اباسين راغی غاړې غاړې ~ پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه اباسين بيا پۀ څپو راغی ~ پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه اباسين بيا څپې څپې دی ~ هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه اب و دانه مې شوه تمامه ~ ليلا پر زړۀ راکړۀ د تورو ګوزارونه اب کوثر جانانه راشه ~ د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه اپت وهلي کښت ته راغلم ~ نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه اټې اټې زلفې دې توی شوې ~ د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه اجر و جزا د عمل حق ده ~ څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه احمده خدای دې جنتي که ~ تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه اخر بۀ خاورې شې صورته ~ که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه اخر بۀ خاورې شې بدنه ~ که دې هر څو پر وطنو وګرزومه اخر بۀ خاورې شې جانانه ~ ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه اخر بۀ پاتې شې ميدانه ~ مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه اخر بۀ دا دنيا شي ورانه ~ تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه اخر بۀ کند کچکول راواخلم ~ چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه اخر به مرم پاتې بۀ نه شم ~ ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم ~ که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه اخر بۀ وران شې پېښوره ~ د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه اختر پرون ؤ پرون تېر شو ~ دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه اختر پرون تېر شو عالمه ~ د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه اختر نژدې دی روژه لاړه ~ ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی ~ نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ ~ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه اختر ته ډېره خوشالېږم ~ زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي ~ دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه اختر د واړو مبارک شه ~ دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه اختر دې تا ته مبارک شي ~ چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه اختر له تا سره ښایېږي ~ نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه اختر نژدې دی ياره راشه ~ مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه اخر ته داسې درته وايم ~ اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه اخرنی ځای دې لحد دی ~ ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه ادکې مورې څراغ بل کړه ~ د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه اذان پۀ ځنډ کوه طالبه ~ زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو ~ که مې له سرو سترګو ويني تويومه ارمان ارمان تېره ساعته ~ پېدا بۀ نه شې کۀ ملنګ در پسې شمه |