مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاری شريف اودشرح فضل الباري لړۍ (۴) برخه 

- علامه محمـد معين الدين ابوالفضل حفظه الله تعالي.

بسمه تعالي .
محترمولوستونکو دګمراه ډلو له جملي څخه يوه ډله داسي ډله ده چي دمنکرين حديث په نامه سره ياديږي دغه ډله دنبي عليه السلام له احاديثوڅخه منکره ده ،او په احاديثوعمل کول جائزنه ګڼي البته دغه ګمراه ډله بيا په خپل منځ کښي هم پرمختلفوډلوباندي تقسيم سويده ، دوۍ دخپل دغه فاسد مسلک دپاره له ځان سره خورا ډير باطل دليلونه لري چي مکمله توضيح به ددي په خپل مناسب ځاۍ کښي انشاءالله درته راسي ،ددوۍ له ډيرومهمو دلائلو څخه يودليل دادئ چي دنبي عليه السلام داحاديثو تدوين دده مبارک له وفات څخه دوه سوه يادوه نيم سوه کاله وروسته سويدئ ،يعني هغه وخت چي دامام بخاري ، امام مسلم ، امام ابوداود ، امام نسائي ،اوامام ابن ماجه وغيرهم رحمهم الله تعالي زمانه راغله نوداحاديثوتدوين وسو ،نوپه دي سبب احاديث قابل دقبول نه دي، نوپه دي خاطر چي ددغوګمرهانو ددغي خبري کذب اوبطلان درته واضح سي نوځني نمونی دتدوين اودليکني درسول عليه السلام داحاديثوکومي چي داصحاب کرامو په زمانه کښي داصحاب کراموپه لاسوسره سويدي درته ذکرکوم خوله مخه تردي دوي مهمي خبري درته کوم .

اوله خبره دا ده چي داسلام د پيغمبر اودصحابه ؤ په زمانه کښي دنبي عليه السلام دحديثونودحفاظت اودخوندي کولو دپاره اصحابو دري لاري په کاراچولي وي ،اوله لارداوه چي دنبي عليه السلام احاديث بي په خپلوذهنواوپه زړو کښي په مضبوط ډول حفظ کول اوپيادول بي وعربوته په فطري ډول الله پاک ډيري طاقتوري اوبي مثاله دحفظ قوي ورکړيوي اوکله چي بيا دوۍ په اسلام مشرف سول نوپه دي باره کښي نورهم مضبوط وګرځيدل ،اودوهمه لار دتعامل لاروه ، يعني هرحديث چي به دوۍ له نبي عليه السلام څخه واوريدئ نو په حتمي ډول بې دهغه په مقنضي عمل کاوه ، اودريمه لار داوه چي ځينوددوۍ به دنبي عليه السلام دمبارکواحاديثو تحريراوليکنه هم کوله .

دوهمه خبره داده چي له نبي عليه السلام څخه داسي روايتونه اوحديثونه هم راغلي دي چي هغه پردي باندي دلالت کوي چي داسلام پيغمبر خپل اصحاب له تدوين اوله ليکني داحاديثوڅخه منعه کړيوه دمثال په ډول په مسلم شريف کښي له حضرت سعيد خدري رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي .(لاتکتبوا عني ومن کتب عني غيرالقران فليمحه حدثوا عني ولاحرج ومن کذ ب علي متعمداً فليتبوء مقعده من النار )

يعني مه ليکئ تاسي له ماڅخه يعني حديثونه زما اوهرچا که ليکلي وي له ماڅخه غيرله قرانه ،يعني نور شيان نومحوه اوخراب دي کړي ،او نقل دروايت اودحديث کوئ له ماڅخه اوپه دي کښي هيڅ حرج اوممانعت نسته اوهرچاکه وويل دروغ پرماباندي په داسي حال کښي چي تعمدکونکئ ،قصدکونکئ ؤ په دغه دروغ ويلو کښي نوودي نيسي ځاۍ خپل له اورڅخه ددوږخ .

همدارنګه ددترمذي شريف په دوهم جلد (۱۰۶)صفحه کښي له حضرت سعيدخدري رضي الله تعالي څخه په دي مضمون روايت سويدئ چي ده ويلي دي چي ما له رسول عليه السلام څخه دحديثو دکتابت اجازت وغوښتئ نوده مبارک وماته اجازت رانکړ، دارنګه دمسند امام احمد په پنځم جلد (۱۸۲) مخ کښي له حضرت زیدبن ثابت څخه په هم دغه ډول روایت سوۍ دۍ خو له دي سره سره داحاديثوپه معتبروکتابوکښي داسي حديثونه هم موجوددي چي داسلام پيغمبرداحادیثو دکتابت اجازه واصحابو ته کړيده بلکي پدي باندي هم دلالت کوي چي ده مبارک به واصحابوته داحاديثو پرليکنه باتدي باعثتوب ورکاوه نوعلماء کرامو اومحديثينو فرمايلي دي چي احاديث دمنع دکتابت محمول دي پرابتداء داسلام باندي اومنسوخ سويدي په هغو حديثوسره چي داحاديثو دکتابت پراجازه باندي دلالت کوي مکمل تفصيل به ددي هم په خپل ځاۍ کښي درته راسي دلته دغه قدرکفايت کوي .

درخانه اګرکس است ــــــ يک حرف بس است
اوس وهغوليکنوته ځيرسئ کومي چي نبي عليه السلام يا صحابه ؤ دنبي عليه السلام داحاديثو کړيدي .
درسول عليه السلام اودصحابه کرامو په زمانه کښي تر (۱۱۰) هجر ي سني پوري داحاديثومبارکه ؤد تدوين اود کتابت بيان .

(۱) کتاب صدقه .
عبدالله بن عمر رضي الله عنهما فرمايې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دخپل
ژوندپه اخري ورځوکښي وخپلوحاکمانوته دليږلو دپاره کتاب الصدقه تيار کړئ وو چي په هغه کښي دحيوانانودزکات مسئلي وي .(ترمذي)

(۲) صحيفه عمروبن حزم
رسول الله صلي الله عليه وسلم ديمن وګورنرياوالي عمروبن حزم رضي الله تعالي عنه ته يوه صحيفه ليږلي وه چي په هغه کښي دقران کريم دتلاوت ، لمونځ ، زکات ، طلاق دغلام ازادولو، قصاص ،ديت فرائض (د ميراث مسئلي) سنن اودکبيره ګناهونو تفصيل ليکل سوئ وو .
احمد ،ابوداود ،نسائي دارقطني ،دارمي ،حاکم ،

(۳) صحيفه علي رضي الله تعالي عنه .
رسول الله صلي الله عليه وسلم وعلي رضي الله عنه ته يوه ليکلي سوي صحيفه ورکړي وه چي دهغي صحيفي په باره کښي به علي رضي الله تعالي عنه فرمايل چي،،قسم په الله دئ زماسره دويلوليکلو بل کتاب نسته ماسوي دالله پاک دکتاب څخه اوددي صحيفي څخه، داماته رسول الله صلي الله عليه وسلم راکړيوه په دي کښي دزکوة مسئلي ذکرسويدي .
احمد)

(۴) صحيفه وائل بن حجر رضي الله تعالي عنه .
وائل بن حجررضي الله تعالي عنه چي کله خپل وطن حضر موت ته تلئ ، نو نبي کريم صلي الله عليه وسلم دهغه لپاره دلمانځه ، زکات ، روژې، نکاح ،سود ، شراب وغيره په مسئلوباندي مشتمله صحيفه تياره کړه اوهغه ته يې ورکړه .
(طبراني )

(۵) صحيفه سعدبن عباده.
سعدبن عباده په خپله له رسول الله صلي عليه وسلم څخه حديثونه اوريدلي وو، اوداصحيفه يې تياره کړي وه

(۶) صحيفه سمرة بن جندب .
سمرة بن جندب رضی الله تعالي عنه داصحيفه درسول الله صلي الله عليه وسلم په ژوند کښي تياره کړيوه اوبياد هغه دزوۍ سلمان رضي الله تعالي عنه په حصه کښي راغله (حفاظت حديث )

(۷) صحيفه انس بن مالک .
درسول الله صلي الله عليه وسلم خاص خادم انس رضي الله تعالي عنه په خپله حديثونه اوريدلي ؤ ، بيا يې ليکلي ؤ اورسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې اورولي ؤ اورسول الله صلي الله عليه وسلم دهغه تصديق کړئ ؤ .
(حاکم)

(۸) صحيفه عبدالله بن عباس رضي الله تعالي عنهما .
دعبد الله بن عباس رضي الله تعالي عنهما سره دحديثوڅو کتابونه ؤ ،کله چي عبدالله رضي الله تعالي عنه وفات سو نو دهغه سره داوښ ديوه بوج برابرکتابونه ؤ .
(ابن سعد)

(۹) صحيفه جابربن عبدالله . رضي الله تعالي عنهما
دجابر بن عبدالله رضي الله عنهما ترتيب کړه شوي صحيفه دحج داحکامو پراحاديثو باندي مشتمله ده .

(۱۰) صحيفه صادقه .
له عبدالله ابن عمرو بن العاص رضي الله عنهما سره دحديثو ډيره لويه ذخيره وه چي ده به دهغي ذخيري په باره کښي فرمايل چي ،صادقه هغه کتاب دئ چي ما بې له کومي واسطي له رسو ل الله صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلئ دي اوبيا مي ليکلئ دئ .

(۱۱) صحيفه عمربن خطاب رضي الله تعالي عنهما.
په دغه صحيفه کښي دصدقي اودزکوة حکمونه ليکل سوي وو،امام مالک رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي مادعمررضي الله عنه داکتاب په خپله لوستئ دئ .
موطا امام مالک .

(۱۲) صحيفه عثمان رضي الله تعالي عنه .
په دغه صحيفه کښي دزکوة ټول حکمونه درج سوي وو


بخاري.
(۱۳) صحيفه عبدالله ابن مسعودرضي الله تعالي عنهما .
دعبدالله ابن مسعود زوۍ عبدالرحمن رحمه الله تعالي به په قسم سره ويل چي داصحيفه زما پلار په خپل لاس ليکلي ده .

ائينه پرويزيت .
(۱۴) مسندابي هريره .
ددغه مسند نسخي داصحابو په وخت کښي ليکلي شويدي چي يونسخه يې داميرالمؤمنين عمر بن عبدالعزيز له پلارسره هم موجوده وه.
محترمولوستونکو په پنځمه برخه کښي به دامام بخاري اودده دکتاب حالات انشاء الله تعالي درته بيان سي، اوپه شپږمه برخه کښي به انشاءالله دبخاري شريف په شرحه شروع کوو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery