مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ستر پښتون خوشحال خان خټک

خوشحال خان خټک (1122 هـ - 1100 ه)

ډاکټرخوشال روهي

د پښتو پلار خوشحال خان خټک

پښتون او پښتو دوه ډېر لرغوني مفاهيم دي ، چې درېګويدا له سندرو ، دهېرودوتس ، بطليموس ، او هېوان تسونګ له يادداښتونو او له ځينو لاسته راغلو ډبر ليکونو څخه يې دکابو پنځه زره کلن تاريخ څرک لګېږي . نوسره له دومره لرغونوالي ولې خوشحال خان خټک ، چې درې نيمې پېړۍ دمخه يې ژوند کاوه ، دپښتو پلار بلل کيږي ؟ په دې ليکنه کې هڅه شوې چې همدغه پوښتنې ته ځواب وويل شي :
خوشحال خان خټک د 1022 هـ ق کال په ربيع الثاني ( مې ـ جون 1613 ع ) کې دنوښار په اکوړه کې زېږېدلی
دی . پلار يې شهباز خان ، زوی د يحيی خان ، زوی د ملک اکوړ و . اکوړ خان دهند دمغولي امپراتور جلال الدين اکبر هم مهالی او د خپلې قبيلې سردار و ، چې له مغولي امپراتورۍ څخه يې منصب او جاګير ترلاسه کړي وو او دجاګير دارۍ هم دا سلسله وه چې په ميراثي توګه خوشحال خان ته هم ورسېده . خوشحال په داسې چاپېريال کې لوی شو ، چې له يوې خوا يې ټول پښتني کړه وړه زده کړل او له بلې خوا يې د خانۍ په غېږه کې په ښه شان ښوونه او روزنه وشوه . هم يې دخپل مهال ټول مروج علوم ولوستل او هم يې دښکار او جګړې رزمي مهارتونه ترلاسه کړل . لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په دې اړه داسې ليکي : � خوشحال خان خټک په کوچنيواله د خپلې زمانې مروج علوم ټوله ويلي وو . د ده له کلامه ښه ښکاره کيږي چې ده اسلامي علوم لکه فقه ، حديث ، تفسير او نور عقلي علوم لکه منطق ، حکمت او ادبي علمونه او د فصاحت اوبلاغت اصول لکه معاني ، بيان ، عروض ، قافيه او نور ټوله علوم ويلي او عالم و.

خوشحال خان دشهباز خان زوی ديحيی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جينجوخان کودی - اکوړ خان دهند دمغولي امپراتور جلال الدين اکبر هم مهالی او د خپلې قبيلې سردار و ، چې له مغولي امپراتورۍ څخه يې منصب او جاګير ترلاسه کړي وو

خوشحال خان خټک په داسې مهال نړۍ ته سترګې وغړولې ، چې پښتانه بيخي خواره واره وو او عمدتاً د دوو لويو امپراتوريو ( مغولي هند او صفوي فارس ) داغېز په سيمو وېشل شوي وو . پدې وخت کې پښتانه د يو واحد ملت يا قوم په توګه نه ، بلکې د جلا جلا قبيلو په بڼه ( لکه غلجي ، ابدالي ، خټک ، اپريدي ، يوسفزي � ) مطرح وو . که څه هم تر دې دمخه دپښتنو ځيني قبيلې ( لکه غوري ، لودي او سوري ) پدې بريالۍ شوي وې چې خپل سلطنتونه جوړ کړي ، مګر دوی لا د ټولو پښتنو د واحد سلطنت او مملکت مفکورې ته نه وو رسېدلي او په دې ونه توانېدل ، چې پښتانه په يوه واحده اداره او خاوره کې سره يو موټی کړي . همدا دليل و، چې د قبايلي سلطنتونو په توګه ډېر ژر په جلا وطنۍ کې له پښو وغورځېدل . همداراز په دې وخت کې دپښتنو يو مهم پاڅون يعنې روښاني غورځنګ خپلې وروستۍ سلګۍ وهلې . روښاني غورځنګ که څه هم اکثره پيروان يې پښتانه وو ، مګر بنسټ يې مذهبي او تصوفي و او مغولو هم دوی دکفر او الحاد په نامه وټکول او نېست يې کړل . نو خوشحال خټک په همدغسې يوه خلا او دپښتنو د بشپړ انتشار په حالت کې نړۍ ته راغلو . خوشحال بابا دغه ټکي ته پخپله اشاره کوي او وايي :

په يوه ژبه ويل سره پښتـــــــــو کړو          ولې هېڅ نه شو له يو بله خـــــبردار

او همداسې مهال و ، چې څښتن تعالی پر پښتنو رحم وکړ او خوشحال بابا يې د پښتنو دويښولو او پوهولو لپاره د ملي شعور ، علم اوهنر د لوی لارښود او روښانه مشال په څېر هست کړ :

مګر زه يې چې ګويا په شاعرۍ کړم           پښـــــتانه يې پوهـــــول اېـــزد تعـــال

خوشحال بابا درې نيمې پېړۍ وړاندې په شعوري توګه دهمت ملا وتړله ، چې پښتانه راويښ کړي ، د فکر او عمل په ډګر کې يې سره يو موټی کړي او واحد او خپلواکه ملت ورځني جوړ کړي او په همدې منظوريې قلم او توره دواړه راواخېستل او تر پايه يې د خپلې سپېڅلې موخې لپاره په نه ستړي کېدونکې توګه وچلول :

دافغـــان په ننـــــــګ مـــې وتــــړله توره           ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم

خوشحال بابا د پښتنو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هڅه وکړه ، چې د واحد مليت او واحدې ژبې پر بنسټ دپښتنو له خورو ورو قبيلو څخه يوواحد ملت جوړ کړي . دملت مفکوره نه يوازې دا چې په پښتنو کې نوې وه ، بلکې دنړۍ په تاريخ کې يوه نادره او تازه خبره وه او لکه ډاکتر راج ولي شاه خټک چې وايي : � دنشنلزم مفکوره په اروپا کې يوازې دفرانسې له انقلاب وروسته راپيدا شوه ... خوشحال خټک هغه وړومبی عالم دی چا چې په وړومبي ځل دپښتون نشنلزم تصور وړاندې کړ � . خوشحال بابا دملت جوړونې داساسي شرط په توګه دملي ژبې په اهميت پوه و ، نو ځکه سره له دې چې ده کولی شول دهغه وخت په مسلطو او مقبولو ژبو قلم ازمايي وکړي او ځان شهرت ته ورسوي ، خو بيا هم ده مټې راونغاړلې ، چې پښتانه به ددوی پخپله ژبه راويښوي او خپل پيغام به په پښتو ژبه ورته رسوي . دخوشال بابا ماغزه دعلومو ګنج او زړه يې داحساساتو چينه وواو ده غوښتل داهر څه په ډېر سخاوت خپلو خلکو ته ورسوي . خو له بده مرغه پښتو لا ددې جوګه نه وه ، چې دده هر اړخيز پيغام په ځان کې ونغاړي ، نو ځکه تر هر څه دمخه يې هوډ وکړ چې پښتو ژبه دومره غني کړي چې له ګاونډيو ژبو سره د سيالۍ په مقام کې ودريږي :

که تازي ژبــــه هــــرګـــــــوره ښه ده           فارسي هم ډېره په خوند خوږه ده
چايې پلـــو دجمـــــال وانه خېست           پښتــــــــو لا هسې بکـــــره پرته ده

کوم کار ته چې خوشحال بابا ملا وتړله د عادي انسان له وسه پورته و . تر دې دمه پښتو ژبې درسمي ژبې په توګه هېڅ دربار ته لار نه وه موندلې او پښتو ليکلي آثار تقريباً په نشت شمېر وو . که څه هم پښتنو اوپښتو ډېر لرغونی تاريخ درلود خو دهمدغه لرغوني تاريخ په اوږدو کې دغليمانو له بې شمېره يرغلونو او چپاوونو سره مخامخ شوي او پښتنو د خپل خصلت له مخې له هريوه سره تر ورستي وسه ډغرې وهلي وې او ډېر ځله يې په دغه لار کې خپلې هستۍ دنېستۍ باد ته سپارلي وې . نو په دې توګه ، که په پښتو کې کوم آثار موجود هم وو ، نو دهمدغو چپاوونو په ترڅ کې به اکثره له منځه تللي وي . لکه څنګه چې تر اسلام دمخه دفارس له ډېر لوی مدنيت سره سره بيا هم له ډبر ليکونو پرته دفارسي ژبې کوم ياد اثر نه دی پاتې ،همدا حال د پښتو ژبې هم دی . دامير کروړ سوري ( 139 هـ ) له حماسي شعره داسې ښکاري ، چې پښتو ژبې بايد تر دې دمخه دودې ډېر پړاوونه وهلي وي ، خو په دې لړ کې کوم اثر لاس ته نه دی راغلی . له خوشحال بابا نه يوه پېړۍ دمخه روښاني غورځنګ هم له ځان سره يو شمېر باارزښته آثار زېږولي وو ، خو دغه آثار له يوې خوا اکثراً پر يوې واحدې موضوع ( دين او تصوف ) چورلېدل او له بلې خوا د غورځنګ له ځپل کېدو سره دآثارو يو زيات شمېر د ملايانو دفتوی له مخې په اوبو کې ډوب او يا په اور کې وسوځول شول . نو ځکه وايو ، چې په دغه وخت کې پښتو ليکلي آثار په نشت شمېر وو او دپښتو شعر او نثر دواړه په ډېره خواره ورځ کې وو . مګر خوشحال بابا پښتو ژبې ته دومره ډېر کار وکړ ، چې ښايي د نړۍهېڅ عالم ، مفکر او ژبپوه خپلې ژبې ته نه وي کړی . خوشال بابا پخپله وايي :

که د نظــــم که د نثــــر که د خـــــــط دی           په پښتو ژبـــه مې حـــق دی بې حسابه
نه پخوا پکې کتاب و نه يې خــــــط و           دادی ما پکې تصنيف کړل څو کتابه

او ډکتر راج ولي شاه خټک پدې هکله داسې ليکي : � هغه ( خوشحال بابا ) دخپل مثالي علميت او قابليت په وجه په ډېرو سنګينو او نا اوزګارو حالاتو کې دومره څه تصنيف کړل او داسې يې تصنيف کړل چې پښتو يې په يو دم دتکميل بام ته وخېژوله که څه هم خوشحال بابا له ډېرې ځوانۍ څخه قلمي مبارزه پيل کړې وه ، خو د پښتنو د خپلواکۍ لپاره يې هغه وخت تورې ته لاس کړ ، چې د مغولي حکومت له جېل څخه راخلاص شو او ځيني خلک همدغه خبرې ته ګوته نيسي او وايي چې دخوشحال مبارزه يوازې د انتقام پر بنسټ ولاړه وه ، مګر دا نيوکه سمه نه ده . دخوشحال بابا کورنۍ له پلارپلاره دمغولو جاګيرداره او منصبداره وه . خوشحال خان داوه ويشتو کلو و ، چې پلار يې په يوه جګړه کې زخمي او مړ شو . دقوم سر داري او دمغولو جاګير داري ده ته پاتې شوه . مغولي حکومت د خوشحال په نوم سند جاري کړ او داټک په لار د راهدارۍ او محصول اختيار يې هم ده ته ورکړ . خوشحال خان ته دشاه جهان په دربار کې دوهزاري منصب ورکړ شو او دشاه جهان د توجه او عنايت وړ وګرځېد . له مغولو سره د خوشحال خان دوستانه اړيکي د کورنۍ قبيلې او د هغه وخت د غوښتنو له مخې ډېرې طبيعي وې . په هغه وخت کې پښتنو دخپل رياست او ملي خپلواکۍ مفکوره نه درلوده . دپښتونخوا زياته برخه د مغولي هند يوه برخه ګڼل کېده ، يوازې کندهار به د مغولي هند او صفوي فارس تر منځ لاس په لاس کېده . د مغولي دربار مخالفت ته د اولوالامر پر ضد د بغاوت په سترګه کتل کېدل . ځيني پښتني قبيلو ، چې کومې جګړې کولې دهغوی موخې هم زياتره اقتصادي او قبيلوي ګټې وې .

په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

کله چې اورنګزېب بادشاه د واک پر ګدۍ کښېناست ، نوده د پلار ډېر دوستان او خواخوږي يا ووژل او يا يې بنديان کړل . پدې لړ کې يې خوشحال بابا هم د يو پنځوس کلو په عمر د رنتبهور په جېل کې بندي کړ . له درې کلن جېل نه وروسته يو کال نور هم ده ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنکړل شوه او په همدغه وخت کې ده د ډهلي دربار ښه جاج واخېست . دغو څلورو کلونو د خوشحال بابا په فکر کې ډېر ژور بدلون راوست . لکه د ځينو ډېرو لويو مفکرينو په ژوند کې چې ځينو وړو انګېزو لوی رول لوبولی ، د رنتبهور جېل د خوشحال بابا لپاره همداسې لويه انګېزه شوه :

دفساد که يو بڅــــــــری و مــــــــــــا اور کړ           اور ما پورې داورنګ بادشاه په کور کړ

دی مغولو ته په خپلو کړو خدمتونو سخت پښېمان و او د راتلونکي لپاره يې د پښتنو د خپلواکۍ په لياره کې د مبارزې کلک هوډ وکړ :

ومغل ته به هسې کـــــار ورښکاره کــــړم           چې راضي راڅخـــه روح دفريد خان شي
په جهان د ننګيـــــالي دي دا دوه کــــــاره          يا به وخوري ککرۍ يا به کامـــــران شي

که څه هم مغولي دربار تر دې وروسته ډېرې هڅې وکړې ، چې خوشحال بابا پخلا او له ځان سره ملګری کړي ، خو د ده په فکرکې داسې ژور بدلون راغلی و ، چې بيا يې هېڅکله نه غوښتل تېرې خطاوې تکرار کړي :

چې پښتون شوم په دا هسې سپينه ږيــــــره           نور مې خدای مه کړه مغل ، وايم په ځيره
دا پوهېــــــــږم چې مغـــــــل لره کـــه ورشــــم           تر اولـــــــه به زه لا په چـــــار بهـــــتر شـــــــــم
په ورتله به بيا خــــــدمت راڅخــــه غواړي           پښتانه چې ســــره وژنو ، دېو پرې وياړي

پدې توګه خوشحال بابا د قلم تر څنګه تورې ته هم لاس اچوي او نور پښتانه دمغولو پر ضد پاڅون ته را بولي :

پښتانه چې نور څه فکـر کا ناپوه دي           بې د تورې خلاصۍ نشته په بل کار
بله هېڅ ليــــدله نه شي په دامنــځ کې           يا مغل دمنځــه ورک يا پښتون خوار

او په دغه لار کې شپه او ورځ سره يو کوي ، هره خوا سفرونه کوي او پښتانه يووالي او پاڅون ته هڅوي . که څه هم خوشحال بابا ځيني برياليتوبونه ترلاسه کړل ، ځيني قبيلې يې له ځان سره ملګري کړې او داېمل خان او دريا خان په څېر کلک هوډيالي ملګري يې بياموندل ، په څو جګړو کې يې سوبې هم راوړې ، خو سره له دې پښتانه له خپل قبيلوي طرز تفکرڅخه لا نه وو راوتلي او ملي يووالي ته لاهم ډېره لار پرته وه . اورنګزېب هم د پښتنو دنفاق لپاره له هرې وسيلې څخه کار اخېست ، تر دې چې ان د خوشحال خان خپل زوی بهرام خان يې هم دده پر ضد استعمال کړ او پدې توګه ظاهراً د خوشحال ملي غورځنګ بريالی نه شو . نو ځکه په ډېرې ناهيلۍ سره وايي :

زه يې چا لره وهم قــدر يې چازده           په اور وسېزه داتـــورې قلمــــونه

او هم په ډېر حسرت سره ارمان کوي چې :

هره چـــــــار د پښتانــــه تر مغـــــل ښه ده           اتفـــــاق ورســــــره نشته ډېـــر ارمــــــــان
که توفيـــــــق داتحاد پښتانــــــــه مومي           زوړخوشحال به دوباره شي په دا ځوان

د خوشحال بابا ملي غورځنګ دملي مفکورې پر بنسټ لومړنی غورځنګ و ، چې په پښتنو کې پيل شو . که څه هم دغه غورځنګ د ده په ژوند بريالی نه شو ، مګر دا د پښتنو دملي خپلواکۍ پيلامه وه ، چې وروسته يې د ميرويس نيکه او احمد شاه بابا په وجود کې دعمل جامه واغوسته . که د خوشحال توره په خپل وخت کې بريالۍ نه شوه ، مګر د خوشحال قلم چې کوم څه پښتنو او پښتو ته وکړل تر اوسه يې ساری نه دی ليدل شوی . پروفيسر محمد نواز طائر پدې هکله داسې ليکي : � د خوشحال خان حيثيت ديو پښتون ملي مشر ، مفکر ، د تورې او قلم د خاوند په حيث منل شوی دی . که په حقيقت کې اوکتی شي نو که په پښتونخوا کې چرې هم څوک نابغه زېږېدلی وي نو هغه هم دغه خان عليين مکان ذات دی . � خوشحال بابا غوښتل له يوې خوا پښتانه راويښ کړي ، سره يو يې کړي او دخپلواکۍ لپاره يې پاڅوي او له بلې خوا يې غوښتل پښتانه باسواده شي ، علم ته مخه کړي او جهل ته شا . ده غوښتل ټولې هغه وړتياوې چې ديوه قوي ملت د جوړولو لپاره ضروري دي په پښتنو کې وروزي . د ده په اند تر ټولو مهمه وسيله داوه ، چې پښتانه پخپله مورنۍ ژبه ددين او دنيا علوم زده کړي او په دغه منظور يې شعر او نثر دواړو ته لاس واچاوه او هره هغه مفکوره چې د ده ذهن ته ورتله هغه يې پکې بيان کړه او ښه په خوند او رنګ يې بيان کړه . انګريزي ليکوال مسټر راورټي ليکي : � دمغرب د شاعرانو په رنګ داسې هېڅ مضمون نشتته چې د ده دپاره نابلد وي . � خوشحال بابا يو رسالتمند شاعر او ليکوال و . ده توره او قلم دواړه د پښتنو لپاره چلول او داسې ښکاري چې شعر هم ده دوسيلې په توګه استعمالوه :

زه دشعر په کار هېڅ نه يم خوشحال           ولې خدای مې کړو په غاړه دا مقال

ده غوښتل په پښتو کې داسې يو ادب وزېږوي ، چې دپښتنو دهويت هر اړخ پکې خوندي شي . ده په پښتني ادب کې په فکري او هنري لحاظ يو انقلاب راوست . په شعر کې يې له عربي او فارسي څخه د فورم له مخې غزل ، قصيده ، رباعي ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکيب بند او نور راواخېستل او دشعري صنايعو له مخې يې تجنيس ، حسن تعليل ، طباق الاضداد ، ايهام ، ترجيع ، تنسيق الصفات او لف ونشر په پښتو شعر کې داخل کړل . مګر ده هر څه ته پښتني رنګ ورکړ او هر څه يې په پښتني کالبوت کې واچول .

په وزن په مضمون په نزاکت په تشبيه کې           پښتو ويل مې عين تر پارسي دی رسولی

اويا :

په پښتو ژبــــــــــه چې ما علــــم بلند کــړو           دخبــرو ملک مې فتــــــــح په سمنـــد کړو

همدارنګه :

ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کـړو            د پښتو ژبــه بــــه اوس پــه آب وتاب شي

د ده کليات چې کابو څلوېښت زره بيته لري د مفکورو ، فورمونو ، ، شعري صنايعو او لغاتو بډای مخزن دی . د ده په اشعارو کې د عربي ، فارسي ، هندي او ترکي لغاتو او هم د پښتو د بېلا بېلو لهجو د لغتونو غني زېرمه ليدل کيږي . مګر دا لغات يې داسې استعمال کړي ، چې د ده شعر ته يې ښايست وربښلی خو ثقلت نه .

درست ديوان مې لکه باغ دعلم ګنج دی           پکې هـــــر رنګــــــه ګلــــــونه هـــــر نهـــــال

دخوشحال بابا په نوم مشهوره کتابخانه

علامه عبدالحی حبيبي د ده د شاعرۍ په هکله داسې ليکي : � د ده اشعار تقريباً څلوېښت زره بيت ته رسيږي . هغه انقلاب چې ده د پښتوژبې شعر ته ورکړی دی ، نو دی هرکله په حيث د مؤسس او پلار د پښتو ژبې منل کيږي . تر ده وروسته چې ټوله ادبا راغلي په فکر او ډول کې يې دی مقتدر دی . � دشعر تر څنګه خوشحال بابا په نثر کې هم د مضمون او شکل دواړو له مخې يو ژور بدلون راوست . د شکل له مخې يې نثر داوسني مهال له ضرورتونو سره سم کړو ، پدې مفهوم چې هغه يې دسجع او قافيې له تکلفاتو څخه راويوست او د علمي او ټولنيزو مسايلو د بيان لپاره يې په عام فهمه ، ساده او روان ډول واړولو . د نن ورځې ژبپوهاند هم دا خبره تصديقوي ، چې يوه ژبه هغه وخت ښه وده او پرمختګ کولی شي چې د ليکنۍ او ګړنۍ بڼې تر منځ توپير لږ وي . تر خوشحال دمخه ، چې کوم آثار موجود وو د شکل له مخې يې اکثره مسجع او دمضمون له مخې يوازې د ديني او تصوفي موضوعاتو بيان ته وقف شوی وو . که څه هم دوه درې تنو ليکوالو لکه ارزاني روښاني ، علي محمد مخلص او مشر اخوند هم د غير مسجع نثر د ليکنې هڅې کړي وې ، خو د دوی هڅو د يوه مکتب څيثيت نه و غوره کړی . کله چې خوشحال بابا د عادي نثر په ليکلو پيل وکړ ، نو په حقيقت کې يې د دې مکتب بنسټ کېښود ، چې بيا وروسته نورو ليکوالو او په سرکې د ده خپلې کورنۍ دا مکتب ژوندی وساته او پښتو ژبې ته يې د قدر وړ خدمتونه وکړل:( پښتو هدايه ) ، ( بياض ) او ( دستار نامه ) د خوشحال بابا منثور اثار دي . که په پښتو هدايه کې يې ديني موضوعات بيان کړي نو په بياض اودستارنامه کې يې تاريخي پېښې ، د کورنۍ حالات ، خپل ليدلي کتلي ، سفري ګزارشونه ، اخلاق ، سياست او دښوونې روزنې فلسفه په روان نثري عباراتو کې بيان کړي دي . د بياض اصلي متن له بده مرغه ورک دی ، مګر د خوشحال بابا لمسي افضل خان خټک پخپل کتاب (تاريخ مرصع ) کې ځای پر ځای له بياض څخه نقلونه اخېستي دي او ارواښاد عقاب خټک د دغو اقتباساتو شمېر شپږشله ( 120 ) بولي . پياوړي ليکوال استاد حبيب اله رفيع له همدغو اقتباساتو څخه د ( هندکوه نامه ) په نوم د افغانستان له شمال څخه دخوشحال بابا يو سفري ګزارش هم استخراج کړی دی . په بياض کې د اشرف خان هجري په نامه د خوشحال بابا يوه وصيت نامه ، چې د رنتبهور په جېل کې يې ليکلې وه هم خوندي ده . برسېره پر دې په بياض کې تاريخي پېښې ، کورني حالات او نور ليدلي کتلي هم راغلي دي . انګرېز ليکوال مونټ سټېوارت الفنسټن چې د خوشحال بابا کوم تاريخ يادوي ښايي همدا بياض وي . د بياض د نثر په هکله فاضل استاد ارواښاد دوست محمد کامل مومند داسې ليکي : � د خان وړې وړې فقرې په عبارت کې بې اندازې خوند پيدا کوي او بيخي د خبرو اترو رنګ ورکوي . داسې ښکاري چې خان په هوجره کې ناست دی ، له چاسره خبرې کوي ، هغه ترې نه پوښتنې کوي او دی لنډ لنډ ځوابونه ورکوي � . البته د دستارنامې نثر بيا زيات علمي دی او ارواښاد استاد روهي دا اثر د ښوونې او روزنې نورماتيف فلسفه بولي . اوس به راشو د خوشحال بابا آثار او افکارو ته . مسټر راورټي د خوشحال بابا آثار تر دوه سوو زيات بولي ، مګر کوم آثار چې لاس ته راغلي دادي : ديوان ، بازنامه ، صحت البدن ( طب نامه ) ، اخلاقنامه ، هدايه ، فضل نامه ، سواتنامه ، دستارنامه ، فرخنامه ، فراقنامه ، آئينه ، بياض او زنځيرۍ دافکارو په لحاظ لکه څنګه چې دخوشحال بابا شخصيت ګن اړخيز يعنې : � حکيم ، فيلسوف ، منجم ، طبيب ، عالم ، سپاهي ، جرنېل ، مير ښکار ، نقاد ، شاعر ، اديب ، صوفي ، رند او مؤرخ دی � (6) همداسې : � دخوشحال بابا په آثارو کې هر ډول مضامين پيدا کيږي : عشقي ، اجتماعي ، سياسي ، فلسفي ، عرفاني ، روزنيز ، انتقادي ، تاريخي ، انتروپولوجيک ، مذهبي ، طبي ، جغرافيوي ، ډياليکتيکي ( په کلاسيکه مانا يعنې د سقراط په پيروۍ ) نجومي ، هزليات او نور ... د خوشحال ديوان ( چې دکلياتو په نوم مشهور دی ) د هرډول مضامينو خزانه ده خو داجتماعي ايډيال موضوع د ټولو مضمونونو په رأس کې واقع ده . � ( 7 )له کلياتو سربېره خوشحال بابا د ځانګړو موضوعاتو په اړه جلا آثار هم ليکلي دي . مثلا ً( فراقنامه ) چې خوشحال بابا د رنتبهور په جېل کې دجلا وطنۍ په حالت کې ليکلې ده ، د وطن په مينه ليکل شوې او دايټالوي شاعر او ليکوال مازيني د آثارو په څېر د وطنپالنې ډېرې ښکلي بېلګې لري . ( بازنامه ) يې د بازانو د روزنې په هکله يو غنيمت اثر دی . په هدايه ، فضل نامه او آئينه کې يې ديني مسايل او دفقهې مسايل بيان کړي او پدې ډګر کې يې هم خپل تبحر ښودلی دی . په فرخنامه کې چې د تورې او قلم مناظره ده ، خوشحال د خپل قوي منطق او استدلال مظاهره کړې ده . زنځيرۍ د لنډ ليکنې يا سټينو ګرافي يو ډول دی چې خوشحال بابا ايجاد کړی دی . لنډ ليکنه اصلاً د کپېټالېزم په مهال کې د اړتيا له مخې منځته راغله ، خو خوشحال بابا تر وخت ډېر دمخه دا ابتکار هم کړی و . په طب نامه کې يې دهغه مهال ځيني طبي مسايل ، ناروغۍ او دواګانې ښودلي چې ډېرې يې د نن ورځې له طب سره هم اړخ لګوي . په دغه کتاب کې خوشحال بابا د جنسي پوهنې يا سېکسولوجي په اړه هم ځيني نادر ې خبرې لري . دی درې نيمې پېړۍ وړاندې په ډېر جرئت سره لکه دشلمې پېړۍ د يو آزاد فکره انسان په توګه حتی پدې هکله بحث کوي چې جنسي مينه بايد څنګه ترسره شي او کومو مسايلو ته توجه پکې وشي . کوم اصول چې ده په ګوته کړي د نن ورځې سېکسولوجي يې کاملاً تائيدوي . نن که په اروپا کې د جنسي مسايلو په هکله په آزادۍ سره خبرې کيږي او جنسي پوهه د سالم کورني ژوند لپاره ضروري بولي ، مګر په بښتني ټولنه کې يې تر اوسه هم څوک د خوشحال بابا په څېر په ډاګه نه شي ويلی .سواتنامه د خوشحال بابا بل مهم اثر دی چې سوات ته يې د يوه سفر په نتيجه کې ليکلی دی . خوشحال بابا غوښتل په دغه سفر کې د مغولو پر ضد د يوسفزيو ملاتړ تر لاسه کړي . دا چې دی په خپل سفر کې څومره بريالی شوی دابله خبره ده ، مګر دده سفر يوه مهمه ثمره درلوده چې همدا ( سواتنامه ) ده . سواتنامه نه يوازې يو ادبي اثر دی ، بلکې سفرنامه ، جغرافيه او کلتوري بشر پېژندنه هم ده او لکه استاد روهي چې وايي د ټولنيزو اصلاحاتو هېنداره هم ده . پدې اثر کې پښتون بابا لومړی دسوات جغرافيا ، اربعه حدود ، جيولوجيک جوړښت او د يوه پوځي په توګه توپو ګرافيک خصوصيات تشريح کوي ، ورپسې د سوات جيو پوليټيک ارزښت ، دسوات حاصلات ، د خرڅلاو لارې ، دتجارت بڼه ، د خلک راکړه ورکړه بيانوي . خوشحال پدې خبره کلکه نيوکه کوي چې ولې سواتيان ( يوسفزي ) تجارت ، د غلې صادرات ، مېوه دارۍ او باغدارۍ ته پاملرنه نه کوي ، حال داچې سوات د مېوو لپاره ډېره مناسبه ځمکه لري :

هسې ملک ، هسې هوا ، هسې جويونه           نــه ځـــايونه ، نــه باغـــونـه ، نــه بويـــونه

د اقتصادي سېستم په لړ کې ، د (شيخ ملي ) دوېش پر بنسټ به هر پنځه کاله او کله کله اوه يا لس کاله وروسته ځمکه له سره د سړي پر سر وېش کېدله او دوېش همدا سېستم و ، چې د ډېرې ابادۍ مخه يې نيوله . خوشحال بابا پر دغه سېستم انتقاد کوي او هغه د ځان تباهي ګڼي :

کال په کال د ملک په هېسک کاندي باختونه           بې لښکـــــرو په خپـــــل ځــان کــــاندي تاختونه

له دې څخه وروسته په سواتنامه کې د خلکو کړه وړه ، دودونه او رواجونه ، د خلکو عقيدې ، ذهنيتونه او اجتماعي مؤسسې تشريح شوي . خوشحال بابا په ډېر جرئت سره هر ناوړه دود ته ګوته نيسي او داصلاح لارې يې هم په نښه کوي او ځکه خو لوی مفکر اوشاعر علامه اقبال د ده په هکله داسې وايي :

آن حکيـــــم ملــــــت افغــــانيـــــان           آن طبيــــب علـــــت افغـــــانيــــان
راز قومي ديد و بې باکانه ګفت           حرف حـق با شوخي رندانه ګفت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery