مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی  ~ مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه
پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی  ~ جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه
پاس پراسمان راشه رامداره  ~ داسمې لارې راڼېزونيولې دينه
پاس پراوږودې منګی مات شه  ~ چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه
پاس پربام مه خېژه کوترې  ~ پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه
پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې   ~ زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه
پاس پۀ تيرااوره بارانه  ~ دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه
پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه  ~ مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه
پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله  ~ نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه
پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې  ~ بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه
پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو  ~ دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه
پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې  ~ چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای  ~ نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه  ~ محمدوخوت دالله ديدارته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري  ~ اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو  ~ جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه
پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې  ~ يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه
پاس پۀ هواراشه جانانه   ~ داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه
پاس داسمان ستوروته ګوره   ~ پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه
پالنګ دسرونالۍ دزرو  ~ ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري   ~ نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه
پام کوه واردې خطانۀ شې   ~ دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه
پانسۍ دزلفوماته راکړه  ~ زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه
پاولی ديخ سينه دې تخت دی   ~ چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه
پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی  ~ ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه
پتنګ خويوځل شهيدشوی  ~ افرين ماته چې مدام سوزم مينه
پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې   ~ شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه
پتڼ پۀ منځ دبازارراغی   ~ شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه
پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه  ~ ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه
پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي  ~ زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه
پتڼه راشه کۀ پرې سوځې   ~ ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه
پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم  ~ بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم  ~ چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم   ~ پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه
پټ کرمونه درب ډېر دي   ~ جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery