مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سترملي مشر حاجي میرویس خان نیکه

میروېس خان نیکه(۱۶۷۳- ۱۷۱۵م) د شاه عالمخان هوتک او د نازو انا نامتو زوی وو

لیکوال :نوماند اکاډېمسین سیستاني
پښتو ژباړه : رحمت آریا

دمیرویس نیکه پاڅون دایران صفوی دولت پرضد(۱۷۰۹ز)

سریزه:

په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ ز کال کې په ایران کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې قندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پرکندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو (۱)

پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول.
د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهنه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړي.

ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه دشاه عالم خان هوتک زوی دکرم خان هوتک لمسئ په۱۶۷۳ زېږنده کال کي په کندهار کي زېږېدلی دی په قوم هوتک وو چي دغلزي دقبېلې یوه ستر پښه ګڼل کیږي چي زیاتره په کلات او کندهار کي مېشت دي او دهغه غیرتمنه مور نازو اناوه چي دسلطان ملخي توخي لور وه (توخي هم دغلزي له پښته یوه پښه ده چي زیاتره په زابل کي مېشت دي . دمیرویس خان نیکه درې وړونه وه چي عبدالعزیز خان ، عبدالقادر خان او یحیی خان نومیدل . همدا راز الحاج میرویس خان نیکه دجعفرخان ابدالي دپتمني لورچي خانزاده نومیده واده کړی وو او دژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ دسمبر ۱۷۱۵ زېږنده او۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږمیږ)په کندهار کي له دې فاني نړۍ وکوچید .

نامتو ایرانی پوه داکټر شفا لېکي چې: صفوي اسماعیل شاه خپل پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سنیانو له وژلو پيل کړ او کله چې مشهد ته را ورسېد نود هغه قـِزلباشو سرتیرو د پاچا د وېنې تویولو د تندې د ماتولو په پار په طبسین کې اته زره وگړي له چړو تېر کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه ، یو وراره ، اکا او خپل دوه زامن (محمد میرزا او امام قلي میرزا) ړانده کړل او خپل دریم ځای ناستی زوی (وصفي میرزا) یې په ډیرې سخت زړۍ وواژه. د هغه وروستـني زوی د ړندېدلو وسه نه درلودله اوځان وژنه یې وکړه. او په دې ډول د شاه عباس له پښته هېڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو.

د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ.
د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطي) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. (۲)

د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثماني ترکېې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. (۴)

دکندهار په کوکران کي دستر ملي مبارز الحاج میرویس خان نیکه مزار

لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د درباریانو په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تیرغمالي او ناتار او د روانو قوانېنو نه پلي کولو، د غیر شېعه ډلو پر وړاندې د شېعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې مالېې او د وروسته پاتې مالېې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتې کار اخېستنه ټول ددې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سېمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړي.

نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخي - جغرافیوي ، اقتصادي او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلي احساسات ډیر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله.

د کندهار پر نېونې شخړه :

له هغې شېبې وروسته چې د کندهار د نېونې سکالو (موضوع) د ایران او هند د دولتونو تر منځ را برسیره شوه ، نو دواړه د ایران صفوي دولت او د مغولي هند د سترواکۍ سترواکان د کندهار د نېونې پر سر له یو بل سره په شخړو کې را پرېوتل او څو څو ځله شاه جهان او عالمگیر د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرۍ پردغې سېمې را تاو کړې. په ۱۵۲۰ ز کال کې مخکې لدې چې بابـُرد هند پر لور خپلې لښکرې سمې کړې نو د لومړي ځل لپاره یې کندهار ونېو او خپل زوی کامران مېرزا یې د هغه ځای د حکومت واکمن و ټاکه. خو د ډیرې لنډې مودې له تېرېدلو وروسته صفوي سام مېرزا (د هرات واکمن) په همدغه کال( ۱۵۲۰ ز) کې د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرې سمبال کړې او دغه ښار یې کلابندي کړ. خو کامران مېرزا د سام مېرزا پر وړاندې مقاومت وکړ او د سام مېرزا کلابندي یې ور ماته کړه او سام مېرزا اړ شو چې په شاشي ،سیستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته هرات ته ستون شو (۴) . خو د بابـُر زوی او ځای ناستي همایون، صفوي دولت ته د صفوي دولت له هغې مرستې څخه چې د افغاني سورویانو له لاسه یې د ډیلي پاچاهي بیرته نېولی وو په ۱۵۴۴ ز کې کندهاریې ایران ته ورکړ. د شهزاد گي مـُراد تر سروالۍ لاندې صفوي لښکرو قندهار په لاس کې واخیست خو دغه شهزادگی یو کال وروسته په کندهار کې ومړ او همایون کندهار بیرم خان ته وسپاره او د ایران لښکر یې رخصت کړ (۱۵۴۵ ز). خو د صفوي دولت له زړه څخه د کندهار د دولت هېله هېڅکله ونه وتله او یو ځل بیا یې د هغه د نېولو لپاره لښکر ور ولېږه.

په ۱۵۵۶ ز = ۹۶۴ ق کې لومړي شاه طهاسب کندهار له هندي مغولو څخه ونېو خو د هند پاچا اکبر هغه ځای بېرته د ایران له منگولو را خپل کړ. لومړي شاه عباس ، په ۱۶۲۲ ز = ۱۰۳۲ ق دغه ولایت د هند له سترواک جهانگیر څخه ونېو ، خو شپاړلس کاله وروسته (۱۶۳۸ ز) جهانگیر بېرته دغه ځای ونېو. په ۱۶۴۸ ز (۱۰۵۸ ق ) کې دویم شاه عباس د خپلو پنځوس زرو سرتیرو پر مټ یو ځل بیا دغه ولایت ونېو او دا ځل یې بـُست او زمېنداوَر هم د واکمنۍ په لمنه کې را گډ کړل. صفوي شاه د مهراب خان تر مشرۍ لاندې خپل لس زره سرتیري په کندهار کې پرېښودل او د فراه او هرات له لارې مشهد او بیا اصفهان ته ستون شو. له هغه وروسته تر ۶۰ کالو (تر ۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ ق پورې) کندهار د ایراني صفویانو په لاس کې پاتې شو او هندي پاچایانو ونه شوای کولای چې پر دغه ولایت بر لاسي شي (۵). په دې توگه له ۱۵۲۰ ز تر ۱۷۰۹ ز پورې کندهار تر پنځوسو کالو د هندي پاچایانو او تر یو سلو شلو کالو پورې د ایران د صفوي دولت په ولکه کې را گېر پاتې شو.

د کندهار د ښاراو د ټول ولایت د نېولو لپاره هندي او ایراني دولتونو د افغاني توکمونو او ټبرونو همکارې او همغاړۍ ته اړ ول نو له دې امله شک اوشوپیان نسته چې د خپلې موخې د تر سره کېدلو لپاره یې لومړی د افغاني ټبرونو مشران د بډې او ډالېو، د وړیا ځمکواو (آړوتو یا شرطي ځمکو) او نورو توپیرپالو برلاسېو د ورکړې له لارې ځانته را لېواله ول او بیا به یې د هغوی پر ځمکو لښکرې ور وځغلولې . په دغه اکر یا حالت کې د واکمنۍ د تــَلې پله د دواړو سیالو ډلو په گټه را تاوېدله او سوبمنو دولتي واکمنانو به د توکمونو همغږي مشران تر پالنې لاندې ونېول او مخالف توکمونه به یې تر هغه و ټکول او و به یې زبېښل چې له خپل پلرني ټاټوبي څخه کډوال کېدلو ته اړ کېدل . لدې لارې به یې د خپلې واکمنۍ د غځولو او دوام لپاره د افغاني توکمونو په منځ کې د بېلتون پالنې پر اور نورې خځلې او تیل ور واچول او اور لړونې به یې ورته وواهه . په خواشېنۍ کله چې د افغاني توکمونو مشران د هند یا ایران د پياوړو دولتونو تر پام او پالنې لاندې راتلل، نو په ناپوهۍ به یې د بیلتون پالنې په تبر خپلې رېښې ووهلی او په سر کې یې د خپل خېل او ټبر چاڼـَونې ته مټې را بډ وهلې دي.

ستر ملي مبارز الحاج میرویس خان نیکه 

سدوزي دولت خان کله چې د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه ترغزني او له غزني د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوي واکمن پر وړاندې سرغړاونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ ( چې مخکې مو ورته گوته ونېوله) خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی حیات سلطان دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پرسر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالي ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای ملتان ته په کډوال کېدنې اړ شو (۶) سدوزي دولت خان ښایي د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ،خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوي بیگلربیگي اغیزه د کندهار د پوځي کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه.
فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزي دولت خان سرغړاوی بولي او لېکې : د صفوي د لړۍ وروستنی پاچا شاه حسین چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهت ډه ډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعېف النفس او خرافاتي سړی وو. د هغه د دربار لوړپوړو چارواکو له یو بل سره سیالي کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د دولت اغیزه په مرکز او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالي د ټـبر راهېټ یا کلانتر(ښاروال) سدوزي دولت خان چې د سدو خان (د دغه توکم یو مشر) له پښته وو د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سېمې کې اکر یا حالت خړپړشو. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گئورگى و ختنک په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجي چې په تاوتریخوالي ،پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان ، بیگلر بیگي یا حاکم اعلی د درناو نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو اغیزمن مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدي او په کندهار کې د مرکزتر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلن سړی هم وو او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو سره د همغږۍ اومېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیرخان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږي د پاموړ و گرځاوه (۷)

هرگوره ، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتي پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرځورولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې شپې په نېمایي تور تم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته (د کندهارد ختېزپه ۳۰ مایلي واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پرځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره دباندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړکړ. رستم خان او محمد زمان خان د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ . او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زورد ارغسان له سېمې څخه ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې د هرات د ولایت او اسفزار په څېرمو سیمو کې خوره وره شوه او یو شمېر یې کـِرمان ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز
څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیري چې ټول د هغه هېوادوال گـُرجيان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډیر ناتار او تیرغمالۍ ( ظلم) څخه کار اخېست او د (پښتو تأریخ ) پروینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیري ، نه ځوان او نه ښځې هېڅ چا ښه ورځ نه درلودله (۹). له دې امله ورځ په ورځ د صفوي د واکمنۍ پر وړاندې د ناراضیانو شمېر زیاتېده. د دغو ناراضي کسانو په ډله کې یو پوه اودور اندېشه سړی د مېرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانېستله.

د مېرویس خان پوهه او کړنه

میروېس خان په ۱۶۷۳ ز کال کې زېږېدلی د شاه عالمخان هوتک او د (نازو انا) زوی وو او په دغه وخت کې پلارېې د غلزیو د توکم لارښود مشر وو اوله پوپلزیو سره د خپلوۍ له امله گڼې ابدالی هم بلل کېده. میرویس په خپلو سترگو او له ډیر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپیر پالنه لېدله. اوهم یې د سوداگرۍ د کسب له لارې لېدل چې په څه ډول د قندهارد بې سر او پایې سوداگریزې پانگې گټه بهرنیو جیبونوته ورتلله. همداشان هغه لېدل چې په کندهار کې پراته ۳۰ زره بهرني سرتیري باید د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه سي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د ایراني واکمنو د توپیرپالنې د بډیایۍ یا تکبر دروند پیټې هم پر اوږو یوسي. له دې امله مېرویس خان د توکم د خورو ورو ځواکونو یو والي ته لستوڼي را بډ وهل، بهرنۍ واکمني یې ړنگه او ملت یې د پردیو له مرییتوبه و ژغوره . د توکمونو خانانو لا مخکې هغه پیژانده او مېرویس یې په خپلو ډلو کې د ځان په څیر یو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خیرغوښتونکی ، دروند او سپیڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی وو او پر هغه یې ډاډ درلود. یوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د یوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله.
نوځکه مېرویس خان له مېرڅي سره د دوستۍ له لارې ور وړاندې کیږي او له سر زورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلا او مشورو، خـوَلې تویونې، د اداري چارو د سمبالتیا اود ټولو اداري چارو د واگو د لاس ته راوستلو له لارې گرگین یې دومره ځانته را نېږدې کړ چې گرگین هوتکي مېرویس د هغه د پوهې او ژورلېد او ځیرکوالي له امله د کندهار د ښار د راهیټ یا کلانتر په توگه و گوماره او دغه دریز په هغه وخت کې د نن ورځې د ښاروال له دریز سره برابر دی. د دغې دندې د تر سره کولو په ترڅ کې مېرویس خان د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډکې اړیکي وساتلې او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.

دهوتکي دور پلازمینه او د کندهاردزاړه ښار تاریخي کلا (دنارنج ماڼۍ )

خو وگړي د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلي ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوي شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او پدې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شي نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوي خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوي په دربار کې یې د دیوان بیگي دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار اود تورو تر سیوري لاندې د ایران دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل (۱۰۷) .
د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگري دربار ته نېږدې یوه زندان ته ولېږل (۱۰). مېرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلې وو پوه شو. نو مېرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر ولېدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بیکاره، بډي خوړونکو او خرافاتي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چار واکو، خانانو او ملایانو د ناتار اود ملاماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دي. مېرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملي یو والی لومړنی آړ یا شرط دی ، له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سېمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول (۱۱)
کروسینسکي یو لهستاني یا پولندي کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وواو هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندي کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکي د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه لېکلي دي: مېرویس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی اوغاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې را ټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډیروالي له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې را وغوښت ،د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پرمخ ور پرانیستلې (۱۲)

کروسېنسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د مېرویس خان په اړه لیکي : مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو ، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړي. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ..... شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د پلاز یا تخت له وزیرانو سره یې د زړه خواله و موندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه و کولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي(۱۳). وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه.

خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل:
له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوي چې رعیت یې گرځېدلي یو. له شماره وتلی ناتاراوتیري کوي او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیري گر، ناتارگر، برماڼو او وحشي دي پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ناموس ته لاسونه را اوږدوي. میړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوشنیان په بلوسني یا غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځمني د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږي؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. .... د خبرو رېښتنوالي ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـﺊ چې پر خپل کار پوه شو (۱۴). په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبي پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه.

د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلي ول چې : که یو مسلمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی (۱۵)
مېرویس خان له دغې مذهبي فتوی سره چې یو پياوړي لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسین او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین مخالفینو د پاچا په غوږونو کې څڅولي ول چې مېرویس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لري او پاچا د خپل استازي په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا مېرویس خان د کندهارد راهېټ یا ښاروال (کلانتر) په توگه دیوه فرمان د لېږلوله لارې وټاکه او د ډالېو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه و پنځاوه او درناوی یې وکړ. مېرویس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره وغوړاوه له هغوی سره به یې د ایران په دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبي پوهانو فتوی یې ورته د یوه پیاوړي لاسوندي په توگه ور ښکاره کوله. مېرویس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحاني ملایانو پر یووالي او یو موټي توب ټینگار کاوه او ټول یې په کندهار کې د یوه ولسي پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کښېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړي د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د مېرویس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه ایښودله (۱۶). مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوي دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې (په صفوي دربارکې یې د دیوان بیگي دریز درلود) د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والي ټېنگې کړې.

په مانجه کې جرگه او د پاڅون پیل :

کله چې مېرویس خان کندهار ته را ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه (۱۷). له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو (۱۸). له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکېوالي سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شمېره راټېټه کړي.
ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایي شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) (۱۹)

مېرویس خان ، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی

مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي. (۲۰) د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ. سیدجمال الدین افغاني د [البیان فی التأریخ افغان] دبشپړېزې برخې په پای کې لیکي چې صفوي دربار خپل استازی محمد جامي خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازي د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پياوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړي. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کوﺉ چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شي؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوي چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کوﺉ. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندي کړﺉ. (۲۱) پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والي محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازي ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځي که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړي ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریي نه شي کېدلای ، قهرژليو زمریو ځنځیرونه شلولي او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږي. (۲۲) او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوي دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازي د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږي. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتي ځواک را واستول شي په هرات کې مېشت ایراني لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومي. مېرویس خان له پینځه زرو ولسي جنگیالیو سره د صفوي ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوي لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. (۱۷۱۰ ز).

ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول (۲۳).

د مېرویس خان پر لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته ، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت (۲۴). صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده (۲۵) .

مېرویس خان یو ستر ولسي ، جگړیال او مبارز شخصیت وو او له سیاسی اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو ،او دواکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبروو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې (۲۶) او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي:

برسرمرقدما چون گذرى همت خواه
که زيارتگه مردان جهان خواهد بود

اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي .

افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـﺊ او مېرڅي ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي. (۲۷). د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو (۲۸). له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي (۲۹). بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو.

اخځونه او لمنلېکونه

١-حبيبى، تاريخ مختصر افغانستان ، پ ١٩٥ -١٩٩، غبار، افغانستان در مسيرتاريخ، پ ٢٨٢
۲-پس از١٤٠٠سال ټوک ٢،پاڼې، ٧٤٢، ٧٤٣، ٧٤٩،٧٥١،٧٥٥
۳- لکهارت، انقراض سلسله صفويه ، پ ١٤٦
۴- غبار ، افغانستان در مسيرتاريخ ، ټوک١ ، پ ٢٩٤-٢٩٥
٥ - لکهارت، انقراض سلسله صفويه، پ٩٥ ح
۶- حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان، ابداليان پ ٢٣٥
۷- فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخير، ټوک ١، پ ٧٥
۸- ميرغلام محمدغبار، احمدشاه بابا، دویم چاپ ، پېښاور ١٣٧٨، پ ١١
۹- قاضى عطاءالله - دپښتنو تاريخ، ټوک ١ پ ٥٦ د حربي پوهنتون چاپ ١٣٥٦
۱۰- ايران ، کلده وشوش، تأليف د میرمن ژان ديولافوا، او شواليه لژيون دونور، پاريس١٨٨٧، د على محمدفره وشى ژباړه ، د تهران دپوهنتون چاپ ١٣٧١ ش ،پ ٢٥٦
۱۱- غبار، ص ٣١٨، تاريخ قاضى عطاءالله خان ټوک ١ پ ٥٦-٥٧، ملسون، تاريخ افغانستان، د منشى احمد‌جان ژباړه پ ٢٠٦-٢٠٩
۱۲- تاريخ سياح مسيحى، تحشيه او تعليق فقيرمحمد خيرخواه . ١٣٦٣ کابل،پ ١٨
۱۳-سقوط اصفهان، بروايت کروسنيسکى ،بیا لېکنه د سيد جواد طباطبائى، پ٣١- ٣٢،چاپ ١٣٨٢ ش
۱۴- کروسينسکى ، تاريخ سياح مسيحى،د فقيرمحمدخيرخواه پر اهتمام، پ ٢١
۱۵- سقوط اصفهان، بروايت کروسنيسکى ، پ ٣٢
۱۶- سقوط اصفهان ، بروايت کروسنيسکى ، پ ٣٣
۱۷- حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان ، د پښاور چاپ، پ ٢٤٣
۱۸- حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان ، پ۲۴۴
۱۹- غبار، افغانستان در مسير تاريخ پ ٣١٨-٣١٩، پرتله دې شي د ،قاضى عطاءاﷲ ، دپښتنو تأریخ، ټوک ١، پ ٥٥
۲۰-حبيبى، تاريخ مختصر افغانستان، ټوک ٢، پ ٧٣، هوتکى‌ها، د عبدالرئوف بينوا چاپ ١٣٣٥، پ ٤٤
۲۱- سيدجمال الدين افغان، تتمه البيان فى التاريخ افغان، د محمدامين خوگيانى ژباړه، ١٣١٨، کابل، پ ١٩-٢٠، دغه وینا ميرزا ملکم خان هم د خپلې لېکنې د ايران په تأریخ کې راوړې او ارواښاد حبيبى هغه په مختصرافغانستان په ٢٤٥را نقل کړېده.
۲۲- تاريخ مختصر افغانستان ، پ ٢٤٦
۲۳- حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان پ ٢٤٦
۲۴- سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکى ، پ ٢٠
۲۵- غبار، پ ٣٢٠ پرتله دې شي له : تاريخ افغانستان از ملسون، د پیښاور چاپ پ ٢١٠
۲۶-غبار ، هماغه ځای ، پ ٣٢٠
۲۷- کروسينسکى ،هماغه ځای، پ ٢٨
۲۸- هوتکى‌ها د عبدالروف بينوا طبع ١٣٣٥ پ ٧٩، غبار پ ٢٢٣.
۲۹- کروسينسکى، پ ٢٨-٢٩
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery