مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پښتو د ځينو سيمه يیزو ټکو عامول او رواجول


د پښتو د متروکو او زړو ټکو تر څنګ، د پښتنو په غرو او رغو کي لا تر اوسه د داسي ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو شمېر خورا ډېر دئ، چي په بېلابېلو ښارو کي يې اوسېدونکي پښتانه ښه نه پېژني؛ لکه کاوړ(قهر، خروښ)، پمبی(آخور)، مزدک(مسجد، ماجت)، زغنجر(ناروغ، مريض)او په سلګونو نور. سربېره پر دې، په پښتو کي ځيني نور ټکي هـــم سته، چي د پښتنو په ټولو سيمو کي باب نه دي؛ لکه نربګۍ(هغه ښځه چي د نارينه غوندي غټه مټه، تېکه پکه وي، نرګته)؛ نرښځوکی، نرښځک/ نرښځی(مخنث، خنثی، ايجړا)؛ سيوَک(د سين په زېر او د واو په زْوَر)ياني کمزوری،کم جانه، ضعيف البنيه، سوځېدلئ؛ شېوه/ شوه(ځوړ، مخ پرکښته، زغمل، سترګي پټول، اغماض)؛ چخړن/ چيخړن، چخړک (هغه څوک چي سترګي يې چخړي کوي)؛ پتڼ(پتنګ، بورا، پروانه)؛ ورشو(شنه مځکه، شين کوړم، شينېلی، شينګيا، څړ ځای)؛ اوېجه (مځکه، مېنه، خاوره، ټاټوبی، ملک)؛ خَرَټه(لويه لنګوټه،د وياړ او سرلوړۍ په بڼه لويه بګړۍ)؛ دروه/ دروهه (ټګي برګي، چم، چل، غولونه)؛ لړه (جنګ، جګړه، شخړه، شر، فساد، ناارامي)؛ رډ (سپين سترګی، بې شرمه، سرکښ، سرټمبه)؛ پټه (خج په وروستۍ څپه)ياني زينه/ ځینه، پوړۍ؛ تېک (جګ، نېغ)؛ ګرګه (لويه ډبره، زيان؛ تاوان، ضرر)، ګوسه (ډبره، تيږه)؛ګاره(لويه ډبره، غټه تيږه)؛ کرکنډه(ډبره، تيږه)، بتاره(ګُرز، د جنګ کولو وسيله، يو کوتک ډوله وسله، چي د دوښمن د وهلو له پاره غټ سر لري)؛ بکرۍ(بکره، چقماق/چخماق، د اور اخيستو ډبره)،نينګل(چاته هيله يا تمه کول، له چا څخه مرسته يا کومک غوښتل)؛ کرښپل(د پله کرښه يا نخښه)؛ ګْرُوب(نړېدلئ، چپه، وران)؛ بګاښ/ بوګاښ (د مخالفو کسانو تر منځ سوله يا منځګړیتوب کول؛ بور(په اوږده يا مجهول واو یا نسواري رنګ)؛ ټاپی(ټاکلی وخت، موسم)؛ شــوډنګ(نادوده، ناوړه او شرمناک عمل)؛ لګه درګه(ګډوي، بې نظمي)؛ انډوخر(بدمستي، خرمستي، ګډوډي، بې نظمي، لټپېر)؛ ډرۍ(پوزخند، ملنډي)؛ کجګر(کونج، دوراهي، مـــوړ)؛ ايسيت(سبب، بابت،عامل، وجه)؛ پېخر(ډېر، زيات، زښت، پرېمانه)؛ نيامت(قصد، نيت، هوډ)؛ بڼه(رنګ، څېره)؛ جوله(قيافه، د مخ ظاهري جوړښت)؛ تلولی(وارخطا، پرېشانه، نګران، اندېښمن)؛ پيشتکی(هغه څوک چي په کسبي توګه له ونو څخه مېوې شکوي)؛ ګوډانه(له ونو يا درختو څخه د ميوو ټولولو خاصه کڅوړه)؛ اينګه (هغه ښځه چي د پلرګنۍ په استازيتوب له ناوي سره د واده په شپه ملګرې وي)؛ اينکی(د ودېدو په شپه د پلار له کوره د وتو پر مهال د ناوې ژړا)؛ رينګی/ رينګــــټ(د کوچنيانو پرله پسې او اوږده ژړا)؛ ناټک(خندنۍ ننداره، ملنډه، ټوکه، پوزخند)، متار، کراسته، ايداد، وټه، اهاړ او په سلګونو نور هغه ټکي دي، چي زياتره د پښتو په لوېديځه لهجه، په تېره بيا کندهار او شاوخوا سيمو کي ډېر استعماليږي؛ او ځينو ځينو يې د بېلو قاموسي ټکو په بڼه تر اوسه، د ژبي زياترو قاموسو ته لاره نه ده موندلې. داسي ټکي د پښتو په نورو لهجو کي هم تر انده پاس دي.

د پښتو ځيني ليکوال، شاعران او څېړونکي کله کله په خپلو ادبي او تحقيقي اثارو کي دغه راز کليمې او ترکيبونه کاروي، چي متأسفانه د نورو سيمو پښتانه هغو ته د پرديتوب او نااشنايي په سترګه ګوري. د دې دپاره، چي دغه او دې ته ورته کليمې د پښتنو په ټولو سيمو او لهجو کي په بشپړه توګه وپېژندلي سي، لازمه ده چي د پښتنو په ټولو رغو او رغو کي ژوري او هر اړخيزي پلټني وسي؛ او داسي ارزښتناکي زېرمي په ډېر غوَر او دقت را غونډي؛ او بيا د پښتو ژبي په لويو او مشرحو قاموسو کي، له اړونده مثالو او نظايرو سره، لوستونکو ته وښوول سي. که د داسي سپېڅلو پښتو ټکو په را غونډولو او ضبطولو کي پرله پسې هڅي ونسي، د زمانو په تېرېدو سره به د هغو د ويوونکو او کاروونکو دايره ورځ په ورځ تنګه؛ او په پای کي به د پښتو د نورو متروکو او هېرو سوو ټکو په دود، يو په بل پسې له لاسه و وزي .

په قاموسو کي د ځينو سيمو او ځینو ځانګړو ډلو له ژوندانه سره تړلي ټکي


لوی استاد- ارواښاد علامه حبيبي(۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م)د قاموسي موضوعاتو او توکو په ډله کي د هغو ټکو يادونه هم کوي، چي د خلګو په يوه خاصه ډله کي ويل کيږي؛ لکه د کندهار ښځي چي د تعجب پر ځای وایي: يو(په اوله ضمه او معروف واو)يا کوچنينان چي وريجي ممۍ(په دوه زورکيه)بولي يا پېښوريان، چي د هډو(په اوله فتحه، دوهمه ضـــمه او مجهول واو)کلـــيمه ډېره استعمالوي، یا خودښکه چي ځينــــي کندهاريان يې د قســـم يا تهديد دپاره وايـــي(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�،۳).
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery