مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د نړۍ اوږد مهاله ټاکنو ګتونکې ولسمشر:


لېکوال : الفت مومند

نن سبا خو ټاکنو دومره دوام وکړو چې اوس خلک خپلو رایو اچولو باندی هم پخیمانه شوي دي او لامل یې ښه څرګند دي زه نن دي خبري باندي ډیر څه نه وایم بلکه زه نن د راتلونکې نوماند واکمنۍ چارو باندي غواړم یو څه ووایم ځکه ترنن پوري چې څه وشول هغه د یو منظم پلان او برنامې لمخي وشول چې لامل یې ډیر دي او د هیواد ټولو وګړو سره دغه اندیښنه وه چې داسي ونه شي چې هیواد مو بیا د نارامیو لمن ته کش نه شي او ددوي دغه اندیښنه نن سبا د نوماندانو خپل منځ کې جرګې کول او بیا جوړ نه راتلل او بیا یو بل ملامت کول دي کله یوه ډله یو ملامت کوي نو کله بله ډله بل خو خیر اوس دي نږدي وختونو کې به دغه بحران پای ومومې خو اوس هم خلکو سره ویره شتون لري چې د پایلو نه وروسته نارامې رانشي چې دغه کار زما په آند کیدونکې کار دي او دغه کار هم د یو منظامې برنامې لمخي کیدونکې کار دي او ددي لامل دادي چې راتلونکې حکومت باید ډيري لانجي او ستونزي باید ولري دا چې ولې ددي ډیر لاملونه شتون لري داسي انديښنه شته چې پخوانې ولسمشر ددي لپاره چې په راتلونکې کې بیا ځان نوماند کړي او خلک ورته لیواله ووسي نو ددي لپاره دغه حکومت باید چې ښه پایله ونلري ددي خبري یو کره ثبوت دادي چې ټاکني اوږدمهال شوي او نوي حکومت چې را هم شي نو بل لوري به ورسره دغه برخه کې بیا هم د یو وخت لپاره ناندري ولري او دغه لامل به وې چې نوي ولسمشر به ونشي کولاي خپلو برنامو ته ځيرنه وکړي او همدي منځي لانجو کې به وخت پوره شي او د واکمني دوره به یې پاي ته ورسیږي او دا ځای دي چې نوی ټاکني به بیا کیږي او بیا به هغه کس چې دغه ورځ ته یې  تلوسه وه خپل ځان ورته چمتو کړي پدي بهیر کې به خلک هم  دغه کس راتلو ته ډير خوښ وي او ددي ملاتړ به د لومړي ورځ نه وکړي ځکه دي کس دغه برنامه د خپل واک بیا ترلاسه کولو په موخه مخکې کړي به وي نو نن به دي هم پدي ډاډمن وي چې هغه څه چې دي غوښتل دي په هغه کې بریالې کیدو په مخ راوان دي له بلې خوا دغه کس به  خلکو منځ کې ځان له هغه وخت یو موقف جوړ کړي وي او خلک به بیا ددي راتلو ته ډیر په تلوسه وي دا زما یوه انديښنه ده لومړي خو وایم چې زما دغه انديښنه دي سل په سلو کې غلطه ثابته شي او نوی ولسمشر په راتګ نور خلک سوکالې او پرمختګ لوري ته سیخ شي او افغانستان د نورو هیوادونو پشان مخ په سمسور کیدو شي بیا هم وایم چې زما دغه اندیښنه چې ددي راتلونکې حکومت په اړه لرم خداي دي ریښتني نه کړي خو که الله نه کړي دغه کار وشي نو یواځیني توان چې رسیږي هغه د افغانستان ولس دي چې بیا به دغه تکلیفونه زغمې او د لاسه به یې هیڅ نه کیږي که چیري داسې کار وشي نو داسي به ووایم چې دیارلس کاله دا او پنځه ددي نوی حکومت به هغه کلونه وي چې په هغه کې به بیا هم د افغانستان خلکو هغه هیلې چې د خپل واکمن نه درلودلې هغه به هماغسي د امانت پشان د ولس سره وی او پلې شوي به یوه هم نه وې چې دغه کار د افغانستان ولس سره د افغانستان خاوري سره یوه ستره جفا به وې چې سرته به رسیدلې وي دا چې زما دغه اندیښنه څومره پرځاي به وي دا به د راتلونکې حکومت پیل نه معلومه شي که چیري دغه اندیښنه زما واقعیت ته نږدي وي نو لومړي ورځ نه به نوی حکومت د ستونزو سره مخه وی او سر کې به یې همدا بیلونکې ډله قرار ولري یو خفیف امکان ددي هم شته چې دغه دواړه نوماندان کیداي شي ترنن پوري چې دغه اوسني وضعیت روان دي ددي کوربه وي خو ځیني وخت د سیاست دغه اړخ ته بیا د چا پام نه وي نو بیا ددي سیاسي لوبې مفصل بیان د وخت په تیردو سره تاریخ ته پاتې کیږي او بیا همدا وي چې تاریخ دي ته اړ کیږي چې ددغي پټ سیاست نه پرده لري کړي خیر کیداي شي ما نن خپلې لیکني کې یو څه مبالغه کړي وي خو دغه مبالغه هم زما یواځي او یواځي د خپل هیواد سره د زیاتې میني له وجهي ده چې دي ته مې اړ کوي چې هر لوري د خپل هیواد وسارم وبه ګورو راتلونکې حکومت څه ډول بدلون راوړي زموږ ورځینو چارو کې پدی هیله چې راتلونکې واکمن د مخالف لوري هر ډول حرکت  نه مخکې د مخکې نه خبر وي او د حل لاري چاري ورته پام کې ونیسي او خپله د واکمنۍ دوره داسي تیره کړي چي د تاریخ زرینو پاڼو کې ځاي ورته ورکړل شي 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery