مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د بې قاعدې فعلو، بې قاعدې جمعو، نادوده ښځينه حالتونو او بې قاعدې صفتو راټولونه او شننه


د بې قاعدې فعلو، بې قاعدې جمعو او نادوده تأنيث حالتو را غونډول او توضيح کول هم د علمــــــي قاموس لیکني له مهمو کارو څخه ګڼل کيږي . لکه څنګه چي پوهېږو په زياترو ژبو کي د فعلو د بېـــلابېلو صيغو او د نومـــــــــو د جمــــــعي د جــــــــوړولو دپاره خــــــــــاص قواعـــــد ټاکـــــل سوي دي، چـــــي زده کــــــــړه يې هر چـــــــا
ته اسانه ده؛خو په ځينو ژبو کي د ځينو نومونو جمعي او د ځينو شيـــانـــو ښځینه نومونه تر عامي قاعدې وتلي وي . داسي بې قاعده حالتونه نه يوازي کــــــم لوستـي خلګ؛ بلکي کله کله د لوړي زده کړي خـــــــاوندان هم لــــه سترو پېچومو او کړاوونو سره مخـــامـــخ کوي . قاموس ليکوونکي بايد په ژبه کي دغه راز بې قاعده حالتونه په ډېر غوَر سره وپلـــــــټي؛ او له لازمـــــــــو توضيــــــــــحاتو سره يـــــــــې د يــــــوه دقـــــيق معــــيار په توګه وړاندي
وروستاړو په زياتولــو سره(t يا ed ،d) کړي؛ مثـلاً په انګرېزي کي ماضي حالت معمولاً د فعلو په پای کي د
جوړيږي؛ خو د دې عمومي قاعدې پرخلاف، داسي ډېر فعلونه هم ډېر دي چي له دې قاعدې څخـه مستثنأ ګڼـل چي دوهم leftا او eft ،leave چي درې سره حـالتونه يې بېل دي .يا writtenاو wrote، write کيږي؛ لکه يـې له لـومړي حــــالت څخــــــــه توپــــــيرلــــــــري . (past participle) (ماضي)او دريم حـــــالت يـــــــا وصفي وجه
او داسي نور چي حال، ماضي او دريم حالت يې ټوله د املا له پـــــلوه يـــــــو راز دي . read, cut, put, rid يا
په زياتـولـو سره د جمعي حالـت منځ ته راځي؛ لکه :�es" يا�s� همدارنګه په انګرېزي کي عموماً له نومو سره د
او داسي نور؛ خو ځيني داسي نومونه هم سته،چي د جمعي حالت يې د دې قاعدې benches, axes, books
�e� توری پــــه �a� او داسي نور، چي د جمعي په حالــــت کـــــي يېwomen ،men له مخي نه جوړيږي لکه
اوښتی دئ . سربېره پردې په انګرېزي ژبه کي د ځينو نومونو مفرد او جمع خورا عجـب و غريــــــب ډولونه لري؛
داسي�data�(اطلاعات، حقايق) ده. البــته ځينو فرهنــــګ ليــــکوونکو�data�چي جمع يـــې�datum� مثلاً
هم له دغه ډول بې قاعده اسمونو څــخه دئ ،چـــي �criterion� جمع ګڼلې ده، چي تل په انــفرادي بڼـــه کاريږي .
د جمعــــي صيغــــه ده، چـــــــي �phenomena� (معــيــارونه، مشخصـــات)ټکـــی دئ .�criteria� جمـــع يې د
يې مفرد بڼه ده. د داسي ټکو شمېر ډېر دئ، چي د ټولو يادونه يې بېـــــله پلــــټنه او څـــــــېړنه �phenomenon�
غواړي . په انګرېزي کي ځينـــي داسي بې قاعدې ټکي هم سته، چي جمـــع يې د مفــرد په تـــوګــــه استعـــماليږي
او داســي نــــور. ځيني نور ټــکي تل د جـــــــوړه والي په لــــحاظ د جمعــــــي په بڼـــه کـــــاريږي؛ �means� ؛ لکه
او داســـــي نــــــور. scissors , shoes, trousers لـــــکه :

په عربي ژبه کي هم د نومو د جمعي حالتونه بېلابېلي بڼې لري . زياتره نومونه د �ين� او �ات� وروستاړو په زياتولو سره جمع کــــــيږي؛ لکه مؤرخ- مؤرخين، معلم - معلمين، کمال- کمالات، عادت- عادات او داسي نور. ځينــي نور د دې قاعدې پرخلاف ځانتــــه ځانګـــــړي جمعي لري؛ لــــکه : سر - اسرار، شرير- اشرار، شر- شرور، فضيلت - فضائل، علم - علوم . ځيني نور نومونه هم سته، چي له دغو قاعــدو سره چندان اړخ نه لګوي؛ (Wher 8 & 140) لکه:�جـــــنج�چـي د�جنحة/جنـــــــحه� جمع او �مآخـــــــذ� چي د�مأخـــــــذ� جمــع ده.

سربېره پر دې همدا اوس په ايرانۍ پاړسي کي د�راه حلها�،�قتل عامها�،�نکته نظرها� او داسي نورو په څېر ناسمي جمعي دود دي، چي سمي بڼي يې�راههای حل�، �قتـــلهای عام�، �نکــــته های نظر/ نکات نظر� دي . د دې تر څنګ په پښتو، پاړسي او اوردو کي هم د جمعي ځينــــي صيغې د يکړ يا مفرد شخص دپاره کاريږي؛ لکه: اولاد، مسلمان، طلـــبه، مجاهدين، طوايـــــف، شروعات، حواس او داسي نور؛ په داسي حال کي چي اولاد د� ولد� جمــــع، مسلمان د �مسلم� جمع، طلبه د�طالب� جمع، مجاهدين د�مجاهد�جمع، طوايف د�طايفــه� جمع، شروعات د�شروع� جمع، حواس د�حس�جمع ده. موږ تل په خبرو او مرکو کــي له مخاطب څخه پوښتنه کوو: �اولادونه دي ښه دي؟� هيڅکـله نه وايو، چــــــي �اولاد دي ښه دي؟� دغه راز جمعو په پښتو، پاړسي او نورو ژبو کي ځينو جمع الجمعو ته هـــم لاره برابــــره کړې ده؛ لکه : مالياتها، مجازاتها، امورات، مشکلاتات، مسلمانان، غريبانان او داسي نور.

تر دې چي تېر سو، په قاموس ليکنه کي بــــله ورته مسأله د ځــــينو نــــادوده نـــــاريـــنه (مــــــذکر) او ښځــــينه ,executive - executrix, gander - goose, fox- vixen (مؤنــــث) نومـــــــو يــــــادونه ده؛ مثــــــــلاً:
او داسـي نور(انصاری۵۳- ۵۴). mediator- mediatress /mediatrix

لکه څنګه چي وينــو په بې قاعده جمعـــــــــــو کي د جمعــــي حالت د خپل مفرد حــــالــــت يو ســـاده وريـانـــــــټ يا
نه دئ . د باقاعده جــــــمعو (inflectional morpheme) د ژبپوهـانو په اصــــــطــلاح اينفلـــيکشنل مارفــــــيم
پر خلاف د جمعي دغه راز ډولونه، هر يو د کاملاً بېل او ځانګـــــړي حــالــــت استازيتوب کوی .که څه هم نن سبا په ويـــــلو او لیــــــکلو دواړو کــــــي د دغه راز نـــــومـــــــو ښځينه بـــــڼه ډېره لږ استعـــــماليږي؛ خو سره له هغه هم
قاموس ليکوونکی بايد لوستونکو ته د داسي نومو ټــول تاريخي بدلونونه او څرنګــوالی، په روښانه ټکو کي (Jackson and Amvela 82) وښيي .

نه پــــــر په انګرېزي کي داسي صفتونه خورا ډېر دي، چي د تفضــيلي او عالي صفتو د جوړولو عـــام قواعــــد
په زيـاتولـو �est� او عالي صفت د �er�تطبيقيږي؛ ځکه په دې ژبه کي تفضـــيلي صفت له ســاده صفــت سره د
دئ �tallest� او عالي صفت يې �taller� (جګ، لوړ) ټکی، چي تفضيلي صـفت يې tallسره جوړيږي؛ مثلاً د
چــــي �bad� ؛ اما د ځينو صفتو تفضيلي او عالي شکل له دې قاعدې څخه په بشپړه تـوګه توپــــير لري؛ مثلاً (ښه) ټکی هم دا بڼه لري، چي goodدئ . �worst�او تر ټولو خراب حالت يې �worse� مقايسه يي صفت يـې
(Warriner 14-16 and Thomson36-37) دئ . �best�او عالي صفت يې �better� تفضيلي صفت يې

هغه قاموس ليکوونکي چي د بلي ژبي او انګرېزي يا انګرېزي او بلي ژبي د دوه ژبيز فرهنګ په لیکلو لاس پوري کوي، بـايد هرومرو داسي ټکو ته پام وکي؛ ځکه قـاموسونه هغه کتابونه دي، چي د لغاتو پر ډول ډول ماناوو سربېره بايد لوستونکي له دغه راز بې قاعدې حالتو او ګرامري باريکيیو هم سره اشنا کړي .

په پښتو کي هم د ځينو نومو لکه چوکۍ، خولۍ، ګاډۍ، هګۍ/ اګۍ، ګېډۍ او داسي نـورو مفرد او جمع يو راز دي . داسي نومونه چي د ګرامر له پلوه يې �د جنس نوم يا اسم جنس� بولي، تل په مفرد يا يکړ ډول کـــــاريږي . اوبه، بوره، غنـــم، اوړه، مستې، شيـــدې او داسي نور شيان ګــــرده په دې ډله کي راځي. په پاړسي، انګرېزي او نورو ژبو کي هم دغه ډول ټکي د جمعي په بڼه نه استعماليږي . سربېره پردې، فرهنګ ليکوونکی بايد د�مظلوميت� ،�محکوميت�،�معصوميت�،�مغلوبيت�او داسي نورو ترکيبي ټکو په جوړښت کي د پاړسي ژبي د مجعول يا جعـــــلي مصدر څرنګوالي ته هم په واضح ټکو اشاره وکي. د پاړسي ژبي قاموس ليکوونکی بايد د توضيحاتو په وړاندي کولو سره همدغه راز روښانه کي چي مقوله، موقوفه، معضله، خالصانه، شاعرانه، حکيمانه، جانانه ، عاشقانه او داسي نور جعل سوي مشتقات اصلاً په پاړسي ژبه کي د عربي ټکو له مخي جوړي سوي دي؛ او په دغه بڼه په خپله اصـلي ژبه (عربي)کي دود نه دي (نفيسی،� دستور
لغت نويسی،� فرهنګ فارسی عميد ۲۴- ۲۵) .
ځينو فرهنګونو د لومړي ټوک په پيل او ځينو نورو د الفبـايي ترتيب له مخــــي په متن کــــي د ګرامر د ډېرو مهمو ټکو، د ليکني د بېلابېلو نخښو او ځینو نورو ژبنييو مسألو په اړه لنـــــډ، خــو ارزښتناک مالومات وړاندي کړي دي . شک نسته، چـــي قاموسونه د ژبپوهني يا ګرامر کتابونه نه دي؛ خو سره له دې هم د ګـــرامر او تنقيط د عامو قواعدو په اړه د لوستونکو ځـــــينو عامو او مهمو پوښتنو ته لنــــډ جوابونه وړاندي کول، په زړه پوري او ګټــــور کار دئ . د پاړســـي پــه زړو فرهــنګو کي� فرهنگ جهانگيری �،� فرهنگ جعفری � او په معاصرو پاړسي او عربي قاموسو کي � فرهنگ عمـيد�،� المنجد فی اللغة و الاعلام �او ځینو نورو د ګــــــرامر برخي ته هـم توجه کړې ده. د پښتو په زړو فرهنــــګو کــــي� رياض المحبت � او په نوو فرهنګو کــــي د افغانستان د عـــــلومو اکاډيمۍ� پښتو - پښتو تشريحــي قاموس � ګرامري اړخو ته ښه پام کړی دئ .

ځيني وختونه د يوې کليمې يوه ټاکلې بڼه د خلګو پر يوې خــــاصي ډلي دلالت کوي؛ لکــــه �علمأ� چي د �عالِم� د کليمې د جمعـــــي حالت دئ؛ خو زياتره د ديني عالمانو په مفهوم کاريږي؛ ځکه موږ په پښتو او پاړسي کي نه وايو: ديني پوهان/ دانشمندان دينی؛ بلکـــي د هغو پر ځای وايو: دينــــي عالــــمان يا ديني علمأ/ علمای دينــــي
په بڼه کــاريږي . دې ټولو باريکـــو �Ulama/Ulema� يا علمای کــرام . دا کليمـــــه حتــــا په انګرېزي کي هـــــم د
لغـوي اړخو اواختصاصي ځانګړتياوو ته د لوستونکو پام اړول، تر هر چا مخکي د قامــــوس ليکوونکی کار دئ .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery