زموږ وطن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69342
سمیع الله خالد سهاک
دخبریدو نیټه : 2022-03-08

 

زمــــوږ وطن اوس له نســـلونو نه کړیږی ولې؟
د بیګنـــاه خلکو آرمـــان نه پـــوره کیږي ولې؟
وطن یی وران او بد زامنو یی په نورو خرس کړ
د څـــلویښت کالو واویـــلا نه اوریدل کیږي ولی؟
نانزکه جوړه شوه وطن د ښکیلاک ګرو په لاس
دعاوې کوو شپـــه او ورځ چی نه قبلیږي ولی؟
هڅې لـــه ورانو او ویجاړو مو مسکن جوړ شو
د دنیـــا خلک ورتـــه راغلل نه ودانیـــږي ولې؟
خالد له هرڅه د دنیا ښکلی وطن پری ګران دی
افغانستـــان له څلویښـــت کالو خرابیږي ولې؟


د فبروری ۱۱، ۲۰۲۲ کال
مونتری، کالیفورنیا