مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-18   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

دبغلان د پیښي په اړه د م.م. حیرانونکی رپوټ

محبت خان

 

میرویس جلالزی

د ملګرو ملتونو سازمان یو تازه رپوټ وایې چې د بغلان په پیښه کې د وژل شویو  او ټپیانو په دریو کې دوه برخې قربانیان د مرمیو په ډزو وژل شوي دي. په رپوټ کې راغلي چې دا کارتوس د وکیلانو د ساتونکو له خوا ويشتل شوي دي. د  دې پیښې په اړه چې ۷۷ تنو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۰۰ نور ژوبل شول  تر اوسه هم څیړني رواني دي. د ملګ وملتونو رپوټ دې ټکې ته هم اشاره کوي چې له چاودني سره سم د ولسي جرګې د غړو ساتونکو په  را ټولو شو یو کسانو د ۵ دقیقو لپاره  شاجورونه تش کړل. د اسوشیتت پرس خبری رسنۍ چې دا رپوټ یې تر هري بلي رسنۍ وختی تر لاسه کړی د بغلان ولایت د یو امنیتی ماموری په حواله لیکلي چې د بغلان په پیښه کې ډیري د ښونځیو ماشومان د مرمیو په ډزو وژل شوي دي .د بغلان ولایت یو طبیب اسوشیتت پرس ته ویلی کله چې له چاودني وروسته ګڼ شمیر مړي او ټپیان دوي ته راوړل شول افغان دولتي مامورینو له دوي څخه غوښتنه وکړه چې د مرمیو په ډزو د وژل شویو او ټپیانو دقیقه شمی ه پټه وساتي.د ملګرو ملتونو سازمان د ملی شورا د وکیلانو د ساتونکو په ډزو د وژل شویو کسانو د شمیري په اړه م ختلف خبرونه  په لاس کې لري  له هغې ډلي یو خبر  وایې چې په چاودنه کې یوازی د ګوتو په شمیر کسان مړه شوي او نور ټول  د وکیلانو ساتونکو مړه او ژوبل کړي دي خو بل  خبر بیا د چاودني په ترڅ کې د مړو شویو کسانو شمیره ډیره بولي.د عامی روغتیا وزارت وایې چې د بغلان په چاودنه کې  ۶۱ تنه زدکونکي او ۵ ښونکي وژل شوي دي. په دې چاودنه کې د افغان پارلمان شپږ غړي او د هغوي ۵ ساتونکې هم وژل شوي ول . د ملګرو ملتونو د سازمان د دې تازه تحقیقاتي رپوټ په غبرګون کې تر اوسه افغان دولت څه ندي ویلي. د ملګروملتونو سازمان د کابل څ انګي یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی بینوا ته وویل : د رپوټ له خپریدو وروسته د  دفتر م طبوعاتي څانګې مامورینو ته امر شوی چې له مطبوعاتو سره د دې رپوټ په اړه له نور څه ویلو ډډه وکړي .  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery