مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افغان تورکښ زړور وزیر فتح خان

وزیرفتح خان( ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ز)

نوماند اکادمیسین سیستانی
پښتوژباړه: رحمت آریا
اکتوبر ۲۰۰۸

دافغانستان ځواک اوپاچا جوړونکی، وزیرفتح خان

قــرنهــا صبر بباید که تا مام وطن
چون فتح خان وزیرباز بزاید پسری

پیړۍ پیړۍ زغم اوپـېڅ دې وگالل شي چې د هېواد مور دې
د وزیرفتح خان په شان زوی دې نړې ته راوړي

سرېزه:

وزیرفتح خان دهېواد پیاوړې ځواکمنه، پلټونکې، درنده، کارنده، زیارگالې، هېوادپاله، لوی لاسې، باتوره ، تورکښه او بې باکه جنگیالې سیاسي څیره ده چې د سدوزي شاه محمود د واکمنۍ د مهال په کورنیو شخړو او جگړو کې یې په بریالیتوب سر راپورته کړی او له همدې امله هغه ته یې د شاه محمود د پوځي ځواکونو د اتل نوم ورکړی دی. وزیرفتح خان د خپل ژوند د ورپیښ شوې برخلېک په تړاو له ابو مسلم خراساني او بابـُک خــُرمدین او د سیمې له نورو سترو تأریخي څیرو سره وَرته والی لري.

د بیلگې په توگه، ابومسلم خراساني، د خپلې ځوانۍ د سباوون په شپو ورځو کې د خپلې تورې په مټ د خلافت د واکمنۍ گډۍ له امویانو واخیستله او عباسیانو ته یې وبخښله او په پای کې د عباسي د بې سپاسه خلیفه (منصور دوانیقي) په لاس په خنجر ټوټه ټوټه شو، وزیرفتح خان هم چې د پیاوړې ژمنې خاوند سړی وو، دوه ځله یې پاچاهي له شاه زمان او شاه شجاع د تورې په زور واخیستله او واکمني یې د سدوزي شاه محمود په ورغوي کې کښېښودله خو په پای کې د همدغه ناسپاسه پاچا په لارښوونه لومړی په دواړو سترگو ړوند کړای شو او بیا بند پر بند ټوټې ټوټې شو.

هماغسې چې ابومسلم خراساني په ۱۹ کلنۍ کې خپله پښه د سیاست په ډگر کې کښېښودله او ۱۸ کاله یې د عباسي خلافت د واکمنۍ لپاره یې توره وچلوله او په ۳۷ کلنۍ کې یې د دغو ټولو خدمتونو په هیداد "پاداش" کې خپله ککره له لاسه ورکړه، وزیرفتح خان هم په ۱۹ کلنۍ کې د سیاست پر ډگر پښه کښېښودله او د سدوزیو د واکمنۍ لپاره یې ۱۸ کاله توره وچلوله او د کېنه کښ او ناپوهه شهزادگي کامران له پلوه لومړی ړوند سو او وروسته د کامران د پلار شاه محمود په لارښوونه د گنيو "نیشکر" د لښتې په شان بند په بند ټوټه ټوټه شو. فتح خان پرته له دې چې یوه لنډه آه را پورته کړې او یا چیغې ووهي اویا له چا د زړه سواندۍ غوښتنه وکړي، مړېنه یې پرته له کوکارو په مېړانې و منله.

سره له دې چې د وزیرفتح خان مړېنه د هغه د اوسپنیز او پیاوړي زغم او میړانې له اړخه په دریمې پیړۍ کې د بابـُک خـُرمدین او خداش خراساني له مړینې سره ورته والی لري خو د هغه مړېنه زموږ د هېواد او د گاونډیو هېوادونو د تأریخ او پیښلېک د پیاوړمخورو څیرو له مړینې څخه لا له پرتمه ډکه ده. د نړۍ په تأریخ کې به داسې سړی ونه موندل شي چې له وزیرفتح خان سره دې د ربړونو او ځورونو په گاللو کې پرتله او یا جوگه شي. هغو کسانو چې دغه پېښه په سترگو لېدلې وایي : کله چې وزیرفتح خان یې واژه، نو د شاه محمود په لارښوونه د لښکر ټولو بولندویانو اومشرانو د هغه د وژنې لپاره کتار جوړ کړ او هر یو یې په خپل وارلومړی د وزیرفتح خان د لاس گوتې بیا لاسونه تر اوږو او بیا یې د پښو گوتې تر زنگنو بند پر بند بیلې کړې او وزیرفتح خان دغه ټولې ځورونې او ربړې داسې په مېړانه وزغملې چې له خولې یې یوه کوشنۍ آه هم را ونه وتله او سره له دې چې ژوندی وو د هغه ککره یې له غاړې را پریک کړه او ژوند یې ورڅخه واخیست. حال دا چې څو مېاشتې مخکې کامران میرزا دوه ځله د هغه په سترگو کې خنجر ورټومبلی وو ترڅو ډاډه شي چې په رښتیا ړوند شوی دی؟!

له شډلتیا او دیو خویۍ د ډکې وژنې انځورونه په ویکو او کلماتو کې آسانه بریښي خو د بند په بند بیلولو او قصابي کولو انځور خورا گران دی. که یوازې د هماغې پیښې د یوې کوشنۍ شېبې څرنگوالی په سترگو کې را انځورکړو ، د ژوندي سړي د بدن د غړو پریکول، او کله چې یو لاس یې ۱۸ ځایه په چړې پریک کیږي او بیا یې وار بل لاس ته را رسیږي او هغه لاس هم ۱۸ ځایه بند په بند له یو بله بیلیږي او بیا وار یې پښو ته را رسیږي او هر پښه یې په پینځلسو ځایونو کې بند په بند پریک کیږي او بیا یې وار د غوږونو او شونډو پریکولو ته رسیږي او هغه هم په ډیرې شډلتیا ورڅخه پریک کیږي او په پای کې د یوې چوغکې په شان یې ککره له تنه ورڅخه بیلیږي او پر ژوند یې د پای ټکی کښېښودل کیږي، نو هلته به ددغه ناتار په تل کې د شاه محمود او شهزادگي کامران په برمانټه گرۍ او شډل خوییۍ ښه پوه سو. شرم دې وي په داسې زړه یخولو او زړه کاڼې کېدلو!

وزیر فتح خان د یوه پیاوړي زړور ، سر لوړي او پرتمین ځواکمن په توگه ژوند وکړ او د خپل د اعدام پر مهال یې بیا هم د یوه ننگیالي او درانده افغان په توگه له ربړو، شډلتیا او ځورونو سره جوگه مړینه د لښکر د هغو مشرانو له لاسه په نه مننونکې مېړانې او سرلوړۍ ومنله چې څومېاشتې مخکې یې دده تر لاس لاندې کار کاوه او په خپلې مړینې یې هغو کسانو ته چې دده د بدن غړي یې بندپر بند په خنجر وربیلول ور څرگنده کړه چې په خپل پیاوړي اوسپنیز زغم کولای شي ټول دردونه او ټپونه د البلو ، کوربلو او زاریو له ویلو پرته وزغمي خو هېڅکله به د شاه محمود او کامران په څیر د یوه ناپوه پلار او زوی ځان مننونکو غوښتنو ته سر تیټ نه کړي. یوه شاعر ویلي دي:

در جهان نتوان اگر مردانه زیست
همچومردان می توان مـردانه مرد
که په نړۍ کې د نارینه وو په څیر ونه شو کولای ژوند وکړو، خو کولای شو د نارینه وو په څیر مړه شو.
په جهان دې نارینه دی دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

بابک خرمدین، مازیار طبرستاني، خداش خراساني، استاد سیس بادغیسي او نور که د عباسي د خلافت د واکمنۍ پروړاندې د خپلو اوږد مهالو جگړو او هڅو په ترڅ کې نیول شوي او د پردیو عربو له پلوه ټوټې ټوتې شوي دي، خو وزیرفتح خان د نیولو، ړندیدلو او د بند په بند بېلېدلو تر ورځې پورې هېڅکله د ځان او کورنۍ لپاره د واکمنۍ او پاچاهۍ د نیولوهڅه ونه کړه او یوازې د شاه محمود د پاچاهۍ او د سدوزیو د پاچاهۍ د ځمکنۍ بشپړتیالپاره یې توره و چلوله خو ددغو ټولو له ځانه تیرېدنو او سرښندنو په بدل کې، پرته له دې چې کوشنی دوکه او خیانت یې کړی وي یوازې د دربار د یوشمیر رَخـَورو "کېنه ناکو" ځانغوښتونکو او بد سترگو درباریانو په ځانگړې توگه د سردار عطا محمد خان بامیزي او شهزادگي کامران د رخي او سخې په کړس کې لومړی ړوند او بیا د خپلې ترورۍ 'عمه' د زوی شاه محمود له پلوه په ډیرې بیرحمۍ بند په بند بیل او ووژل شو.

دشمن اگرمیکشد به دوست توان گفت
با که توان گفت که دوست مرا کشت؟

که دښمن دې وژني نو خپل ته به ووایې، خو که خپل دې ووژني، چا ته به ووایـﺊ؟

د سردار پاینده خان په زامنو کې چې لوېدېځو تأریخپوهانو هغوی د بارکزیو وروڼو په نامه بللي دي، وزیر فتح خان د مشرۍ ، پوهې او کار، هوښیارۍ او ځیرکۍ ، میړانې او نارینتوب، زړورتیا او لوی لاسي، په ژبه ولاړ ، د ټینگښت او د غچ اخیستنې (د افغانانو د یوې ځانگړې بېلگې) له اړخه ځانگړې پوهه او وړتیا درلودله او له ټولو برلاسی وو. هغه پیاوړی هوډ درلود، ځیرک وو انقلابي او پېښه پاروونکی وو. دغو ټولو بیلگو چې د هېوادپالنې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د هیواد په کورنیو چارو کې د پردیو د لاسوهنې له منځه وړل ورسره یو ځای نغښتې ول، هغه ته یې داسې ځانگړې بیلگې وربخښلې وې چې انگلیسانو " کینگ میکر" یا پاچا جوړونکی باله او کولای شو وزیرفتح خان " تاج بخښونکی" وبولو او د افغان په دغه ملي سرغندویه سرلاري کې دغه ټولې بیلگې خورا ځلانده وې.

د هلمند د دغه نومیالي بچي چې د خپلواکۍ غوښتنې ، سرلوړۍ او افغاني پرتم وېنه یې د هلمند د څپانده سیند د څپو په شان په هر رگ کې یې خوټېدله او په خټه کې یې میړانه، زړورتیا او لوی لاسي پرته وه او سره له دې چې نومیالیتوب یې هر چیرې په درنښت یادشوی بیا هم موږ هغه په سمه نه دی پیژندلای.

ددغه پولادي هوډ او زغم لرونکي نومیالي د برخلیک بیا پیژندنه به زموږ راتلونکو حق پیژندونکو زوزاتو او نسلونو ته پرته له اړنگ او شکه د سترې زده کړې نوې کړکۍ پرانیزي او پوه به شي چې دهیواد د تأریخ ولسي لارښوونکو په څه میړانې ژوند کړی دی. په دغې شننې کې به هڅه وشي چې د هېواد د تأریخ ددغې ځلاندې نومیالۍ څیرې بیا پیژندنه له ټولو اړخونو وکړو:

د شاه زمان پروړاندې د فتح خان پاڅون

د سردار پاینده خان د وژنې د خبر په خپرېدا، فتح خان سره له خپلو ورونو او د بارکزیو له یو شمیر خانانو لکه: عبدالسلام خان،عبدالواحد خان، امین الملک محمدرحیم خان له دوه تنو نورو سره د اتو ساعتو په اوږدو کې د اسپ په سپرلۍ نادعلي ( د وزیرفتح خان مورنۍ کلا) ته چې د کندهار د لوېدېځ په ۷۳ مایلي واټن کې پرته ده را ورسېدل او د بارکزیو د ټبر نور مشران یې د گرشک په نادعلي کې د زمان شاه له دغه گام څخه خبر کړل او د خپل ټبر ژوره کرکه او قهر یې د زمانشاه په وړاندې را و پاراوه او له زمانشاه څخه یې د غچ اخیستنې لپاره د خپل ټبر مرسته وغوښتله. زمان شاه د فتح خان او د هغه د وروڼو د نیولو لپاره یو شمیر سرتیري سیمې ته ولیږل خو سرتیري د هغوی د هېڅ یوه په نیولو بریالي نه شول او بیرته کندهار ته را ستانه شول. په هلمند کې د بارکزیو میشتو مشرانو، د سردار پاینده خان مشر زوی فتح خان د خپل ټبر د مشرپه توگه غوره کړ او خپل واک او پریکړه یې د هغه په لاس کې ور کښیښودله. فتح خان هم د بارکزیو د ټبر له مشرتابه څخه په آزمیښت بریالی راووت او د غچ اخیستنې لپاره کومه تابیا یې چې په ترڅ کی یې پاچا او د هغه وزیر ووژني نیولې وه، پلې کړه او ښه پایله یې ترلاسه کړه.

فتح خان پریکړه وکړه چې د شاه زمان ورور شهزادگي محمود ته چې په ۱۷۹۷زکال کې یې د خپل ورور پر وړاندې پاڅون کړی وو او له ماتې وروسته بخارا، خوارزم او ایران ته کډوال شوی وو، اوږه ورکړي. الفنستون لېکي چې : شهزادگي محمود د وخت له غوښتنې سره سم په لومړیو کې د خپل ورور واکمنۍ ته غاړه کښېښودله خو کله چې خپل ورور یې له کندهار لیرې ولېد نو په پاڅون یې لاس پورې کړ او یو پیاوړی لښکر یې د کندهار پر لور وخوځاوه. شاه زمان د فراه د نیولو لپاره یو ځواک ولیږه او په خپله، لومړی کندهار او بیا پښاور ته ستون شو (۱).

شهزادگي محمود په ۱۷۹۷زکال کې یوځل بیا پاڅون وکړ او له ماتې وروسته ایران ته وتښتېد او ځان یې د تهران دربار ته ورساوه چې فتح علیشاه ورته په ډیر ورین تندي ښه راغلاست ووایه. د ۱۷۹۸زکال په پسرلي کې محمود کاشان او له هغه ځایه اصفهان ته ولاړ او د ۱۷۹۹ زکال تر پسرلي پورې په اصفهان کې پاتې شو او بیا یې له هماغه ځایه په هماغه کال کې پر خراسان د تیري لپاره د ایران د پاچا ملاتړ وکړ. کله چې شاه له خراسانه بیرته ستنېده نو محمود په خراسان کې پاتې شو او هلته یې هڅه وکړه چې پرهرات د یرغل لپاره د هغه ځای د مشرانو پام ځانته را واړاوي. په ترشیز او طبس کې بریالی نه شو خو ویې کولای شوای چې د قاین او بـیرجند د واکمن مهرعلیخان ملاتړ ترلاسه کړي او له لس زرو سرتیرو سره یو ځای د هرات پر لور را ودرومي. په سبزوار کې له یوه لښکر سره مخامخ شو. دغه لښکر شهزادگي قیصر د زمان شاه زوی له کندهاره د هغه مخنیوی ته ور لیږلی وو خو دغه لښکر هېڅ ونشو کړای او ماته یې وخوړله او محمود په بریالیتوب پرمخ ولاړ او هرات یې کلابندي کړ. وفادار خان یو چل وکړ چې محمود یې پر مهرعلیخان شکمن کړ. شهزادگی د شپې په ترڅ کې له لښکرکوټه وتښتېده او د بخارا پرلور یې ودرومل او مهرعلیخان هم په نا چاراۍ خپله مخه بیرته ونیوله او خپل هېواد ته ولاړ.

فریر، د وزیرفتح خان په اړه لېکي :" وزیرفتح خان د لوړې وړتیا لرونکی څښتن وو چې د پیاوړي نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگېدلو وړتیا یې هم درلودله... او په کړو وړو کې یې ساری نه درلود... افغانانو فتح خان ته په خورا درنښت کتل، حال دا چې خپل پاچا ته یې په سپکه کتل." (۸۳)

شهزادگی محمود په بخارا کې په توده غیږ کې ومنل شو او د پاچاهۍ په یوې ماڼۍ کې دیره شو. محمود تر هغه مهاله دلته دیره وو چې د بخارا د پاچا، شاه مراد دربارته د زمان شاه سفیر را ورسید، سفیرد شاه زمان نېوکه شاه مراد ته را ورسوله چې ولې یې محمود چې د خپل هېواد د پاچا پر وړاندې یې پاڅون کړی په خپله غیږ کې منلی او ویې غوښتل چې محمود دې هغوی ته ور وسپاري. سفیر ته واک ورکړشوی وو چې د محمود د سپارلو په بدل کې دې د بخارا پاچا ته گران بیه سوغات ورکړي. ډیري کسان دا مني چې نیږدې وو شاه مراد ، محمود سفیر ته ور وسپاري خو محمود وویل چې د حج د سفر تکل یې کړی او په دغې دیني پلمې یې د مذهبي پوهانو ملاتړ تر لاسه کړ، خو یو بل گزارش چې ډیر رښتیا بریښي وایي چې شاه مراد نه غوښتل شاه زمان و ځوروي او هم یې نه غوښتل مېلمه ته د خیانت په تور ځان نوم بدی کړي. نو له دې امله یې په پټه محمود ته د رامنځته شوي گواښ په اړه خبر ورکړ او ورڅخه یې وغوښتل چې په خپل تگ دې د ټولو ستونزو ټغر راټول کړي. شاه محمود له بخارا څخه خوارزم (اورگنج) ته ولاړ او له هغه ځایه بیا یې ایران ته مخه کړه. (۲). او په دغو شپو ورځو کې د ایران د کرمان په زړه بوږنوونکو تودوخې کې سربداله گرځېده.
فتح خان په دې هېلې چې له شهزادگي محمود سره یو ځای شي، د ایران پر لور و خوځېد او د سیستان له لارې یې د سیستان کرمان تر منځ بې اوبو او وښو وچه دښته د اته کروه (فرسخ) په واټن ووهله او کرمان ته چې محمود پکې دیره وو ورسېد او هغه یې د زمان شاه پر وړاندې وهڅاوه چې پاچاهي ورڅخه ونیسي. وروسته دواړو په قران سوگند وکړ چې له یو بل سره به همکارۍ کوي او هېڅ خیانت به یو بل ته ونه کړي. وروسته له پینځوس سپرو سره یو ځای د سیستان پر لور را وخوځېدل. هغوی په لنډه موده کې د هغه وخت د سیستان مرکز ، جلال آباد ته را ورسېدل. د سیستان واکمن، ملک بهرام کیاني افغانانو ته په ورین تندي غیږه پرانیستله او بیا یې د ددوستۍ د لا زیاتیدلو په هېله خپله لور د شاه محمود زوی شهزادگي کامران ته په نکاح ورکړه او لوړه یې و کړه چې د شاه محمود ملا به د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نېولو کې ور وتړي. خو فتح خان سلا ورکړه چې دغه گام د هغوی په گټه نه دی نو له دې امله نوموړي واکمن د محمود له لښکر سره له یوځای کېدنې او هملارۍ څخه لاس پر سر شو خو ملک بهرام کیاني د هغوی ملا په وسلو او پیسو ور وتړله.

د کندهار په سوبه کې د فتح خان ونډه:

فتح خان له ځانه مخکې خپل دوه وروڼه له ۱۸ سپرو سره له سیستانه فراه ته ولیږل چې هلته د دراني سرلارو په ځانگړې توگه د فراه د بارکزیو د ټبر د مشرانو ملاتړ را خپل کړي. وروسته فتح خان له محمود او کامران میرزا سره فراه ته راغی. محمود او فتح خان د شاه زمان او د هغه د ناتار او ځانغوښتـنې په اړه د فراه پرگنو ته کیسې وکړې او په پای کې د درانیو یو شمیر جنگیالیو خپل تیاری څرگند کړ چې د محمود او فتح خان ملگرتیا به کوي.

محمود له دغو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر لور را ودرومل او څرگنده ده چې ددغه ځواک ملا د گرشک او د هلمند د ناوې د سیمې بارکزیو هم ور وتړله. کله چې محمود د بارکزیو له سرلارو سره کندهار ته را نیږدې شو، د کندهار والي مهرعلیخان اسحاقزي چې شاه پسند خان بلل کېده، سره له خپلو څلور زرو سپرو د کندهار دفاع ته ملا را وتړله، خو فتح خان داسې چل وکړ چې د والي ځواکونه یې د هغه پر وړاندې را پاڅول او والي له ویرې له ښاره وتښتېد. فتح خان ښار کلا بند کړاو له ۴۲ یا ۴۳ ورځو کلابندۍ وروسته یې ښار ونیو. شیرازي وایي چې فتح خان لومړی سړې وو چې د ښار پر دیوال په یوې څرمنیزې رسۍ وخوت اود شاهي نغارې، نغاره یې په خپل بوټ و ډنگوله او په لوړ غږ یې وویل چې اوسنی دور، د محمود دور دی! دهغه په دغه غږ د ښار دروازې پرانیستل شوې او محمود سره له خپلو سرتیرو ښار ته ننوت اود ښار ساتونکو(ساخلو : تورکي لغت دی) محمود ته پوځي سلام وکړ. (۳). الفنستون وایي چې فتح خان په یوازې سر ښار ته ننوت او د عبدالله خان په نامه د ښار له یوه تن مشرانو څخه یې مرسته وغوښتله. عبدالله خان د محمود په پلوۍ را پاڅېده او د ښار دروازه یې د محمود پر مخ را پرانسیتله او مهرعلي خان له بلې لارې وتښتېد او زمان شاه په سند هـ کې وو چې د کندهار د پرځېدنې خبرېې تر غوږ ورسېد. (۴).

د یوې بلې وینا له مخې دغه کار د یحیی خان بارکزي له پلوه ( ظاهرأ د قاضي محمد سعید خان بارکزي په سلا) له پلوه وشو چې ځان یې وختي فتح خان ته رسولای وو او د هغه په لارښوونه فتح خان پریمانه زینې را ټولې کړې او بیا یې پرښار یرغل وکړ او ښار یې د تورې په مټ ونیو (۵). په دغه مهال وزیرفتح خان ۱۹ کلن وو. شهزادگی حیدر سره له یارمحمد خان اود زمان شاه نور خانان بندیان شول. فتح خان له شاه محموده وغوښتل چې عبدالرحیم خان سدوزی او د هغه پلار دې اعدام کړي او بیا دې خبرتیا خپره کړي چې د درانیو په کړو وړو هغه مهال ډاډ کېدای شي چې د زمان شاه له ملاتړه لاس واخلي او خپله پالوالي یا وفا دې په خپلو کړو کې را څرگنده کړي، شاه محمود کټ مټ همداسې وکړل (۶).
په دغه وخت کې شاه محمود فتح خان ته د وزیر څوکۍ ورکړه او د " شاه دوست" نوم یې ورکړ اود کندهار قاضي القضات قاضي محمد سعید خان ته یې د " خان علوم" نوم [چې د پوهاندي له رتبې سره برابره ده] ورکړ. (۷) د فتح خان د مُـهـُر په نښه کې لاندینی بیت ویل شوی وو:

طالع محمود را نازم کزوست سرفرازملک ودولت شاهدوست
یا
طالع محمودرا نازم کزوست سرفرازفتح ونصرت شاهدوست

اود قاضی محمدسعید بارکزي مهر ته یې په لاندینۍ بیت :

محمدسعید از فضل حق مشهود شد قاضی القضات شاه محمودشد
رسمیت ورکړ.(۸)

د کابل سوبه :

د کندهار له نیولو وروسته شاه محمود د خپل لښکر د پیاوړي کولو لپاره پیسو ته اړتیا درلودله. ددغه کار ترسره کول یې د وزیرفتح خان پر اوږه واچول. کله چې فتح خان د پاچاهې پانگه په خپلو منگولو کې را خپله کړه، د ښار یو شمیر مشرانو او شتمنو هم یو شیمر پیسې را ټولې کړي چې د لښکر لوموړنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړي او د خپلو جنگیالیو شمیر یې پینځوس زرو ته لوړ کړ. (۹)

په دغه وخت کې شاه زمان سندهـ ته نیږدې دیره وو او پرهندوستان یې د یرغل پریکړه کړې وه خو د مهرعلیخان اسحاقزي (ساکزي) له خولې یې د کندهار د نیولو خبرواورېد. شاه زمان د سترگو په رپ کې خپل ورور شاه شجاع په پیښاور کې پریښود او خپله د کابل پر لور را وخوځېد، خو کابل ته له راخوځېدلو مخکې یې غوښتل چې د کشیمر د والي عبدالله خان الکوزي غوږونه ورتاو کړي. زمان شاه د ډیرو سرونو په بایللو عبدالله خان ونیو او زندۍ یې کړ. د زمانشاه دغه خوځښت د شاه محمود په گټه پای ته ورسید، ځکه د هغه ورور سیدال خان الکوزی په کندهار کې وو او کله چې د زمان شاه له دغه گام څخه خبرشو، نو له خپل ټبر سره یو ځای د شاه محمود په چوپړ ور ننوت (۱۰).

کله چې شاه زمان کابل ته را ورسید ، نو په خپلې تیر وتنې پوه شو او د درانیو د سردارنو په اړه یې له خپلو پخوانیو کړو وړو څخه پښیمانې څرگنده کړه. هغه په ډیرې خوارۍ دوه لښکره را جوړ کړل، یو یې د احمد خان نورزي او خپل زوی شهزادگي ناصرتر مشرۍ لاندې د کندهار پر لور ولیږه او دویم لښکر یې دوه کروه (فرسنگ) لیرې د لومړي لښکر ترشا تر خپلې مشرۍ لاندې واخیست او د غزني پر خوا وخوځېد. احمد خان نه له وفادار خان څخه او نه له شاه زمان څخه ښه زړه درلود، او په پښېمانۍ او د زړه په درزا د کندهار پر لور یې درومل. خو فتح خان چې انگلیسي " پیرس یې " د " محمود د ځواک نابغه " بولي، د احمد خان په خټه او رخه ښه پوهېده، ځکه فتح خان له پخوا پوهېده چې د جگړې له پېښېدلو مخکې کولای شي نوموړی له ځان سره یو ځای کړي او د شاه زمان لاسونه له شا ور و تړي، هغه پوهېده چې:

به شمیریکی تا صد توان کشت به رأی لشکری را بشکنی پشت
ژباړه : په تورې به له یوې تر سلو ککرو پریک کړي خو په کوشنۍ پوهې او هوښیارۍ به د یوه لښکر ملا ورماته کړې

دغې موخې ته د رسیدلو لپاره فتح خان د احمد خان د ورور عبدالله خان په اړه چې د شاه محمود په لښکر کې وو او په احمد خان ډیر گران وو ، سوچ وکړ او بیا یې له شاه محمود سره سلا وکړه او څرگنده ده چې شاه محمود د فتح خان ددغه سوچ ملاتړ وکړ. فتح خان په بیړه عبدالله خان یې په یوې پلمې بندي کړ او داسې یې څرگنده کړه چې گڼې نوموړي، پاچا ته خیانت کاوه او ښایي اعدام شي او یوازې هغه مهال به له اعدامه وژغورل شي چې ورور یې احمد خان د زمان شاه له لېکو را بیل او له شاه محمود سره یو ځای شي. کله چې احمد خان نورزی د (غرني او مقر، قلات) ترمنځ د " سر اسپ" سیمې ته را ورسید او د شاه محمود له ځواکونو سره مخامخ او د خپل ورور له برخلېکه خبر شو، نو د سترگو په رپ کې له خپل لښکر سره چې شمیر یې پینځلس زرو سرتیرو ته رسیده د فتح خان له لښکر سره یو ځای شو او شهزادگي ناصر د مورچل له شا دغه خبر خپل پلار زمان شاه ته ورساوو (۱۱).

د فتح خان دغه چل د زمان شاه پر سیاسي او پوځي وړتیا مرگونی گواز وکړ او کله چې د احمد خان نورزي او د هغه د زوی د تسلیمېدلو خبر ورته راورسید، نو زمان شاه او وزیر یې وفادار خان د خپل ځان په ویره کې ولوېدل او ځان د ژغورنې لپاره یې تېښتې ته ملا را وتړله. د زمانشاه لښکر هم خور و ور شو. پا چا او وزیر یې لومړی غزني او بیا له هغه ځایه کابل ته په شا شول چې له هغه ځایه بل لښکر راجوړ کړي، خو د هغوی نقشې بدلون وموند او د نوي لښکر د راټولولو پرځای چې له وزیرفتح خان سره یې جگړې ته را چمتو کړي، خپل شته او مل لښکر یې هم له لاسه ورکړ. د زمان شاه د دربار چاپیره له وفادارخان او زمان خان پوپلزي (بامیزي) او له لښکره یې له دوه سوه تنو سپرو او څلور سوه پليو جنگیاليو پرته، نور څوک نه ول پاتې. شاه زمان همدغه شمیره له ځان سره واخیستله او د جلال آباد پر لور وخوځېد.

شاه محمود، وزیرفتح خان یې د دوه زور سپرو سرتیرو په ملتیا د کابل پر خوا ولیږه او وزیر فتح خان په بیړه او گړندۍ توگه د مقر ، غزني او کابل ترمنځ لاره ووهله. د فتح پرمخ د کابل دروازې د دوه تنو قزلباشانو: میر اصلان خان او جعفرخان جوانشیر له خوا پرانیستل شوې ځکه نوموړي قزلباشان له شاه زمان څخه په دې خوا بدي ول چې د هغوی دوه تنه سرلاري یې ور وژلي ول او له مخکې یې له محمد زیو سره خپلوي کړې وه او شاه محمود د کابل د بالاحصار په ماڼۍ کې د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله- ۱۸۰۱زکال ، جولای. (۱۲)

له شاه زمانه غچ اخیستنه :

وزیر فتح خان ترهغو په کرار کښې نه ناست چې شاه زمان او د هغه بد چاری وزیر وفادار خان یې د خپلو کړو وړو په سزا ونه ورَسول. وروسته له دې چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله، د لښکر یوه برخه یې د زمان شاه د پـَل د نیولو لپاره په شاه زمان پسې ولیږله. د شاه محمود د لښکر د مخکښ او د شاه زمان د ځواک ترمنځ د جگدلک د " وچې پاڼې" په سیمې کې لنډه نښته را پیښ شوه او څرگنده ده چې پایله یې د شاه محمود په گټه وواښتله او د زمان شاه پوځي ځواک هر لور ته خور او وور شو او وتښتېد. زمان شاه له خپلو څو تنو ملگرو سره په لا لهاندې ځانته پټنځای لټاوه. ملا عاشق شینواري له وفادارخان سره له پخوا پیژندگلوي درلودله او د جگدلک په سیمې کې د یوې کلا څښتن وو. بدمرغه پاچا دومره خوار شوی وو چې د لا لهاندۍ په نړۍ کې دې ته اړ شو چې د یوې شپې لپاره د ملاعاشق کلا ته پناه یوسي. ملا عاشق لومړی په ورین تندي خپل میلمه په غیږ کې ونیو، خو کله چې خبرشو چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه لگولې ده نو د شاه زمان نیولو ته یې ملا را وتړله، هغه و بیریده چې سبا ورځ به شاه زمان ته د پناه ورکولو په تور د نوي پاچا د خوابدۍ او قهر تر مـَـتروکو لاندې ونیول شي، نو د کلا دروازه یې د شاه له لورې وتړله او د شپې په اوږدو کې یې د خپلو زامنو له لارې شاه محمود ته پیغام ولیږه چې یو څوک دې ور ولیږي او خپل بندي دې دده له کلا را واخلي. (۱۳).

وزیر فتح خان ۱۹ کلن وو چې د خپل پلار سردار پاینده خان له وژل کېدلو وروسته د سیاست پر نړۍ یې پښه کښېښودله او کله چې وژل کېده، ۳۸ کلن وو. په دغې شمیرنې وزیرفتح خان ۱۹ کاله د هیواد د لیکو د ټینگولو، پرمختگ او پرتم لپاره په سرښندې هلې ځلې وکړې. هغه په ټول هېواد کې ټیکاو (امنیت) رامنځته کړ او د لیرې پرتو ولایتونو لکه : بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات والیان یې مرکزي دولت ته غاړي ټیټونې ته اړ کړل چې له مالیاتي گټو څخه دې د هېواد مرکزته ولایتي ونډه واستوي.

زمان شاه او ملگري یې په لنډ وخت کې پوه شول چې د ملاعاشق په منگولو کې یرغمل دي. که څه هم شاه زمان او ملگرو یې هڅه وکړه چې د خپل ځان د ژغورنې لپاره لاره چاره ولټوي، خو بریالي نه شول. بیا یې ځانونه برخلېک ته وسپارل او د هرډول رامنځته کېدونکې پېښې لپاره یې لارې څارلې. کله چې ددغسې ناببرې پېښې خبر کابل او پیښاور ته ورسید، له یوې خوا شاه محمود د خپل سیال د نیولو لپاره مټې را بډ وهلې وې او له بله اړخه شاه شجاع د خپل ورور د ژغورنې لپاره لاس په کار شو. له کابله د وزیر فتح خان ورور نواب اسد خان له یوه جراح سره راوخوځېد او له پیښاوره عبدالکریم خان د بندي پاچا د ژغورلو لپاره را ودانگل. له دې چې د کابل او جگدلک تر منځ واټن لږ وو، نو نواب اسد خان له ټولو مخکې کلا ته را ورسید. زمانشاه د پاچاهۍ د پانگۍ ټول سره زر چې په هغه کې د کوه نور الماس هم وو د کلا په یوه سوري کې پټ کړل او فخراج [ د یوه یاقوت نوم وو] یې د کلا ترڅنگ یوې ویالې ته غوزار کړ. سپیدې لا نه وې چاودلې چې نواب اسد خان کلا ته را ورسید او پا چا یې ونیو او د شاه محمود په امر یې د زمان شاه سترگې ور ړندې کړې او وروسته یې پاچا د هغه له نورو ملگرو سره کابل ته راووست. شاه زمان د کابل پرزندان ننوت او د هغه وزیر او ورور یې د کابل واکمن محمد خان د سردارپاینده خان په غچ کې اعدام شول او زمان خان پوپلزی د حاضر خان د وژنې په توراعدام شو. حاضر خان د اکرم خان زوی وو چې په هرات کې د زمان خان پوپلزي په امر اعدام شوی وو. (۱۴).

دغه پیښه په تأریخ کې د ۱۸۰۱زکال د جولای په مېاشت کې لېکل شوې. (۱۵).درې کاله وروسته د شاه محمود د پاچاهۍ لومړی پړاو (۱۸۰۳زکال) د زمان شاه د ورور (د میرې زوی) له پلوه پای ته ورسېد، شاه شجاع لومړنی کار چې وکړ ملا عشق شینواري ته یې سزا ورکړه، هغه یې راووست او له ستوني یې و ځړاوه او د کوه نور الماس چې تردغه دمه د ملا عاشق په کلا کې پټ ول د شاه شجاع لاس ته ولوېد او کلا ونړول شوه (۱۶).

ډیر وخت تیر نه شو چې شاه شجاع د لښکر راټولو ته ملا وتړله او د پیسو په ورکړه یې لس زره سرتیري برابر کړل چې کابل ته د خوځېدا لپاره چمتو ول. کله چې شاه محمود له دغې پیښې خبر شو نو وزیر فتح خان او شهزادگی کامران یې د یوه درې زر کسیز لښکر په مشرۍ کې د هغه د مخنیوي لپاره ور ولیږل. دواړه لښکرې جلال آباد ته نیږدې د سُرخرود په سیمه کې له یوه بل سره مخامخ شوې. د شاه شجاع سرتیرو گومان کاوه چې ددوی شمیره د شاه محمود د سرتیرو په پرتله ډیره ده نو مخکې له مخکې یې ځانونه سوبمن بلل او په لومړي سر کې یې د شجاع پر پانگې چې له پیښاوره یې له ځان سره راوړې وه برید وکړ او ویې غوښتل چې لومړي خپل پاچا لوټ کړي. وزیر فتح خان د شاه شاع د لښکر پر دغې په خپل سرۍ او گډوډۍ پوه شو اوله همدغسې شیبې څخه په گټه اخیستنې خپل لښکر ته یې بولنده ورکړه چې د شاه شجاع پر گډو وډو جنگیالیو یرغل ور وړي. د دښمن د لښکر لېکې د سترگو په رپ کې ماتې شوې او شاه شجاع د خپل ځان د بچونې په سوچ کې ولوید او د سیمې نیږدې غرونو ته یې پناه یو وړه، او د هغه وسلې او پانگه د فتح خان د لښکر لاس ته ورغله. وزیر فتح خان د شاه شجاع له پانگې څخه تر لاسه شوې پیسې د خپلو جنگیالیو په منځو کې وویشلې او بیا یې د پیښاور د نیولو لپاره خپل پرمختگ ته دوام ورکړ. په لنډې مودې کې د پیښاور دروازې د لښکر پرمخ پرانیستل شوې او وزیر فتح خان له څیرمو سیمو څخه د مالېې راټولولو ته ملا وتړله.

د وزیر فتح خان همدغه هوښیاري، پوهه او زړورتیا ده چې انگلیسي تأریخپوه نوموړی د " محمودي ځواک نابغه" بولي او د هغه له میړانې، هوښیارۍ، پوخوالي او ننگلیالیتوبه هر چیرې خبرې کوي. (۱۷).

د پرگنو اله گوله:

کله چې وزیر فتح خان په پیښاور کې وو، له کلاته ترزابله او له زابله تر لوگره میشتو غلزیو په اله گولې لاس پورې کړ. لومړی یې عبدالرحیم خان چې یو آرام او بې پرې سړی وو د خپل پاچا په توگه وټاکه او بیا یوې ډلې د شهاب الدین خان توخي تر مشرۍ لاندې پر کندهار برېد وکړ. د وزیر فتح خان د تره زوی عبدالحنان خان بارکزي او سیدالخان الکوزي سره له دې چې د ښار ډیر ساتونکي یې نه درلودل، د ښار د ساتلو لپاره ملا را وتړله او د کندهار د پل سنگی په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ نښته راپیښ شوه او له درانیو څخه دوه سوه تنه او له اله گوله کوونکو څخه زر تنه ووژل شول او اله گوله کوونکي اړشول چې په شاي. (۱۸).

یو شمیرنورو چې د عبدالرحیم خان غلزي تر مشرۍ لاندې یې پاڅون کړی وو د غزني په لور پرمخ ولاړل. د خپلې لارې په اوږدو کې یې کورونه ، بانډې او کلي او کلا گانې لوټ کړې او د غزني پرښار یې برېد وکړ خو د غزني ښار له ځانه دفاع وکړه او پاڅونوال اړ شول چې د شلگرې او زرملې له لارې بیرته لوگرته په شا شي. د لارې په اوږدو کې گڼ شمیر غلزي له هغوی سره ځای شول او ویل شوي چې شمیره یې شل زره تنو ته رسیدله. شاه محمود په ډیرو ستونزو درې زره تنه د جگړې لپاره چمتو کړل او بیا یې د (شاه ولیخان بامیزي، د احمدشاه دراني سروزیر) زوی شیرمحمد خان مختارالدوله یې له بند څخه خلاص کړ(۱۹) او نوموړی یې د اله گوله کوونکو د ټکـَونې لپاره ولیږه. دغه پوه سړي وکولای شول اله گوله کوونکي له پښو وغورځوي، دهغوی درې زره تنه یې ور ووژل او د شاه محمود په امر یې د هغوی له ککرو څخه د بلخ غونډۍ ته نیږدې منارونه جوړ کړل. (۲۰).

د ۱۸۰۲ زکال په مارچ کې له کلاته نیولې تر جلال آباده پورې میشتو غلزیو بیا اله گولې ته لاس واچاوه او په پام کې یې نېولي ول له درې خوا خواوو یعنی له لویدېځ، سویل او سویل ختیځه پرکابل یرغل راوړي. د اله گوله چیان شمیر پینځوس زره اټکل شوی وو.(۲۱). وزیر فتح خان او شهزادگي کامران په بیړه له پیښاوره کابل خواته مخه کړه او د وزیرفتح خان د تره زوی عبدالواحد په خپل ټول ځواک د کابل د اله گوله چیانو په شا تمبولو ته را ودانگل. وزیرفتح خان په خپله د غلزیو د توکم د جبارخیلو او احمدزیو د ټبرونو د جنگیالیو په شا تمبولو ته چې مشري یې محمد خان بابکرخیل کوله او شمیر یې لسو زرو ته رسیده راووت، او هغوی ته یې ټینگه ماته ور په برخه کړه او بیا وزیرد عبدالرحیم خان تر مشرۍ لاندې دویمې ډلې ته پام کړ چې غوښتل یې له ختیځه پرکابل یرغل راوړي. عبدالرحیم خان له لسو زرو جنگیالیو سره د وزیر فتح خان مخې ته راودانگل (۱۸۰۲ ز کال د مې دمېاشتې ۱۱). په دغې جگړې کې وزیر بیا پر خپلو مخالفینو لاس بری شو، عبدالرحیم سره له دوه زامنو یې ونیول شو او بیا اعدام شول (۲۲).

دا د ۲۲ کلن ځوان وزیر فتح خان پینځمه بریالۍ جگړه وه. د دریمې ډلې د ټکولو لپاره شیرمحمد خان او احمد خان نورزی گورمال شوي ول چې د کندهار او د هغه د ورڅیرمو سیمو خوندیتوب ژوندی وساتي. د لښکر دغو دوه وو مشرانو د خپلې لارې د اوږدو په دواړو غاړو کې د غلزیو ټولې کلا گانې ویجاړې او له خارو سره یې یو کړې، د غزني، کلات او کندهار ترمنځ امینت یې راتینگ کړ او بیرته کابل ته راستانه شول (۲۳).

کله چې شاه محمود خپل ټول پام د کابل د څیرمو سیمو امینت ته را اړولی وو، شاه شجاع د خیبر وگړي د پیسو او سوغاتونو په بدل کې را وهڅول او یو ۱۲ زریز لښکر یې جوړ کړ او پر پیښاور یې یرغل ور ووړو خو د پیښاور ساتونکو د هغه گڼ شمیر جنگیالي له پښو ورغورځول او شاه په تیښته ولاړ. په هماغه کال د آمو د سیند د بلې غاړې وزبکو پربلخ برید وکړ خو د بلخ په ورڅیرمو سیمو کې د وزیرفتح خان د لیږل شوي ځواک له پلوه یې ماته وخوړله او دې ته اړ شول چې د آمو د سیند بلې غاړې ته بیرته په شا شي (۲۴).

له کابله د وزیر فتح خان لیرې کېدل او د شاه محمود پرځېدنه :

د وزیرفتح خان پرله پسې بریاوې د شاه محمود د دربار پر یوه نیږدې او مخـَور اکرم خان الکوزي ډیرې درندې پریوتلې او له وزیر فتح خان سره یې تربگنۍ ته ملا وتړله. وروسته پریکړه وشوه چې محمد اکرم خان دې په کابل کې پاتې شي او وزیر فتح خان دې پيښاور ته ولاړشي. وزیر فتح خان بیا پیښاور ته ولاړ او د هغه ځای له پرگنو څخه یې د خپل لښکر د لگښتونو لپاره مالیه را ټوله کړه. د کشمیر واکمن هغه ته پینځوس زره روپۍ ولیږلې او بیا فتح خان د کوهاټ، بنو او دامان په لور ودرومل او له هغو ځایونو څخه یې هم مالیه را ټوله کړه او بیا یې د وزیرستان د نیولو لپاره تکل وکړ. کله چې وزیرستان ونیول شو، د ۱۸۰۳زکال اوړی وو چې کندهار ته راستون شو. (۲۵). وزیر، کندهار ته د راستنیدلو په لار کې خبر شو چې شهزادگی قیصر د ایرانیانو په مرسته پر کندهار د برېد تکل لري او کندهار د کامران میرزا په لاس کې وو. نو له دې امله یې ځان په بیړه کندهار ته را ورساوه او له شهزادگي کامران سره یو ځای یې د شهزادگي قیصر په تمبولو پيل وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ په کوکران کې ډیره کلکه خونړۍ جگړه ونښتله اوپه پای کې قیصر ماته وخوړله. د قیصر د لښکر بولندوی اکرم خان په دغې جگړې کې ووژل شو، قصیر ونیول شو او کابل ته یې را ولیږه. څه موده وروسته وزیرفتح خان له خپل ورور دوست محمد خان سره کابل ته راغی. شاه شجاع کابل ته د فتح خان له ورتگ څخه په گټه اخیستنې چې ډگریې تش گڼلی وو، بیا یې پر کندهار برېد وکړ خو وزیر فتح خان له خپل ورور سره یوځای د کامران ملاتړ ته را ودانگل او یو ځل بیا یې شاه شجاع ته ماته ورکړه او شاه شجاع بیرته پیښاور ته وتښتید. په دغه ځای کې وزیر فتح خان د غفورخان بارکزي، سیدالخان الکوزي او خواجه محمد خان سدوزي پر پالیالۍ او صداقت کې شــَکي شو او هغوی یې زندان ته ولیږل (۲۶). شاه محمود د وزیر فتح خان د تورې او پوهې تر سیوري لاندې د درو کالو لپاره په بالا حصار کې واکمني وچلوله خو له دې چې نوموړي چړچه مار، آرام خوښی او پرځان بې ډاډه سړی وو، وگړي د وزیر فتح خان په نشتوالي کې د هغه پر وړاندې راپاڅیدل او شاه شجاع یې د پاچۍ پرگدۍ کښېناوه (۱۸۰۳زکال ، جولای)

د میرواعظ ونډه:

د شاه محمود په ماته کې مختارالدوله شیرمحمد چې یوه له مـخـَور روحاني سیداحمد سره یې لاس یو کړی وو او د میرواعظ په نامه پیژندل کیده، پخه ونډه درلودله. میرواعظ څو څو ځله د حج په سفر تللی وو او د کابل په وگړوکې یې د یوه پاک لمني په توگه دروند نوم درلود او د سنیانو په منځ کې یې ډیره پیاوړې اغیزه درلودله او په رڼا ورځ به یې پر پاچا گوت نیونې کولې او له هغه یې ویره نه درلودله. هغه وگړو ته ویل چې پاچا له قزلباشانو څخه ملاتړ کوي اوله سنیانو څخه نه یوازې کرکه لري بلکه هغوی سپکوي. په دې ډول ورځ په ورځ د پاچا پر وړاندې د ولس کرکه راپارېدله او خبره دې کچې ته را لوړه شوه چې د سنیانو او شیعه گانو ترمنځ نښتې او جگړې وشوې.

د تأریخ سلطانې لېکوال لېکي چې : یوه قزلباش، یو سني مذهبه تنکی ځوان خپل کورته مېلمه او بیا یې له هغه سره لواطت کړی وو، وروسته له هغه چې دغه تنکی ځوان خپل کورته را ستنیږي، دغه پیښه خپلې کورنۍ ته وایي. د ځوان هلک پلرگنۍ شاه محمود ته د سرټــَکونې لپاره ورځي او پاچا پیښه د ښار قاضي ته ور سپاري. قاضي د جرم د زباد لپاره شاهدان غوښتل او دا کار د مدعي لپاره نا شونی وو، د هلک پلرگنۍ د جمعې په ورځ د پل خشتي جومات ته ور غله، خپل گریوانونه یې وڅیرل او له هغه یې د مرستې غوښتنه وکړ ه. میرواعظ امر وکړ چې د قزلباشانو پر کورنو دې یرغل وروړي او هر یو دې ووژني. خلک د پل خشتي له جوماته وخوځېدل او پرچنداول چې د قزلباشانو استوگنځای وو ورغلل او د چنداول په لارو او کوڅو کې چې هرڅوک یې مخې ته ورتلل په تورو، چړو او سوټیو وهل او وژل یې او کورونو ته یې اور اچاوه. (۲۷).

خو الفنستون په ۱۸۰۹زکال کې داسې لېکي: د قزلباشانو په لاس په رڼا ورځ د یوه تنکي کابلي ځوان وژنې، د وگړو خوابدۍ ته لا اوږه ورکړه. هغوی د وژل شوي هلک مړی د یوه شیهد په توگه بدرگه کاوه چې د مړي پر بدرگې د قزلباشانو یوې ډلې ډزې وکړې او دغه سپکاوي د وگړو ډیره ترخه کرکه را و پاروله او د پاچا د مرییو (قزلباشانو) په نشتوالي چې د پاچا په چوپړ کې ول، د قزلباشانو پراستوگنځیو یې برېد وکړ او هغوی یې له لږ مقاومت وروسته لوټ کړل. په سبا ورځ یې جگړه لا توده شوه. د کابل له نورو ورڅیرمو سیمو څخه خلک د سنیانو مرستې ته را ودانگل او د همدغو پیرانو له ډلې څخه د یوه تر مشرۍ لاندې د کوهستان گڼ شمیر توپکوال په همدغې موخې پر کابل را مات شول. په دغه اله گوله کې مختارالدوله او د درانیو نورو مشرانو په برالا خلک هڅول چې جگړې ته را ودانگي. میرواعظ خلکو ته د جنت ژمنې کولې او د مشرانو پر مخونو یې سپیڅلې اوبه (زمزم) شیندلې او سنیان یې جگړې ته رابلل. خو د جگړې دواړه خواووې د کابل د تود او سوځوونکي اوړي له امله ستړې ستومانه شوې او لنډ مهاله اوربند ته یې غاړه کښېښودله. دغه خونړۍ نښته د ۱۸۰۳زکال د جون د مېاشتې په ۴ او ۵ نېټه ( د غبرگولې د مېاشتې په نیمایيو کې) رامنځ ته شوه. پاچا د وزیر فتح خان را رسیدا ته چې له کندهاره له لښکر سره د کابل پر لور را خوځېدلې وو، ته سترگې په لاره وو او مختارالدوله شاه شجاع ته سترگې څارلې چې هغه یې د پاچاهۍ د گدۍ نیولو ته رابللی وو(۲۸).

د غبرگولي د مېاشتې پر ۱۵ نېټې کابل ته د وزیر فتح خان له رسیدا سره سم د دواړو خواوو ترمنځ سوله وشوه او اور مړ شو. د سراج التواریخ لیکوال گروهن دی چې " کله چې قزلباشان د ورکېدا څنډې ته نیږدې شول، وزیرفتح خان له خپلو ورونو سره د پاچاهۍ د ساتلو او د راپورته شوې سرخوږاوي آو پیلات "فساد " د له منځه وړلولپاره ملا وتړله، او د دواړو ډلو پر وړاندې یې خپلې تورې را وایستلې او د تورې او مټ په زور یې د پیلات اور مړ کړ او قزلباشان یې د گواښ له لومو وژغورل. " (۲۹)

شاه محمود غوښتل مختارالدوله ونیسي خو هغه له ښاره وتښتېد (۱۸۰۳زکال ، جولای) مگر میرواعظ ته یې لارښوونه وکړه چې یو ځل بیا دې اله گوله را وپاروي او میرواعظ همداسې وکړل او همدا چې فتح خان د مالیې د را ټولو لپاره له کابله د بامیان پر لور دباندې ووت، یو ځل بیا کابل د اله گولې په لمبو کې راښکېل شو او پینځه ورځې وروسته (۱۸۰۳زکال د جولای ۱۳) له شاه شجاع سره یو ځای پر کابل را ننوت. (۳۰)

کله چې وزیرفتح خان له بامیان او دایکنډي څخه د کابل پر لور را درومل او د کابل د ښار(څلور مایلي واټن) قلعه قاضي ته را ورسېد، د شاه شجاع له ځواکونو سره مخامخ شو. خونړې او زړه بوږنوونکې جگړه را پیل شوه چې له سهاره تر ماښامه وغځېده اوداسې برېښېدله چې سوبه او بریا د وزیرفتح خان او د هغه د لښکر پر خوا ده، ځکه هغه داسې لښکر ته ماتې ورکړې وه چې پرهغه یې نیغ پر نیغه را دانگلي ول او د کابل پر لور راوخوځېد خو په همدغه شیبه کې د فتح خان د لښکر یوه مشر د شاه شجاع په ملاتړ له خپل مورچله شاه شجاع ته مخه کړه او د وزیر فتح خان تر شا لښکر له سربدالۍ سره مخامخ شو. وزیر هم چې د خپل افسر درغلنی او خیانت ته پام وکړ نو له خپلو وروڼو او یو شمیر هملارو سره دې ته اړ شو چې توره را وباسي او د تورې په زور د دښمن لیکي ورماتې او د کندهار پر لور وخوځېږي. (۳۱).
د وزیر فتح خان په نشتوالي کې په پیښاور او کندهار کې پرگنې دومره له پاچا څخه کرکجنې شوې وې چې د پاچا چاپیره له څو تنو وخت پیژندونکو ځانپالو او له لارې وتلو کسانو پرته، نور هېڅ چا ورڅخه ښه زړه نه درلود. له دې امله وگړو شاه شجاع په شور او زوږ د پاچاهۍ پر گدۍ کښېناوه او مختارالدوله شیر محمد خان یې د هغه د وزیر په توگه غوره کړ. شاه محمود زنداني شو او شاه شجاع پریکړه کړې وه چې شاه محمود د شاه زمان د ړندولو په جرم، ړوند کړي خو شاه محمود قران را مخ ته کړ او له پاچا یې بخښنه وغوښتله. شاه شجاع د مختارالدوله په منځگړیتوب له دغه کاره لاس پرسر شو او د کابل په بالا حصار کې یې د هغه پر بندي کېدلو بسنه وکړه (۳۲).

شاه شجاع ، د کابل د واکمنۍ پر گدۍ :

وروسته له ډیرو کړانوونو، جگړو او ماتو، شاه شجاع د لومړي ځل لپاره د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه ووهله اوتر شپږو کالو له ۱۸۰۳زتر ۱۸۰۹ز کلونو پوری یې پاچاهي وکړه. د هغه لومړنی گام د ملاعاشق شینواري او دهغه د نیږدې خپلوانو او انډیوالانو نیول ول. شاه شجاع ملا عاشق اعدام کړ او بیا د کوه نور د الماسو د تر لاسه کولو لپاره یې د ملا عاشق کلا را ونړوله او الماس یې وموند. د فتح خان ورور نواب اسد خان یې چې د زمانشاه د نیولو دنده یې په غاړه درلودله، بندي کړ. خو د شاه شجاع د وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان لومړنی کار دا وو چې له شاه غوښتنه وکړي چې نواب اسد خان له بنده راخلاص کړي. دهغه غوښتنه ومنل شوه او نواب اسد خان د وزیر له پلوه په ډیر درنښت اودرناوي وپالل شو. وزیر غوښتل د بارکزیو او سدوزیو د دوه وو سترو تبرونو ترمنځ د کېنې پراور د پای تکی کښیږدي او دښمني ورکه کړي نو په همدې هېلې یې د دوست محمد خان خور (وفا بیگم) د شاه شجاع په نکاح کې راوستله. خپلوي رامنځته شوه او بیا پاچا له نواب اسد خان اود وزیرخان خان له بل ورور گل محمد خان څخه وغوښتل چې کندهار ته ولاړ شي اووزیر فتح خان دې کابل ته راولي او هغه ته دې ووایي چې د خپل پلار په شان به ده ته د شاه شجاع په دربار کې په درنښت کتل کیږي.
په دغې ډلې کې شهزادگي حیدر، احمدخان نورزي او عطامحمد خان بارکزي هم گډون درلود او د وزیرفتح خان د ډاډینې لپاره شاه شجاع یو ژمنلېک هم ولېکله او د پلاوي په لاس یې ور ولیږه.
کله چې پلاوی په کندهار کې فتح خان ته ورسید او د شاه شجاع د درنښت او هیلوسلامونه یې فتح خان ته وړاندې کړل نو هغه هم کابل ته مخه کړه او د کابل پر لور راوخوځېد خو کامران میراز د وزیر فتح خان دغه گام د اړیکو د پریکون په تو گه وگاڼه او د هرات پر لور وتښتېد او د هغه پرځای د زمانشاه زوی قیصر د کندهار د واکمن په توگه وتاکل شو(۳۳).

کله چې وزیر شیر محمد خان واورېدل چې وزیرفتح خان د کابل په تکل را خوځېدلی نو ترغزني د هغه مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او په ډیر تود هرکلي یې وزیر فتح خان کابل ته ، د پاچا دربار ته راووست. خو شاه شجاع له خپلې کړې ژمنې پښېمانه او له ژبې واوښت. شاه شجاع هغه مهال له خپلې ژبې اوړي کله چې گوري فتح خان له وزیر شیرمحمد خان سره په یوه کور کې ژوند کوي. د شاه شجاع بل وزیر اکرم خان پاچا ته وړاندېزکوي چې پيښاور ته ولاړ شي او شیر محمد خان او فتح خان دې هم له ځان سره بوزي او هلته دې بندیان کړی چې له سرخوږاوي څخه یې خلاص شي. شاه شجاع دغه وړاندیز ومانه او لارښوونه یې ورکړه چې د پیښاور د تگ تابیا دې ونیول شي. خو شیرمحمد له هر سوري چې خبر شوی وو، خبر وو چې پاچا ورته څه په پام کې نیولي دي او دغه خبره یې له فتح خان سره گډه کړه او بیاپریکړه وشوه چې فتح خان دې پلمه جوړه کړي او په کابل کې دې پاتې شي او ددې لپاره چې پاچا شکمن نه شي نو شیرمحمد خان به له شاه شجاع سره پیښاور ته ولاړ شي. شیر محمد خان له فتح خان سره ژمنه وکړه چې د وزیر فتح خان دوست دده دوست او دښمن یې دده دښمن دی او هر کله به په هر چاره کې له یو بل څخه سلا اخلي او د دښمنانو په وړاندې به په گډه جنگیږيږي. بیا یې وزیر فتح خان ته اویا زره روپۍ ورکړې چې د خپلو موخو د پلي کولو په لاره کې یې د اړتیا پر مهال خرڅې کړي. خو کله چې شاه شجاع تیزین ته ورسید او د خپل وزیر له دروهې "دسیسې" څخه خبر شو چې ښایي د وزیر فتح خان له پلوه پلي شي نو شاه په بیړه د خپلو سرتیرو یوه ډله کابل ته را ولیږله چې فتح خان دې سره له نورو سردارانو په بندي توگه پیښاور ته راولي. کله چې فتح خان د پاچا له دغه گام څخه خبر شو نو د سترگو په رپ کې یې بندي سرداران له زندانه راخلاص کړل او له هغوی سره یو ځای د لوگر له لارې د کندهار پر لور وخوځېد. (۳۴).

نوموړی وزیر دشپې په نیماییو کې کندهار ته ورسید او کله چې د ښار دروازې یې تړلې ولېدلې، د دروازې ساتکونو ته یې بډې ورکړې اوهغوی ورسره ومنله چې د شهزاده قصیر له خواجه سرای ' آغا ادراک" سره وگوري. خواجه سرای په بیړه قیصر ته ورغی او له خپلې کتنې څخه یې قیصر ته کیسه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نیولو کې ورسره مرسته وکړي. شهزادگی ددغه په زړه پورې خبرپه اورېدلو د فتح خان مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او له هغه سره یې ولېدل. وزیر فتح خان له قیصر سره په دې آړ یا شرط ژمنه وکړه چې له احمد خان نورزي څخه دې لاس پر سي او ژمنه دې و سپارې چې د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې به د شهزادگي په گټه جگړه وکړي او که شهزادگی د مرستې له ورکړې ډه ډه وکړي نو دی به له کامران میرزا سره یوځای شي. شهزادگی قیصر له دغې ژمنې ډیر خوښ شو. بیا فتح خان امر وکړچې د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې دې دوه زره سرتیري چمتوکړي او احمد خان دې ونیسي. احمدخان د خوب پرتلتک تر بړستنې لاندې بیده وو چې کور یې لکلا بند شو اولاس اوپښې تړلی او په څښېدلو څښېدلو یې قیصر ته راووست. کله چې د احمد خان سترگې پر وزیر فتح خان ولگېدلې پوه شو چې له وزیر سره د ماتې کړل شوې ژمنې اوژبې په سزا له هغه څخه غچ اخیستل کیږي. احمد خان د قیصر زندان ته ولوید او په سبا سهار چې سرلارانو او خانانو د قیصر تر څنگ له ټولو نیږدې فتح خان ولید نو په خپلو ځانونو وډار شول او له هرې لارې چې ورته شونې ول قیصر یې له وزیر فتح خان سره له یو ځای کیدنې وډار کړ او هغه یې و هڅاوه چې وزیر فتح خان ونیسي. قیصر هم خپله کړې ژمنه هیره کړه او پلان یې جوړ کړ او فتح خان ته یې وویل چې خانان غواړي په یوه بڼ کې ستا مېلمانه شي خو تر څنگ یې د هغو د نیولو تابیا ونېوله. فتح خان چې د قیصر په کړو وړو شکمن شوی وو د میلمستیا د چمتووالي لپاره یې دوه ورځې وغوښتلې او له دغه ځنډ څخه د هغه موخه دا وه چې د ځان او د خپلو وروڼو د ژغورنې لپاره لاره وپلټي. له دې امله سردار دوست محمد خان ته یې دنده وسپارله چې ښه تکړه ساتونکي دې برابر کړي او د هغه ترڅنگ د میلمستیا چارې دې په خپل لاس کې واخلي. دوست محمدخان هم د ښه خرپ او درب میلمستیا تابیا په لاس کې ونېوله او ځان یې له سره تر پښو په وسلوسمبال کړ او د پینځه سوه وسله والو په سر کې ودرید او د شهزادگي قیصر تر سترگو لاندې یې مېلمنو ته ښه راغلاست وویل. د هغه همدغه هوښیاري او ويښتوب بس وو چې شهزادگی قیصر پوه کړي چې هغوی د هر ډول پیښې د رامنځته کېدلو لپار بشپړ چمتووالی لري. له دې امله شهزادگی او د هغه ملگرو وزیر فتح خان ته داسې څرگنده کړه چې د احمد خان نورزي د خلاصون په بدل کې دې ورته سل زره روپۍ ورکړي. فتح خان دغه وړاندیز ومانه او بیا د خانانو د یوه وړاندیز پر بنسټ د بندي احمد خان یوه لور قیصر ته ور په نکاح کړه او احمد خان له زندانه را خلاص شو او یو ځل بیا د کندهار د ښار د ساتنې پر دندې و گومارل شو.

له هغه وروسته شهزادگی قیصر، فتح خان ، دوست محمد خان، خواجه محمد خان او عطا محمد خان نورزی له خپلو لښکرو سره د کابل پر لور را وخوځېدل، خو کله چې کلات غلزاﺋـي ته را ورسیدل، عطا محمد خان نورزی له یو شمیر نورو خانانو سره بیرته کندهار ته را ستانه شول خو فتح خان له دغه بیلتون او ژمنې ماتېدنې څخه ونه بیرېده او د کابل پر لور خپل پرمختگ ته یې دوام ورکړ. پر دغه مهال شاه شجاع له پیښاوره بیرته راستون شوی وو او د کابل په قلعه قاضي کې یې د کندهار د لښکر لاره څارله. کله چې فتح خان د توپ کلا ته راورسید د شپې په نیمایي کې د فیض الله خان پوپلزي په نامه یو بل ځمکوال سره له خپلو پینځه زره تنو جنگیالیو د فتح خان له لښکره جلا او له شاه شجاع سره یو ځای شو. دغې پیښې د فتح خان پر را دیره شوي لښکر بده اغیزه وکړه او د خپل ورور دوست محمد خان په سلا یې پریکړه وکړه چې بیرته کندهار ته ستون شي. خو کله چې ښار ته نیږدې شو، ورته خبر راورسید چې کامران میرزا پرښار منگولې ښخې کړي او ښارېې په لاس کې دی، له دې امله فتح خان بیرته کامران ته ورغی. کامران یا دلیونتوب یا د ناپوهې او یا د کینې له مخې د فتح خان او د هغه د وروڼو په سپکاوي پیل وکړ. دغه چال چلند فتح خان خوا بدی کړ او فتح خان د قیصر په گټه له خپلې وړتیا څخه کار واخیست او دوې مېاشتې وروسته ، فتح خان ، کامران میراز دې ته اړ کړ چې له ښاره وتښتي او د هغه پر ځای یې قیصر د ښار واکمن کړ.

لږ وخت وروسته شاه شجاع د یوه ځواک په مشرۍ د کندهار پر لور را وخوځېد او کله چې د چشمه شادي کلي ته را ورسید، فتح خان او وروڼه یې فراه ته وتښتېدل، قیصر لومړی په ډ َهلې ( ډاله) کې او له هغه ځایه په مرکزي غرونو کې پټ شو. شاه شجاع د کندهار ښار ته راغی او ډیره هڅه یې وکړه چې قیصر ونیسي، خو گوتو ته ورنغی. په پای کې شاه شجاع له بارکزيو وروڼو سره سوله غوره وبلله او فتح خان او وروڼو ته یې پیغام ولیږه چې له هغه سره یوځای شي. فتح خان او دوست محمد خان بیرته کندهار ته را ستانه شول اوله هغه ځایه یې د پیښاور د یاغیانو د ټکولو په موخه د پيښاور په لور په خوځېدا پیل وکړ. د ۱۸۰۵زکال په اپریل کې پاچا پیښاور ته را ورسید او په دیره غازي خان کې یې میرعلم خان له واکمنۍ لاندې را غوځار کړ او د هغه پر ځای یې عطا محمد خان نورزی وټاکه. فتح خان د پاچا مخه ونیوله چې دغه کار دې ونه کړي خو پاچا ونه منله. د پاچا دغه کار بارکزي وروڼه خوا بدي کړل او هغوی د هرات پر لور را وخوځېدل. د هرات والي حاجي فیروزالدین دومره خېټه نه درلودله چې د کابل د پاچاهۍ د گدۍ لپاره ملا را وتړي، له دې امله فتح خان او ورور یې دوست محمد خان یو ځل بیا کندهار ته ، قیصر ته ورغلل. (۳۵).

د شاه زمان په دروهې ، د فتح خان بندي کېدل:

دا ځل وزیر فتح خان او دوست محمد خان د قیصر په دربار کې د خواجه محمد او میرعلم خان له پلوه سپک شول.لامل یې دا وو چې قیصر ته د خپل پلار زمانشاه له پلوه دنده ورسپارل شوې وه چې فتح خان او وروڼه یې له منځه یوسي. د زمانشاه موخه دا وه چې یو پلمه را منځ ته شي او په ترڅ کې یې فتح خان منگولو ته ورسي. وروسته زمانشاه میرعلم خان او شهنواز اڅکزي ته دنده وسپارله چې فتح خان ته دې ووایي چې پاچا او شهزادگی غواړي د هغه مېلمانه شي، خو دوست محمد له هغوی هم چابک وو او د پاچا په پلان خبرشوی وو. دواړه ورڼه په دې بریالي شول چې ددغې له چل او درغلنې ډکې میلمستیا د بدگومانۍ اړخونه پټ کړي او څرگنده یې کړه چې هغوی به د پاچا له دغې پاملرنې خورا زیات خوښ شي. بیا نو دغو وروڼو درې اړخیزه تیاری ونیو.یو اړخ دواړو (فتح خان او دوست محمد خان) ته سپارل کېده. دویم اړخ نواب اسد خان ته ، دریم اړخ محمد عظیم خان ته وسپارل شو. فتح خان د ملېمستیا تیاری د مرجان په ښایسته بڼ کې ونېو. دوست محمد د فتح خان د سانتې دنده په خپله غاړه واخیستله. له دې امله د گارد او د ځواک د را ټولولو په لټه کې شو او په همدې حالت کې د نابلل شویو میلمنو هرخوځښت یې تر څارلاندې ونیو. هغه په دغې میلمستیا کې له دومره ځیروالي او احتیاط څخه کارواخیست چې د شهزادگي قیصر او زمانشاه زړه ډاډه اوپوړه شو چې گڼې ددوی راز چا بربنډ کړی دی. له دې امله له هرې هغې هڅې څخه لاس پر سر شول چې ددغو دواړو ورڼو لپاره په پام کې نېول شوې وې او داسې یې وښودله چې د هغوی په دوستۍ او ملگرتوب کې د یو بڅرکی په اندازه چاوده نشته. له دې امله گوښه شوي پاچا هغوی ته د پاچاهۍ سوغاتونه ورکړل اوناکامه او په زړه خوړین بیرته ستانه شول، خو زمانشاه او قیصر د بلې لارې په لټه کې راووتل.

د هماغې ورځي پر بل سهار امر وشو چې هېڅ څوک ماڼۍ ته له پینځو تنو زیات نه شي راوستلای، خو له دې سره سره فتح خان د امر پروا ونکړه او تر شلو ورځو پورې له سلو تنو ساتونکو سره یوځای ماڼۍ ته ننوت. د زمانشاه اوبه له ترخځه وواښتلې او د بلې دروهې په لټه کې شو. هغه خپل ساتونکي د ماڼۍ د ونو په یوې گوښې کې ځای پرځای کړل او بیا یې امر وکړ چې د ټبرونو او توکمونو مشران دې د پاچاهۍ درنښت او سلام لپاره د هغه لېدنې ته ورشي. کله چې د فتح خان وار را ورسید او د ماڼۍ دننه یې پښه کښېښودله، سیف الدوله میرعالم خان د شا له لوري پر فتح خان را ودانگل او پرځمکه یې راوویشت. هغه کسان چې د ونو تر شا پټ ول د سترگو په رپ کې راغلل، خو فتح خان په میړانه د ځان دفاع وکړه او مقاومت یې کاوه. په دغه اخ وډب کې د فتح خان غاښ مات شو. نواب اسد خان او د فتح خان ملگري میرزا محمد رضا او آقا مهدي چې له فتح خان وروسته ماڼۍ ته ننوتلي ول هم د فتح خان په برخلېک راگیر او ټول زندان ته ولویدل.

د فتح خان د ژغورنې لپاره د دوست محمد خان زړورتیا:

دوست محمد خان چې پوه او هوښیار ویښ زلمی وو، له خپل مشر ورور سره یې یوځای د پاچا لېدنه لږ شاته وغوځوروله او د هغه دغه لیرلېد د هغه د ځان او د پینځه سوه نورو هملارو ملگرو د ژوند د ژغورنې لامل شو. کله چې دوست محمد خان د خپل ورور د نیولو له دروهې خبرشو، خپل ملگري او هملاري یې د فتح خان ژغورنې ته را وهڅول او د یو زړوراو بې باکه برېد په ترڅ کې یې چې د ماڼۍ له هرلوړې څنډې پرې پرله پسې ډزې کېدلې وکولای شول د ماڼۍ لومړۍ دروازې ته دننه لاره وموي، فتح خان خان د زندان په دیوالونو کې د ډیرو ساتکونکو تر څار لاندې وو او ساتونکو په پرله پسې ډول د دوست محمد خان پر لور ډزې کولې، نو دوست خان اړ شو چې کرار کرار شا ته شي. خو ماڼۍ یې کلابنده کړه او په همدغې شیبې کې قیصر، خواجه محمد خان او خپلو نورو کسانو ته دنده وسپارله چې د ښار ټولې دروازې دې وتړي او ساتونکي دې په کلکه د ټولو دروازو ساتنه او څارنه وکړي او بیا دې د دوست محمد خان او دهغه هملاري ملگري ونیسي.

محمد عظیم د خپلو ملگرو له لارې خپل ورور دوست محمد خان ته د قیصر له دغه گامه خبر ورکړ.دغه خبر د دوست محمد خان په زړورې پریکړې هېڅ اغیزه ونه کړه او په دغسې له گواښه ډکې شېبې کې یې خپله زړورتیا له لاسه ورنه کړه.هغه خپل وروڼه او ملگري را وبلل او ورته یې وویل: اوس موږ په خپله کلابند شوي یو، د ماڼۍ کلا بندي نه زموږ په گټه ده او نه زموږ د ورور د ژغورنې لپاره گټه لري. ځکه چې قیصر زموږ د خاوري په سرکولو او یا یرغمل نیولو په لټه کې دی، یوازینې کار چې کولای شو دا ده چې د خپل ځان د خلاصون لپاره له سرښندنې ډک یوه کار ته لاس واچوو او هغه دا ده چې په ډله ییزه توگه د ښار پر دروازې یرغل وروړو او باید د ساتونکو د تورو او چړو له خولو څخه له ځانه په تیرېدنې را تیر شو او له هغه وروسته باید د گرشک په لور ولاړ شو. د دوست محمد ملگرو د هغه خبره ومنله او بیا دوست محمد خان توره له تیکي را وایستله او په خپل ټول زور ، زړورتیا او میړانې د خپلو انډیولانو په سر کې ودرید او د ښار پریوې دروازې یې برید وکړ. د هغه انډیوالانو هم د هغه په پـَل ، پـَل کښېښود او له ساتونکو سره یې د لاس او گریوان جگړه پیل کړه. دوست محمد خان چې د ۱۵ � ۱۶ کلونو ځوان وو،د ښار د دروازې څو تنه ساتونکي یې له چړو تیر کړل او په پای کې په دې بریالی شو چې دروازې پرانیزي او له هماغې دروازې یې د گرشک پرلور تېښته وکړه. (۳۶)

زمانشاه چې د فتح خان او د هغه د وروڼو د نیولو پلان نیمگړی ولېد، نو قیصر ته یې امر وکړ چې فتح خان دې دهغه د پاچاهې د ړنگولو او د سترگو د ړندولو په غچ کې ووژنی، خو د هغه وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان ددغه کار مخه ونیوله او قیصر یې ددغه بې باکه گام له پایلو څخه خبر کړاو ورته یې وویل چې ښایي په راتلونکي کې د فتح خان د وروڼو له ورته غچ سره به مخامخ شي او هغه یې اړ کړ چې له دغسې کار څخه لاس پر سر شي.

دوست محمد او وروڼه یې په گرشک کې د خپل ورور د ژغورني په لټه کې ول خو د لښکر د برابرولو لپاره یې پیسې نه درلودلې. د هغوی له بخته یو کاروان له کندهاره د ایران پر لور د خوځېدا په حال کې وو او باید له گرشکه تیر شوی وای. دوست محمد خان له خپل ورور محمد عظیم خان سره سلا وکړه چې په داسې یوې تنگسه کې داسې ناببره غیبي پانگه یوازې خدای دوی ته ورکړې او باید هغه را خپله کړي، له همدې امله دواړه ورونه په یوې سیمې کې په پټه کابو کښینستل او ناڅاپه یې پرکتار چاپه ووهله او له هغه څخه یې څلورلکه روپۍ تر لاسه کړې.(۳۷)

دوست محمد خان په همدغو پیسو یو لښکر را جوړ کړ او د کندهار پر لور را وخوځېد او ښار یې کلابندي کړ. کلابندي درې مېاشتې وغځېدله او د ښاریانو او سرتیرو ټولې زیرمې پای ته ورسیدلې. شهزادگی قیصر له دغه اکروکرڅخه لالهانده وو او نه پوهېده چې څه وکړي؟ وزیر شیر محمد خان هغه ته سلا ورکړه چې که فتح خان له بنده خلاص کړي نو ښار به هم له کلابندۍ وژغورل شوي پرته له هغه به دوست محمد خان ټول ښار دړې وړې کړي. همدا ډول شیرمحمد شاه شجاع ته خبر ورکړ چې قیصر ته دې امر ورکړي چې فتح خان خوشې کړي. شاه شجاع آړ یا شرط کښېښود چې دغه کار به کابل ته د محمد عظیم خان او غلامخان د رالیږلو په ژمنې وکړي، چې په پای کې فتح خان یې خوشې کړ. (۳۸). خو الفنستون گروهن دی چې فتح خان قیصر په یوې غونډې کې ولېد او د خپلو پخوانیو خدمتونو په یادونې او په راتلونکې کې د نورو ژمنو په کولو، قیصر یې دومره تر خپلې اغیزې لاندې راووست چې نه یوازې هغه یې له زندانه خوشې کړ بلکه خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې یې له سره ورسره ژوندۍ کړې. د فتح خان په خلاصېدلو د کندهار ښار هم له کلابندۍ وژغورل شو او فتح خان له خپلووروڼو سره یو ځای گرشک ته ولاړ چې له شاه شجاع سره د یوې بلې جگړې لپاره چمتووالی ونیسي او پر کابل یرغل وروړي. کله چې هر څه سم شول، فتح خان د کندهار پر خوا را وخوځېد، خو کله چې کندهار ته را ورسید پوه شو چې (سیف الدوله) میرعلم خان پرکابل د برید کولو لپاره د قیصر سوچ او دریځ اړولی دی. فتح خان د قیصر له دغې ژبې اوښتنگ څخه خوابدی شو او پریکړه یې وکړه چې کامران له فراه را وغواړي د قیصر ځای ناستی یې کړي.

فتح خان، کامران د کندهار د نیولو لپاره را وپاراوه او د کندهار پر خوا را وخوځېد. په دې ترڅ کې یوه شپه یوه هېښ پېښ کوونکې پیښه رامنځته شوه چې راتلونکو پیښو ته یې بل رنگ ورکړ. قیصرد کندهار په لور د کامران له خوځېدا او له فتح خان سره په یوځای کېدلوخبر شوی وو نو و یې غوښتل چې وتښتي. د شپې په تیاره کې قیصر د یوې شهلیت (مشال) له څنگه په پټه تښتېده او په همدغې شېبې کې ناببره فتح خان هم له همدغه ځایه تیرېده. په لومړیو کې یې یوبل وپیژندل او د ښکنځلو په کولو یې یو بل ته ښه راغلاست وویل خو کله چې د ژبې او سپکو ویلو اورونه ساړه شول، خبرې یې تودې شوې او په گیلو یې یو بل ته پیل وکړ.

قیصرفتح خان ته وویل چې د ځان د ژغورنې په بدل کې چې ده ورسره کړې وه آیا ښه به دا وي چې له کامرانه ملاتړ وکړي او یا هغه تېښتې ته اړکړي؟ فتح خان د قیصر ژمنه ماتول او ویره، د قیصر پرمخ را وایستله. قیصریوځل بیا سوگند او لوړه وکړه چې نوربه د فتح خان له نظر او سلا څخه پرته بل هېڅ کار ونه کړي. په دې توگه دښمني او کېنه په سولې او پخلاینې را واووښتله او قیصر ته یې ډاډ ورکړ چې هغه به د کندهار پر واکمنۍ پریږدي. ډیره موده نه وه تیره شوې چې کامران میرزا د ښار د دروازو شا ته لښکرکوټ دیره کړ. فتح خان کامران ته خبر ورکړ چې له خپلې پخوانې پریکړې لاس پر سر شوې او باید بیرته فراه ته ولاړ شي، خو کامران ونه منله او فتح خان اړ شو چې پرهغه داسې برېد وکړي چې لاره ورڅخه ورکه شي، کامران لاره ورکه کړه او په ډیرې سختۍ او لالهاندۍ یې ځان فراه ورساوه. (۳۹)

فتح خان پرکابل د یوې بلې هڅې په لټه کې:

وزیرفتح خان څو ځله له شاه شجاع سره یو ځای شو او بیا یې ورڅخه پریکون وکړ. هېڅ اړنگ نشته چې له دغو یوځای کېدنو او پریکونونو څخه د وزیر موخه دا وه چې د سدوزیو په کورنیو کې یو وړ او پوه سړی ومومي چې د احمد شاه دُراني په څیر د هېواد د چارو د پرمخ بیولو لپاره پیاوړي وړتیا ولري. او دا هغه بیلگې وې چې نه په شاه شجاع ، نه په کامران ، قیصر او نه د حاجي فیروزالدین خان په چال چلند او ژوند کې لېدل کېدلې. نو د دغسې یوې تشې د ډکولو لپاره یوازېنې لاره یې دا ولوېدله چې که د خپلو هلو ځلو په ترڅ کې وکولای شي شاه محمود د شاه شجاع له زندانه را خلاص او بیا یې د کابل د واکمنۍ پر گدۍ کښېنوي.

وزیرفتح خان داسې یو سړی وو چې ستړیا یې نه منله او د خپلې موخې د رسیدلو په لاره کې د هرراز گواښ منلو ته چمتو وو اوویره یې نه درلودله او له همدې امله وه چې د شاه محمود د واکمنۍ له نړېدلو وروسته په یو ځای کې نه تم کېده. کله به کابل، کله کندهار، کله فراه او هرات او کله پیښاور، سندهـ او شکارپور ته د آس پرشا د خوځښت او دروملو په حال کې وو او دهمدغه خوځښت په ترڅ کې به کله له لښکر سره او کله به یې له خپلو څو تنو وروڼو سره د کابل او فراه ترمنځ خنډونه د خپلې لارې له سره لېرې کول او د خپلو وروڼو په هملاسۍ یې محمود له زندانه خلاص کړ او د کابل پر تخت یې کښېناوه. فتح خان پرته له دې چې خپلې ټولې هڅې د ځان لپاره وکړي او واکمني په خپلو منگولو کې ونیسي، تـل یې د سدوزیو د پاچاهۍ د ټینگښت لپاره هلې ځلې کولې او په همدغې لاره کې یې خپل سر هم له لاسه ورکړ.

په همدې ترڅ کې وزیرفتح خان د خپل لښکر له څارنې او غمخورۍ یوه شیبه بې خبره نه وو او د همدغې څارنې او غمخورۍ له امله ول چې له کورنیو او بهرنیو غلیمانو سره په جگړو کې بریا ، تـل دده تر څنگ وه.

د فتح خان په مرسته د شاه محمود دویمه پاچاهي:

په هغو شپوورځو کې چې مختارالدوله شیر محمد له واکمنۍ گوښه او میرواعظ د شاه شجاع د پرځېدنې لپاره لاس او پښې اچولې، فتح خان خپل ورور شیردل خان ته دنده سپارلې وه چې په کابل کې د قزلباشانو له ډلې څخه د یوتن په مرسته د کابل د بالاحصار له زندانه د شاه محمود د راخلاصیدلو هلې ځلې وکړي. څرگنده چې د بالاحصارله زندانه د پاچا ژغورل اسانه نه ول او ډیرې پوهې او ځیرکوالي ته یې اړتیا درلودله چې تر سره شي. د بارکزیو وروڼو په منځ کې شیردلخان له وزیرفتح خانه وروسته په پوهه ، پوخوالي او ځیرکتوب کې ډیر نوم درلود، هغه وکولای شول د ۸ ساعتو په اوږدو کې د کارپوهو ورهڼگرو "کاسب" په مرسته تر بالاحصار لاندې یو کیندوی یا نقب ووهي او بندي پاچا له هغه ځایه را وژغوري. شاه محمود تر یوې مودې په شهدای صالحین کې د یوې مقبرې تر څنگ پټ وو او د ښارگزمه د هغه له لټون څخه لاس په سراو نومېده شوه. شاه محمود د شپې په تیارې کې پر اسپ کښېناست او له څو تنو سره یې د هرات پر لور په تیښته ودانگل. شاه محمود ته په هرات کې د هغه ورور فیروزالدین په خوښۍ ښه راغلاست ووایه، خو ورور یې په لنډ وخت کې په خپل چال چلند کې بدلون راووست ، ښایي له دې بیرېدلی وي چې هرات دده له منگولو راخپل نه کړي. شاه محمود د خپل ورور په چلند کې د بدلون په لېدلو له هراته فراه ته راغی او په کندهار کې د فتح خان او د هغه د وروڼو د لارو چارو جوړولو ته سترگې په لار کښیناست. کله چې بارکزیو وروڼو په کندهار کې ځواک را جوړ کړ نو شاه محمود ته یې پیغام ولیږه او هغه یې کندهار ته را وباله او بیا د کابل پر خوا وخوځېدل. په کلات کې د شاه محمود د هملارانو په منځ کې بیلتون او دوه ډلې توب رامنځته شو، نورمحمد خان او عطامحمد خان بامیزی د شاه محمود له لښکره بیل شول او یوازې فتح خان او دوست محمد خان سره له خپلو وروڼو ورسره پاتې شول، له دې چې کوم کار یې له لاسه نه تر سره کېده نو دوی هم بیرته د گرشک خواته مخه تاو کړه.

شاه شجاع تر کلاته مخته راغلی وو، له هماغه ځایه بیرته پیښاور ته ولاړ چې د الفنستون تر مشرۍ لاندې انگلیسي پلاوي ته ښه راغلاست ووايي. انگریزې پلاوي د ۱۸۰۹زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۲۵ نېټه پيښاور ته را ورسید او د شاه شجاع له پلوه ورته په ډیرو ولولو ښه راغلاست وویل شو، ځکه چې دغه پلاوي د روسیې او فرانسې له ټلوالې څخه پاچا ته خبر ورکړی وو او له همدې امله د بریتانوي هند او د کابل د پاچا تر منځ لومړنی گډ دفاعي تړون لاسلېک شو او د تړون تر ټولو مهمه موخه دا وه چې د کابل له لارې دې هند ته د فرانسویانو مخه ونیول شي. (۴۰).

په ۱۸۰۹زکال کې شاه محمود یو ځل بیا د وزیرفتح خان د زړورتیا، پالیالۍ او کارپوهۍ او د هغه د وروڼو دوست محمد خان او شیردلخان په میړانه اووړتیا په دې بریالی شو چې ددویم ځل لپاره د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوي. لومړنی گام دا وو چې فتح خان او د هغه ورور محمد عظیم خان دې د کابل پرلور د شاه شجاع مخه ونیسي. د محمد عظیم خان د لښکر شمیره لږ وه، د جلال آباد په بالاباغ کې د شاه شجاع له ځواک سره مخامخ شو، مقاومت یې ونه شو کړاي او بیرته په شا شو.

دوست محمد خان په کابل کې د شاه محمود د پوځي ځواک د لوی بولندوی په توگه وټاکل شو. د شاه محمود سرتیري هم لږ ول چې شمیره یې له درو زرو نه زیاتیدله، او د شاه شجاع د سرتیرو شمیره ۲۵ زرو ته رسیدله چې یو پیاوړی توپچي ځواک هم ورسره وو. د دوست محمد خان ځواکونو گندمک ته نیږدې د شاه شجاع پرځواکونو د شپې له پلوه غلچکي بریدونه وکړل او ښه درانده تاوانونه یې دښمن ته ور ورسول.

موهن لال وایي چې " هغه کسان چې د جگړې په ډگر کې ول، را ته وویل چې په دغسې سترې جگړې کې ددوست محمد خان د پوځي پوهې ستاینه لکه چابکي، هوښیاري، زړورتیا، ټینگوالی او مقاومت، لارښوونه او سرمشري دومره ډیره ده چې څوک یې نه شي ستایلای. سرتیرو لېدل چې دوست محمد به ددښمن پریوه کتار ور ننوت، د هغوی ملابه یې ورماته کړه او بیا به په شا شو او خپل ملگري یې یرغل او جگړې ته هڅول. بله شېبه به مو ولېدل چې هغه به د یو شمیر بې دسپلینو سرتیرو د بیا سمبالولو لپاره د یوه لارښود دریځ را خپل کړ. مدد خان او اعظم خان چې د لسو زرو سرتیرو مشري یې په غاړه درلودله د خپل لښکر د پوځي دریځ سستوالي ته پام کوي او له دې چې دوست محمد خان د هغوی د لښکر ډیر سرتیري وژلي ول، لاره او گودر ورڅخه ورک اوپه ویره کې ډوبیږي. په پای کې دوست محمد خان په دې بریالی شو چې د دښمن سرلښکرې او مخکښه برخه ور دړې وړې کړي او هغوی شاتگ ته اړباسي او هغوی ته یې د پوځي توکو د شمیر له درکه درانده تاوانونه ورسول." (۴۱).

بله جگړه په نملې کې رامنځته شوه او فتح خان په خپله په دغې جگړې دومره زړورتیا او میړانه وښودله چې شاه شجاع ماته وخوړله او وتښتېد، د هغه وزیر اکرم خان ووژل شو او د شاه شجاع ټول پوځي توکي د فتح خان د لښکر لاس ته ورغلل، هغه سره زر او د گرانبیو کاڼو پانگه چې د فتح خان د ځواک لاس ته ورغلې وه دوه میلیونه پــَونده اټکل شوېده. (۴۲)

له هغه وروسته فتح خان جلال آباد ته ولاړ او خپل ورور محمد عظیم خان ته یې چې لومړۍ دنده وسپارله دا وه چې له شهزادگي کامران سره پیښاور ته ولاړ سي او هغه ښار دې هم د شاه شجاع له منگولو راخپل کړي او مالیه دې راټوله کړي. محمد عظیم خان او شهزادگی کامران د پیښاور پر لور ولاړل او هغه ښار یې ونیو. محمد عظیم خان د پیښاور د چارواکي واکمن په توگه هلته پاتې شو اوشهزادگی کامران کابل ته راستون شو.

وروسته له دې چې شاه شجاع په نملې کې ماته وخوړله د خیبر پرلور وتښتېد او څه موده وروسته یې پریکړه وکړه چې یو بل لښکر راټول کړي او پرکندهار برېد وکړي. هغه همداسې وکړل او د نورزیو له خانانو سره یو ځای یې پرکندهار برېد وکړ چې په دغو خانانو کې د میرعلم خان پلار، عبدالله خان هم وو چې د شاه محمود له پلوه زنداني او بیا وژل شوی وو. سره له دې چې پردل خان د کندهار له ښاره په زړورتیا دفاع وکړه خو ښار بیا هم د شاه شجاع لاس ته ورغی، یو لښکر د وزیر فتح خان په امر د شهزادگي کامران په ملتیا په لنډ وخت کې د کندهار پرلور وخوځېد او د دواړو لورو ترمنځ ټینگه جگړه ونښتله خو شاه شجاع بیا د وزیرفتح خان له لاسه ماته وخوړله او شجاع راولپنډۍ ته ولاړ. وروسته شاه شجاع د کشمیر د واکمن عطا محمد خان په ژمنو چې د کوه نور الماسو ته یې سترگې غلې کړې وې، پیښاور ته ولاړ او یو ځل یې وکولای شوای چې ان د محمد عظیم خان له منگولو څخه پیښاور د لنډې مودې لپاره را خپل کړي خو نوموړي سرلاري بیرته پیښاور د شاه شجاع له گوتو خلاص او راخپل یې کړ.

شک نشته چې که د کابل د واکمنۍ پرگدۍ مین شاه شجاع چې د هغه لپاره یې بې شمیره لالهاندۍ او سربدلاۍ ولېدلې ، د شاه محمود له بندي کولو اوله وزیر فتح خان سره په یوځای کېدنې وروسته، وزیر فتح خان یې له ځانه نه وای خوا بدی کړای او نه وای یې پرې ایښای چې وزیر فتح خان د هغه له دښمنانو او سیالانو سره یو ځای شي، شاه شجاع به د کابل د پاچاهۍ او واکمنۍ واگې تر ډیرې اوږدې مودې پورې په لاس کې درلودلای. خو شاه شجاع گومان کاوه چې هغه کولای شي په ساده گۍ فتح خان وغولوي او ددې پرځای چې هغه ته پاملرنه وکړي، بارکزي خانان یې له ځانه خوابدي کړل او ددغه سیاست بیه په خپله د شاه شجاع لپاره گرانه را پریوتله.

خو شاه محمود چې د خپلې پاچاهۍ دویم پړاو د فتح خان او د هغه د وروڼو د هڅو په مټ راخپل کړی وو، د هیواد د ادارې ټولې چارې یې وزیر فتح خان او دهغه وروڼو ته چې د شاه محمود د ډیر ډاډ وړ کسان ول، وسپارلې. شاه محمود، وزیرفتح خان یې د سر وزیر په توگه وټاکه او له درنښت ډک د (اشرف الوزراء) نوم یې ورکړ. د پاچا د همدغه ډاډ له امله بارکزیو وروڼو تر وسې وسې هڅه وکړو چې د افغانستان د ځواک هغه برم او پرتم چې د ستر احمد شاه بابا په وخت کې وو راژوندی کړي. وزیر فتح خان دغې موخې ته درسیدلو لپاره د افغانستان د گڼ شمیر ولایتونو واکمني یې د خپلو وروڼو په منځ کې چې خپل ټول ژوند یې د شاه محمود د پاچاهۍ د بیا ترلاسه کولو په لاره کې په سرښندۍ ډالۍ کړی وو وسپارله او هغوی هم په نه ستړې کېدونکې توگه د هېواد اړوندې چارې د هېواد د پرمخ بیولو په لاره کې په لاس کې واخیستلې او خپل کارونه یې پيل کړل.

پردلخان د کندهار د ولایت والي، سلطان محمد خان د پیښاور والي، شیردلخان او کهندل خان د بامیانو او غزني والیان، رحمدل خان چې گڼ شمیروختونه په شکارپور کې اوسیده د بلوڅستان د ولایت د والي په توگه وټاکل شول. نور وروڼه یا د نوموړو والیانو تر لاس لاندې او یا د مشرانو وروڼو لکه فتح خان ته د مرستې د لاس ورکولو لپاره په کابل کې په کارونو بوخت شول. دوست محمد خان چې د زړورتیا او مېړانې نوم یې خپور وو او د خپلووروڼو په منځ کې په کارپوهنې او د پیښو د لیرلېد اوپه سیاست کې له تر نورو ډیر ځلانده بریښېده، له وزیره وروسته رتبه یې درلودله او په کابل کې د وزارت د چارو د سمبالونې او د سردار محمد عظیم خان، نواب اسد خان او نواب جبارخان د کورنیو پالنه ورته سپارل شوې وه؟ [سیستاني صاحب! ماته دغه جمله لږ څه پیچلې ښکاري! آیا همداسې سمه ده که رغښت پکې غواړﺉ؟ دلته زه د کورنیو وییکي شکمن کړی یم]

هرات یوازینی ولایت وو چې سدوزیو له کورنۍ څخه د شهزادگي فیروزالدین په لاس کې پاتې وو او هغه هم لدې امله وو چې د فتح خان ځواک په ختیځو ولایتونو کې د ټیکاو او امنیت او د چارو په بیا سمبالولو بوخت وو ځکه تل د شاه شجاع او رنجیت سنگهـ له پلوه پکې خنډونه رامنځته کېدل.

د پېښاور او کشمیر د نیولو لپاره د وزیر فتح خان لښکري خوځښت:

شاه محمود د وزیرفتح خان د سرښندنو او هڅو له امله په (۱۸۰۹ ز /۱۲۲۴ ق) کې د نملې په جگړه کې د شاه شجاع له ماتې وروسته د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه ولگوله. د واکمنۍ پرگدۍ د چړچه مار پاچا د ډډې لگولو له امله چې ناوړیتا او نا کارپوهیزه اړخ یې د واکمنۍ په لومړي پړاو کې راڅرگند شوی وو، یو شمیرخوابدۍ ، اله گولې او پاڅونونه را وپارول. د هغه سیال شاه شجاع چې د نملې له ماتې وروسته د خټکو غرنیو سیمو ته تښتېدلی وو د کابل د راخپلولو په موخه د کندهار له لارې را وړاندې شو (۱۸۱۰ ز- ۱۲۲۵ ق)، خو بیا یې د وزیر فتح خان له توري ماته وخوړله او هند ته ولاړ او له هغه ځایه یې پرپیښاور برېد وکړ او پېښاور یې د څو مېاشتو لپاره په منگولو کې راټینگ کړ، د وزیر فتح خان ورور، سردار محمد عظیم خان د پیښاور ښار د شجاع له لاسه را خلاص کړ. شاه شجاع دا ځل د ملتان، راولپنډۍ او لاهور پر خوا ولاړ او شاه محمود یو ځل بیا چړچه مارۍ ته مټې را بډوهلې او فتح خان دې ته اړ ووچې د هېواد ټولې چارې هم له اداري او هم له پوځي اړخه پر مخ یوسي.

وزیرفتح خان هم په ډیرې پوهې او ځیرکوالي د افغانستان د چارو په سم پرمخ بیولو بوخت شو او د هېواد نیو چارو په پرمخ بېولو کې ډیر ښه وځلېد. د وزیرفتح خان د بریا اړخ د هغه په پوهه ، سیاست، لیرلېد او په خپلو وروڼو د ډاډ او په دوه اړخیزه درناوي پورې تړلی وو او نورو وروڼو ورته د مشر ورور په سترگه ډیر درناوی کاوه او د هغه خبرو ته یې غاړه اېښودله. هېوادنۍ چارې په دې ډول پرمخ تللې خوعطا محمد خان بامیزي چې په کشمیر کې د خپلې څو کلنې واکمنۍ له شامـِـته یې ځان د یوه پیاوړي واکمن په هېنداره کې لېده او خبره یې دې ځای ته ورسیدله چې شاه محمود ته یې د درناوي سر نه ټیټاوه نو کابل ته یې د مالېې له رالېږلو ډه ډه وکړه ان په دې سوچ کې هم ولولېد چې پیښاور د شاه محمود له واکمنۍ څخه بیل او ځان خپلواکه کړي. له دې امله فتح خان خپل وروڼه سمندرخان او جهانداد خان د یوه درې زره کسیزلښکر په مشرۍ کې پیښاور ته ولیږل چې پيښاور ونیسي، د هغې جگړې په ترڅ کې چې رامنځته شوه ، عطا محمد خان ماته وخوړله او پیښاور د سمندرخان او جهانداد خان په لاسونو کې راپریوت .

د یادونې وړ ده چې عطا محمد خان بامیزي د کشمیر د څوکلن حکومت واگې د شاه شجاع د فرمان له امله ترلاسه کړې وې مگر سره له دې چې شاه شجاع خپله پاچاهي له لاسه ورکړې وه او په بې نوم اوبې پرتمه توگه په لاهور کې سربداله گرځېده بیا هم عطا محمد خان د کشمیر واکمن چارواکی وو. دغه دوه تنه کېدای شوای له یو بل سره نیږدې شي خو د دواړو ترمنځ د پلاروژنې تربگني پرته وه او هغه د مختارالدوله شیرمحمدخان وژنه وه چې د عطا محمد خان پلار کېده او د عطا محمد خان تره محمد خان چې د قصیر د اله گولې پر مهال په پیښاور کې وژل شوې. دوی دواړه د شاه شجاع په لاس وژل شوي ول.

هر گوره، له دغې تربگنۍ سره سره عطامحمد خان شجاع الملک ته لېک ولېږه او هغه یې له لاهوره وتلو، پېښاور ته په تللو او د واکمنۍ د گډۍ د نیولو لپاره و هڅاوه. شاه شجاع د پاچاهۍ د نیولو په هېله پیښاور ته راغی، خو عطا محمد ، سمندرخان او جهانداد خان ته په پټه خبر ورکړ چې د هغه د پلار وژونکی شاه شجاع دې بندي او کشمیر ته دې ور واستوي. له همدې امله هغوی شاه شجاع د یوې مېلمستیا په ترڅ کې ونیو او عطا محمد خان ته یې ولېږه او عطا محمد، شاه شجاع د کشمېر په بالاحصار کې بندي کړ. (۱۸۱۲ز)

له همدې امله وو چې عطا محمد خان د بارکزیو وروڼو اوشاه محمود په وړاندې دریم پیاوړی لاس گڼل کېده او له همدغه دریځه په گټې اخیستنې یې کابل ته د مالیې له رالیږلو ډه ډه کوله. وزیر فتح خان د هیواد د والیانو په چارو کې ډیر حساسه وو په ځانگړې توگه هغه ولایتونه چې د پردیو تر اغیزو لاندې ول، نو د شاه شجاع د نیول کېدلو خبره یې پاچا ته وویله او په پای کې پاچا هم ملا وتړله چې له وزیر فتح خان سره یوځای د یوه ستراو پیاوړي لښکر په ملتیا په هغه لور ور وخوځېږي.

جهانداد خان او سمندرخان ددغه خبر په اوریدلو وتښتېدل او شاه محمود پیښاور ته راغی. کله چې د کشمیر والي د شاه محمود له پریکړې خبر شو، پاچا ته یې پيغام را ولیږه چې په کال کې یو لک روپۍ مالیه به ورکړي خو په دې آړ چې دی د هغه ځای د والي په توگه پاتې شي. پاچا او وزیر دواړو دغه وړاندیز ته غاړه کښېښودله او خپل کسان یې کشمیر ته د مالیې د راوړلو لپاره ولیږل. د پاچا لیږل شوي کسان بیرته په تشولاسونو راغلل او د عطا محمد خان له ناوړه چال چلند څخه یې وزیر فتح خان ته سرټکونه وکړه. په دغه وخت کې پاچا په ملتان کې وو او کله چې د عطا محمد خان چال چلند یې د خپلو کسانو له خولې واورېد، د پاچا بڼه به بله واوښتله او پریکړه وشوه چې کشمیر ته ولاړ شي او د عطا محمد غوږونه کلک ور تاو کړي. (۴۳).

په هغه شیبه کې چې لښکر د اټک په لور د خوځښت په حال کې وو، ناببره هر څه سرنسکوره شول، ځکه خبر راورسید چې شید اشرف اوسید عطا د کوهستان له یو شمیروگړو سره د شاه محمود د ورور شهزادگي عباس گرد چاپیره را تاو شوي دي او د هغه د پاچاهۍ غوښتونکي دي، ددغه خبر په رسیدلو څرگنده ده چې د کشیمر پر لور د تللو په وړاندې خنډ را منځته کړ. د هغه ترڅنگ د شاه محمود د سرتیرو په منځ کې گنگوسې خپرې شوې وې چې د شیعه گانو او سنیانو ترمنځ جگړې رامنځته شوي ، د لښکر د قزلباشو سرتیرو برخه ددغه خبر په اوریدلو سخت په ویره کې لوېدلي ول او له پاچا یې وغوښتل چې بیرته کابل ته ستون شي چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

په پای کې پریکړه وشوه چې پاچا او وزیر دې پیښاور ته ولاړشي او دوست محمد خان او محمد عظیم خان دې د اله گولې د غلې کولولپاره کابل ته ولاړ شي. هغوی د لسو ورځو په اوږدو کې اله گوله غلې کړه، شهزاد گی عباس یې په زندان کې واچاوه. سید اشرف او سید عطا چې د اله گولې پاروونکي پیژندل شول ونیول شول او د فیل تر پښو لاندې ووژل شول.

دا دویم ځل دی چې یو پاچا د کشمیر دوالي د را پرځولواو له هغه سره د حساب او کتاب کولو لپاره له کابله خوځیږي او تر پیښاوره رسیږي خو د هیواد په پلازمېنه کې د ناببره پیښود رامنځته کېدلو له امله بیرته دې ته اړ کیږي چې پلازمېنې ته را ستون شي. لومړی ځل کشمیر ته د ستنیدلو خبره شاه شجاع او امین الملک محمد اکرم هغه مهال و ځنډوله کله چې کابل د فتح خان په لاس را وپرځېد او شاه محمود پاچا شو، او دا دې دا ځل شاه محمود او وزیر فتح خان د شهزادگي عباس د ستونزې له امله اړ شول چې د عطا محمد خان خبره په کشمیر کې پر خپل حال پریږدي او د هېواد پلازمېنې ته بیرته راستانه شي. (۴۴)
په بل کال یې (۱۸۱۲ز) وزیرفتح خان او دوست محمد خان د یوه ۸ زره کسیز لښکر په مشرۍ کې د کشمیر د ستونزې د هوارې لپاره له کابله د کشمیر پر لور وخوځېدل. د ۱۸۱۲زکال د نوامبرپه وروستیو کې افغاني سرتیري د ا ندوس له سینده تیر شول. وزیر له هرڅه لومړی له رنجیت سینگهـ سره د خپلو اړیکو ښه کول اړین وبلل. له دې امله له خپلو وروڼوسره چې په دغه خوځښت کې شمیر یې ۱۸ تنو وروڼو ته رسیده د سلا او مشورو پر ټغرکښیناست. د وزیر یوه ورور وړاندیز وکړ چې په لومړي گام کې دی د رنجیت سینگهـ ټغر ورټول کړي خو وزیر ددغه وړاندیزپه وړاندې ودرید او ویې نه مانه او هغه یې یو ناسمه او بې سنجشه گام وباله او د کشمیر پر لور د خپلې نقشې په وړاندې یې یو سترگواښ وباله. وروسته یې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی رنجیت سینگهـ ته ولیږه. رنجیت سینگهـ د افغان لورې وړاندی شوی خبرې ومنلي او ویې ویل چې خبرو ته چمتو دی او باید د پام وړ پایلې ته ورسیږي. خبرې پیل شوې او رنجیت سینگهـ ومنله چې د سیکهانو تر ولکې لاندې سیموکې به د افغان پوځ لپاره د تیرېدلو اسانتیاوې برابرې کړي او د هغه ترڅنگ به د خپل پوځ یوه برخه د افغانانو د مرستې لپاره په افغان لښکر کې ورگډه کړي خو شرط یې دا دی چې د کشمیر د مالیې یوه پر دریمه برخه سیکهانو ته ورکړل شي. پوه او ځیرک وزیر د لنډ مهال لپاره دغه وړاندیز ومانه او بیا یې د کشمیر د نیول لپاره، د لښکر مخه کشمیر ته را تاو کړه. (۴۵)

وزیر فتح خان د سیکهانو لښکر ته سترگې په لار پاتې نه شو او د ۱۸۱۳ز کال په فبرورۍ کې کشمیر ته ورسید. د دواړو خواوو تر منځ خونړۍ جگړه ونښتله، په پای کې عطا محمد خان " د بامیزیو د خانانو په سلا، د سپیڅلي قرآن صحیفې یې د ځان ژغورنې لپاره پرځان را تاو کړې، په لوڅ او بربنډ سر ، رسۍ په غاړه او توره په لاس د (شاه شجاع) مخ ته وړاندې شو او د یوه سپیڅلي مشر په گڼلو یې هغه ته د قران سپیڅلتیا را مخته کړه او هغه ته یې د عالم او عالمیانو د قبلې د نوم په ورکولو له هغه څخه بخښنه وغوښتله او ورڅخه ویې غوښتل چې د هغه دغه پښه ښوییدنه دې ور وبخښي. " (۴۶)

هر گوره، عطا محمد خان ځان وسپاره او وزیر فتح خان د عطا محمد خان د پلار مختارالدوله شیرمحمد د مرستو په بدل کې چې په کندهار کې یې د قیصر په لاس د ده د وژلو مخه نېولې وه، وبخښه او تاوان یې ور ونه رساوه او هم د توکم د مشرانو او مختورتوب په مخ یې شاه شجاع هم آزاده پریښود او ورته ویې ویل چې هرچیرته چې ځي، ولاړ دې شي. عطا محمد خان له کشمیره ووت او د دیره جات له لارې په کندهار کې کامران ته ورغی او د هغه په زړه کې یې د نومیالي وزیر پر وړاندې د رخې او سخې اور دوه ځله نور زیات کړ او د هغه راتلونکې کړه وړه څرگندوي چې د یوه هېواد په چارو کې د ځانگړو کسانو د ځانغوښتونې او له رخو او سخو ډکې لاسوهنې تر کومې کچې هغه ته په خپله او د هیواد گټو ته څومره تاوان رسولای شي.

اشرف الوزراء فتح خان د کشمیر د چارو له سمبالولو وروسته، محمد عظیم خان چې په جگړو کې د وزیر ترڅنگ ولاړ وو، د کشمیر واکمن وټاکه او د سیکهـ سرتیري چې په سره ژمي کې د کشمیر په واورو پوښلو غرونو کې دیره ول او هېڅ کار یې ونه شوای کولای، د سوغاتونو په ورکولو رخصت کړل. څرگنده ده چې رنجیت سینگهـ د خپلې شوې ژمنې ونډې ته سترگې په لار وو او له دې چې ونډه یې ترلاسه نه کړه نو د یوه لک روپیو په بدل کې یې د اټک کلا د عطا محمد خان بامیزي له ورور جهانداد خان څخه را وپیرودله او د سیکهـ سرتیري یې هلته دیره او ځای پرځای کړل. (۴۷)

وزیرفتح خان، شاه شجاع ته وړاندېز وکړ چې شاه محمود ته غاړه کښیږدي او له هغه سره دې کابل ته ولاړ شي، خو بد مرغه پاچا د افغان وزیر دغه وړاندیزو نه مانه او د سیکهانو له سرتیرو سره لاهور ته ولاړ. کله چې شاه شجاع لاهور ته ورسید، نو د رنجیت سینگهـ منگولو ته ورغی او ښه یې وزبیښه چې د عطا محمد خان له زندانه د هغه د ژغورنې په بدل کې دې د کوه نور الماس دې ده ته د سوغات په توگه وروسپاري چې تر دغه دمه د هغه د میرمن په ولکه کې وو. خو پاچا د کوه نور د الماسو له ورکړې ډه ډه وکړه. رنجیت سینگهـ شاه شجاع ته د مرگ د گواښونو له ورکړې او د شهزادگي تیمور له وهلو او ټکولو وروسته له شاه شجاع څخه ژمنه واخیستله چې دی دې د کشمیر د والي په توگه ومني او د کابل د واکمنۍ په لاس ته راوړلو کې یې ورسره د مرستې ژمنه وکړه او په دې توگه یې د کوه نور الماس هم ورڅخه واخیست. په دې ډول شاه شجاع په لاهور کې د یوه نېمه یرغمل په توگه ژوند کاوه او رنجیت سینگهـ هڅه کوله چې له شاه شجاع څخه پاتې د سرو زرو پانگه او پیسې چې له سوداگرو سره وې، راخپله کړي. په پای کې شاه شجاع وکولای شول خپله میرمن له لاهوره، لودهېانې ته ولیږي او په خپله د یو هندي جوگي په جامو کې له لاهوره ووت او د کشمیر او تبت له لارې لودهیانې ته ولاړ. (۱۸۱۶زکال). (۴۸)

د اټک د کلا د بیرته نیولولپاره د وزیر فتح خان لښکري خوځښت:

د کشمیر له سوبې وروسته ، په هغو شپو ورځو کې چې د سیکهانو د لښکر سرلاری مشر ملکهم له وزیر فتح خانه بیلېده هېله وکړه چې د عطا محمد خان ورور، غلام محمد خان پوپلزي ته دې اجازه ورکړي چې له هغه سره لاهور ته ولاړ شي. فتح خان د سیکهانو د سرلښکر دغه غوښتنه و منله او هغه یې خوشې کړ چې لاهور ته ولاړ شي، خو دوست محمد خان د غلام محمد خان په خوشې کولو خوښ نه وو او ددغه کار پایلې یې له سترگواښ سره نغښتی گڼلې. د دوست محمد خان دغه اټکل پر ځای وو، ځکه، کله چې غلام محمد خان د اټک د کلا واکوال خپل ورور جهان داد خان ته ورسیده، نو خپل ورور یې و هڅاوه چې د اټک کلا دې د ځای او ځمکې په بدل کې پر سیکهانو و پلوري. هغه هم کټ مټ همدغسې وکړل او رنجیت سینگهـ د اټک کلا د یوه لک روپیو په بدل کې خپلو منگولو ته راوستله. د اټک د کلا د بیا را نیولو لپاره د وزیر فتح خان د لښکري خوځښت په تړاو د تأریخې سرچینو خبرې تر یوه برېده له یو بله توپیر لري. پیرس، د " بارکزیو لوړېدا / عروج بارکزاﺋـي" په کتاب کې وایي چې فتح خان د کشمیر له سوبې وروسته، پیښاور ته د راستنیدلو پر مهال، کله چې د رنجیت سینگهـ له دغې معاملې خبر شو، گواښ یې وکړ چې سیکهان دې مخکې لدې چې توري یې پرمخ را وایستل شي، د اټک کلا دې بیرته وروسپاري، خو سیکهانو ستر او پیاوړی لښکر را ټول کړ او جگړې ته یې ملا وتړله. افغان لښکر د اټک کلا ته نیږدې دیره شو او کلا یې تر ټینگ گواښ او کلابندۍ لاندې ونېوله. رنجیت سینگهـ د اټک د کلا بولندوی ته لارښوونه ورکړه چې له کلا دې ووځي. د جولای پر ۱۲ نېټه سیکهان د اټک له کلا ووتل او د اټک د سیند د غاړي په څنډو کې یې خپل خوځښت ته دوام ورکړ.

وزیر فتح خان خپل ورور دوست محمد خان ته دنده وسپارله چې د دوه زرو افغان اربـَکیو تر مشرۍ لاندې دې د سیکهـ د لښکر پر مخکښې ډلې یرغل ور وړي. حیدر آباد ته نیږدې دوست محمد خان د سیکهانو پر لښکر پیاوړی یرغل ور ووړ چې له ټینگې ماتې وروسته یې دښمن تیښتې ته اړ کړ. یو شمیر وسلې د دوست محمد خان لاس ته ورغلې. افغانان په دې گومان چې بشپړه سوبه یې ورپه برخه شوې، نو د ولجو په را ټولولو بوخت شول. په همدغې شېبې کې د سیکهانو د لښکر سرلاری چې دوه توپک یې په لاس او پر فیل سپور وو، برید وکړ او د افغانانو لور ته یې په ډزو پیل وکړ. د توپک د ډزو له امله، د دوست محمد ځواک هرې خواته خور او وور شو.

وزیر فتح خان د هیواد د ملي او ولسي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې او هر کله چې د هیواد پر سپیڅلې خاورې د پردیو د لاسوهنو خبره را پورته شوې نو د هغوی په له منځه وړلو کې د هیواد اود هیواد د ناموس او د ولس د نام او ننگ د ساتنې لپاره یې د مورنۍ خاورې د دښمنانو په وړاندې تور له تیکي را ایستلې او د یاغیانو او سرغاړو په وړاندې یې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نیولې د هرات تروروستیو کرښو پورې په میړانې سرښندنې کړي او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي گټې یې د ولس په گټه خوندي ساتلې دي.

دوست محمد خان خپل ورور ته چې اټک ته نیږدې دیره وو پیغام ولیږه او د مرستې غوښتنه یې وکړه. پیغام وړونکي لاره ورکه کړه او خبر هېڅکله وزیر ته ونه رسید. له بلې خوا وزیر ته خبر راغی چې افغاني لښکر دړې وړې او دوست محمد خان وژل شوی دی. وزیر د پیښاور د هاغو ورځو د بوږنوونکي تودوخې او د دښمن د ناببره برید له امله په شا شو. له بلې خوا دوست محمد خان ته خبر را ورسید چې وزیر وژل شوی. هغه هم په لنډ وخت کې ځان لښکرکوټ ته را ورساوه. له دې چې د افغان لښکر پیټي او بارونه د اور د لمبو او لوگیو په منځ کې له منځه تللي ول، دوست محمد خان هم د یو شمیر وسلو له را اخیستلو ورسته کابل ته مخه کړه. د لارې په اوږدو کې دواړه وروڼه د رنجیت سینگهـ له چل او درغلنې خبر شول او له دې چې دواړه ژوندي ول، خوښ ول او له رنجیت سینگهـ څخه د غچ اخیستنې چاره یې بل وخت ته په شا وغورځوله او کله چې کابل ته را ورسیدل ، شاه محمود هغوی ته په توده غیږ ښه راغلاست وویل. (۴۹)

په راتلونکي کال رنجیت سینگهـ د کشمیر نیولو ته سترگې غړولې، نوموړي د مالیې د یوې برخې راخپلول پلمه کړل او د ۱۸۱۴زکال د جولای (۱۲۳۰ ل) په مېاشت کې یې د سردار محمد عظیم خان پروړاندې لښکري خوځښت وکړ. په لومړي یرغل کې چې په همدې مېاشت کې وشو، شپږ زره سیکهان ووژل شول او د هغوی دوه نور برېدونه په شا و تمبول شول او په کشمیر کې د محمد عظیم خان واکمني پیاوړۍ شوه. وزیر فتح خان د رنجیت سینگهـ د پراختیا غوښتنې له نقشې څخه خبر وو او د اټک د کلا نیونه یې د افغانستان په خاوره کې د یوې لاسوهنې په توگه گڼله.

فتح خان د یوه ملي ولسي مشر په توگه د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې تـل د ډیرو کلکو گامونو د پورته کولو غوښتونکی وو او د پردیو کوشنۍ لاسوهنه یې نه شوای زغملای. د سیکهانو په لاس د اټک د کلا نیونې د هغه تر پښو لاندې سور اور بل کړی وو او همدغسې یو شیبې ته سترگه په لار وو چې پرکشمیر د رنجیت سینگهـ خبر یې تر غوږونو شو.

په ۱۸۱۴ز کال کې، وزیرفتح خان یو ځل بیا له رنجیت سینگهـ سره د جگړې په موخې لښکر را چمتو کړ او تر ملتانه وړاندې ولاړ او هلته یې وروسته له دې چې شاه شجاع ته ماته ورکړه او د هغه ورور نواب جبار خان یې د هغه ځای د واکوال په توگه وټاکه، د اټک کلا ته یې مخ را تاو کړ. خو له دې چې سیند ډیر زیات څپانده وو، د افغاني سرتیرو تیریدا له سینده نا شونې وه او پرته له دې چې د رنجیت سینگهـ له لښکر سره مخامخ شي، بیرته کابل ته راستون شو. (۵۰).

په ۱۸۱۶ زکال کې وزیر فتح خان د افغانستان په خاوره کې د رنجیت سینگهـ لاسوهنه د اغیزمنو توکمیزو مشرانو له غوږونو تیره کړه او سترپیاوړی لښکر یې را جوړ کړ. وزیرفتح خان او دوست محمد خان دواړو دغه لښکر له ځان سره را واخیست او د پيښاور پر لور وخوځېدل. وزیر فتح خان د پښاور له ټینگولو وروسته د خپل د لښکر د لا چمتو کولو لپاره دوست محمد خان ته دنده و سپارله چې له کشمیر څخه مالیه را ټوله کړي. نوموړی کشمیر ته ولاړ او له خپل ورور محمد عظیم خان څخه یې ۱۳ لکه روپۍ ترلاسه کړی او بیرته پیښاور ته راغی. وزیر فتح خان د خپل لښکر له رغښت او پیاوړي کولو وروسته بولنده ورکړه چې د اټک کلا دې په هره بیه چې وي د سیکهانو له منگولو ونیسي. ډیره پیاوړې خونړۍ جگړه ونښتله او سیکهانو ته یې درانده تاوانونه ورسول، په پای کې سیکهان اړ شول چې د اټک کلا تشه کړي او له هغې څخه په شا شي. له همدغې جگړې وروسته رنجیت سینگهـ تر څو چې وزیر فتح خان ژوندی وو، بیا زړه ونه کړ چې بل خوځښت وکړي او پراټک یا کشمیر یرغل وروړي، همدا چې په ۱۸۱۸زکال کال کې یې خبر ترلاسه کړ چې وزیرفتح خان د شاه محمود له پلوه ووژل شو نو د سترگو په رپ کې یې پر کشمیر برېد وکړ او هغه یې د محمد عظیم خان د ورور سردار نواب خان له منگولو راخپل او ویې ونیو(۱۸۱۹ز/۱۲۳۵ ل).(۵۱) او پر دغه ښکلي ټاټوبي یې د وروستني افغان واکمن دواکمنۍ لاس رالنډ کړ.

له ایرانیانو سره د وزیر فتح خان وروستنۍ جگړه:

کله چې وزیرفتح خان د هیواد ( ختیځه دروازه) د سیکهانو له منگولو را خپله کړه، ایرانیانو د هېواد پر (لویدېځې دروازې) هرات یرغل راووړ چې ویې نیسي. وزیرفتح خان په بیړه له خیتځو لېکو ځان دهیواد لویدېځو څنډو ته ورساوه، د هرات والي حاجی فیروزالدین یې له کاره گوښه اوهرات یې له کابل سره ونښلاوه او په غوریانو کې یې د ایرانیانو مخه ونیوله.

ددې پیښې لنډیز داسې دی چې پرکال ۱۸۱۸ز/۱۲۳۳ل کې ایرانیانو یوځل بیا هرات کلابندي کړ. د شاه محمود ورور حاجي فیروزالدین د هرات والي وو . هغه له ایرانیانو سره ژمنه وکړه چې ایرانیان دې د هرات له کلابندۍ څخه په دغو شرطونو لاس پر سر شي چې والي به ایرانیانو ته د غوریانو د کلا په ور پریږدي ، یوشمیر ماتــنـۍ (غرامات) پیسې به ورکوي اوپه هرات کې به خطبه او سکه دواړه د ایران د پاچا (فتح علیشاه قاجار) په نامه را واړوي. له دې چې حاجي فیروزالدین د ایراني لښکر د مقاومت زور نه درلود نو د غوریانو د کلا د بیرته راستنولو لپاره یې خپل ورور شاه محمود ته مخه کړه. شاه محمود وزیرفتح خان هرات ته د مرستې لپاره ور ولیږه.

وزیر په بیړه یو ۱۲ زره کسیز لښکر له ځان سره را واخیست او د هرات پر لور وخوځېد او په کندهار کې له لنډې تم کېدنې او له شهزادگي کامران سره له اړیکې نیولو وروسته خپل خوځښت ته یې د هرات پر خوا دوام ورکړ او کله چې هرات ته ورسید، د ښار په دوه مایلي واټن کې یې کیږدۍ ووهله. حاجي فیروزالدین چې له وزیرڅخه په ویره کې وو، په بیړه د هغه مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او وزیر او د هغه هملارو ملگرو ته یې تود هرکلی وکړ. د وزیر لس ورځې له ښاره د باندې د هرات له مشرانو او خانانو او له ایرانیانو سره د جگړې د څرنگوالي په اړه په خبرو اترو تیرې شوې.

وزیر چې لا مخکې یې پرهرات ددغسې لښکري خوځښت موخه ټاکلې وه، یوه شپه د حاجي فیروزالدین ټول پــَـلــَوي خانان خپلې کېږدۍ ته را وبلل. کله چې دغه مشران ځانگړو ټاکل شویو کیږدیو ته یوړل شول، وزیر ، دوست محمد خان او نورو وروڼو یې له یو شمیر سرتیرو سره د ښار پر لور ودانگل او ساتونکو ته یې داسې څرگنده کړه چې گڼې له حاجي فیروزالدین سره د لیدنې او د هغه د میلمستیا په اړه هغه ته د مننې ویلو لپاره راغلي دي. کله چې وزیر او د هغه هملارو ملگرو ته د میلمنو ماڼۍ ته د ننوتلو لارښوونه وشوه، حاجي فیروزالدین یرغمل او ماڼۍ د وزیر په ولکه کې را پریوتله.

دوست محمد خان او د هغه څو تنه چوپړیان چې "جایي سنگ" هم ورسره ملگری وو، د حاجي فیروزالدین حرمسرای ته ورننوتل او د حرمسرای ښځې یې لوټ کړې. (۵۲). او وروسته، پرته له دې چې له خپلو دغو عملیاتو څخه وزیر ته خبرورکړي، د وزیر له ویرې له خپلو څو تنو چوپړیانو او له هغه څه سره یو ځای چې له حرمسرای څخه یې ترلاسه کړي ول د کشمیر پر لور وتښتېد. کله چې وزیر د خپل ورور له دغسې لیونتوبه ډک کار څخه خبر شو، ډیر سخت په قهر شو او خپل ورور سردار محمد عظیم ته یې لېک ولیږه چې دوست محمد ونیسي او زندان ته یې وغورځوي. سردارمحمد عظیم هم همدغسې وکړل او دوست محمد خان یې د کشمیر د ماران په زندان کې بندي کړ (۵۳).

د حاجي فیروزالدین په نیولو او کابل ته د هغه په رالیږلو، د وزیر فتح خان لومړنۍ هېله چې د هرات نښلول له کابل سره ول، تر سره شوه. وروسته وزیر له ایرانیانوسره د جگړې لپاره تیاری ونیو او بیا یې په بیړه په ترخه افغاني ژبه ایرانیانو ته خبر ورکړ چې شاه محمود هغه یوازینی پاچا دی چې په هرات کې به سکه په خپل نامه ووهي او مالیه به راټوله کړي او خطبه به د هغه په نوم وویل شي، نه د ایران د پاچا او یا د بل چا په نامه !

د مشهد والي، شجاع السطنه حسن علي میرزا، دغه خبر د جگړې د رابلنې په توگه وگاڼه او له مشهده د یوه ۱۴ زریز لښکر په مشرۍ کې د هرات د غوریانو پر لور راوخوځېد. له دې خوا وزیر فتح خان له خپل دیرش زره کسیز لښکر سره یو ځای د غوریانو په خوا ور وخوځېد (۵۴). کله چې شهزاد گی حسن علي د هرات لېکو ته را ورسید، وزیر فتح خان ته یې چې لا وختي غوریانو ته رسیدلی ووخپل یو خبررسوونکی ولیږه او له وزیر فتح خان څخه یې وغوښتل چې کوم هغه آړونه یا شرایط چې مخکې حاجي فیروزالدین منلي ول، دی دې هم ومني چې وزیر په کلکه وغندل. وروسته، دواړه لښکر رامخته شول او د کهسان د کلي په څنډوکې یې مورچلونه ونیول.

وزیرفتح خان چې تورې جامې یې اغوستې او پر یوه مست غښتلي آس ناست وو، د لښکر په زړه کې و درید او له هاغه لوري شهزادگی حسن علي د پاچاهۍ په جامو کې د خپل لښکر په منځ کې ځای پرځای شو. مخکې له دې چې جگړه پیل شي، وزیر سیاسي نوښت په لاس کې واخیست او حسن علي میرزا ته یې خپل خبر رسوونکی ولیږه او ورته یې وویل چې که د غوریانو له کلا څخه په کراره په شا شي، نو دی به ورسره جگړه ونه کړي. له ذوالفقار خان پرته ، ټولو ایراني مشرانودغه وړاندیز ومانه او د هغو له منځه یوتن د عبدالوهاب په نامه وویل موږ ټول یې منو. وزیر ته یې د ایراني لوري ځواب راووړ، وروسته وزیر فتح خان ایراني لوري ته بل پیغام ولیږه او هېله یې وکړه چې ایراني سرتیري دې له مورچلونوڅخه په شا شي. بیا هم میرزا عبدالوهاب ځواب ورکړ چې دوی به همداسې وکړي. خو ذوالفقار خان له دغو خبر په تنگ راغی او په ترخه ژبه یې وویل چې دا د ایران پرتم او نوم ته سپکاوی دی او بیا یې، افغانانو ته له سپکو او ښکنځلو وروسته، ایراني توپچي ځواک ته بولنده ورکړه چې د افغانانو پر لور ډزې وکړي. څلورو توپونو په ډزو پیل وکړ او خبررسوونکی په بیړه افغانانو ته راغی. څرگنده ده چې افغاني لوري هم ایراني لوري ته په ډزو ځواب ورکړ او د سترگو په رپ کې جگړه پیل شوه. سردار شیردلخان، سردار کهندلخان، او سردار پردلخان له سرداریارمحمد خان الکوزي سره یو ځای، هر یو یې د افغان لښکر په مشرۍ کې د تالندې او بریښنا په څیر او په ځلاندو تورو د ایراني لښکر په کیڼه خوا چې ذوالفقار خان یې مشري کوله برید وکړ او د وژنې یوه ویرونکې ننداره یې رامنځته کړه. ایراني توپچي ځواک په دفاع لاس پورې کړ او یوشمیر افغانان یې له پښو وغورځول. خو د ایراني توپچي ځواک مردکي خلاص شول او له دښمن څخه لاره ورکه شوه. د نوای معارک په وینا، شیردلخان د یوه غړمبېدونکي زمري په شان د دښمن پر لیکو برید وکړ او دهغوی څو توپونه یې ونیول. (۵۵)

د ایراني ځواک ښی اړخ د افغاني ځواکونو د سپاره ځواک د برید له امله خوراو وور شو او په تېښته یې لاس پورې کړ. د شهزادگي حسن علي اس ټپي شوی وو او ژغورنه یې تر بوږنوونکي گواښ لاندې راغلې وه او ډیره هڅه یې وکړه چې د خپلو سرتیرو د تیښتې مخه ونیسي،خو هېڅ یې له لاسه ونه شول. په پای کې یو ایرانی سرتیری د هغه د ژغورنې لپاره را ورسید او خپل آس یې ورته ورکړ او شهزادگی هم په تیښته لاس پورې کړ او ځان یې مشهد ته ورساوه.

افغاني سپاره ځواک د ایران د تښتېدونکي لښکر شا ونیوله،د جگړې په دغې غاړې کې هېڅ بوږنوونکې پیښه رامنځته نه شوه، خو ناڅاپه یو ناپیژندونکی مردکی یا له خپله اړخه یا د دښمن له پلوه راغی او د وزیر په ژامه ولگیده او وزیر بې هوښه شو او د آس د زین له سره لاندې پرځمکه را پریوت. افغاني جنگیالیو گومان کاوه چې ددوی مشر ووژل شو، د هغوی جرﺋـت لږ شو او ددښمن له تعقیب او جگړې څخه یې لاس واخیست، مخه یې تاو او د هرات په لور وتښتېدل.
په دی توگه د افغانانو د سوبې څرگند او ځلانده چاپیریال د ماتې او تیښتې په تورو وریځو کې را ونغاړل شو. وزیر فتح خان څو شیبې وروسته بیرته په هوښ راغی او د خپلې تورې په ښورولو یې خپل جنگلیالي او سرتیري جگړې او مقاومت ته را وبلل خو هېڅ چا هغه ته پام ونه کړ او هغه هم په نا هیلیو کې ښار ته راغی او د ایرانیانو د ماتې او د افغانانو د سوبې خبر یې هراتیانو ته راووړ. له ایراني لښکر څخه لس زره مړي د جگړې په ډگر کې راپاتې شول او نور یې مشهد ته ورسیدل او خپله بریایې ولمانځله او په هرات کې هم بیرې او وحشت خپل ځای، خوښیو او خوشالیو ته پریښود، اوښار یې د سوبې د لمانځنې په څراغونو روښانه کړ.(۵۶). ددغې بریا خبر د شاه محمود تر غوږو ورسید او هغه له کابله د هرات په لور د خوځېدلو تکل وکړ. وزیر فتح خان پوه شو چې ایرانیان نور پر هرات د برېد زړه نه لري او له ایران سره د هرات په رانښلولو کې یې نور خپل دریځ ته بدلون ورکړی، له دې امله یې د ښار د استحکاماتو په ټینگولو ، د اداري چارو سمبالولو او د مالیې راټولو ته ملا وتړله.

افغان څیړونکي باري جهاني په خپل کتاب کې په دې اړه داسې لېکي :" فریر چې ایرانیانو سره له جگړې څو کاله وروسته هرات ته تللی وو ددغې جگړې او د وزیر فتح خان په اړه له یو شمیر کسانو سره چې پیښې او وزیر یې په خپلو سترگو لیدلی وو، د وزیر د شخصیت په اړه داسې وویل : هغه یو ځلانده، ورمنډگر(عادل) واکمن وو او په لنډه موده کې یې د هرات د وگړو زړونه لاس ته راوړل. ما له هغو هراتیانو سره چې وزیر یې له نیږدې پیژانده، خبرې اترې وکړې، هغوی د وزیر نوم په ډیر درنښت یاداوه. وزیر هماغومره چې زړه ور وو، هماغومره سپیڅلی، پاک لاسی او پاک لمنی هم وو. هغه خپل ټول ژوند د هېواد د گټو، پرتم او سرلوړی لپاره ځار کړی وو. پر ایرانیانو د هغه وروستۍ بریا د وزیر نومیالیتوب تر آسمانونو لوړ کړ او ځان یې د خراسان د سوبې او راخپلولو لپاره چمتو کاوه. خو په خواشینۍ په افغانستان یوې بوږنوونکې پیښې او گواښ، د هېواد د مور غیږ له یوه پوه ، ځیرک او د زړه ورانسان له شتون څخه بې برخې کړه او هغه ښکلې نقشه چې ده د هیواد لپاره په پام کې درلودله، له منځه ولاړه. که د هغه نقشه پلې شوې وه نو افغانستان به یو ځل بیا د احمد شاه بابا د دور پرتم اوځلانده پولو ته رسیدلی وای." (۵۷)

انگلیسي څیړونکی پیرس وایي : د هرات له وگړو سره د وزیر فتح خان ښه چال چلند او د هغه د
ادارې او واکمنۍ د چـَلـَولو بڼه چې له ټینگ هوډ او ځلانده پرتم سره ملگرې وه، په ډیر لنډ وخت کې یې د هرات د قدرپیژندونکو وگړو زړونه لاس ته راوړل او د هغه امرونو ته یې په سر او سترگو غاړه ایښودله. وزیر په هرات کې له ایرانیانو سره د بلې جگړې په فکر کې ولوید چې له لارې یې د خراسان په بیرته نیولو او را خپلولو کې خپله توره وازمیي، ددغې موخې د ترسره کولو لپاره یې یو لښکر را ټول کړ او پریکړه یې کړې وه چې په لنډ وخت کې به د خراسان او مشهد پر لور یو لښکري خوځښت کوي. (۵۸)، خو په خواشینۍ چې برخلېک له افغانانو سره ملگرتیا ونه کړه، شاه محمود د حاجي فیروزالدین له خولې د هغې پیښې په اړه خبر شو چې د دوست محمد خان له پلوه د هغه کورنۍ ته ورپېښه شوې وه او څرگنده شوه چې د فتح خان ورور د ښځېنه سرو زرو او نغدو شیانود تر لاسه کولو لپاره د فیروزالدین د حرم ښځې چې په هغو کې رقیه بیگم د شاه محمود لور هم وه، بربنډې کړې دي. ددغه خبر په اوریدلود پاچا تر پښو لاندې اور بل شو او شهزادگي کامران ته یې امر ورکړ چې هرات ته ولاړ شي او د وزیر غوږونه دې ورتاو کړي (۵۹).

د اشرف الوزراء فتح خان د ړندیدلو څرنگوالی:

کامران میرزا چې له پخوا د وزیرفتح خان په اړه یې په زړه کې ترخه کېنه درلودله، او هغه یې د خپل پرمختگ او ځانمننې په وړاندې یو خنډ گاڼه په بیړه د هرات په لور وخوځېد او کله چې هرات ته ورسید له شاهي ارگ دباندې ، باغ شاه (شاه لمار) یې ډیره ځای غوره کړ او وزیر فتح خان هغه ته د ښه راغلاست، درناوي اود لارښوونو د اخیستلو لپاره د هغه لېدلو ته هره ورځ ورتلو. که څه هم وزیر ته د خپلو ملگرو له پلوه لارښوونه شوې وه چې شهزادگي کامران څخه دې ځان لیرې وساتي، خو وزیر د خپلو ملگرو خبرو ته غوږ نه نیوه او هره ورځ به د خپل د درناوي د وړاندې کولو او د لارښوونو د اخیستلو لپاره د کامران لیدلو ته په ورتلنگ بوخت وو او د خپلو لیدنو او کتنو له لارې یې غوښتل چې شهزادگي ته ډاډینه ورکړي چې د خپلو سپیڅلو کارونو او خولې تویولو په ترڅ کې دې د سدوزیو د کورنۍ او د هغوی د واکمني له پیاوړي پرته بله موخه نه لري، خو په بل اړخ کې وزیر لیدل چې د هغه په وړاندې د کامران درنښت ورځ په ورځ لیږېده. (۶۰)

په همدې ترڅ کې کامران له شجاع السطنه (حسن علي میرزا) سره د لیکونو د راکړې ورکړې کړکۍ پرانیستله او د منصور خان په نامه یو تن یې حسن علي میرزا ته واستاوه او ورته څرگنده یې کړه چې د ایران له دولت سره وروستنۍ جگړه یوازې د وزیر په نوښت او د شاه محمود له رضاﺋـیته پرته تر سره شوی. اوس پاچا چمتو دی چې نه یوازې د جگړې تاوان ورکړي بلکه دایران له دولته به بخښنه هم وغواړي. په دغه وخت کې چې فتح علیشاه قاجار په مشهد کې وو او د کامران خبررسوونکی یې کتلو ته ومانه او په ځواب کې یې کامران ته پیغام ورکړ چې ددښمنۍ د پای ته رسولو لپاره دې وزیر فتح خان چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جگړې پازوالي په غاړه لري، لاس او پښې تړلی د ایران دربار ته را ولیږي او یا دې هماغلته په افغانستان کې په دواړو سترگو ړوند شي. (۶۱)

کامران ته دغې غوښتنې د یوې پلمې لاره پرانیستله او په هرات کې له درو میاشتو دیره کېدلو وروسته، یوه ورځ چې وزیر فتح خان چې دده لېدلو ته را روان وو، په بې خبرۍ کې ونیو او د (ایران د پاچا په غوښتنه او لارښوونه) یې د هغه دواړه سترگې وړندې کړي. (۶۲)

وزیرفتح خان چې پاچاهۍ ته د شاه محمود په رسولو کې پخه ، کره او هراړخیزه ونډه لوبولې وه، په واکمنۍ کې یې د وزارت دریځ د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره څرگند او پریکنده حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډیر کارَنده ، ځیرک او اغیزمن ولسي مشر وو، د پاچا له چړچه مارۍ او نا ولسيزه دریځ څخه په گټه اخیستنې، د پاچاهۍ د واکمنۍ پوخ واک یې له پاچاهۍ څخه وزارت ته را ولیږداوو. (۷۸). او له خپل واک ، د تورې ځواک اومخـَورتوب څخه په گټه اخیستې یې هڅه کوله چې د هیواد نوم او پرتم د احمدشاه بابا د دَورشپو ورځو ته بېرته را وگرځوي (۷۹)

پیرس د (بارکزیو د لوړیدا/ عروج بارکزاﺋـي) د کتاب لېکوال لیکي : " وزیر فتح خان له خپل ورځني مهال ویش سره سم د پخوا په شان د خپل درناوي د وړاندې کولولپاره د کامران لیدلو ته راغلی وو، په هاغه شېبه کې عطا محمد خان ( د کشمیرپخوانی واکمن چې د وزیر فتح خان په لاس د کشمیر د واکمنې له گډۍ بېواکه شوې وو) هم هلته وو. خبرې اترې پیل شوې او په ترڅ کې له ایرانیانوسره د جگړې خبره رامنځته شوه. د سردارانو له ډلې څخه یو تن په سپکه ژبه د جگړې له ډگر څخه د وزیرفتح خان د تیښتې خبره د پرمخ ورویشتله او هغه ته یې پیغور ورکړ، بل سردار هم د لومړي سردار خبره ومنله او نورو په خندا او مسخرو خپله چوپړ ماري کامران ته څرگنده کړه.

وزیر چې هره شېبه یې ویاړ او نوم ترپښولاندې کېده هرسرلاري ته یې په ډیرو توندو او ترخو کتلو ددغه سپکاوي زغم کاوه. په دغې شېبې کې کامران پښه را وړاندې کړه او وزیر ته یې په پیغور وویل: څنگه دې یو بیریدونکي لښکر ته چې ستا تر لښکر کم زوری هم وو، ماته ورنه کړه او د افغانانو نوم دې پر ځمکه وواهه؟ وزیرد شهزادگي ځواب په ډیرې ترخې ژبې ورکړ او ورته څرگنده یې کړه چې هغه هېڅکله د افغانانو نوم پر ځمکه نه دې ویشتلی او د افغانانو د تیښتې او هغوی ته د رسیدلي تاوان پازوالي یا مسوؤلیت هم نه لري. وزیر شهزاد گي ته ورپه یاد کړه چې له قیصر سره په کورنیو جگړو کې د کامران په وړاندې کله کله جنگېدلی خو په ډیري وختونو کې یې خپله توره دده او د هغه د پلار په ساتنه کې چلولې ده. دغو پیغورونو کامران را وپاراوه او بولنده یې ورکړه چې وزیر دې ونیسي. ټول سرداران په یوه غږ راپورته شول ، پر وزیر یې برېد وکړ او وزیر یې ونیو. عطا محمد خان د کامران په نغوته را وړاندې شو او خپل نښتر یې را وایست او نښتر یې د وزیر په سترگو کې دننه کښیښود. (۶۳) ( یو کال وروسته د عطا محمد خان سترگې په کابل کې د دوست محمد خان په امر د وزیر فتح خان د سترگو په غچ کې له گاټې را وایستل شوې)(۶۴). بیا، کامران وزیر د هرات ارگ ته واستاوه او دهغه پخوانی ملگری حسین خان یې د هغه د ساتندوی په توگه وټاکه. (۶۵). د کامران د جنایت دغه نېټه، تاریخ په ۱۲۳۳ ل/ ۱۸۱۸ ز کال کې لیکلې ده.(۵۶). کامران میرزا د خپل ژوند په ورستیو شپو ورځو کې د خپل وزیر یارمحمد خان له لاسه ډیرې بدې ورځې، ځورونې، وهل او ټکول ولېدل اوپه یوې بوږنوونکې نندارې کې د هغه په ژوندانه ، د هغه ترمخه پر ځوانو لوڼو او ښځو یې ددولت د چارواکو له پلوه تیري وشول او وویشل شوې ، او خپله یې له ډیرو وهلو، ټکولو ،زبیښنو او ربړوونکو ځورونو او وزیر یارمحمد خان الکوزي ته د خپلې پټې شوې پانگې له ورښودلو وروسته د ارگ په زندان کې د ستوني د مرۍ په تاوولو ووژل شو، او په دې ډول د شاه محمود د کورنۍ ټغر د تـل لپاره ورټول شو(۶۷).

د وزیر فتح خان د ړندولو په وخت کې، پردلخان او شیردلخان د هرات د شاهي ماڼۍ په چارباغ کې د شطرنج په لوبه بوخت ول چې د یو ه تن چوپړیانو له پلوه د دوی پر ورورد راپریوتلي ناتارپه اړه خبر راغی. دوی ته له دغه خبرڅخه بشپړه ډاډیینه نه وه رارسیدلی چې د کامران ساتونکو د هغوی د نیولو لپاره د چارباغ او شاهي ماڼۍ چاپیره سیمې کلابندي کړي. وروڼو چې په لاسونو کې یې یوازې یوه توره او سیلاوې وې په یو موټي توگه پرهغو ساتونکو برېد وکړچې ددوی د نیولو تکل یې کړی وو او په دې ډول ځانته یې د ماڼۍ تر یوه کوره پورې د تیښتې لاره پرانیستله او بیا د سترگو په رپ کې یې ځانونه په وسلو سمبال کړل او پر گړندیو آسونو کښیناستل او د ښار د دروازې پر لور یې ودانگل خو هلته د کامران میرزا له یوې دوسوه کسیزې پوځي لیوا سره مخامخ شول چې دوی ته یې مخکې له مخکې مورچل نیولی وو. پرته له دې چې د درې واړو سپرو جنگلیالیو زړونو ته خرخښنه او ویره را پریوځي د کامران میرزا پرسرتیرو یې یرغل ور ووړ، یوازې پردلخان چې لږشانته ناروغ وو د دغه اخ وډب په دوړو کې یې اس د توپک په مردکي ټپي کیږي او آس یې پرځمکه را پریوت او په خپله یې ژوند د یرغمل په توگه ونیول شو خو دوه تنو نورو وروڼو د توریالیتوب او میړانې په څرگندونې ځانونه وژغورل او خپل مورني ټاټوبي ، د گرشک لویدیځ د ناد علي کلا ته په تېښته ولاړل.

پردلخان د کامران مخې ته راوستل شو، لومړی بندي او بیا خوشې کړای شو خو خوشې کېدل یې د کامران د ځانگړو آړونو یا شرطونو تر سیوري لاندې ول، خو پردلخان چې د خپل ورور وزیر فتح خان د نومیالیتوب او میړانې سپکاوی یې نه شوای زغملای و کولای شول چې له هراته وتښتي او له خپلو وروڼو سره په هلمند کې یو ځای شي.

له بلې خوا کله چې کامران د پردلخان له تیښتې خبر شو، بیا یې اور یې تر پښو لاندې بل شو او ددې لپاره چې دغه اورمړ کړي نو امر یې وکړ چې د وزیر فتح خان په سترگو کې دې چې ټپونه یې لږ مخ په ښه کېدلو ول د دویم ځل لپاره نښتر ور ننه باسي او هغه غوښې چې دده د سترگو په گاټو کې ور پاتې دې راوباسي. د قاسم په نامه یوه تن ته ددغه جنایت دنده وسپارل شوه او هغه خپل خنجر د وزیر په ټپي سترگو کې بیا دننه ور ووړ او د سترگو له گاټو څخه یې پاتې غوښتې را وایستلې.

پیرس لیکي : " پرتمین ، ننگیالي او پيڅیالی "صبور" وزیر فتح خان، پرته له چې آه له خولې را وباسي او یا یې یو وییکی یا کلمه له خولې را ووځي، په چوپه خوله د خپل برخلیک دغه ناتار وزغمه." (۶۸)

له دغه جنایت وروسته، کامران وزیر فتح خان او د هغه وراره امین الملک له ځانه سره کندهار ته راووستل. د تأریخ سلطاني د لېکوال په وینا، په کندهار کې نامتو او سترورمنډ گر (قاضي القضات) (ملا محمد سعید خان بارکزي) په کلکه د هغه ملاتړ وکړ.

له بله اړخه شاه محمود پوه شو چې د وزیر وروڼه په کابل کې د هغه د پاچاهۍ او حکومت د نسکورولو لپاره پریکړه کړې ده نو له دې امله یې له کندهاره د کابل پر لور د خوځېدلو تکل وکړ. همدا چې شاه محمود له خپل لښکر سره له ښاره را ووت بارکزیو وروڼو له خپلو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر ښار برېد وکړ. د کندهار والي گل محمد خان پوپلزي وړاندېز وکړ چې د کابل د برخلیک تر څرگندیدلو پورې دی هغه ته وخت ورکړل شي او که پاچا کوم بریالیتوب تر لاسه نه کړي نو ښار به دوی ته پرته له جگړې وسپاري. د وزیر وروڼو دغه وړاندیز ظاهرأ ومانه او تریوې مودې پورې سترگې په لاره پاتې شول خو پر کلا باندې د برېد په هڅه کې پاتې شول. د وزیر وروڼو وروسته له دې چې د ښار پر دیوالونو او د مورچلونو د کلاگانو پرلوړو ځایونو د پورته کېدلو لپاره پریمانه پوړۍ او زینۍ کښېښودلې، یوه شپه یې پر کلا برېد وکړ او د سترگو په رپ کې یې د ښار دیوالونه ونیول. لومړنی تن چې د کلا پرسر وخوت میرداد خان نومېده، دی د بارکزیو لوی ملا وو چې د نورزیو پر شاه برج وخوت او د کلا منځته ننوت او نورو هم د هغه پر پل ، پل کښیښود. کله چې والي گل محمد خان له رامنځته شوې پیښې خبر شو پرته له دې چې مقاومت وکړي ، وتښتېد او ځان یې په غزني کې شاه محمود ته ورساوه او هغه یې د کندهار له پیښې خبر کړ.

شیردلخان د کندهار د چارو پازوالي په غاړه واخیستله او میرداد خان ته چې له ځانه یې میړانه او سرښندنه څرگنده کړې وه، د ایشیک اقاسي ستاین نوم ورکړ (۶۹). دغه سړی وروسته له امیر دوست محمد خان سره بخارا ته ولاړ او هیواد ته د راستنیدلو پرمهال د بخارا د پاچا له سرتیرو سره په یوې نښتې کې ووژل شو. (۷۰)

د فتح خان ویرجنه وژنه :

کله چې شاه محمود د وزیر د وروڼو له پاڅون او په کابل او کندهار کې د هغوی له بریاوو څخه خبر شو د کابل او غزني د لارې په اوږدو کې یې هڅه وکړه چې له وزیر فتح خان سره روغه جوړه وکړي. بیا، پاچا او شهزادگي دواړو وزیر ښه وزبيښه او هغه ته یې وویل چې په کابل او کندهار کې دې خپلو وروڼو ته لارښوونه وکړي چې له جگړې او پاڅون څخه لاس واخلي، خو ننگلیالي او تورکښ وزیر د هغوی دغه ز بیښنه وزغمله او ځواب یې ورکړ چې دی نور ددنیا او سیاست له چارو سره کوم تړاو نه لري او نه ورته زړه ښه کوي او د خپلې وژنې له پایلو څخه هم نه ویریږي.

کله چې پاچا او لښکریې د ودرگو سعید اباد ته راورسیدل یو ځل بیا یې وزیرفتح خان تر ربړوونکو ځورونو او زبیښنو لاندې ونیو چې خپلو وروڼو ته لېک ولیکې او له جگړې او پاڅون څخه دې د هغوی مخ ونیسي او پاچا به ده ته او د هغه وروڼو ته هماغه پخواني دریځونه او درناوی ورکړی او هغوی به په پخوانیو حکومتونو د واکمنو په توگه واستوي. وزیر د پاچا په ځواب کې وویل :" ته هغوی ته هغه څه ورکوﺉ چې ستا په لاس کې نه دي ، او نه ستا شتمني ده، او په دوه وو سترگو ټپ یو ړوند سړی کولای شي هغه ټوله شتمني او واک راخپل کړي. مخکې له دې دې چې د وزیر فتح خان سترگې ړندې دې کړې وای تا باید د هغه پایلې څیړلې او سنجولې وای، او هغه څه چې اوس کوﺉ ، د را پاڅېدلي توپان د غلي کولو لپاره به گټور وي؟ خو ما له هرڅه او له هرې پایلي چې را ډگر ته کیږي لاس پریمینځلی او هغه څه چې زما په برخلیک کې لېکل شوي منم." (۷۱)

له هغه وروسته پاچا امر وکړ چې د هغه د لښکر ټول سرلښکر او مشران دې د وزیر فتح خان په وژنه کې برخه واخلي او هریو دې په خپل وار د وزیر فتح خان یو یو غړی له هر بند څخه ور بیل او پریک کړي. پاچا په دغه کار غوښتل چې د خپل لښکر هر سرلښکرله بارکزیو وروڼو سره له هر ډول نیږدې والي څخه لیرې وساتي د هغوی او بارکزیو وروڼو ترمنځ د دښمني تلپاتې زړي او تخمونه وکري. د لښکر یو شمیر سرلارو ښایي له وزیر څخه څه ناڅه خوابدي درلودله او یو شمیر نورو یې د وزیر په وړاندې هېڅ ډول کېنه ، خوابدي یا زړه بد والی نه درلود او یوازې د ځان ساتنې او ځانغوښتـنې تر سیوري لاندې یې په دغسې بې ساري تأریخي ناورین ځپلي جنایت کې برخه واخیستله. (۷۲)
د سلطاني د تأریخ لېکوال لېکي: " کله چې شاه محمود خبرشو چې دوست محمد خان کابل نیولی، ډیر نهیلی شو او له ځان سره یې سوچ وکړ چې له دوست محمد خان سره د مخامخ کېدلو په وخت کې ښایي د لښکر یو شمیر سرلاري او مشران وزیر فتح خان وژغوري او دوست محمد خان ته به یې وروسپاري او ددښمن اړخ ته به ور واړي. نو ددې لپاره چې د خپل لښکر د مشرانو او د بارکزیو ترمنځ یې یوه تلپاتې دښمني رامنځته کړې وي، د لښکر ټول مشران یې را ټول او هغوی یې اړ کړل چې هرو مرو به د وزیرفتح خان په وژنه کې برخه اخلي. هغوی، دغه بې ساری وزیر د گنیو (نیشکر) د لښتې په شان بند پر بند پریک کړ او دغرونو او ځنگلونو د مورچلونودغه زړَوُر زمري په همدغسې یوه حالت کې ان یوه آه له خولې را ونه ایستله او د شهادت او طیبې کلمه یې په خوله جاري وساتله او هماغلته سپیڅلی شهادت ور په برخه شو. (۷۳)

انگلیسي پیرس وایي : " فتح خان په میړانې او زړورتیا او زغم او ټینگې درېدنې دغو ځورونو ته ځان وسپاره او ترڅو چې وژل کېده، یوه کوشنۍ آه یې له خولې ونه وتله او نه یې له چا بخښنه وغوښتله او نه یې په خپلې سزا کې د کمښت غوښتنه وکړه او له سره تر پایه یې په برم او پرتم خپل درنښت له لاسه ورنه کړ او د خدای له نامه پرته بل څه یې ونه ویل او پرتمینې مړینې ته یې ځان وسپاره. " (۷۴)

د " امیردوست محمد خان د ژوند/حیات امیردوست محمد خان" د کتاب لېکوال موهن لال لیکي چې : " زموږ په دور کې له شډلتیا او وحشت څخه ډکه هېڅ داسې یوه پیښه نه موندل کیږي چې د وزیرفتح خان له وژنې سره دې پرتله شي. ړوند او بې وسه وزیر یې په تړلو لاسونو، ځنځیرونو کې پيچلي اوغرب او غـُراب تړلی د شاه محمود دربار ته راووست- دا هغه وزیر وو چې همدغه پاچا یې د واکمنۍ پرگدۍ کښېنولی وو- پاچا وزیر ته امر وکړ چې خپلو سرغاړو او باغي وروڼو ته دې ولیکي چې پاچا ته غاړه کښیږدي. وزیر په میړانې د پاچا غوښتنه وغندله او ویې ویل: زه اوس ړوند یم او پر خپلو وروڼوهم وسه او کنترول نه لرم. شاه محمود قهرجن شو او امر یې وکړ چې ودې وژل شي. بیا د [ پاچا او شهزادگي په مخکې ویل شوې نغوتې او اشارې] د پاچا درباریانو، وزیر خان په ډیرې شډلتیا او وحشت په داسې بڼه قصابي کړ چې لومړی یې د لاس گوتې، بیا یې لاسونه او پښې بند له بند ور جلا کړې ، بیا یې غوږونه، پوزه او شونډې ور پریک کړې. د وزیر میړانه او زورتیا دومره لوړه وه چې ددغې بلېگدې " زجر" په ترڅ کې یې نه د درد او خوږ چیغې وکړې او نه یې له قصابانوڅخه د زړه سواندۍ غوښتنه وکړه، او بیا یې له ټوټي تن څخه د هغه ککره ور پریک کړه " (۷۵)

په دې توگه یې بې وسه او ناورین ځپلی وزیر بند پر بند جلا کړ او له دې چې وزیر په دغو سپـیتـتو (شکنجه) کې مړ نه سو، نو د ټول بدن غړي یې د یوه پسه په شان له یو بل څخه بیل کړل او ټوټې یې په یوې لویې کڅوړې کې واچولې. د وزیر ټوټي ټوټې شوی مړی د (خان علوم) د نېکه قاضي محمد سعید له پلوره (۸۷) غزني ته یووړ شو او د شیخ رضی الدین علي لالا د زیارت ترڅنگ خاوروته وسپارل شو. (۷۶)

د وزیرفتح خان د شخصیت پرتم:

وزیر فتح خان ۱۹ کلن وو چې د خپل پلار سردار پاینده خان له وژل کېدلو وروسته د سیاست پر نړۍ یې پښه کښېښودله او کله چې وژل کېده، ۳۸ کلن وو. په دغې شمیرنې وزیرفتح خان ۱۹ کاله د هیواد د لیکو د ټینگولو، پرمختگ او پرتم لپاره په سرښندې هلې ځلې وکړې. هغه په ټول هېواد کې ټیکاو (امنیت) رامنځته کړ او د لیرې پرتو ولایتونو لکه : بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات والیان یې مرکزي دولت ته غاړي ټیټونې ته اړ کړل چې له مالیاتي گټو څخه دې د هېواد مرکزته ولایتي ونډه واستوي.
وزیر فتح خان د هیواد د ملي او ولسي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې او هر کله چې د هیواد پر سپیڅلې خاورې د پردیو د لاسوهنو خبره را پورته شوې نو د هغوی په له منځه وړلو کې د هیواد اود هیواد د ناموس او د ولس د نام او ننگ د ساتنې لپاره یې د مورنۍ خاورې د دښمنانو په وړاندې تور له تیکي را ایستلې او د یاغیانو او سرغاړو په وړاندې یې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نیولې د هرات تروروستیو کرښو پورې په میړانې سرښندنې کړي او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي گټې یې د ولس په گټه خوندي ساتلې دي.

په وزیرفتح خان کې د میړانې او لوی لاسۍ یا سخاوت دوې ځانگړتیاوې را ټولې وې، ولس د هغه گرد چاپیره راټول شو او نوم او پرتم یې دومره لوړ وو چې د پاچا او د هغه د کورنۍ نومیالیتوب، پرتم او دریځ یې خړپړ کړی وو. د " فریه" په وینا د فتح خان نوم په منځنۍ آسیا کې د هر چا په ژبه چلېده ، او افغانانو هغه ته ځانگړې لیوالتیا درلودله، په بل اړخ کې هغوی پاچا ته په سپکه سترگه کتلې. (۷۷)

وزیر فتح خان هېڅکله د پاچا هې د نیولو لپاره هڅه ونه کړه خو دومره واک او ځواک یې درلود چې پاچا هان یې د واکمنۍ پرگدۍ کښینول او یا یې را کوزول. هېڅ شک او شوپیان نشته چې د هغه د ټولنیزو بریاوو یوه برخه د هغه له توکمیز درېځه سرچینه اخیستله چې دی د بارکزیو د ټبر مشروو او دغه ټبر د خپلې شمیرې او پاملرنې له اړخه د درانیو د ټبر یو ډیر مهم ټـبر وو. د وزیر فتح خان ځانگړو کړو وړو او چال چلند هم د هغه په بریاوو او ولسیز نومیالیتوب کې کره ونډه لوبولې ده.

وزیرفتح خان چې پاچاهۍ ته د شاه محمود په رسولو کې پخه ، کره او هراړخیزه ونډه لوبولې وه، په واکمنۍ کې یې د وزارت دریځ د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره څرگند او پریکنده حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډیر کارَنده ، ځیرک او اغیزمن ولسي مشر وو، د پاچا له چړچه مارۍ او نا ولسيزه دریځ څخه په گټه اخیستنې، د پاچاهۍ د واکمنۍ پوخ واک یې له پاچاهۍ څخه وزارت ته را ولیږداوو. (۷۸). او له خپل واک ، د تورې ځواک اومخـَورتوب څخه په گټه اخیستې یې هڅه کوله چې د هیواد نوم او پرتم د احمدشاه بابا د دَورشپو ورځو ته بېرته را وگرځوي (۷۹)

نومیالی پوه ارواښاد علامه حبیبي د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لیکي :" فتح خان یو غښتلی ، پوه ، ولسي او اغیزمن شخصیت وو چې د دُراني د توکم په منځ کې له فراه تا کندهاره یوازینی د ډگر نومیالی او د ولسي ځواک لرونکی بلل کېده. فتح خان، د هغه گڼ شمیر وروڼه او د هغه اغیزمن جنگیالي میړونه او کورنۍ ، د پاچا له کورنۍ وروسته، د افغاني ځواک یوازینۍ ځواکمنه او پیاوړې سرچینه وه" (۸۰)

انگلیسي الفنستون چې د وزیرفتح خان په دورکې یې ژوند کاوه، د هغه په اړه داسې لېکي : وزیر فتح خان د لوړ افغاني پرتم او ننگیالیتوب خاوند دی او تر دغې شېبې پورې د دُرانیو په ټولو وزیرانو کې نومیالی او مخَــَـوَرسړی دی. له دې چې وزیر په هرې چارې له ناکامۍ نه نهیلی کېږي، نو تل د لوړ معنوي ځواک لرونکی دی او په خپلو کړو وړو او خوځښت کې ستره پیاوړتیا او غښتـلتوب لري. د ټولو په ژبه د هغه کارپوهنه ، هوښیارۍ او زړورتیا جاري ده او پــَلـَویان او هملاري یې وزیر ته د حاتم طاﺋـي په سترگو گوري او له دې د خپلې ډلې په وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کوي نو دغه ځانگړتیا هغوی له وزیر سره په اړیکو او پالیالۍ کې ټینگ تړي. هېڅکله د خپلې ډلې په گـټو کې بې پروایي نه کوي او که داسې پیښ شي نو په بیړه د هغه په بیا رغښت کې ډیره هڅه کوي. څرنگه چې وویل شول وزیرفتح خان ډنگر ، د لوړې ونې خاوند او خورا زیاته ښکلې میړنۍ څیره لري، د هغه په کړو وړو او چال چلند کې نرمښت او خاکساري پرته ده چې دغه ځانگړتیا د هغه له اصلي طبیت اوخټې څخه چې له ویرې، وچ سترگۍ ، کلک سترگۍ او بې حیایۍ څخه پردیتوب کوي ، توپیر لري. (۸۱).
د سلطاني د تأریخ د کتاب لېکوال چې له امیردوست محمد خان سره یې په یوه وخت کې ژوند کاوه، د وزیرفتح خان د لوی لاسۍ او سخاوت په اړه داسې لېکلي دي : " نیک مرغه او نیک چاری وزیر فتح خان په میړانه کې ساری نه درلود، د جگړې د ډگر په توره او ډال کې کټ مټ لکه رستم زال وو، په توره چـَلـَونه ، مېړانه او د میرڅمن په وژنه کې د زال په شان وو، که د لوی لاسۍ لاس یې پرانیسته، نو ښکارنده وه چې د حاتم او دهغه د زوی معن نوم به دې هیرشوی وای، څرگنده شوې او په زباد رسیدلې چې هرات ته د هغه سفر، نهه سپوږمکینې میاشتې ونیولې، د سرتیرو د باړې اوټاکلې مېاشتنۍ تنخوا پر شمیرې سربیره د هغه د لوی لاسۍ شمیره چې شمیرونکو یا محاسبانو د وزیرفتح خان له بندي کېدلو وروسته شهزادگي کامران ته گزارش کړې، ۹۹ لکه روپۍ او دوې مثقاله شوې." (۸۲)

فریر، د وزیرفتح خان په اړه لېکي :" وزیرفتح خان د لوړې وړتیا لرونکی څښتن وو چې د پیاوړي نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگېدلو وړتیا یې هم درلودله... او په کړو وړو کې یې ساری نه درلود... افغانانو فتح خان ته په خورا درنښت کتل، حال دا چې خپل پاچا ته یې په سپکه کتل." (۸۳)

باري جهاني د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لیکي : " فتح خان په افغانستان کې د هوښیارترینو ولسي مشرانو په ډله کې یو هوښیار مشر وو. هغه یو زړور جنرال وو او له هغې ورځې وروسته چې د هېواد د تأریخ پرپاڼې یې گام کښیښود، یوه ورځ یې په کراره ډه ډه ونه لگوله. هغه د خپل پلار (پاینده خان) ټولې بیلگې او ځانگړتیاوې درلودلې او د خپل پلار په شان د هوښیارۍ ، زړورتیا او وړتیا په گناه ووژل شو. فتح خان د یوه افغان هېواد پال په توگه ، ښه پوهېده چې د هېواد پوخ او کره دښمن یې ایران دی. او ایران هم د شاه محمود په ناوړه، بېوړه او بې کفایته دربار کې خپل دښمن ښه پیژندلی وو او له همدې امله وو چې په لومړۍ شونې شېبه کې یې له شهزادگي کامران څخه وغوښتل چې سترگې یې وړندې کړی او یا دې په بندي ډول مشهد ته ور واستوي. کامران دغسې یوه پلمه له لوی څښتنه غوښتله او پرته له ځنډه یې د فتح خان پر ړندولو، افغانستان له هغو دوه ځلاندو سترگو بې برخې کړ چې ځلا یې د ډیرو لږو افغانانو په سترگو کې ځلېدله. فریر لیکي : " شاه محمود پوهېده چې د وزیر فتح خان د تورې په زور دوه ځله یې د پاچاهۍ پر گډۍ ډه ډه لگولې ده، له دې امله له پاچا کېدلو سره سم یې د دولت پوځي او اداري واگې د هغه په لاس کې ورکړې او په خپله د چړچه ماریو او بنډارونو په چوتره کښیناست او ځان یې د هیواد له نورو اړوندو چارو څخه بې غمه کړ. شاه محمود په چړچه ماریو کې څومره چې وسه یې کېدله، یوه شیبه بسنه ونه کړه. سره له دې چې د هېواد د پوځ او سیاست چارې د فتح خان په لاس کې راغونډې شوې وې، خو هېڅکله یې له دغې ځواکمنې واکمنۍ څخه د ځان په گټه ناوړه گټه پورته نه کړه. هغه په لنډ وخت کې هېواد د احمدشاه بابا د دَور پرتمېنې ځواکمنۍ ته چې د تیمورشاه له وخته مخ په کښته روان وو، ورساوه. د فتح خان نومیالیتوب په ډیر لږ وخت کې په ټولې منځنۍ آسیا کې خپور شو او هر افغان د هغه نوم په ډیر درنښت په خولې راووړاو پاچاته یې په سپکه کتل. خو په هغو شپو ورځو کې سدوزیو ته دومره په درنښت کتل کېدل چې هېڅ چا د پاچا گوښه کېدنه او د هغه پرځای د پاچا د کارپوه درستیزوال د ځای ناستې په اړه سوچ نه کاوه. ځینې وایي چې فتح خان یو واک غوښتونکی او ځانمنونکی سړی وو، خو کله چې فتح خان د پاچا په وړاندې غاړه ایښودنه کوله، هغه په دغه کار کې رښتونی وو اوپه ټولې گروهنې او ایمان یې غاړه ایښودله او په هغه دریځ چې پاچا ورکړی وو، بسنه یې کوله. که د پاچاهۍ پرگډۍ یې ډه ډه لگولې وه نو د پاچاهې له نومه پرته بل څه نه ور په برخه کېدل او په بدل کې به یې نورې سختۍ ځانته را کټولې وای. او هر څومره چې واک یې ډیرېده نو په هماغه کچه دښمنان یې هم ډیرېدل." (۸۴)

جهاني په خپلې دغې شننې کې زیاتوي " .... که شاه محمود حق درلود چې د افغانستان پاچا شي، نو فتح خان چې له پاچا سره په پرتله کې سل ځله په پوهې ، لیرلېد او تورې کې لوړ وو، ولې نه شوای کولای دغه حق ولري؟ په افغانستان ولسواکي نه وه چې فتح خان دې ټاکنو ته سترگه په لاره کښېني. په افغانستان کې واکمني د تورې په شرنگ اخیستل کېدله، او فتح خان پوهېده چې توره یې له هر بل تورزن څخه تیره او په کارپوهنه او تدبیر کې له بل هرچا پوه او مدبر دی. د هغه د وروڼو په کتار کې لږ تر لږه شيږ تنو یې د جگړې په ډگر او ژبه ورتوب کې خپله وړتیا او پوهه په زباد رسولې وه . فتح خان د امن او ټیکاو په ټینگولو، د مالي چارو په سبمالښت، او د مخالفو اله گوله کوونکو په ټکولو کې په هره لویشت کې خپله وړتیا او پوهه په زباد رسولې وه او په پای کې د خپلې وړتیا ، پوهې او رښتونولې په جرم ووژل شو. " (۸۵)

وزیرفتح خان د هیواد د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره له کشمیره تر سندهـ او بلوڅستانه او له هغه ځایه د هرات تر وروستیو څنډو پورې خپل ځان ، وروڼه او هملاري ملگري ډال گرځولي ول چې هیواد د پوپناه کېدنې او د ویشنې له گواښ څخه وژغوري او د سدوزیو د دولت سرغاړو او دښمنانو ته یې دا شېبه په لاس نه ورکوله چې سرراپورته کړي او ان د هغه پخواني میرڅمن رنجیت سینهگـ د فتح خان د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې بیا زړه ونه کړ چې د درانیو د واکمنۍ پر خاورې سترگې نیغې یا ښخې کړي. په خواشینۍ چې د هېواد دغسې یو ولسي، ملي او تأریخي شخصیت د یوه ناپوهه شهزادگي د رخې او سخې او کینې له امله په ډیره بیړه ړوند او بیا د هغه د پلار په لاس ووژل شو او په دې توگه د سدوزیو د اتیا کلنې پاچاهۍ ټغر د هیواد له سیاسي چاپیریال څخه راټول شو.

پای

اخځونه او سرچینې :
مآخذ ورویکردها::

۱- الفنستون ، افغانان، د آصف فکرت ژباړه ، پ ۵۰۴
۲- الفنستون ،افغانان، پ ۵۱۱
۳- تأریخ سلطاني، سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطاني ،چاپ۱۲۸۹هجری=۱۸۸۱ز، بمبئی، پ١٢٣، پیرس، د بارکزیو لوړیدا/ عروج بارکزائی، د پژواک اوصدقي ژباړه ، پ۲۴،ټ۳
۴- الفنستون،افغانان،د فکرت ژباړه ، پ ۵۱۴، پښتوژباړه لومړی ټوک، د حسن کاکړ،د افغانستان د علومو د اکاډیمۍ چاپ ، ۱۳۶۱ل پ۲۹۴
۵- موهن لال ، د امیردوست محمد خان ژوند/حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ ۲۷
۶-پیرس،د بارکزیو لوړېدا /عروج بارکزائی، پ ۲۴
۷- عزیزالدین وکیلی پوپلزائی،تیمورشاه دراني،ټ۲، پ ۳۲۶- ۳۲۷، تاریخ سلطاني، له۲۰۱پاڼې وروسته
۸- پوپلزائی، همدغه اثر، پ۶۶۵- ۶۶۷
۹- پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی ، پ ۲۴- ۲۵
۱۰- الفنستن، د کابل د پاچاهۍ څېړنه / بیان سلطنت کابل، ټ۲،پ۲۹۴،پښتو ژباړه ،نصرالله سوبمن، پاړسي ژباړه د فکرت، چاپ : مشهد ایران، پ ۵۱۴
۱۱- الفنستون، هماغه اثر، پ ۵۱۵
۱۲- تاریخ سلطاني،پ ۱۷۳، الفنستون،هماغه، پ۲۹۶
۱۳- پوپلزائی، دره الزمان فی التاریخ شاه زمان، طبع ۱۳۳۷ل، پ۱۸۲
۱۴- تاریخ سلطاني،پپ ۱۷۲- ۱۷۳، کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخي، پ ۱۳
۱۵-پیرس،هماغه اثر، پپ ۲۶- ۲۸
۱۶- کهزاد،رجال ورویدادهای تاریخی، پ ۱۵،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان،دعلیقلی میرزا، پ۶۱، چاپ۱۳۷۶تهران
۱۷- کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی، پپ۲۴- ۲۸
۱۸- کهزاد،هماغه اثر،پ ۳۱
۱۹- داسې ښکاري چې ظاهرأ له شاه شجاع سره د پټو اړیکو د لرلو په تور نیول اوبندي شوی وو (الفنستن، ټ۲، پ ۳۰۱- ۳۰۴)
۲۰- پیرس، هماغه اثر،پ ۳۱، الفنستن،ټ۲، پ ۳۰۴- ۳۰۵
۲۱- پیرس، ههماغلته، پوپلزائی،درة الزمان، پ ۲۰۲
۲۲- پیرس، هماغه اثر، پ ۳۲- ۳۳، الفنستن،ټ۲، ۳۰۵
۲۳-هماغه آثار هموغو ځایونو کې
۲۴-پیرس ،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۳۴
۲۵- الفنستون،د آصف فکرت ژباړه ، پ ۵۲۲
۲۶- موهن لال،د امیردوست محمد خان ژوند/ حیات امیر دوست محمدخان، ټ۱،پ۸۱
۲۷- تاریخ سلطاني،پ ۱۸۲- ۱۸۳،د شاه شجاع پیښې/ واقعات شاه شجاع، چاپ ۱۳۳۳ل، پپ ۹- ۱۱
۲۸- الفنستون، د فکرت ژباړه ، پ ۵۲۴
۲۹- بحواله درة الزمان، پ ۲۱۴
۳۰- الفنستون،د فکرت ژباړه ، پ ۵۰۷
۳۱- الفنستون، افغانان (بیان سلطنت کابل) د فکرت ژباړه، پ۵۲۵ ، د شاه شجاع پیښې/ واقعات شاه شجاع، پ۱۱
۳۲- تاریخ سلطاني،پ ۱۸۴،کهزاد،د کابل بالاحصار/ بالاحصارکابل، ټ۲،پ ۱۴۲
۳۳- الفنستون،هماغه، پ ۵۲۷، پیرس، د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ۴۷
۳۴-موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند/ زندگی امیردوست محمدخان، ټ۱،پ ۸۷
۳۵-۳۶- موهن لال،د امیر دوست محمد خان ژوند /حیات امیردوست محمدخان،د ډاکټرهاشمیان ژباړه ،ټ۱، پپ ۹۰- ۹۳
۳۷- پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۴۸
۳۸- الفنستون، د فکرت ژباړه، پ ۵۲۹
۳۹- موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند /حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ ۵۷- ۵۸
۴۰- الفنستون،افغانان، د فکرت ژباړه، پ ۵۳۴
۴۱-موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند /زندگی امیردوست محمدخان ،ټ۱، پ۱۰۱
۴۲-پیرس، هماغه اثر، پ ۶۱- ۶۲
۴۳- هماغه اثر، پپ ۶۶- ۶۷
۴۴- پیرس ، هماغه اثر، پ ۷۴- ۷۵
۴۵-موهن لال،هماغه اثر، پ ۵۷- ۵۸
۴۶- تاریخ سلطاني،پپ ۱۹۳- ۱۹۵
۴۷- د شاه شجاع پیښې / واقعات شاه شجاع،پ ۴۲،کهزاد،د افغاستان د اوسني تأریخ په گوټونو کې / در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، پ۴۰
۴۸- پیرس، هماغه اثر، پ۷۹
۴۹- فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،پ ۱۴۹،نوای معارک، پپ ۱۰- ۱۱
۵۰-پیرس،دبارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی،۸۶
۵۱- کهزاد، د افغاستان د اوسني تأریخ په گوټونو کې / در زوایای تاریخ معاصر افغانستا، چاپ ۱۳۳۱ل، پ ۴۷
۵۲- پیرس، د بارکزیو لوړېدا / عروج بارکزائی،پ ۸۸
۵۳- ویل شوي دي چې دوست محمد خان ټول هغه سره زر او گرانبیه غمي چې د حاجي فیروزالدین له ښځو او لوڼو او د هغه له ناوی رقیه بیگم څخه چې د شهزادگي کامران خور (دملک قاسم ماندینه) وو اخیستي دي او ان له غمیو ډک یو ملاتړونی چې بیه یې پینځوس زرو تومانو ته رسیدله د رقیې له ملا را خلاص کړ او جامې ور وڅیرلې او هغه یې سپکه کړه. د دوست محمد خان دغه تیروتنه او خطا د وزیر فتح خان په ړندیدلو او په ډیرې بوږنوونکې توگه د هغه د وژل کېدلو په بیه وه .
۵۴- میرمحمدصدیق فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر، د امریکا چاپ ، پ ۱۴۹
۵۵- کله چې وزیرفتح خان د جگړې په تکل د هرات له ښاره دباند ووت ،دښار کونجي" کیلي" یېد حیدرآباد د امیرانو استازي میراسماعیل وکیل او د سندهـ د خیرپور د امیرانو استازي حاجي شیر محمد خان ته وسپارله. (نوای معارک، پ۶۵)
۵۶-نوای معارک، پ۲۰-پیرس، پپ۹۶- ۹۷، تاریخ سلطاني(پ۱۹۹) د جگړې د پیل نېټه یې د ذی الحجې ۲۸ د ۱۲۳۳هجري قمري لیکلې ده چې د ۱۸۱۸ زکال د اکتور له ۲۹ سره سمون خوري.
۵۷- عبدالباري جهاني، هرات، پښتانه او ستره لوبه ،پ ۲۲۷
۵۸- پیرس، هماغه اثر، پ ۹۸
۵۹- تاریخ سلطاني، پ۲۰۰
۶۰-تاریخ سلطاني، هماغلته، او هم د بارکزیو لوړېدا/ روج بارکزائی، پ ۹۸
۶۱- فیض محمدکاتب، سراج التواریخ، ټ۱، پ۹۷
۶۲- فرهنگ، هماغه اثر،پ ۱۴۷،سراج التواریخ،ټ۱، پ۹۷
۶۳- پیرس،هماغه اثر، پپ ۹۹- ۱۱۰
۶۴-۶۵- پیرس، هماغه،پپ ۱۰۱- ۱۱۰
۶۶- حبیبی،د افغانستان لنډ تأریخ/ تاریخ مختصرافغانستان،ټ۲، پ۱۰۷
۶۷- پیرس، هماغه، پ ۹۹- ۱۰۰
۶۸-فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان در پنج قرن اخیر، ټ۱، پ ۱۹۸
۶۹- فیض محمد،سراج التواریخ،ټ۱، پ۱۰۲
۷۰- حمید کشمیری،اکبرنامه،۱۳۳۰، له۱۶۵ پ وروسته
۷۱-پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۱۰۹
۷۲-سراج التواریخ،ټ۱، پ۱۰۰
۷۳- سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطاني،چاپ۱۲۸۹هجری=۱۸۸۱م، بمبئی، پ۲۰۳
۷۴-پیرس،هماغه اثر، پ۱۰۹
۷۵-موهن لال،د امیردوست محمد خان ژوند/ حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ۱۲۶
۷۶- د وزیر فتح خان د پلار مړی هم همدغه قاضي محمد سعید خان بارکزي د زمانشاه په اجازې د کندهار ذاکر ته ولیږدوه او خاورو ته یې وسپاره. (فرهنگ، پ۱۳۳)- د وزیر فتح خان قبر د کاڼو پرسر هغه شعرونه چې کېندل شوي دي د هغه د ژوند دلوړو ژورو څرگندونه کوي او هغه یې د لوړ دریځ لرونکي ستر شهید بللی دی. .(رک: د افغانستان دوه سیاسي او پوځي نوابغ / دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان، پ ۱۱۵)
۷۷- ۷۸ فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،چاپ ایران۱۳۷۱،ټ۱، پ۲۱۰
۷۹-پیرس، پ ۶۶
۸۰-حبیبی، د افغانستان لنډ تأریخ/ تاریخ مختصرافغانستان،۱۳۴۹کابل،ټ۲، پ۱۰۴
۸۱-الفنستون،بیان سلطنت کابل،ټ۲،پ ۲۹۹
۸۲-تاریخ سلطاني،پ ۲۰۳، سراج التواریخ،ټ۱،پ ۹۲،دغه شمیره ۹۶ لک روپۍ قید کړي دي.
۸۳-پیرس، د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۶۶
۸۴-باري جهانی،هماغه اثر، پ ۲۳۱- ۲۳۲
۸۵-باري جهاني ، هماغه، پ ۲۳۳

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery