مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افغان شاه محمود  - د اصفهان بریمن

شاه محمود هوتک (۱۶۹۷ -۱۷۲۵)

نوماند اکاډمیسین سیستانی
ژباړه: رحمت آریا
د ژباړې نېټه: اکتوبر۲۰۰۸

د افغان شاه محمود پاڅون او د ایران د صفوي دولت پرځېدنه *


د بنسټېزو سرچېنو پېژندنه :

مخکې له دې چې د شاه محمود او د هغه د لښکر د روحي او فزیکي اکربکریا وضعې د پېژندنې او پراصفهان د افغانانو د یرغل د اړوندولاملونو په تړاو د تنگ الواکو او له تعصبه اغیزمنو ایراني یا افغاني سرچینو ته مخه کړو، ښه به دا وي چې د افغاني لښکر له پلوه د اصفهان د کلابندۍ په دوره کې د اروپایانو یادښت لیکونه او د سترگو لېدلی حال په پام کې ونیسو چې په هغو شپو ورځو کې په همدغه ښار کې ول او د اصفهان د ښاریانو او د ایران د دولتي چارواکو تدابیر او د هغه ځای د وگړو او د ایران ددولتي چارواکو په وړاندې یې د افغانانو چال چلند په سترگو لیدلی اوخپل ورمنډ یا قضاوت یې پرته له هېوادپالنې او ملي یا مذهبي لیوالتیا په بې پرې توگه لیکلی دی. په دې اړه له تاریخي ارزښته ډک آثاردلته او هلته شته چې زموږ د څیړنې وړ له سکالو سره ډیره مرسته کوي. لومړی د " مسحیي سیلانی تأریخ" دی چې د کروسينسکي :J. T. Krusinske په نامه د یوه پولندي کشیش لېکنه ده چې د " لېدن لېک/ بصیرت نامه" او یا "پانیات لېک /عبرت نامه" تر نامه لاندی هم ژباړل شوې ده.کروسینسکي ۲۰ کاله په ایران کې ژوند کړی او د اصفهان د کلابندۍ په کړکیچنوشپو او ورځو او د هغه ښار د نیونې پر مهال هلته وو او د ۱۷۲۵زکال د جون ترمېاشتې پورې یعنې د شاه اشرف افغان د واکمنۍ او د واک پرگدۍ د کښیناستلو په شپوورځو کې تر څو اونیو پورې په اصفهان کې وو اونوموړی د خپل مخـَورتوب له امله د پاچا سلطان حسین په دربار کې منل کېده اوهم یې له افغان محمود سره تگ او راتگ درلود اود هغو شپو ورځو له اکربکر"حالت" څخه ښه خبروو. له دې امله د کروسینسکي لېکنې د هغه د سترگو د لېدلي حال د رښتونولۍ پرستنو ولاړې دي. عبدالرزاق مفتون دنبلي تبریزي د کروسینسکي کتاب له تــُورکي متن څخه چې " د افغانانو د پاڅون اوڅرگندېدا او د صفوي دولت د نړېدنې په اړه د سیلاني تأریخ" نومیږي د " لېدن لېک/ بصیرت نامه" تر نامه لاندې ژباړلی دی (۱). دغه کتاب په پاړسي ژبه برسیره په تورکي، فرانسوي، انگریزي او لاتین ژبو هم را ژباړل شوی چې د ایران پیژندنې پوهانو، څیړونکو او پلټونکو ورڅخه گټه اخیستې ده. د مسیحي سیلاني رساله پرکال ۱۳۲۵ لمریزکې په تهران کې د تأریخي څیړنو " بررسي های تأریخي" د مجلې " په ۴ او ۵ گڼو" کې خپره شوې او پرکال ۱۳۵۲لمریز کې ښاغلي ډاکټر اسماعیل رضوي په تهران کې دغه رساله ټوله د یوه کتاب گوټي په بڼه کې خپره کړه. په افغانستان کې هم پرکال ۱۳۶۳لمریزکې ددغې لېکنې پاړسي متن یو ځل بیا په ځانگړې پسولنۍ او ښکلا راخپره شوه. پرکال ۱۳۸۲لمریزکې د " په تهران کې اوسنې کتن بڼه / نگاه معاصردرتهران" څېړندویې مؤوسسې په تهران کې د سید جواد طبا طبایي په هڅې د کروسینسکي رساله له سره لېکلې او په هغې کې د " دوسرسو" په نامه د یوه فرانسوي کشیش لېدنگ بڼې او نظریات هم ورزیات شوي دي.

دویم دروند اوپیاوړی اثر د " صفویه د لړۍ نړېدنه او په ایران کې د افاغنه د دور نېواک/ انقراض صفویه و ایام استیلای افاغنه در ایران" تر نامه لاندې د انگریزي لارنس لکهارت دی چې د لومړي لاس له سرچینو څخه په گټه اخیستنې د اصفهان د کلابندۍ په وخت کې په هند کې د ختیزهند د انگریزي کمپنۍ ، هالند او د فرانسې د کونسل په اړه د سیلانیانو د گزارشونو او د نورو اروپایي او ایراني سرچینو له مخې د عملي شننو په ترڅ کې د تأریخ لېکلو د ډیرې ښې تگلارې په راخپلولو یې لیکلی دی. (۲) دغه کتاب د لومړي ځل لپاره د مصطفی قلي عـِماد له پلوه ژباړل شوی او پرکال ۱۳۴۳لمریزکې په تهران کې خپور شوی او بیا د ډاکټراسماعیل دولت شاهي له پلوه هم وژباړل شو او پرکال ۱۳۴۴لمریزکې په تهران کې چاپخونې ته ولیږل شو. د عماد ژباړه پرکال ۱۳۶۴لمریزکې له سره خپره شوه او ما (لېکوال) هم له همدغې بڼې ډیره گټه را اخیستې ده. په دې اړه دریم گټوراو مهم اثر " د اصفهان پرپلاز افغان شاه اشرف / اشرف افغان برتختگاه اصفهان" تر نامه لاندې د ډاکټرفلوردی چې هغه یې د اصفهان د پرځېدنې په شپو ورځو کې په ایران کې د هالند د ختیزهند د کمپنۍ د استازیو د ورځنیو یادښت لېکونو له مخې لېکلی دی. په دغه اثر کې د ایران د ښمنانو په وړاندې د شاه اشرف د جگړو په ځانگړې توگه د روسیې او عثماني په اړه گټورسکالو راغبرگ شوي دي.

دیادَونې وړ ده چې په دغو درو اثارو کې د افغانستان د ولسي او ملي غورځنگونو د تأریخ په ځانگړې توگه د هوتکیانو د غورځنگ په اړه ډیر اړین او د لوستلو وړ سکالو رانغاړل شوي او څرگنده نه ده چې ولې افغان تأریخ لیکونکو هغو ته لږ پاملرنه کړې اوان د (افغانستان په پینځه پیړیوکې/افغانستان در پنج قرن اخیر) پوه لیکوال هم له دغه کتابه په ځغلنده او سرسري توگه را تیر شوی دی. حال دا چې په دغو دوه ووآثارو کې د افغانانو د رمبکوالي یا دسپلین، پوځي سبمالنې او نظم، ساده گۍ او د لښکر د جنگیالو د مـاړو سترگو، جامو، د افغانانو د ښځو د سرو زرو، د هغوی مخونه او سپیڅلتیا او د شاه محمود هوتک د حکومت چال چلند، د شاه اشرف هوتک د خوی اورغښت، له یرغمل نیول شویوکسانو اود ایران له ولس او د ایران د ټولنیزو پاړکو او طبقو په وړاندې د هوتکیانو چال چلند او پرصفوي دولت باندې د هغوی د بریا او بیا له ایرانانیو څخه د هغوی د ماتې خوړلو د لاملونو نښې نښانې په سترگو کیږي.

پراصفهان د بري ترپولي پورې مخ په وړاندې:

شاه محمود (۱۷۱۶ � ۱۷۲۵ز) د میرویس خان هوتک زوی یو پیاوړی ځوان او زړور جنگیالی وو خو هغه د پلار ژورلید، تجربه او تدبیر نه درلود ځکه چې د واکمنۍ د پلاز د کښینستلو پر مهال ۱۸ کلن وو او د پلار دغو ځانگړتیاوو ته د رسیدنې لپاره یې ډیر وخت ته اړتیا درلودله خو په خواشینې چې د درندې پازوالۍ یا مسوؤلیت پیټي او لږې تجربې د هغه ژوند ورلنډ کړ ان دا چې لا له دیرش کالو یې نورهم ورلنډ کړ.

د کروسینسکي د لېکنې پربنسټ شاه محمود افغان د ایران په اړه خپل لومړني مالومات او د صفوي د دولت د چارواکو په منځ کې د کورنیو شخړو اود سیالېو د اخ و ډب په اړه خبرې د خپل پلار له خولې ان کله چې پلار یې خپل سر د مړینې پربالښت ایښی وو، اوریدلی او له همدې امله یې په خپل سرکې د ایران تر زړه پورې د پرمختگ هیله را غوړولې وه. (۳) د هرات د ابدالیانو او د کندهار د غلزیو له لاسه د صفوي لښکر د پرله پسې ماتو له لړۍ وروسته هغه په دې پوهېدلی وو چې د ایران اکربکردې چمتو دی چې هر زړور سړی که وغواړي نو پرایران د یوه پرېکنده او له بریا ډک برید له لارې کولای شي ایران ونیسي. له دې امله هغه د ۱۷۱۹ز کال په دوبي کې د یوه لښکر په سر مشرۍ کې چې د لکهارت ۱۱۰۰۰ ښودلی دی له کندهاره په دې پلمې را ووت چې گڼې له ابدالیانو سره د جگړې په موخه راوتلی دی. خو کله چې دلارام ته را ورسید نو د لښکر واگه یې د سیستان پر لور را تاو او دهغه ولایت له نیولو وروسته یې کرمان ته مخه کړه. د کرمان او سیستان ترمنځ د " کویرلوت" د بې وښو او اوبو له سوځنده دښتې څخه د تیریدا پرمهال د محمود لښکر ډیر تاوان ولېد. کله چې کرمان ته ورسید د هغه ځای واکمن پرته له جگړې ښار ور پرېښود او اصفهان ته وتښتېد. له دې امله کرمان پرته له جگړې او تاوانه د شاه محمود په منگولو کې را پریوت او تر ۹ مېاشتو پورې یې هلته واکمني وکړه. یو ځل صفوي دولت د محمدقلي بیک تر مشرۍ لاندې ۹۰۰۰ جنگیالي له افغان لښکر سره د جگړې لپاره راولیږل. خو د صفوي دولت دغه لښکر د شاه محمود د ځواک له لاسه کلکه ماته وخوړله. شاه محمود سلطان بیجن لکزی د خپل ځای ناستي په توگه ټاکلی وو خو په کندهار کې د سلطان بیجن لکزي او ملک جعفرسیساتي پاڅون د اصفهان په لور د شاه محمود په پرمختگ کې خنډ رامنځ ته کړ او محمود په بیړه ځان کندهار ته را ورساوه او د پاڅون د مشرانو په اعدامولو یې د کندهار ټیکاو او امنیت یې راټینگ کړ (۴).

لکهارت د هغو کسانو اند توگه یا نظر چې وایي گڼې د قزلباشو سرلښکر لطفعلي خان داغستاني کرمان ته ولاړ او محمود یې له ماتې سره مخامخ کړ او له امله یې محمود له خپلو لښکریانو سره له کرمان څخه په شا شو په پریکنده او څرگنده توگه غندي او هغه د لطف علي خان له ا َوتو بـَوتو ډکې اپلاتې بولې. د مجمع التواریخ کتاب لطف علي خان " ډارن، بې تدبیره، له پرتمه لیرې او ژرپرغزی " ژر په قهریدونکی" (۵) بللی دی.

په دې توگه لطف علیخان یو بیوړه "بې کفایته" او بیرن سر لښکر بلل شوی او سره له دې چې د محمد قلي بیک قزویني تر مشرۍ لاندې یې د محمود پر وړاندې کرمان ته یو ۹۰۰۰ کسیز لښکر راولیږه خو خپله یې هېڅ ډول ونډه نه درلودله او هغه ځواک هم په آسانۍ ور دړې وړې شو.

هرگوره، شاه محمود تر دوه وو کالو پورې په کندهار کې تم شو او خپل ځواک یې پرایران باندې د یوه پرېکنده برېد لپاره راچمتو کړ. هغه په ۱۱۳۴ هجري (۱۷۲۲ � ۱۷۲۱ ز) کال کې پر اصفهان د سوبې په موخه له یوه پیاوړي او سمبال لښکر سره یو ځای له کندهاره را ووت او د ۱۷۲۱ز کال د اکتوبر په ۲۱ نېټې کرمان ته ورسید. د کرمان ښار یې پرته کومې ستونزې او خنډ ونیو، خو کرماني چارواکو د محمود د لښکرو پرمخ د خپل ارگ دروازې وتړلې او مقاومت یې را پیل کړ. یو ځل افغانانو د ارگ د نېواک په موخه د یوه بېباکه برید په ترڅ کې ډیرتاوانونه ولېدل خو بریالي نه شول نو ارگ یې را کلابند کړ. د کرمان چارواکي رستم محمد سعدلو چې د ارگ دفاعي استحکامات یې ښه راټینگ کړي ول په میړانه مقاومت وکړ او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې یې له مقاومته لاس وانه خیست. د ۱۷۲۲ زکال د جنورۍ په مېاشت کې رستم سعدلو مړ شو او د هغه ځای ناستی چې نه د ډگر او نه د جگړې سړی وو محمود ته د ډیرو پیسو د ورکړې له لارې سولې ته غاړه را کښېښودله. محمود پیسې ومنلې او پرېکړه یې وکړه چې د اصفهان پرلور خپل پرمختگ ته دوام ورکړي (۶).

په کرمان کې چې یوه بله پیښه د افغانانو په گټه رامنځته شوه د هغه ولایت د زرتشتیانو هملاری او ملاتړ وو. ځکه په هغه ولایت کې او د ایران په نورو ښارونو کې د ملایانو او د شیعه روحانیت د سپکاوۍ او د سپک گڼلود چال چلند له لاسه د زرتشتیانو اوبه تر ترخځه رااوښتې وې او له همدې امله د هر هغه گام ملاتړ یې کاوه چې د صفوي د رژیم پر رانسکورولو راڅرخېده. له دې امله زرتشتیانو د محمود ملاتړ هم په سر اوهم په درهم " پیسو" کاوه. محمود هم له دغه اکربکرڅخه په خپله گټه کارواخیست او دزرتشتیانو ملاتړ یې راخپل کړ.

شاه محمود هوتک د ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه زوی دشاه عالم خان هوتک لمسی دکرم خان هوتک کړوسی و - ننئ افغانستان ، پاکستان، ایران او ترکمنستان دنوموړي دپاچاهيد حکومت تر کنټرول لاندي ول

د محمود د لښکر په منځ کې د نصرالله په نامه چې " ړوند پاچا /کورسلطان" بلل کېده د سیستان له وگړو څخه یو پیاوړی اوبریالی زرتشتي بولندوی وو. نصرالله تل خپله کېڼه سترگه د رغښت اوعادت له مخې تړله نو له دې امله د ړانده سلطان " کورسلطان" په نامه پیژندل کېده. د افغاني لښکر په منځ کې د یوه زرتشتي شته والی سره له دې چې مذهبي گروهنیز اختلاف یې درلود په خپله د محمود افغان هوښیارۍ ته نغوته کوي او په بل اړخ کې د لښکر په سر مشرۍ او پوځي چارو کې د ړانده سلطان " کورسلطان" مېړانه او بې سارې زړورتیا راڅرگندوي. ښایي له شاه محمود خان څخه د کرمان د زرتشتیانو د هملارۍ او ملاتړیو لامل همدا وي. شاه محمود له کرمانه وروسته د یزد پر مخ و خوځېد او کله چې یزد ته ورسید د یزد وگړو د افغان لښکر پروړاندې مقاومت ته ملا را وتړله. محمود د یزد له کلا بندۍ لاس پر سر شو او د اصفهان پر مخ یې ودرومل. د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په لومړیو کې افغان سرتیري د اصفهان ه ۲۰ کیلومترۍ ته نیږدې ، گلناباد ته ورسیدل. تر دغه ځایه د افغان د ځواکونو د مخنیوۍ لپاره د ایران د دولت له لورې هېڅ ډول ټینگ مقاومت نه وو تر سره شوی.

د گلناباد نښته، برخلېک جوړوونکې جگړه:

د شاه محمود د لښکر د سرتیرو په اړه د تأریخ پوهانو ویناوې او روایتونه هم توپیر لري. یو شمیر تأریخ پوهانو د هغه د سرتیرو شمیره ۸ زره، ځینو ۲۸ زره او نورو یې له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې ښودلې ده. کولای شو د محمود د سرتیرو د شمیرې په اړه چې دوه کاله مخکې تر کرمان پورې مخته راغلی وو او لکهارت د هغوی شمیره ۱۱۰۰۰ سپاره سرتیري ښوولې را اټکل کړو اوښایي شاه محمود په کندهار کې د خپلې دوه کلنې تم کېدنې په ترڅ کې د ایران پرپلازمېنه د برېد لپاره د کندهار له وگړوڅخه یوه غټه شمیره او د کندهار له راچاپیره سیمو څخه د بلوڅانو او هزاره گانو یو شمیرجنگیالي راټول کړي وي او هغه انگیرنه چې دا ځل د محمود د جنگیالیو شمیره له لومړي ځل څخه زیاته وه رښتیا ته ډه ډه لگوي. (۷)

خو کروسینسکي وایي چې د اصفهان له کلابندۍ او سوبې وروسته له وژل شویو سرتیرو پرته د افغان سرتیرو شمیره ۲۰ زره وه. نوموړی د شاه محمود د دفاع د وزیر (ایشیک اقاسي) عبدالله له خولې وایي چې د اصفهان د کلابندۍ په وخت کې د افغاني لښکر شمیره څوارلس زره (پښتانه)، اته زره (هزاره) او څلورزره (بلوڅان) ول. خو لکهارت دغو بیلا بیلا شمیرو ته په کتنې وایي چې د محمود د لښکر شمیر دا ځل له ۱۸۰۰۰ سرتیرو څخه ډیر نه وو حال دا چې د اصفهان د ساتنې لپاره د ایران د صفوي دولت ۵۲ زره جگړې ته چمتو جنگیالي درلودل. لکهارت دغه ټکې ته لا پراختیا ورکوي او ټینگار کوي چې ښایي د ایران په زړه کې د دومره سرتیرو شمیره بس نه وه خو باید په یاد ولرو چې د افغانانو زړورتیا او د هغوی مذهبي شور او زوږ دغه تشه را ډَکــَوله. (۹)

فرانسوي څیړونکې او لرغون پیژندونکې میرمن (مادام) ژان دیولافوا چې په منځنیو پیړیو کې د ایران د ودانیو او د ودانۍ جوړلو د کارتوگې او تگلارې د څیړنې په موخه په ۱۸۸۱ز کال کې په اصفهان کې وه او ودانۍ یې له نیږدې لېدلې دي، پراصفهان د افغانانو د یرغل د یادَونې په ترڅ کې د صفوي د لښکرد سرتیرو شمیره چې په ښکلو جامو، ښو اسونو، زینونو او وسلو، واگو، د سپینو او سروزَرو په ځلاندو کرېبونو "رکابونو" سمبال ول ۶۰ زره او د افغان برېد کوونکو شمیره چې د تورې اوشلگرو له ځلا او پړق پرته یې بل څه نه درلودل ۲۰ زره ښودلې ده او زیاتوي چې د افغان لښکرملا په اوښانو بار سل خـُوله زنبورک توپونو را ټینگوله. (۱۰)

د ۱۷۲۲زکال د مارچ د مېاشتې پر اتمې نېټې د گلناباد په سیمه کې د افغاني لښکر پر وړاندې د صفوي د دولت د لښکر لومړنۍ برخلېک جوړونکې جگړه چې د پياوړو توپونو د اور په ملاتړ سمبال وو پيل شوه. د جگړې له پیلېدا مخکې هوتکي محمود له خپلو ځواکونو لېدنه وکړه او د شور او زوږ د ولولو په انگازو کې د یوې لنډې وینا په ترڅ کې یې هغوی ته وویل:" د ایران د پلازمېنې ناپایه پانگه په تاسې اړه لري او پوه شـی چې که په دغه جگړه کې له ځانه کمزوري را څرگنده کړی نو پرته له دې چې په وچو بیدیاوو کې له لوږې مړه سی بل څه به ستاسو په برخه نه وي او گبرانو (زرتشتیانو) ته یې هم وویل: که ایرانیان سوبمن شي نو یو تن به له تاسو څخه ژوندی پرېنږدي او ستاسو ټولو ستوني به له تورو او چړو راتیر کړي" (۱۱)

د افغاني لښکر په سرمشرۍ کې امان الله خان د یو شمیر جنگیالیوپه سر کې په ښي مورچل کې، نصرالله زرتشتي د یو شمیر افغان جنگیالیو په مشرۍ کې په کیڼ لاس کې او شاه محمود هوتکي د دغو دواړو ځواکونو په په زړه کې ودرېدل. له ایراني لورې رستم خان او د " حویزه" والي سید عبدالله د زرتشي نصرالله په وړاندې درېدلې ول. سر وزیر "اعتمادالدوله" محمد قلي خان د شاه محمود او د لرستان والي علیمردان خان د امان الله خان پر وړاندې ودرېدل. د مارچ په اتمې د ۴ بجو په شا او خوا کې د ایرانیانو له پلوه جگړه پیل شوه او د شپې په ۹ بجو پای ته ورسیدله. د جگړې د دواړو سیالولښکرو ټولیزجوړښت او د افغان د لښکر په پرتله د ایران د سرتیرو د زیادښت په پام کې نېولو سره داسې برېښېدله چې سوبه به د ایرانیانو په خوا وي خو وروسته له هغه چې د دواړو خواوو لښکرې له یو بل سره ونښتلې د لنډ وخت په ترڅ کې افغان جنگیالیو پرصفوي لښکرچې له پوځي نظم او سمبالښت څخه بې برخې وو خپله برلاسي راڅرگنده کړه.

د جگړې په ډگرکې د ایراني لښکر تر ټولو جنگیالي ځواک چې رستم خان یې مشري کوله ډیره میړانه را څرگندوله خو دغه زړور ځواک ټول د افغان جنگیالیو د تورو له خولو را تیر شو او د رستم خان اس د تېښتې په وخت کې پر ځمکه را پریوځي او همدا چې غواړي بیرته پر خپل اس را سپور شي د یوه افغان جنگلیالي د تورې تندر یې پر ککرۍ راپریوځي او ټول ځان یې د افغان جنگلیالو په شلگرو سوری سوری کیږي. علیمردان خان چې بختیاري او د کوه گیلویه د ملیشو مشري یې کوله هم د همدغسې وژونکو شلگرو تر درب لاندې راځي، ورورېې ووژل شو او په خپله ټینگ ټپي شو او پرځمکه راپریوت او که د هغه د ټبر وگړو نوموړی د جگړې له ډگره چې له ځانه یې وینې راڅڅېدلې نه وو لیرې کړی نو کټ مټ د رستم خان برخلېک به یې په برخه وو.

کله چې سروزیر" اعتمادالدوله" محمد قلي خان ولېدل چې د ایران د لښکر دوه څنډې له ماتې سره مخامخ شوې پرته له دې چې د هغوی مرستې ته را ودانگي خپلو سرتیرو ته یې د شا تگ بولنده ورکړه. افغانانو د صفوي ټول لښکر داسې په شا کړچې ان هغوی دخپلې توپخانې د په کار اچولو وسه او شیبه ونه موندله. یو تن اروپایي توپچې مخکې له دې چې د افغاني لښکر د سرتیرو داسونو ترپښو لاندې شي ، وکولای شول چې د درو توپونو ډزې وکړي او بیا وتښتي. قزلباش سرتیرو په را تښتېدلو واښو واڼو او ټپرا د جگړې له ډگره پښې دوه کړې او کله چې اصفهان ته ننوتل ان د ښار دروازې یې د سترگو په رپ کې په ځان پسې وتړلې او که افغان لښکر په هماغه شېبه کې د ایراني لښکر شا نیولې وای ښایي د اصفهان ښار پرته له مقاومته د افغانانو منگولو ته ورغلای وای او د اصفهان ښاریانو به د کلابندۍ او لوږې سختې شپې ورځې نه واې لېدلې. خو افغانان د خپلو ټپیانو او ولجې په راټولو بوخت شول او پرمخ ولا نه ړل. په دغه جگړه کې د ایران د لښکر د وژل شویو سرتیرو شمیر له ۵ تر ۶ زرو پورې ښودل شوې حال دا چې د ایرانیانیو په پرتله د افغانانو د وژل شویوسر تیرو شمیره یو پر لسمه ویل شوې ده. (۱۲)

یوه هالندي شرکت د ۱۷۲۲زکال د مارچ د لسمې نېټې په گزارش کې د افغان بریدگرو په وړاندې د صفوي دولت د سرتیرو د بې وسۍ له مخې په دې ډول پرده لیرې کړه :" نن موږ ته د ډاډ وړ سرچینو خبر راکړ چې منشي الممالک انگریزانو ته وویل: دا دې اوس هغه شېبه را رسېدلې چې تاسو د ایران د پاچا په وړاندې خپله رښتونې ملگرتیا د افغانانو په پرته له ځنډه ماتولو کې راڅرگنده کړی. د انگریز استازي ورته په ځواب کې وویل: په دغسې شېبې کې نه شي کولای خپله دوستي په زباد ورسوي ځکه چې هغه نه شي کولای له خپل استوگنځي څخه ساتنه وکړي ، دایران دوه څلویښت زره کسیزلښکر چې ونه شو کولای دداسې یوه ځواک په وړاندې ودریږي او ماته وخوري، نو دی به څنگه ودرېدلای شي؟ له مازیگر وروسته کله چې لمرپریوت موږ ته وویل شول چې قورچي باشي او ایشیک اقاسي باشي هم بیرته ښار ته راستانه شوي دي. ټولې هغه گنگوسې چې گڼې قللرآقاسي لا تر اوسه له افغانانو سره په جگړه کې راښکېل دی، درواغ وختلې." (۱۳)

د اصفهان را پرځېدنه او د ایران د صفوي ټـــَبـر د کمبلې ورټولېدل:

افغان لښکر د مارچ پر ۱۶ نېټې د اصفهان پر لور وخوځېد. جــُـلفا (*) د ارمني ټبر سیمه پرته له تاوانه د افغانانو گوتو ته راپریوتله. محمود پر ارمنیانو مالېه کېښودله چې په کال کې دوه ځله یې باید ورکړې وای، ویل کیږي چې له ارمنیانو څخه پینځوس نجونې تښتول شوې وې او کله چې محمود له هغوی خبرشو نو لارښوونه یې ورکړه چې هغوی دې د سترگو په رپ کې ورخوشې کړي او خپلې کورنیو ته دې ستنې شي. (۱۴)

د همدغې مېاشتې پر۱۶ او۱۷ د سلطان حسین د خوښې وړ پرتمینه ماڼۍ فرح آباد چې له اصفهانه دباندې او ښارته نیږدې آباته شوې وه د افغانانو گوتو ته ورغله. په ماڼې کې پینځه خــُوله توپونه ایښودل شوي دغه توپونه هم د افغانانو لاسونو ته ورغلل.

شاه محمود د فرح آباد ماڼۍ پراصفهان د خپل راتلونکي یرغل د تم کېدنې او بولندې د ځای ځایگي په توگه غوره کړه او د مارچ د مېاشتې پر شلمې نېټې افغانانو پر ښار برېد وکړ. د کروسینسکي د وینا پر بنسټ " محمود د نوي کال د ورځي " نو روز" د اختر په ورځ پر اصفهان برېد وکړ، خو دغه برېد بریالی نه وو د غبرگولې " فروردین" د مېاشتې په درېمې ددوشنبې په ورځ بیا برېد وشو او افغان سرتیري په شا وتمبول شول او خبر یې ورکړ چې خبرو اترو ته چمتو دي. له مخورو ارمنیانوڅخه یې وغوښتل چې له دولت سره دې د منځگړي په توگه ور وړاندې شي خو هغوی ونه منله او په پای کې افغانان دغې پایلې ته ورسیدل چې اصفهان پرته له کلابندۍ نه شي کولای له پښو را وغورځوي.

د غبرگولي او د چنگاښ " فروردین تر ادریبهشت" د مېاشتې تر نیماییو پورې د مرکزي حکومت لښکر او افغان سرتیرو په جـُلفا کې د اصفهان د پله په دواړو غاړو کې ډډې ووهلې او جگړه ونه شوه. محمود د ښار دننه خپل څارگر درلودل او د ایران ددربار او د صفوي د سرتیرو د اکربکر په اړه یې مالومات ترلاسه کول او د جگړې تیاریې نیوه. بیا یې وغوښتل چې د پلازمېنې پر لور ځانته لاره را پرانیزي خو د شا له لورې په شا وتمبول شو خو په دویم برېد کې له کوم مقاومت سره مخامخ نه شو ځکه چې د پله ساتونکي گرجي سرتیري په ډوب خوب کې بیده ول. جنگیالي د پله د ساتونکو له سره تیر شول او لاره یې د افغان لښکر سرتیرو ته پرانیستله. بیا یې خپل مورچلونه راټینگ کړل او له ښاره د وتلو ټولې لارې یې بندې کړې. تر دغې شېبې پورې گومان نه کېده چې گڼې افغان سرتیرې دې پر اصفهان برېد وکړي او له همدې امله یې د ښار د ملاتړ لپاره ډیره هڅه نه وه کړې خو کله چې پوه شول افغان لښکر له پله ور واوښت او ښار یې راکلابند کړ، نو هوښ یې په سر ورغی او هڅه یې وکړه چې د ښار د ساتلو لپاره لاره چاره وسنجوي." (۱۵)

له دې چې کلابندي بشپړه نه وه ولسي وگړو دا وسه نه درلودله چې د ښار له لوېدېزې سېمې څخه خوراکي توکي راورسوي. دغه کلابندي د اپریل په مېاشت کې بشپړه شوه او هېڅ چا له ښاره د وتلو او یا ښار ته د ننوتلو وسه نه درلودله. د اپریل په مېاشت کې او ان مخکې له هغې افغانانو د سولې او کرمان ته د بیرته تگ تکل کړی وو. په هماغو شپوورځو کې د پاچا په لارښوونې د حویزه د سیمې د خان له پلوه افغانانو ته یو لېک راغی چې له ترلاسه کړل شویو ولجو سره دې بیرته کندهار ته ستانه شي اوویلي یې ول له پاچا څخه به نورې پیسې هم واخلم او تاسو ته به درکړل شي. افغانان ددغه لېک په رسیدلو پوه شول چې شاه په بشپړه توگه بې وسې شوی او په ځواب کې یې ولېکل چې پاچا دې د ۵۰۰۰۰ زرو تومانو په ارزښت جهیز او د پاچا د لور لاس دې د شاه محمود په لاس کې کښیږدي، کرمان ، خراسان او سیستان دې هم محمود ته ورپریږدي. که سوله غواړې دا زموږ آړ یا شرط دی پرته له هغې له کلابندۍ څخه نه لاس پر سر کېږو. ایراني لورې ځواب ورکړ چې سني ته د شیعه د لور ورکړنگ ناشوني دی پاچا ان خپل شیعه رعیت ته خپله لور نه ورکوي. پاتې آړونه ستاسو منو. (۱۶)

کاشکې پاچا خپله لور په هماغو لومړیو کې محمود ته ورکړې وای ځکه وروسته یې همدغه وړاندیز په ټیټه غاړه په خپله وکړ او د اصفهان وگړو به د لوږې سختې شپې ورځې نه وې لېدلای او نه به مړه کېدل. د همدغه ځواب په اورېدلو افغانانو پریکړه وکړه چې د ښارکلابندي ته به د بري تروروستۍ پولې پورې دوام ورکوي.

کروسینسکي د اصفهان د کلابندۍ پر مهال د وگړو په اړه لیکي: " له درې مېاشتو کلابندۍ وروسته د اصفهان په ښار کې د اوښ او خره خوښه پلورل کېدله، په لنډ وخت کې د غوښې بیه لوړه شوه او یو خر په پینځوس تومانه پلورل کېده چې وروسته هغه هم نه موندل کېده.نو وگړو د پیشوگانو او سپیو د غوښو خوړل پیل کړل. د څلورمې مېاشتې په راتگ د انسان د خوښې خوړل پیل شول، پینځه تنه قصابان په دغه کار بوخت ول. یو تازه مړی مې ولېد چې ورَنونه یې ور پریکول او خوړل یې. د اصفهان وگړو عادت نه درلود چې په کلني ډول خوراکي توکي را زیرمه کړي او هر شی یې له بازاره پیرودل او هېڅکله د کلابندۍ په فکر کې نه ول. بیا خبره تر دې کچې راورسیدله چې د وني پوټکي به د هندي پتیو یا دارچیني په بیه په تول او وزن پلورل کېدل خلکو د ونو پوټکي په اونگ "هاون" کې ټکول او د زړو بوټانو پوستونه به یې راټولول او هغه به یې په اوبو کې خوټول او د هغه اوبه به یې څښلې او وگړې به په کوڅو او سړکونو کې را پریوتل او مړه کېدل. پیغلو نجونو او بې څښتنه میرمنو چې مخونه یې لمر نه وو لېدلې خپل سره زر پرسرنو گرځول ، چیغې او بوغارې به یې وهلې او مړې کېدلې چا د مړو شویو کسانو د ښخېدلو پروا نه کوله او ښار له مړیو ډک شو.." (۱۷) او د میرمن دوسرسو په وینا " یو شمیر کسانو په پټه د هغو (مړیو) غوښې پریکولې او خوړلې. ځینو کسانو د مړو شویو ماشومانو غوښې هم خوړلې او ان یوشمیر میندو خپل ماشومان خوړلي ول. په اصفهان کې اکربکر دومره ویروونکې وو چۍ چا مړي نه ښخول بلکه هغوی یې په کوڅو کې خوشې کول او خلک اړ ول چې د خوسا مړیو له سرونو واوړي ، راواوړي او په ډیر لږ وخت کې دا یوه ورځنۍ خبره شوه. د مړیو یوه غټه شمیره یې په زاینده رود کې واچوله او شمیر یې دومره ډیروو چې سیند ډک شو او خبره تر دې کچې راورسیدله چې تر یوه کاله د سیند اوبه د گټې اخیستنې وړ نه وې " (۱۸)

د دغه پولندي کشیش دغه وینا د صفوي دولت له مخه د کمزورۍ او بېوړي " بې کفایتي" او د ولس په وړاندې د هغه دولت د چارواکو د بې پروایۍ پړونی لیږې کوي. که د اړوندو چارو پازوالان او وزیران د ولس په فکر کې وای نو ښار به یې لږ تر لږه د یوه کال لپاره په خوراکي توکیو سمبال کړای وای او یا به یې خلک د کلابندې د پایلې له ویرو څخه خبرکړي وای چې هر چا د خپلې کورنۍ او اوژوند غم مخکې له مخکې خوړلای وای او لاره چاره یې سنجولې وای. خو په خواشینۍ دولتي وزیران او لوړپوړي چارواکي د ساده بډانگ او خرافاتي پاچا په ستر گو کې د خپلو سیالانو د راپرځولو او د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت ول او هېڅکله د ایران د وگړو په فکر کې نه ول.

" د اصفهان د کلابندۍ پرمهال سره له دې چې افغان سرتیري د حکومتي سرتیرو تر ستوني لاندې پراته ول او مردکي یې افغانانو ته رارسیدل خو هیڅوک ونه وژل شول. د ایران د سرتیرو د توپونو شمیره له څلور سوه خــُوله توپونو اوښتله سره له دې چې ایراني سرتیرو له همدغو څلورسوو توپونو د افغانانو په لور ډزې کړې وې او په دې توگه د مردکو شمیر یې ۱۶۰ زره د توپونو ډزو ته رسیدله خو ددغو توپونو اور دومره بې ځایه وو چې دغو څلورسوه توپونو ونه شو کولای لږ تر لږه څلور سوه افغان سرتیري له پښو را وغورځوي. " (۱۹)

د هماغه پولندي کشیش په وینا یوځل د ښار وگړو د پاچا ماڼۍ په کاڼو وویشتله او له پاچاڅخه یې وغوښتل چې له ماڼۍ دې رادباندې شي او د ایران د ژغورنې لپاره دې د ولس د لیکو په سرکې دې ودریږي چې ځانونه له ایرانه ځار کړي. خو د پاچا د ماڼۍ ساتونکو د ماڼۍ د تړلو دروازو له شا د توپکو په ډزو وگړي خواره واره کړل او پاچا خپل مخ وگړو ته ور ونه ښود. د ۱۷۷۲ز کال د مې په مېاشت کې د ایران دوه درې تنه خانان د علیمردان خان تر مشرۍ لاندې چې مخکې په جگړو کې تپي شوی وو د اصفهان د ژغورنې لپاره له پینځوزرو سرتیرو او پریمانه خوراکي توکو سره را وخوځېدل. کله چې محمود له هغو خبرشو نو د نصرالله زرتشي ترمشرۍ لاندې یې ۴۰۰۰ سرتیري د هغوی مخې ته د مخنیوۍ لپاره ور ولیږل. نصرالله اصفهان ته نیږدې د هغوی مخه را ونېوله او د برېد په ترڅ کې یې ۱۵۰۰ تنه ور ووژل او پاتې نوریې وتښتېدل. (۲۰)

د سپتامبر د مېاشتې په ورستیو کې پلازمېنې ته خبر راورسید چې د تون او طبس واکمن ملک محمود سیستاني د اصفهان د ژرغورنې لپاره د لس زرو سرتیرو په مشرۍ کې د اصفهان لور ته رانیږدې کېدونکی دی. د اصفهان وگړي ددغه خبر په اورېدلو خوښ شول خو کله چې شاه محمود افغان دغه خبرواورېد نو په بیړه یې نصرالله زرتشي چې د ملک محمود هېوادوال او له یوې سیمې وو د هغه مخې ته د خبرو لپاره ورولېږه، نصرالله د گلناباد په سیمه کې له ملک محمود سره ولېدل او د ډیرو سوغاتونو له ورکولو وروسته یې هغه ته د خبرو د سپړلو په ترڅ کې څرگنده کړه چې اصفهان د ځان سپارلو او تسلیمۍ او د صفوي د کورنۍ د لړۍ ټبر د ورټولېدلو په درشل کې دی. له دې امله هغه ویاړ چې ده ته له افغان محمود سره د جگړې په ترڅ کې ورپه برخه دې ورڅخه وانخلي.

نصرالله ټینگار کاوه چې د اصفهان له ژغورنې څخه دې لاس په سر شي او له هغه یې وغوښتل چې له افغانانو سره دې یو ځای شي او د هغوی په مرسته دې پرټول خراسان بشپړه واکمني وچلوي. په پای کې ملک محمود سیستاني دومره د نصرالله زرتشتي د خبرو او نیوکو تر اغیزې لاندې راغی چې په بیړه بیرته خراسان ته ستون شو. (۲۱)

ځېنو ویلي دي چې ځانمننونکو او ډارنو وزیرانو سلطان حسین شاه یې د ملک محمود له ویرې بیرولی وو چې که هغه اصفهان ته له خپلو ځواکونو سره راشي نو ښایي په خپله د ایران د واکمنۍ پر گدۍ کښیني او د صفویه د کورنۍ د لړۍ ټبر ور ټول کړي. له همدې امله پاچا ، ملک محمود ته پیغام ولیږه چې له راغلې لارې دې بیرته ستون شي او د صفوي دولت په خپله ددې وړتیالري چې له اصفهان او د ایران له پاچاهۍ ساتنه وکړي. ملک محمود د پاچا له دغه پیغامه نومېده کیږي او بیرته خراسان ته ستنیږي او د خپلې واکمنۍ د لیکو په پراختیا پیل کوي. لنډه دا چې که هرڅومره د کلابندۍ موده غځېدله د اصفهان د وگړو وضع لا پسې خراپېدله.

د ډاکټرشفأ په وینا ،" د کلابندۍ په ټوله موده کې سلطان حسین شاه او د هغه سلاکارانو هڅه وکړه چې د نذر،زاریو اوڅلويښتیو " چله نشیني" اود سکاسکو "بلاگانو" د شړلو اود گڼ شمیر ناروغیو د مخنیوۍ لپاره د غټو او کوشنیو دعاگانود ویلو له لارې چې د حدیثونو په کتابونو کې راوړل شوي ول او د صاحب الزمان د روضې د دعا د ویلو له لارې او یا د کوډو او د پیریانود پاچا زعفرد راغوښتلوله لارې دعاکوله چې د پیریانوله لښکرسره دې د جگړې ډگر ته راشي، یا د ملاباشي د کراماتو له لارې یې افغان مشرانو ته د ځوړند او معلقه اجل د ورلیږلو له لارې غوښتل د اصفهان له کلابندۍ څخه رټل شوي کفار لاس پر سر کړي، خو په اصفهان کې " په اصفهان کې د ورځینو پیښو پېښلېک / روزنامه وقایع اصفهان" تر سرلېک لاندې د هالند د ختیز هند د کمپنۍ د مامورانو گزارش وایي : " سره له دغو ټولو تدبیرونو ټولې چارې په ټپه ولاړې وې، ښار د غــَلو دانو له داسې یوې سوکړې " قحطۍ" سره مخامخ شو چې د یوه من غنمو بیه ۲۰ زره درهمو ته ورسېدله او ورسته له هغې چې یوه دانه غنم ، وریجه او وربشه پاتي نه شوه نو وگړو د خرو، سپیو او موږکانو او بیا د انسانانو د غوښو خوړلو ته مخه کړه" (۲۲)

په پای کې له شپږ مېاشتو کلابندۍ ، لوږې، د عفوني نارغیو، مړېنې او سوکړې "قحطۍ" وروسته پاچا سلطان حسین اړ شو چې د واکمنۍ له گدۍ راکوز او په خپله د دښمن لښکر ته ورشي او د خپلې پاچاهۍ او ژوند برخلېک د محمود د ځواک په گامونو کښیږدې.

د همدغسې یوې ترخې او اوږدې کلابندۍ خوند د هرات ښاریانو پرکال ۱۷۳۰ز کې او پرکال ۱۷۳۸ز کې د کندهارښاریانو د نادرافشار تر مشرۍ لاندې د ایراني لښکر له لاسه او په ۱۸۳۷ او ۱۸۵۷ زیږدیزو کلونو کې د محمد شاه قاجار له لاسه د هرات ښاریانو و څـَکه. خو ددغه ځای وگړو د سپیو او پیشو گانو غوښې ونه خوړلې بلکه مقاومت یې وکړ. حال دا چې ددغو کلابندیو موده هر ځل ۱۱ مېاشتې او د اصفهان کلابندي ۶ مېاشتې او څو ورځې وه.

هرگوره، لوټ گریزو لښکرځغلولو تل اوبه د بې وزلو وگړو تر ترخځه را رسولې خو شتمنو او بډایو تل د بې وزلو وگړو په پرتله لږ د لوږې له لاسه سختۍ لېدلې دي. د اکتوبر د مېاشتې په ورستیو ورځو کې اصفهان خپلې وروستۍ سلگۍ ایستلې. د هغو کسانو په وینا چې پیـښه یې په خپلو سترگو لېدلې او لکهارت د هغوی خبرې لېکلې" د کلابندۍ په وروستیو د (اکتوبر ۲۳) کې هغه سرتیري چې د ښار د لوړو دیوالو د ساتنې لپاره گورمال شوي ول دومره کم زوره شوي ول چې د ښار د ساتلو په پرتله هغوی ته به ښه دا وای چې په روغتونونو کې پراته وای. " (۲۳)

د انگریز د ختیز هند د شرکت د استازي په وینا " د ایران پرتمین پاچا د اکتوبر (آذر) د مېاشتې په ۲۳ په ۱۲ بجو د پاچاهۍ له هرډول لویـنې ، برم او پرتم پرته د پاچاهۍ له ماڼۍ را ووت او پر اس سپور شو. هغه کټ مټ یوه بې وزلې خوارځواکي سوالگرته ورته جامې په ځان کې درلودلې، د هغه د اَردَلیو "ملازمانو" له تندیو دومره د اندیښنو او غم لړلي ناورین باران را وریده چې گڼې د اعلیحضرت د مړي د ښخولو رسمي لمانځنې ته روان دي " (۲۴)

رستم التواریخ وایي : " د کلابندۍ په همدغو شپو ورځوکې د اصفهان په " عالي قاپي" کې څلویښت ږېره لرونکي شهزادگي او د څوارلسو � پینځلسو یا تر هغه لږ بې ږیرې شهزادگيو ژوند کاوه چې ټول یې د پرتمین پاچا د اړوندو ښځو یاکنیزو له لمنو را زیږېدلي ول.(۲۵) بد مرغه او ستړي پاچا له محمود څخه د راپورول شوي اس پر سر سپور او په مړیو ډکو د پلازمېنې د کوڅو د گودرونو له منځه کرار کرار تیر شو او پریښودل شو چې د هغه د خوښې وړ ماڼۍ فرح آباد ته چې د محمود افغان د قوماندې ځای ځایگی ټاکل شوی وو ورشي او هلته په خپل لاس د ایران د پاچاهۍ تاج د محمود افغان پرسر کښیږدي. د فرانسي د کشیش دوسرسو په وینا " پاچا په خپله د واکمنۍ پر گدۍ د محمود د کښیناستلو په پرتله د واکمنۍ د گدۍ له سره خپلې راکوزیدنې ته لېواله وو." (۲۶)

لکهارت له پاچا سلطان حسین سره د شاه محمود د چال چلند په اړه د یو چا له خولې چې پیښه یې په سترگو لېدلې یعنی ژوزف آپي سالیمیان ارمني د فرانسې د کونسل سفیر چې د صفوي پاچا د تسلیمیدلو په ورځ یې د غلزايي محمود دربار ته لاره موندلې وه لیکي: محمود د تالار په گوټ کې ناست او په زَروبي "زربفت" بالښت یې ډه ډه لگولې وه. پاچا ته لارښوونه وشوه چې د تالاربل گوټ ته ولاړ شي، او ودرېږي. پاچا سلطان حسین له ستاینو اود تحیاتونوله ویلو وروسته وویل: " زویه! له دې چې دا د لوی پیاوړي څښتن پتیینه ده چې زه دې نوره پاچاهي ونه کړم او دهغه د پریکړې پربنسټ ته به د ایران د واکمنۍ په گدۍ پورته شی نو زه د زړه له کومې خپله پاچاهي تا ته در پریږدم او له څښتنه ستا بریا غوړام." پاچا له دغو لنډو خبرو وروسته د پاچاهۍ ټـوپل "جیغه" له خپلې لنگۍ راپورته کړ او د سپارلو لپاره یې امان الله ته ورکړ خو د پاچا پام شو چې محمود له دغه کاره خوابدی شو نو ټـوپل یې بیرته له امان الله واخیست او په خپله د محمود څنگ ته ورغی (محمود هماغسې په خپل ځای کې ناست وو) او ټوپل یې د محمود پرسر کښیښود او بیا یې د هغه د بریا غوښتنه وکړه، بې واکه شوی پاچا بیرته خپل ځای ته ولاړ و پرځمکه کښیناست. وروسته چای او قهوه راوړل شوه. په دغه شیبه کې محمود پر سلطان حسین خپل زړه سواندی څرگند کړ او هغه ته یې وویل:

" ته غم مه کوه ، انساني بخت او لوړستوریتوب بې ثباته وي. کله چې لوی څښتن وپتییي یوه ته پاچاهي وربخښي خو کله چې وغواړي هغه له یوه لاسه بل لاس او له یوه توکم څخه بل توکم ورلیږدوي. خو زه ژمنه کوم چې تاته به د پلار په سترگو وگورم او پرته ستا له سلا اوخوښې به هېڅ کار ته لاس ور نه وړم." (۲۷).

په دې توگه د پاچا سلطان حسین او د صفویه د لړۍ د اوږدې پاچاهي دور په خوارۍ پای ته ورسید. په هماغو شپو ورځوکې د افغان بولندیانو په منځ کې یو بولندوی امان الله د ۳۰۰۰ افغان اس سپرو جنگیالیو په مشرۍ کې اصفهان ته نتوت. هغه د پاچاهۍ د ماڼۍ دروازې په نښه او مــُــهـر کړې او د ایراني سرتیرو پر ځای یې افغان ساتونکي وگومارل. په بله ورځ یې امان الله لارښوونه ورکړه چې د ښار هرگوت او گودر دې له مړیو څخه را پاک کړي. او داسې لارې چارې یې وسنجولې چې ښارته پریمانه خوراکي توکي راوړي او په خلکو یې وویشي. په بله ورځ یې امان الله، اصفهان ته د شاه محمود د راتگ لپاره اړینې سمبالتیاوې ونیولې او د احتیاط لپاره یې د شاه محمود د لارې په اوږدو کې د لوړو ودانیو ، منارو او جوماتونو د بامونو پرسر په پیاوړو وسلو سمبال سرتیري ودرول. د اکتوبر پر ۲۶ د شاه محمود بدرگه په ځانگړي پرتم د فرح آباد له ماڼۍ راووتله او اصفهان ته راغله.

د هغو کسانو په وینا چې ددغې پیښې ننداره یې په خپلو سترگو کړې :" ددغې بدرگې سر له لسو تنو سپارو صاحبمنصبانو راپیلېدله او ورپسې ۲۰۰۰ سپاره چې په منځ کې یې د ایران د دربار مخـَور هم لېدل کېدل روان ول. له هغه وروسته افغان میرآخور د پينځلس سپرو په سر مشرۍ کې وو چې جنگیالی یې د مستو او رډ سترگو اسونو پرسرسپاره او داسونوزینونه یې په ډیرو ښکلو زین پوښونو پوښل شوي ول. ورپسې یو شمیر توپکوال او شا ته یې ۱۰۰۰ تنه پلي سرتیري په خوځښت کې ول. دوی پسې د تشریفاتو لوی مشر د ۳۰۰ تورپوستو په منځ کې چې ټولو یې سرې جامې اغوستې وې په خوځښت کې وو. دغه تورپوتکي د اصفهان د یرغمل شویو کسانو له منځه غوره شوي ول چې د سوبمنو افغانانو په منځ کې د ساتونکوپه توگه ورڅخه کارواخیستل شي. له هغو وروسته د څلویښت گامونو په واټن کې غلزایي محمود د هغه آس پرسر سپور وو چې د پاچا د گوښه کېدلو په ورځ ورته د عربستان والي د سوغات په توگه ډالۍ کړی وو. بدمرغه سلطان حسین د هغه کیڼ اړخ ته پرآس سپور وو. ددغو دواړو پاچایانو تر شا ۳۰۰ تنه سپاره تنکي مریي "غلام بچه" روان ول. ورپسې مفتي او امان الله، د محمود سروزیر او ملا زعفران او نصرالله زرتشتي، ملا موسی خزانه وال او محمد اقا د محمود "ناظرالبیوتات " روان ول. له دوی وروسته سروزیر یا اعتمادالدوله او د پرځول شوي پاچا لوړپوړي صاحب منصبان او یو شمیر افغان سپاره بولندویان روان ول. په پای کې سل اوښان روان ول او د هر اوښ پر سریو یو د " زنبورک" توپ وو. له اوښانو مخکې ۶۰۰ تنه موزیک چیان او د هغوی ترشا د سپاره پوځ شپږ زره سرتیري په خوځښت کې ول. کله چې دوی د شیراز د پله له سره تیر شول شاه حسین یې د ماڼۍ د بڼ له لارې بنديخانې ته ولیږه. داسې ښکاري چې محمود د سوبې او بریا په لمانځنه کې د را پرځېدلې پاچا شته والی له پوهې او تدبیر سره سم نه گاڼه. محمود پرمخ ولاړ او د ښار دروازو ته ورسید. ولس سره له دې چې ډیرې خوارۍ او سختۍ یې لېدلې وې خو دغه بدلون ته یې د یوه نیک مرغه بدلون په توگه ښه راغلاست وویل او همدغه احساس دوی وهڅول چې نوي واکمن ته ظاهرأ درناوی وکړي. هغوی د محمود د اسونو ترپښو لاندې گران بیه شیان غوړوي ول او د چاپیریال هوایې په خپل ښکلي وږم لا ښکلې کړې وه. له هغو توپونو څخه چې د اوښانو پر سر ول کله نا کله اور کېده او لس تنه افغانان چې د محمود د بدرگې مخ ته یې حرکت کاوه په لوړ غږ یې پر محمد (ص) او د هغه په یارانو صلوات او دعا استوله." (۲۸)

وروسته له دې چې د پاچاهۍ ماڼې ته د ننوتلو رسمي لړۍ پاې ته ورسېدله افغان سرتیرو په لوړو غږونو د " الله اکبر" شور او زوږ جوړ کړ او محمود د ماڼۍ د دروازې له تیرېدلو وروسته د پاچاهۍ د میلمنو او عمومي ناستو تالار ته ولاړ او د پاچاهۍ پر گدۍ یې ډه ډه ولگوله. د پرځول شوې پاچا سلطان وزیرانو شاه محمود ته د پالیالۍ او درناوۍ سوگند په ځای کړ. ددغو مراسمو خبر د څو توپونو د ډزو په کولو د ټولو تر غوږونو ورسید. محمود د پاچاهۍ پرگدۍ د کښیناستلو له تشریفاتو وروسته ټولو راغلو کسانو ته مېلمستیا ورکړه. او په دې ډول پرایران د افغانانو د واکمنۍ دور راپیل شو. د کروسیسنکي په گزارش کې راغلي چې : " د افغانانو د بریا یو پیاوړی لامل د سرتیرو رمبکتیا یا انطباط وو. ښایي په بل هېڅ ځای کې سرداران [دداسې سرتیروپه لرلو]دومره ځواکمن نه وي او هېڅ سردار ته دومره غاړه نه ايښوول کیږي." (د کروسینسکي په روایت د اصفهان را پرځېدنه/ سقوط اصفهان بروایت کروسینسکي ، تهران، پ ۴۶)

کروسینسکي د افغان جنگالیو د پوځي مورال په اړه وایي :" جگړه او وژنه د افغانانو رغښت او عادت دی. د جگړې په ډگر کې هېڅ افغان نه غواړي دښمن ته شا کړي که څوک له دښمنه په شا شي نو د سترگو په رپ کې یې وژني. د اصفهان د کلابندۍ پر مهال مې د عباس آباد د پله تر څنگ د جگړې ننداره کوله. یو افغان مې ولېد چې ښـي لاس یې غورځېدلی ښکارېده، هغه د سرتیرو د کتارد وروستي لېکې شا ته ورغی، ساتونکو گومان کاوه چې له جگړې تښتي او هغوی غوښتل چې ویې وژني. هغه خپل لویدلی لاس ورښکاره کړخو بیا هم ساتونکو ونه منله او ورته ویې ویل: ای ډارنه، که ستا ښی لاس په جگړه کې له کاره لولېدلی باید په کيڼ لاس وجنگیږﺉ او که کیڼ لاس دې هم له کاره ولوید په خوله جنگ وکړه او د خولې لاړې دې د دښمن پر مخ د خولې لاړې دې ور ووله چې لوی څښتن یې اجرونه درکړي..... که د افغانانو توره، ډال، لیندۍ ، توپک او نورې وسلې پرځمکه ولویږي د هغو د بیرته اخیستلو لپاره د اس له سره نه راکوزیږي. دوی د اس په سپرلۍ کې دومره چابک او تیز دي چې د اس له سره پرته له کوزیدلو خپله وسله د ځمکې له سره راپورته کوي. هغوی چې هر ښار او ښارگوټی نیسي که ښاریان له مرغلرو او سرو زرو ډکې ساگني " طــَبــَق" پر سرونو وگرځوي نو افغان لښکریان او غیرلښکري افغانان به چاته اجازه نه ورکړي چې هغوی ته څوک تاوان ورسوي. د یرغمل شویو کسانو پلورلو او پیرودلو ته لېواله نه دي. یرغمل نیول شوی وروسته له لنډې مودې خوشې کوي او ډیر کسان یې په جگړو کې ونیول خو هغو ته یې د خپلو اولادونو او زامنوپه سترگو وکتل. په هره چاره کې په لوی څښتن توکل لري، ځانپالي او ځانمنونکي نه دي، یوازې په نینې شویو غنمو خپلې شپې ورځې تیروي. د ډول ډول خوراکود خوړښت عادت نه لري. د پسه کولمې له اوبو ډکوي او تر خپلو ملاگانو یې راتاووي او د اړتیا په وخت کې ورڅخه کار اخلي. په خوړښت کې ساده دي. ډوډۍ او نور خوراکي توکي د ځمکې پر سر ږدي او پرته له اوبو بل څه ور سره نه څښي. د لوړې او ټیټې بیې پټوگان او رنگارنگ خمتاوې لري چې ځانونه له لمر او وسلې له بارانه پرې پټوي. ارتې او لوړې جامې اغوندي او میرمنې یې پرته له مخپټونې په کوڅو کې په غنج " ناز" کږې وږې روانې دي او ډیرې ښکلې دي، په هغوی کې داسې ښکلې هم شته د ځلانده لمر په شان په لار درومي، په غوږونو کې بلور ین اوپره لرونکي والیگان اچوي" ۲۹)

له دغې پراخې څرگندونې څخه بریښي چې افغانان ساده او کم تمه "طمع" خو سخت زړور، جنگیالي او د انظباط لرونکي ول او د خپلې بریا لپاره د مرگ ترپولې پورې جنگېدل.

د شاه محمود پاچاهي په ایران کې :

څرنگه چې مخکې مو ورته نغوته وکړه، کروسینسکي د اصفهان د کلابندۍ پرمهال په هغه ښار کې وو او د وگړو زړه بوږنوونکی اکربکر یې په خپلو سترگو لیدلی او کله چې محمود اصفهان ونیو نوموړي له محمود غلزایي سره څو ځله لیدلي هم دي او د محمود د چال چلند انځور په لاندې ټکیو کې راکاږي:

" هغه منځقدې ونه درلودله، اوږې یې پلنې وې، ټیټه پزه او پلن مخ یې وو، تیرې سترگې یې وی، توند کاته یې درلودل، لنډه غاړه اوسره کوسه ږیره یې وه. هر سهار به یې د خپلو بولندویانو په منځ کې تر ټولو پیاوړي بولندوی سره غیږې نیولې او پاتې ورځ به یې په نورو ورزشونو چې د هغه ځان ته یې لا پیاوړتیا وربخښله، تیروله. په ورځ کې به یې پنځه له پښو تړلي پسونه ورته راوړل او هغه به پسونه په خپلې تورې دوه نیمه کړل. هغه په شلگر "نیزه" اچونه کې ډیره پخه ورهڼه " مهارت" درلودله او هېڅکله یې نښه بې ځایه نه مښتله. پراس د سپرېدلو په وخت کې دومره چابک وو چې د سپرېدلو په وخت کې به یې په کېڼ لاس اس له ورږ "یال" ونیو، ښی لاس به یې د اس پر ملاکښیښود او پرته له زین او رکابه به په ټوپ پرې سپور شو. په کور کې په زین سپریده. دیر لږ بېدېده او کله به چې یوې خواته له لښکر سره تللو هېڅکه پر بستر نه بیدیده. د شپې له پلوه په خپله پر ساتونکو گرځېده او د هغوی خبر به یې اخیست او په اصفهان کې پلی گرځېده. په خوراک کې یې اعتدال کاوه هر څه یې چې لاس ته ورتلل نو به هماغه به یې بــَسـنه او قناعت کاوه،شراب یې نه څښل، له خپلې ماندینې د سلطان حیسن له لور پرته چې له هغې یې یو زوی درلود، له بلې ښځې سره پرې نه وت. شاه محمود د ځانخوښي ، عیاش اونري زړي شاه حسین برخلاف ، فعال، پیاوړی او غښتلی وو او په پوروژنه "قصاص" کې هېڅ چا خپل مخ "شفاعت" نه شو وروړای او د چا زارۍ او التماس یې نه منل او د شرعیت حکم یې پلی کاوه او د خپل دښمن په اړه ډیرسخت زړی اوغچ اخیستونکی وو. د جگړو پرمهال د لښکر په لومړۍ لېکه کې درېده. (۳۰) . شاه محمود درې کاله په ایران کې پاچاهي وکړه (۱۷۲۲ � ۱۷۲۵ ز)

په لومړیو کې هغه د ښه چال چلند لرونکی او منځدریځی وو. د ایران د پاچاهۍ پرگدۍ د هغه لومړنی کارد هغه انساني گام ،د اصفهان سوکړه " قحطۍ" ځپلو وگړو ته د خوراکي توکو برابرول ول. د خپلې پاچاهۍ لومړۍ مېاشتې یې د منځلاري د دریځ په را غوره کولو چې ایرانیان یې هک پک کړل تیرې کړې. هغه دومره هوښیار وو چې د صفوي پاچاهۍ د پیچلې ادارې ټولې چارې یې په لنډ وخت کې وپیژندلې او پوه شو چې افغانان په دغه لومړني پړاو کې ددغو پیچلو چارو د راخپلولو کارپوهنه او وړتیا نه لري نو له دې امله یې پخواني ایراني لوړپوړي ماموران او وزیران بیرته په خپلو کارونو وگومارل او د هر یوه تر څنگ یې یو افغان و ټاکه. د همدغې پوهې په اډانه کې افغانانو ته د ادارې د چارو د پرمخ بیولو لپاره د زده کړې لاره پرانیستل شوه. افغانان په ځیر د ایرانیانو کار څاره چې په فساد او ککړتیالاس پورې نه کړي او بډې وانخلي او په پای کې د محمود دپاچاهۍ لومړۍ شپې ورځې دومره ښې تیرې شوې چې ساری یې په تیرې نیمې پیړۍ کې نه وو لېدل شوی.

شاه محمود هغه کسان چې پخواني پاچا او هېواد ته یې خیانت کړی وو او د افغانانو په گټه یې ورته څارگري کړې وه یا اعدام کړل او یا یې زندان ته واچول او د هېواد خاﺋـینانو ته یې تلپاتې درس ورکړ. هغه په برالا ویل له هغو کسانو څخه چې پاچا او یا خپل دولت ته یې خیانت کړی نشي کولای د ښیگڼې هېله ولري او که وخت له دغو څارگرو وغواړي او یا اړتیا پېښه شي نو دده په وړاندې به هم ورته خیانت وکړي (۳۱)

ورسته له هغه یې جارچي ته لارښوونه ورکړه چې ایرانیان په ځانگړې توگه د اصفهان وگړي دې له افغانانو سره د کتنې په وخت باید له خپله ځایه ودریږي او پرخپلونو ټټرونو د لاس ایښوونې له لارې دې د هغوی درناوی وکړي. د درناوی دغه ډول لا تراوسه د افغانستان په افغانانو کې لا تراوسه دود دی او د هغوی د ژوند او فرهنگ یوه برخه ده.

د هغې ترڅنگ محمود ټولنیزې پاړکې " طبقې" په اوو ډلو وویشلې چې افغانان د سوبمنو په توگه په لومړۍ کچه اوماتې خوړلې مغلوب ایرانیان یې په اوومه کچه کې را و شمیرل. او دا چال چلند د ایران د هغه چال چلند په کړس کې وو چې شل کاله مخکې د سوبمن ایران لښکریانو د کندهار او هرات د وگړو په حق کې کړ ی وو.

په دغو شپو ورځو کې د ایران په دوه گونډو ناست دښمنان د سترپیطر تر مشرۍ لاندې روسیه او بل یې عثماني ترکېه، ایران ته د پیاوړي گواښ په توگه گڼل کېدل. پیطر تر ټولو سترگواښ گڼل کېده ځکه چې د (دربند) مهم ښار یې په لاس کې وو. په دغسې شپو ورځو کې شهزادگي طهماسب صفوي چې مخکې له اصفهانه تښتېدلی وو د ۱۷۲۳زکال کال = ۱۱۳۵ هجري کال د محرم په دیرشمه نېټه په قزوین کې خپله پاچاهۍ اعلان کړه. که څه هم دغه پېښه په څرگنده جگړې ته د افغانانو د راکاږلو مانا ښندله خو د بېوړه او بې کفایتو وزیرانو په هڅونو ډیر ژر په بنډارونو، لهو ،لعب ،عیش او عشرت کې ډوب او په اصفهان کې د خپل کور له ژغورلوڅخه لیرې او بې خبره پاتې شو. شاه محمود د خپل اکا زو اشرف، اعتمادالدوله او امان الله خان د یوه ۳۰۰۰ کسیز لښکر په سر مشرۍ کې له شهزادگي طهماسب سره د جگړې لپاره قزوین ته ولیږل خو شهزادگی پرته له دې چې له افغانانو سره مقاومت یا جگړه وکړي، له قزوینه کاشان ته او له هغه ځایه آذرباﺋـیجان ته و تښتېد او قزوین پرته له جگړې او مقاومته د افغانانو منگولو ته ورَغی. په لومړیو کې ولس افغانان په وَرین تندي ومـنل خو سوبمنو سرتیرو ونه شو کولای چې د وگړو او دهغوی د شتمنیو او ناموس په وړاندې د ناوړه چال چلند اوتاوتیریخوالی مخه را ونیسي. له دې امله ولس د افغانانو له دغه چلند څخه تر دوه سوږمو را ورسیدل او پاڅون ته یې لاس واچاوه.

ددغه پاڅون په ترڅ کې هر قزویني خپل افغان مېلمه وواژه او په دې ډول د افغان لښکر یو شمیر سرتیري د بې خبرۍ په منگولو کې راښکېل او ووژل شول. امان الله خان هم ټپي شو خو ډیر ژر یې خپلو پاتې ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې ځانونه د ښار ارگ ته را ورسوي او له هغه ځایه دې په مقاومت لاس پورې کړي. افغاني ځواک د امان الله خان لارښوونه ومنله او ځانونه یې ارگ ته را ورسول او همدغه چاره د هغوی د ژغورنې لامل شوه. له دې چې په ارگ کې خوراکي توکي مخ په خلاصېدلو ول امان الله پریکړه وکړه او لارښوونه یې ورکړه چې د تورې په زور دې د پاڅونوالو لېکې ور ماتې او ځان ته دې د بهر وتنگ لاره پرانیزي. افغانانو همداسې وکړل خو د ډیرو درندو تلفاتو په ورکړنگ (څه ناڅه ۱۲۰۰ تنه ووژل شول) او پاتې سرتیرو وکولای شول چې له ښاره دباندې ووځي. یو شمیرسرتیري د کاشان په لور ولاړل او هلته یې د اشرف تر مشرۍ لاندې ډله جوړه او کندهار ته ولاړل او بله ډله د امان الله خان تر مشرۍ لاندې ستړي او ستومانه اصفهان ته راستنه شوه (۳۲)

ددغې پېښې خبر پر شاه محمود ډېره بده اغېزه وشېندله او لارښوونه یې ورکړه چې د اصفهان ټول وزیران او مخور چې شمیر یې درو سوو تنو رسېده ماڼۍ ته دې راوستل شي او بیا دې له چړو تیر شي. دغه پریکړه د دغو ټولو بې گناهو کسانو په حق کې پلې شوه او له هغې ډلې یوازې اعتمادالدوله محمد قلي د دوه وو تنو غلجیو په مخ ژوندی پاتې شو او پاتې نور ټول له چړو تیر شول او د وژل شویو کسانو مړي د ښار په واټونو کې خلکو ته په ننداره کښیودل شول. محمود لا په دې بــَسـنـه ونه کړه او د هغوی د زامنو او یو شمیر قزلباشو د وژلو لارښوونه یې هم ورکړه او دغې چارې په اصفهان کې داسې ویره خپره کړه چې تر ډیرې مودې چا له ویرې له خپله کوره د راوتـنـگ زړه نه درلود او چا اجازه نه درلودله چې ښارته خوراکي توکي راوړي او په پای کې اصفهان له لوږې او قحطۍ سره مخامخ شو. که نصرالله زرتشي اصفهان ته خوراکي توکي نه ول را رسولي نو هېڅ شک نشته چې د پاچا د پرغزناکۍ او قهر له امله ډیر وگړي مړه کېدل.

نصرالله زرتشتي د ۳۰۰۰ کسیز لښکر په مشرۍ کې د اصفهان په شمال غربي سیمه کې د خوراکي توکو په را ټولونگ لاس پورې کړ او دغه چاره یې په ډیره ښه توگه سر ته ورسوله او " پینځوس زره په اوښ بار" خوراکي توکي یې پلازمنې ته را ولېږل د همدان په شمالي او شمال ختیزو سیمو کې یې سني مذهب ته د را اووښتو څلورزره کورنۍ و هڅولې چې اصفهان ته کډه وکړي او هلته په اصفهان کې دیره شي (۳۳). د نصرالله زرتشتي زامن د اصفهان له سوبې وروسته سیستان ته ستانه شول او له ۱۲۰۰ افغاني او زرتشتي کورنیو سره له سیستانه اصفهان ته را کډه شول.

په دغو شپو ورځو کې افغان سرتیرو چې د جگړې د ولجې د راټولو له امله هوسا ژوند موندلی وو خپل مورني ټاټوبي ته د ستنیدلو په هېله شول او د هغوی یو شمیرې د کندهار پر لور وخوځېدل. شاه محمود د افغانانو بیرته ستنېدنگ د ځان او په اصفهان کې د نورو مېشتو افغانانو په وړاندې د یوه راتلونکي گواښ او خطر په توگه وگاڼه اوددې لپاره چې د سرتیرو د تېښتې مخنیوی وکړي نو لارښوونه یې ورکړه چې د هغوی کورنۍ دې اصفهان ته را ستنې کړای شي. کندهار ته اته زره اوښان ولېږل شول او په کندهار کې نور اوښان یې هم راټول کړل چې د افغان سرتیرو کورنۍ اصفهان ته راستنې کړي. د کروسینسکي په وینا: " لومړنی کتار له دېرش زرو اوښانو څخه جوړ وو چې وروسته له درو مېاشتو مزل اصفهان ته را ورسید. په راتلونکو دوه وو کلنو کې نور کډوال هم اصفهان ته راغلل خو بیاهم د اصفهان د وگړود لږ والي تشه یې ډکه نه شوای کړه. وروستنی کتار د شاه محمود د ژوند په وروستیو شپووروځو کې راورسید چې له درو زرو اوښانو څخه جوړ وو او د شاه محمود مور هم له همدغه کتار سره اصفهان ته راغله." (۳۴)

شیراز دویم ښار وو چې باید نیول شوی وای. د ۱۷۲۳زکال د دوبي په وروستیو کې ړوند نصرالله د دغه ښار نیولو ته و گومارل شو. هغه د شیراز تر کرښو پرته له مقاومته پرمخ ولاړ خو کله چې شیراز ته ورسید د هغه ځای واکمن مقاومت ته ملا وتړله. نصرالله د سترگو په رپ کې د لښکر د سرمشرۍ په مخکنۍ لېکه کې ودرید او لښکر ته یې د یرغل بولنده ورکړه. خو دغه زړور سرلښکر لومړنی تن وو چې د شیراز د ښار د ساتونکو غیشی یې پر ټټرومښت او په خارو کې راپریوت. د نصرالله مړینه د لښکریانو د ناورین او ویر لامل شوه او محمود د هغه مړینه نه سکینده "جبران" کېدونکی وبلله. ځکه چې هغه د محمود د لښکر یو تر ټولو بریالی سردار وو.

ارمنیان په ځانگړې توگه زرتشتیان د خپل سترمشر نصرالله په مړېنه کې ډیر وکړېدل. ان د اصفهان وگړو هغه یې د یوه زړه سواندي او سختي گالونکي مشرپه توگه و گاڼه او د هغه د مړینې له امله ډیر خواشیني شول. پولندي کشیش کروسینسکي په خپلو یادښت لېکونو کې لېکي چې زرتشتي نصرالله د پراخ زړه او ورین تندي خاوند وو. یو شمیر گرجیان چې پاچا ته یې خدمت کړی وو دې ته اړ شول چې اسلام ته را واوړي خو نصرالله هغوی ته اجازه ورکړه چې بیرته خپل لومړني دین ته ور واوړي او ان له اصفهانه یې هغوی ته گرجي کشیش ور ولیږه. کروسینسکي زیاتوي چې هغه دغه کار " عیسویت ته د لیوالتیا له امله نه کاوه بلکه هغه یې له شیعه مذهب څخه د کرکې په کړس کې کاوه" (۳۵)

د نصرالله خان زرتشتي له مړینې وروسته د شیراز د نیونې لپاره د افغاني ځواکونو مشري افغان زبردست خان په لاس کې واخیستله او وایي چې : زبردست خان " ډیر زړور او بې ویرې جنگیالی وو" او له همدې امله یې د هغه ښار ټینگي کلابندۍ ته ملا وتړله او کله چې ښار ورتسلیم شو نو د شیراز د وگړو په وړاندې یې له ډیرې زړه سواندۍ کار واخیست. له دې چې سوداگرو او شتمنو کسانو وگړو ته د خوراکي توکو له ورکړنگ څخه ډه ډه کړې وه او یو شمیر بې وزلي وگړي د لوږې له لاسه مړه شوي ول نو زبردست خان لارښوونه ورکړه چې د ښار ټولې هټۍ او خوراک پلورنځي دې پرانیستل شي خو هېڅ چا اجازه نه درلودله چې له ځان سره وسله وگرځوي. په ډیرې لنډې مودې کې د ښار اکربکرعادي شو او شیراز ته له هره گوټه خوراکي توکي راوړل شول او وگړو وکولای شول چې د خپلو ورځنیو اړتیا توکي را ټول کړي. د ناصرالدین شاه د استخباراتو وزیر یو تأریخ لېکلی او تأریخ منظم ناصري نومېږي، په هغه کې راغلي دې چې :" زبردست خان د شیراز وگړو ته سوله راوړله، یو ورځ یې ناڅاپه یرغل وکړ، شیراز یې ونیو او (وگړي ) یې له وژلو منع کړل. کله چې ښار ونیول شو ویې لېدل چې څو تنه له لوږې مړه شوي ول. یوه سوداگر په کور کې دومره غنم درلودل چې د ټول شیراز د ښار د گړو لپاره په میاشتو میاشتو بس ول. زبردست خان له سودا گرڅخه پلټنه وکړه او هغه یې بندي کړ. هغه وویل: ولې دې دغه غنم پر بې وزلو ونه ویشل او پرې دې ښودل چې وگړي له لوږې مړه شي." �۳۶) یوه ورځ یوه ارمني سوداگر شاه محمود ته ورغلی وو چې د هغه سره زر او د الماسو دوه غوټي یې د اصفهان او هندوستان په لاره کې ورڅخه غلو لوټ کړي دي. شاه محمود د ارمني سوداگر پر غوښتن لېک زبردست خان ته ولېکل چې د سوداگر مال دې پیدا او څښتن ته دې ور وسپارل شي. زبردست خان ددې لپاره چې په ایران کې د افغان پاچاهۍ د تورې شرنگ راښکاره کړی وي هڅه وکړه چې غلا شوی مال ومومي او هغه بیرته د هغه څښتن ته ور وسپاري. دا په خپله څرگندوي چې زبردست حان د دسپلین څښتن او یو انظباط لرونکی واکمن وو پرته له هغه د ارمني سوداگر د مال موندنه ناشونې ښکارېدله." گوربت، څلورمه گڼه، پینځم کال، پ ۵، د ښاغلي حداد په قلم د زبردست خان په اړه مقاله"

د شیراز د ښارنېونه شاه محمود خوښ او د ایران د نورو ښارونو نیولو ته لا هېله من کړ. له دې امله کله چې زبردست خان د [لار] او بندرعباس د سیمو په پرانیستلو بوخت وو، شاه محمود په خپله د یوه لښکر په مشرۍ کې د اصفهان د لویدېځ په سل مایلي واټن کې پرگلپایگان یرغل وروړ او هغه یې د یوې لنډې جگړې په ترڅ کې ونیو او بیا د زاگروُس د غرونو د لړۍ په لس مایلي واټن کې د خونسار پر لور وخوځېد او هغه ځای یې هم ونیوه وروسته د زبردست خان په مرسته یې کاشان ونیو او بیرته اصفهان ته را ستون شو.

دغو ښارنیونو د شاه محمود د واکمنۍ په پراختیا کې پاچا ته هېڅ ډول ډاډ نه ور په برخه کاوه نو له دې امله د یوه لښکر په مشرۍ کې ودرېد او غوښتل یې د گیلویه د غره په لمنو کې پراته توکمونه د خپلې واکمنۍ تر سیوري لاندې راولي. خو پرته له دې چې کومه سوبه او بریا ور په برخه شي د سیمې له جغرافیې سره نا بلدۍ او د ژمي سړښت د شاه محمود لښکر ته ډیر تاوانونه ور واړول. محمود له دغه بې گټې تاوان څخه ډیر خواشینی وو. په همدغې شیبې کې د شاه محمود ددولت یو پیاوړی او اغیزمن مشر امان الله خان د شاه محمود د خپل سریو او استبدادي کړنو او یا د وَ لجو د ویشنگ له امله خواشینی شو او له خپلو ځواکونو سره له اصفهانه د کندهار په لور ووت. امان الله خان هم د پاچا سلطان حسین له یوې لور سره واده کړی وو او له دې امله د شاه محمود نیږدې خپلوان گڼل کېده. کروسینسکي د امان الله خان د غه گام د شهزادگۍ (د هغه ایرانۍ میرمن) د پارَونو له امله بولي او له دې چې د امان الله میرمن د شاه محمود او د هغه د ماندینې تر منځ له اختلافاتو خبره وه وایي چې :" د ۱۷۲۳زکال د لسیزې په لومړیو کې امان الله د پاچاهۍ تاج را پورته کړ او له خپلو سرتیرو سره له اصفهانه ووت او د کندهار پر لور وخوځېد، خو د لارې په منځ کې پرته له دې چې خپله موخه او هدف چا ته څرگند کړي د طهماسب تر ولکې لاندې سیمو ته یې مخه واړوله." (۳۷) هرگوره دغه گام شاه محمود دومره عصبي کړ چې په بیړه د ډیر اوږده مزل په وهلو امان الله پسې ورغی او کله چې هغه یې وموند د خپل اس له سره را کوز شو او هغه یې په غیږ کې ونیو او د هغه ټولې غوښتنې (د واکمنۍ او ولجو د ویشنې په گډون) یې ومنلې او د افغانانو د دود پر بنسټ یې د تورکښ " عسکریت" په تورو سوگندونه وخوړل او لوړه یې وکړه او خپله پخوانۍ دوستي یې راژوندۍ کړه او بیا شاه محمود خپل اس امان الله ته ورکړ چې د هغه پرآس سپور شي او په ټول پرتم دې بیرته اصفهان ته راستون شي.

کروسینسکي لېکي چې :" امان الله خان له کابله کندهار ته راغلی وو او له محمود سره یې ملگرتوب راخپل کړی وو. هغه هوښیار او یو پیاوړی ازمیل شوی جنگیالی وو. نوموړی ډیر مدبر شوی وو او په اصفهان کې د محمود د گام د ټینگښت لامل هم دی وو." (۳۸) شاه محمود ، امان الله خان سر وزیر (اعتمادالدوله) جوړ کړی وو.

یوځل شاه محمود امان الله خان ته ویلي ول چې زړور او پیاوړی جنگیالی اشرف دې له کندهاره بیرته را وغواړي او د هغه درنښت دې پر ځای کړي. شاه محمود له ناچارۍ اشرف له کندهاره راوغوښت او ظاهرأ د هغه درنښت یې کاوه خو په زړه کې ورڅخه خوښ نه وو ځکه چې لښکریانو اشرف ته ډیر درناوی درلود. له کندهاره د امان الله له راتگ وروسته، شاه محمود د هغه په وړاندې خپل ډاډ له لاسه ورکړی وو او په دې ترڅ کې له دوه تنو لوړ پوړو او د درنښت وړ افغانانو څخه یې کرکه کوله او له هغو بیرېده او دغو داړو دوستانو هم محمود ته په زړه کې په ښه سترگه نه کتل.

په همدغسې شپو ورځو کې شاه محمود ته خبر را ورسېد چې د افغانانو یو کتار کله چې له کندهاره د اصفهان پر لور را روان وو د یزد د گړو تر یرغل لاندې راغلی، کتار یې لوټ کړی اوپه کتار کې د ۲۰۰۰ په شا او خوا کې ټول افغانان وژلي دي. شاه محمود د ۱۷۲۴زکال د نوامبر په مېاشت کې د یزد له وگړو څخه د غچ اخیستلو په موخه د یوه لښکر په مشرۍ کې د یزد پر لور وخوځېد. خو په دغه برېد کې بریا ور په برخه نه شوه او لښکر یې ډیر تاوان ولېد. د لښکر مشرانو ددغه پاتې راتلنگ او ناکامۍ لامل د محمود پرغاړه واچاوه او په پای کې یو شمیر سرتیري او افسران د کندهار پر لور وخوځېدل.

دغو پیښو د شاه محمود پر اعصابو دومره زور راووړ چې خپله په ویره او د اعصابو په ضعف اخته شو، له خوړښت پاتې شو او د ویرې خرخښنه "وسوسه" پرې را خپره شوه. د هغه د مرشد په گډون د دربار نیږدو کسانو د محمود دغه حالت د خدای غضب گاڼه او د خدای د غضب د غلي کولو لپاره هغه ته یې لارښوونه وکړه چې په اعتکاف او عبادت دې لاس پورې کړي او په څلویښتۍ دې کښېني. دغه گوټ ناسته "اعتکاف" باید په څلویښت ورځو کې تر سره شوې وای او محمود هم همداسې وکړل. محمود د خپل مرشد په لارښوونه په څله ځای کې کښیناست او د څلویښت ورځو لپاره د اسم اعظم په ویلو یې پیل وکړ او له خوړلو، څښلو ، له خلکو سره له لېدنې څخه یې ډه ډه وکړه. دغې څلویښتۍ پر محمود ناوړه اغیزه وکړه او هغه یې د لیونتوب لمنې ته را وکاږه. کله چې له څله ځي راووت رنگ یې الوتلی وو،کمزوری وو، کرار او آرام یې نه درلود او اعصاب یې گډ وډ ول. د خپلو نیږدو کسانو په وړاندې بد گومانه وو او گومان یې کاوه هرڅوک چې ورته نیږدې کیږي هغه وژني او تاج او پاچاهي ورڅخه اخلي. نو له دې امله خپل د تره زوی اشرف یې له ټولومخکې زندان ته ولیږه. په همدغسې یوه اکربکر کې هغه ته خبر ورکړ شو چې د صفي میرزا په نامه یو شهزادگی له ماڼۍ تښتېدلی او بختیاري ته یې پناه وړې ده. دغه خبره د یوه ســَټک په څېر د محمود پرمغزو راپریوتله او د لیوني په شان یې د پرځېدلي پاچا پر کورنۍ او ماشومانو برېد وکړ او په خپل لاس یې د پاچا ښځې او ماشومان له تورې تیر کړل. وایي چې سلطان حسین د خپلو ماشومانو د چیغو او بغارو په اورېدلو له کوره را ووت او په خپلو سترگو یې هغه ویروونکې پېښه ولېدله. پاچا خواست او زارۍ وکړې او خپل دوه تنه زامن چې لاسونه یې شا ته تړل شوي ول د دُرنه مار "جلاد" له منگولوراخلاص کړل او د پلار غیږې ته ورغلل، محمود پر هغوی برید وکړ خو پاچا سلطان حسین خپل دواړه لاسونه ونیول، توره د هغه پر لاسونو راپریوتله او ټپي شو. محمود د خپلې میرمنې د پلار د وینو په لېدلو په هوښ راغی او د هغه د دوه زامنو له وژلو څخه یې ډه ډه وکړه. خو دغه دواړه هلکان دومره بیرېدلي ول چې په بله ورځ دواړه یې مړه شول. (۳۹)

ددغې ویرونکې پېښې اغیزو محمود ته سمې پایلې نه درلودلې. ځکه چې دغې پېښې له هغه څخه د پوهې او عقل وروستنۍ نښې واخیستلې ان دا چې دخپل ځان په غوښو یې خپل غاښونه لگول او په ځان نه پوهېده او ټپونه یې ورو وروعفوني کېدل. له دې چې نورشاه محمود د واکمنۍ وړ نه وو نو افغان مشران او له هغو څخه امان الله خان د هغه ځای ناستي شول. د ۱۷۲۵زکال د اپریل د مېاشتې د ۲۲ نېټې په ماسپښین امان الله خان د یوه بل افغان مشر په ملگرتیا، اشرف له زندانه راخلاص کړ او د ۷۰۰ یا ۸۰۰ تنو سرتیرو په مشرۍ کې د پاچاهي د ډگر پر لور وخوځېدل. کله چې د پاچاهۍ ډگر ته ورسیدل د پاچاهۍ پر ماڼۍ یې برېد وکړ او د پاچاهۍ ساتونکی ځواک "گارد" له لږ مقاومت وروسته ور تسلیم شو او اشرف د سترگو په رپ کې ماڼۍ په خپله ولکه کې راوستله او شاه محمود یې زندان ته واچاوه. له درې ورځو وروسته محمود یا د ناروغۍ یا د پټې وژنې له امله په زندان کې مړ شو اود محمود له مړینې وروسته د اشرف د پاچاهۍ خبر خپور شو. (۴۰) \
د محمود مـُهـُر سجع داسې وه:

دولت سلطان حسين نابودشد شاه ايران عاقبت محمودشد
ژباړه: د سلطان حسین پاچاهي وپرځېدله محمود د ایران پا چا شو

شننه او جاج اخیستنه :

د هېواد د تأریخ ددغې لړۍ له لوستلو ورسته دغې پایلې ته رسېږو چې :
۱. افغانان جنگیالي او په خپلواکۍ مین وگړي دي، که بهرنیان د هغوی پر ټاټوبي برېد وکړي نو د تیري ویر او ټپ تر یوې لنډې مودې پورې زغمي خو نه شي کولای تر آخره پورې د بهرنیو یرغلگرو پیټی پراوږو یوسي. په پای کې په پښو دریږي اوله یرغلگرو څخه د ټولو لوټماریو، بې احترامیو او سپکاوي غچ اخلي.

۲. د صفوي د پاچاهۍ پروړاندې د محمود له پاڅون څخه بله اخیستنه چې باید واخلو دا ده چې که څه هم شاه محمود د ایران په شان د یوه لوی هېواد د پاچاهۍ لپاره لا ډیر ځوان وو او د (کندهار له دوه کلنې ادارې څخه پرته) یې د واکمنۍ پخه تجربه نه درلوده خو خپل ولس ته یې په زباد ورسوله چې که د افغانستان له غرنیو لمنو څخه ځوانان وغواړي نو کولای شي د خپل سرۍ او استبداد په وړاندې د خپل سرۍ ضد پاڅون راوپاروي او کولای شي پردښمن د بشپړې بریا تر وروستۍ پولې پورې پاڅون تر خپلو وروستیو لېکو ورسوي.

۳. په دغې شننې کې د یادولو وړ بل ټکی دا دی چې گڼې تأریخ په خپله د افغان شاه محمود پر اوږو درنده دنده ایښې وه چې د صفوي د خونړي ، خپل سري او ځانخوښي رژیم د واکمنۍ لېکه وردړې وړې کړي چې د شیعه د مذهب په رسمي کولو یې د نورو مذهبونو له لارویانو او گروهنوالو سره کلکه دښمني را پارولې وه او داسې یوه واکمني د تأریخ کندې ته دتل لپاره واچوي چې زموږ د هېواد د سلگونو زرو بې گناه هېوادوالو وینه یې یوازې د غیر شیعه مذهب په پلمې توی کړې وه. شاه محمود ددغه کارپه کولو د صفوي د لړۍ د ویني بهوونکو ، بېوړو " بې کفایتو" پاچایانو خونړۍ منگولې د میلونو زیارگالو افغان او ایراني وگړو له گریوانونو څخه د تل لپاره را غوڅې کړې . د پاچاهې داسې خونړۍ لړۍ چې ۲۲۰ کلنه واکمني یې له سره تر پایه په وینو تویولو، بیرحمیو، ورور وژنو، پایلات "فساد" ، ځان ښوونې، ټگۍ او برگۍ او ځانخوښۍ تیره شوه. داسې یو رژیم چې ژوندی وریتول ، کبابول، د سرو او خوټېدولو اوبو په لوښو کې د انسانانو اچول، د نسونو سوری کول، په تبرگي دوه نیمول، د ژوندي سړي پوستول او د دښمن د خامو غوښو خوړل، ټوټې ټوټې کول او انسانانو عیبي کول یې له سترنوښتونو څخه ول. داسې یو رژیم چې پاچاهانو یې د مرشدۍ او مذهبي خدایپالنې د ټټر په وهلو او د وینې تویولود تـــُندې په لمبو کې ان پر خپلو ورورونو، مېرمنو، کوشنیانو او ان خپلو میندو زړه نه سوَځاوه. د صفویه د لړۍ په راپرځولو کې د ایران ولس په ځانگړې توگه په ایران کې مېشت لږکي ددغو ټولو بیرحمیو، ځان مننو، ټگیو او برگیو او د مذهبي ، سیاسي او فرهنگی بنسټپالنې د ویني بهوونکي ناورین په پام کې لرو سره باید د افغان محمود پاڅون یې نیکمرغه گڼلای وي ځکه چې د صفوي ددولت له مذهبي زبیښاک څخه خلاصون د ایران د ولس له وسه وتلی کار وو.

۴. موږ نه وایو چې د اصفهان سوبمنو افغانانو په کندهار، هرات او طبسین کې د صفوي چارواکو او واکمنو د کړنوپه پرتله ښه کارونه کړي دي خو کروسینسکي دداسې یوه سړي په توگه چې اکربکر یې د سر په سترگو لېدلی وایي :" د ایران د پاچاهۍ پر گډۍ له کښینستلو وروسته د محمود لومړنی انساني کار د اصفهان قحطۍ وهلو او ځپلو وگړو ته د خوراکي توکو رسول ول. د خپلې پاچاهۍ په لومړیو مېاشتو کې یې د ښه چال چلند په راخپلولو واکمني وکړه او ایرانیان یې هک پک کړ ل. محمود دومره پوه او هوښیار وو چې د ایران د پیچلې پاچاهۍ د ادارې په پرمخ بیولو کې د افغانانو په بې تجربه گۍ پوه شو. له دې امله یې پخواني وزیران او لوړ پوړي چارواکي بیرته په خپلو دندو وگومارل او د هر یوه تر څنگ یې یو افغان وټاکه. افغانانو د ایرانیانو کارونه په هر گام کې څارل چې د بډې اخیستلو او پایلات "فساد" مخه ونیسي اوپایله دا شوه چې په تیره نېمه پیړۍ کې دغسې حکومتي چارو ساری نه درلود. شاه محمود هغه کسان چې د پخواني راپرځول شوي پاچا په وړاندې یې له درغلنې ، دوه مخۍ او خیانت څخه کار اخیستای وو او د افغانانو په گټه یې جاسوسي کړې وه یا اعدام او یا زنداني کړل. هغه په برالا ویل هغو کسانو چې خپل دولت او پاچا ته خیانت کړی وي له هغو نه شو کولای د ښېگڼو هېله ولرو او که وخت ورڅخه وغواړي همدې ورته ده ته به هم خېانت وکړي. (۴۱)

څرگنده ده چې سوبمنو افغان لښکریانو د صفوي چارواکو ناتار او نا روایي چې د شیعه د روحانیت په لارښوونې د کندهار د نیواک پر وخت د کندهار پر وگړ وشوې نه وې هیرې کړې او د همدغسې یوې خونړۍ پخوانې په تیرولو ښکار خبره ده چې د غچ د اور لمبې د سوبمنو او بریالیو لښکریانو په زړونو کې ژوندۍ وې او دا په خپله ددې لامل شوې چې د اصفهان د سوبې په اړه د هېلو غوتۍ مړاوې شي او د سوبمنو د کړنو په غبرگون کې د افغانانو په وړاندې د ایرانیانو کرکه لا زیاته کړې او هغوی یې اړکړل چې مقاومت ته لاس واچوي او پایله یې د سوبمنو افغانانو ماته وه. نه باید هیره کړو چې د ایران پر وگړو د افغانانو په را پارولو کې د ایران د سنيانو تبلیغات بې اغیزې نه ول ځکه چې د حجاز سنیانو د شاه محمود پلار حاجي میرویس خان (نېکه) ته فتوا ورکړې وه چې که که " یو مسلمان یو جنگیالی مسحیي ووژني، یو ثواب یې گټلی دی خو که څوک یو ایرانی (شیعه) ووژنې نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې اویا ځله تر هغه ډیر دی" (۴۲)

د همدغې شرعي فتوا پربنسټ سوبمنو لښکرو که څوک وژلې، لوټ کړې او د وگړو شتمني ېی ولجه کړې ددې مانا ښندي چې له مذهبي لارښوونو سره سم یې چلند کړی او همدې ته کټ مټ قزلباشو سرتیرو هم د شاه اسماعیل مرشد او د شیعه د روحانیت د فتوا پربنست: " د یوه سني وژنه د پینځو کافرو جنگیالیو له اجر څخه پینځه ځله زیاته ده. له سني سره نکاح روا نه ده. وېنه تویونه یې روا او د شتمني لوټونه یې حلاله ده او دا ددوی دیني دنده ده چې د امیندوارو میندو نسونه ور سوري کړي او نارینه کوشنیان یې په نیزې یا شلگرې ور سوري سوري کړي.د سنیانو اخیستنه او پلورنه روا ده ځکه چې سنیان له اسلامي حریت څخه وتلي دي ..." (۴۳)
د سنیانو نسونه یې ور سوري کړل یا یې په تبر دوه نیمایي کړل، په خوټېدلو سرو اوبو کې یې واچول او یا یې ژوندي له پوسته کړل ...او ...... اوس نو اجازه راکړﺉ چې د ددغو فتواگانو په کوم ځای کې اسلامي عدالت او نیاو او د خدایي انصاف او ورمنډ لېدل کیږي؟ کوم سالم عقل او سپیڅلې وجدان به دا ومني چې د یوه مسلمان وژنه د بل مسلمان په لاس، په شلگرې د ماشوم وژنه او یا د مور له نسه د ماشوم را ایستنه یو اسلامي او شرعي امر دی او ددغو کارونو کوونکي به د ثواب گټونکي او جنت ته تلونکي وي؟

د اسلامي مذهبونو تأریخونو ته یوه ځغلنده کتنه څرگندوي چې د مذهبونو او ډلو له پیدایښت سره جوخت د هرې ډلې او مذهب مذهبي مشرانو یوازې او یوازې خپل لاررویان رښتوني مسلمانان بللي او بله ډله یې زندیق او کافره بللې. او کله چې پر بله ډله برلاسې شوې د لاندې شوې مخالفې ډلې په حق کې یې هېڅ ډول ناتار، شډلتیا او ظلم نه دې سپمولی چې د داسې غیرانساني کړنو په کولوسره سره یې بیا هم د شرعیت پگړۍ پر سر تړلې او بل لوری یې د سختې سزا وړ بللی دی. له دې امله ددغسې بیلتونپالنو، ونیو بهونو پوخ لامل په خپله د اسلامي ډلو مشران دي چې خپلو لارویانو ته د ورورۍ، انسان پالنې او د دوه اړخیزه درناوي د ورښوونې پرځای او یا لږ تر لږه ورته ووایي چې : د هغو کسانو په منځ کې چې پیغمبر یې یو ، کتاب یې یودی هېڅ توپیر نسته او باید یو بل ته د زړه له کومې درناوی ولري، هغوی دې ته را پاروي چې د بلې ډلې گروهنه ور و غندي شک پرې وکړي او له دې لارې یې ددښمنۍ اور ته لمنه ووهله او د خپلو موخو په لوموکې یې ساده او سپیڅلي کسان راښکېل او خپلې گټې او چړچې یې ترلاسه کړي دي. ان تر نن پورې هغه څه چې د گروهنیزې بیلوالې او ددښمنۍ د اور پر مخ لار غوړي تویوي په اسلامي هېوادونو کې مخــَوَراغیزمن روحانیت دی چې د خپلو گټو لپاره یې له دین څخه له پیرودونکوډک بازار جوړ کړی او له همدې لارې ورته په درغلنې د ثواب د گټې د وړیا جنت د لاسوندي د ورکړې له لارې پیرودونکي د غیرانساني او ترهگریزو کړنو کولو ته هڅول کیږي او په گڼ شمیر اسلامي ډلو کې د کرکې د زړیو د شیندلو له لارې نه پریږدي چې وگړي د انسانانو په څیر دعقل او پوهې تر رڼا لاندې د یو بل ترڅنگ ژوند وکړي. او خپله ټوله وسه د خپلو هم نوعو د بسیاینې او هوساینې په لاره کې په کار واچوي او د هغو له گټوڅخه برخمن شي. په لویدیځه نړۍ کې هرڅوک چې په هرې گروهنې ، دین او یا مذهب وي، د یو بل تر څنگ ژوند کوي او هېڅ چا ته دا اجازه نه ورکوي چې دد یني اختلاف، گروهنې، جنسیت، د ټبر او ملیت لپاره دې ورته په سپکه سترگه وکتل شي او یا دې سپکاوی وشي.

این همه جنگ وجدل حاصل کوته نظری است
چون نظر باز کنی، کعبه وبت خان یکی است!

ژباړه: دغه جگړه او شخړه دناپوهۍ او لنډپارۍ یبره'حاصل' ده
چې ښې سترگې وغړوﺉ، نو کبعه او بتکده دواړه یو دي

ایراني پوه ډاکټرشـِفا د دین او مذهب په اړه پراخه پلټنه کړې او هغه پرته له توپیرپالنې او لنډگروهنې وایي چې : شیعه گروهنه د خپل د بنسټ له پیدایښته له سني گروهنې سره چې د اسلامي خلافت او ادارې حکومتي گروهنه وه دښمني درلودله، خو دغه دښمني لومړیو درو خلیفه گانو ته دډیرو سپک ویلو تر کچې راټېټه شوې وه. سنیانو هېڅکله خپل څلورم خلیفه (علي بن ابی طالب) ته سپکاوی نه دی کړی او ان د علي د کورنۍ نورو غړو ته سره له دې چې د هغوی امامت ته یې غاړه نه کښېښودله، سپکاوی نه دی کړی خوپه ایران کې د صفویه د لړۍ په رامنځ ته کېدلو ځانته یې د عمروژونکو او عمر سوځوونکو نومونه راخپل کړل او د ډیرو نورو سپکو او سپرو په ویلو یې چې " عمر اجازه ورنکړه هغه کسان چې دین او پيغمبر یې یو دی د وروڼو په شان د یو بل تر څنگ ژوند وکړي" دغه اور ته لمن ووهله. صفوي پاچایانو د خپلو سیاسي موخو د پرمخ بیولو لپاره ددین یوې دغسې بیلتونپالې هټۍ ته اړتیا درلودله [ او له همدې امله یې شیعه گروهنه یوه رسمي او حکومتي گروهنه اعلان کړه او بیا یې په سنیانو کې په تورو او غاړو پریکونو، د نسونو د څیرلو او غیر انساني ځورونو له لارې پلې کړه. شاه اسماعیل په دوه شپو او ورځو کې په تبریز کې شل زره سنیان یوازې په دې گناه چې د اسلام درو خلفاوو ته سپک نه ول ویلی په تبر دوه نیمه کړل]. د هغه په کړس کې په عثماني ترکېه کې نقیبانو او د هغوی "قاضی القضات" د شیعه گانو په اړه له ساده گي او لیونتوبه ډکه فتوا ورکړه چې دسنیانو په اړه د اصفهان د معظمعو مجتهدانو له فتوا څخه یې کمی نه درلودله او دهمدغې فتوا له امله په ترکېه کې څلویښت زره شیعه گان د شیعه توب په جرم ووژل شول. نوموړی پوه زیاتوي : د " اصول کافي" له لېکنې او خپریدا را په دېخوا تر نن د شیعه د احادیثو او روایاتو په کتابونو کې د سنیانیواو د هغوی د گروهني او مقدساتو پرضد په زرگونو لوی او کوشني سپکاوي راوړل شوی دي. د سلطان حسین صفوي د پاچاهۍ په دور کې شیخ الاسلام ملا محمد باقرمجلسي د سنیانو پرضد د جگړو پارونو اتل چې خپلې ټولې هڅې یې د ایران د سنیانوپه ځورونونیغې کړې وې د سنیانو د سپکولو او غندلو په موخه یې یوازې په خپل سره له ځانه له زرو زیات حدیثونه را وایستل. څرگنده ده چې دغو دښمنیو غبرگون را پاراوه او د عثماني ترکیې سني روحانیت د شیعه ملایانو او شیخانو په حق کې د لا کرغیړنو فتواگانو په ورکړې کې له شیعه روحانیت څخه کمي نه درلودله. (۴۴)

د اسرارنامې لېکوال نومیالی پوه فریدالدین عطار په اسرارنامه کې وایي:

ز نـادانى دلى پرزرق و پـرمکر گـرفتار على ماندى و بوبکر
همه عمر اندرين محنت نشستى ندانم تا خدا را کى پرستى ؟

ژباړه:
له ډیرې ناپوهۍ له پرتم او درغلنی ډک زړه د علي او بوبکر په ډالونو کې راښکیل شول
ټول ژوند یې په همدې خوارې کې تیر کړ نه پوهیږم چې ته به کله خدای پالنه کوی

۵. د گروهنیزو مذهبي جگړو یوه ځانگړتیا چې پکې گروهنیز او دیني مشران ټاکونکې ونډه لري په خواشینۍ دا ده چې د ولجې "غنیمت" تر نامه لاندې خپل جنگیالي د ماتې خوړلو وگړو د شتمنې لوټولو او وژلو ته هڅوي. او په پرتله ییز توگه ویلای شو چې : هغه ناتار او شډلتیا چې د ایران وگړو د افغان پاڅونوالو له لاسه ولېد ښایي د صفوي قزلباشو له هغه ناتاراو شډلتیا څخه په کمه نه وي کله چې د افغانستان د یو شمیر برخو د نیولو په وخت کې تر نیواک لاندې افغانانو د هغوی له لاسه ولېدل. شک نسته چې د افغان پاڅونوالو د پوهې کچه یوازې د ایران د ټبرنیزو او گروهنیزو مذهبي لږکیو په کچه وه چې د ټولو پوهه یوازې له دیني تنگ الواکۍ یا تعصب څخه د غچ اخیستنې د اور د کړۍ گرد چاپیره راتاوېدله او د هغوی د کړنو لارښود لېکه هم دوی ته ورکړل شوې دینې فتوا گانې وې. دویم دا چې د مذهبي گروهنو تر اغیزو لاندې هره هغه کړنه چې دوی د شیعه وگړو په حق کې تر سره کوله هغه یې یوه روا او مشروعه کړنه بلله ځکه چې په هغه وخت کې نه ملگري ملتونه ول او نه د بشري حقونو د ټولنو څرک لگېده او نه د نن ورځې په شان د رسنیو لکه بي بي سي او نورو پرمختگ نه لېدل کېده خو د شلمې پیړۍ په پای کې چې بشري پرمختگ او تمدن د ودې لوړو څوکو ته ورسید او د تکنالوژۍ په نړۍ کې یې بې ساري پرمختگونه ترلاسه کړل او په ټولنیزو رسنیو کې، اړیکو، د انځوریزو، خپرنیزو او غږیزو رسنیو بې ساري پرمختگ لکه ( مجلې ، کتابونه، ورځپاڼې، راډیو، ټلویزیون ، تیفلون، گرځند ټیلفونونه، سپوږمکیو (سټلایت)، کپمیوټر، فکس او بشپړې مېډیا او نورو) ټولو نړۍ یوه کوشني کلي ته ورته کوشنۍ کړې بیا هم جهادي مشرانو چې هر یو یې ځان پوهاند، د الهیاتو پوه، شیخ ، پیر او مرشد د دین عالم گڼي ولې د خپل هېواد او هېوادوالو په ځانگړې توگه د کابل د ښاریانو په وړاندې یې په ناتار لاس پورې کړ؟ دومره او داسې جنایاتونه وشول چې بېلگه یې په هېڅ تأریخي کتاب او د جنایي داستان په هېڅ یوه کتاب کې نه موندل کیږي او له اوریدلو یې لا تراوسه د سړي پرځان ویښته رانیغ شي. همدغه افغان جهاديان نه ول چې په ۱۹۹۲زکال کې یې د کابل له نیولو وروسته د خپلو تنظیمي مشرانو په لارښوونو د ښځو تي پریک کړل او په بیرلونو کې یې را انبار کړل؟ آیا هغو کسانو چې د کابل د بې وزلو او بې دفاعو وگړو په تندیو کې یې شپږ انچه میخونه ټک وهل ځانونه جهادیان نه بلل؟

آیا هغو کسانو چې انسانان د خښتوپخولو په اور بټیو کې ژوندي وسځول او ښځې یې پرصلیبونو میخ کړې او سړي یې ژوندي د قصابانو له چنگکونو راځوړند کړل، همدغه مجاهدین نه ول؟ مگر همدغه مجاهدین نه ول چې د خلکو پر لوڼو او ناموس یې تیری وکړ. د ولس شتمنې یې لوټ کړه اوپر ولسي شتمنۍ یې زړه ونه سوځاوه، کارخانې او تولیدې فابریکې یې وسوځولې او له بنسټه یې را ونړولې او د کابل ښار یې د تورو خاورو د ورانیو په نندارتون بدل کړ وان درندې وسلې لکه شوبلې او زغره وال ټانکونه یې د ښاري سرویسونو په گډون د سړې اوسپنې په بیه پاکستان ته یو وړې او هلته یې خرڅې کړې. جهادي مشران چې هر یو یې د ولس د وژنو له وینو او د هیواد د لوټ او ورانۍ په بدل کې د بهر په بانکونو کې په سل هاوو میلیونه ډالره را زیرمه کړي او د ولس او هیواد په حق کې له ټول دغه ناتار او شډلتیا سره سره ولې نه شرمیږي او د ویناوو په وخت کې ځانونه د هېواد د ژغورنې اتلان بولې؟ !

د شلمې پیړۍ په پای کې هغه ناتار او کړېدنې او سرې میچنې چې دغو گڼ شمیر مشرانو په خپل ولس را تاو کړې شک نسته چې افغان پاڅونوالو د اصفهان په وگړو ونه کړې ځکه اروپایي څارونکو به هرو مرو ضبط او ثبت کړې وې. یو ځل بیا دغې پایلې ته رسیږو چې مذهبي مخکښان د ورانونکو مذهبي جگړوپه راپارولو کې مرکزي ونډه لري او د ټولو هغو وینو تویولو پازوالي په غاړه لري چې د شرعي فتوا گانو د خپرولو له لارې یې سپیڅلي لارویان د مذهبي ډلو په وړاندې را پاروالې او وینې یې بهولي دي.

۶. وروستنۍ خبره دا چې: افغان زوزات (نسل) باید پام وساتي چې د میرویس خان ځای ناستي ددې پرځای چې خپله ولسي او ملي خپلواکي په خپله خاوره کې پیاوړې او را ټینگه کړې وای یوازې د ځوانۍ د شور او زوږ او مذهبي احساساتو او دپښتونولۍ د ننگ تر سیوري لاندې پرته له دې چې یوه په ځیر ټاکل شوې محاسبه یې کړې وي اوپرته له دې چې د یوه تأریخي هېواد لکه ایران د اداره کولو لپاره یې افغاني وړتیا او ظرفیت ښه اشنلي اوڅیړلې وي ویې غوښتل د افغاني واکمنۍ لمنه د صفوي ایران په خاوره کې وغځوي حال دا چې د یوه هېواد د پلازمینې او څو ولایتونو نیول یوه خبره او د ایران په شان د یوه لوی هېواد اداره کول بله خبره ده او په داسې اکر بکر کې چې کارپوهه او کارازمویل شوي کارپوهان په نست ول ددغسې یوه هېواد اداره کول د یو شمیر افغاني توریالیواو بې باکو جنگیالیو لپاره ډیر دروند کار وو. له همدې امله ټولو هغو افغانانو چې د ایران د نېواک لپاره یې ملا تړلې وه له هغې ورځې چې له کندهار راووتل د ژوند تر پایه یې یوه ورځ آرامه ونه لېدله او په پای کې (شل زره بریدگرځواک چې څه ناڅه دیرش زره د کورنیو غړي یې چې د شاه محمود په امر له کندهاره اصفهان ته کډه شوي ول) د ایران د ولس له لاسه په ځانگړې توگه د نادر افشار له پلوه ټول ووژل شول. او په پای کې د ۱۷۳۸زکال نادر افشا د کندهار د هوتکي دولت لېکې را دړې وړې کړې او د غلزیو هوتکو د کورنۍ مشران یې له کندهاره مازندران، بخارا، بلخ او د هېواد نورو لیریو سیمو ته وشړل. د میرویس خان له وخته نیولې بیا د افغانستان د یوه خپلواک دولت ترجوړېدلو (۱۷۴۷زکال) پورې دیرش کاله ونیول چې د ستراحمدشاه ابدالي په شان پیاوړی سیاسي او پوځي شخصیت رامنځ ته شي او هغه وکولای شول د افغاني کارپوهو مشرانو په سلا او مشوره د افغان د واکمنۍ لمنه دیوې پیاوړې اډانې په غیږ کې راجوړه او دا دی تر نن پورې یې دوام موندلی دی.

اخځ اولمنلېکونه:

* له دې چې زموږ د خبرو موخه د افغانانو په لاس په صفوي پیریا دورکې د ایران د پلازمېنې راپرځونه او د صفوي د رژیم د کمبلې ورټولونگ ده او له دې چې دغه سکالو په اوسنیو افغاني او ایراني کړیو کې چې ځانونو " افغانستاني" بولې له ځانگړي حساسیته برخمنه ده ددغو کرښولیکوال د خپلې لېکنې خټه او تومنه د هغو لاسوندو، کتابونو او د منښتوالو یا شاهدانو د سترگو د لېدلې حال پربنسټ درَرَولې چې د اصفهان د پرځېدلوپه پیښه کې ، پیښې یې په خپلو سترگو لېدلې او خپل یادښت لېکونه یې د رسالو او کتابونو په بڼه خپاره کړي دي.
۱. د مسیحي سیلاني پیښلېک/تأریخ سیاح مسیحي، تحشیه او پایڅوړ فقیرمحمد خیرخواه ، کابل ۱۳۶۳ ل پ. ۱۰ � ۱۲
۲. لکهارت، د صفوي دولت پرځېدنه/ انقراض دولت صفوي، د عماد ژباړه، تهران، ۱۳۶۴ ل پ ۵۵۵
۳. د مسیحي سیلاني پیښلېک/تأریخ سیاح مسیحي پ ۲۸
۴. لکهارت، هماغه اثر، پ. ۱۵۱
۵. محمد خلیل مرعشي، مجمع التواریخ/ د تاریخونه ټولگه پ ۴۴ (د لکهارت له خولې، د ۱۳۱ پاني لمنلېک)
٦- لکهارت، هماغلته، پ ١٥١
٧- لکهارت، هماغه، پ ١٥٠-١٥٢
٨- کروسينسکى، هماغه اثر، پ ٦٣
٩- لکهارت ، هماغه اثر، پ ١٥١، ١٥٧
١٠- ايران ،کلده اوشوش، لېکنه، مادام ژان ديولافوا، شواليه لژيون دونورد پاریس د اکاډیمۍ افسر ١٨٨٧، د ارواښاد علمي محمدفره وشي ژباړه ، دډاکټر بهرام فره وشي په هڅه، چاپ ١٣٧٧ د تهران پوهنتون، پ ٢٥٦-٢٥٧
١١- هماغه اثر، پ ٢٥٧
١٢- لکهارت،هماغه اثر، پ ١٦٣-١٦٤
١٣ -قدرت اﷲ حداد- کيوان (ولس)، ٨١ گڼه پ ٣، د تاريخ منظم ناصرى له مخې
١٤- لکهارت، هماغه اثر، پ ١٥٦د مسیحي سیلاني له تاريخ سره دې پرتله شي، پ ٤٠
١٥- د کروسینسکي په وینا د اصفهان پرځېدنه/ سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکي ، پ ٥١
١٦- د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحي، پ ٣٩، لکهارت، هماغه اثر، پ ١٨١
١٧- د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحي، پ ٤٢،لکهارت، پ ١٩٣
١٨- د کروسینسکي په وینا د اصفهان پرځېدنه/ سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکي ، پ ٥٩
١٩ - هماغه اثر، پ ٦٠
٢٠- جى، پى، تيت، سيستان، ټوک ١، د ډاکټرسيداحمد موسوى ژباړه ، د تهران چاپ ١٣٧٤، له پ ١٥٤وروسته، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحي، پ ٤٢
٢١ - لکهارت،هماغه اثر، پ ١٨٧، ١٩٥
٢٢- ډاکټر شفا،له یوزرو څلور سوه کالو وروسته/ پس از هزار وچهارصد سال، ټوک ٢، پ ، ٧٦٠
٢٣- لکهارت،هماغه اثر، پ ١٨٧، ١٩٥
٢٤- لکهارت، پاڼې ١٩٨-١٩٩
٢٥- شفا، هماغه اثر، رستم التواريخ ، د محمدهاشم آصف لېکنه، د تهران چاپ ، ١٣٤٨
٢٦- د کروسینسکي په وینا د اصفهان پرځېدنه/ سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکي ، پ ٦١
٢٧- لکهارت، پاڼې٢٠٠-٢٠١، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحي، پاڼې ٤٩- ٥٠
٢٨-فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځو پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخير،ټوک١، پ٩٤، لکهارت، مخکې ویل شوی اثر، پ ٢١٩، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى پ٦٣، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسينسکي په وینا، پ ٧٦-٧٧
٢٩- تاريخ سياح مسيحى، کابل، ص ١٢-١٣، سقوط اصفهان بروايت کروسينسکي، ص ٤٦
٣٠- لکهارت، هماغه اثر، ٢٢١، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى پ ٦٣، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسينسکي په وینا پ ٦٣
٣١- د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى، پ ٥١، لکهارت، پ ٢٣٢
٣٢- لکهارت، پ٢٣٣، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى، پ٥١، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسينسکى په وینا ، پ ٦٧، کروسينسکي نوي مذهب ته د را اووښتو کسانو شمیره سل زره لېکلې ده.
٣٣ - د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسينسکى په وینا ، پ ٦٨
٣٤- لکهارت، پ ٢٣٤، کروسينسکى، پ ٥٣
٣٥- د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى، پ ٥٧
٣٦- د گوربت مجله ، څلورمه گڼه،پینځم کال، پ ٥، د ښاغلي حداد په قلم د زبردست خان مقاله
٣٧ - د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسينسکي په وینا، پ ٧٢
٣٨- لکهارت، هماغلته، صفحات پاڼې ٢٣٩-٢٤٠، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى، پاڼې ٦٠-٦١
٣٩- لکهارت، پ ٣١٧، د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحي، پ ٦٤، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان د کروسينسکي په وینا ، پ ٧٥
٤٠- هماغه سرچینه ، هماغلته
٤١- د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسينسکى په وینا، پ ٨٠،فرهنگ، هماغه اثر، پ ٩٥
۴۱- د مسیحي سیلاني پیښلېک/ تاريخ سياح مسيحى، پ٦٣، لکهارت، پ٢٢١
۴۲- د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان د کروسينسکي په وینا، چاپ ١٣٨٢، پ ٣٢
۴۳- له یو زور څلور سوه کالووروسته/پس از هزار و چهارصدسال، پ ٧٢٦
۴۴-توضيح المسايل ، پ ( ٢٥٩-٢٦٠)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery