مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سوات کې دیوې پښتنې پېغلې وهل دټولوپښتنوسپـ...

م ادزئ


په دې ورځو کې بېلا بېلو رسنیو  او د هغو په ډله کې د کابل  اریانا تلویزیون وښوده چې یوه پښتنه پېغله ، د  سوات په ښکلې او زړه راښکونکې دره  کې د پاکستاني طالبانو له خوا په عام محضر کې  پړمخې اچول کیږي ، بې ستره کیږي او وهل کیږي !

     ویل کیږي چې دا پښتنه پېغله د ۱۲ ــ ۱۶ کالو ترمنځ عمر لري او په دې ګنا چې ولې د خپل خسر سره له کوره بهر وځي ، او په دې تور چې محرم کس نه لري  په عام محضر کې څملول کیږي ، بې ستره کیږي او وهل کیږي !

د وهلو په وخت کې چې په ویدیوګانو او سایتونو کې ښودل کیږي او ټول خلک يي ویني پېغله وايي ، چې ما خوشې کړۍ ، خو وهونکې چې طالبان ښکاري ، په خپل خ ځېل ټينګار کوي او بیا هم د پېغلې وهلو ته دوام ورکوي !

پوښنته دا ده ، طالبان چې کېدئ شي ځان ته لومړئ د پښتنو په ځای سوچه مسلمانان ووايي ، ددې پښتنې پېغلې په وهلو سره  يي د اسلام لپاره څونه خدمت کړئ دئ ؟
ایا دوی په دې کار سره اسلام ته خدمت وکړ او که په سرچپه توګه دوی د افغانانو او نړیوالو په منځ کې اسلام بدنام کړ ؟
ایا دوی په دې کارسره څونه پښتو او پښتنوالې ته خدمت وکړ ؟ دوی پښتونواله او پښتانه نړیوالو ته سپک کړل که درانه ؟

ایا په داسې وحشي توګه ، دوی د یوې پښتنې پېغلې په سپکولو سره ټول پښتانه سپک نه کړل ؟
په ۲۱ مه پېړۍ کې ، پر عام محضر د یوې معصومې او سپېڅلې پښتنې پېغلې څملول ، بې ستره کول او په ۱۴ سوه کاله مخکې مېتود سره د هغې وهل او ځورول ، ایا د ټولو پښتنو لپاره د پېغور او شرم خبره نه ده ؟

دغه کسان چې د طالبانو په نوم ، د اسلام په نوم ، د پښتنو پېغلې بې ستره کوي ، هغوی سپکوی ، د پښتنو هېواد ورانوي او د پښتنو د کار خلک وژني ، ایا ریښتیا دوی د پښتنو په خدمت کې دي ؟

زه طالبانو ته وایم ، تاسو چې پښتنې پېغلې بې ستره کوۍ ، خپلې خویندې او میندې په عام محضر کې وهۍ او شرموۍ ، ایا تاسو پښتنو ته په دې توګه خدمت کوۍ او که پښتانه بدناموۍ ؟

تاسو چې د رحمان بابا غوندې د پښتنو د یوه ستر خدمتګار او صوفي شاعر د زیارت په ورانولو اسره نه کوۍ ، ایا بیا هم پښتنو ته د خدم ت لاپې وهۍ !
به حقیقت کې د پاکستان ای ــ اس ــ ای د طالبانو په بڼه  دپښتنو د سپکاوي او ورکاوۍ لپاره مټې راب وهلې دي !

زه د پاکستان ، د پنجاب له دولته پوښتنه کوم ، که تاسو د پښتنو پېغلو، مېندو او خویندو د انساني او مدني حقوقو څخه ننګه نه شۍ کولئ ، او د طالبانو په نوم د ځنګل ځناور مو د پښتنو لوڼو ، خویندو او میندو ، د سپکاوۍ ، بدنامۍ او شرمولو لپاره د پښتنو پر سیمه راخوشې کړي وي ، په یاد ولرۍ چې دا طالبان نه بلکې دا د پاکستان ای ــ اس ــ ای ده چې د طالبانو په بڼه د پښتنو د سپکولو او شرمولو پسې يي راخیستې ده .
د سوات د پښتنې پېغلې ، وهل ، بې ستره کول او شرمول د ټولو پښتنو بې شرمي او سپکاوئ دئ !
زه پښتنو ته وایم ، طالبان ، طالبان نشته دا د پاکستان د ای ــ اس ــ ای د جاسوسي سازمان او نورو لویدیځوالوجاسوسي کړیو یوه ډله ده چې د شمالي ټلوالې پشان د پښتنو د تاریخ د وراکاوي  او له منځه وړلو لپاره په دنده ګمارل شوي دي   .

که پښتانه بیا هم د خپلو پېغلو په ننګه نه دریږي ، د خپلو وتلو شاعرانو د زیارتونو او لرغونو میراثونو د ملاتړ په ننګه نه دریږي او د خپل تا یخ په ننګه دریږي ، بیا به وخت له وخت تېر وي او پښيمانې به دوه توته ارزښت نه لري !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery