مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

دویم : تأریخي مخینه

سړي تښتونې ، " تري تم کېدنې " ځورونې او له بندیانو سره د بوږنوړو چلندونو نورې بڼې
[ رویټر : د ۱۹۹۲ زکال د جون څلورمه ]  : چاودنو او د درندو وسلو ډزو په کابل کې ازانگې خپرې کړي دي ....  کابل پوهنتون ته نیږدې د وحدت د گوند د ټلوالې گوریلایي جنگیالي د اسلامي اتحاد د سني جنگیالیو پر وړاندې جگړه کوي ، شیعه ډلو ، کابل پوهنتون په خپلې پوځي اډې بدل کړی دی. د منځنۍ " سه شنبې" او څلنۍ " چهار شنبې" په ورځو د دواړو ډلو گوریلایانو د توپک په وچ زور په سلگونو ملکي وگړي و دَرَول او هغوی یې خپلو خوځندونو زندانونو ته بوتلل ، هرې ډلې په خپلو پوستو کې له نیول شویو ملکي وگړو څخه د هغوی پیژند پاڼې وغوښتلې تر څو هر څوک د توکمیز تړاو پر بنسټ و پیژني ،  بیا یې بوتلل. شیعه ډلو پښتانه سُنـي مسلمانان له ځان سره بوتلل ، او د اتحاد ډلې هزاره شیعه گان له ځان سره بوتلل. هغو کسانو چې دغه پیښې په سترگو لیدلي وايي چې دغو ډلو نیول شوي کسان د توپکو تر ویرې لاندې په سوټیو او لرگیو په وهلو وهلو له ځان سره بوتلل." [1]
 
په ۱۹۹۲ زکال کې د جگړې د وحشت تر څنگ ، د اتحاد او وحدت تر منځ جگړو د یوې بلې کړکېچنې ستونزې لپاره لمن پراخه کړه : سړي تښتونه د ژب � توکمیز تړښت پر بنسټ.  د اتحاد او وحدت ډلو د ملکي وگړو تښتونې ته په دې موخه وده ورکړه چې یا یې بیرته د پیسو په بدل او یا یې د یرغملو کسانو په بدل کې خوشي کړي � اتحاد هزاره گان تښتول  او وحدت پښتانه ، تاجیګان او غیر هزاره گان تښتول. یو ژورنالیست د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل :
 
" د کابل ښار په لویدیځ کې د سړي تښتولو لمنه ډیره پراخه وه. د سیاف  او وحدت تر بولنې لاندې ، بولندویانو موټران ، بسونه او پلي تلونکي وگړي درول  او هزارگان او پښتانه یې لټول. سیافیان هزاره گانو پسې گرځېدل او وحدتیان پښتـنو پسې." [2]

هغسې چې لاندې ښودل شوې ، سړي تښتونې د ۱۹۹۲ز کال د مې له مېاشتې وروسته پیل شوې. مخکې مو له لوړ پوړي چارواکي جنرال محمد نبي عظیمي څخه یادونه کړه ، نوموړی وایي چې دواړو ډلو خپلې پوستې په هر گوټ کې څای پر څای کړې وې چې له هغه وروسته سړي تښتونې پیل شوې :
 
 " پښتـنو چې هر چیرې هزاره گان لیدل هغوی به یې نیول ، او هر چیرې چې هزاره گانو پښتانه لیدل هغوی به یې نیول. هغوی د نیول شویو کسانو نوکان ایستل ، د بندیانو سرونه یې پریکـَول ، د بندیانو پښې یې ور غوڅولې  او ان د بندیانو د ککرو په کوپـړیو کې به یې میخونه ټکوهل. هغوی به انسانان په کانتینرونو کې واچول او بیا به یې کانتینرونو ته اور واچاوه..... وحشت ، شډلتیا ، بی عدالتي او د انسانیت نشتوالی د یوې ساري ناروغۍ په څیر پيل شو ؛ هر لور ته وحشت خپور وو او انساني پرتم له ستوني زیندی شوی وو." [3]

د ډیرو تښتول شویو کسانو مخونه چې دواړو ډلو تښتولي ول ، بیا چا ونه لیدل. یو لږ شمیر را خلاص شول خو یا د یرغملو په بدل کې ، یا د دولتي منځگړو د منځگړیتوب له امله او یا له مذهبي � توکمیزو مشرانو سره د بندیانو د شخصي تړاو له امله.
د بشري حقونو د څار ټولنې په ۲۰۰۳ز کال کې له دغو نیول شویو کسانو سره یو شمیر مرکې ترسره کړي دي ، دغه نیول شوي کسان هزاره گان ، پښتانه او تاجیکان ول ، ډوی ټولو خپلې کیسې موږ ته وویلې چې لنډیز یې لاندې وړاندې کیږي.

د ۱۹۹۰ز لسیزې په لومړیو کې د وحدت د گوند سیاسي او پوځي مشر عبدالعلي مزاري. د مزاري د وحدت ډلې او هم د عبدالرب الرسول سیاف د اتحاد ډلې د ۱۹۹۰ز لسیزې په پیل کې د کابل په لویدیځ کې جنگي جنایات او نور بیلا بیل وحشتونه تر سره کړي دي

. � 1994 Robert Nickelsberg


د وحدت د گوند سړي تښتونې
د کابل په لوېدېځ کې یو ځوان تاجیک چې د ده په وینا د ۱۹۹۲ز کال په دسامبر کې د سیلو څنگ ته د سړک په سړک د جگړو په لړ کې تښتول شوی وو د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې دی د وحدت د گوند هغه غړي پیژني چې دی یې تښتولی وو[4] :
" ورور  مې راغی او له موږ څخه یې وغوښتل چې له دغې سیمې څخه ژر تر ژره ووځو. موږ چای څښه او په همدې اړه مو خبرې کولې چې ناڅاپه زموږ د کور د انگړ دروازه و ټکول شوه ، گورم چې د وحدت د ډلې کسان دي او زموږ د کور دروازه تکوي.
 
د وحدت بولندوی پوښتنه وکړه : " دا کور د چا دی؟ " ما ورته وویل " زما کور دی."  بیا یې پوښتنه وکړه " ستا نوم څه دی ؟ "  ما ورته وویل " زما نوم " ......" دی [موږ د مرکه کوونکي د خوندیتوب لپاره نوم پاک کړی دی] . بولندوی پوښتنه وکړه " تاسو د کابل یاست؟ " ما ورته وویل زه د .........یم." بولندوی راته وویل " ته درواغ وایی" بولندوی یو نوملیک را وایست، په نوملیک کې یې زما ، زما د پلار او زما د وروڼو نومونه وموندل. زموږ د نومو تر څنگ لیکل شوی ول چې موږ د شمالي یو. [ شمالي د کابل شمال ته سیمه ده چې ډیري تاجیکان پکې ژوند کوي.] بولندوی وویل " تاسو د شمالي یاست؟ "  ما ورته وویل " هو موږ د شمالي یو." ما ورته وویل چې زه په کابل کې خپلې زده کړې کوم. بولندوی را ته وویل درځه چې دننه ولاړ شو. هغه زه د خپل کور انگړ ته دننه ټیل وهلم. کله چې دننه انگړ ته ننوتلو ما خپل ورور د لاس په اشاره پوه کړ چې ځان پټ کړي خو هغه پوه نه شو. بولندوی هغه هم ولید. مخکې له دې چې د وحدت بولندوی موږ له ځان سره بوزي ، هغه یو وردکي ځوان هم نیولي وو ، هغه ډیره سرټکونه کوله ، د هغه سترگې یې ور وتړلې. هغوی موږ ټول په یوه موټر کې واچولو خو کله چې میرویس میدان ته ورسیدلو زموږ سترگې یې هم را وتړلې. وروسته له هغه پوه نه شوو چې موږ  چیرې یو او چیرې  مو بیایي."
 
کله چې موټر ودرید ، تښتول شویو کسانو گومان وکړ چې هغوی د وحدت د گوند په پوځي اډې دشت برچي کې دي خو وروسته ورته څرگنده شوه چې هغوی د دریمې کارتې د لویدیځ په څلور کیلومترۍ کې د دشت برچي شمال ته په اونچي باغبانان کې دي.
" موږ له موټره را وایستل شوو. موږېې په کانتینر کې واچولو... وروسته یو بولندی سره له دوه تنو ساتونکو راغی ، بولندوی له ساتونکو سره کانتینر ته راغی او پوښتنې یې پیل کړی. هغه وویل : " تاسو شمالي وال یاست ، د مسعود مرسته کوﺉ." ما وویل " زه د طب محصل یم ، نه ما او نه مې ورڼه هېڅ یو د چا سرتیري او جنگیالي نه یو. موږ شمالي وال یو خو د چا جنگیالي نه یو." � هغه وویل  " خوله دې وتړله." بیا د هغه ساتونکو د کلاشنیکوفونو شاژورونو ته مرمۍ ور تیرې کړې. بولندوې خپلو ساتونکو ته وویل چې موږ بوزي. زموږ سترگې یې را تړلې وې. لغتې او د سوټیو وهل پيل شول او په وهلو وهلو وخوځېدلو ، وروسته پوه شوو چې په یوې کوشنۍ خونې کې یې بندیان کړي یو."
 
تښتول شوي سړي وویل چې هغه او نورو بندیانو ته یې یوازې یو غاب وریجې ورکولې چې ټولو خوړلې. په هماغه شپه نور بندیان راوستل شول او ټول بندیان له دغه ځایه بل ځای ته ولیږدول شول :
 
" موږ یې په موټر کې بوتلو. بیا یې په د یوې ودانۍ په کښتنۍ خونې " زیر زمیني" کې واچولو � نه ، نه ، دا داسې ځای وو چې [ تر زیرزمینې لاندې بله زیرزمینې وه] تپه تیاره وه کرغیړنه ، بوینه او ډیره سړه وه. موږ اوریدل چې له پاسه د ماشینگڼو غږونه راځي. موږ گومان کاوه چې موږ په داسې یوه ځای کې یو چې د جگړې لومړۍ کرښه ده ځکه ډزې ډیرې وې.
په هماغه شپه یې درې تنه نور هم راوستل : یو ځوان د ننگرهار وو ، بل یې یو شمالي وال کارگر وو او دریم تن یې د پوهنتون استاد وو. هغوی یې هم له موږ سره په تنگه او تیاره خونه کې واچول. د ټولو لپاره دومره ځای نه وو ، به سختۍ ځاییدلو. هوا ډیره ککړه وه ، تپه تیاره او تور تورتم وو ، هېڅ شی په سترگو نه ښکاریدل. موږ یې د څو ورځو لپاره وساتلو. په ورځ کې یې دوه ځله تشناب ته بیولو. "
 
دغه تر ځمکې لاندې خونه د کنگل کیدلو تر درجې سړه وه او دغه ځوان وايي چې هغه ویریده چې د سړې هوا له امله مړ نه شي. دغه ځوان له خپل ورور سره له یوې اونۍ وروسته خوشې شو ، داسي ښکاري چې د خپلوانو د منځگړیتوب له امله چې د وحدت د گوند له بولندویانو سره یې اړیکه درلودله خوشې شول. خو ده وویل چې له هغه سره نور بندیان له بیلابیلو برخه لیکونو سره مخامخ شول :
 
" له موږ سره نور بندیان هېڅکله خوشې نه شول. هغوی تري تم شول. زه پوهیږم ، بندیانو موږ ته وویل چې د هغوی کورنیو ته خبر ورکړو. زه د هغوی کورنیو ته څو ځله ورغلم او خبر مې ورکړ. د هغوی کورنۍ ورپسې ډیرې و کړېدلې چې پیدا یې کړي. موږ ورته یو شمیر لارښوونې وکړي. خو بندیان تر یوې مېاشتې پورې نه ول خوشې شول. څو موده وروسته کله چې ما د هغوی د کورنیو له غړو سره خبرې وکړې پوه شوم چې هغوی نه ول خوشې شوي او تري تم شوي ول. "
 
یو پښتون سپین روبی وایي چې نوموړی د ۱۹۹۲ز کال د مېاشتې په نیماییو کې د وحدت ځواکونو نیولی وو او هغه لیدلي چې د وحدت د گوند غړو بندیان وژل :  
" سهار مهال وو. غوښتل مې د چهلستون د بڼ پر لور ولاړ شم . لس کلن زوی هم را سره وو. د لارې په اوږدو کې وحدتیانو ودرَولو. هغوی دوه تنه ول. موږ یې د حبېبې لیسې ته راوستلو. کله چې موږ یې ونیولو په لومړي سر کې یې له موږ سره بد چلند ونه کړ، یوازې پوښتنې یې کولې..... خو یو کانتینر مې ولید چې له بندیانو ډک وو. هغو دوه وو تنو چې موږ نیولي وو په خپلو منځو کې خبرې کولې ، یوه یې ویل چې " خوشې یې کړه دغه دواړه بې گناه دي." بل یې ویل " نه ، موږ ښه وکړل چې دوی مو ونیول ځکه دوی پښتانه دي." هغوی ډیر نور پښتانه هم نیولي ول او لیدل مې چې هغوی یې په کانتینر کې اچول.
 
لومړي جنگیالي ویل چې :" دوی دواړه په کانتینر کې واچوه! " بل یې ویل چې " نه ، له ده سره کوشنی هلک دی." لومړني سړي ویل : " څه کیږي ، په کانتینر کې یې واچوه ، دوی پښتانه دي ، ما درته وویل چې په کانتینر کې یې واچوه!" ددوی دغې شخړې تر څو دقیقو پورې دوام وکړ. وروسته یې پریښودلم چې ولاړ شم او موږ خوشې شولو." [5]
 
دغه سړي وویل چې د دوی له خوشې کېدا سره سم وحدتیانو له بندیانو ډک کانتینر په توغندي وویشت.
 
" له زوی سره مې نوی په لاره خوځېدلی وم. موږ د چاودنې غږ واورید. وحدتیانو کانتینر له بندیانو ډک کړی وو ، بیا یې د کانتینر دروازه ور پسې تړلې وه. چاودنه مې تر غوږ شوه ، شا ته مې وکتل ، و بیریدلم او د زوی لاس مې ونیو او په ځغاستو مو پیل وکړ ، موږ خپل ژوند له مرگڅپاني گواښ سره مخامخ لیده. بیا مې شا ته و کتل ،له ډز سره سم گورم چې له کانتینره لیرې ، په شا او خوا کی وحدتیانو هم په ځغاستو پیل وکړ.... د ویشتل شوي کانتینر له منځه د بندیانو د بې وسو کوکارو ډک غږونه می اوریدل ، د سوري سوري کانتینر له منځه چیغې راختلې. توغندی نیغ په نیغه په کانتینر ننوتلی وو او هلته چاودیدلی وو...." [6]
 
د بشري حقونو د څار ټولنې له هغو پښتنو او تاجیکانو سره مرکې کړي دي چې په ۱۹۹۲ز کال کې د وحدت د گوند جنگیالیو نیولي ول ، دغه کسان د هغوی د کورنۍ د غړو او یا د هغوی د ملگرو په مرسته خوشي شوي دي چې دبیلابیلو ډلو  له مشرانو سره یې اړیکې درلودلې. د جمعیت د دولت یوه لوړ پوړي ملکي چارواکي د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې د وحدت د گوند د سړي نیولو او سړي تښتولو په اړه دولت ته ډیر شکایتونه وشول ،او دولت داسې لاسوندونه په لاس کې لری چې د وحدت ډلې د کابل په لویدیځ کې په یوه ځای کې چې " قلعه خانه ' نومیږي یو زندان جوړ کړی وو ، د دغه زندان بولندوی " شفیع دیوانه " نومېده. نوموړي بولندوی په دغه زندان کې خلک وهل ، ټکول او هغوی یې همدلته وژل. د جمعیت چارواکو ته داسې غوښتنلیکونو هم راغلل چې د وحدت جنگیالیو ژوندي بندیان د خښتو جوړولو په داشونو کې سوځول. [7]
 
د کابل په لویدیځ کې یوه روغتیاپال چې مخکې مو ورڅخه هم یادونه وکړه د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې د کابل په لویدیځ کې د روغتون کارکوونکي پوهېدل چې د وحدت جنگیالیو په زرگونو تنه بې گناه ملکي وگړي دشت برچي ته تښتولي ول ، ځینې وختونه به یو شمیر کسان د منځگړو او مخورو کسانو د منځگړیتوب او خبر اترو له امله خوشې شول خو ډیري کسان هېڅکله خوشې نه شول او نه یې چا مخ ولید. [8]

----------------------------------------------------

[1] Andrew Roche, �Guerrillas clash in Kabul, some hostages freed,� Reuters, June 4, 1992.
[2] Human Rights Watch interview with O.U., Afghan journalist, Kabul, July 13, 2003.
[3] Mohammed Nabi Azimi, Ordu va Siyasat, p. 609 [translation by Human Rights Watch].
[4] Human Rights Watch interview with F.K.Z., resident of west Kabul, Kabul, July 9, 2003.
[5] Human Rights Watch interview with Y.N., Kabul, December 6, 2003.
[6] هماغه
[7] Human Rights Watch interview with R.D., former official in the interim government 1992-1995,
Kabul, July 16, 2003
[8] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker in Karte Seh (West Kabul)
during early 1990�s, Kabul, July 9, 2003.
 

ipower web host mainport benawa
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery