مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکتراشرف غني د جانز هاپکینز پوهنتون پخوانی پروفیسر د افغانستان راتلونکی ولسمشر

 

 د نیوریپبلک مجله د رونلډ اې نیومن چې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړی له قوله وايي چې ډاکتر اشرف غني خورا زیات منظم سړی دی کله هم چې دده سره ملاقات وکړی نو خپل فکر او پلانونه ته یې د تیر پرتله ډیر ستر توپیر او ځانګړتیاو سره انکشاف او وده ورکړی وي.
دغه ځانګړتیاوي چې کله ډاکتر اشرف غني خبرې کوي له خبرو يې څرګنديږي داسی لګیا وي لکه د کتاب نه د ورځ او نیټې سره، له یوې منظمې حاشیې څه لولي. ډاکتر اشرف غني د فکر لپاره ځنډ ته اړتیا نلري ترڅو خپله خبره بشپړه کړي ټول معلومات ورسره تیار په ذهن کې پراته دي لکه دا کار چې په نړۍ کې یو طبعي کړنه وي لکه څرنګه چې وايي: (پینځه لسیزې وروسته) پرته د کوم ځنډ او زړه نا زړه کیدلو بیا زیاته کړي چې (په اګست په ۲۶، ۱۹۹۷ کې له هاغه ځي ولاړم) بیا (په تیرو څلورو کلونو کې مې هر ولایت ته ۱۴۰ ځله سفر کړی داسی هیڅ ولایت نشته چې دوه ځله مې ورته سفر نه وي کړی) دا دقیق معلومات یو طبعي کړنه نده. پدې هکله د دولتي اغیزمنتیا په نوم د انستیتیوت مشره کلر لاکهارت وايي چې دا ډول دقیق تاریخونه او شمیرې د یو خورا جامع او پراخه ذهن درلودونکی کولی شي چې بیا، بیا یې یادونه وکړي –
دې ځانګیړنو د ډاکتر اشرف غني سره ډیره زیاته مرسته وکړه هاغه څه چې د ۲۰۰۱ کال راپدېخوا ډاکتر غني ترلاسه کړي په شمار خلکو دا لاسته راوړنې درلودلی دي. د ډاکتر اشرف غني لاسته راوړنې د افغانستان د تیرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې ګڼلی شو: ډاکتر غني د ملګرو ملتونو د مشاور په توګه د افغانستان استازیتوب کړی، د بون د تړون په پلې کولو کې مرسته کړي چې په پایله کې افغانستان د یو دیموکراتیک حکومت څښتن شو. ددې سربیره د ولسمشر کرزي مشاور هم پاتې شوی چې د لوی جرګې په تنظیمولو سره یې د اساسي قانون د تصویب او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره لاره هواره کړه. ډاکترغني د یو مشاور سربیره د ملي توسعې په برنامې لیکنې کولی بیا د یوې خیریه ادارې مشر په توګه چې د افغانانو په همغږئ له افغانستان سره مرستې کولی، وټاکل شو. د ماليي وزیر په توګه ډاکتراشرف غني نوې بانک نوټونه چاپ کړل او د دولت عوایدی مرکزي کړل، د مخابراتو وزارت سره د ډاکتر اشرف غني مرستې ددې وزارت د ودې لپاره خورا ډیرې اغیزناکې تمامي شوي چې ترڅنګې د یوې رڼې پروسې له لارې مخابراتي شرکتونو ته د فعالیت او د پانګونې جواز ورکولو زمینه هم برابره کړه. په کابل پوهنتون کې ډاکتر اشرف غني د ګډ اداري سیسټم جوړولو سره د ادارې غړو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ټول راجمع کړل، لنډه دا چې ډاکتراشرف غني هرچیرته تللی،پخپل کار کې بریالی شوی.
ډاکتر غني وايي: د تیرو ۴۴ کلونو زما کاري ریتم ۱۴ ساعته دی، ټول عمر د کمونستانو د کودتا وروسته پدې تیاریو بوخت ووم چې یو ورځ به بیرته افغانستان ته ځم او خدمت به کوم. ښایي دا چمتوالی یې د ولسمشریزو ټاکنو د بریا سره او د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته دده د خدمت مصدر وګرځي –
ډاکترغني د ۱۹۸۷ انقلاب څو میاشتې مخکې د افغانستان نه بهر ولاړ او ددې انقلاب په ترڅ کې دده له قوله د کورنۍ ډیری غړي د کمونست ګوند لورې زنداني او ټولګیوالې شکنجه شوي. ډاکترغني هاغه وخت په لویدیځ کې ژوند کاوه او د سپتمبر د ۱۱مې پیښې په وخت کې دی په نړیوال بانک کې په دنده بوخت وه.
هاغه وخت ټول ښار بند وه او د بانک مامورین خپلو کورونو ته تللي وه، ډاکتر غني پخپل دفتر کې پاتې شوی وه. ډاکتر غني وايي: زما کور په بتسدا کې وه او ما دومره مزل نشو کولی، ۸ کیلومتره لار وه او ټکسي هم نه وه چې پکې تللی وای نه هم کوم بل ترانسپورټ. زه کیناستم له ځان سره مې وویل چې همدای وخت دې چې بیرته په کار مشغول شی، زه د کار په عملي کولو کې زښت تند یم او ډیر عجبیه مزاج لرم..
د سپتمبر۱۱ مې پیښې درې میاشتې وروسته ډاکتر غني افغانستان ته ستون شو او د افغانستان په ډیرو حکومتي پوستونو کې کار وکړ، او په کال ۲۰۰۹ کې لومړی ځل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند شو، ددې ټاکنو پایله ډیره خواشینونکې وه، ډاکترغني له څلورو نوماندانو شاته پاتې شو او یوازې ۳٪ رایې ترلاسه کړای شوی. ولې د هغه په وینا د ۲۰۰۹ پایلې ددې په ننې انځور هیڅ اغیزه نده لرلي. ډاکټر غني وايي چې د ۲۰۰۹ کال پرتله اوس خلکو ډیر توپیر کړی.
تاسو پوهیږئ چې دوې له ما څه غواړي؟ ډاکتر غني د میلمنو سره د کتنې وروسته چې یوی په پارلمان کې د کندهار استازی وه او بل د قابیلو مشر، له ما وپوښتل. دوی بدلون غواړي، په ځواب کې وویل، دوې له ما نه قانون پلې کول غواړي دوې یو فعاله سیسټم غواړي او دوې وايي چې، دا هاغه څه دي چې ته پرې پوهیږی او دا د ستا د توان کار دی. ډاکتر غني زما پرمخ ورغوی خلاص کړ او زیاته یې کړه: دا لاس مې د وینو پاک دی او دا بل لاس مې د فساد نه. دغه لامل دی چې دوې له ما کار غواړي!
لکه څرنګه چې ډاکتر غني وايي همدغسې ده د هغه پاک لاسونه او پراخه فکرونه ددې ثبوت کیدلی شي چې نن چیرته ولاړ دی! ډاکتر غني هاغه وخت چې د افغانستان د تاریخ بدې ورځې ګڼل کیږي د شوروي ضد جهاد، کورنۍ جګړې او د طالبانو راتګ، پدې وختونو کې له افغانستان نه بهر اوسیدلی او د لویدیځ په بهترینو پوهنتونو او ادارو کې، خپل رول لوبولی دی. کله چې له کابله په کال ۱۹۷۷ کې د انسان شناسۍ په برخه کې د ماسټرۍ په موخه امریکا ته ولاړ نو هلته بیا د دوکتورا لپاره پاتې شو او په بیرکلې او جانز هاپکینز کې تدریس ته مخه کړه بیا په کال ۱۹۸۵ کې د څیړنې په موخه پاکستان ته ولاړ.
د ډاکتراشرف غني ژوندلیک خورا ډیر په زړه پورې دی. اوس په افغانستان کې، د لویدیځ نه ستانه شوو افغانانو ته په سپکه نه کتل کیږي. ډاکټر غني وايي: زه د خلکو مجرم نه یم چې ما ته څوک په سپکه وګوري ما تیر ۲۴ کلونه په زده کړې تیر کړي په هاغه څه چې دا هیواد ورته اړتیا لري. که مې هاغه وخت ټوپک ته لاس کړی وی نو اوس به زه یو بل جنګیالی ووم.. مونږ ۱ نیم میلیون خلک له لاسه ورکړي او تراوسه قرباني ورکووه، د جنګ ستړي یوو. نو ځکه ما هاغه وخت پریکړه وکړ چې زما دنده به دا وي چې داسې ورځې ته باید چمتوالی ولرم چې افغانستان یوځل بیا د بیارغونې فرصت ولري.
د ډاکټرغني او دوستم ایتلاف پریکړې، د غني ډیری پلویان حیرانه کړي وه ولې ددې ایتلاف دلیل هم ښکاره دی، دوستم د ازبکانو مشر او د ۱ میلیونو رایو څښتن دی ولې دا چې غني به څنګه د دوستم سره په یوې ادارې کې کار کوي، یوه بله پوښتنه ده چې په هکله يې ډاکترغني زیاته کړه: خلک داسې یوې مفکورې ته توسعه ورکوي چې د هاغو خلکو سره باید کار وکړي چې یوازې ددوی په شانته وي ولې تاسو ددې مفکورې سره هیواد نشئ جوړول چې د ستاسو په شانته خلک دې له تاسو سره کار وکړي. تاسو باید په تیر تاریخ باندې مغلوب شئ او د هاغه چا سره باید کار وکړئ چې د ستاسو نه بشپړ توپیر ولري نو ځکه که مونږ سوله غواړو، باید داسې ټیم هم ولرو چې د جنګ تجربه ولري. د دوستم ایتلاف به ایا د ډاکترغني حکومت مشروعیت ته ګواښ نه وي؟ ډاکترغني په ځواب کې ویل: نه، جنرال دوستم تیرې کړنې نه تکراروي بلکه هیڅ دلچسپې د خپل تاریخ سره نلري، جنرال دوستم د ملیشې سره کابل ته نه داخلیږي بلکه په دریشۍ کې د یوه مرستیال په توګه د دیموکراسۍ له لارې واک ته رسیږي-
دا هاغه څه دي چې ډاکټر غني د ۲۰۰۹ کال ډاکتر غني سره جلا کوي، یو تکړه تکنوکرات اوس په سیاست کې ښایې ماهره شوی وي. ډاکټر غني وايي: که چیرې یوازې پدې بوخت وي چې پلانونه اوبرنامې طرحې کړي نو ستونزه دا ده چې ددې کار د پلې کولو به څوک نه وي او که پخپله سیاست ته داخلیږي نو باید چې ګټونکی وي.
داسې ښکاریږي چې ډاکتر اشرف غني ګټونکی دی، دوستم سره د ایتلاف وروسته، ډاکتر غني زیات ملاتړ پیدا کړ. د ډیموکراسي انټرنشنل ادارې د نظرپوښتنې له مخې ډاکتر غني له هاغو نظرپوښتنو چې یوه خصوصي تلویزیونې شبکې کړې وی، ۲۵ سلنه مخکې شوی. دا نظرپوښتنې وروسته له هاغې چې امریکا د یوه ځانکړي نوماند په کمپاین تورنه شوه، د ډیموکراسي انټرنشل ادارې او امریکا ترمنځ د یو تړون په فسخه کیدلو سره، ودرول شوی..
ډاکتر اشرف غني مخکښ نوماند څو اندیښنې راولاړولی: که چیرې ډاکتر غني بریالی شي د هاغه چا ځای به نیسي چې څو وارې د بریدونو ژوندی وتلی او خپل ملګرو او کورنۍ غړو مرګونه یې لیدلي. ډاکتر غني ته تر کرزي زیات ګواښونه پیښیدلی شي د ډاکتر غني اړیکې د لویدیځ سره، شاید چې دده لپاره له ګواښونو کمې نه وي هاغه څه چې ډاکتر غني هم نه ردوي ولې پلانونه ورته لري، هغه وايي: که چیرې زه وویریږم او وډار شم نو ټول ملت به په ډار وي، مونږ باید دا ومنو چې مونږ پدې بحرانونو بریالي کیدلی شو، زه باید دا پخپلو ویناو او عمل کې وښایم. ددې بحرانونو یوه ستره برخه رواني ده او ددې رواني بحران لپاره دداسی یوه مشرۍ اړتیا ده چې ووايي: مه ډاریږه.
تاسو خبریاست چې د روزولت تګلاره څه وه؟ په ځواب کې ډاکترغني پخپله وویل: هغه په ویرې د مغلوبیدلو لاره خپله کړی وه، په پیل کې دا یوه وړه تګلاره بلل کیدله ولې وروسته دې تګلارې نوې پړاو ته لاره هواره کړه او د سترو پیښو باوجود، روزولت یو نقش پیدا کړ. دغه د مشرۍ یا لیډرشیپ دنده ده، ترڅو واتوانیږو دمفکورې ترڅنګ په سړه سینه قضاوت وکړو او په همدې ډول خپلو اهدافو ته ورسیږو، نه چې ورته تسلیم شو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery