مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-12   مخپرونکئ : رحيم ګل څاروان

دامن دجرګې پریکړه لیک چې همدا نن خپور شوی

رحیم ګل څاروان

بسم الله الرحمن الرحيم

 د پ ېكړه ليك د افغانستان او پاكستان د امن ۲۰۰۷م كال د اګست مياشتې له ۹مې نېټې څخه تر ۱۲ مې نېټې پورې د افغانستان په پلازمېنه كابل كې ددې لپاره جوړه شوه چې د دواړو وروڼو هېوادونو عزم او هوډ په سيمه كې د تلپاتې سولې د تامين لپا ه تائيد او لاپياوړى كړي. دغه جرګه د افغانستان او پاكستان د ولسمشرانو د هغه نوښت پربنسټ جوړه شوه، چې د۲۰۰۶ م كال د سپټمبر پر ۲۷ مه نېټه يې كړى داجرګه چې د ۷۰۰ تنو غړو په ګډون جوړه شوې وه، په خپل ډول كې يوازينۍ تاريخي جرګه ده چې د خلكو ترمنځ يې د خبرو اترو لاره پرانيستله. په جرګه كې ددواړو هېوادونو د پارلمانونو غړو، د سياسي ګوندونو استازو، مذهبي او قومي مشرانو، د ولايتي شوراګانو رئيسانو، د مدني ټولنې او تجارتي ټولنو استازو ب خه اخيستې وه. جرګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتمآب حامد كرزي او د پاكستان اسلامي جمهو يت صدراعظم جلالتمآب شوكت عزيز په ويناو پرانيستل شوه. د امن دا ګډه جرګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جم هور رئيس جلالتمآب حامد كرزي او دپاكستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتمآب پرويز مشرف په ويناو پاى ته ورسېدله. د دې

 1. دامن ګډې جرګې په يوه خوله او يو غږ تروريزم دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله او ويې ويل چې د ېوادونو د ملي پاليسيو او امنيتي ستراتيژيو يوه نه بېلېدونكې برخه وي. د امن ګډې جرګې برخه والو اعلان وكړ چې د تروريزم پرخلاف دې پراخه او پرله پسې مبارزه وشي او د پاكستان او افغانستان له حكومتونو او ولسونو څخه يې وغوښتل چې په خپلو هېوادونو كې ترهګرو ته د پټنځايونو او روزنځايونو اجازه ورنه كړي.

 2. د امن ګډې جرګې د يوې داسې جرګه ګۍ د جوړېدو پرېكړه وكړه چې د هرې خوا له ۲۵ مخورو غړو به جوړه وي او دلاندېنيو هدفونو لپاره به هڅې كوي:

 الف- له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې د روان بهير چټكول.

 ب- د امن د ګډې جرګې د پرېكړو او سپارښتنو د څارلو او پلي كولو لپاره د منظمو ناستو او غونډو جوړول.

 ج- د امن د راتلونكې ګډې جرګې د جوړولو لپاره د طرحې ترتيب او د اسانتياو برابرول.

 3. د امن ېوادونو ترمنځ د ورورولۍ د اړيكو پر حياتي ارزښت، د متقابل احترام، نه لاسوهنې او سوله ييز ګډ پايښت لپاره ټينګار او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي- ټولنيزو او كلتوري اړيكو د لاپراختيا سپارښتنه كوي.

 4. د امن ګډې جرګې غړوكلك باور څرګند كړ چې ترهګري او د نشه يي توكو قاچاق يو له بل سره تړل شوي او د نشه يي توكو، اپيمو او نورو نا قانوني توكو كرل، پخول او اچاق يې وغندل. جرګې پر دواړو حكومتونو غږ وكړ چې ددې مصيبت پرضد دې هر اړخيزه مبارزه پيل كړي. جرګې د نړيوالې ټولنې مسئوليتونو ته هم اشاره وكړه او ويې ويل چې بزګرو ته د بديل معيشت په برابرولو كې دې داټولنه له افغانستان سره مرسته وكړي.

5. جرګې غوښتنه وكړه چې د افغانستان او پاكستان اسلامي جمهوريتونه دې د نړيوالې ټولنې په مرسته له ترهګرۍ څخه په متاثره شويو سيمو كې په اقتصادي او ټولنيز ډګر کې زېر بنايي پروژې پلې

 6. د امن ګډې جرګې د پنځو كاري كميټو بشپړې او مهمې سپارښتنې د يوې ضميمې په توګه د دغه ګډ پرېكړه ليك برخه او ورسره مل دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery