مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

داؤود خان په کوم نامه یاد کړو؟

داؤود خان (July 18, 1909 – April 28, 1978)

نوماند اکاډمیسین سیستانی
پښتو ژباړه: رحمت آریا ۲۷/ ۱۲/ ۲۰۰۸

شهید اتل یا د جهاد اتل؟

عجیبه شپې ورځې راغلې دي ، بډي خور د نیاو "عدل" پرڅوکۍ ناست دﺉ ، جنایتکار د وزیر او ولسي جرگې پرڅوکۍ ډډه لگولې ، غل ، کوټوال او ساتنوال شو، گیدړ " ملي اتل " او د کرزي په دولت کې د نظار د شوری هر ناوړه ، لټ او کم لوستی د وزیر او سفیر په څوکۍ بـَسنه نه کوي ، نه باید هیښ پیښ شو چې دوی په لوټه غواړي د زرو له عیاره " داؤود" دې ځانته زرکاڼی (محک) جوړکړي او یا " د زرو زومانو لرونکې " بوډۍ دې د ستر سیاه سنگ د ارزښتناک کار سپکاوی وکړي.
چاچې په ژوند کې خپل سر د کره کتنې پر کتاب نه دﺉ ټیټ کړﺉ او نه پوهیږي چې کره کتنه څه ده ،کره کتنه په څه بڼه ده او کره کتنه له څیړنیزو سکالو څه توپیر لري؟ تأریخ او تأریخي پیښې څنگه څیړل او ارزَول کیږي ، په ټولې خړسرۍ اوسر ټمبه گۍ یې پوندې په ډنډه پنج ټینگې لگولې او د بل چا څیړنې او پلټنې تر کره کتنې لاندې نیسي او ته به وایې چې گڼې که دغه لیکوال د سیمې یو اوسنی لیکوال نه وي نو شک نشته چې د وروستیو دریو لسیزو د پخو لیکوالانو له منځه یو پوخ لیکوال یا کره کتونکی دﺉ.

پرته له دې چې د سیاه سنگ ستاینه وشي باید ټینگار وکړم هغه څیړنه چې سیاه سنگ د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وحشیانه وژنې په اړه تر لاس لاندې نیولې د هغې ساری په تیرو دریو لسیزو کې زموږ د هیواد د څیړونکو، تأریخ لیکونکو او کره کتونکو په منځ کې نه ده لېدل شوې.
هغه ځیروالي او د علمي اندیښنو په څادر کې رانغـښتې حوصله ، انرژي او وخت چې ښاغلي ډاکټر سیاه سنگ د ولسمشر داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې په تړاو د [پسرلني سباوون د گولېو د باران / و آن گلوله باران بامداد بهار] په لیکنه کې په کار اچولې او د بشپړ ناپـېـېـلتوب په رڼا کې د تأریخي لاسوندونو د راټولو لپاره ددغې سکالو ټول اړخونه، تأریخي خواووې، د اروا پوهنې څنډې ، سیاسي لمنې ، وینا واله ډول او د اوریدونکی لپاره د اوریدا وړتیا په داسې بڼه راسپړلې او په پام کې نیولې چې د هیڅ کارپوه تأریخ لیکونکي په وَس کې نه لېدل کیږي .

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُراني احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شي.

ددغه کار په ارزښت یوازې هغه کسان پوهیږي چې په پلټـنیزو او څیړنیزو څانگو کې ورهڼه او پوهه ولري نه هغه کسان چې شپې او ورځې په بانډارانو تیروي. په تأریخ او تأریخي برخو کې څیـړنه ، عملي پیاوړتیا، زړه غـَټـاوي ، پراخ زغم ، زور او د رښتیا او حقیقت موندنې لپاره په تأریخي لاسوندونو کې بشپړ ځیروالي ته اړتیا لري. هغه کسان چې د خپلو ماغزو د ویلي کولو او د خپل فکري ځواک په کار اچولو لپاره وخت او وسه ونه لري نو د یوه بشپړ او د منلو وړ څیـړنیز کار د تر سره کولو وسه هم نه لري. د میخانو غیږو ته پناه وړنکي نه شي کولای د سترو تأریخي پـلټـنیزو هڅو په ارزښت پوه شي.

زما په گروهنې د ښاغلي سیاه سنگ کاري بڼه دا ډول ده چې هغه په جناﺋـي او تأریخي څیړنو کې د لویدیځې نړۍ د پوهانو او پلټونکو تگلاره په پام کې نیولې او له دغه اړخه د سیاه سنگ کار د افغان د کلاسیکو تأریخ لیکونکو له کاري تگلارې څخه ډیرتوپیر مومي چې کولای شو د تأریخي پلټنو په ډگر کې یې د پام وړ یو نوښت وگڼو.
ټول لوستونکي د کودتاچیانو د بمباریو پر وړاندې د داؤود خان له زړورتیا ، ننگیالیتوب ، له سرښندنې ډکې خو د زړه بوږنوونکې پیښې د لوستلو لپاره د دوه وو اونیو هره شېبه شماري چې د کابل ناتهـ او بینوا ویب پاڼې را پرانیزي او د " پسرلني سباوون د گولیو د باران / وآن گلوله باران بامداد بهار / " تر نامه لاندې د نومیالي افغان واکمن د ننگیالي مقاومت او له میـړانې ډک د مرگ داستان پاتې برخه چې د ډاکټرسیاه سنگ په پياوړي قلم لیکل شوی ولولي.

ښاغلي سیاه سنگ د داؤود خان د غیرتي مرگ داستان په دومره ورهڼه لیکلی چې د لوستونکي فکر او ارواح په وَزَونو کې له ځان سره اخلي او تر هغې پولې پورې یې له ځان سره بیایي چې د داؤود خان دغم لړلي خو ویاړلي مرگ داستان د پاتې برخې لوستولو ته یې تـنده لا زیاتیږي.

په بشپړ ډاډ ویلای شو چې د افغان انقلابیونو ، سیاسي لارښودو مشرانو او د جهادي بولندویانو په منځ کې به هېڅ داسې څوک ونه مومو چې د یوه گام په واټن کې دې ددښمن سیوري وویني او ځان ور ونه سپاري. خو همدا داؤود خان وو چې د ۲۰ ساعتو لپاره د غوایي د میاشتې د اوومې د غرمی له ۱۲ او د هغې ورځې د سهار تر ۸ بجو پورې د کودتاچیانو د میک ۲۱ الوتکو د زړه چـَوونکو او غوږ بوږنوونکو الوتکو په وړاندې په میړانه په پښو ودَرید او خپل لوړ میـړنی سر یې چا ته ټیټ نه کړ ان د ژوند په وروستیو شېبو کې ورته وویل شول چې که غواړﺉ چې ژوندی پاتې شې نو تسلیم شه ، خو هغه په خپل بې ساري افغاني میړنتوب او زړورتیا وویل چې : " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم". او د جنرال امام الدین د منښتې پربنسټ ، کله چې داؤود خان ته وویل شول چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلی دﺉ ، تسلیم شـﺊ! داؤود خان پرته له دې چې بله خبره په خولې راوړي خپله تومانچه را اخلي او امام الدین په ډزو وُلي. د یوه کودتاچي افسر (امام الدین) په وړاندې د داؤود خان دغه چوپتیا څه مانا را ښندي؟ آیا دا په دې مانا نه ده چې داؤود خان یو ټیټ پوړی افسر د ځان سیال نه بولي؟ داؤوخان ښه پوهیده چې د هغه د تومانچې ډزې څه خطرناکې پایلی هغه او د هغه کورنۍ ته له ځان سره لري خو بیا هم ډزې کوي. رښتیا دا ده چې داؤود خان ددې په ویلو چې " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم" ، د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتي د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوي چې د ایمان او گروهني (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوي کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمي ومنـﺊ.

دا لومړی ځل نه وو چې داؤود خان د ځواکمنو زورپالو د دیکتې پر وړاندې خپل ملي میړنتوب څرگند کړی وو بلکه نوموړی هغه هیوادپال ، خپلواک او مغرور شخصیت وو چې د خپل هیواد په چارو کې یې د شوروي اتحاد د ځانمنونکي مشر(برژنیف) دیکته ونه منله. د عبدالصمد غوث د وینا له مخې چې د ماسکو په وروستي سفر کې ور سره په بدرگه پلاوي کې وو یو ځل د خبرو په ترڅ کې برژنیف د افغانستان د حکومت پرچال چلند او په افغانستان کې د ناتو د غړو هیوادونو د کارپوهانو په ډیریدا گوتنیونې وکړي او ټینگار یې وکړ چې هغوی دې له افغانستانه وشړي. خو سردار محمد داؤود برژنیف ته په ځواب کې وویل : " هغه څه چې همدا اوس د شوروي اتحاد لارښود مشر وویل ، هیڅکله به افغانانو ته د منلو وړ و نه گرځي. دا د افغانانو له انده د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده. موږ به هېڅکله تاسو ته اجازه در نه کړو چې موږ ته دیکته وکړي چې په څه ډول خپل هیواد اداره کړو او څوک په افغانستان کې وگومارو. دا حق چې بهرني کارپوهان څنگه او چیرې په کار و گومارو په بشپړ ډول د افغانستان حق دﺉ. که اړینه وگڼل شي نو افغانستان به بې وزلي غوره وبولي خو په خپلو کړنو او پریکړو کې به خپله بشپړه خپلواکي ولري." ( د غوایي کودتا او په افغانستان کې د هغې پایلې. د لیکوال لیکنه، څلورمه څپرکۍ، چاپ ۱۹۹۶) .
د داؤود خان وینا د شاهنامې دغه بیت زما په یاد راولي چې :

مرا مرگ بهتر از آن زندگی = که سالار باشم کنم بندگی
ژباړه :ماته مرگ تر هغه ژوند غوره دﺉ چې په مریـیـتوب کې سر لښکر اوسم



هر گوره ، د ماسکو خبرې ددوستې په چاپیریال کې پای ته ونه رسیدلې او داؤود له مسکوه خوابدی راستون شو او له هغه وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ. داؤود غوښتل افغانستان د شوروي له پـيټي او اغیزو وژغوري او د هیواد د پرمختگ په لار کې د گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان او هم د عربستان او مصر مرستې راخپلې کړي. خو په خواشینۍ چې د شوروي لاسپوڅي چې په دغو سفرونو کې له داؤود خان سره بدرگه ول د سیمې اسلامي هیوادونو ته د داؤود خان د سفراو خبر اترو د ټولو جزﺋـیاتو گزارش شوروي چار واکو ته ورکاوه او همدا لامـِل وو چې شورویانو د هغه پروړاندې خپلې ټولې دروهې په کار واچولې او د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایي د مېاشتې (اپریل ۱۹۷۸ز) د خونړۍ کودتا له لارې یې سردار داؤود د هغه د کورنۍ له ۱۷ تـنو غړو سره یوځای له منځه یوووړ.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایي د مېاشتې په اوومې د کودتا چیانو په وړاندې د داؤود خان میړانه ، لوی زړه ، ټینگیدا او دغوایي د بښکولې (فاجعی) د درڼه مارو (جلادانو) په وړاندې د هغه نه تسلیمیدونکې باتوري د افغانستان په تأریخ کې بې سارې ده او کولای شو په زغرده ووایو چې داؤود خان هغه سر په لاس لومړنی افغان شهید دﺉ چې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې دې خبرې ته یې غاړه کښینښودله چې خپل ویاړلی سر د هیواد دښمنانو ته را ټیټ کړي. داؤود خان، پرتمین او ویاړلی مرگ ، ترهغه غوره وباله چې پاتې ژوند د پردیو او پردیو ته د لاسپوڅومشرانو په منگولو کې د یرغمل مریي په توگه تیر کړي او په لوړ سر یې مرگ ومانه ، خپل او د خپلې کورنۍ نوم یې د هیواد د بی سارو میـړَنیو په کتار کې د تل لپاره په خپلو وینو ولیکه.

داؤود خان ددې په ویلو چې " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم" او د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتي د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوي چې د ایمان او گروهني (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوي کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمي ومنـﺊ.

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُراني احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شي.
د هیواد د پرمختگ لپاره د سروزیرې په پـَیر او په افغانستان کې د لومړنۍ ولسواکۍ د بنسټ له ایښودلو وروسته د هغه په هیواد پالو هڅو کې د هېڅ شک ځای نه پاتې کیږي ، په ۱۹۵۹ ز کال کې د چادرۍ له زندان څخه د ښځو د ژغورنې لپاره د هغه زړورې او انقلابي هلې ځلې یو له هغو گامونو څخه دي چې زموږ د هیواد ښځمنې دې باید له هغه ډیرې منندویه وي او هغه دې د ښځو د حقونو او مدني آزادیو مخکښ لارښود وگڼي.

د لویو لارو جوړول ، د اوبو د بندونو، روغتونونو او د روغتیایي آسانتیاوو د مرکزونو، پوهنتونونو او پولیتخنیکونو، د کابل او کندهار د نړیوالو او د شینډنډ او هرات د هوایي ډگرونو، د نغلو او ماهي پـَر او په ننگر هار کې د درونټې د بریښنا کوټونو ، په ننگرهار کې د هډې او غازي آباد د اوبولگولو او د کرهڼي د پرمختیایي پروژو جوړول، د هلمند او د غزني د سردې ، د پروان ، خان آباد او د کوکچې د بریښنا د بندونو، په بغلان کې د قـند د شرکت او په کندزکې د سپين زرو د غوړیو فابریکې، په گلبهار او بگرامیو کې د نساجي فابریکې، په مزارشریف کې د کیمیاوي سرې او بریښنا کارخانې، په کابل کې د کور جوړولو ، په لښکرگاه کې د رُخام د کاڼو فابریکې جوړول او له ټولو اړینه د ملي پوځ پیاوړتیا او په ټول هیواد کې د امن ټینگښت ټول ددغه هیواد پال او میړنی مشر د حکومت تـلپاتي کارونه دي چې ټول یې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ او د پاکستان د (آی ایس ای) د پوځي څارگرې ادارې په لارښوونې د جهادي بولندویانو په لاس له بنسټه ونړل شول او پاتې توکي او سامانونه یې د مجاهد صاحبانو له پلوه پاکستان ته ولیږدول شول او د وښو په بیه و پلورل شول.

د داؤود خان د واکمنۍ په وخت کې د ټولنیزو بې عدالتیو اوکمښتونو له شته والي سره سره بیا هم ټول وگړي له مالي او ځاني امن څخه برخمن ول. د خلکو پت او عزت له تیري خوندي وو. زور واکو نشوای کولای د هغوی پر ناموس او پت تیری وکړي. د خلکو کورونه او شتمنۍ خوندي وه. که چا غوښتي وای چې له کابله مزار ، هرات ، کندهار او جلال آباد ته له سرو زرو او له پیسو ډکو کڅوړو سره سفر وکړﺉ داسې څوک به نه ول چې له چا و پوښتي چې چیرې ځـﺊ او یا دې ورته لاره ونیسي چې څه شی له ځان سره وړې او یا ولې ایخوا دیخوا ځـﺊ؟ لنډه دا چې که ولس هېڅ شی نه درلودل خو امنیت یې درلود اوپه یوه هیواد کې امنیت د یوه دولت له ارزښته ډکه ډالۍ ده. لنډه دا چې د غوایي له کودتا سره ولس د ژوند دغه یوازینی شته نعمت یعنی امن له لاسه ورکړ.

په ځای گڼم چې د افغانستان لومړني ولسمشر شهید داؤود خان ته دې د " ملي اتل " نوم ورکړل شي نه هغو کسانو ته چې ان له جهاد مخکې او جهاد وروسته کلونو کې د پردیو گټو په چوپړکې پریوتل او د خپل مرگ تر ورځې د امریکا، روسیې ، ایران ، پاکستان ، هند ، انگلیس او فرانسې په څارگرو ټولنو پورې تړلې پاتې شول او اوس د هماغو جاسوسي چوپړونو د خیراتونو له شامته د ملي اتل تر نامه لاندې د افغان سپیڅلي ولس پر اوږو سپاره او په پرله پسې ډول د ولس له بیت المال څخه د هغه لپاره تبلیغ کیږي. خو شهید داؤود خان دغه نه تسلیمیدونکی ملي اتل د چا تبلیغاتو ته اړتیا نه لري. هیواد پالو افغانانو ته ښایي چې د هیواد ددغه شهید د ویاړلي نامه لپاره دداسې نوم د پلټنې او وړاندیز په لټه کې شي چې د هغه له شخصیت ، میړنتوب او زړورتوب سره جوگه وي. زه د افغانستان د لومړني ولسمشر د سل کلنۍ دلمانځنې په ویاړ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې شهید داؤود خان ته د " ملي اتل" د نامه وړاندیز کوم. داؤود خان د ۱۹۰۸ ز کال د جولای په ۸ نیټې په کابل کې وزیږېد او د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې د ۲۷ په سبا له ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو. ددغه شهید اتل نوم او یاد دې د تل لپاره ژوندی وي!


پای ۲۷/ ۱۲/ ۲۰۰۸
ipower web host benawa mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery