مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-05-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له پنجابه د خلاصون لاره

سيد حسين پاچا

قرآن درې ډوله سمون ته اشاره کړې

يو د کورنۍ چې وخت او هم شرايط ورته همغسې برابر شول. دويم د ټولنې چې ټولنه پر ځای، خو دواعي/اسباب د شرک (بُتان) ترې پاک شول او درېيم د ټولنې چې هر څه پر خپل ځای، خو ظالمه طبقه ترې له مينځه ولاړه


بېلګي يې د يعقوب کورنۍ چې وخت يې ونيو او هماغسې د ولږې سخت شرايط پرې راغلل او د مکې د قريشو مشرکه ټولنه چې ټولنه پرځای مکه فتحه، بُتان مات او مکه ترط پاکه شوه او د ظالمې طبقې لکه فرعون او عمله يې چې له هامان او لښکرو سره ټول ساده او په اسانه ډول soft removal له مينځه ولاړل، خو ټولنه ”مصر“ او ټول حکومتي بنسټونه روغ رمټ پر خپل حال پاتې او بني اسرائيلو ته په واک کې ورکړل شول

 
نوټ : طالب يوه منجمده ((ناروڼه)) او سرسخته سرتنبه طبقه ده چې نه خپله د سمون تومنه لري او نه پرې د بل چا خبره تاثير کوي، نو بناءً د دوی د نظام تداوم به په دغه شکل چې خليلزاد ورته په ټول توان پوره لابي هم کړې وه او ان نړيوال ذهنيت يې دېته قانع او جوړ کړی وو چې ((دوی اوس هغه پخواني طالبان نه دي، دوی اوس بدل شويدي. نړۍ يې ليدلې او له نړيوالو سره په تعامل پوهيږي، خو په عمل کې هغسې جوت نه شول چې څنګه ورته لابي شوې وه. دا خو د همدغې بېځايه لابۍ وجهه وه چې ځينو هم د کابل او دوحې زمکني تنابونه رالنډ او ورغلل))، نو بناءً د طالبي نظام پايښت (تداوم) به يوه سخته تېروتنه او د پنجابي اشغال تداوم ته لا سر ټيټول وي. دوی هم بايد د ولسمشر غني پر پله ولاړ او نرم انتقال وکړي.

 

 

له فرعونيانو څځه د بني اسرائلو لپاره د تفتيش غوښتنه او د خپلواکۍ اعلان

 

فاتياه فقولا انا رسل ربک (۱) فارسل معنا بني اسرآئيل [د تفتيش غوښتنه] ولاتعذّبهم (۲) قد جئناک بايةٍ من رّبک (۳) والسلام علی من اتّبع الهُدی (۴) [طه : ۴۷]

 

د توحيد رسالت

د هيئت غوښتنه

اثبات رسالت

د بني اسرائيلو نه ربړول او ورته روښانه دريځ 

خلاصون (نجات)

 

ښاغلي يون څو وړانديزونه کړي دي چې :

د نظام تداوم

اسلام او جهاد

تعليم او عصري علوم

د اوبو مهارول

د چارواکو استوګنځي

فکري وسعت

 

دروس حسنيه / دکتور محمد اکرم ندوي

https://www.youtube.com/watch?v=TwQjSm_AFhU

 

لکل فن رجال

د دغې ښکلي لاسوند له مخې طالب د حکومت کونې او جوړونی نه دی. له شک پرته چې علماء زموږ د اسلامي افغاني ټولنې يو نه جلا کېدونکې برخه ده، خو زموږ دغه اوسني طالبان چې د بېګانه څارګرې ادارې او د نورو سيمه ييزو او نړيوالو قوتونو او د هغوی د استخباراتو په پايله کې رامينځته شوي چې نه پوره اسلامي او نه هم پوره سياسي  پوهاوی لري. ان تر دې چې له خپل ملي، سيمه ييز او نه له نړيوال سياست سره اشنا دي،خو له شک پرته چې د بل په زور ښه يوه زوروره جنګي ډله ده. هماغه موخې مخته وړي چې ورته دنده ورکول شوې ده.

 

ښاغلي يون تعليم او عصري علومو ته اشاره کړې ده، خو،

کرنيل امام (د افغانستان د جها داستان) :

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

 

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو. 

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“. 

 

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

 

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې. 

 

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

 

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

 

کرنيل امام د طالب لپاره داسې يو بنسټيزه کړنلاره يا لارښود جوړ کړی چې له هغې هېڅکله انحراف نه شي کولای لکه برتانوي استعمار چې د پاکستان لپاره خپل هغه بنسټيز لارښود establishment جوړ کړی او ټاکلی دی.

 

طالب ته به د کرنيل امام له دې انتخابه انحراف د تېر په څېر بيا بل سياسي انفجار وي چې له دې پرته بل غوراوی نه لري. يا به د کرنيل امام دغه انتخاب تعقيبوي او يا به بيا له مينځه ځي.

 

يوه دنده يې دا هم ده چې څنګه ټولنه په تېره بيا نجونې له لوړو زده کړو او ښځينه له کار کولو منعه او راوګرځوي؟ د پاکستان لپاره يوه بېسواده ټولنه په کار ده او دا کار د طالب په وسيله په ډېره اسانه توګه تر لاسه کولی شي چې د تل لپاره پرې له بهره استخباراتي پروژې به اخلي او د سون توکي به يې افغانان او زموږ بېسواده ټولنه وي.

 

داسې برېښي چې له طالب سره اوس د ډېرو هغه پخوانۍ مينه پاتې نه ده او ترې بېزاره برېښي. دا ځکه چې طالب مخکې هم بېواکه وو، اوس هم بېواکه دی او بيا به هم بېواکه وي. ښکاره خبره ده چې هر څوک لګښت ورکوي، روزنه او پالنه يې کوله او لا کوي يې، نو د هغوی خبره به هم مني.

 

زه پوره باور لرم چې طالب به اوس خپل ځان او خپل ارزښت په خپله ټولنه، سيمه او په نړيواله کچه درک کړی وي چې څومره وزن، درنښت او اعتبار لري؟

 

د ښاغلي متقي خو نوره تېری خوله په ډېر عذر او سوال کولو ستړې شوه، خو هېڅ ځای يې ورته ونه نيوه. له حکمتيار صاحب هم همدغسې ځان ورک وو چې له ځان پرته يې بل جهادي مشرتابه له پامه نه راته، خو نن له ځمکې سره ځمکه دی.

 

زموږ بدبختي په دې کې ده چې پاکستان (پنجابی بنسټ) د يو رسمي استخباراتي ونظامي پرتوکول له ليارې له امريکا او نورې لويديځې نړۍ، چين او روسيه او داسې نورو هېوادونو پروژې اخلي او مخته يې بيا پر موږ جهادي لېونيانو او سرتنبه ګانو په شفاهي توګه هسې وړيا د مذهبي افراطيت او جذبې له ليارې مخته وړي. له شک پرته چې موږ دا د څو لسيزو بېځايه جګړه د آخوا يو څو تنو سياسي - اسلامي پلورل شويو ملايانو او د يو څو مدرسو له ليارې مخته وړې ده.

 

شرم خو لا دا دی چې نن هماغه مدرسې او څو تنه سياسي - اسلامي پلورل شوي ملايان يو هم د دې توان او زړه ورتيا نه لري چې پر خپل حکومت، استخباراتو او نظاميانو غږ وکړي چې ولې يې تاسې په رسميت نه پېژئ؟

 

د دوحې تړون يې هم په شرمونو وشرمولو. که دوی رښتينې وای او په خپلواکه توګه يې له ملت سره پکې مشوره کړی وای، خو نن به يې دې ملت ته را ايستلی وای چې دغه دی موږ داسې تړون ورسره کړی دی. تړون يې د بسوګۍ واده شو چې امريکا يې پر دوی وراړوي او دوی يې پر امريکا او حال دا چې دواړو له ولس پټ کړی دی. د پنجاب په ترو يې د پټو دروازو تر شا سره پټې خبرې کړي چې نه يې پرې اوس ثابتولی شي او نه يې ولس ته وړاندې کولی شي. ان تر دې چې دوی د دې توان هم نه لري چې له هماغه پنجابه وپوښتي چې څنګه جرګه دې زما کړې؟ هغه خپلې پټې شفاهي ژمنې پرې هم اوس منلی نه شي.

 

شرم خو لا دا دی چې شل کاله جنګ يې پرې د مذهب او ديوبنديت په نوم وکړ، خوتنخواه او لګښتونه ورته څارګرې ادارې چې اوس يې ورته د قطر دوحه او د شعوري اخواني حکومت له لورې ورکول کيږي. خليلزاد ورته حواله کړي دي او لا تر اوسه دوام لري.

 

دا دی اوس اخر پرې شيخ ملا هبت الله اخوند پرې غږ وکړ چې ((طالبان)) په رسميت وپېژني، خو لا تر اوسه همداسې په تمه په هوا کې ځوړند پاتې دي چې څه به کيږي؟

 

که دوی د تېر په څېر د چا پروژه نه وای، نو لږ تر لږه کورنی مشروعيت خو به تر لاسه کړی وای، خو هغې ته يې هم نه پرېږدي چې لږ تر لږه يو سل څه چې لس تنه ملايان پر ځان نه شي راټولولی. هغه د نجونو منځني ښوونځي او لېسې يې هم پرې بندې کړې چې خلاصولی يې نه شي.

 

شرم خو لا دا دی چې د حکومت په تمه يې وجنګول، خو نن يې په رسميت هم نه پېژني. که دوی د يو پرتوکول له ليارې جګړه کړی وای، نو نن به هېچا ته دومره اړمن نه وای. پټې او شفاهي معاملې تل همداسې وي چې ښه نتېجه نه ورکوي او ښه پايله نه لري.

 

پايله

که دوی د چا په لمسون او هڅونه هسې هوايي او په شفاهي ژمنو پردۍ جګړه کړی نه وای، نو نن به په نړيواله کچه له دې ډول رسوايي سره مخ نه وای.

 

مشوره

له شيخ هبت الله، رئيس الوزراء او نورو لوړ پوړو چارواکو راواخله تر ټيټپوړو پورې دوی اوس بايد الله تعالی ته مخه او له بيا ولس او هم له ولسمشر غني څخه بښنه وغواړي او د چوپړ زمينه دې ورته برابره کړي چې دا له په ټپه ولاړ حالت څخه ووځو او خپلې شته او پرتې حل او د حل يوه لاره ورته پيدا کړو چې ستونزه مو په کور دننه، سيمې وګاونډ او هم له نړيوالې ټولنې سره يو هر اړخيز پوهاوي ته ورسيږو. له ولسمشر څځه په حکومتولۍ، رغونه او اقتصادي ستونزو او فقر په مخنيوۍ کې کار واخېستل شي. د دوی حکومت په دغه بڼه هېڅوک نه مني. له سرتنبه ګۍ دې لاس واخلي.

 

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery