سعودي عربستان اعلان کړی چې په کابل کې یې د خپل سفارت قونسلي څانګه پرانېستې ده.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69311

دخبریدو نیټه : 2021-12-01

 

رویټرز خبري اژانس د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس 'SPA' د راپور پر اساس خبر ورکوي چې په کابل کې د سعودي قونسلي څانګه له پرون- سې شنبې راهیسې پرانیستل شوې او د افغانستان وګړو ته یې قونسلي خدمات پیل کړي دي.

سعودي عربستان او د نړۍ ډېری هېوادونو په اګسټ میاشت کې په کابل کې خپلې ډپلوماتیکي استازولۍ او سفارتونه وروسته له هغه بند کړل چې طالبان ناڅاپه په افغانستان کې واک ته ورسېدل