدل کیږي. اوس ، د مکناتن له وژنې وروسته د افغانانو
وړاندیزشوې طرح چې ارواښاد فرهنگ ضبط کړې لومړی له پامه تیروو او له هغه وروسته به
د تړون وروستۍ شوې بڼه ولولو:
۱ ماده- د افغاني لوري وړاندیز: د انگلیس د سرتیرو په خوځښت کې دې هېڅ ډول ځنډ
رامنځته نه شي.
د انگلیس د لوري ځواب: وړاندیز منو. هغوی به د ۱۰۰۰ باروړونکو څارويو له ترلاسه
کولو وروسته چې یا اوښان یا یابوگان وي په ۲۴ ساعتو کې وخوځیږي.
۲ ماده- د افغاني لوري وړاندیز: افغان سرداران به له انگلیس لښکر سره بدرگه وي چې د
لارې په اوږدو کې څوک ورته خنډ پیښ نه کړي او لښکر ته به د خوراکي توکو په برابرولو
کې مرسته وکړي.
د انگلیس د لوري ځواب:دیره ښه ده.
کره کتنه: عبدالغفور خان
۳ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: په جلال آباد کې میشت انگلیس سرتیري دي د کابل د
سرتیرو له خوځښت مخکی د پیښاور پر لور وخوځیږي.
د انگلیس د لوري ځواب: وړاندیز منو. آیا داسې څوک ټاکی چې له هغوی سره بدرگه ولاړ
شي؟
کره کتنه: دناﺋـیب له خپلوانو څخه یو تن او یا مهتر موسی خان
۴ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: په غزني کې میشت ځواک دې له سمبالتیا وروسته په
بیړه د کابل له لارې د پيښاور پر خوا وخوځیږي.
د انگلیس د لوري ځواب: آیا داسې څوک ټاکی چې له هغوی سره دې بدرگه ولاړ شي؟
کره کتنه: سردار عثمانخان او شادوله خان
۵ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: په کندهار او د افغانستان په نورو سیموکې میشت
انگلیسي ځواکونه دې په بیړه هند ته ولاړ شي.
د انگلیس د لوري ځواب: آیا داسې څوک ټاکی له هغو سره دې بدرگه ولاړ شي؟
کره کتنه:نواب جبارخان
۶ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: د امیردوست محمدخان ټوله شتمني چې یا د انگلیس د
حکومت او یا د انگلیس د شخصي بولندیانو په ولکه کې ده ، ځای پر ځای دې پریښودل شي.
د انگلیس د لوري ځواب:وړاندیز منو. هغه څه چې د رسمي مأمورینو په لاس کې دي څرگند
دي او هغه څه چې د شخصي بولندویانو په لاس کې دي را ویي ښيي او وایې خلی
۷ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: د انگلیس هغه شتمني چې د بارولو او وړلو وړتیا نه
لري دلته ساتل کیږي او په لومړنۍ شونې شېبې کې به بیرته ور استول شي.
د انگلیس د لوري ځواب: وړاندیز منو. خو موږ ټوله پاتې کېدونکي شتمني نواب (زمانخان)
ته ورکوو.
کره کتنه: توپونه ، وسلتون او توپک دې ماته راکړل شي
۸ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: که شاه شجاع وغواړي چې په افغانستان کې پاتې شي
موږ ورته په کال کی یو لک روپۍ تنخوا ورکوو.
د انگلیس د لوري ځواب:وړاندیز منو. هر هغه څه چې غواړﺉ ، وېې کړﺉ او هیله مندیو چې
خپله دوستي موږ ته په زباد ورسوﺉ
۹ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: که د شاه شجاع کورنۍ د څارویو د نشتوالي له امله
له باریدلو بیرته پاتې کیږي نو هندوستان ته د هغوی د خوځېدا تر مهاله موږ چمتو یو
چې د بالا حصار په یوه گوټ کې ورته د میشتې لپاره ځای وټاکو.
د انگلیس د لوري ځواب:وړاندیز منو.د پاچا پت ، د دُرانیوپت دی او تاسو ته ښایي
۱۰ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: کله چې د انگلیس لښکر پیښاور ته ورسید باید د
امیر دوست محمد خان او د نورو افغانانو او د هغوی د کورنیواو شتمنیو د بیرته را
ستنیدا لپاره دې اړینې سمبالتیاوې ترلاس لاندې ونیول شي.
د انگلیس د لوري ځواب:وړاندیز منو.هغوی به په درنښت روغ رمټ بیرته را ولیږل شي
۱۱ماده - د افغاني لوري وړاندیز: کله چې امیر دوست محمد خان پیښاور ته را ورسید، له
هغه وروسته به د شاه شجاع کورنۍ ته د ستنیدا اجازه ورکړل شي اوهغه ځای ته چې ټاکل
کیږي ، وبه رسول شي.
د انگلیس د لوري ځواب:وړاندیز منو.
۱۲ ماده – د افغاني لوري وړاندیز: پیښاور ته د امیر دوست محمد خان تر رسیدلو پورې
به څلورته تنه نارینه انگلیس په کابل کې د یرغمل په توگه وساتل شي ، کله چې هغه
پيښاور ته را ورسیده نو په هماغه شېبه به انگلیسي یرغمل نارینه وو ته د تگ اجازه
ورکړل شي
۱۳ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: سردار اکبر خان اوسردار عثمانخان به له انگلیسي
سرتیرو سره تر پيښاوره پورې بدرگه وي او هغوی به تر هغه ځایه روغ رمټ ورسوي
د انگلیس د لوري ځواب:وړاندیز منو.
کره کتنه: سردار اکبر خان
۱۴ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: د انگلیس له خوځېدا وروسته به د دوستۍ اړیکي ټینگ
شي یعنی دا چې د افغانستان حکومت به د انگلیس د حکومت له سلا پرته له هېڅ بهرني
هیواد سره ژمنلېک او یا اړیکي ټینگ نه کړي او که هغوی د کوم بهرني هیواد پر وړاندې
د مرستې غوښتنه وکړي د انگلیس حکومت به د مرستې له لیږنې څخه ډډه ونه کړي.
د انگلیس د لوري ځواب: تر هغه ځایه پورې چې په موږ اړه لري ،وړاندیز منو خو په دې
اړه د ټول هند لوی واکمن، واک لري؛ موږ به تر خپلې وسې هڅه وکړو چې د دواړو
هېوادونو تر منځ دوستي ټینگه کړو او د لوی څښتن په مرسته به دغه هیله تر سره شي او
په راتلونکي کې به دوستي ټینگه وي
۱۵ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: هر چا چې له شاه شجاع او انگلیسانو سره مرسته کړې
وي او هیله ولري چې له هغوی سره ولاړشي ، ورته به اجازه ورکړل شي چې ولاړ شي موږ به
د هغوی مخه ونه نیسو او که وغواړي دلته پاتې شي هېڅوک به د هغه څه په اړه چې کړي یې
دي ، پوښتنه ونه کړي او په دغو پلمو به ونه ځورول شي. هغوی کولای شي د نورو میشتو
هیوادوالو په توگه په دغه هیواد کې ژوند وکړي.
د انگلیس د لوري ځواب: موږ یو څو ټکي لیکلي دي او دا به ستاسو ددوستي بیلگه وي چې
هغه ومنی
۱۶ ماده - د افغاني لوري وړاندیز: که له انگلیسي ښاغلو څخه څوک وغواړي چې د کومې
اړتیا له مخې دلته پاتې شي نو له هغه سره به په درنښت چال چلند وشي (۳۶)
د وړاندیزشوې طرحې له پورتنیو مادو چې د هرې مادې په پای کې اکبرخان خپله کره کتنه
لیکلې ده کولای شود انگلیس پر بې وسۍ او ضعف ښه پوه شو. ددغه وړاندیز طرح او هر یوه
کره کتنه په پریکنده او څرگند ډول بل لوري (انگلیسانو) ته د افغانانو پیاوړتیا او
ځلانده بریا ورڅرگندوي؛ خو دلته څرگنده نه ده چې ولې افغان مشرانو د ۱۴ مادې په را
قیدولود هیواد بهرني اړیکي د انگلیس د دولت په موافقې پورې تړلي دي؟ که څه هم دغه
ماده د وروستني تړون په لسمې مادې کې بیرته سمه شوي خو هلته هم دافغانانو او د
افغانانو د حکومت پښه د انگلیس د دولت د دوستي په پړي بیا تړل شوې اودنده یې اخیستې
چې د بهرني دښمن پروړاندې به له انگلیس څخه وسله اخلي. دغه بهرنی دښمن له انگلیسانو
پرته نور څوک وو؟آیا په ختیځ کې سیکهان، یا په لویدیځ کې ایران اویا په شمال کې
روسان؟
غبار وایي چې : د مکناتن له وژلو وروسته د دسامبر د مېاشتې د ۲۴ نېټې په جرگه کې
ولسي مشرانود دسامبرد ۱۱ نیټې پرژمنلېک ۴ نورې مادې چې د سردار اکبرخان په لاس لیکل
او مکناتن ته سپارل شوې وې ور زیاتې کړې او هغه څلور مادې دا وې:
۱ – انگلیسان دې د خپلو وسلو ټولې زیرمې افغانانو ته وسپاري
۲ - له ۶ توپونو پرته ، د انگلیسانو ټول توپونه دې افغانانو ته وسپارل شي
۳ - نا واده شوي انگلیسي یرغملان دې له واده شویو انگلیسانو سره بدل شي
۴ - د مکناتن یو میلیون اوڅلورسوه ژمنې شوې روپۍ دې انگلیسان افغانانو ته ورکړي.
دغه څلور منل شوي مادې په بیړه د انگلیس پوځي مشرانو ته ولیږل شوې او هغوی ددغو
مادو له منلو پرته بله لاره نه درلودله (۳۷). دغه آړلېک (شرطنامه) داسې دی:
له افغانستانه د انگلیسانو د بیړني وتلو آړلېک (۱۸۴۲ زکال جنوري لومړۍ)
د برم او ستر پرتمین لوی څښتن د پاچاهۍ د ځلاندې ماڼۍ او د سپیڅلي څښتن د بنده گانو
د لوی استازي نواب محمد زمانخان او د لوړ دریځ لرونکي دویم ناﺋـیب ، ناﺋیب امین
الله خان او پاتې نورو نوابانو او سروالانو او د مسلمانانو د ټولنې د سترو سرمشرانو
او د انگلیس د توکم د درندو استازو ترمنځ دغه تړون او ژمنلېک و تړل شو چې په
راتلونکې کې د دښمنۍ کمبله ورټوله او د ټینگي دوستۍ ټغر را خپور شي. په دې تړاو یو
شمیرآړونه ټاکل شوي دي چې بشپړه سپړنه یې په لاندې ډول ده:
لومړی آړ- دا چې : د انگلیسانود چارواکو د غوښتنې پر بنسټ د واکمنو چارواکو د
ایستنې لپاره به زموږ له لوري واکمن سرداران بدرگه وټاکل شي چې د لارې په اوږدو
ورته خنډ ور پیښ نه شي . په دې توگه ځواکمن سرداران هر یو سردار محمد عثمانخان او
سردارشادوله خان وټاکل شول چې ورسره ولاړ شي.
دویم آړ- دا چې :په جلال آباد کې میشت لښکر دې د کابل د لښکر له رسیدا مخکې د
پیښاور پر لور وخوځیږي او په دې کې د ځنډ او خنډ د رامنځته کولو حق نه لري
دریم آړ – دا چې : په غزني کې میشت ځواکونه دې په بیړه د خوځیدلو لپاره د چمتو
کېدنې چارې تر لاس لاندې ونیسي او د کابل له لارې دې پیښاور ته ولاړ سي او په دې کې
دې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي
څلورم آړ –دا چې: په کندهار او د افغانستان په نورو سیمو کې میشت لښکرونه دې بیرته
هندوستان ته ستانه شي.
پینځم آړ – دا چې: د امیردوست محمد خان او د هغه د کسانو شتمني د توپونو په گډون چې
له چارواکو سره وي بیرته دې وسپاري
شپږم آړ- دا چې : هغه وسلې او د وسلو زیرمې د توپکو اووسله تونونو په گډون چې د
څارویو د نشتوالي له کبله له چارواکو څخه په بارولو کې پاتې کیږي په چوپه خوله لوی
نواب ،نواب محمد زمانخان ته وسپاري.
اووم آړ – دا چې : د شاه شجاع د کورنۍ هغه غړي چې د باروړلو له لړۍ څخه پاتې کیږي
دلته به په بالاحصارکې ورته د حاجي خان په کور کې ځای ورکړل شي. هرکله چې امیردوست
محمد خان او د افغانستان نور اړوند کسان د خپلو کورنیو له غړو سره پیښاور ته را
ورسیږي دوی ته به اجازه ورکړل شي چې د هندوستان هیواد ته ولاړشي.
اتم آړ- دا چې :کله چې د چارواکو پوځیان پیښاورته ورسیدل د امیر دوست محمد خان او
نورو افغانانو لپاره دې د بیرته راستنېدا د چارو سمبالتیاوې تر لاس لاندې ونیول شي
نهم آړ- داچې :ددغې لړۍ تر بشپړېدا پورې دې له انگلیسي چارواکو څخه شپږ تنه لوړپوړي
او مخور کسان د یرغمل په توگه په کابل کې پاتې شي. هره هغه شېبه چې امیردوست محمد
خان او نور افغانان له خپلو کورنیو سره پیښاور ته را ورسیدل دوی ته به د تگ اجازه
ورکړل شي.
لسم آړ- دا چې : انگلیس چارواکي دې ددویم ځل لپاره د افغانستان د نیواک هیله په هېڅ
ډول په سر کې ونه گرځوي او زوزات په زوزات (نسل) دې دوستي او یوموټیوالی ټینگ وي او
که هرکله افغان دولت (سرکار) د بهرنیو دښمنانو د ځپلو لپاره د مرستې غوښتونکی شي ،
نو د انگلیس دولت (سرکار) دې د هغې له غځېدنې او ورکړې څخه ډډه او لنډون ونه کړي.
په دې تړاو به افغان دولت د انگلیس له دولته پرته له چا سره ژمنه ونه کړي. او که له
هغه لوري لنډون یا ځنډ را پیښ شي نو بیا خپل واک لري.
یوولسم آړ- دا چې: که د انگلیس له چارواکو څخه کوم چارواکی د ځینو خنډونو له کبله
ونه شي کولای ولاړ شي اووغواړي دلته پاتې شي، نو د نوموړوچارواکو له غوښتنې سره به
له هغوی سره ښه او له ښېگڼې ډک چال چلند وشي.
دولسم آړ- داچې: انگلیس چارواکي له خپلو ټولو غټو او کوشنیو توپونو څخه چې لري یې،
یوازې شپږ خـُوله په آس وړونکي او درې خـُوله په کچرو وړونکي توپونه دې چې ټول ټال
نهه توپونه کیږي له ځان سره یوسي او پاتې دې لوی نواب ته وسپاري او ترڅو چې ژوندي
وي بیا دې د هغو غوښتنه ونه کړي او په راتلونکې کې د دواړو دولتونو ترمنځ روغ نیتۍ
، ښېگڼې او یوموټي والي ته دې په درنده سترگه وگوري او که د مسلمانانو ټولنه او
انگلیسي چارواکي د دغو آړونو په پلي کولو کې ځنډ پیښ کړي یاورته په سپکه وگوري نو د
مسلمانانو ټولنه په خپل دین او گروهنې او انگلیس چارواکي د خپلې گروهنیزې لارې
پربنسټ ژمنه ماتوونکي او درواغجن گڼل کیږي او په ټوله نړۍ کې پړ بلل کیږي. دغه څو
ټکي د ژمنلېک په توگه ولېکل شول چې د دواړو خواوو ترمنځ د لاسوند په ډول پاتې شي. د
لیکلو نېټه : د پنځنۍ (پنجشنبې) ورځ ، د ذیقعدې د مېاشتې شپاړلسمه ،۱۲۵۷ ق کال.
(۳۸)
غبارد هغوکسانو نومونه چې د دغه ژمنلېک په پای کې یې لاسلېک کړی داسې راشمیري: د
لوی څښتن په نامه: نواب جبارخان، غلام محمدخان، خانگل خان،صوفي خان بایاني، محمد
ناصرخان ، محمد عثمان خان،ناﺋـیب امین الله خان ،عبدالرسول خان ، محمد یارخان او د
خواجه میرخان زوی عبدالسلام خان (۳۹)
انگلیس تأریخ لیونکی سریرسي سایکس وایي چې: د (۱۸۴۲ ز کال د جنوري د مېاشتې د لومړۍ
نېټې) د دغه ژمنلېک په پای کې ۱۸ تنو افغان سروال مشرانو لاسلېک او ټاپه لگولې چې
نومونه یې په دې ډول دي: ۱- محمد زمانخان ۲- میر حاجي ۳- سکندرخان ۴- درویش خان ۵-
محمد اکبرخان ۶- محمد عثمان خان ۷- غلام احمد خان ۸ - غلام محمد خان ۹- خان محمد
خان ۱۰- عبدالخالق خان ۱۱- امین الله خان ۱۲- میر اصلان خان ۱۳- میر اسلم خان ۱۴-
محمد خان ۱۵- محمد نصیرخان ۱۶- عبدالله خان ۱۷- عبدالغفورخان ۱۸- میر آفتاب خان
(۴۰)
دغه ژمنلېک په ۱۹ پیړۍ کې د یوه لاسوند په توگه د افغان د ولسي مشرانو د هغې رغندې
او ښکارندې سیاسي پوهې څرگندونه کوي چې د پاڅون د نومیالیو او مخورو مشرانو له پلوه
پسولل شوی او د افغانستان د ولس د خپلواکۍ غوښتـنې خټې او تومنې پکې غبرگون موندلی
دی. هغه څه چې دلته د ډیرې پاملرنې وړ دي د همدغه لاسوند ۲، ۳ او ۴ مادې دي چې
پربنسټ یې په جلال آباد کې میشت انگلیسي لښکرپه باید او بیړنۍ توگه دغه ښار ته د
کابل د لښکر له رسیدا مخکې د هند پرلور پرخوځېدلو ټینگاردﺉ؛ د غزني لښکرباید له
مقاومته لاس اخیستای وای او د کابل له لارې د پیښاور پر خوا خوځېدلای وای. په
کندهار کلات غلزایي او نوروسیمو کې میشت انگریزي ځواکونه باید هند ته روان شوي وای.
ددغه تړون د څرگندې ژبې ، ژمنې او نښې برخلاف نه جنرال نات له کندهاره وخوځېده ، نه
په غزني کې میشتو ځواکونو له مقاومته لاس واخیست او نه د جنرال سیل په ککره کې د
جلال آباد د پریښودولو هېله او نښه راڅرگنده شوه. د همدغه تړون د لمسې مادې د
څرگندې ژبې برخلاف چې وایي : " انگلیس چارواکي دې ددویم ځل لپاره د افغانستان د
نیواک هیله په هېڅ ډول په سر کې ونه گرځوي" نه یوازې انگلیسان له افغانستانه ونه
وتل بلکه د هیواد د نیواک خوبونو ته یې لا وده ورکوله. د همدغې خبرې غټه نښه د
همدغه تړون د هرمادې په پلي کولو کې د ځنډ رامنځته کول دي چې د هغوی د همدغه بدهوډ
او نیت ښکارنده څرگندویه دی. دده ترڅنگ د الفنستن ځواکونو د تړون د مادې برخلاف له
کابله د خوځېدا پرمهال د خپلوتوپونو غټه شمیره له ځان سره واخیستله او هغه توپونه
یې چې و سپارل ، ټول له کاره لویدلي ول. له همدې امله ول چې سردار اکبرخان ، سردار
سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل چې د تړون پربنسټ له کابله تر جلال آباده
باید د انگلیس له ځواکونو سره بدرگه تللي وای د کابل – جلال آباد په لویه لاره کې د
بدرگې له تللو څخه لاس واخیست او پایله یې په هغه تریخ او شوم برخلېک واوښتله چې د
لارې په اوږدو کې د انگلیس لښکرته ورپیښ شو او لنډیز یې لاندې وړاندې کوو.
د انگلیس د لښکرپوپنا کېدل (۱۸۴۲ جنوري ۶ - ۱۳)
د سرپرسي سایکس په وینا د انگلیس لښکر په پای کې :( له دوه میاشتو زړه نازړه توب
وروسته چې د انگلیس په پوځي تأریخ کې بیلگه نه لري د کابل پریښودنې ته غاړه
کښیښودله) (۴۱)
له لښکرکوټه د وتلو پرمهال انگلیسانو دوه زره بار وړونکي اوښان او د شپږو ورځو
خوراکي توکي له ځان سره درلودل، لښکرپه دریو ډلو کې یو په بل پسې د شیرپور له مخکنې
او د شا له دروازې په وتلو پیل وکړ. خوځښت د سهار په نهه نیموبجو پیل شواو تر
مازدیگره یې دوام وکړ. انگلیسي ښځي د لښکر په سر کې او خزانې د لښکر په منځنۍ برخه
کې وې. د انگلیس وروستني ځواک وکولای شول د لمرپریواتو پرمهال له لښکرکوټه راووځي.
له هغه وروسته لښکرکوټ د کابل وگړو په ولکه کې راووست او دغې کرغیړنې ځالگۍ ته یې
اور ورته کړ. د انگلیس د لښکر وروستـنی ځواک د همدغه اور تر رڼا لاند په خوځښت کې
وو. د کابل ښځمنود خپلو کورونو د بامونو له سرونو څخه ددغې ځلاندې رڼا په ننداره کې
په داسې حال کې د خپل ولس د بریا په خوښیو کې د خپلو خوښیو ازانگې خپرولې چې د اور
اچول شوي لښکرکوټ د اور لمبود ساړه ژمي د واورو پرسپین مخ د سرو زرو په رنگ پریړې
او روښانه کرښې جوړولې.
د انگلیس لښکر خپله لومړۍ شپه بگرامیو ته څیرمه را واړوله. جنرال سیل په جلال آباد
کې د ځان چمتو کولو لپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې کولې. د کابل د مجاهدینو ملي لښکر ته
پیښاور ته نیږدې او په جلال آباد کې د انگلیس د پوځ له خوځښتونو څخه پرله پسې
خبرونه راتلل. د ملي مشرانو جرگه پوه شوله چې که د الفنستن لښکر په جلال آبادکې د
جنرال سیل له لښکر سره یوځای شي نو د هیواد د ساتنې د جگړې لړې به لا نوره هم
وغځیږي ، له یوې خوا به د پالـُک لښکر له پیښاوره اوله بلې خوا به د نات لښکرله
کندهاره پرکابل رامات او نوې جگړه به پیل شي.
له دې امله ملي جرگې سردار اکبر خان ته واک وسپاره چې د الفنستن د لښکر مخه ونیسي
او اجازه دې ورنکړي چې د جلال آباد له لښکر او وسلو سره یوځای شي. سردار اکبرخان
هڅه وکړه چې الفنستن پوه کړي چې جلال آباد ته د هغه له رسیدا مخکې دې جنرال سیل اړ
کړي چې له جلال آباده وخوځيږي ، خو جنرال دغې خبرې ته غاړه نه کښیښودله. همدارنگه
اکبرخان هڅه وکړه له انگلیس سره د وروستي تړون پربنسټ د الفنستن له لښکر څخه یو
شمیر لوړپوړې چارواکي له ځان سره ولري او د اکبرخان ددغې غوښتنې پلي کېدل پرته له
جگړې ناشونې ښکارېدلې. له دې امله د افغانانو گوریلایي جگړې او چپاویز بریدونه پیل
او انگلیس لښکر د ځان دفاع ته ټینگه ملا وتړله. (۴۲).
له کابله د وتلو پر لومړۍ ورځ انگلیسي لښکر د جنوري په ۶ نېټه د بالاحصار په ۶
مایلي واټن کې تم شو. تر دغه ځایه ، افغان جنگیالیو له هغوی څخه د تړون پربنسټ هغه
اضافي توپونه چې له ځان سره یې وړل ، واخیستل. د جنوري په ۷ نیټه د لښکر دویم تم
ځای بتخاک وو. له دې چې جنرال سیل له جلال آباده نه وو خوځېدلی نو سرداراکبرخان په
بتخاک کې له جنرال الفنستـنه ۶ انگریز بولندویان د یرغمل په توگه واخیستل. د جنوري
په ۸ لښکر خورد کابل ته ورسید او تر دغه ځایه پورې یې دوه زره تنه سرتیري له لاسه
ورکړي ول. د خورد کابل د ۵ مایلي درې په اوږدو کې تونده جگړه روانه وه او انگلیسانو
درې زره تنه له لاسه ورکړل. له همدې امله وو چې انگلیسانو د خورد کابل دره د
الفنستن د لښکر د مړیستون (حضیرې) په نوم و نوموله.

په خورد کابل کې پرانگلیسي سرتیرو د افغان جنگیالیو برېد (جنوري اتمه ۱۸۴۲ ز کال)
د انځور د اخځ سرچینه:د کابل د پاڅون په ویاړ د ښاغلي معروفي مقاله
د جنوري په نهمه نېټه جنرال الفنستن چې له ځان سره لس زره سرتیري درلودل له سردار
محمد اکبرخان سره د خبرو پرټغرکښناست او هم یې جنرال سیل ته ولیکل چې ژر تر ژره دې
له جلال آباده ووځي. دده په بدل کې سردار اکبر خان د انگلیس د لښکر ټولې ښځمنې او
واده شوي نارینه د خپلې ساتنې تر سیوري لاندې د یرغمل په توگه واخیستل او هغوی یې د
جگړې د مورچلونو شا ته ولیږل. د انگلیس لښکر په خوځېدا پیل وکړ او د خورد کابل تر
پینځه مایلي واټن (خاک جبار) پورې یې جگړې ته دوام ورکړ او نوربیا یې ډیر تاوانونه
ولېدل. د جنوري د مېاشتې په ۱۰ او ۱۱ نېټې د ۲۲ مایلو په واټن کې د تیزین او جگدلک
د سیمو د لارې ترمنځ د انگلیس د لښکر د مړو شمیره له حده واوښتله ، خو د هند د
حکومت د لارښوونې پربنسټ د جنرال سیل لښکر د جلال آباد ښار د خپل مورچل په توگه
ټینگ ونیو او د کابل انگلیسي لښکر یې د چړو خولو ته د بلهاري (قرباني) په توگه
پریښود.الفنستن چې داسې ولېدله نو ځان یې له دوه تنو نورو لوړ پوړو پوځي چارواکوسره
یو ځای سردار اکبرخان ته وسپاره. محمدشاه خان، نوموړی د شپي په تیاره کې افغان
لښکرکوټ ته را ورساوه. دغه لښکر کوټ د سپیرې ځمکې پرسر تر پراخ آسمان اود افغان
مشرانو (وزیر اکبرخان،عبدالغیاث خان،عبدالحکیم خان ، سردار سلطان احمد خان او نورو)
جنگیالیو تر نیغ اور لاندې وو. مشران را ولاړ شول او په میړانه یې دښمن جنرال او
ورسره ملگرو ته یې ښه راغلاست وویل، د هغوی له ملاوو څخه یې د هغوی تورې خلاصې نه
کړې او خپلې کیږدۍ یې د هغوی د هوساینې لپاره ځانگړې کړې.
د جنوري په ۱۲ نېټه د دښمن پاتې لښکر د جگدلک د لارې د پاتې کوتـل گز او پل کولوته
راپورته او د جنرال سیل د لښکر کوټ د تکل پر لور وخوځېد. له ټول لوی لښکرڅخه
یوازې۶۵ تنه د بولندویانو او سرتیرو په گډون پاتې ول او یوازې ۲۰ مایله واټن ورته
پاتې وو چې جنرال سیل ته ورسیږي.د جنوري په ۱۳ نېټه له همدغې ډلې څخه یوازې یوه تن
د ډاکټر برایدن په نامه وکولای شول په نیمه ژوندي ، ستړي او ستومانه توگه او په
ډیرې خوارۍ ځان د جلال آباد د کابل دروازې ته ورسوي او جنرال سیل ته د انگلیس د
شپاړلس نیم زرو سرتیرود پو پنا کېدنې خبر ورسوي. (۴۲)

د ډاکټربرایدن انځور:د انگلیس د لښکر له ۱۶۵۰۰ تنو سرتیرو څخه یوازینی ژوندی پاتې
شوې سړی
چې د جلال آباد لښکرکوټ ته ورسید او د انگلیس د یرغلگر ځواک د پوپنا کیدنې خبر یې
جنرال سیل ته
ورساوه (۱۸۴۲) (د انځور د اخځ سرچینه:د کابل دپاڅون په ویاړ د ښاغلي معروفي مقاله )
ښاغلی رښتیا د انگلیسي هنري دیورند د وینا له مخې لیکي: " په دغې جگړې کې د
انگلیسانودرې پلي لښکرونه ، د نښه ویشتونکو درې ډلې ، د اروپايي توپچیانو یوه ډله،
یو سپور ځواک ، ۱۲ زره تنه سرتیري، او ۲۱ کروړه روپۍ چې هر کروړسل لکه روپۍ کیږي
پوپنا شول (۴۳).
یو شمیر کسانو هڅه کړې ده چې د انگلیس د لښکرپوپنا کېدنې ته پلمې ومومي لکه: سړه
هوا، د خوراکي توکو نشتوالی ، د لوی بولندوی زوړوالی او نور. خوښاغلي غبار دغه ټولې
پلمې ورغندلي او زیاتوي : " انگلیسان له مرکزي افریقا څخه نه ول چې سړه هوایې نه وي
لیدلې او نه د کابل – جلال آباد لاره د شمال قطب وو. د همدغې اووه ورځنۍ لارې نیمه
برخه د هندوستان د ژمي د هواپه څیر توده ده او نیمه نوره یې ژمنۍ او واورینه ده.
دغه ژمي د انگلستان له ژمي څخه کوم ځانگړی توپیر نه درلود او افغان جنگیالي هم د
انگلیس د سرتیرو په شان په غرونو رغو کې گرځېدل او ور سره جنگېدل. انگلیسانو د
توپچي ځواک په لرلو او په خپله وسله کې پرافغانانو برلاسی درلود او افغانان یوازې
توپک او سیلاوه په لاس جنگېدل. له دې څرگندیږي چې د جلال آباد د لارې جگړه نه یوازې
یو مادي – فزیکي جگړه وه بلکه د صنعت له اړخه هم یوه جگړه وه. او افغانانو ددښمن
ددغو دواړو ځانگړتیاوو ملا ورماته کړه. همدارنگه هغو کسانو چې د جگړې د اړخونود
څرگندونې په برخه کې غوښتي دي وزیراکبرخان ( او د هغه ملگري محمدشاه خان غلجی او
سردارسلطان محمد خان) او نور ملي مشران داسې راڅرگند کړي چې گڼې له ملي جنگلیالیو
سره یې تړاو نه درلود ، ټول د واقعیت خلاف دي ځکه وزیراکبرخان او ملگرو یې د هیواد
د ژغورنې لپاره د لښکر پو پنا کېدنه خپله ولسي دنده گڼله او محمد شاه خان غلجی په
خپله د ملي جنگلیالیو لوی بولندوی وو چې د نوموړي جنگیالیو د ټول ولسي ځواک ستره
برخه جوړوله او د هیواد ټولو ملي جنگیالیو د هغه امرته په ډیر درنښت غاړه ایښودله."
(۴۴)
د افغانستان د پیښو اونیټو د تأریخي کتاب لیکوال علي قـُلي ددغې جگړې او
وزیراکبرخان په اړه لیکي :" د افغان د ډاډ وړ له سرچینو څخه خبر راغی چې د
[خوردکابل] له غاښي څخه سپور او پلی ځواک نه شوای تیریدلای مگر دا چې د [انگلیس] د
وژل شویو سرتیرو د جسدونو د سرونو له پاسه تیر شي. په دې اړه د وزیر اکبرخان د
ستاینې په تړاو یو شعر ویل شوی چې داسې دی:
به هـُما از سرِ سران ِ فرنگ قرن تا قرن استخوان بخشی
ژباړه: تر پیړیو پیړیو پورې به د پیرنگي د سروالو مشرانو د سرونو د کوپړیو هډوکي،
گوربت ته ورکوﺉ
د دغې سوبې او بریا له ترلاس کولو وروسته د محمد اکبرخان د نوم په اوریدلو د هغه د
هیواد د زَړو او ځوانانو په زړونو کې ویره خپره شوه او په ټول هندوستان او انگلستان
کې د هغه د میړانې ، برلاسۍ او جنگیالیتوب نوم دومره و غوړید چې د زابلستان د دوړو
په نوم چې په ایران او توران کې نوم لري نومیالی شو. ان دا چې د بمبـﺋـي د معمورې
په بندر کې د آس د ځغاستې د لوبو په (شرط تړلو) کې یو تازي آس د هندوستان له ټولو
آسانومخکې شو او دوه لکه روپۍ (شرط) یې وگټلې. اوس هغه آس ته یې د هغه د چټکي
ځغاستې له امله د اکبرخان نوم ورکړشوی او د هغه په نامه یې یادوي" (۴۵)
په جلال آباد کې د انگلیس د لښکر پروړاندې د سردار اکبرخان گامونه:
سردار محمد اکبرخان مخکې له دې چې جلال آباد ته ولاړ شي ، لغمان ته ولاړ او د لغمان
د بدیع آباد په کلا کې [چې د محمد شاه خان بابکرخیل کلا وه] د جنرال سیل او مکناتن
د میرمنواو اوه تنو انگلیسي بولندویانو په گډون ټول انگلیس یرغمل چې شمیر یې ۴۴ تنه
ښځي او نارینه وو ځای پرځای کړل. دغه یرغمل په دغې کلا کې تر څلورمیاشتوپورې بندیان
ول او د محمد شاه خان له پلوه یې پالنه کېدله. په همدغه وخت کې د جلال آباد د
لښکرکوټ له منځه د انگلیس سیاسي استازي مکریگر محمد شاه خان ته یو لېک ولیږه چې که
:" انگلیس یرغمل خوشي کړﺉ نو تاته به دوه لکه روپۍ درکړل شي." محمدشاه خان په ځواب
کې ور ولېکل : "ستا لېک مې خوښ شو. خو گرانه دوسته! په دې پوه شه چې نه زما په دین
کې او نه ستا په دین کې خیانت روا دﺉ."(۴۶)
د سردار اکبرخان لښکرکوټ ته خبرونه رارسیدل چې په پیښاور کې د دښمن مرستـندوی لښکر
د جلال آباد پر لور د خوځېدا په درشل کې دﺉ. سردار اکبرخان مخکې له دې چې د جنرال
سیل پر وړاندې هرډول گام اوچت کړي ، لومړی یې د خیبرد غاښي د خولې تړلو ته پام اړم
کړ، نو له دې امله د طره باز خان مهمند د غوږونو د ورتاوولو لپاره چې ددښمن په چوپړ
کې ننوتلی وو یو بل تن یې چې د ولسي مشرانو بشپړ ډاډ پرې وو وموند او هلته یې ولیږه
او دا سړی سعادت خان مهمند وو. سردار اکبرخان خپله دغه پریکړه په یوه لېک کې ناﺋـیب
امین الله خان ته له لغمانه ولیږه او لېک په دې ډول وو:
ستره، درونده او زړه سواندیه! نن د پنځنۍ ورځ د پیښاور له لوري یو د ډاډ وړ سړی
راغی او څرگندوي چې د پیرنگي د لښکر څلور زره تنه پیښاور ته را رسیدلي او له
سیکهانو څخه یې پینځه زره تنه سرتیري له ځان سره را اخیستي دي ، په جمرود کې دیره
شوي او د جلال آباد پر لور د راتگ تکل لري. ددغه خبر په اوریدلو مې
مخـَورمیرآخورباشي احمد خان اسحاقزی له سلو تنو سپرو بدرگه او د خیبري غازیانو د
لگښت لپاره له یو شمیر روپیو سره ولیږل ، زه په خپله د لوی څښتن په مرسته نن د
آدینې (جمعې) ورځ له [تگړۍ] څخه خوځېدلی یم او گام په گام ځان (ډکې) ته رسوم چې
هلته مخور سعادت خان ځای پرځای کړم او غواړم د خیبر وگړي راوهڅوم چې د نصاری د
اورپکو او د سیکهانو د کفري سرتیرو مخه وربنده کړي. ددغه کار له بشپړېدا وروسته د
جلال آباد جگړې ته مې ملا تړلې ده. هغه څه چې نن پیښ شوي دي همدا وو، په راتلونکي
کې هر څه چې پیښیږي ، تاسو ته به په لیکلي ډول خبر درکړم. ښې چارې. [د محمد اکبرخان
مـُـهـر]" (۴۷)
غازي سردار له ځان سره د اکر وکر ارزونه په ځیر کړې وه. د احمدخان اسحاقزي په لیږلو
او د خیبر د وگړو په هڅولو او د طره باز خان مهمند پرځای د سعادت خان مهمند له ځای
پرځای کولو سره سم خیبري افغانان له هر توکمه چې ول د سردار اکبرخان د نامه په
اوریدلو د هیواد د ساتنې لپاره د انگلیسانو پر وړاندې راپاڅېدل. په دغو شپوورځو کې
جنرال پالک په پنجاب کې د ځواک په راټولولو بوخت وو. د پیښاور پوځي بولندوی جگړن
مکشن د انگلیس او سیکهانو یو پینځه زره کسیز لښکر له څلورو توپونو سره د ډگروال
وایلد تر مشرۍ لاندې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې په وروستیو شپوورځو کې د خیبر
دغاښي د پرانیستلو لپاره ولیږه. دغه لښکر له جمروده واوښت او علي مسجد ته په رسیدلو
سره سم د اپریدي افغانانو له ناڅاپه برید سره مخامخ شو او په همدغه برید کې له
دښمنه ۱۲۰ تنه مړي پرډگر راپریوتل. په دویم برېد کې ډگروال وایلد ټپي شو او د
سیکهانو لښکر له ویرې دومره ترهوری شو چې په علي مسجد کې یې دډگروال وایلد او نورو
انگلیسي بولندویانو پروړاندې سرغړاوي او بغاوت ته لاس واچاوه او په تیښته یې د
پیښاور پر لور ودانگل. (۴۸)
له دغې شېبې وروسته خیبر د ملي مجاهدینو ترڅارونکو سترگولاندې راغی او د اپریدیو او
مهمندو وگړي د انگلیس د لښکر پروړاندې جگړې ته چمتو شول. په دې تړاو د سعادت خان
مهمند د چارو د سمبالوونکي ملا رفیق سلطان پوري له پلوه د ناﺋـیب امین الله خان په
نامه کابل ته یو لېک ولېږل شو چې د خپل تأریخي ارزښت له اړخه د اپریدیو افغانانو او
د سردار اکبرخان د لاس ته راوړنو په اړه تاند او تازه سکالو راڅرگندوي. لېک داسې
دی:
" د سترو نومونو ښاغلي خاوند، هیواد گټونکي ، ستوري لرونکي تورکښ تورزن، د ټولو
پاچایانو د پاچاهۍ پرلوړ پلاز ناست، ستر مخکښ، لوی څښتن اود پاچایانو پاچا ته نیږدې
نواب صاحب (نواب محمد زمانخان) او د ډیرو ستاینو لرونکیه!
زما مخور او نومیالی سر لښکر امین الله خان چې لوړ ستوری دې لا لوړ وي او سترڅښتن
دې د بدچلندې زمانې له بدیو په خپله پناه کې وساتي او لوی څښتن ته د ستر سجده
کوونکي سپیڅلي نبي د سپیڅلي نوم په نامه !
ددغې سیمې خبرونه په داسې ډول دي چې په پیښاور کې دیره د پیرنگیانو مهکشن (پولیټیکل
ایجنټ) یو شمیر کسان را ټول کړي ول او پرخیبر را واوښتل؛ خو د خیبر وگړو له مخور
احمدخان سره یو ځای پرې برید وکړ او مهکشن یې دړې وړې کړ او په لعل پوره کې ناست
طره بازمهمند هم په تیښته پیښاور ته ولاړ.اوس سعادت خان مهمند په لعل پوره کې ناست
او خپل ځای یې نیولی دﺉ او د تگاب - جلال آباد تاجیک او افغان مشران ټول د بریا
گټونکي سردار محمد اکبرخان په رکاب کې جگړې ته چمتو ولاړ دي او سردار په خپله په
چهارباغ کې دیره او د لښکر د خوځولو تکل یې کړی دﺉ. مکریگر په جلال آباد کې کلابند
دﺉ او د جلال آباد په سیمه کې په ځانگړې توگه په سرخرود کې نور څه نه دي پاتې او
زما زوی چې کوشنی ماشوم وو سردار خیرالله خان په چپاو تښتولی دی. هیله لرم چې یو
څنگیز لېک د سردار خیرالله په نامه ډالۍ کړۍ چې د څښتن په دربار کې به تاسو ته اجر
در په برخه شي ، واجب..." (۴۹).
د همدغه لېک تر شا لېکل شوي دي چې :تاجیکان او غلجیان له سردار اکبر خان سره په یوه
غږ دي او پیرنگیانو د زمَرانیو، چکنوریانو او علي خیلو څو کلا گانې ویجاړې کړي دي.
پایله د څښتن په لاس کې ده. د مخور سعادت خان مهمند د مریـي : ملارفیق سلطانپوري
لېک
په دې توگه څرگندیږي چې سردار اکبرخان مخکې له دې چې په جلال آباد کې پرجنرال سیل
برید وکړي د دښمن د مرستندویه لښکر پروړاندې یې د خیبر دره د اپریدیو او مهمندو په
لاس تړلې وه او ترڅنگ یې پر جلال آباد د لښکر د خوځښت لپاره د ولسي جنگیالیو لښکر
پرځان را ټول کړی وو. د هغه دغه گام د سوق الجیشي او پوځي تاکتیک له اړخه د جگړې د
ډگر پر پوځي عملیاتو پیاوړې اغیزه وشیندله او د سیکهانو د کنډکونو او د انگلیس د
ډلگیو د پوځي ډلو مورال یې لا نور هم ور پیکه کړ.
لغمان ته د سردار اکبرخان راتگ د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د انگلیسانو پروړاندې
پياوړي احساسات را وپارول او د سپین غر او تور غر په لمنو کې میشت ډلې ډلې او بیلا
بیل پښتانه توکمونه سره له خپلو مشرانو د غازي او مجاهد سردار د لښکر پرشپول راتاو
شول. د جنوري په ۱۸ سردار اکبر خان له پینځه زره تنو سپرو او لس زرو تنو پليو
جنگیالیو سره له لغمانه د جلال آباد پر لور را وخوځېد چې جلال آباد د جنرال سیل تر
مشرۍ لاندې د دیره شوي دښمن لښکرله لاسه را خلاص کړي.
ولسي جنگلیالیو د ښار پر مورچلونو درې پیاوړي بریدونه تر سره کړل او دښمن ته یې کلک
ځاني او مالي تاوانونه واړول، د دښمن لښکر یوازې د پیښاور له لوري د مرستندوی ځواک
رسیدا ته د هیلو سترگې رغړولې.
د همدغو بریدونو په ترڅ کې سردار اکبر خان ته خبر را ورسید چې په پيښاور کې دیره
شوي دښمن بیا ځان د پوځ راټولولو ته چمتو کړی ؛ نو له دې امله غازي سردار د سترگو
په رپ کې د خیبر د غاښي د پياوړي کولو لپاره د سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجي
تر مشرۍ لاندې درې زره جنگلیالي د خیبر درې ته واستول. وروسته سردار اکبر خان د یوه
یرغمل انگلیس په لاس جنرال سیل ته یو لېک ولیږه او ټینگار یې وکړ چې که له لښکر سره
ځان ور وسپاري او ښار پریږدي نو هغه ته ډاډ ورکوي چې انگلیسي لښکر به ژوندی د خیبر
د درې هاغه بل لوري ته وسپاري، خو جنرال سیل چې د کابل د لښکر پوپنا کېدنه په سترگو
لېدلې وه ددغسې یوه گام اوچتولو ته زړه ښه نه کړ.
ارواښاد کهزاد لیکي: اکبر خان د وینو د تویولو د مخنیوۍ لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې چې
د انگلیس له استازي مکریگر سره اړيکي ټینگ کړي او د خبرو اترو له لارې دښمن دې ته
اړ کړي چې جلال آباد پریږدي خو د انگلیس استازي مکریگر خبرو اترو ته نه غاړه نه
ایښودله. کهزاد د موهن لال د وینا له مخې لیکي : " ما په کابل کې په خپلو سترگو هغه
لېک ولېد او ومې لوست چې سردار اکبر خان پکې لیکلي ول: " کافر مکریگر په هېڅ ډول
خبرو اترو ته غاړه نه ږدي او نورو لکه ډگروال ویني ،جگړن برادفټ او تورن ابوت
ځانونه په جلال آباد کې ټینگ نیولي دي " (۵۰)
یو وار جنرال سیل یوې چلوټې ته لاس واچاوه. جنرال سیل د یو لک روپیو ( د نوای معارک
په وینا پینځوس زره روپیو) په منلو د سردار اکبر خان ساتونکی پاینده محمد کاکړی
وهڅاوه چې سردار له منځه یوسي. یوه ورځ سردار د ښار له استحکاماتو څخه لېدنه کوله
او غوښتل د استحکاماتو ضیعف ټکي ومومي چې د شا له لوري پاینده محمد توپک پر سردار
را تاو او هغه یې په ډزو وویشت ، سردار مړنه شو ، یوازې ټپي شو. نور ساتونکي را
ورسیدل او پاینده محمد یې ونیو. هغه ومنله چې انگلیسانو غولولی دی. سردار اکبرخان
په میړانې هغه وبخښه او له گناه یې ور تیر شو. خو سردار سلطان احمد خان د نوموړي
سزا په لاس کې ورکړه او له منځه یې یووړ چې په راتلونکي کې د نورو خاﺋـنینو لپاره د
عبرت درس وگرځي. له هغه وروسته انگلیسانو په درغلنې گنگوسې خپرې کړې چې پاینده محمد
دغه ماره د شاه شجاع په لارښوونه کړې ده. (۵۱). حال دا چې شاه شجاع د کابل په
بالاحصار کې د خپل ځان ساتنه نه شوای کولای.
له همدغې نیټې وروسته ټول انگلیسي یرغمل تر کلکې څارنې لاندې ونیول شول. په لغمان
کې له انگلیسي یرغملو څخه داسې لېکونه ترلاسه شول چې له جنرال سیل سره یې د لېک
راکړه ورکړه درلودله. له همدې امله له جنرال الفنستون او برگید شلتون څخه تورې
واخیستل شوې او د هغوی د ساتونکوشمیره دوه ځله ورزیاته شوله. له دغې پیښې څخه په
بیړه کابل ته خبر ورکړل شو او له ملي مشرانو څخه یې مرسته وغوښتله، بارکزیو او د
ښار ستر روحاني میر حاجي ، شاه شجاع ښه وزبيښه او اړ یې کړ چې پرته له ځنډه د جهاد
د خپریدا امر دې ورکړي او د اکبرخان د مرستې لپاره دې جلال آباد ته ورشي ، خو شاه
شجاع خبره نن سبا ته غورځوله او اکبرخان ته یې د مرستې له لیږلو څخه اوږه سپکوله.
اکبرخان ته د مرستې په رسولوکې د شاه شجاع پلمې:
له کابله د انگلیس د لښکر له وتلو درې مېاشتې وروسته شاه شجاع سره له دې چې د هېواد
د پاچا نوم یې له ځان سره درلود د داسې یوه بندي په ډول راگیر وو چې د هغه کوکارو ،
چیغو، بوغارو او سپکو هره شېبه د وگړو پام ځان ته راگرځاوه خو ولس له دې سره سره
دغه سپکې سپورې زغملې. بارکزیو او پلویانو یې شاه شجاع د زبیښاک په منگولو کې را
ونیو؛ هغوی لومړی غوښتل چې بالاحصار دې ور وسپارل شي او که پاچا هم وي نو له خپل
ځواک سره دې د جلال آباد پر لور وخوځیږي او په لغمان کې دې د سردار اکبرخان له دیره
لښکر سره یوځای د یرغلگرو پیرنگیانو پروړاندې وجنگریږي، خو شاه شجاع پلمې لټولې، نن
او سبا یې کوله، اوسترگو یې له کندهار او جلال آباده د انگلیس د ځواکونو رسیدلو ته
لارې څارلې. څرنگه چې مخکې مووویل د ۱۸۴۲ زکال د مارچ د مېاشتې پر اوومې نېټې چې
سردار اکبرخان د جلال آباد د ښار له دوه مایلي گوټ څخه پر انگلیسي لښکرکوټ ډزې کولې
او انگلیسانو په خپلو توپونو په پرله پسې ډول پرغازیانو اورونه وَرَول ، جلال آباد
ته د شاه شجاع له پلوه د جنرال سیل په نامه دوه لېکونه را ورسیدل. په یوه لیک کې
شجاع انگلیسانو ته گواښ کوي چې ښار دې پریږدي خو په بل لېک له ستاینو وروسته له
انگلیسانو څخه پوښتي چې ستاسو پخه او کره موخه څه ده ؟ ځکه نور نه شي کولای جلال
آباد ته د ولس د مجاهدینو د خوځېدا مخه ونیسي چې ته د اکبرخان مرستې لپاره ور
ودانگي." (۵۲)
په دې توگه شاه شجاع درې میاشتې د پلمو تر سیوري لاندې تیرې کړې او د جلال آباد
غازیانو ته هیڅ ډول مرسته ونه لیږل شوه. د شاه شجاع د ځنډ او خنډ دغو پلمو، د
مجاهدینو د مشرانو په منځ کې په ځانگړې توگه د نواب محمد زمانخان [ولس ټاکلي پاچا
او د ملي مورچل مشر]او د هغه مرستیال یعنی امین الله خان ترمنځ اختلافات رامنځته
کړل. ناﺋـیب امین الله خان د ملي مجاهدینو په منځ کې د خپل مخورتوب او نوم له کبله
چې په ملي مورچل او بالاحصار کې یې درلود، له کابله د انگلیس د لښکر له وتلو وروسته
د شاه شجاع د حکومت د ناببره او بیړنۍ راپرځېدنې مخه نیوله او دغې خبرې د بارکزیو
او د هغوی د پلویانو ناخوښۍ را پارولې وې . ناﺋـیب امین الله خان هڅه کوله چې شاه
شجاع د اکر وکر (حالت) په نازکۍ سم پوه کړي او د پاچا او نواب محمد زمان خان ترمنځ
د پوهاوي منځگړیتوب وکړي. هغه هڅه وکړه چې پر بارکزیو دا خبره ومني چې شاه شجاع دې
د پاچا په توگه پاتې شي او شاه زمان دې د هغه د وزیر په توگه وټاکل شي او بارکزي دې
هم له خپل فشار او ټینگ دریځ څخه راکوز شي ، شاه شجاع دې د غازیانو په ډله کې له
ځان سره واخلي او د جلال آباد پر لور دې وخوځیږي. (۵۳)
په ملي مورچل کې د ناﺋـیب امین الله خان هغه پریکړه چې شاه شجاع دې خپلې پاچاهۍ ته
له انگلیسانو سره د جگړې په آړ(شرط) دوام ورکړي ، په لغمان کې سردار اکبرخان ته هم
د منلو وړ وه خو سردار د شاه شجاع په خټه کې د پرتې درغلنې له تومنې څخه په څرگنده
خبر وو، سردار کابل ته خبر ورکړچې که پاچاپه خپله کړنه او وینا کې رښتونی او سپین
سپیڅلی وي نو په بیړه دې له خپل ځواک سره د جلال آباد پرلور را خوځیږي. له بله اړخه
له دې چې د ارواښاد میرواعظ زوی میرحاجي له کابله د غازیانو په خوځېدا کې خنډ او
ځنډ په کلکه غانده ، نو شاه شجاع هم یا د ځان له ویرې یا د خپلې پاچاهې د نړېدنې له
ویرې له انگلیسانو سره د جگړې په موخې د جلال آباد پر لور خپل چمتو والی څرگند کړ
خو بیا یې هم د پردې تر شا ددغه گام اوچتول د بارکزیو د زبیښونکي فشار له امله
گاڼه. (۴۵)
هر گوره ، د ۱۸۴۲ زکال د اپریل د مېاشتې په څلورمې نېټې (۱۲۵۸ ق د صفر ۲۲) پاچا خپل
ځواک د بالاحصار د ختیځې دروازې په ۴ کیلومترۍ کې د سیاه سنگ په ډگرکې ولېد ، پاچا
چې د غازیانو په مشرۍ کې د ملي مورچل یو شمیرمخور کسان لکه د نواب صمدخان زوی محمد
عثمان خان او د نواب محمد زمان خان زوی شجاع الدوله او نور ولېدل نو د ولاړو سرتیرو
د ډلو له مخې د تیریدا په وخت کې یې د خپلې ډولۍ څادر ددې لپاره راکوز کړ چې سترگې
یې پرهغوی نه لگیږي. د پاچا دغې کړنې د نوموړو مخورو کرکه را وپاروله. په همدغې ورځ
له لاهوره د سردار سلطان محمد خان یو لېک په ناڅاپي ډول د هغه وراره نواب محمد
زمانخان ته را رسیدلی وو چې په هغه کې یې په پیغور لیکلي ول: د دوست محمد خان زوی
کوشنی لات (مکناتن) وواژه ، که تاسو د میـړنتوب او غیرت پگړۍ پر سر لرۍ نو لوی لات
(شاه شجاع) ژوندی مه پریږدۍ" (۵۵)
دغه لېک د نواب محمد زمانخان د کورنۍ د ټولو غړو ترمخ په لوړ غږ ولوستل شو چې د
ځوانانو وینې یې په خوټېدا راوستلې. د نواب محمد زمان خان د زوی شجاع الدوله او د
هغه د اکا د زوی محمد عثمانخان غیرت یې را وپاراوه او په پټه خوله یې له شاغاسي
دلاورخان اونورمحمد خان ریکاء سره د شاه شجاع د وژنې پلان جوړ کړ. شاه شجاع د شپې
په تیاره کې له خپلې کیږدۍ څخه بالاحصار ته راغی چې د پاچاهۍ سره زر او ارزښتناکه
ډبرې له ځان سره را واخلي. د شاه شجاع د وژنې پلان جوړونکي د شاه له راتگه خبر شول
او کرۍ شپه یې د بالاحصار اوسیاه سنگ ترمنځ په پلنډۍ (جبه زار) کې تیره کړه. د
لمرخاته وخت نیږدې شو چې د شاغاسي دلاور او شجاع الدوله سترگې پر څلور تنو
چوپړمارانو واوښتلې چې پیټي پراوږو روان ول. کله چې دوی راورسیدل شجاع الدوله له
خپل پټـنځي څخه راووت او پر پـیټي وړونکو یې ډزې پیل کړې. چوپړماران و ترهېدل او په
تیښته یې وځغستل، شاه شجاع ټپي شو او په غلې خولې یې ځان د خړ سهارپه تیاره کې د
اوبو په یوې وچې ویالې کې پټ کړ. شجاع الدوله ډیرې لوڅي پوڅې وکړې چې شاه شجاع
ومومي خو بریالی نه شو، د خپل آس مخ یې راتاو کړ ، لا نه خوځیدلی چې شاغاسي ورباندې
غږ وکړ لنډی مار ژوندی مه پریږده. دواړو بیا په پلټلو پیل وکړ، شاه شجاع یې وموند
او شجاع الدوله ورباندې برید وکړ. په دغه وخت کې شاه شجاع په ساندو وویل :" سرداره
! ما سرکار څه گناه کړیده؟" شجاع الدوله په ځواب کې وویل:" ستا گناه له ولس او
اسلام سره غداري او له کفارو پلوي ده" د دې په ویلویې بیا پر شاه شجاع ډزې وکړې او
شجاع سوټ موټ پرځمکه راپریوت. ( دصفر د مېاشتې ۲۳، ۱۲۵۸ ق چې د ۱۸۴۲ ز کال د اپریل
د مېاشتې له پینځم سره سمون خوري." (۵۶)
د اکبرنامې په وینا کله چې شجاع الدوله د خړ سهار په خړې تیارې کې شاه شجاع د یوې
ویالې په منځ کې وموند نو پرهغه د د گوزارکولو پرمهال د دواړو ترمنځ دغه خبرې کښته
پورته شوې:
خدا یاد کن بگذر ازین کین من فراموش مکن حق دیرین من
ژباړه: لوی څښتن دریاد کړه او ما سره دغه دښمني مه کوه او پخوانی حق مې مه هیروه
او شجاع الدوله په ځواب کې ورته وایي:
شجاعش بگفت: ای ستمکاره کیش توکی شاه بودی کی خوانی بخویش؟
توبـــومی که بــودت ز شاهی خطاب شـــد این بــوم از ظــل شومت خــراب
ژباړه: شجاع [شجاع الدوله] ورته وویل: اې ناتارگره درغلنه زورواکیه! ته پاچا وې ،
اوس به د ځان د بچـَونې لپاره څوک رابولې؟ ته کونگ یې خو تا ته د پاچا نوم درکړ شوی
وو، ستا له کرغیړن شامته دغه ټاټوبی ویجاړ شو

د بالاحصار انځور په ۱۸۴۲ ز کال کې انځورگر: بریدمن ایر
شجاع الدوله په خپلې میړانې دغه تور څاڅکی چې د افغان ولس پر سپڅلې لمنې څڅېدلی
ووپاک کړ او د یرغلگرو د نیږدې دوست او ملاتړوني ټغزېې چې د ملي ولسي موخوخنډ
گرځېده راټول کړ ، بیا نیغ په نیغه د ملي مشرانو د خبرولو لپاره وَرَغی. د شاه شجاع
د وژنې خبر په بیړه په بالاحصار او سیاه سنگ کې خپور شو. د پاچا مړی یې د کابل په
چهارباغ کې د تیمورشاه د قبر ترڅنگ ښخ کړ. خو د پاچا مړینې د ولس په منځ کې کومه
اغیزه ونه شیندله، ان د مړي د جنازې په بدرگې کې دا گنگوسې تر غوږو کېدلې چې [لوی
لات له کوشني لات سره یوځای شو].
د جلال آباد د کلابندۍ د نندارې یوه برخه او پر مجاهدینو د انگلیسانو ډاکه اچول:
تورن ابوت د جلال آباد د لښکرکوټ د دیوالونو ترشا د افغ