مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بېنوا او اتصالات - اس ام اس خبري او تفریحي پیغامونه

خالدهادي حیدري

درنو هیوادوالو تاسو ته زیرئ درکوو چي د بېنوا نیټورک  او اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت په ګډه یوه په زړه پوري پروژه پیل کړې ده چي لمخي به ئې دبېنوا ڼیټورک لخوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت مشتریانو ته پر SMS یا ټیلفوني پغامونو په پښتو او دري دواړو ژبو  خبري ، تفریحي او معلوماتي پيغامونه لیږل کیږي .

په افغانستان کي داتصالاتو مخابراتي شرکت مشتریان کولای سي چي په ډيره اسانه ټوګه په دغه پروژه کي غړیتوب ترلاسه کړي او له سهولتونو څخه استفاده وکړي .

دغړیتوب چاري ئې ډیري اسانه دي ، تاسي کولای سی چي دخپلي خوښي دبرخي ځانګړې شمیره (Code )  په یو لنډ پیغام کي ولیکئ او په ( 824 ) شمیره ئې  ولیږي ، دځانګړي کوډ لیږل تاسو ته دهغه برخي غړيتوب درکوي  او ورسره به تاسو ته هره ورځ ستاسي دخوښي سره سم لنډپیغامونه  دپیل سي .

تاسي کولای سی چي دخپل اتصلات تیلفوني شمیرې څخه په یو یا زیاتو برخو کي  غړیتوب ترلاسه کړی خو په هره برخه کي  غړیتوب باید جلاجلا تر سره سي .

که غواړی  دبېنوا خبرونه په  خپل اتصالات تیلفون شمیره کي  ترلاسه کړی نو په لنډ پیغام کي (benawa ) ولیکئ او په (824 ) شمیره ئې ولیږی ، تاسو ته یه هره ورځ تازه خبرونه په اس ام اس درلیږل پیل سي .

 

Code برخه   Code برخه
p21 پښتو - عاجل خبرونه   d21 دري -خبرهای عاجل
p29 پښتو - ورزشي خبرونه   d29 دري - خبرهای سپورتي
p24 پښتو - کلتوري معلومات   d24 دري - معلومات کلتوري
p27 پښتو - روغتیائې معلومات   d27 دري - معلومات صحي
p26 پښتو - ټوکي ټکالي   d26 دري - مزاحیه و سرګرميها
p28 پښتو - شعر او شاعري   d28 دري - شعر و شاعري
p20 پښتو - هندي سینما   d20 دري - معلومات سینمای هندي
p22 پښتو - دملي ورځو یادونه   d22 دري - یاداشت های روزها ملي

 

دبېنوا مینوال اوس کولای سي چي د بریښنا ،کمپیوتراو  انټرنیټ پرته  دبېنوا سره ملګری پاته سي  او دافغانستان دتازه پیښو څخه باخبره پاته سي !

 


یادونه : دبېنوا دهغو مینوالو څخه په ځانګړې توګه هیله کوو چي په افغانستان کي اوسیږي تر څو په شخصي توګه خپل هغه ملګري چي دکمپیوټر سره اشنائې نه لري ددغه پروژې خبر کړي ، او هغه کسان چي د فیسبوک او ټویټر په تولنیزو پاڼو غړیتوب لري دغه خبرتیا دي دخپلو ملګرو سره شریکه کړي ترڅو زیات شمیر افغانان ددې پروژې د سهولتونو څخه برخمن سي

په مینه

دبېنوا نیټورک او بېنوا پاڼي به استازیتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery