مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس نازونه

عصمت الله لوګری

 د جمعې ورځ ډيرو په کورونو تيره کړي، خو زموږ د ملګرو ګروپ بیا هره ورځ ولس ته د سکون په لټه د اشخاصو، افرادو، مخورو، وتلو او....څيرو کورونو دفترونو، ناستو ته ورځو، پرون سهار مو هم له ملګرو سره پر ټليفون خبرې وکړې چې بايد چيرې ولاړ شو، ټولو ملګرو ویل چې په کابل کې د لوګريانو کومه شورا ده باید هلته ورشو او وګورو چې په دې شورا کې خلک څه فرمايي.
د تل په څير ټول ملګري سره جوړه شو او يو نوی ملګری هم زموږ له کاروان سره مل شو او په يو لوکس هوټل کې جوړې شوې غونډې ته ورغلو،شعارونه ښه ډير ليکل شوي و((لايغیر ما بقوم....)) آيت ښه برجسته ليکل شوی و، او زموږ له ورتګ سره سم يو ملا ورور را پورته شوی و او وينا يي کوله، وينا يی تر ډيره د نورو هیوادوالو په څير عاطفي برخه ډيره لرله او تر ډيره يي د شته ستونزو يو لنډ راپور غوندې وړاندې کړ په ټول کې نه ورسره حل لاره وه او نه هم د سمون يا بدلون په موخه کوم وړانديز.
يو دم نارې شوې چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس ښاغلي شفیق پوپل څخه هیله کووچې راشي او خپل درمرجان و وروي، له پکول سره يو ځای د څوکړې ږيری لرونکی پوپل را پورته شو، اول خو له را پورته کيدو سره سم يي لکه په کنسرت کې لاس په سينه کيښودل بیا روان شو، پر ميز ايښی قرآن يي چپ کړ او په دې سره يي وښوده چې ګواکې دی هم مسلمان دی، یو دم له مقدمې او کومو پيلنيو خبرو مخکې راشروع شو(( ۱۳ کيږي د اطلاعانو او فرهنګ رئيس يم، د ځوانانو د ټولنیز ارګان مشر ووم..........دا ټولنې چې دي ......... خبرې به مې اوږدې شي...))
د دې سړي خبرو مې په خدای تعالی قسم اډونه را ځيږه کړل او د لومړي ځل لپاره مې د دې کاشف القلوب رييس له بلاغت او فصاحت څخه ډکو خبرو ته ګوته په غاښ ونيوه او دومره ژور ولاړم چې د لوګر د سينځل ګل يتيمه مشاعره را ياده شوه چې څنګه دا دوه کاله نه کيږي او ټول لامل يي د همدې پوپل صيب پوپلي مديريت دی چې بايد دی هم ددې مديریت له امله په یو مډال او يو څو ستاينلیکونو ونازول شي.
د رييس خبرې ډيرې عجيبې وې ځکه شاته په لویه دړه لیکل شوي و(( شورای مردم لوګر مقيم کابل)) خو پوپل خان درګرده لګيا وو او ويل يي ((دا ډول ټولنې ډيرې مهمې دي، دا ټولنې ډيرې ښې دي زه پکې لس کاله کار کوم له لوګره د باندې چې هرڅه يم خو په لوګر کې لاس په سينه ګرځم.))
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ډير کاله د يو مجهول الهويت رييس او رياست په توګه يي پيژنم، نه يي کار شته، نه لاسته راوړنه، بس کله کله يو دم دغسې را پورته شي کوښښ کوي ولوله انګريزه وينا وکړي خو د شته علميت او درايت له امله له خبرو په فلسفو سر شي بیا نو خپلې خبرې ردوي او تاييدوي يي چې پای کې نه ناست پرې پوه وي او نه هم دی پوه وي چې څه ګوړې يي دوړولي دي.
زه له پوپل سره کومه پوپلي يا لوګري ستونزه نلرم، خو د يو وګړي، لږ تر لږه لوستي، او په فرهنګي برخه کې يوازې د غوږ نيونکي په توګه دا ښاغلی، د نورو ولايتونو د اطلاعاتو فرهنګ رياست له يو عادي کارکونکي سره هم د پرتلې وړ نه بولم، د ځوانانو ارګان او دده کړنې هم په ډيرو برخو کې د پوښتنې وړ دي خو دلته پرې ډيره تبصره ځکه نکوم چې دا سړی مې له ځان سره په تربګني تورن نکړي.
ناسته مو تر ډيره تعقیب کړه، هرڅه ته مشورتي رنګ ورکول شوی و، د لوګر ستونزې پکې وې خو ټوله ناسته له دعاوو، هيله کوم،خدای دې وکړې، الله دې اباد کړي، خدای دې لوګر کې سوله راولي، ډير لوګريان په دولتي ادارو کې کار کوي ... سوليدلو کلیمو پيل شوه او په همدې کليمو به شونې ده د ښې مزه دارې ډوډۍ په خوړلو سره پای ته رسيدلي وي او نور نو و آخرو جانانه ان الحمد الله رب العلمين.
په ياده ناسته کې ټولو شکایت کاوو چې هيڅ نه دي شوي، خو هيڅ يوه ونه ويل چې څه بايد شوي وی او څه بايد وشي.
زما په اند په لوګر کې د پوپل په خبره د منلو او يو بل ته د تن نه ورکولو ستر لاملونه لاندې دي:
موثريت:پوپل رييس دی،يو بل کس والي دی، يو بل ښاروال دی، بل هم ولسوال يا امنيه قومندان دی، دوی موثر نه دي، د دوی کړه وړه ټولنیزه ګټه نلري ځکه يي ولس نه مني او ولس ته پوپل او د ده په څير د نورو ولسي ادارو کارکونکي يوازې دې ته ناست ښکاري چې مياشت پوره شوه تنخواه واخله....تر بلې مياشتې بیا الله مهربان.
مبارزه: مبارزه هر انسان د خپلو موخو لپاره کوي، لومړنۍ مبارزه ماشوم تر زيږون وروسته د خپلې خيټې د ډکولو په موخه په ژړا پيلوي، خيټه يي ډکه شي سکون ورته پيدا شي، په تنکۍ ځواني کې يي بیا دا ارمان وي چې د نورو په څير جامې ولرې پلار يا ورور ته پنځه لس روپۍ کله کله ورکړي، ښونځي ته ولاړ شي سيکل ولري، د ځوانۍ په وخت کې بیا غوښتنې لږ غټې شي، ښونځی خلاص شي ددې په غم کې وي چې باید ښه پوهنځی و وايي، ښه کور ولري ښه واده وکړي او ښه ژوند ولري، دا غوښتنې چې پوره شي نور نو د لوستي انسان فکر ملي شي، بیا د وطن، ولايت، ولسوالۍ، کلي اوخپل خيل او خټک غم ورسره وي او دا غم يي د مرګ تر ورځې مل وي.
په لوګر کې نه پوپل مبارزه کړې، نه هم ما او نه کوم بل ځوان يا سپين ږيري، پوپل هم دعاوې کوي، زه هم دعاوې کوم، سپين ږيرو خو ان درې لسيزې مخکې تشې دعاوې کړي دي چې عملا څه نشته خو نن سبا د هرڅه ګرمه په نصيبونو ور اچووو. که چيرې رښتيا مبارزه شوې وی، پوپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره هڅې کړې وی، فرهنګي اونيزې ناستې وی، کره کتنې وی، ليکوالي او نورو برخو ته ځوانان هڅول شوي وی،د لوګر فرهنګي دودونه مستند سازي شوي وی، د سنځکل ګل مشاعره هر کال د نورو ولايتونو په څير په ښه ډول شوې وی، عامه کتابتون جوړ شوی وی، تر لاس په سينې يي جديت او موثريت ته لومړيتوب ورکړی دی نو نن به پوپل په لوګر کې نه بلکه په افغانستان کې يوه نمونه وی، خو نور يي تیل ختم دي او موثريت هم نلري او پاتې کیدل يي يوازې او يوازې زموږ فرهنګي تباهي ده، ځکه په پنځه شپږ کاله رياست کې دې سړي خبري تسلسل هم زده نکړ نور يي څه کوې.
موثريت:پوپل رييس دی،يو بل کس والي دی، يو بل ښاروال دی، بل هم ولسوال يا امنيه قومندان دی، دوی موثر نه دي، د دوی کړه وړه ټولنیزه ګټه نلري ځکه يي ولس نه مني او ولس ته پوپل او د ده په څير د نورو ولسي ادارو کارکونکي يوازې دې ته ناست ښکاري چې مياشت پوره شوه تنخواه واخله.
کړنلاره: زموږ والي ځمکې غصبوي، خو کله يي چې ولس پر ضد دريږي حل لاره نه لري يوازې يو ګواښ کوي چې ښځه دې را باندې خور وي خرڅوم يي، خلک ولم، د سياف ږیره نيسم، سيافيانو ته يي ورکوم، پيسې پکې اخلم، د سيمه ايزو ارګانونو له رييس او مرستيال سره د ښاروال په مټ پټې ناستې کوم خو باید ځمکه خرڅه کړم.
تيل غلا شول، والي وويل نه مې دي پټ کړي، منو چې نه دې پټ کړي شل زره لیتره تيل تر پل علم پورې دوه زره ليتره شول، خو والي نه پوښتنه ونشوه، چې دا تيل تا ولې ولايت ته وړل که غل نه وې د محمدآغې په ولسوالۍ کې هم موټرې وې، تيلو ته اړتيا وه نو تا په دې لویه ږيره تر محمدآغې څه راغوښته او ولې دې يو وړل؟؟؟؟؟؟ والي ځواب نه لري يوازې سيافي منطق لري او هغه منطق يي اوس اوس دومره پرسوده شوی دی چې ان بوی يي ځي، د ده سيافي منطق ده ته ټول خلک عقده اي کړي دي او نن سبا يي د کرکې حد هم کرار کرار لوړيږي.
په لوګر کې د شمال ټلوالې منطق اربکيان کاروي او د سياف منطق والي، ولسي منطق له يوه سره هم نشته، که د والي پر ضد دريږې بیا وايي چې دا شونې ده د ده پر ضد د کړۍ سړی وي او که د اربکي پر ضد غږ پورته کوې بیا وايي چې دا سړی له طالبانو سره زړخوږی لري او له قصد همدا کار کوي.
همداسې که د لاريون خيمې ته ورشې، او له دوی وپوښتې دوی هم بې کړنلارې د ولايت او عقدې له امله هلته ناست دي، همداسې مو استازي دوه ډوله دي يو يي دومره ډير جدي دی چې سړی ورسره خبره نشي کولای ، بل يي بیا دومره ډير ځان پالی دی چې ټول د ځان غواړي، بل يي بیا دومره خاموش دی چې کله کله خو سړی د مړي خيال پرې وکړي خو هير مو نشي چې زموږ د خاموشۍ پادشاه حضرت ابوالاعلی علی محمد المهمندي بيا دومره تریخ هم دی چې ډير وارې يي يوه نيمه کنځله په ډير شور او ځوګ سره کړې.
دا ټولې ستونزې، خبرې عواطف نه د پوپل په څير د يو بل منلو روحيه پياوړې کولای شي او نه هم درد، ځکه تر يخ بام لاندې ناستې،شعاري خبرې او نور ډير شوي دي زما په اند موږ بايد په مبارزه، موثريت او تګلاره فکر وکړو څو مو مبارزه ولسي، ټول منلې وي او هرڅّه بايد په هم هغه ځای کې وي چيرې چې اور پرې بل دی، د کابل هوټلي ناستې کابليانو ته ښايي لوګريانو ته دا په کار دي چې په لوګر کې عملي کار وکړي، خلک منسجم کړي، که پوپل، زه، ته یا هغه دغه په زوره په خلکو منل غواړو نن سبا خو امریکا هم په زوره په چا ځان نشي منلی، د زور لاره نوره صفر شوې، که یو څوک تش رييس، وزیر یا والي وي او يوازې په همدې خبرو غواړي ځان مهم او محترم کړي تر هغه چې يي چې مبارزه، نه وي کړي، ولس يي بدلون نه وي لیدلی هيڅوک يي نه ستايي، زموږ په لوګر کې په تيرو ۱۳ کلونو کې ډير واليان راغلل يوازې شهيد ارسلاجمال ستايل کيږي، نور له فضل الله مجددي بیا تر عتيق الله لودينه، او نني نيازمحمد اميرې پورې هر يو يي د دوی د اداراتو او رياستونو په ګډون د غندنې وړ دي او غندل کيږي او اوس دوی هم په دې پوه دي چې ولس کې هم نور د ډار فولډر نشته او کله به هم ترې ونه ډار شي.
که موږ عمل ته نشو، کار ونکړو، ځان ستړی نه کړو، ننۍ غندنې سبانۍ رټنې او له ټولنې شړل هم له ځان سره لري، زه پوپل، والي، استازي،مشران،کابل ميشتي لوګري سیاستوال، ديني علما او مخور دې ټول خبر وي.
پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery