مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په انګرېزي قاموسو کي د لغوي توکو او موضوعاتو ډولونه

د انګرېزي ژبي ځينو ژبپوهانو په قاموسو کي د لغوي توکو او موضوعاتو ډولونه په دې ډول ښوولي دي :
چي هغه هم پر دې ډلو ويشل کيږي :(Simple Words) ۱- ساده ټکي
لکه اسم، فعل، صفت، قيد، ږغونه ( د ږغ توري). (Lexical Words) الف) لغوي کليمې
چي په هغو کي(Function Words) یا وظيفوي کليمې(Grammatical Words) ب) ګرامري ټکي
ادات، د ارتباط توري، ضميرونه، مرستندويه فعلونه، اشاري ضـميرونه او آرټيکلونه شامل دي .
يا هغــــه ترکيبـــونه، چــي مــــانــــــا يـــــې (Multi Words Expressions, MWEs) ۲- څو کليمه يي محاورې
د اجـــزاوو تر مجــــمــــوعــــــې پراخـــــــه او لــــويــــه وي؛ لــــکـــــه :
او داســـــي نـــــــــور. پــــه داسي حال کي، چي Kick the bucket، kith and kin ،birds of the feather
تــه پــه همدي صفت قـــايل دي؛او په هغو کي دغــــو ډولو ته(Idioms) ځـيني لغت پوهــان ژبنييو اصطلاحاتو
ځای ورکوي :
(Phrasal Idioms) الف) عبارتي اصطلاحات
(Compounds) ب) مرکبات يا ترکيبونه
(Phrasal Verbs) ج) عبارتي فعلونه
(Support Verb Constructions) د) د مرستندويه يا کومکي فعلو جوړښتونه
(Fixed & Semi-Fixed Phrases) هـ) ثـــابت او ثـــــابت وزمه عـــــبارتــــونه
ham & eggs, knives, forks & spoons, kith & kin ځيني ثابت عبـــــارتونه لـــــکه :
(Atkins and Rundell 167) او داسي نور، د ترکيبو په څېر هم کاريږي .
۳- مخففات يا اختصارات، چي هغه هم پر درو ډولو وېشي :
(Alphabetism) الف) الفبيټيزم
(Acronyms) ب) اکرېنيمونه
(Contractions) ج) انقباضونه يا لنډوَني
شامــــل دي : چي په هغـــو کـي دغــــه ډولـــونه(Partial Words) ۴- جزيي يا ټوټه يې ټکي
(Bound Affixes) الف) تړلي يا ناخپلواکي موښلوني
او داسي نور. په اوسنييو انګرېزي قاموسو کــي دغه راز تړلوattainment، impossible لکه
صرفي ضميمو يا موښلونو ته ډېر لږ د يوه بېل يا خپلواک قاموسي سر ټکــــي ځای ورکــوي .
او هـغـه ترکيبـــونـــهEx-mayor ،Ex-wife لکـه :(Productive Affixes) ب) توليدي موښلوني
په مــــرسته تر لاسه کـــيږي؛ لکــــه : (prefixes)او داسي نورو مختاړو anti, de, un چي د
او داســــي نـــــور.undoutful, anti-war, decentralized
يا دوه بېل لغتـــونه، چي د يـوه هـــايفن (-) (Combining Forms) ج) يوځای کوونکي شکلونه
one-eyed, one-legged, heart-stricken په مرستــه سره يــــو ځــای کــــيږي؛ لـــکـــه :
او داسي نور. vinyl-covered,

تر عـــــنوان لاندي د دغــو فعــلو يـــــادونه �Multiword Verbs� پروفيسر جګـسن او پروفيسر امويله
کړې ده :
لکــــه : (Prepositional Verbs) الف) هغه فعلونه، چي اضافه توري يې ملګـــری کـــوي
او داسي call for(john), look at(him), ask for, believe in, care for, deal with, refer to
نور. لکه څنګه چي ليدل کيږي، د داسي فعــــلو په پای کي تل د مفعول یـــــادونه کــــیږي .
چي کېدای سي په پای کي يې مفعـــول راغلـئ وي . (Phrasal Verbs) ب) عبارتي فعلونه
بڼه ولري؛ لکه : (transitive) داسي فعلونه کېدای سي متعدي
bring up, look up etc.
يا لازمي بڼه ولري؛ لکه :
give in, sit down etc.
ج) هغه فعلونه، چي د ادات لرونکو فعلو او عبارتي فعلو تر منځ د پْلَه بڼه ولري؛ لکه :
check up on (my friend), get away with (that), stand up for (your rights) etc.
(Jackson and Amvela 75)
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery