مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بشري ټولني پارازیټونه – شپږمه برخه

عبدالستار ایوبي
د سوفیزم فکري مکتب انسان ته د خپلو شهواتو او خواهشاتو د تعقیب او د ټولني په وړاندي د خپلو مکلفیتونو څخه د تیښتي لاري چاري ورښیي. خود خواه انسانان و دې فکري مکتب ته داخلیږي او هغه ټولني ځبیښي چي دوئ ژوند پکښي کوي. کله چي د یوه وجود خپله برخه حجرات خپل طبعي مسئولیتونه پریږدي او پارازیټي ژوند پیل کړي نو د سرطان نوم ورکول کیږي. سلیم سرطانونه ښه وي ایستل کیدای سي خو ځیني خبیث سرطانونه هیڅ علاج نلري. د ټولني د ځای میشتو غړو مافیاوي د همدې سرطانونو سره ورته والی لري. د سرطاني حجراتو ضرر وجود ته د هغه تولیداتو د کمیت د زیاتوالي له سببه وي چي د دوئ د طبعي فعالیت په درشل کي رامنځته کیږي. کله چي د یوې ټولني یوه طبقه یا طایفه تر خپلي برحقه برخي زیات سیاسي یا اداري نفوذ خاونده سي نو د نورو طبقاتو او طایفو لپاره او په مجموع کي د ټولني لپاره د یوه سرطان حیثیت غوره کوي. مثال یې په سوریه کي علوي فرقې پیرویان دي چي د سوریې د اوسني غاصب رژیم ۸۰٪ پوري اعضاء تشکیلوي. دا ساده منتق دی چي په ټولنه کي هر څومره خودخواه او استفاده جویه کسانو شمیر لوړیږي نو پر ټولني باندي بار زیاتیږي او هر څومره چي د مسئولیتپزیره خلګو شمیر کمیږي د ټولني د بار د زغم ظرفیت هم کمیږي چي بالاخره ټولنه منهدمه کیږي. فوق العاده امتیازاتو څخه برخمن کیدل خپله په انسان کي خودخواهي ځیږوي. موږ ټولنه د خودخواه خلګو څخه بشپړ نه سو تصفیه کولای خو که اکثریت خلګ د خپلو خواهشاتو د تعقیب څخه راوګرزوو او د ټولني په وړاندي د خپلو مسئولیتونو احساس پکښي پیدا کړو او د مسئولیت ناپزیره لوچګانو څخه نفرت په دوئ کي ترویج کړو  نو بیا هغه ټولنه ژغورلای سو. او دا خبره لمر غوندي روښانه ده چي یو څوک پر خدای پاک ج، پسله مرګه ژوندون او د الله تعالی ج له لوري د حساب د ورځي پر قیام باور ولري هغه به فوق العاده مسئولیت پزیره شخص وي او که څوک هیڅ عقیده ونه لري. هغه د خپلو خواهشاتو په تعقیب کي دومره منهمک وي چي هیڅ په دې خبره کي فکر نه کوي چي ایا زه به خالق لرم او که نه یا دا چي زه به پوښتل کیږم او که نه، داسي شخص ته یو ټولنیز مسئولیت سپارل به یقیناً د ټولنیزي ځانونوژني په معنا وي. د توحید او حساب د ورځي د عقیدې څخه ماوراء اخلاقیات داسي دي لکه دا چینایي پلاسټکي وریجي او شیدې چي پر خلګو خرڅول کیږي. که غواړو چي دا یهودي مافیاوي د خپلي قدرتمندي څخه څه ډول کار اخلي او د دې قدرت د کارولو د پایلو یو مبهم څرک ځان ته ولګوو نو راځئ چي فرض کړو چي د ایران سره د اوباما لخوا امضاء کیدونکی تړون پر وخت نه وای رسوا سوئ او هیلري کلنټن د ډونلډ ټرمپ پر ځای د امریکا ولس مشره سوې وای او ایران د امریکا په سیاسي او مالي ملاتړ په یوه ستر اټومي ابرقدرت تبدیل سوی وای. د سعودي ولي عهد شهزاده سلیمان د ولي عهدي ګوښه سوی وای او پر ځای یې یو سیکولر شهزاده د سعودي عربستان پاچا سوی وای نو د شیعګانو قدرت په سعودي عربستان او ټوله اسلامي نړۍ څومره کي زیات سوی وای؟ دا هغه شپې وې چي په افغانستان کي دهري تاجک او اوزبک د مشرقي سمت د کمونیسټو پښتنو سره یوځای د اسلام د ریښو په وهلو بوخت وه او شیعه عناصرو نفوذ د هیواد په امنیتي او انتظامي ادارو کي مخ په پراخیدو وو. هلته په پاکستان کي هم شیعه، قادیاني، اسماعیلي او بنګله دیشي اقلیتونو د ځای میشتو سني اکثریتي ملتونو پر مشرتابه باندي ناتار جوړ کړی وو. د وزیرستانونو خپلواکي سلب سول، په قبایلي سیمو کي پښتانه وځپل سول، په لال مسجد کي قتل عام وسو. په افغانستان کي سني پښتانه د چاپو او بمبارونو لاندي وه. په یمن، عراق، سوریه او لبنان کي شیعګانو پراخ پرمختګونه وکړل. په مصر کي دهریانو اخوان المسلمین په بې رحمي سره وځپل. په برما، فلپین، هندوستان کي سني مسلمانان تر غوبل لاندي وه. په افریقا کي بیا القاعده، داعش، بوکو حرام په شان سلفي کاذب جهادي سازمانونو د جهاد او سني اسلام د لا زیاتي بدنامي لپاره هر ډول جنایتونو ته لاس اچولی وو. د روسیې او چین دهري حکومتونو په خپله قلمرو کي د اسلام د ورکولو لپاره ځان ته تکتیکونه په کار اچولي وه. سني اسلام تقریباً محوه کیدو سره مخامخ وو او دی. خو دا چي د سني اسلام محوه کیدلو او د شیعه فرقې اقتدار پر اسلامي نړۍ، اروپا، امریکا، برطانیه او د دوئ مستعمرات څه ډول اغیزمن کول، پر نړیوالو زمیني، بحري او هوایي تجارتي او سفري خطوطو باندي د دوئ سلطه یې څنګه د سیوري لاندي راوستل؟ هیڅ چا ته اجازه نه وه چي فکر پر وکړي او خبري پر وکړي. حال داچي دا یو حقیقت دی چي ایران د شانګهای تړون عوضوه دی او د نړۍ شیعګان د ایران لخوا اداره کیږي. ترکان خو هغسي هم لکه ماش پر هغه خوا لغړي چي درنه سي. د هرمز تنګي، سویز کانال او د لیري اسیا د کالونیو د لاسه وتل خو د غربیانو لپاره یقیني وه چي وه او اسټرالیا، انډونیزیا، نیوزیلینډ او په تعقیب افریقایي کالونۍ به هم په تدریج سره د دوئ د لاسه وتلې. اوس د شانګهای تړون غړي چین او روس هم د نړۍ پرمختللي غربي فرهنګ لرونکي هیوادونه دي؛ او امریکا، برطانیه، اروپا او نور هم تقریباً ورته فرهنګ لري. لاکن موږ وینو چي د شانګهای تړون هیوادونو دولتونه فوق العاده دیکټاټوره او ولسونه یې په بشپړ ډول د حکومتونو د کنټرول لاندي دي یعني داسي ټولني دي چي ساختار یې د دې تقاضاء کوي چي د نړۍ پر نورو هیوادونو باندي پراخ یرغلونه پیل کړي. وسلوال ځواکونه د ډیکټاټورو نظامونو نظامي پلانونو تطبیق ته اماده او سرمایه داره طبقه و کاري قوه چي د پراخي جغرافیې د لاس لاندي لرلو سره د طبعي سرچینو پراخي زخیرې ته لاس رسی لرلو سره د دې ډول یرغلونو لپاره ازوغه برابرولو بشپړ توان لري. بلي خوا ته د امریکا، اروپا، براطانیې او د دوئ کالونیاني په خپل منځ کي بې اتفاقه، داخلي تفرقو زیاتوالی، بېځایه سیاسي او نظامي پانګوني او تر بدو بدتر دا چي د غیرقانوني کډوالو تر یرغل لاندي هم دي، یعني بهرني یرغلونو ته فوق العاده مواجه. په ډیره اساني کولای سو چي پوه سو چي دا نړیوالي یهودي مافیاوي په نیژدې راتلونکي کي څوک په چا وهل غواړي. اوس که امریکا، برطانیه، اروپا او د هغوئ کالونیاني د دې مافیاوو په قوي ولکه کي نه وای، د هغوئ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزعلومو پوهانو کولای سوای چي د هري ضعیف کونکي پدیدې علاج یې را ایستلی وای. اوس که زه د یوه هیواد واکمن و اوسم او زما هیواد ته د ګاونډي هیواده لس تنه مهاجر راسي او زما په هیواد کي واړوي، زما به باڼه هم نه سي په دروند. خو که زما ګاونډي هیواد حکومت دومره ظالم سي چي په زرهاوو انسانان ځني را فراره سي اوزما د هیواد دروازه راوټکوي نو زه درې انتخابه لرم. یو دا چي دوئ په زوره خپل هیواد ته د داخلیدلو منع کړم چي په دې صورت کي  به د انسانانو آزار او د هغوئ څخه د سوء استفادې لپاره به مي یوه زمینه سازي کړې وي. که دوئ ته خپل سرحدونه خلاص کړم او د خپلو اتباعو محدودي سرچینې ورسره شریکي کړم نو خپله ټولنه به مي انفجار سره مخامخ کړې وي. او که زه دریمه لاره دا غوره کړم چي راتلونکي مهاجرو ته په سرحدي سیمو کي کیمپونه جوړ کړم. محدود خواړه او حد اقل معیار باندي اړتیاوي ورپوره کړم او نظامي روزنه ورکړم، تجهیز یې کړم او د خپل ظالم ګاونډي په جغرافیه کي د سیاسي او نظامي مداخلې لپاره دوئ وکاروم نو نه یوازي دا چي خپله قلمرو به مي پراخه کړې وي، بلکه خپل قدرت به مي هم زیات کړی وي. د دې خبري ژوندی مثال پاکستان دی چي د افغانستان په ملیونونو مهاجر یې تر یوې محدودي زمانې پوري قبول کړل، نن یې ټول افغانستان په لاس کي دی. دا چي امریکا او اروپا ولي ورتلونکو مهاجرو څخه ګټه نه سي پورته کولای بلکه د هغوئ په لاس یې ملي هویتونه د خطر سره مخامخ دي، علت یې دا دی چي د دوئ ټولنو وجود ته پارازیټونه داخل سوي دي او هغه پارازیټونو د دوئ د وجود انرجي ژبیښل پیل کړي دي. لوړپوړي دولتي چارواکي او ولسي استازي داسي کسان دي چي نور یې خپل ولس، خپلي خاوري ته نفس تنګ سوی دی. غواړي چي خپل ثروت ځني غوټه کړي او ولاړ سي.  خلګ د دریمي نړیوالي جګړې د ګواښونو خبري کوي. وروره دریمه نړیواله جګړه پیل سوې ده. چین او روسیه عملاً په هند او پاکستان کي واکمن رژیمونه د خپلو ګټو پر محور راڅرخوي. په افغانستان کي ۲۰ کاله دوئ سي آی اې د امریکا سره وجنګول. د چین او هندوستان عسکر یوه ورځ او دوې ورځي په غرنیو سرحدي سیمو کي یوه ورځ او دوې ورځي کبډي سره وکړي. هند وایي چي زه لیري واټن توغوندیو ته اړتیا لرم، چون امریکا یې نه راباندي خرڅوي څو پاکستان خوشحاله وساتي نو زه توغوندۍ د روسیې څخه رانیسم. زما یې په څه چي روسیه د اروپا پر سرحدونو د امریکا سره ښکر په ښکر ده. روسي ځواکونه په سوریه کي ځای پر ځای سوي دي. عرب او کوردان لکه د کونډي غوایان یو وزي نه او بل ننوزي نه. هند، چین، میانمار، ایران، روسیه، او اسرائیل په ظاهره یو د بل مخالف دولتونه دي لاکن د سني مسلمانانو په وړاندي د دوئ مشترکه پالیسي دا جوتوي چي په مخفي پالیسیو کي د یوې مرجع د رهبري لاندي دي. لنډه دا چي هر ځای ډول ډول جنجالونه راپورته کیږي خو په مجموع کي د نړۍ عمومي وضیعت داسي دی چي د غرب حکومتونه د نړیوال ثروت راجمع کونکو ونډه لوبوي. دا راجمع کیدونکی ثروت د یوه نامعلوم قوت په وسیله د یو شمیر نامعلومه او بې ثمره دولتي مصارفو په ترڅ کي د هغه ځایه وځي. د نړۍ یو شمیر شرقي دولتونه بیا د نامعلومو سرچینو څخه ثروت کسبوي او پر خپل نظامي ځواک یې مصرفوي څو ثروت راټولونکي دولتونه وګواښي چي هر ګړی، هره لحظه د برید لپاره درته چمتو یو. او د غرب ثروت ټولونکي دولتونه بیا ورته وایي چي یا جنګ مه کوئ، د نړیوال امنیت روی مو درته نیولی دی. د نړۍ یو شمیر زیات ولسونه چي تقریباً ټوله اسلامي ولسونه هم پکښي شامل دی هغوئ په یوه داسي حالت کي دي چي حکومت یې و خلګو ته غوږ نه نیسي او خلګ یې و حکومت ته غوږ نه نیسي. دا هغه هیوادونه دي چي تش په نامه مستقل دي. ځیني یې بیرغونه او ملي سرودونه لري او ځیني یې تش بیرغونه لري. دا هغه هیوادونه دي چي مستقیماً د نړیوالو یهودي مافیاوو لخوا یو شمیر مقامي مافیاوو ته په ټیکه ورکول سوي او د هغوئ لخوا اداره کیږي. په راتلونکي کي د دې سیمو لپاره داسي پلان سته چي د یوې واحدي یهودي امپراتوري برخه وګرزي چي مرکز به یې بیت المقدس وي. کوم عناصر چي د دې پلان برخه دي او ورته خوشبین دي، داسي وایي چي په دې کار سره به د نړۍ خوشبخت ترین ملتونه بدبخته وګرزي او بدبخت ترین ملتونه به د عیش و نشاط ژوند پیل کړي. دا هغه خلګ دي چي د ۹/۱۱ په پیښه باندي شپږ میاشتي له مخه خبر وه. خو موږ باید د دوئ دا غوړي خبري ورسره ونه منو. حرص او خودخواهي نه خدای پاک خوښه کړې ده او نه هم غیر مسلمان پوهان د دې ډول افکارو ننګه کوي. د الهي ادیانو داعیانو (انبیاء علیهم السلام او د هغوئ مخلص پیرویان) تل د تواضع، تقوا او د نورو د خدمت لاره د بریا او د کامیابي لاره بللې ده. دا ټوله د نړۍ د لوچګانو تکتیکونه دي. او دوئ دا تکتیکونه ځکه په کار اچولي دي چي د نړۍ حکومتونه او ولسونه تل یو له بله سره په جګړه او شخړو کي وي، دوئ ته به په نه زحمت او نه خواري د نړۍ بهترین، پوښاک، بهترینه غذا، بهترین انسانان او اسباب عیش و نوش لپاره رسیږي. که روس، چین او ایران یو طرف وي، برطانیه، امریکا او سعودي عربستان به طرف وي؛ د دوئ خولۍ به په غوړو کي وي. د دوئ اساسي ګټه په دې نړیوالو اختلافاتو کي ده، ځکه که په یوازي سر یو بشپړ بلاک هم د دوئ پر ضد راپورته سي دوئ کولای سي چي د متقابل بلاک او یاغي بلاک د داخلي خاینانو په لاس کي لرلو سره هغه بغاوت د بینه یوسي. دا موضوع په ساده مثال داسي تشریح کیږي چي فرض کړو د نړۍ ټول انسانان په رابطه کي دي. ټول توافق کوي چي نړۍ زموږ ګډ کور دی او موږ ټول په دې ملکیت کي سره شریک یو. ځیني کسان زحمت کاږي، سپما کوي او یوه اندازه ثروت جمع کوي. یو شمیر بیا لټي کوي، اصراف کوي او بې وزله کیږي. بې وزله خلګ راولاړیږي و ثروت مندو ته وایي چي په نړۍ کي ټوله سره شریک یو تاسو د غنمو ګدامونه ډک کړي دي او موږ د پخت دا هم نلرو. ثروت مند ورته وایي چي موږ خواري کښلې ده، تاسو نه ده کښلې. د بشریت د وروري حق مو پر موږ دغومره دی چي د خپل ثروت څخه دومره درکړو چي د مرګه په راوګرزئ. که نور هم زیات غواړئ نو باید زموږ په شان خوارئ وکاږئ او اصراف ونه کړئ. که اماده یاست راسئ چي موږ کار درته وسپارو، ښه مزد به درکړو. ډیر د دې لټانو او مصرفینو څخه اصراف او لټي پریږدي او کار پیلوي. خو د دې لټانو څخه یو شمیر بیا هم د بروت مندانو د ډکو ګودامونو څخه سترګي نه اړوي او د وږو او مسکینانو د اکثریت د ځواک څخه په ګته اخیستنه پر خپل سر د دوئ نمایندګي خپلوي او ثروتمندان په زوره د خپلو ملکیتونو څخه بې دخلوي. اکثریت غریب او مفلس په دې طمع ورسره دریږي چي دا دومره ډک ګودامونه پر عوامو وویشل سي نو ډیر څه به راورسیږي. خو برعکس کله چي د غریبانو استازي د ثروتمندانو پر اموالو قابض سي، د غریبانو په غربت کي کمښت خو نه راځي البته د دوئ استازي چي د غریب د ژوندي پاته کیدو دقیقه اندازه ورمعلومه وي (ځکه چي عملاً یې غربت تجربه کړی وي)، د دوئ په مزدونو کي کمښت راولي او یو څو د ځان په شان سور سترګو غریبانو ته پیسې ورکوي چي زموږ پر ضد وسلوال قیام وکړئ. بیا نه هم ډک د ثروتمندانو ګودامونه چي باید په عامو غریبانو کي ویشل سوي وای، هغه د جګړې په مصارفو کي حیف و میل کیږي. د کاپیټالیزم، دیموکراسي او سوسیالیزم حدود په پورته مثال کي په ډیر ساده ډول پیژندلای سو. که د کندهار د اوسنیو طالبانو د والي (ښاغلی وفا صاب) ته وګورو چي ولایت ته په اریش کالو او پاپړي چپلوکو کي راځي (څو وښیي چي په اقتصادي وضیعت کي یې بدلون نه دی راغلی). خو پټ خبریږو چي یوه پیغله یې په ۱۸ لکه افغانیو غوښتې ده. دا خبره ګټه نه راته کوي چي ورته ووایو چي دا ۱۸ لکه دي د کومه کړې او دا پیغله دي ولي د ولایت څخه وړاندي نه راودول، ځکه چي ډیر قسمخوره به پیدا سي چي ووایي چي دا موږ ورته بخشیشي کړې. اوس که ولس بل څوک پر ده باندي هیئت مقرر ګړي، کوم سور سترګي چي پر راټول دي د ده په شان یو بل وفا به پر ده هیئت وټاکي.
د غدر مفهوم: دا چي غدر څه ته ویل کیږي او د غدار افادیت څه دی، د یوې بیلګي په توګه داسي په پوهیدلای سو. موږ په پاکستان کي مهاجر وو چي یو نیژدې خپل مو د کندهار څخه راغلی. هغه مجاهد پاته سوی وو او د کندهار په محله جاتو سیمه کي د روسانو سره کړي وروستۍ جګړې جزیات یې راته بیانول. خبره لنډه دا چي په هغه جګړه کي ډیر زیات روسي عسکر ووژل سول. د ده له قوله موږ هر عسکر نه سوای حسابلای. موږ به دا مړي د محله جاتو څاهانو ته اچول او د ټولۍ مشر دریشي او ستوري مو نښاني کړي وه. هغه ټولۍ مشران به مو حسابل. په پای کي به مو د ټولۍ مشرانو شمیر د هغه عدد سره ضرب کړي چي هر څو عسکره د روسي نظامي تشکیل په اساس هغه رهبري کول. په دې ډول به مو ارقام و خپلو مشرانو ته رسول. ده دا هم وویل چي په هغه جګړه کي موږ د ټول کندهار ولایت په سطحه بهترین مجاهدین قومندانان د لاسه ورکړل. زما لپاره دا یو سوال وو چي موږ افغانانو خو ځکه د دې جګړې څخه چاره نه لرل چي د روسانو د یرغل لاندي وو او بل تنظیمونو مشران هم خوښ وه چي د داوطلبو جنګیالیو تکړه قومندانان د روسانو د وتلو څخه وړاندي ووژل سي څو وروسته د تنظیمي اقتدار پر وړاندي سرخوږی جوړ نه کړي. لاکن روسي نظامي منصوبینو ته په دې چاره کي څه خیر په نظر ورتلی چي خپل بهترین روزل سوي عسکر یې په محله جاتو کي په یوه داسي جګړه کي ووژل چي دوئ په راتلونکو څو هفتو کي ختموله. دا سوال ځکه زموږ افغانانو لپاره مهم دی چي دا نیژدې څو میاشتو کي چي اشرفغني او د ده نظامي منصوبین په دې ښه پوه وه چي د اقتدار جګړه یې بایللې ده، په عوض د دې چي په صلحیزه فضاء کي موقف پریږدي، جګړې ته یې شدت ورکړ او خپل په زرهاوو ځایي عسکر یې بېځایه د طالبانو سره په جګړه کي ووژل او د طالبانو د مشرتابه یوې برخي هم دا هڅه وکړل چي دا تیر ۲۰ کاله جنګیدلي طالبان چي هر څومره د غني د حکومت د سقوط سره وژل کیدای سي باید ووژل سي. ښه ډیر کلونه وروسته زموږ یوه بل خپل چي پخوانی خلقي وو، هغه په روسیه کي د کمونیسټانو پر ضد د ګورباچوف د کودتاه قصه راته وکړل چي څنګه د افغانستان په جګړه کي د شوروي اقتصاد دې ځای ته ورسیدی چي د راتلونکو شپږو میاشتو تنخواهوي یې هم نه لرلې. بیا کله چي ګورباچوف پر کمونیزم باندي په مسکو کي کودتاه وکړل نو د امریکا څخه خصوصي ځواکونه راغلل او د مسکو په هوایي ډګر کي کښته سول. د کمونیسټي ګوند تقریباً اکثرو جګپوړو چارواکو د ممکنه ذلت له ویري ځانوژني وکړې. که څه هم د روسي کمونیسټانو لخوا موږ افغانان ډیر زورول سوي یو، خو یو انسان باید د بل انسان په وحشتناکه عقوبت او عواملو باندي غور وکړي او د هغه شخص د بنسټیزو حقوقو د پایماله کیدلو ملاتړی ونه اوسیږي چي دده حقوق یې پایماله کړي وه. دغه روسي کمونیسټ جنرالان وه چي د دوئ ځواکونود فشار په مټ جرمني جنرالان ځانوژني ته اړ کړل سول. د هغه ترمخه برطانوي او جرمني جنرالان د دې سبب سوي وه چي د فرانسې یو شمیر جنرالان ځانوژني ته اړ کړي. هغه کمونیسټ روسي جنرالان چي د امریکایي ځواکونو په ملاتړ یې د خپلو همکارانو سره غدر او کودتاه یې پر وکړل، امریکایانو ته ښه ورمعلوم دي. البته هغه روسي جنرالانو چي د ګورباچوف په کودتاه کي مړه سول، هغوئ د افغانستان غدارن ښه پیژندل چي د خپل هیواد په اشغال کي یې مرسته ورسره کړې وه. یعني د تیرو څو لسیزو په جګړو کي د ملتونو خاینانو بقاء موندلې ده او د ملتونو ریښتني ساتونکي د بینه تللي دي. اوس د نړۍ په سیاست کي دا یوه دوامداره پدیده ده چي غداران پکښي قدرت ته رسیږي او د ولس ریښتني محافظین د خپلو خلګو د سترګو په وړاندي داسي وژل کیږي لکه څو لیوان چي د رمې ساتونکی سپی سره څیري او پوسونه رډي سترګي ورته ګوري. په معاصر تاریخ کي ډونلډ ټرمپ او ملا برادر اخوند دوه داسي مثبت اشخاص وه چي د دوو ملتونو تر منځ یې جګړه په باعزته توګه ختمولو هڅه وکړل. د خدمت اجرونه یې دا سول چي یوه ګټلي ټاکني بایلولوې او کور ته ولاړی او بل د بهرنیو استخباراتو د لاسپوڅي رئیس الوزراء مرستیال موقف قبول کړ (مرګ یې پرده وو، نه دا ذلت). د دواړو هیوادونو ملتونه هر څه رډي سترګي ویني. د غني او د هغه لاسپوڅو جګړه خوښه غدارانو لخوا پریښودل سوي موقفونه د طالبانو د طرف هغو غدارانو اشغال کړل چي د هغه مخفي مافیاوو لاسپوڅي دي، د کومو د اوخوره څخه چي اشرفغني او د هغه ملګرو اوبه او شپیشتي خوړلې. دا چي ملا برادر اخوند ولي ځانوژنه ونه کړل علت یې دا وو چي په اسلام کي ځانوژنه حرامه ده. د افغانستان د صلحه غوښتونکو رهبرانو د ټولو هڅو جواب دا ادبي څپیړه وه چي: ولس راسره نیمه کړل د خپلي خولې مړۍ....... موږ ماته کړل نړۍ...... موږ ماته کړل نړۍ. اوس د امارت د تیر نظام پاته سوو ته څوک ووایي چي نړۍ درباندي راغلل په یوه میاشت کي یې داسي تیت و پرک کړاست چي کلونه کلونه د امیر المومنین د جنازې فرض کفایي لمونځ قضایي درباندي وه. دا چي تجهیز او تکفین یې وسو او که نه دا لا یوه ډوبه جاله ده. او تاسي اوس هم شرم نه لرۍ چي په خیرات کي درکړل سوي صلحي ته د بري نوم ورکوئ. خوشحالئ د هر چا خوښیږي ولو چي کاذبه خوشحالي هم وي، خو موږ وینو چي اوس د خوشحالیو ځای نه دی د کار وخت دی او هغه هم د پرمعنا کار چي ټول ولس (طالبان هم د دې ولس برخه دي) متحد سو او د طالبانو د هغه مشرانو سره حساب پیل کړو چي د آی ایس آی په لارښونه یې افغانان د ټولي نړۍ سره په جنګ واچول، کندهار یې اټومي برید ته مواجه کړ او د هغه وروسته یې پر خپل سر د نړیوالي یهودي مافیا لخوا پیل سوي د ځانمرګو پروژې ته زموږ داوطلبه ځوانان وړاندي کړل څو ځانمرګي ځني جوړ سي. موږ باید بیله درنګه د طالبانو هغه مفتیان پیدا کړو چي د ځانمرګو د روایت فتواوي یې ورکړلې او په تعقیب یې د طالبانو هغه نظامي او سیاسي رهبران مشخص کړو چي دا فتواوي یې ومنلې. زموږ هغه علماء چي ځانمرګی روا بولي د هغه قرآني حکم څخه د دایمي انکار په سبب ښکاره مرتد دي چي بشر د ځانوژني څخه منع کوي. باید، وې وژنو. یو وخت وو چي جرمني د نړۍ برخه نه وو او جرمني د نړۍ د ماتولو خبري کولې. نړۍ چي د برطانیې، فرانسې او اټالیې څخه تشکیل وه؛ هغه هم د جرمني د ماتولو خبري کولې. جرمني شکست وخوړۍ نو نړۍ ډیر ذلت آمیزه شرایط پر وضع کړل. بیا چي جرمنيان پر زورور سول، نړۍ بیرته ماته ورته ومنل او صلحه یې وړاندي کړل. جرمني هم بل څه نه غوښتل، لاکن هلته هم ځیني نړیوالي لابیاني وې چي شعار یې داغه وو چي ما مه شمیره درګډ یم. په دواړو طرفینو کي ځیني سیاسیون او چارواکي وه چي غیر رسمي شراکتونه یې لرل او د دوئ غیر رسمي شریکانو خپلي ګټي په جګړه کي لیدلې. ولسونو ته کاذب قناعت ورکړل سو چي په جګړه کي ملي ګټي دي، لکه دلته چي حقاني شبکه د ځانمرګو په مټ زور ږغوي او بګیل سوي هم د زور خبري کوي. کله چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیدل، د جرمني او هم د هغه د مخالفینو جغرافیې کمي سوې، زیاتي نه سوې (په استثناء د امریکا) او د ملیونونو انسانانو مړینه او اقتصادي ضربه په ګټه کي ورورسیدله. البته نن د افغانستان حالات لږ بل ډول دي. افغان ولس ښه پوهیږي چي د نړۍ څخه په بشپړ تجرید کي نه سي پاتیدلای خو په دې هم پوهیږي چي هیڅ څوک باید د اقتصادي، سیاسي او تجارتي اړیکو په بدل کي د خپل فرهنګ د پریښودلو شرط ورته کښېنه ږدي. دا چي د فیض حمید په لاس جوړه سوې کابینه و دا د آی ایس ای لاسپوڅي جوکران یې د رئیس الوزراء او وزیرانو په صفت ومنل علت یې دا وو چي د ای ایس ای تر شا یې سي آی اې او هغه ګوند ولیدی چي د امریکا پارلمان، کانګریس او د ولس مشري ماڼۍ یې هم په لاس کي وه او بیا یې د هغوئ تر شا د نورو هیوادونو رهبران هم تر سترګو سول او په داخل د هیواد کي هم په خوله مسلمان او په زړه کافر ډیر وه چي د دې ولس پلورو تر شا ولاړ وه. د افغانستان د صلحي پروسه خو یوازي د پاکستان په لاس کي نه وه چي فیض حمید به د نوي نظام کابینه ټاکل. دلته تقریباً د ټولي نړۍ دولتونه په مستقیم ډول یا غیر مستقیم ډول ښکیل وه. دا چي پایله یې داسي په غیر رسمي ډول کیږي، دا د نړۍ د ټولو مسئولیت پزیرو ځواکونو ناکامي ده، نه د حامد کرزي یا ملا برادر اخوند یا د افغان ولس. اشرفغني د امریکا سړی وو په دې ټوله نړۍ خبره وه. اشرف غني یوې خوا ته وایي چي د ملي اردو اعلی سرقومندان دی، بیا وایي چي ده کابل ځکه ناببره پریښود چي طالبان کابل ته داخل سوي وه او اردو د ښار دفاع نه کول. یو څو ورځي وړاندي بیا داغه اشرفغني په یوه بیان کي ویلي وه چي نه غواړم چي افغانستان د حقاني مدرسې لخوا اداره سي. په دې خو ټوله موافق دي چي غني نه تفکر لري او نه حافظه. دی فقط د ورکړل سوي کاغذ له مخي خبري کوي. دده دا خبري واضح کوي چي دی ډیر پخوا لا د فیض حمید د کابینې د جوړښت څخه معلومات لرل لکه نجیب چي د القاعده د راتګ په اړه خبر وو او په خپلو ویناوو کي یې د هغه څخه یادونه کول. یعني دا پلان په مخفي ډول د دیر پخوا څخه لا موجود وو چي امریکایان به د افغانستان څخه د ویټنام په څیر غیر منظم پرشا تګ کوي او د افغانستان واګي به بیرته هغه ټروریسټانو ته سپارل کیږي چي د نړیوال ټروریزم سره یې اړیکي لرلې او د اسلام په نامه یې ځوانان غولول او بیا یې په قرارداد اخیستل سوو جګړو کي جنګول. ملابرادر چي د طالبانو په استازیتوب یې نړیوال مزاکرات پر مخ بیول هغه مهال د خپلي مرستیالۍ خبر سو چي کله کابینه اعلان سوې وه. دا چي نړیوالي مافیاوي د ملتونو په وړاندي معلوم مسئولیتونه او شریکي معنوي ګټي نلري او فقط د خپلو اقتصادي ګټو لپاره کار کوي نو هیڅ حق نلري چي د نړۍ او هیوادونو په سیاسي مسائلوباندي اغیزي ولري.د دوئ دا مداخلات مطلق نامشروع دي. دا چي په غیر رسمي ډول یې سر ته رسوي هم یې علت داغه دی چي په اصولو او رسمیاتو کي د دې کارونو حق نه دی ورکړل سوی.  په روانو شرایطو کي که د افغانستان خلګ داخلي استقلال نه لري، د امریکا وروستیو ټولټاکنو ثابته کړل چي امریکا هم داخلي استقلال نلري او نه هم د هغه متحدین داخلي سیاسي استقلال لري، که نه د ټولي نړۍ ګړنګنان به د دوئ په هیوادونو کي بې پاسپورټه، بې تضمینه، بې ښه او بې بده نه ګرزیدل. په اوس مرحله کي فقط موږ دومره کولای سو چي دوئ پوه کړو چي یو ملت تر څو داخلي سیاسي استقلال ونه لري، د نړۍ لخوا یې بیرغ او جغرافیه په رسمیت پیژندل یو امتیاز نه دی بلکه یو عذاب دی. تر اوسه پوري خو موږ دانګریزانو، روسانو او امریکایانو وحشتونه لیدلي دي چي (په خپل اند) د نړۍ مهذب ترینه ملتونه او د بشري کرامت علمبرداران دي. اصلي غم به هغه مهال وي چي د ایرانیانو، چینایانو او هندواڼو په ژرنده غنم اوړه کړو. د ایرانیانو سره به لا یو څه ګزاره وسي چي دوئ پر موږ ډیر دي خو بیخي ډیر نه دي، اصل مشکل د چین سره دی چي چینایان ادم خواره دي. که چیري افغانستان د چین تر اشغال لاندي راسي چي په بیجنګ کي مشران یې خبریږي زموږ نیمای نفوس به د هغوئ د اشغالګرو عسکرو تر کلمو تیر سوي او په غایطه موادو به بدل سوي وي. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery