مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مېوندي اتله ملاله


خال به د یار له وېنو کښېـږدم     چې شېنکي باغ کې ګل گلاب وشرموېنه
که په مېوند کې شهېد نه سوې     خداېږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتېنه


هو! موږ دلته دملی اتلی ملالی خبره کوو، هغه ملاله چي دغازیانودلاری سره ځلانده اوبله ډيوه شوه اودخپلواکی پرځليدونکی لمر ئي خپل نوم پخپلوسپيڅلووينووليکه اوپښتنی لنډيوئي دهيواد په هر رود اوهرگودر، سيمه اوغرپياوړی ازانگی خپری کړی.
د (۱۸۸۰) زيږديز کال دجولای د مياشتی (۲۷) نيټه چي د (۱۲۵۹) کال دزمری دمياشتی له (۴) سره سمون خوری دسه شنبی ورځ وه اودميوند په وچي دښته کې دغازی محمد ايوب خان ترمشری لاندی دهيواد له هرگوټ څخه زلميان راټول شوی ؤ له پرهنگيانوسره دهيواد دبچيانودوهمه جگړه وه. انگر يزي سرچينی وائي چي په برتانيی کې دميوندملالـــــۍ داتلولي ونډی په اړه څوک نه پوهيدل اودوی وائي چي عجيبه خولاداده چي ولي دميوندۍ ملالۍ نوم زموږدجگړوپه پيشليک کې ندی ليکل شوي: دميوندپه بريالي جگړه کي دغازي محمدايوب خان نوم ځلانده ښکاري. ملالـــــۍ دميوندولسوالي په څنډه کي دپردي سيمي (خيگ)څخه ديوه شپانه لوروه ملالـــــۍ اودهغي پلاردغازي ايوب خان له لښکرو سره د (١٨٨٠) کال دجولاي دمياشتي په (٢٧) نيټه يوځاي شول ملالـــــۍ دنوروکيلودښځوپه څيردخپلوغازيانووروڼوملا ور وتړله. دملالـــــۍ کورني اوس هم وميوندپه خوگيانيوکاريز کي سته، ملالـــــۍ هم خوگياني او په دغه کاريز کي وه، هغه دشهادت په وخت کي پيغله وه، په ونه دنگه او لوړه ډيره ښکلي اوقهرمانه وه. دهغي قبر (قبره) اوس هم په ميوند کي سته. خلگ ئي زيارت ته ورځي ،اودا قبردمانده پرشمالي غاړه واقع دي،
(1)
دميوند په جگړه کي ملالـــــۍ دنورو نجونوپه شان غازيانو ته اوبه رسولي دا هغه جگړه وه چي دفرنگي دښکيلاک جړي ئي په لندن کي ولړزولي هغه جگړه چي له نږدي در يو زرو انگريزانو اود هغه دملاتړهندي پياوړي ځواک گورگه گانو څخه يوازي پنځه سوه تنه دافغانانودغچ اخيستونکوتورو له ويري ژوندي پاتي شول او هغه هم ټپي او په تيښته بريالي شول. برتاننوي ځواکونو مرچلونه نيولي وو اودسهارپر (٩) بجوجگړه پيل شوه خودغرمي په مهال افغان ځواکونه دخوريدو په حال کي شول برتيانويانودخپل وروستی يرغل لپاره دخپل ټول ځواک څخه کار واخيست. ايوب خان له ليری جگړه ځارله ، داسی ښکاريدله چي برتيانويان دجگړی گټونکی دي دايوب خان له څنگه څلور زره سپاره سرتيری په دريوخواووکي خواره واره شول، انگر يزانو دافغان غازيانودآس سپرو دوړی وليدی اوگمان يي کاوه چي افغانان په تيښته شول او ټول ځواک يی دجگړی ډگر ته راودانگل، دغازيانو وينودښته په سرووينوښکلی کړی وه، ملالی له ليری وليدچي بيرغ وړونکی دجگړی په ډگرکي‎‎ ‎‎‎‎راپر يوت ملالی ډگر ته راودانگل او دا لنډی يي وويل:

 دکرزی صاحــــــــــــــــب دحکومت په اوايلو کې د (نيپال) هيواد څخه ښځی راغلی وی ميــــــــــوندته اودملالـــــــــــــــــۍ قبرچې دميږيانو ښورهم هلته وو، قبرجوړسوی نه وُ، نوهغوښځوددی قهرمانــــــــــــی پرقبرافسوس وکړ،هغوی وويل داستاسو وياړدی مگرمتاسفانه چی هسی ويجاړپروت دی ؟

که په ميوندکي شــــــــــــــــــهيدنشوی + خدايږولاليه بي ننگی ته دی ساتينه
خال به له يارله وينوکښيږدم + چي شينکی باغ کی گل گلاب وشرموينه
ددي لنډي په اوريدلو دغازياووينی په راغلی اوهرغازی له تورو اوډالونوسره په فرنگ مخ راواړاوه،بريتانويان د ايوب خان په هوښياری نه پوهيدل افغان آس سپاره له در يوخواونه انگر يزان راچارپيرکړل اود ملالی د لنډی ازانگو دجگړی معاد يي اوبرخليک ته بدلون ورکړاوغازيانو جگړی ته مخه کړل همدارنگه جگړه لاس او گريوان شوه، دانگريزانو او هندی گوډاگانومړی هری خواته خواره واره پريوتل او له ميرڅی څخه لاره ورکه شوه.په دغی جگړی کی ملالـــــۍ هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او جگړه پا ي ته ورسيده او دسوبمنو افغانانوسوبی دلندن دولسی جرگی بنسټونه وښورول. د ملالـــــۍ مړی په ډير درنښت په خبک کی ښخ شو چی غازی ايوب خان له نورو غازيانو سره يو ځای وو.
(۲)

ملاله څوک وه:



استاد بسم الله خان وائې چي  پيغله ملالــــــــــــــــــــــــــۍ دکندهار دمیوند دخيگ له کــــــــــــلی څخه وه اوپه اغلب گمان دخوگياڼيو دکلی اوسيدونکی وه ! اوپه پښتوکې هم دخيگ په هکله يو متل سته چې وايي .
شــــــــــــپه پربټ بيابان ښــــــــــــه ده ، نه دخيگ پرخـــــــــــوگياڼو .
په جګړه کي دهغې ونډه په هغه ګروپ کي وه چې دجگړی ميدان ته يي غازيانوته اوبه رسولی ، اوددی گروف مشرانی دوي تنی وی يوه سردارو غازي اوبله ملالـــــــــــــــۍ د ملالۍ نوم ځکه ياديږی چې هغه په جنگ کی شهيده سوه ؟
اوســــــــــــردارو بياڅوکاله وروسته وفات شـــــــــــــــــــــــــــوه .
استاد بسم الله خان وائې چي په میوند کي دملالي په نوم دوه قبرونه موجود دي چي دملالي پیغلي په نامه یادیږدیچي یو د میوند دڅلي ته په لاره کي دي چي اصلا د دمیوند داتلي ملالی پیغلي ندی
دملالـــۍقبردميوند دشهيدانو څخه لږڅه ليری دجنوب غرب خواته په لږ څه لوړه هواره مځکه کی واقع دی.
دی وائی: چې استادشهيدمحمدداودخان ښوونکی ماته راښوولی دی،دشهيد محمدداودخان ښوونکی له قوله چې دا قبرماته آغا خان چې دداودخان پلاردی اصلی نوم ئی عبدالعزيزخان نورزی اودعبدالعريزخان پلارمحمداقبال خان نوميدی چې داستادمحمدداودخان نيکه کيدی، هغه خپل زوی عريزخان ته دا قبرښوولی وو ځکه اقبال خان دميوندپه جنگ کی شراکت اوگډون درلود.
بســـــم الله خان وايي چې دملالـــــــــــــــۍ پراصلی قبردگمبدی دجوړيدوکارشروع سو ولی نيمگړی پاته دی؟
(3)

دمیوند جګوه څنکه ونښته؟



دامير(محمديعقوب خان) دبندي توب خبره چې سردار (محمدايوب خان) ته ورسيده ، چې دهرات واکمن والی اودلوړدرشل اميرشيرعلی خان زوی اويوباناموس ټولواکځی (شهزاده) اودوطن فداکار،دوطن دغزااونجات په عزم دهرات څخه د (۱۱۰۰) يوولس سووپياده ، (۸۰۰) اته سوه نظامی سپرواو (۲۳) دورويش توپونو سره مخ په کندهار رارهی شوه .
اوپه لياره کی له هری خوا غازيان ورسره گډاوملگری شول چې ستايلی سردارترهلمندراپوری ووت اود (ميوند) حدته راورسيد، انگليس (ميجربروز) دخپل لښکر سره دقابلی دپاره مخی ته ورغی ، په (۱۲۵۹) کال په (۴) داسدکښی يي سردارمحمدايوب خان جنگ ته اړايست.
که څه هم دگرمۍ شدت اودښمن مردک اورولو ، پښتانه خوراپه عذاب کړل، په داسی حال کې چې دجنگ دميدان دابو (کوهی) هم انگريزانودلښکرپه لاس کښی وو، ولی سره له دی هم پښتانه ورته ټينگ شول اوزړه يي وانه چاوه، او په خوراميړانه وجنگيدل !!! چې دهغه جملی څخه ....يوه پيغله (ملالــــــــــــــــــــــۍ) هم وه چې دخپلی فداکاری په سبب يي خپل لوړ نوم تل ترتله ژوندی پريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــود. !!

ويل کيږی د۲۰۰۵ میلادي کال کي دناټو دځواکونویو پوځي دلګۍ چي دانګلستان له پوځیانو څخه وه دمیوند هدیرې ته راغلي وچي په لیدوئې يوانگريزی افســــــــرخپله خولۍ داحــــــــــترام په نيت له سرهيسته کړه اوبيايي وپوښتل ؟ چې دلته خوانگريزان هم مړه شويدی هغه څه شــــــــــول خلگوورته وويل هغه شاهدشرموښانوخوړلی وی، ولی دجنک حالت و.زموږپلرونووکړای شوای يوازی دجگړی ددگرجسدونه دلته ښخ کړي، انگريزي افسرزياته کړه چې که هغه موهم ښخ کړی وای ستاسودتاريخ پروياړبه نورهم اضافه توب راغلی وای.

داجنگ ددی پيړۍ داسی وروستنی جنگ وُچې شرقی ملت يوداسی غربی دولت پرلښکر بری وميند چې ددنيا څلرمه برخه يي نيولی ده، اوبهترينه وسله يي هم درلوده، اوداعقيده يي ماته کړه چې دشرقی لښکر په دی پيړۍ کې دغرب پرمسلح لښکرباندی بری نشی موندلای. او(۲۵) کاله پس دميونددغزاڅخه جاپان هم دروس پردولت بری وموند.
کله چې انگريزی لښکرمات اومخ په تښتيدوشول، دانگريزانودلښکرمشردوی ته مخ ورواړاوه اوويي ويل : ( اياڅوک شته چې دميړانی اولورينی دبريتانی له مخه دسترټولواکی په نامه ځان راجارکړی؟)
ددی غږپه اوريدلودماتی خوړلی پوځ څخه دوه کنډکه ستانه شول اوديوی باغچی ديوال يي ځانوته سنگروگرځاوه. ډيرزياريي ويست،ترڅودغازيانومخه يي ونيول،اوانگريزی لښکريي وژغوره، ولی دوی پخپله دپښتنودلاسه پوه پناشول.
په دی کی شک نشته چې انگريزان په دی جنگ کښی په ډيره زړه ورتيا وجنگيدل،.ولی دهيواد دزړه وروپښتنوپه مخامخ جگړه کی اجزپاتی شول. غازی سردارمحمدايوب خان کنړهار قلابندکړاوپرانگريزانويي دنجات لاره وتړله .دغه وخت ووچې انگريزانودکابل حکومت ( اميرعبدالرحمن خان ته ) وروسپاره. اوپه خورا چابوکی کندهار ته رارهی شول. (راپټ) چې کندهارته ورغلی دسردار محمدايوب خان غازی سره مخامخ شولاکن دپښتنو جنيلانو: (دجرنيل حفيظ الله خان) مخاليفت دجرنيل تاج محمد خان سره ) دنفاق په سبب سايلی سرداردهرات خواته پرشاشو.
انگريزان چې اوس دپښتنوغازيانوپه مخالفت ښه پوه شوی وواوهم په دی پوهيدلی ووچې دافغانستان نيول څه اسانه کارنه دی کندهاريي هم ايله کړاوچټک هندوستان ولاړل
(4)


دملالـي په باب نوي تحقيق:



 ليکوال احــــ-مد صميم دښکلا دوی مياشتی ناپييلی خپروني، ددريم کال په  شپږمه گڼه کي چي پرله پسی اتلسمه گڼه (۱۳۸۴) کال (چنگاښ، زمری)کیږي په یوه مقاله کي  د ملی اتلی پيغلی (ملالــــــــــۍ زيارت)په هکله په زړه پوري مقاله لیکې چي لیکي

په ميوند کې دحسن آباد ملک محمد، خوگاڼی قصه راته کول، چې په سنه: (۳۴) (۳۵) يا (۳۷) کې کبيراحمدخان پنجشيری دميوند ولسوال وو، هغه حال راواستاوه چې راسه يوه امريکايی مورخ ديوه کابلی ډاکترسره راغلی دی دوی دملالۍ په باب تحقيق کوی نوکه ته څه معلومات ورکړی هغوی ماحاجی مريم اکاته بوتله، حاجی مريم اکاد (۱۲۰) کالوسړی وو.په موشک کاريزکې اوسيده،حاجی مريم اکاپه قوم خوگياڼی وو.
حاجی مريم اکا راته وويل چې زه دميوندپه غزاکې داسی کوچنی هلک وم چې پرتوگ می لانه اغوستی . تاسی که دملالۍ په باب معلومات غواړی نودحاجی لالی اڅکزی څخه پوښتنه وکړی،هغه د (۱۳۰) کالودی،هغه دميوند په غزاکې دملالۍ سره برخه اخيستی ده .حاجی لالی هم دموشک په کاريزکې اوسيدی،بياموږحاجی الالی ته ورغلو.
حاجی لالی اڅکزی داسی بيان شروع کړ! ويل يي: ملالۍ داغامحمدلوروه، په قوم خوگياڼی مالداره وه ددوی کږدی دخيگ دکاريزپربارانه باندی ولاړه وه.
موږڅوخلگ پريوه دوکانچه سره ناست ووچې يوه دنگه چټه ښکلی پيغله راغله سورټيکری يي ترسرتړلی وو،سپين ټکری يي ديوی لښتی پرسرغوټه کړی ووويل يي: (ماخوب ليدلی دی چې ايوب خان راځی زه دهغه سره په مجردليدوشهيده کيږم. ) انگريزانو وختی لا اوبه نيولی وی.نودخيگ کاريزک منډآباد اودميونددلوی کاريزخلگ سره راوپاريدل،راټول سول،ددی خوا دهلمندخلگ راورسيدل چې ټول شمير يی (۵۰۰۰) نفروته ورسيد.دجنگ اسباب دپسونوخرخول، چاړه اوکوتک وو.دانگريزانوڅخه موبيرته اوبه ونيولی،هرانگريزچې به موونيوی پرغاړه به موچاړه ورکښيښودله،يواربه مونسوارپروکړه،
دنسواروکډوبه موبيرته دلنگوټی په (ول) کې کښيناوه،بيابه مونوانگريزپه ډيرډاډه حالت اوډاډه زړه حلال کړ.ددی خواغازی ايوب خان دخپلوملگروسره دهرات څخه راورسيد.دمنډآبادد مانده پرغاړه يي خيمی ودرولی.
حاجی مريم اکاهم هلک ووچې زموږسره يي وغروته اوبه خيږولی، کله چې ملالۍ ايوب خان وليدی ملالۍ بيرغ ورته ونيوی ايوب خان ورته وويل: (چې بيرغ دی ستاسره وی)،ملالۍ ورته وويل: (چې نه ماخوب ليدلی دی چې زه ستاله ليدو وروسته شهيده کيږم اوانگريزماته خوری).
ايوب خان ته يي بيرغ تسليم کړ،.جنگ زورواخيستی، حاجی لالی وويل:چې څوواره دتندی دسلاسه څخه مات سوو،بيابه پرانگريزانو غالب سوو.زه به هميشه دملالۍ ترڅنگ روان وم.دحاجی اغابادارپه کاريزکې انگريزان پټ وه،دکاريز په دغه ايصه کې موپرانگريزانوپاڼ اوديوال راونړاوه کاريز زمږپه ولکه کې راغی،.ډيرانگريزان له تندی څخه دپاڼو يا ديوالووسايي ته پراته وه،دمنډآباد په غوړه شيله کې دسری غرمی په سره گرمی کې دوينوشيلی بهيدلی حاجی لالی وويل:چې په دغه وخت کې ملالۍ راڅخه ورکه شوه،.وروسته معلومه سوه چې نوری ښځی هم په دغه غزاکې شهيدانی شوی دی.کله چې مو نورشهيدان په شامی کې ښخ کړه نوملالۍ مو يوازی په يوه قبرکې کښيښوده.دملالۍ قبرپه منډآبادکې دی.
حاجی لالی وويل: هرسهارچې به جگړه شروع کيدله: په هواکې به سپين مرغان پيداسوه، پخوسپين ږيروبه راته وويل: (هغه دی چې دخدای دوستان ستاسی کومک ته راغلی دی.) ددغی ډاډنی په روحيه به موږټوله ورځ جنگيدلو.
ملک عبدال محمد وژړل اووه يي ويل: (چې بيا به زه او دغه ميلمانه دوکيل عزيزجان محمدزی ومورته ورغلوهغه هم د (۱۲۰) کالووه،هغه موهم وپوښتله هغی وويل: چې موږښځی،کوچنيان اوبوډاگان دميونددچينی وغره ته وختلو،ملالۍ غره ته راوختل (۱۵) نفره ورسره وه.ملالۍ موږته وويل:تاسی دورځی ډوډی پخوی دشپي يي مه پخوی،.ځکه چې دشپی له خوابيادښمن ته ستاسی پته لگيږی.کله چې غازی ايوب خان انگريزان لوی مانده ته راشوه کړل،له کندهاره هم خلگ راورسيدل.مړه انگريزان اکثره ښرموښانو وخوړل، اوځينو يي په تيښته ځانونه ترسپين بولدکه ورسول.)
ملک عبدال محمد وويل:چې دملالۍ خپلوان دهرات په ( سينگران ) کې پراته دی.
ځينونورو سپين ږيرو وويل: چې ملالۍ اصلً نورزی وه،حينوبيا وويل چې دملالۍ قوم نه دی معلوم،چې اياداتره کی وه،سليمان خيله وه،خروټی وه،که ناصره !؟
وماته داسوال پيدادی چې ولی دهغه وخت شاهانوددی دخپلوانوغم ونکړ،ولی يي ددوی سره کومه مرسته ونه کړه،ولی يي په خپلوياداشتونوکې ذکرندی کړی،ولی يي تراوسه تاريخ ورک دی،ولی يي تراوسه پر قبر اختلاف دی !؟
که چيری (علامه حبيبی صاحب) ددی په باب شفاهی روايت دخلگودخولی څخه نه وای رانقل کړی،ايا دا موضوع به تر اوسه مجهوله نوای پاته !!؟
لکه ددی ملک نوربرحق شهيدان اوشهيدانی،قهرمانی ښځی چې خپلوان يي ندی معلوم، (ولی دايوب خان،عبالرحمــــٌن خان،حبيب الله خان،امان الله خان او نادرخان په وختونوکې دپيغلی ملالۍ په باب تحقيق ونسو!!؟)
نوزه خپله ودی نتيجی ته ورسيدم چې په وطن کې هميشه غريبان قربانی کيږی،افتخارات اوثمره يي دواک لرونکوپه گټه تماميږی.
(5)


دملالۍ اتلولي



دميوند دفتحى دننگ اوجنگ په معرکه کي ددغي نوميالۍ پيغلي کرداراونقش لکه دلمر په څيرڅرگنددي. ملى ولسي روايت اوهم تار يخي آ ثارپه دي هکله تقر يباً په يوه خوله دي اوپه ډيرلږتوپير اوبدلون دميوند په فتحه کي دهغي غوڅ اوټاکونکي نقش تائيده وي.
د((پښتني ميرمني)) کتاب ليکوال عبدالرًوف (بينوا) ليکي چي:
((ددوشنبى په ورځ دبرات دمياشتي په (١٧) ، (١٩٢٧) هجرى قمرى کال چي افغانى زلميانو ميړونو اوښځو دخپل وطن دساتنى په نيت سرونه پرميدان ايښى اودميوند ډگرته دقربانى له پاره حاضرشوي وو، ټکنده غرمه وه، غازيان تږي اوستړي ستومانه وه... دميوند پر دښت هيڅ اوبه نه وي ، نږدي وو چي افغانى لښکرله تنتدي څخه ماتي وکړي.)) په داسى حال کي چي دلښکرو بيرغچى هم سخت زخمي سو اوبيرغ ئي له لاسه ولويد، يوه پيغله راغله بيرغ ئي په سرومنگولو واخيست، ناره ئي وکړه:
خــــــــــــال به دياردوينوکښيږدم+چي شينکي باغ کي گل گلاب وشومه وينه
که په ميوندکي شـــهيدنشوي+خدايږولالـــــــــــــــــيه بــــــي ننگـــــــــــــــــــي ته دي ساتينه
ددي پيغلي دا ږغ يواسمانى ږغ ؤچي دافغانى زلميانو ويني ئي په جوش راوستلى، اوټولو دالله اکبر په ناره پرغليم يرغل وکړ اودښمنان ئي تار په تار، خپله پاکه خاوره ئي دهغوي له قدمونو څخه وږغورله... داپيغله ملاله نوميدله . په ځينوروايتونوکي هم دغه پورتنى مفهم دالفاظوپه لږاو ډير بدلون سره داسى راغلي دي:
((يوه خوارفرنگي پوځونه دميوند پردښته پراته، په هرډول وسلواو وسيلو سمبال وه، بله خوا افغانان په تش لاس، خودايمان او عقيدى په وسله سمبال دهغوي مقابلي ته راوتلي وو په دي نيت اوتکل ووچي دغه کفري لښکري له خپلي خاوري څخه وباسى او هيواد ددوي دناولو منگلو څخه آزاد کړي. له افغاني غازيانو سره په دغه جگړه کي افغاني پيغلي اوميرمني هم شاميلي وي، چي ځينوئي غازيانوته خواړه، اوبه اوبارود رسول ځيني له خپلو پلرونو،وروڼو اوميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلي ته ولاړي وي. يوه له دغو نومياليوڅخه ملالــــــه وه. ))
ټکنده غرمه وه ملالۍ وليدل چي له يوي خواددښمن دپوځونو شمير زيات اوپه ډول ډول وسلو او وسيلو سمبال دي، او له بلي خوادهغوي په وړاندي دافغاني غازيانو شمير لږ، تش لاسي اونږدي ؤچي له ډيري گرمۍ ، تندي اوستړ يا څخه له ماتي سره مخامخ شوي واي. نو يو هسک ځاي ته وختله اودزړه له جوشه ئي افغاني غازيانو ته دا لنډي وويل:
که په ميوندکي شــــــهيدنشوي+خدايږولاليه بي ننگي ته دي ساتينه
دملالۍ د لنډۍ هرتوري ، لکه غشى دغازيانو په زړونو ولگيد، ويني ئي په جوش راغلى ، مات زړونه ئي راژوندي شول اود (الله اکبر) دناري په ويلو ئي په کفر ځپونکي ږغ پر دښمن ورغلل ،سره ورځ ئي پري جوړه کړه. څه شيبه وروسته ملاله يوځل بيا پر لوړځاي ودريده اودا دجذبي ډکه ناره ئي وکړه :
خال به د يار له وينو کشيږدم+ چي شيتکي باغ کي گل گلاب وشرموينه
ددښمن په پوځونو ماته گډه او ډيره زياته مرگ او ژوبله پکي وشوه.
(افغانشتان دروسيل تاريخ) ليکوال دهغه وخت ديو نوميالى موُرخ ميرزا يعقوب على خوافى دکتاب په حواله ليکي چي په دغه جگړه کي له (١٢٠٠٠)زره انگر يزي پوځ ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (٢٥) تنه ژوندي دجگړي له ډگر څخه په تيښته بر يالى شول.
ميوند فتح شو، چا فتح کړ؟ ننگيالۍ او توريالۍ ملالۍ ! د (زموږ غازيان) کتاب ليکوال محمد ځلمى د (نفتولاخالفين ) دکتاب (شيپورهاى فيروزي ميوند) د (٤٥٣) مخ په حواله ليکى :
(کله چي دزياتى مرگ ژوبلي په نتيجه کي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانو دښخولو په تکل کي وو، غازي سردار محمد ايوب خان پوښتنه وکړه چي دغه نجلي څوک ده چي په داسى نازک حالت کي ئي په خپلو ملى لنډيو افغانى لښکر په نگ او غورځنگ راوست. ځواب ورکړل شو چي دا (ملالــــــــــــــــه) ديوچوپان لور اودميوند(کشکى نخود) اوسيدونکي ده. بل ورته وويل دا ډ يره زړه وره، دغاريانو ترڅنگ ئي بايد ښخه کړو.ايوب خان وويل: ښه واياست . ملايانو اوملى مجاهيدينودبخښني دعا ورته وکړه او هلته ئي خاوروته وسپارله . )
همدارنگه ميرغلام محمد غبار په (افغانستان در مسير تاريخ) او لويس دوپري پخپل اثر (افغانستان) کي دملالۍ سرښندنه او ننگيالى توب ستايي او تائيده وى ئي له دي پورته ځرگندونوڅخه دا ښکاري چي (ملاله) دهمدغه ميوند په تاريخي جگړه کي دشهادت مقام ته رسيدلي او تل پاتي نوم ئي په برخه شويدي . دغه ستره ويړلي کارنامه ئي زموږدهيواد په تاريخ کي په زرينو کرښو ليک اوترهغه چي افغان او افغانستان وي ، له چا به هير يږي نه او په ډير درناوي به لمانځل کيږي ددى نوميالى او ننگيالي پيغلي قبر دميوند دشهيدانوپه هديره کي معلوم اوډيرخلگ ئي زيارت ته ورځي روح دي ښاد او ياد ئي هميشه !
(6)



په (١٨٨٠) م کال دميوند په جگړه کي انگليسي لښکر ماتي



دځواني پيغلي ملالۍ دغه ملى لنډي په ويلو سره چي دښمن ئي دماتي سره مخامخ کړاوافغان غازيانو ته ئي دمقاومت زيري ورکاوه ، اوملى بيرغ يي په لاس کي وو ، افغاني جنگيالي ئي په غيرت راوستل، دهغوي په رگونو کي دغيرت وينه داسي په خوټيدو راغله چي بيله دمرگ دډاره دخپلو مر چلونو څخه راووتل او ددښمن پر لښکرو يي هجوم وروړ، په داسی حال کي چي افغاني غازيان چي ددښمن دتوپونو په شليک سره دجګړی په ډکرکي لکه دونی پاڼی داسی رژيدل، بيا يي هم ددښمن پرسنګرونو وروځغستل، ترڅوچي افغاني غازيانو ددښمن تيری کوونکي قواوي له خپلو مرچوڅخه وتيشتی ته اړايستلی ، اوبری دافغانانو په نصيب شو.
دميوند په دغه بر يالي جګړه کی ددښمن (۱۲۰۰۰) عسکردافغانان له تيغ څخه تيرشول . په دي ترتيب پيغله ملاله ميوندي ، دجګړي دميدان محرکه ، دهيواد شمال غرب لورته په (۵۰) کيلومتری کي خپل نوم دافغانستان دمباريز ينوپه تاريخ کي په زرين ليک وليکه . روح دي ښاد وي.

مرحوم استاد رشاد صاحب په هغه مجله کي چي ميوند مجلي سره يي له مرګ څخه مخ کي مرکه کړي وه، ويلې وه چې دميوندي ملالۍ کورني تراوسه دميوند په خوګاڼيو (کار يز) کي ژوند کوي. خپله ملالۍ دخوګاڼيودقوم څخه وه، ددغي اتلي قبر تراوسه په ميوند کي موجود دي . ديادوني وړده چي دملالۍ دنيک نامه په اساس ډيری افغاني کورني دخپلو لوڼو نومونه په ښځينه نوي ماشوم باندي ايږدي، اودنوي پيداشوی ماشوم څخه (نجلي)دمور او پلار هيله دا وی چي دملالۍ په څير زړه وره او دلاوره نجلي واوسي . چي دا ددوي له پاره دعزت خبره ده .لنډه داچي د ملالۍ نوم د افغانې سوبمنې اتلې په کتار کې د هیواد په تأریخ کې ولېکل شو. راتلونکو زوزاتونو د ملالۍ نوم په ویاړ وساته ، ښوونځي ، مجلې ، روغتونونه د میوندي ملالۍ په ویاړلي نوم و نومول شول.


دملالۍ سره په میوند جګړه کي یوه بله افغانه تورزنه سردارو غازي



که څه هم دميوند په غزا کي که دملالۍ کارنامه دپښتنو ښځودغيرت اوايثارڅلي دي، ددي څلي په څنګ کي دسرداري غازي ميړانه اوهمت هم دثبت حق لري،
سرداره داميرشيرعلي خان (۱۲۹۶ه.ق مړ) دوزيرسردارمحمدرفيق خان لودين (۱۲۸۳ه،ق مړ) خور وه، دسرداري پلار ملا عبيدالله نوميده اودکندهار په احمدشاهي ښارکي اوسيدی دبرودبازار دلودينانو په کوڅه کي دسرداري پلرګني ميشته ده ، دسرداري ميړه سردارمقصود خان محمدزي ؤ چي دامير دوست محمدخان (۱۲۹۷ه.ق مړ) د ورورسردار جمعه خان لمسي کيدي ، دسردار رحمت خان زوي ؤ ، دسرداري خوسرګني دکندهار په ميوند کي اوسيدله کلا يې وه کاريز يې ؤ، دسردارجمعه خان کورني تر (۱۱) کالو دمخه پوري لا په ميوند کي وه اوسردار جمعه خان کاريز يې په لاس کي ؤ، دغه کاريز د (کاريزک) په نامه شهرت لري .
د(۱۲۹۷ ه. ق ) کال پنځلسي پښتنو غازيانو دميوند په دښت کي تير کړ، پښتانه وايې : دپنځلسي په شپه دهرسړي دټول کال د روزي براتونه مهريږي ، ځکه نو ټوله شپه دهرغازي په زهن کي دا پوښتنه کښته پورته کيدله چي دڅوګړ يو روزي به مي حواله سوي وي؟
غازيان دبري يا شهادت په ارمان دجنګ ډاګ ته راغلي ؤ، دوي دايو شعاردرلود:
يا به پرنګ له ملکه باسو
يا به ايږدوپرخپل وطن باندي سرونه
دبرات (۱۷مي) ورځي لمرلاڅرک نه ؤ وهلي چي غازيانو دخداي (ج) دمرستي په هيله دجنګ صفونه برابرکړل اود الله اکبر په اذانګو يي دجنت حوري دآسمانو څنډوته دنندارود پاره راوستلي، غازيانو دلوي خداي (ج) په توکل دخپل دين ، آزادي او وطن دژغورني اه پاره ملا تړلي وه چي دا ددوی حق ؤ، خوپرنګيانو دملکونودنيولو حرص دخپل حق دمدافعينو وژني ته لمسولي ؤ، دوی پرخپلودرنو توپو، عصري توپکو، جنګي مهارت اوعلی انتظام تکيه درلوده، دغرور په نشه مستوپرنګيانو چي دغازيانو دالله اکبر اذانګي واوريدلي ، دوي هم دجنګ دډاګ لورته خپل پوځونه په ډير تلوار وخوڅول.
دبرات (۱۷) مه دميوند په ډاګ کي دځوانانو دصبر اوثبات دازمويښت ورځ وه، دباروتو په لوګيو اودجنګيالويو دهلوڅلو په دوړو دميوند آسمان ترغوني ښکاريده ، ځوانان په خاوروکي رغښتل او ويني يې هري خواته بهيدلي، دمرګ ملوکو په خورابيړه دوري هوري څغستل، له يوي خوا که دتوپو اوتوپکو ګوليو وژوندونومراندي غوڅولي ، له بلي خوا داسد د (۵) مي ورځي لمرهم دځوانانو دټينګاراواثارامتحان اخيست اوڅرنګه چي يې دحتيځ په څنډوکي خپل سورمخ ښکاره کړ دسانتي ګراډ د(۴۰) درجوپه تودوخه يې دميوند ډاګ په تودولو پيل وکړ،دميوندډاګ دورځي د(۱۰) بحو په شااوخواکي سورتبخي سو اودانسانانودژوندداني پکښي وريتيدلي، دسږوتوښ (تفت) دخولوناړي وچيکړي وي اوغازيانو دالله اکبردويلو توان هم ندرلود، ځوانان په خولوکي غرک ؤ اوترآسونو دخولوچيني رواني وي.
دغه داوراووينوپه ډکرکي ځينی پښتني هم ليدلي کيدلي ،چابه تــــژوغازيانوته اوبه ورکولي چابه ګولي اوبارود ور رسول اوځينوبه دسرتيروغازيانو دتشجيع لپاره حماسي لنډي ويلي.
سرداره پخپله کلا کي وه، لس ښځي يې ګمارلي وي چي دغازيانو لپاره ډوډي پخه کړي، لمرلاسرته نه وراغلي چي دکال برج ته وختله اوغوښته يې چي دجنګ دډاګ ننداره وکړي ، که ګوري غازيان دپرنګيانو دتوپو اوتوپکو ډزودي ته اړايستلي دی چي شاسنګرونوته راترشاسي سرداري چي دغازيانو دابده ورځ وليدله ترتوان يې ووتل، دکلا غولي ته راغله وسله يي واخيسته، پوړني يي په غاړه واړاوه په ځغاسته يي ځان دجنګ ميدان ته ورساوه اوله باتوره غازيانو سره يي په مرسته پيل وکړ. لمر چي ترسرواوښت دپرنګيانودبخت کاسه نسکوره سول، اودکندهاردښار وخواته يي په تيښته پيل وکړ، مازديګرچي سرداره غازي خپلي کلا ته ستنيدل ديوه پرنګي افسر يو توپک اويو آس يي دغليمت په توګه ورسره ؤ، دسرداري په ولجه کي راوړي توپک تر ډيره وخته پوري دسردارجمعه خان په کورني کي ديو مقدس يادوګارپه توګه ساتل کيده اوديوي غازي پښتني دغيرته ډکه کارنامه يي شوله.
ددغي حماسي راوي حاجي محمد ابراحيم خان لودين دي چي تقر يباً په بغلان کي مړسويدی حاجي محمدابراهيم دسردارمحمدرفيق خان دکورني يودروند سپيږري ؤ،ده ماته وويل دسرداري غازي دغه حماسه دخاکر يز(۲) دمالا شکوراخند دکلي اوسيدونکي ملامير يحي نظم کړي ده، دحاجي محمدابراهيم اکا ټونظم نه وپه ياد، دري بنده چي يي په حافظه ؤ، ماځيني وليکل هغه دادي:
راووته سرداره له کلاپه نيت دجنګ
نازيږه په ميونده!
دي وويل: ماوليدي ګولي دپرنګيانو
مرګي دي دغازيانو
ځوانان دي چي رژيږي دوطن پرنام وننګ
ويداع اخلي له ژونده
دي وويل: ماوليدي سري ويني دي بهيږي
ځوانان دي قتل کيږي
لښکردپرنګي راځي ميدان ته په غورځنګ
بيليږي هارله قنده
دې وويل: ماوليده غازيان دکندهار
تپيږي وارپه وار
ځوانان رغړي په وينوکي له لاسه دپرنګ
پرنګ تپ کي خاونده !


تاسي ويني ددغي ملی حماسې له غاړه ګی څخه څومرغلري لويدلي دي، که له چاسره خوندي وي هيله ده چي ددي له وياړه ډکي په بشپړه ولوکي خپله پيرزوينه له موږونه سپموي.
(۱) دکندهار دښاره چي کومه لويه لار دهلمند غاړي ته ځي، کشک رخد ياکشک رخج يي (چي اوس په عاميانه تلفظ کشک نخود بلل کيږي) دکشک رخد څخه (۱۲) کيلومتره ليري دشمال شرق خواته دميوند دغزاتاريخي ډاک پروت دي، ددغه ډاګ په يوه ګوښه کي دميونددسپيځلو شهيدانو له برم اوبرکته ډکه هدره واقع ده ،ددغي هديري ختيځ لورته د(۱۰۰) متروپه اندازه ليري دخواجه احمد ميوندي (۴۲۴ ه.ق مړ) ګمبته ولاړه ده ،خواجه بزرګ شمس الکفات احمد بن حسن ميوندي (ميمندي) (رح) (۱۸)کاله ديمين الدوله سلطان محمود غزنوي (رح) (۳۸۷-۴۲۱ ه ق) وزير اودري کاله يي دنوم وړي سلطان محمود غازي دزوي لومړي سلطان مصعود (۴۲۱-۴۳۲ ه.ق) وزارت کړيدي.
(۲) دخاکر يزدره دکندهارشمال غرب خواته واقع ده، دغه دره دشمال شرق څخه جنوب غرب خواته غځيدلي ده ،دخاکر يز ددري جونوبي جوله دميوند دري ته وزي، دکشک نخود روددخاکر يزپه دره کی تيرسويدي.


ماخذونه (سرچيني)



دښوونی او روزنی رياست (رڼا) مجله (۱۳۸۷) کال پرله پسی (۲۱) گڼه مخونه ۳۵۳۶ مخ -
 دملالۍ علۍ ليسی داتم الف ټولگی دزده کونکي مقاله چې نوم يي نه دی ليکلی ولی چې هغی ته خپل پلاردامضمون ليکــــــــــــــــــــــــلی دی. مخ -
دملالۍ ميوند په هکله داستادبســم الله خان سره دعبدالاحد (نهضتمــل) مرکه د ســــــوال اوجـــــــــواب په ډول: مخ -
 ښوونځی لمړی کال پنځمه گڼه ـــــــ د(۱۳۸۷) لمريز کال سلواغه او کب ــ (۶۰) مخ مخ-
- بينوا،عبدالروف،پښتني مرمني ، کابل،١٣٢٢کال١٥٩-١٦٠مخونه
-معصومه عصمتى (محقق):موقف ونکش زبان افغان ازاواخرقرن هژده الى اخير قرن نوزده دافغانستان د علومو اکاډمى ، داجتماعى علومو مرکز، ١٣٦٥ه .ش -٩٣-٩٥مخونه.
-زلمى، محمدولى، زموږ غازيان، دافغانستان دعلومواکاډمى، ١٣٦٨ه . ش کال ١٣٦ مخ
- غبار، ميرغلام محمد، افغانستان درمسيرتاريخ ، موسسه چاپ قــــتب ، کابل، ١٣٤٦ ه . ش ، ٦٣٨ مخ.

-دملالـــــۍ په باب نوي تحقيق: ليکوال احــــ-مد صميم
دبينوافرهنگې ټولنی دوی مياشتی ناپييلی خپرونه، دريم کال شپږمه گڼه، پرله پسی اتلسمه گڼه (۱۳۸۴) کال (چنگاښ، زمری) ښکلا (۳۲)-(۳۳) -مخ
-
ماخذ: د (١١) لسم ټولگى پښتودرسى کتاب (١٣٨٦) لمر يزکال وپوهنى وزارت دتالف رياست له خوا:
مخ (٣١)
 داکاډميسن کانديدښاغلي سيستاني، دميوند جګړه ؛ ملالۍ اوغازي سرداره .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery