مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اعليحضرت شاه امان الله غازي

اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي (۱۸۹۲- ۱۹۶۰)

لیکوال :نوماند اکاډېمسین سیستاني
پښتو ژباړه : رحمت آریا

شاه امان الله غازي هغه لارښود چې پر هېواد ، خپلواکۍ او وگړو مَـین وو!


دهېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په لمانځورځوکې هغه نوم چې له خپلواکې سره نه بېلېدونکې تړاو لري د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نوم دی. کله چې د هېواد له خپلواکۍ څخه نوم اخیستل کېږي نوپه هېواد کې به په څه پوه، په خپلواکۍ مین، آزادېپال او هېوادپال و نه موندل شي چې له هغه سره جوخت د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هېوادپال اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان په یاد ونه لویږي اود هغه ارواښاد نوم په درنښت یاد نه کړي.

د افغانستان په تاریخ کې د هېواد د پاچایانو، شهزادگیو، امیرانو او ولسمشرانو په کتار کې (په دریو لسیزو کې بنسټپالو کیڼ او ښي اړخوډلومشران) له احمدشاه بابا وروسته هېڅ یویې له غازي پاچا امان الله خان سره په هېوادپالنۍ، له خلکو سره مینې او د خپل سرلوړي هېواد له خپلواکۍ سره په مینې او هم د هیواد په کورنېوچاروکې د پردیوله لاسوهنوسره په دښمنۍ کې برابري نشي کولای.

تر اوسه د افغانستان حق پالونکی او حق پـَلـَوی ولس د غازي اعلیحضرت امان الله خان نوم دغه سترملي ولسي اوسرښندونکي شخصیت په ژوردرنښت یادوي او د زړه له کومې ورته درناوی لري. دغازي امان الله خان نوم د هېواد له خپلواکۍ سره نه شلېدونکې تړاو لري او دهغه دروند شخصیت ته سپکاوی کټ مټ د هېواد آزادۍ او خپلواکې ته سپکاوی دی. ځکه چې د هېواد وگړو د خپلواکې د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددغه غازي هېوادپال ترمشرۍ او د سروالې پوهې ترسیوري لاندې خپلې سپیڅلې وینې توی کړې او خپله خپلواکي یې د زبېښاک له ستوني را وایستله. څه ناڅه د نهو لسیزو په تیریدا بیا هم کولای شو دسپین روبوهیوادوالو او مشرانود یادونو د اورېدلو په وخت کې پوه شو چې د ولس دزړونو په منځ کې ددغه ستراو له پرتمه ډک لارښود مشر د دریزاو معنوي گرانښت ځای ځایگي چیرې دی.

اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي، یو ژور روڼ اندی، متواضع اوسپیڅلې ، له وگړو سره د ښه چلند خاوند اودهیواد پر خپلواکۍ اوپرمختگ مین پاچا وو. د هېواد له وگړو سره دهغه کړنه او چال چلند له پاچاهۍ او ان د پرمختگ غوښتونکوله غورځنگه مخکې د خلکو پرژبه وواو د هغوی په زړونو کې یې ځانگړی ځای درلود.د امیرحبیب الله په دربارکې د هېواد دیو شمیرپوهانو،ځمکوالواو اغېزمنو مشرانو زامن د ((غلام بچه گانو)) ترنامه لاندې راټول او د دربار له رموزه ښه خبر خو د امیرله چال چلنده زړه تورن ول؛ نو د امان الله خان د دغوځانگړتیاوو اوسپیڅلي کرکترله امله ول چې دغه روڼ اندي د امان الله خان گردچاپیره یوه سیاسي کړۍ راتاووي او هغه یې د یوې سیاسي ټولنې د مشرپه توگه چې د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم)پرنامه یادېدله وټاکه. لدې امله د شاه امان الله غازي نوم د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم) له نوم سره نه شلېدونکی تړاو لري او هرڅوک که وغواړي د شلمي پیړۍ د لومړیو درو لسېزو د مبارزو په تأریخ کې شننه او څېړنه وکړي ، نو هرو مرو به د لومړیو او دویمومشروطه غوښتونکو نومونه او په سرکې دهېواد د خپلواکۍ د گټونکي، هېوادپال او پرمختگ پالونکي پاچا امان الله خان نوم ورسره جوخت اخلي.

شاه امان الله خان د(امیرحبیب الله خان زوی، دامیرعبدالرحمن خان لسمی، دامیر محمد افضل خان کړوسی دامیردوست محمدخان کوسـَی، د سردار پاینده خان کـَودی چې پاینده خان د حاجي جمال خان بارکزي زوی وو او د ستراحمدشاه بابا په وخت کې ژوندی وو) د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال)د جون دمېاشتې په لومړۍ دپغمان په دره زرگرکې د(طاق ظفر) په سېمه کې دملکې سرورسلطان له لمنۍ چې لقب یې (سراج الخواتین)وو سترگې پرنړۍ وغړولې. دامان الله خان مور سرورسلطان دشاغاسي شیردلخان لور چې(د امیرشیرعلیخان د دربارشاغاسي وو) او د خوشدل خان بارکزي خور وه چې دغه کورنۍ د هغه د پـَیر یا دورله سترو خانانو څخه وه.

افغاني پوه ډاکټر اسدالله حبیب د (دوره ِ اماني) دلېکنې په سرېزه کې لېکي :( په داسې حال کې چې د هېڅ ډول سترواي او د پـېښود انځورونې موخه نه لرم ، نه سم کولای هېره کړم چې د امیرامان الله خان پروړاندې د زورزیاتي ، ناتار او له انگریزسره د معاملې بېلگې ډیرې وې او زموږد هېواد په تأریخ کې د هوساینې د لارې پرځای ، له کـَندَوُنو،غوچوړو اوپیچوموډ کې لارې هم ډیرې وې او هغه دغه له اغزو او ننگونو ډکه لاره غوره کړه چې دخپلې پاچاهۍ بنسټ یې پرې کښېښود) ډاکټرحبیب زیاتوي :(نوموړي امیرخپلې ټولې هڅې د خپلومخکنیو په څېرد سیالوډلو دراپرځولو په لاره کې ونه لگولې بلکه د واکمنۍ له کړۍ دباندې راووت او لویوکارونو لکه دخپلواکۍ بیرته ترلاسه کول، د هېواد پرمختگ، د پوهنۍ او فرهنگ لوړتیا او دگړولپاره د مدني معاصرۍ ښیرارۍ او برابرولو ته یې ملا وتړله. د هغه گامونه د ختیزوټولنو له لرغونوخویونو سره سمون نه خوړاولویدېځو دولتونو هغه ته د یو غیرعادي او زیږمشرپه توگه کتل اوپرته له شکه چې هغوی ته د امان الله خان مېړانه او هېلو ته د رسېدلو سپیڅلې توده مېنه له بدسترگۍ او رخې سخې تشه نه وه). (۱)

د افغانستان د حق پالونکي ولس پرغاړه د اعلیحضرت شاه امان الله خان کوشنی حق، دهېواد دبشپړۍ خپلواکې ترلاسه کول دي. شک نسته چې کــه هغه دخپل هېواد دخپلواکۍ لپاره د انگریزپه وړاندې وگړي جهادته نه وای رابللي او د خپلو مخکنیو په شان یې له انگریزسره جوړجاړی کړی وای اود هېواد په چاروکې یې د هغوی لارښوونو ته غاړه ایښودلې وای، ښایی د ژوند ترپایه د افغانستان دپاچاپه توگه پاتې شوی وای اوترهغو چې انگریزانونه وای غوښتي ، هېڅ چابه د هغه دځای ناستۍ لپاره سرونه نه وای پورته کړي. خو هغه چې پرخپلواکۍ او دخپل هېواد د وگړوپرسرلوړۍ مین وود پاچاهۍ دغه تخت اوتاج یې د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې کښېښود اود تاج په سرکولو په لومړۍ اونۍ کې د عیدگاه په لوی جومات کې د کابل سپېڅلوښاریانواو ددولت مأمورینو ته په خپلې لومړۍ څوساعته وینا کې د افغانستان د بشپړۍ خپلواکۍ غږپورته کړ او خپله پاچاهۍ یې د هیواد دبشپړۍ خپلواکۍ په آړ یا شرط اعلان کړه او ویې ویل:(لومړی خپل سپیڅلي ولس ته اعلان کوم او زیری ورکوم چې زه د افغانستان د پاچاهۍ تاج د افغانستان د کورنۍ اوبهرنۍ خپلواکۍ په سپیڅلي نوم پرسر ږدم)(۲).وروسته یې د افغان له آزادیپال ولس څخه وغوښتل چې ددغې ملي هېلې په ترسره کولو کې هغه ته لاس ورکړي.اعلیحضرت امان الله خان د کابل ښاریانو ، سرتیرواومأمورینو ته دخپلې یوې بلې وینا په ترڅ کې چې د سفربري جامې یې په ځان کې وې د عیدگاه په جومات کې وویل:
(گرانه ولسه! زه به د سرتیرۍ دغه جامې ترهغو له ځانه ونه باسم چې دهېواد د سپیڅلې مورپرځان مې د خپلواکۍ جامې نه وي ورپه ځان کړي. زه به دغه توره په تیکي کې کښـېـنـږدم چې د ولس د حقونو لوټونکي مې پرځای یې نه وي کښېنولي! اې زما سپیڅلیه ولسه او اې زما سرښندویو سرتیرو! دهېواد دژغورنې لپاره خپله وروستنۍ شتمني راډګرته کړﺉ، راځـﺊ چې خپل میړني سرونه دهېوادپه سپیڅلې لاره کې بلهاري کړو!)(۳)

شاه امان الله د سفربري په جامو کې (۱۹۱۹)

شاه امان الله خان ولېدل چې انگریزانود افغانستان د په رسمېت پېژندلو په اړه دهغه لېک ته چې له نورو خپلواکو هېوادونو سره د یوه خپلواک او کورواک هېواد په توگه برابرحقونه ولري، ځواب ندی ورکړی ، نو د ۱۹۱۹ کال داپریل د مېاشتې پر ۱۳ نېټې چې دانگلیس سفیر هم په هغې غونډې کې ناست وو د یوې ویناپرمهال وویل :
(زه ځان اوخپل هېواد له کورني او بهرني اړخه په بشپړډول خپلواک اعلانوم. وروسته لدې زموږهېواد د نړۍ د نورودولتنواوځواکونوپه څیریو خپلواک هېواد دی او د سرد یوه ویښته په اندازه هېڅ ځواک ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیواوبهرنیوچاروکې لاسوهنه وکړي او که څوک دغسې یوگام پورته پورته کړي نو پردغه توره به یې غاړه ور غوڅه کړم) او بیا یې مخ دانگریزسفیرته ور واړاوه او وېې پوښتل :(څه مې چې وویل پوه سوﺉ!) د انگلیس سفیر په ډیردرناوي ځواب ورکړ:(هو پوه سوم.) (۴)

وروسته ځوان پاچا د خپل برخلېک د ټاکلولپاره له انگریزسره د جهاد ملا وتړله. د ځوان پاچا دغه نوښتگرغږته پر خپلواکۍ مېن افغان مسلمان ولس په خوښۍ ځواب ورکړ اود خپلواکې د ترلاسه کولوپه لاره کې یې د سراومال په بلهاري کولو او سرښندوینې دهغه وخت د نړۍ له لوی ځواک یعنې انگلیس سره د جگړې چمتوالی ونیو.
په دغه وخت کې په هنگري کې د انقلاب دبریالیتوب خبرونه رارسېدل. په آلمان کې د ۱۹۱۸ز کال د انقلاب له ماتې سره سره انقلابي اکریاحالت واک چلاوه. په ترکېه کې دخپلواکې جنگیالي لارویان د جنرال کمال اتاترک ترڅنگ کړۍ جوړولې. دهند هېواد هم په څپڅپانده اکر کې وو. د۱۹۹۱ز کال داپریل په لومړیوکې دهغه هېوادپه هرگوټ کې ټولیزه کاربندي پیل شوې وه : په بمـیي ، لاهور، ډیلي او د هندپه نوروښارونوکې د ناکراریوڅپې خورې وې او له پولیس اونېواک گروسرتېروسره دلاس اوگریوان کېدلو لړۍ خپره وه. داپریل پر۱۳ ورځ دامرتسرپه ښارکې دوه زره ووژل او په زرگونو نورټپیان شول چې دا ډیره بوږنونکې وه. دهندپه میلونونو لوږې ځپلي ولس د ورهڼگرو یاکسبگرو اود کارگرانو له غوښتنو څخه ملاتړ کاوه (۵)
په دغسې یوه اکریاحالت کې ووچې شاه امان الله په پرله پسې ټوگه د انگریزپه وړاندې دکابل د وگړو اوگڼ شمیرټولنیزو پاړکویا طبقاتو ترمخ ویناوې کولې او دولس له سرښندویه هرکلي سره مخامخ کېدلې. د عېدگاه په جومات کې په یوې ویناکې یې وویل: (دافغان زړه وره اوپه لوی څښتن مـَیـنـه ولسه! اې زمریو!د بریتانیې حکومت په درغلنې او بې شرمۍ دوه ځله زموږپرهېواد یرغل وکړ اوغوښتل یې خپلې ککړې منگولې په سیمي کې ښخې کړي، اوس غواړي چې زموږټاټوبی چې پلرونه مو پکې ښخ دي لوټ کړي، زموږپرتم،ننگ او هم زموږشخصیت او افغاني ځانگړتیا له منځه یوسي ، غواړي زموږخپلواکي اوښیرازي له منځه یوسي ....)(۶).
دپانگوالۍ پروړاندۍ د پاچا زیږو اوشدیدو ویناوو د وگړوپه منځ کې دهغه منښت اوگرانښت لا پراخه کړ. یوه ورځ وروسته د کابل ښارپه زرگونوښاریانو د حبیبې د ښوونځي له زده کوونکوسره یوځای د انگلیس د سفارت ترمخ لاریون وکړ اودانگلیس په وړاندې یې غږونه پورته کړل. شاه امان الله د ضدانگلیسي خپلواک سیاست اوتگلارې په راخپلولوورځ په ورځ دوگړوپه زړونو کې دروندځای موند او ددغه گرانښت له امله ده چې هغه دهېواد دسیاسي خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په لاره کې دافغان ولس دسترې جگړې اعلان وکړ اود افغانستان زړه ورولس یې له پیژندل شوي دښمن یعني انگلیس سره دخپلواکۍ دژغورنې دریمې جگړې ته راوباله.

دافغانستان هېوادپالوخلکو د ځوان پاچا دغې غوښتنې ته ځواب ووایه او د ۱۹۱۹ کال د مې د مېاشتې تر ۳ نېټې پورې یو ۶۰ زریز ځواک جوړسو.دغه ځواک دهېواد له گڼ شمیرتوکمونوڅخه جوړ وو هغوی د ورورۍ او خپلواکۍ غوښتنې په گډواحساساتو له خپلو زَړو وسلوسره چې دانگلیس په دویمې جگړې کې یې ترلاسه کړې وې جگړې ته ملا وتړله. نا روزل شوی ۴۰۰۰ یز توپچي ځواک له خپلو زَړو وسلواو ډیرو لږو تجهیزاتو سره له دغه کوشني پوځ سره ملگری وو. خو دښمن څه وکړل؟ دښمن ددغه کوشني ناروزل شوي پوځ پروړاندې لومړی ۳۲۰ زره او وروسته یې ۷۵۰ زره روزل شوي سرتیري او افسران چې له  ۱۸۵ تر۴۵۰ زرو باروړنکي څاروي هم ورسره وو اوپرهغوی یې خپلې وسلې ایښودلې وې او له سلگونو جنگي الوتکوسره له افغانستان سره دجگړې په موخه دافغانستان سویلي اود سویل لوېدیځو کرښو پرمخ يې راوخوځول.(۷) دافغانستان پوځي اوزار او د پوځ جنگي مهماتو د بریتانېې له وسلو سره چې په پرمختللو وسلو اوجنگي الوتکوسمبال وو په هېڅ راز برابروالی نه درلود خو له دغه څرگندپوځي کمښت او نابرابروالي سره سره د افغانستان پوځ د ناتارگرو تیري کوونکو په وړاندې له ځانه اتلواله مقاومت څرگند کړ.

دانگلیس له نېواک سره دافغانستان دولس او د خپلواکۍ لپاره اتلواله پاڅون چې له لومړۍ نړېوالې جگړې څخه په هسکه غاړه راغلی وو د ولس ملي هېوادپالو احساساتوته نوې ساوبخښله او د هېواد د خپلواکۍ د لړۍ د پاڅون لمنه په بې سارې توگه پراخه شوه. له پښتنوتوکمونو څخه خپلخوښو جنگیالیو د خیبرله غاښي تربلوچستانه د بریتانوي نېواک گروپه وسله والوځپلو اوشاتمبولو کې ستره ونډه ولوبوله. د خپلواکۍ دغه پاڅون ته د بریتانوي هند وگړوښه راغلاست ووایه. په توکمېزوسیموکې پراته د بریتانیي په لښکرکوټونوکې هندي سرتیري د افغانستان پوځ ته راواوښتل. په همدې وخت کې دبمبيي، لاهور،امرتسراود نېمې وچې په نوروښارونو کې د نیواک گرود ځان غټاوي پروړاندې د هند د وگړو نا آرامي او کاربندي دانگلیس د تیري کوونکود روحیې په تضعیف اود چال چلند په بدلون کې بې اغیزې نه ول.دلته ده چې د انگیس د نېواک په وړاندې د وگړو دَرېدنه اومقاومت، انگریزان اړکړل چې په راولپنډۍ کې د سولۍ د خبرو اترو لپاره اوربند ته غاړه کیږدي(۳جون ۱۹۱۹)

په دغسې یوه اکرکې ول چې د افغانانو د جگړود اهمیت په اړه د بلشویکانو یوه مشر وویل: (د پانگوالي د زبېښاک په اکریاحالت کې د ولسي پاڅون د انقلابي مورچل اړېنه آړیا شرط دا ندې چې په غورځنگ کې دې هرومرو پرولتاري جنگیالي گډون ولري اوگڼې غورځنگ دې یا ولسپاله یاانقلابي تگلاره ولري اویا دې پردموکراسۍ ډه ډه لگولې وی. له څرگند اړخه که ورته وکتل شي نو د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د افغان امیر جگړه سره لدې چې دی او ده ته نیږدې دوستان اوملگري یې د پاچاهۍ غوښتونکی دي، بیا هم یوه انقلابي جگړه ده، ځکه دغه جگړه پانگوالي شاړې واړې کوي،ځواک یې له ویشاک سره مخاموي اوسټه یې ورباسي )(۸).

هرگوره د غازي اعلیحضرت شاه امان الله خان د سپیڅلې هېوادپالنې اویوژبې مشرۍ ترسیوري لاندې دافغانستان سیاسي خپلواکي ترلاسه شوه او یوځل بیاافغانستان خپل له لاسه تللی نوم او پرتم ترلاسه کړاو د نړۍ د خپلواکوهېوادونو په کتارکې ودرېد(د ۱۲۹۸ل کال د زمري د مېاشتې ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اگست د مېاشتې له اتلسمې سرسمون خوري)، او له دغې ورځې وروسته افغانانو داگست ۱۸ چې د زمري د مېاشتې ۲۸ کیږي دهېواد د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ولسي ورځ وبلله.

ملي یووالی ، د شاه امان الله خان ستره هېله

امان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې د محمودطرزي له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په ۲۷کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال دفبروري ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدي او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د۱۹۶۰زکال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایي د مېاشتې له ۵ سره سمون خوري دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه

روڼ اندي اوپرمختگپال پاچا له ټولوسکالو مخکې د افغانستان د ملي یووالي د بنسټ ټینگولو ته پام را واړاوه اودغه ولسي یووالی یې په ډیرې پوهې د وگړو د برابروحقونوپربنسټ د قانون په هېنداره کې په خوځښت راوست. له دغو بدلونونوڅخه یواړین بدلون د دولت د ټولنیزوسماونو د لومړۍ لړۍ،د اساسي قانون یا دافغانستان د دولت د اساسي نظام لېک د اډانې وړاندیز او منل ول چې په ۱۳۱۰ ل کال کې په ننگرهارکې په ۸۷۲ کسیزې لویې جرگې کې چې په خپله پاچا یې مشري کوله تر خبرواترولاندې ونېول او بیا ومنل شو او د افغانستان په څو زره کلن تأریخ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د انساني حقونوپربنسټ ولاړ د یوه اساسي قانون څښتن شو. دغه قانون چې په ۷۳ مادوکې سمبال او منل شوی وو په خپلې ټولیزې څپرکۍ کې یې د : برابرۍ پربنسټ شخصي آزادي، د مرییتوپ پرړنگونې، درَسَنیو،کار، ورهنگړتوب(کسب) اوزده کړې پرآزادۍ ،د استوگنې پرخوندیتوب، د شتمنیو د مصادرې پرمنع کولو،د بیگاراوغیرقانوني ځورونوپه له منځه وړلو اونورو کې غبرگون موندلی وو. (۹، ۱۰، ۲۲، ۲۴ مادې) ددغوښېگڼوترڅنگ په شپاړلسمې مادې کې راغلي ول چې : (دافغانستان ټول وگړي دشریعت اوقانون له مخې له برابروحقونو او پازوالی یا'مسوؤلیت' څخه برخمن دي). داساسي قانون ۱۱ مادې حکم کاوه :(په افغانستان کې دمرییتوب ټول بنسټونه بند دي) دهمدغې مادي پربنسټ دکابل په ښارکې څه ناڅه اوه سوه هزاره مرییان او کنېزانې دهغوی دخانواکو له منگولو اوکورونو څخه خپلواک شول. له دغه ځایه ده چې هزاره وگړي دهربل توکم په پرتله دشاه امان الله په ملاتړراپورته سول او ترهرچا زیات د سقاوي درژیم دتورو اوبلونسې 'غضب' په تورتم کې وزبېښل شول.

د هېواد نامتو تأریخ لېکونکی ارواښاد غبارمني چې ددغو قانوني موادو روح دا وه چې په عملي ډول پلي کېدل او د درغلنې له ککړوالي، ځان ښودني او چل څخه پاک ول.د بېلگې په ډول مذهبي لمانځنې اودودونه او د امامېه مذهب دلارویانو تکېه گاه گانې آزاده شولې. د کندهار، غزني ، جلال آباد او د کابل د پوهنې په ټولنه کې دافغانستان د هندوانو یویو ټاکل شوي استازي ته ځای ورکړل شو چې په اداري چاروکې د برخې څښتنان شول اود هندوانو له پگړیو د ژیړرنگ خنډ اود هغوی د جزیې د پاتې پیسو برخه (د شاه امان الله خان د ۱۲۹۹ ل کال =۱۹۲۰ز کال د فرمان له مخې) لېرې شو. (۹) او د هندوانوماشومان په ملکي اوپوځي ښوونځیو (د حبیې او حربیې لیسې) کې ومنل شول او نورد توکم، ژبې، مذهب، ټبراو ډلې له مخې، نژادپالنې اوتوپیرپالنې ته ځای نه وو،دمحمدزیوپرپله پسې (مستمري) اوټبرنی وړیا تنخوا اود خانانواوملایانومخواکۍ (امتیاز) ته د پای ټکې کښېښودل شو او ولس په حقونوکې له یو بل سره برابروگڼل شو(۱۰). د دنمارکي پوه استااولسن په وینا: د افغانستان په اساسي قانون کې د افغانستان وگړوته هغه حقونه ورکړل شوي ول چې کټ مټ د لوېدېځو لیبرالو هېوادونو په قانونوکې ول. د(افغان) ولسي اوملي پیژاند یاهویت د برابروحقونود خوندوي کولوله لارې د هېواد ټولووگړو ته ورکول کېده.د افغانستان په ټولنه کې اساسي قانون یو انقلاب وو، او دغه قانون نه یوازې د هېوادوالو پرمدني حقونود منښتې گوته ایښودله، د دولت چلونکی ځواک یې سمبالاوه او د کابینې پازوالي یې روښانوله بلکه د پاچا واک یې رالنډواوه اود(۷) مادې پربنسټ دپاچاواک یې د قانون ترسیوري لاندې راوست او په افغانستان کې دیواړخیزې دودیزې شخصي ناتارگرې واکمني پرځواک یې د پای ټکی کښېښود. (۱۱)
کله چې شاه امان الله په دندوکې د قانون پلي کولو ته ملاوتړله دهغه پروړاندې د دښمنیواودمخالفت د ټغر لمنه پراخه شوه. هغه څه چې پاچا نه منل د خپلوانواو نورومخورو اغیزمنوکسانو د ملاتړ اومکلفیت بنسټ وو.دلته ده چې کله پاچا د محمدزیود کورنۍ اونوروخانانواواغیزمنوروحانیونو وړیا تنخوا یا مستمري له منځه یووړه، یاکله چې د خپلومورَنیو خپلوانو د زنداني کولو امربه یې ورکاوه معنی یې داه وه چې خلکو ته څرگنده کړي چې ټول وگړي د قانون په وړاندې یوبرابردي اوهېڅ چاته تربل لومړیتوب نه ورکول کیږي اوهرڅوک چې د قانون له اډانې پښه وغځوي نود قانون پربنسټ به جزاء ویني خو د پاچا دغه چال چلند لږترلږه د ستاینې اودرناوي وړ یوغبرگون را ونه پاراوه او له ټبرنیو- توکمیزو دودونوڅخه په وتلومحکوم وگڼل شو.
شاه امان الله خان دولس یاملت ملي یووالي ته لومړیتوب ورکاوه اوکله به یې چې دملي یووالي خبرې کولې نوهېڅکله به یې خپلې ولولې اواساسات نشوای پټولای. په ۱۳۴۰ ل کال کې د کندهار د سفرپه ترڅ کې د لړم د میاشتې اوومه د جمعي په ورځ د جمعی له لمانځه وروسته چې پرخپل امامت یې لمونځ اداء کړ د خرقې مبارکې په جومات کې د لمانځه د خطبې په ترڅ کې د ملت د یووالي په اړه یې ډیرې خبرې وکړې اود خبرو په یوې برخه کې وویل(هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوي ،پرته له توپيره ورته افغان ویل کیږي. بیا نو دراني ، غلجي اواڅکزي او اوپره څه معنی لري؟). پاچا د (اوپره)د وییکي کارونه دهغو توکمونو اوټبرونولپاره چې گڼې بې خوځښته او بې سره دي ناجایزه اوسپکاوی وگاڼه او کارَونه یې په ټېنگه منع کړه او دغه ټول توپیرونه اوتوپیرپالنه یې د دښمن په لاس کې ترټوله ښه وسله وبلله او ویې ویل:(زموږ د ښمانانو زموږپه منځ کې له دغه تاوتریخوالي څخه ډیره گټه پورته کړې. آه ! چې خپل مټ یې په خپل لاس راڅخه بیل کړی! دړې وړې یې کړو ،ټوټې ټوټې یې کړو اوزموږټول ځواک یې را وزبېښه. په دغه ځای کې د امیر له سترگو اوښکې راوبهېدلې)(۱۲)

 شاه امان الله دملي یووالي په اړه 
 د کندهاروگړوته په خپلې یوې بلې وېنا کې وویل:(هندو، هزاره، شیعه، سني، احمدزي،پوپلزي نه لرو، ټول یو ملت یو او هغه هم افغان. ماته ټول افغانان وروڼه دي.)


 د خپلواکې اوملي یووالي د ساتنې او له خرافاتو څخه د ډه ډه کولولوپه اړه، وگړوته داعلیحضرت امان الله خان لارښوونې ډیرې اوچتې اوله لوړې پوهې برخمنې خبرې وې. اروپاته د سفرپه موخه د بهرنیوچارود وزارت د ستور په ماڼۍ کې د ولس د گڼو پاړکو یا طبقو ترمخ د خدای په امانۍ په وخت یې وویل:بهرته زماسفریوازې ستاسو په گټه دی اوبس، که رانغلم په یادولرﺉ چې د هېوادساتنه وکړﺉ اویو یوموټي ملت اوسـﺊ. دیوه ناتارگرپاچاترسیوري ژوند ونه کړﺉ.زمالارښوونو ته ښه غوږونیسـﺊ اوپه خرافاتو گروهن مه اوسـﺊ، ځکه یوشمیر ناپوهه ملایانو له دین څخه یو ځنځیرجوړکړی او ستاسوپرغاړه یې دراچولی ، تاسو ته ناسمې لارښوونې کوي او تاسوپه غولونه لمسوي، دخدای اوپیغمبر (ص) له امراولارښوونو سره سم چلندوکړﺉ. هغه څه چې ملایان وایي پرې باور مه کوﺉ. د ښځو پروړاندې له زغم اوزړه سواندۍ څخه کارواخلـﺊ، تاسوټول دیوه هېواد بچیان یاست اوله یو بل سره وروڼه اوسـﺊ. ښځې ستاسو په شان حق لري اوانسانانې دي. له یوې ښځې پورته بله ښځه مه کوﺉ اوماشومان موښوونځیو ته ولیږﺉ اوخپله شتمني دخپلوماشومانو دښوونې او روزنې په لاره کې ولگوﺉ. (۱۳) د اماني د حکومت دټولنیزوسماونویااصلاحاتو دویمه لړۍ هېواد ته د شاه له اوږده سفره وروسته پیل شوه. کله چې شاه د اروپا دپیاوړوچارواکوله چال چلند اود لوېدېځ د تخنیک اوفرهنگ وده په ځانگړې توگه په ایران کې درضاشاه او په ترکیه کې دمصطفی کمال اتاترک د پیاوړوتگلارو له کتلو اغیزمن شوی وو،په افغانستان کې یې دسماونواواصلاحاتودتگلارو په پلي کولو کې له بېړې کارواخیست د ۱۹۲۸زکال د آگست دمېاشتې پر۲۹ نېټه یې یوه یوزرویوه کسیزه جرگه راوبلله او له جرگې سره یې دټولنیزو بدلونونو دلړۍ په چټکولوکې خپلې موخې او هېلې گډې کړې.

شاه لومړی د خپل سفر په اړه گزارش ورکړاوبیایې جرگې ته په افغانستان کې د چټکو ټولنیزو اواقتصادي بدلونونو په اړه خپله د اصلاحاتوتگلاره وړاندې کړه. ددغو اصلاحاتوپه بنسټ کې د ځمکوالۍ اوله ځمکوالۍ مخکې زاړو دودونو اواړېکوته د پای د تکي اېښودنه وه او د هېواد لوړو پاړکو یا طبقو لکه ځمکوالو، توکمېزومشرانو او اغېزمنو روحانيونو چې په هغه وخت کې یې د دولت له اصلاح غوښتونکو تگلارې سره مخالفت کاوه، له خپلې  گټې او امتیازڅخه بې برخې کېدل.
د استا اولسن پروینا په (دغه پروگرام کې چې په افغانستان کې یې دروحانیت دواک زړه په نښه کړی وو) د ښځو د چادریو له منځه وړل، دمـُرېدۍ له منځه وړل، په بریتانوي هند کې د دیوبند په مدرسه کې د ملایانو د زده کړو بندیز، له ملایانوڅخه د ازموېنې اخیستنې، پر افغان وگړود تذکرو وېشنې، د سرتیرۍ دورې ته د ځوانانورابلنې، په لومړینو ښوونځیوکې د هلکانو او نجونو گډې زده کړې او بهرته د زده کړو لپاره د افغان ځوانانو لېږنې، د صغیرې نجلۍ د نکاح بندېز او د نجونولپاره (۱۸) کلنۍ د واده د کال اود هلکانو لپاره (۲۲) کلنۍ دواده د کال ټاکنې او نوروحقوقي اوټولنیزو سکالو گډون درلود. (۱۴)
خودغه سماونې اوریفرمونه د ټولنې د روحاني برخې او د لوېې جرگې د محافظه کارې ډلې له غبرگون سره مخامخ شول چې مخکښان یې د شوربازار حضرتان ول او مشري یې فضل عمرمجددي چې خلکو د نور المشایخ په نامه پیژانده وو.
د ایران لوړنومی اونامتو پوه ډاکټرشجاع الدین شفاء په تهران کې د هغه هېواد د مخوَر روحانیت په اړه د انگلیس د وزیرمختار د پټ گزارش له مخې لیکي:(په ایران کې له دربار او دولتي مأمورېنو پرته یوه بله مخوَره ډله هم شته چې تل باید وساتل شي او هغه د علماوو او روحانیونو ډله ده. دغه ډله پراخه او لویه ځانگړې پانگه لري چې د موقوفاتو له لارې ترلاسه کیږي اود ایران په هرگوټ کې روحانیون، مدرسین او طلاب د دغوموقوفاتو له دَرَکه، د امام دونډې او د گڼ شمیرنذرونوله لارې بشپړه گټه ترلاسه کوي. موږ(انگلستان) باید دایران د واکمنې ادارې له لارې په دغې ډلې کې د ننوتلولپاره لاره ومومو نواو باید له هندوستانه یو شمیر سیدان، ملایان او فقیران د شیعه گانو دیني مرکزونو اومتبرکه ځایونو ته ولیږو او کرارکراربه وکولای شو دایران د عالیه روحانیت پاړکه یا طبقه اداره کړو.) [سر هوارډ جونس، په ایران کې د انگلستان مختاروزیر، دانگلیس دبهرنیوچارو وزارت ته پټ گزارش، دانگلستان د بهرنیوچارو دوزارت له خپروشویو لاسووندو څخه رانقل شوې). په همدې تړاو داکټرشفاء یوه بله هم خبره رایادوي.(۱۵)

د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هېوادپال اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان

دانگلیس دغه سیاست په نورواسلامي هېوادونو او له هغې ډلې زموږ په هېوادکې د نوموړي سیاست پرپلي کېدلو منښته کوي. کله چې انگلیسانوامیر عبدالرحمن خان زموږد هېواد په سیاسي ډگرکې د واکمنۍ کړۍ ته را ننه ایست نوپردولت یې خپلې اغیزې دمخـَوَرو روحانیونو له لارې وشېندلې او هېواد ته یې له هندوستانه د یو شمیر شیخانود رالېږلو له لارې زموږدهېواد په کورني برخلېک کې اغېزمنه ونډه ولوبوله. د یوشمیرافغاني تأریخ لیکونکو په منښتې، د حضرت شوربازار روحاني کورنۍ د ۱۹ ز پیړۍ په پای کې لومړی ننگرهار بیا کابل ته راغله اوپه شوربازار کې یې استوگنه پیل کړه.داستوگنۍ په پیلیزوشېبوکې د مجددي حضرتانو کورنۍ یوازې په دیني سکالو کې بوخته وه ، خود خپلواکۍ له جگړې وروسته دغې کورنۍ سیاسي سکالو ته لاس واچاوه او د هېواد دټولنیز او فرهنگي پرمختگ لړۍ یې تر نیوکولاندې ونېوله او د اماني د پانگوالۍ ضد دولت ته یې سرخوږی رامنځ ته کړ.
هرگوره د لویې جرگې په دریمې ورځ د ښځو د چادرۍ د آزادۍ خبره رابرسیره شوه. یو شمیرملایانو دښځو له مخ لوڅۍ سره مخالفت ښکاره کړ او هغه یې داسلام داصولو خلاف وبلله. شاه د هغوی په ځواب کې وویل: که څه هم زه ملا نه یم خوپوهېږم چې په اسلام کې سـَتر له غاړې کښته ته ویل کیږي. ملایانو بیا هم د شاه خبره وغندله او شاه ملایانو ته په په عصبانیت وول:( ټول مصیبتونه ستاسو(ملایانو) له لاسه دي. تاسو [له مفتخورانو پرته بل څه نه یاست] هغه څه چې زه غواړم هغه به پلي کړم او ددغه سَتر(برقع چادري) د لیرې کولو خبره به ان د برچې په مټ پلي کوم، نه په غوړه مالۍ اوخوشامندۍ. باید پوه سـﺊ چې زه یو انقلابي پاچا یم) او بیا یې د لویې جرگې غړو ته په خطاب کې وویل(زما د گران ملت استازو! تاسو ته زما سلا دا ده چې هغه ټول ملت ورسوﺉ او سلا دا ده چې پوه سـﺊ چې په هېواد کې دغه ملایان د خپلو وعظونو له لارې د دښمن دروهې یا دسیسې خپروي. زموږد وروسته پاتې والي لامل هماغه ناڅرگندې او موهومې اوسانې دي چې دوی یې وگړو ته وایي او په دغو قصو زموږ خلک غولوي. زه به د خپل حکومت په وخت کې د دغو ملایانو چاره وکړم،خو تاسو د ملت استازي باید خلک په دغو خبرو پوه کړﺉ چې د گوتوپه شمارد یوشمیر ملایانو په درغلنې چې غواړي زموږملت بدبخته کړي، ونه غولیږي)(۱۶).

د نامتوافغانستان پیژندونکي لودویک ادمک دوینا له مخې: د لویې جرگې په څلورمه ورځ شاه د ملایانو اوملایۍ په اړه خبرې وکړې اوویې وویل چې وروسته له دې هغه کسان چې غواړي ملایي وکړي نو مسلکي ازموېنه به ورڅخه واخیستل شي اوهغه څوک چې په دغې ازموینې کې بریالي نه شي،نوله ملایۍ څخه به بې برخې شي. همداسې هغو بهرنيو ملایانوته چې د هند د دیوبند له مدرسې څخه فارغ شوي اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان ته راشي او ملایي دې وکړي، ځکه هغوی بد او اورپکي، پروپاگندچیان ،بهرني اوخاین دي. (۱۷)
ډاکټرکاکړ د منشي علي احمد له قوله وايي: (شاه ټینگاروکړچې دغه ملایان ټول د بهرنیو د دسیسوتراغیزې لاندې راغلي او د دغې خبرې د زباد لپاره یې یوشمیرشواهد هم وړاندې کړل. شاه غوښتل چې دغه ملایان دې ټول له افغانستانه وشړل شي او یا دې په یوې ټاکل شوې سېمې کې تر څار لاندې ونېول شي او ددولتي چارواکو له اجازې دې پرته د وتلو اجازه ونلري)(۱۸)
دلویي جرگې غړي چې گڼ شمیر یې ځمکوال او روحانیون ول پوه سول چې شاه د هغوی له پخوانیو امتیازاتود کمبلې له ټولولو څخه نه یوازې نه غواړي لاس په سرشي،بلکه له صغیرې نجلۍ سره واده منع کوي، او له نارینه وو سره د ښځو برابرحقونه هم غواړي چې گڼې وروسته لدې به ښځې په لوڅ مخ له کورو راووځي (په ځانگړې توگه کله چې شاه د ښځو د نقاب د لیرې کولو خبره اعلان کړه او ملکه ثریا په لوڅ مخ جرگې ته راغله)او کله چې ویې لېدل پاچا ملکان اوځمکواکان ددلالۍ له دندې څخه منع کوي او د بزگرو په منځ کې له دولت سره په اړېکه کې دهغوي اغیزه راټېټوي، نو د شاه له اصلاحي وړاندیزونو سره یې مخالفت پيل کړ. هغو لومړیو کسانو چې د شاه له اصلاحاتو سره د مخالفت سرونه را پورته کړل، له سرحدي لېکې هغه غاړه د نورالمشایخ تر مشرۍ لاندې د شوربازار حضرتانو او له لېکې دیخوا ورور یې محمد صادق مجددي داماني د اصلاحاتو پروړاندې مټي را بډ وهلې. نورالمشایخ د ښځو له مخ لوڅۍ او دهلکانو له ښووني او روزنې سره په کلکه مخالف وو، دهغه له نظره دهلکانو تگ ښوونځي ته سړی کافرکوي .خو رښتیا دا وه چې که هلکان ښوونځیوته تللي وای اوپوهه یې زده کړې وای نو دهغوی د پیرۍ او مریدۍ د هټۍ سودا چا نه اخیستله اویو پوه او رزول شوی هلک دې ته غاړه نږدي چې د مریدۍ پړۍ دې په غاړه کې ورواچول شي.

شاه امان الله غازي خپل ولس ته دوینا په حال کي

شاه امان الله په رښتیا یو انقلابي اوسرښندویه پاچاوو: هغه دافغانستان د سیاسي خپلواکۍ په ترلاسه کولو نه یوازې د نړېوالو په سترگو کې دانگلیس حیثیت ، اعتباراو مخورتوب دړې وړې کړ؛ بلکه دمحمدزیو ،خانانو د توکمونو مشرانو او د سترو روحانیونو د مستمري معاش په بندولویې دهغوی دښمني د ځان په بیه واخیستله. د ټولنې د منځنیو پیړیو له زړو دودونو او رسمونو سره مبارزه لکه د دودیز کمیس اوپرتوگ شا ته غورځول اوپرځای یې د اروپایي جامو اغوستل، د پگړۍ پرځای د قره قلي خولۍ پرسرول،د جمعې دورځې درخصتۍ پرځای د یکشنبې دورځې ټاکل،هغو مأمورینو چې له یوې میرمنې یې زیاتې ماندینې درلودلې د یوې ښځې غوره کول،په پوځ کې د مریدۍ او پیرۍ لغو کول، له ملاډولو کسانو څخه دملایي ازموینه، دښځو دحجاب ستونزه اودنارېنه وو په وړاندې هغوی ته د ډیرو حقونو ورکول، له بوډا سړي سره دصغیرې نجلې د نکاح منع کول او ... او.... ټول هغه گامونه ول چې هر یوه یې له دولت سره د دښمنۍ اورته لمن وهله او هغه یې د واک له گدۍ لیري کړي. که له دغو تیر سو، شاه امان الله په بهرني مورچل کې هم یو شمیرگامونه اوچت کړل چې د هېواد د ثبات لپاره ډیرخطرناک ول: د بېلگې په ډول:د بخاراله بلواگرو مرسته او دبلشویکانو د ولکې پروړاندې د بخارا دخپلواکۍ لپاره د بخارا امیر ته د وسلو او جنگیالیو لېږنه، د بخارا د خپلواکۍ د غورځنگ له مشرانو ابراهیم لقي او انورپاشا څخه ملاتړ. حال داچې بلشویکانو نه یوازې افغاني مرسته شوي وسلې او سرتیري ونیول بلکه د بخارا د پاچا سره زر یې هم ضبط کړل. همدا شان د سرحدي لېکې په بله غاړه کې دخپلواکۍ لپاره د قبایلو هڅول اوکابل ته دهغوی د مشرانو رابلل، دهندي انقلابیونو د لنډمهالي حکومت په رسمیت پیژاندل او په افغانستان کې د هندي کډوالو منل هریو هغه خځلې اولرگي ول چې له انگلیس سره یې ددښمنې اورته لا اوږه ورکوله. د نظردخاوندانو له ډلې څخه دښاغلي آصف آهنگ له قوله، شاه امان الله دغه هېوادپال پاچا په ۷ مورچلونو کې جنگېده [له ۷ مورچلونو څخه د ښاغلي آهنگ موخه د روحانیونو ،د قبایلومشرانو، ځمکوالو،د محمدزیو مستمري اخیستونکو، د ځمکوالۍ زړو دودونو، د پوهنې پراختیا او د ښځو آزادي، له انگلیسانوسره دجگړې مورچل او له بلشویکانو سره دجگړې مورچل] اوپایله یې له هماغولومړیو څرگنده وه. [د لیکوال په نامه دښاغلي آهنگ صاحب له یو خصوصي لېک څخه]

د اعلیحضرت امان الله خان په اړه یو شمیر لېدتوگې یا نظرونه

فرایزرتتلر: په کابل کې دانگلیس سفیراودیپلومات د هغه په اړه لېکي: (امان الله خان به په مېړانې، دوستۍ او لارښودیزې مشرۍ کې ستایل کېده اوله خپل نېکه پاینده خان څخه به یې تقلید کاوه. امان الله خان یو هېوادپال او دافغانستان دپرمختگ پلوی سړی وو او غوښتل یې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې د لوړ دریزخاوند واوسي. امان الله خان د درناوي وړ ویاند او په نړېوالو چارو کی یې بشپړ معلومات درلود. د امان خان په شخصیت کې د ضعف ټکی دا وو چې غرور،پرتم اوځانمننه یې درلودله)(۱۹)
دهند سروزیرجواهرلعل نهرو: اروپا ته د شاه امان الله د اوږده سفر او دهغه دپایلو په اړه لیکي: (د ۱۹۲۸زکال په لومړیو کې امان الله او ملکه ثریا له افغانستانه د اروپا په لور د یوه اوږده سفرلپاره وخوځېدل.دگڼ شمیراروپایي هېوادونو پلازمېنو لکه روم،پاریس، لندن او مسکو ته ولاړل اوپه هرځای کې له تودوهرکلیو سره مخامخ شول. دغوټولوهېوادونوپه ډیرې لېوالتیا غوښتل چې دخپلوسیاسي اوسوداگریزو موخولپاره د امان الله پام ځانته راواړوي.هر چیرته ورته گرانبیه سوغاتونه ورکړل شول خو هغه د یوه هوښیار اولوړسیاستپوه په توگه خپله ونډه په لوړه کچه اوښه توگه لوبوله او په هېڅ ځای کې یې د هېڅ شي ژمنه په غاړه نه اخیستله. د راستنېدلو په مهال له ترکیې اوایرانه یې لېدنه وکړه. دامان الله اوږده سفر دډیروپام ځانته راواړاوه. اعتبار او حیثیت یې زیات شو اودافغانستان ارزښت یې هم ډیر کړ. خودننه په افغانستان کې اکریاحالت ډیرښه نه وو. امیرډیرخطرناک کار کړی وو او هغه داوه چې په هېواد کې دبدلونونو له پیلولو سره جوخت او دلرغوني ژوند ډول ته د بدلون ورکولو له څپو سره سم توده په توده په سفر ولاړ. مصطفی کمال هېڅکله دغسې خطرناک کار ونه کړ)(۲۰)

دارالامان د اماني سلطنت تاریخي ماڼۍ چي بنسټ ئې د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هېوادپال اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان لخوا ایښوول شوې خو دخپلواکۍ دوښمنانو دباروتوپه لمبو وسوځول 

د اماني د دور فرانسوي سفیر موریس فوشي د امان الله خان په اړه لیکي (دغه ځوان د خپل عمر په پرتله په سیاسي چارو کې حیرانونکې پوهه لري. ځانگړې موخې په زړورتیا پرمخ بیایي. کله چې ماله هغه سره ولېدل د جنرالۍ جامې یې پر ځان وې. سپین پوستکی او تورې زیږې سترگې یې درلودلې. دهغه په سترگو کې څرگند هوډ، واکمني اوبرابري په ځلېدلو وو. امان الله خان د خپلې ډیرې پوهې، میړانې اوپه سیاسي سکالوکې د خبرتیا له امله هرڅوک تر خپلې اغیزې لاندې راولي. امان الله دا پوهه اوکفایت درلود چې د گاونډیو (روس او انگلیس) په اړه پیچلې سکالو په ډاډ مطرح او دهغو په اړه خپل نظر اوپریکړه ووایي. هغه د پیاوړي هوډ، پتـینـې او تکل خاوند دي.تر اوسه یې دژوندوریځې پرمخ ندي راکښته شوي اوډیرې بریاوې یې ترلاسه کړي. دبېلگې په توگه افغانستان یې په ډیر لږ وخت کې ټولې نړۍ ته ورپیژندلی دی. وییکي او کلمات دهغه د شخصیت د برم اوستروالي بیان نه سي کولای)(۲۱)
امریکایي لیکوال پولاده لیکي: ما دامان الله خان د دورې له شخصیتونو سره له نیږدې کتلې او خبرې مې ورسره کړي دبېلگې په ډول: یاورمحمودخان، عبدالعزیزخان، د حربیې وزیراو جنرال محمدگل خان مومند.د هغو له خولې مې دشاه امان الله په اړه په زړه پورې او د اورېدلو وړ خبرې اورېدلې چې باید یادداشت او ولیکل شي. ددغو یادونو یوه کوشنۍ بیلگه دا ده چې : په ۱۳۴۵زکال کې دسوادگریزې خونې په ریاست کې د چهاردهي له اوسیدونکوڅخه یوه پیاده وو او نوم یې غلامحمد وو. غلام محمد په ځوانۍ کې په دارالامان کې وو. هغه ویل: دپسرلي یوه ورځ وه،باران اورېدلی وو او ځمکه ښویه وه. امان الله خان له خپلو همکارانو سره د دارالامان ماڼۍ ته راغی چې د دارلامان له ماڼۍ څخه کتنه وکړي. ماڼۍ دیوې غونډۍ پرسر وه. امان الله خان په ځغاستې پیل وکړ او دغونډۍ سرته وخوت، او همکارانو ته یې وویل، راځـﺊ چې د ماڼۍ بنسټ یا تهداب وگورو. خو همکارانو دغونډۍ سرته دختلو هرڅه هڅه چې کوله نشوای ختلای او بیرته لاندې راښووېېدل. امان الله خان هغوی ته وویل، زه تل تاسو ته وایم چې ورزش وکړﺉ او ډیره ډوډۍ مه خورﺉ، دا دی زه له تاسو مخکې د غونډۍ سرته وختلم، زما هره خبره ستاسو په خیر ده.) لدې کېسې ښکاري چې شاه امان الله له ورزش سره مېنه درلوده او ورزش یې کاوه (هماغه ځای)

میرمن ریاتالي ستیوارت (په افغانستان کې د اور)کتاب لېکواله وایي (دافغانستان پخواني امیران مغرور او متکبره ول او له هغوی سره اړیکه نېول گران ول. له بلې خوا امان الله خان یو دموکرات سړی وو او دهارون الرشید په شان پرته له ساتونکو(گارد) دښارپه بازارونو کې پلی گرځېده اوله ډول ډول کسانو سره به یې خبرې کولې. له تشریفاتو یې ښه نه راتلل او ځان یې کټ مټ د یوه عادي افغان په توگه له نورو سره برابر باله. امان الله خان یوولسپاله هېوادپال اود ختیزد خپلواکۍ ملاتړی او ډیرنومیالی سړی وو، د خپلې پاچاهۍ په پای کې یې محافظه کاران په وحشت کې اچولي ول، هغه رښتونی اوصادق وو او د خپل هېواد په عصري کولو کې ډیر جدي شو، د خپلې پاچاهۍ په پای کې یې وویل:د دې له امله چې بلوا یوازې اویوازې دده پر ضد ده نو نه غواړي وینه توی کړي او له پاچاهۍ لاس په سر شو او هغه یې خپل ورور عنایت الله خان ته پریښودله. بې کفایته درباریان د هغه تر شا او خوا راټول شوي ول، همدارنگه دهغه پرضد یې د کفر وسله وکاروله او هغه یې داسلام ضد وباله،حال دا چې هغه یو سپیڅلی مسلمان وو)(۲۲)
اوپه بل ځای کې لېکي :(د امان الله خان په څیر واکمن نه په ختیز او نه په لویدېځ کې لېدل شوی دی.هیڅ پاچا پرته له ساتونکواو ځانگړوامنیتي تشریفاتو چیرې نه ځي.خو امان الله خان هرې خوا ته روان وو اوله وگړو سره یو ځای کېده. افغانانوگومان کاوه چې دغه سړی چې ددوی ترڅنگ ولاړ دی ښایي امان الله خان وي. هغوی انگیرل چې هغه به یوچیرې له وگړو سره دخبروکولو په حال کې پرسړک باندې وگوري. کورنۍ یې پرې نېوکه کوله چې (ځان ته دې پام ونیسي)، امان الله خان به ویل:ملت زما ساتونکی (بادي گارډ) دی. امان الله خان دلیونۍ مینې په نړۍ کې له ملت سره لیونۍ مېنه درلودله). رته تالي دامان الله خان د ښوونکي عبدالغني خان له خولې لیکي چې : امان الله خان له ملي جاموسره ځانگړې مېنه درلودله اود ولسي جامو په اغوستلو لکه کمیس او پرتوگ، پگړۍ ،خولۍ اوپوستین به چایخانو اوسماوارونو ته روان وو او له خلکو سره به ایل او غیل سو، که خلکو هغه په همداسې جاموکې لېدلای وای نو څه یې نه ویل او دخپلۍ پاچاهۍ په وخت کې یې کټ مټ دغسې وکړل. امان الله خان یو ښایسته، ځوان وو،متوسطه ونه یاقد،گرد مخ، روښانه تورې سترگې یې درلودلې او هېڅکله نه عصبي کېده. په خبرو کې خوږ ژبی او مؤدب وو او هڅه یې کوله چې مخامخ لوری ځانته لیواله کړي.یوځل یې په پنځلس کلنۍ کې ویلي ول:دی شرمیږي چې هېواد یې وروسته پاتې دی او د خپلو خلکو له ناپوهۍ ځوریږي (۲۳).
دهېواد دتأریخ اوټولنپیژندنې دپوهانوپه ډله کې ارواښاد حبیبي دافغاني ټولنې یونومیالی پوه دی چې ټولې لېکنې یې د اسنادواولېکلو لاسوندو پربنسټ ولاړې دي.هغه عادت نه درلود چې خپل قلم دهغو پاچایانو او واکمنانوپه ستاینه کې په کار واچوي چې ټولنې ته یې خدمت او کار نه وي کړی. دحبیبي نېکه چې مولوي عبدالرحیم آخندزاده نومېده د امیرعبدالرحمن خان په وخت کې وژل شوی وو او له همدې امله ارواښاد حبیبي په افغانستان کې د محمدزیو له حکومت سره ښې اړېکې نه درلودلې، او دقلم په نیش یې څه چې له لاسه راغلي د بارکزیواومحمدزیود سردارنو په ځورولو اودهغوی دکړنوپه رابربنډولو یې ټونگلي دي خو ددې ترڅنگ دصلاحیت وړ او حق ویونکي عالم وو. په خپلو لېکنو کې که هغه له امان الله خان او دهغه له کارناموخبرې کړي ددې ترڅنگ چې دهغه دهمکارانو او معاصرینو له ویناوو یې دهغوی نیوکې را نقل قول کړي،خو خپل دسترگو لیدلی حال اود شاه امان الله خان په اړه خپل باور داسې لیکي:

 لومړئ انځور په پغمان کي دخپلواکۍ څلی چي شاه امان الله خان جوړکړ خو دوهم انځورئې دخپلواکۍ د دښمنانو لخوا  دلمنځه وړلو شاهدي ورکوي


 د۱۳۰۸ ل کال په پسرلي کې دشاه امان الله خان تر مشرۍ لاندې لس زره کسیزکندهاری او هزاره توکمیزلښکردکابل پر لورراوخوځېد. لښکر له زابل او مقره وواښت او دغزني پرخوا مخ په وړاندی راغی. دلارې په اوږدو کې دانگلیسانو د دسیسو پر بنسټ دیو شمیر مشکوکو اوڅرگندو کورنیو روحاني ډلو په ملاتړ ددرانیو او غلزیود توکمونو د هڅولو اوپارولو په موخه یې دغلزیود استوگنې په سیمه کې دفراهي درانیو یوه شل کسیزه مخکښه کشاف ډله ووژله او دهغوی ټوټي ټوټې شوي مړي یې دتلفون دمزیو ترکږوشویو پایولاندې ځړولي ول اودکاغذ دیوې ټوټې پرمخ یې په بد ورگې ملاډوله لېکنې لېکلې ول (دغه دغلزیوله پلوه شاه امان الله او دارنیانو ته یوه میلمستیا ده). ددغې خونړۍ او ویرلړلې پیښې په لېدلو پاچا لښکرراغوښت او ویې ویل: (اوس په زباد ورسیدله چې دښمن غواړي زموږ دتوکمونوترمنځ فساد او جگړې ته لمن ووهي چې په خپل لاس یو بل ووژنو اوددغه ناجایزکار لامل به زه وم او د تخت او تاج دبیرته رانیولو لپاره به پریمانه وینه توی او ډیر به ووژل سي. نو زماگرانو وگړو! په یقین پوه سـﺊ چې زه دکورنیو اوتوکمیزوجگړو زغم نه لرم. نه غواړم زما دتخت او تاج دبیرته نیولو لپاره تاسې داسې یو کار وکړﺉ. نوزه به ستاسو له منځه ولاړ سم چې نوره وژنه ونه سي او وینه توی نه سي.
زما گران ولس اوافغانستان به ژوندی پاتې وي خو تل پاتې تورمخي اوددغې خونړۍ پیښې پازوالي به زما پرنوم ولېکل شي.ما دپاچاهۍ له لومړۍ ورځې ژمنه کړې وه چې دافغانستان دخپلواکۍ دساتنې اودځمکنۍ بشپړتیا، یووالي اوښېرازۍ لپاره به کار وکړم.
وگورﺉ! دتأریخ په لرغونو وختونوکې دغه شهزادگي ول چې دشاهۍ د دریزد ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره جنگېدلي خو په منځ کې تاسې دملت وگړي یې یو بل ته په دښمنۍ اوجگړوهڅولي یاست. ماغوښتل چې زما دشاهۍ په دورکې داسې ونه اوسي او ددې پرځای چې وگړې د یوې بلې جگړې په لور وخوځوم، غوښتل مې دافغانستان د ټولو وگړو لپاره د دوستې، یووالي، ورورۍ اوښیرازۍ مخکښ اوسم.اوس چې وینم تاسې په کورنیو اوتوکمیزوجگړو کې راښکېل کېږﺉ دا دی اوس غواړم دغه ډگردافغانستان وگړو ته دخپلو پلویانو او مخالفانو په گډون پریږدم. تاسو په خپلو منځو کې جوړ راسـﺊ. زه دخپل تاج اوتخت د بیرته ترلاسه کولو لپاره ستاسو د کورنۍ جگړې پازوالي په غاړه نه سم اخیستای.یو تربورمې (منظورنادرخان دی) پاړه چنار ته رسیدلی او بل ورور مې (دشاه منظور نورالمشایخ دی) دلته ناست دی اوکورنۍ جگړې ته لمن وهي. زه د دغه کار نه یم ، تاسو ته زما سلا دا ده چې له یوبل سره غاړه غړۍ او جوړ راسـﺊ، خپله خپلواکي وساتـﺊ اوخپل هېواد بهرنیو دښمنانو ته مه پریږدﺉ!زه ستاسو له ډلې یو تن یم، که تاسو ښیرازه اوسـﺊ، دغه زما ښیرازي ده.خوکه په وینو کې لیت پیت سـﺊ نوزما د تل پاتې بدبختۍ لامل به اوسـﺊ. بیا دزړه سوانده ، ولسپال او ولس دوستي پاچا چې له سترگو یې اوښکې رابهېدلې د واقف لاهوري دغه دوه بیته یې وویل : هېواده !
جنگ توصلح وصلح توجنگ است من بقربانت اين‌چه نيرنگ است
ميــروم تــا تــو نـشــنــوی نـا مـــم اگـر از نام مـن تـرا نــنگ است ؟

او بیا یې وویل: فی‌امان‌الله. (۲۴)
داهغه کېسه وه چې ارواښاد علامه حبیبي د سترگو دلېدلي حال په توگه دپرمختگپال، ولسپال اوولس دوست پاچا په اړه لېکلې او په رښتنگولۍ مني چې وگړو هغه ته ډیردرناوی او ډاډ درلود او ولس غوښتل د هغه پاچاهۍ بیرته ور وگرځوي خو پاچا ددغې زړه بوږنونکې پیښې له پېښېدلو سره سم بیرته کندهار ته ستون شو او له هغه ځایه د بې وزلۍ ژوند په خپلولوله هېواده ووت چې دهېواد د بچیو وژنه په سترگو ونه ویني. دا ده دیوه هېوادپال اوپرهېواد مین لارښود بیلگه چې پاچاهۍ تاج او تخت ته یې شا کړه اودهېوادوالو وژنه یې ترپاچاهۍ غوره ونه بلله او په میړانۍ له هغې لاس پرسرشو ځکه چې نه یې غوښتل واکمنۍ ته د تږي، ځانمنونکي او د ویني بهوونکي پاچا دروند تأریخي پیټی پر اوږو یوسي.او نن دهېواد تأریخ دهغه نوم په درنښت یادوي. اروا دې ښاده وي.

د شاه امان الله او ملکې ثریا نسب او دهغوی د ژوندپای

شاه امان الله خان د(امیرحبیب الله خان زوی، دامیرعبدالرحمن خان لسمی، دامیر محمد افضل خان کړوسی دامیردوست محمدخان کوسـَی، د سردار پاینده خان کـَودی چې پاینده خان د حاجي جمال خان بارکزي زوی وو او د ستراحمدشاه بابا په وخت کې ژوندی وو) د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال)د جون دمېاشتې په لومړۍ دپغمان په دره زرگرکې د(طاق ظفر) په سېمه کې دملکې سرورسلطان له لمنۍ چې لقب یې (سراج الخواتین)وو سترگې پرنړۍ وغړولې. دامان الله خان مور سرورسلطان دشاغاسي شیردلخان لور چې(د امیرشیرعلیخان د دربارشاغاسي وو) او د خوشدل خان بارکزي خور وه چې دغه کورنۍ د هغه د پـَیر یا دورله سترو خانانو څخه وه.

په ۱۹۵۰ کال کې ملکه ثریا (۱۸۹۸-۱۹۶۸)) روم

امان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې د محمودطرزي له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په ۲۷کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال دفبروري ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدي او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د۱۹۶۰زکال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایي د مېاشتې له ۵ سره سمون خوري دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه.
دشاه امان الله غازي میرمن، ملکه ثریا (د علامه محمودطرزي لور، د غلام محمدطرزي لسمۍ، دسرداررحمدلخان کړوسۍ وه چې سردارپاینده خان د حاجی جمال خان بارکزي زوی وو) په ۱۸۹۸زکال کې د سورېې د دمشق په ښارکې سترگې پرنړۍ وغړولې او په ۱۵ کلنۍ کې یې له شهزادگي امان الله سره واده وکړاو لدې چې ډیره پوهه اوهوښیاره وه او په عربي، فرانسوي، ترکي اوفارسي ژبو یې په بر لاس خبرې کولې نو دښځو د بیدارۍ، د ښځودآزادۍ او دهغوی حقونوته ددرناوي په موخه په کابل کې د ښځودټولنې (مؤسسه نسوان) او دښځودښوونځي (مکتب مستورات) اودښځو ستونزوته دځواب ویلو او دهغوی د اکریاحالت دښه کېدلولپاره د یوې ادارې دجوړولو له لارې دستاینې وړ خدمتونه وکړل.

په جلال آباد کې د شاه او ملکې خاورو ته سپارل

د ۲۰۰۷ کال دجون په ۸ نېټې د اوراښاد اعلیحضرت شاه امان الله وراره سردار کبیرالله سراج له امریکا دتیلفون له لارې راته وویل: دارواښاد شاه امان الله دوصیت پربنسټ جنازه یې باید دهغه د نېکه (امیرعبدالرحمن خان) د قبرترڅنگ دکابل په بڼ ماڼۍ (بوستانسرا) کې خاوروته سپارل شوې وه، خوکله چې دغه موضوع دامان الله خان دخوریي جنرال سردارولي له خوا شاه ولیخان او ظاهرشاه ته وویل شوه، هغوی تر دریو ورځو ملکې ثریاته هېڅ ځواب ورنه کړ. د ملکې ثریا دوینا له مخې په دې ترڅ درې هېوادونه دې ته چمتو شول چې د ارواښاد جنازه په ځانگړي درناوي په خپله خاوره کې خاورو ته وسپاري. لومړنی هېواد ترکیه ووچې دشاه امان الله او د هغه هېواد اروا ښاد مشر مصطفی کمال اتاترک دملگرتوب په درناوي یې غوښتل دپاچا جنازه په پرتمینو مراسمو ترکیې ته یوسي او دکمال اتاترک د مقبرې تر څنگ یې خاوروته وسپاري.
دوهم هېواد سعودي عربستان او دریم ځای دپښتونستان وگړي ول چې د غازي ارواښاد امان الله د جنازې د راوړلولپاره یې چمتوالی ښوولی وو. په دغه وخت کې دافغانستان سروزیر سردار محمد داؤد ماسکو ته په سفر تللی وو او کله چې ددغو مسلمانوهېوادونو په ځانگړې توګه د پښتونستان د وگړو خبره یې ورته وکړه هغه لارښوونه وکړه چې د غازي امان الله خان جنازه دې د هغه دپلار امیرشهېد ترڅنگ خاوروته وسپارل شي. دشاه امان الله خان وروڼو او خویندو غوښتنه وکړه چې د شاه امان الله جنازه دې یوځل په کابل کې کښته شي چې خپلوان او دکابل وگړي اروا ښاد پاچا ته دخپل درناوي مراسم ترسره کړي خو دغه غوښتنه ونه منل شوه او لارښوونه وشوه چې جنازه دې د کندهار په هوایي ډگر کې له یوې لنډې تم کېدنې وروسته نیغ په نیغه جلال آباد ته ولېږدول شي او پرته له ځنډه دې خاوروته وسپارل شي. دپښتنو دتوکمونو مشرانو د اروا ښاد جنازه په ډیر درناوي د ننگرهار له هوايي ډگره پورته کړه دجلال آباد له ښاره یې تیره کړه او بیا یې د سراج الاماره په بڼ کې د امیرحبیب الله امیرشهېد دمقبرې ترڅنگ یې پرځمکه کښېښودله. کله چې جنازه خاوروته سپارل کېدله خان عبدالغفارخان غوښتل خپله وینا واوروي او همدا چې ویې ویل : شاه امان الله خان ماته د فخرافغان درناونوم(لقب) راکړی او غواړم ددغه ولسپال اوپه ولس مین پاچا په اړه خبرې وکړم، هغه ته د نورو خبروکولو اجازه ور نه کړل شوه او شاه ولیخان په ډیر قهر د مقبرې له سره لیرې شو او خپل زوی سردارولي ته یې وویل :هرڅه چې له دغو خلکو سره مرسته او انسانیت وشي ، په قدر یې نه پوهیږي.

په جلال اباد کي د آزادېپال او هېوادپال غازي شاه امان الله خان قبر

سردارکبیرسراج زیاته کړه چې دشاه امان الله د فاتحې مراسم دکابل دپل خشتي په جومات کې ونیول شول او د شاه امان الله وروڼه او مشرزوی یې سرداررحمت الله جان د ویر پرټغرکښیناستل. د ویرپه درېمې ورځ دپل خشتي په جومات کې دکابل گڼ شمیر ښاریان راټول شوي ول او غوښتل یې دارواښادپاچا زوی له نیږدي وگوري او د هغه له لارې ولسپال پاچا ته دخپلو زړونو درناوي ډالۍ کړي، خو شهزادگي رحمت الله ته اجازه ورنکړل شوه چې دکابل دخلکو له مخې تیر شي او له هغوی مننه وکړي. شهزادگی رحمت الله جان یې د جومات له شاتېنۍ دروازې له جوماته دباندې وایسته او سردار کبیرالله سراج د راټولو شویو خلکو ډلو ته ولېږل شو چې له وگړو مننه وکړي او خلکو ته دې ووایي چې شهزادگی رحمت الله جان د جومات له شاتینۍ دروازې دباندې تللی دی. سردار کبیرالله سراج زیاته کړه چې د فاتحې په هماغه درېمې ورځ د ارواښاد شاه امان الله زوی ته وویل شول چې ژر ترژره دې له هېواده ووځي، خو هغه غوښتنه وکړه چې یوازې یوه ورځ نور دې ورته اجازه ورکړل شي چې د دارالامان ماڼۍ او دپغمان بڼ له نیږدې وویني، خو دسلطنت ځانغښونکې ادارې دغه انساني غوښتنه وغندله او شهزادگی له خپل خوریي (دمحمدولیخان له لمسي) سره په اوښکوډکوسروسترگو اوناهیلي زړه دکابل له ښاره چې دپلارد مینې ښاریې وو،ووت چې د دارالامان دماڼۍ او دپغمان دبڼ تنده له ځان سره گور ته یوسي. د شاهي رژیم په داسې ځانغښتونکې اوقهرلړلې خپلسرۍ اوځانمننې دې آپرین وي!!

ریه تالي ستیوارت د (په افغانستان کې اور/آتش درافغانستان) کتاب لېکوال د اعلیحضرت شاه امان الله د تدفین د مراسموپه اړه لېکي چې :په جلال آبادکې تابیاوې نېول شوې وې چې دهغه میرې زي دې دهغه جنازه تر قبره ولیږدوي خو دقبایلو خلک چې یو شیمریې د شینوارو د سنگوخیلو له ټبره ول هغوی یې یوې خواته ټیل وهل او ویې غوښتل او ټینگار یې وکړچې تابوت به دوی تر قبره یوسي او دغه کاریې وکړ او دهغه وصیت یې پرځای کړ او دپلاردمرقد ترڅنگ یې خاوروته وسپاره، پدې ډول پاچا دهغې خاورې په زړه کې خاورو ته وسپارل شو چې هغه ورسره مېنه درلودله. په جلال آباد کې مې دهغه آرامځای ولېد، یوې خوا ته د مرمروپه کاڼو پر پوښل شوې ډبرې دپلار نوم یې لېدل کیږي او دې ته ورته دامان الله خان نوم د مرمرو دکاڼې پرمخ لېدل کیږي او هرځل چې ورتلم لېدل مې چې پرقبریې تازه گلان ایښودل کېدل،حال دا چې عنایت الله خان یې له سترگو غورځولی وو. یو ځل دلمانځه په وخت ورغلم ومې لېدل چې یو تن دعا کوي او راته ویې ویل چې خپل بوټان وباسم، هو دا کار هغه وگړي کوي چې یوه ورځ یې بیواکه کړی وو(پ ۱۹۲ -۱۹۱)
ریه تالي ستیوارت د (په افغانستان کې اور/آتش درافغانستان) کتاب لېکوال دملکې ثریا د تدفین په مراسمو کې هم گډون کړی وواوپدې اړه لیکي: په ۱۹۶۸زکال کې وروسته لدې چې د بریتانویانو لاسوندي مې ولوستل افغانستان ته ولاړم، په هغه وخت کې افغانستان یو ډیرپرمختللی او عصري هېواد وو. دکابل دپوهنتون پرمختگ مې په هاغسې ډول ولېد چې امان الله خان په اکسفورډ کې دخپلې وینا په ترڅ کې ورڅخه یادونه کړې وه.
د۱۹۶۴زکال(ددیموکراسۍ پـېریا دور) اساسي قانون خپور او د کانتي ننتل هوټل جوړشوی وو اوښځو چې اروپايي جامې یې په ځانونو کې وې له ما سره خبرې کولې. چادري لرونکوښځوبه په سترگو سترگو کې ماته کتل اویوې چادرپوښې ښځې د پان امریکن دهوايي کرښې بکسه له ځان سره وړه. ماته وویل شول لس کاله مخکې د داؤدخان په پرمختللي وخت کې د شاهي کورنۍ، افسرانو او لوړپوړو چارواکو ښځو له چادرۍ پرته د جشن په مراسمو کې گډون کړی وو او دهغې ورځ په سبا په واټونو کې پولیس د تیارسـﺊ په حال کې لېدل کېدل چې خلک لوڅ مخو ښځو ته تاوان ونه رسوي، حال دا چې ۳۱ کاله مخکې ملکې ثریا چادري له ځانه لیرې کړې وه. دامان الله خان په وړاندې بلوا افغانستان ۴۰ کاله وروسته بیرته وغورځاوه. ملکه ثریا د۱۹۶۸زکال داپریل دمېاشتې په ۲۱ نیټې په روم کې له نړۍ سترگې پټې کړې، ایتالویانو د ملکې ثریا جنازې ته د ځانگړو شاهي تشریفاتي دودونو له لارې درناوی وکړ او هغه یې کابل ته را ولېږدوله اوپه یوې پوځي الوتکې کې جلال آباد ته و لېږدول شوه؟ کله چې د ثریا جنازه جلال آباد ته راورسېدله زه په هوايي ډگرکې وم،څوتنو پگړۍ پوښو قبایلیانو چې یو وخت دهغې له کړنو څخه کړکجن شوي ول د هغې د جنازې په موټر کې مخکې ناست ول او قرآن یې لوست او په داسې حال کې چې دعا یې کوله له الوتکې لیرې شول. د ملکې ثریا قبر یې د امان الله خان له آرامځي لږ لیږې کېندلی وو اووروسته له تدفینه ملایانو بې اختیارې خبرې وکړې خو هغه یې ونه ستایله، د هغې د کورنۍ له ښځوپرته بله هېڅ ښځه نه لېدل کېدله. کله چې نارینه له قبره لیرې شول یو شمیر چادري پوښې ښځې راغلې او لاسونه یې پورته کړل او ملکې ثریا ته یې دعاوی وکړې. هغوی دداسې چا لپاره دعاوې کولې چې کلونه کلونه مخکې یې غوښتل هغوی له چادرۍ وژغوري. (پ ۱۹۴-۱۹۵)

دغازي امان الله شخصیت ته دلطیف پدرام سپکاوی

د ۲۰۰۸ کال د جون دمېاشتې په وروستې اونۍ کې د (لطیف پدارم په نامه) یوې تورې کرغیړنې، ککړې او دپرد یوې لاسپوڅی څېرې، په خړسرۍ اوبې پازوالۍ دغازي شاه امان الله خان شخصیت ته سپکې سپورې اوښکنځلې په ژبې راوړې او په دې پلمې چې گڼې ولې غازي امان الله خان یوشمیرپښتانه دهېواد په شمالي سیمو کې مېشت کړي ،د هغه پرشخصیت یې تیری وکړ او هغه ته یې د(پدرلعنت) او(دیوث) دکلماتوپه ویلوسپکاوی وکړ.
دلطیف پدرام له خولې دغه کلمات لومړی د Youtube دانترنتي پاڼې له لېکې په نړیوالو رسنیو کې خپاره شول.
دلطیف پدرام دبد اخلاقې ژبې او له پاکوالۍ وتلو اوبې ځایو خبرو په وړاندې لومړی دافغاني ویب سایتونو له لارې په ځانگړي ډول دپورتال افغان-جرمن آنلاین اود بینواپه ویب سایت کې پراخه غبرگونونه راوپارېدل.د افغان حق پیژندونکي ولس ددغو نانډوله خبرو په اورېدلو دمقالواوشننو دلېکلو له لارې ،په کابل، پکتیا اوننگرهارکې دلاریونونه اوپه تلویزیونو کې دغبرگونغونډو دجوړولو له لارې اود جلال آباد حقپالووگړودلاریون په ترڅ کې دهغه ارواښاد دمقبرې پرسر دگلود گېډۍ دډالۍ کولو له لارې دلطیف پدرام پرضد خپله ژوره کرکه څرگنده کړه.لاریون کوونکو له دولته وغوښتل چې لطیف پدرام دې دقانون منگولو ته وسپارل او محکمې ته راکش شي چې د نوروټولو هغو کسانو لپاره دعبرت یو درس وگرځي چې هېوادیې په پردیو پلورلی اودافغانانو ملي ویاړونو او ملي شخصیتونو ته دسپکاوي له لارې یوځل بیاغواړي توکمېزو ناخوالواو د تربگنیو ورته لمن ووهي. لاریون کوونکو وویل چې که دولت دغه سړیگي ته اړینه سزا ورنکړي نو هغوی په خپله له لطیف پدرامه ددغه سپکاوي غچ واخلي. دجولای په ۲۵ دباخترخبري آژانس گزارش ورکړل :په هغې غونډه کې چې د افغانستان دتوکمونودتفاهم ملي غورځنگ (تفاهم اقوام افغانستان) له پلوه جوړه شوې وه، دیو شمیر توکمونواستازیو دخپلو خبروپه ترڅ کې دشاه امان الله غازي دشخصیت، دهېواد دخپلواکۍ دبیا ترلاسه کولو په لاره کې دهغه سپیڅلو هڅوته نغوته وکړه او د کنگره ملي دگوند دمشر لطیف پدرام خبرې یې ملي ارزښتونو ته سپکاوی وبللې او دهغه دمحکمې کولو غوښتونکي شول. همداشان دشاه امان الله غازي وراره عبدالعلي سراج په خپلې وینا کې وویل:دپدرام دغه خوځښت یو منفي خوځښت دی اوغازي امان الله خان ته سپکاوي ،ټول ملت ته سپکاوی دی. دهغه په وینا: غازي امان الله خان دهیواد خپلواکي دولس د یو والي له لارې ترلاسه کړه. ددغې غونډې گډون کوونکوپدې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړه (۲۵/۷/ ۲۰۰۸ باختر آژانس )

د۲۰۰۸ زکال دجولای ۲۳او۲۴او۲۵ دلطیف پدرام په وړاندې د افغانستان په گڼوښارونو کې د احساساتو او د کرکې دڅرگندولو ورځې وې چې د آریانا دتلویزیون له لارې د افغانستان ولس ته د نړۍ په هر گوټ کې ورسېدلې. دهرافغاني ولسپاله ویب سایت په پاڼه کې دلطیف پدارم په اړه، دهغه د توراوکرغیړن ژوند په اړه اوله بهرنیوهېوادونو سره د هغه د خاینانه تړاونو په اړه په لسگونو لېکنې خپرې شوې. په همدغوویبپاڼوکې اوله امریکا خپرېدونکي دآریاناافغانستان دتلویزیون له لارې لېدونکووویل چې د شلمې پیړۍ په ۸۰ لسیزې کې لطیف پدرام د خاد یوپټ او مخفي غړی وو د (پامیر) ترمستعار نامه لاندې یې د دولتي امنیت دمرستیال جنرال امیر محمد ترنیغې مشرۍ لاندې کار کاوه او دنده یې دهغو یو شمیر خپلواکو او بې پرې روڼ اندونیول وول چې د واکمن گوند غړیتوب یې نه درلود. هغه دخاد په لارښوونې احمدشاه مسعود ته ورغی او مسعود ته له څوکاله مخبرۍ وروسته ایران ته ولېږل شو او دایران د استخباراتو(اطلاعاتو) په خدمت کې پاتې شو. په ایران کې دافغانستان سفارت ته به ورتللو او دسفارت له ده یا هغه غړي څخه به یې دپور داخیستلو په پلمې له سفارتي کارکوونکو سره لېدل خو په حقیقت کې هغه دسفارت له کارکوونکو څخه د افغانستان په اړه معلومات راټول او هغه به یې دایران ددولت استخباراتو ته ورسپارل. دنجیب الله ددولت له پرځېدلو وروسته افغانستان ته راغی خو داځل احمدشاه مسعود او رباني ورته مخه ورنکړه او ازبکستان ته ولاړ او له هغه ځایه اروپاد فرانسې هېواد ته یې پناه یوړه. له دوه وو لسیزو راپدیخوا هڅه کوي چې دافغانستان نوم دې گڼې په خراسان واوړي. هغه په بې شرمۍ وایي چې د افغان او افغانستان له کلماتوڅخه کرکه لري.او څوڅو ځله یې دبي بي سي د راډیو له لارې دافغانستان دنامه په اړه خپله کرکه څرگنده کړېده. هغه په اروپا کې دپښتنو ضد د تاجیک د روڼ اندو له یوې ډلې څخه یوگوند د کنگره ملي په نامه جوړ کړی او خپل ځان یې دگوند مشر معرفی کړی دی. په ۲۰۰۴ زکال کې دولسمشرۍ په ټاکنو کې یې ځان کاندید کړ، خو دهغه له ډلې پرته ولس ورته رایه ورنکړه او له خپل کاندیدلو وشرمېد. له هغه وروسته سیمه ییزو او توکمیزو ناخوالو ته د اور او لمن وهنې له لارې غواړي یو ځل بیا زموږ په جنگ ځپلي هیواد کې کورنۍ جگړه پیل کړي او له دغو بلواگانو څخه دځان لپاره گټه تر لاسه کړي.
له پیړیو پیړیو راهیسي پښتانه دافغانستان په شمال کې ژوند کوي او پدرام په برالا له شماله دهغوی د راایستلو نغارې ډمبوي اودهغه د زهرلړلو ډنډورو د اغیزو له امله د عبدالرشید دوستم ترمشرۍ لاندې دازبک جنگي ډلو تر اوسه پر زرگونو پښتنې کورنېو له شډلتیا اووحشته ډک یرغلونه کړي، کورونو ته یې اور اچول شوی، شتمنی یې لوټ شوی او پرناموس یې تیری شوی. د ۲۰۰۱ز کال په وروستیو کې د طالبانو له ړنگېدلو وروسته دپښتنو زرگونه کورنۍ په دې پلمه چې له طالبانو سره همژبي دي دشمالي ټلوالې تر وحشیانه تیریو لاندې راغلې او دې اړایستل شوي چې پاکستان، کندهار، او جلال آبادته کډوال شي. د قندهاراو جلال آباددکډوالو په کمپونو کې له فاریاب، کندز،سمنگان او هراته راکډه شوي کډوال هغه کډوال دي چې ددغه ناروین له امله یې خپله شتمي له لاسه ورکړې او نن په دغه اکرکې راگیر شوي دي.

پښتانه دې بیدار او هوښیار اوسي چې یو یا څو تنه دې نور دهغوی او دملت په ملي ویاړونو لوبې او سپکاوی ونه کړي.دلطیف پدارم په وړاندې دغه غبرگونونه ددې لامل شول چې نوموړی دې له خپلو دغوخړو خبرو وشرمیږي او منکره شي او په بې شرمۍ دې انکار وکړي. لطیف پدارم اود هغه همکاسه گان دې پوه شي چې د پښتانه برخلېک جوړونکي او میړنی توکم لا تر اوسه په دغه هېواد کې (د روس او امرېکې او ناتو له دیرش کلنۍ بمبارۍ سره سره) مړ نه دی او ژوندی دی او پوه دې سي چې دوی د خپل هېواد له شرف، ویاړ، نوم ، ملي هویت ، ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ پشپړتیا څخه د ساتنې وسه لري او هر پردي پال او دپردیو نوکر اوملي خاین ته به په خپل وخت کې ځواب ورکړي.

دخپلواکۍ پردښمنانو اود افغاستان د استقلال د بیا گټونکي اعلیحضرت غازي امان الله خان پر میرڅېودې دافغانستان د وگړو تل پاتې کرکه ژوندۍ وي

ددغې لېکنې اخځونه:

۱ـ نوماند اکادميسين دکتور اسدالله حبيب، دوره امانی، ۱۳۶۸، کابل پ سریزه.
۲ـ اسدالله حبيب، دوره امانی، پ۱۰.
۳ـ اعليحضرت امان الله خان، حاکميت قانون در افغانستان، د حبيب الله رفيع په اهتمام ، چاپ ۱۳۷۸، پیښاور.
۴ـ دبليو ادمک، تاريخ روابط سياسی افغانستان، د علی محمد زهما ژباړه ، چاپ پیښاور پ ۸.
۵ـ نفتولاخالفين، انگستان د افغانستان پروړاندې ، چاپ ۱۹۸۴، مسکو، پ ۱۸۷-۱۸۸.
۶ـ حاکميت قانون درافغانستان، پ ۱۱-۱۲
۷ـ نفتولاخالفين، انگستان برضد افغانستان، ص ۱۹۱
۸ـ پوهاند حبيبی، جنبش مشروطيت در افغانستان، چاپ ۱۳۶۳ ل، کابل، پ۱۷۴.
۹- دهېواد دنورو وگړو په پرتله هندوانو له ټولنیز اړخه ډیر بې وزلی ژوند درلود،شاه ته دهندوانو دغوښتنې پربنسټ دیو شمیر ستونزو لکه: دهندوانو دښځوتگ زیارت ت، دهغوی له دودسره سم دجامواغوستل،دځمکو اخیستنه، کوردننه او بهر ته سفرونه، ددهرمسالونو بیاجوړونه اوله مسلمانانو سره برابر دمالیې ورکړه،د عدلي څانگو له لارې دهندوانوشکایاتوته ځواب ورکول، دجزېې ورکړه او دهغوی د جزېې پاتې برخه او نورو په اړه لارښوونه وشوه چې د کاپل په څیر دې په جلال آباد، غزني او قندهارکې دې په حکومتي شوراگانو کې دهندو د توکم یو یوغړي ته ځای ورکړل شي ۱۲ لمبر فرمان، وری (حمل) کال۱۲۹۹ ل (امان افغان، ۸ گڼه، لومړی کال ، دغوایي ۳۰ ۱۹۲۹ چې د ۱۹۲۰زکال دمې دمېاشتې له ۲۰ سره سمون خوري، بحواله دوره اماني ، پ ۲۵- ۲۷)
۱۰ـ غبار، افغانستان در مسير تاريخ، ټوک ۱، پ ۷۳۹
۱۱ـ استا اولسن، اسلام و سياست در افغانستان، د خليل الله زمرژباړه ، ۱۹۹۹ دنمارک، پ ۱۲۴
۱۲ـ جريده طلوع افغان، شماره ۱۹ پینځم کال ، ۱۹ لړم ۱۳۰۴ ل، بحواله دوره امانی.
۱۳ـ ريا تالی ستيوارت، آتش در افغانستان، د کهسار کابلی ژباړه ، چاپ پیښاور، ۲۰۰۰، پ۵۲.
۱۴- استا اولسن، هماغه،پ ۱۴۱
۱۵-دکتر شفا، توضيح المسايل ، پ ۴۲، پینځم چاپ
۱۶-کاکړ،دپاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه،پیښاور، ۱۳۸۴،پ ۸۸
۱۷-لودویک ادمک، روابط خارجی افغانستان درنیمه اول قرن بیستم،پ ۱۹۱
۱۸-کاکړ،دپاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه، پ ۸۴_۸۵
۱۹ـ فضل غني مجددي، افغانستان در عهد عليحضرت امان الله خان، چاپ ۱۹۹۷، امريکا، پ۳۱۱.
۲۰ـ جواهر لعل نهرو، نگاهی به تاريخ جهان، ټوک ۲، پ ۱۶۶۵-۱۶۶۶.
۲۱ تیمورشاه یوسفزی، ملی تاریخ، بینوا سایت ، پرتله دې شي له با صپ ۳۵۲کتاب از جنبش مشروطه تا دولت مشروطه درافغانستان، دکتورحشمت، چاپ۲۰۰۷ کانادا
۲۲ـ آتش در افغانستان، پ ۱۹۰.
۲۳ـ آتش در افغانستان، پ ۲۰۴-۲۰۵
۲۴ـ پوهاند حبيبی، جنبش مشروطيت، پ ۱۷۰-۱۷۱

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery