مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-29   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دمحور ورځپاڼي دتبصرې په پلمه

حبيب الله غمخور
ليکنه پدې ټکی پيلوم چې دافغانستان نوی ولسمشر ښاغلی اشرف غني احمدزی بايدپه ديراحتياط گامونه اوچت کړی ،پدې شرايطوکي چې نوی واک ورسپارل سوی اودواک پرشاوخواتوری لوخړی گرځی ، هرډول عجله اوبه تر ورخ تيرباسي چي بيانه راگرځی اوموږ نه غواړوچي خداي مکړه ډاکتر اشرف غنی دکرزی په ناوړه برخليک اخته سی . دمحور ورځپاڼي دنړيوالو رسنيوپه حواله يوه تبصره دسپتمبرپر ۲۷ خپره کړه چې پکي راغلي وه : پراشرف غني د لوېديځو رسنيو تبليغاتي فشارونو پيل . لوېديځو رسنيو نوی افغان ولسمشر سر له اوسه تر فشار لاندې نيولی او د نامعلومو سرچينو له قوله راپورونه خپروي، چې د لوړې تر مراسمو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي . د امنيتي تړون د ژر لاسليک په برخه کې زموږ افغانانو له نظره ځکه له بېړې کار اخستل کېږي، چې د ياد تړون نيمګړتياوې وپوښل شي . . 27 September 2014 بلې ! دامريکایي چارواکو اوناټومشرتابه دې ډول عجلې موږ ټول له سوال سره مخامخ کړي يو،چي ولي دوي دومره عجله لري ،سره له دي چي په هېڅ ډول دوي ترهغو افغانستان نه پرېږدي ترکله چي ددوي گټي پکښي خوندی وي . ځکه خوددې تړون دپخوانی تاريخ اوناندريوله بهيرنه په راپيداسويواندېښنوکي زموږ دولس غوښتنه داده چي نوي ولسمشراشرف غني احمدزی نه بايد په ۲۴ ساعته کي له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي .ددې تړون دټول متن اومحتوی په هکله بايد دمسلکی کسانولخواترڅېړنو اوهغوسوالونوته دمثبت اوعملی جواب ترپيداکولو وروسته چې زموږ سره ددې تړون په هکله موجودی وې اوتراوسه پرخپل ځاي پاته دي وروسته دا تړون لاسليک سي . دتړون دلاسليکېدوسره هيڅوک مخالفت نلری خومخالفت یې له دې ډول عجلې اوله نيمگړتياووسره لاسليک په وړاندي دافغان ولس حقوقی حق دی . موږ غواړوچې دنړۍ له ټولو هيوادونوپه سرکي له امريکا،اروپايي هيوادونو، کاناډا،جاپان ، روسیې،چين ،عربی هيوادونو،هندوستان ،ان له همدې پاکستان او ايران سره ددوستانه مناسباتو دساتلو اوپياوړتياسره علاقه لرو .موږ پدې پوهېږو چې دامريکاسره زموږ دوستی پدې شرط چې ددواړوهيوادونوگټې پکښي خوندی وي دهيوادراتلونکی په گټه ده .تريوې مودې دناټواوهمدا اوسنيو په افغان کشاله کښي دښکيلو هيوادنوبشردوستانه مرستوته اړتيالرو اددوي سياسی حضوردخپل هيوادپه گټه بولو. بلې! په تکراروايم چې ددې امنيتی تړون دلاسليک په وخت کي بايد ملي ټکواو دولس اندېښنوته ددې تړون د متن په ليکلوکښي جدی پام وسی ، چي افغانان څه ډول غوښتنه لری اوپه کوم ډول تړون کې ئې گټې رانغښتي دي . له امريکا اوناټو سره د تړون د لاسليک اړتيا ته په کتوسره بايد له بیړې کار وانه اخیستل شي . ددې تړون ټول ابعاد (څلورخواوی ) اوله ابعادونه راپيدا گټې او زيانونه ، ټکي په ټکي وسنجول شي . هغه وخت داتړون لاسليک شی چي د افغانستان ټولي کورنی اوبهرنۍ ګټې پکې خوندي کړای شوی وي اوددې تړون ترلاسليک وروسته دپاکستانی جنرالانو، ايرانی اخوندانواودسيمی دټولو زبرځواکودبربنډواوپټوتيريواو لاسوهنوپر وړاندي همدا دتړون لاسليک کونکی هيوادونه اوږه په اوږه گډ عمل وکړی . اوپه نړيوال ډگرکي به ددي ژمن او سی چي دافغانستان په کورنيو چاروکي دپاکستان ،ايران اوبل هر هيواد هرډول پټو او بربنډولاسوهنو اوتيری پرخلاف په عمل کښي دافغان ولس په پلوی زموږ ودوسله وال ځواک اوحکومتی اړونده اداروسره درېږي اوپه نړيواله کچه به ددي تيري کونکو پرخلاف دافغان ولس په گټه سياسي درېځ غوره کوي. که پدي حساسو اوبرخليک ټاکونکو شرايطوکي چي همدا اوس پاکستان او ايران دطالب ،اوپدې نوو نمونو نومول سوی افراطی ډلو پوسيله داډول اوپدې بهانو افغان وژني ته دوام ورکوی، ټوله نړۍ یې ننداره کوی چې پاکستانی او ايرانی استخباراتی ادارې اوپوځيانولخوا روزل سوی دافغانستان په بيلا بېلو ولسواليو اوښارونوکي جگړه ايز فعاليتونه کوی افغانان وژني کورنه اوښوونځۍ ورانوی اودادۍ دوه کاله کيږي چې دکنړنه ترکندهارپوري دډيورنډدکرښی پټاری ته څيرمه ولايتونو کلی اوپه توغنديو ولی ،مگرپه افغانستان کي همدا بهرنی هيوادونو پوځيان اوناټو ځواک یې ننداره کوی اودافغان ولس درواحق نه ددفاع پرخلاف دهغوي دغيرانسانی اوټولونړيوالو نورمونوخلاف تيريو پر وړاندي چوپتيا غوره بولی .که دا چوپتيادامنيتی تړونوترلاسليک وروسته هم په همدې بڼه دوام ولري ،افغانان ددغوهيوادونوسره چې پر افغانستان دهغه دگاونډيودتيری نندارچيان دی دهيڅ ډول امنيتی تړون دلاسليک اړتيا نلري . داډول تړون له هغه هيوادسره بايد لاسليک شي کوم چې دافغانستان په کورنيو چارو کي دبهرنيانودلاسوهني پر خلاف دافغان ولس وشاته درېږي . که افغانان شرف اوعزت ولري اوپه رښثتيا خپل وطن ورباندي گران وي بايد د سياسی غلامی نه پرته خپل هيواد په وږی نس وساتی . پوهيږم چي زبرځواک دخپلو مخولپاره موږ پر ارامه نه پیرېږدي .افغانستان همدا اوس هم له بده مرغه دنړيوالو پوځی ،سياسي اواقتصادی سيمه ايز نفوذ دپراختيايي سيالو پلي گون دی . متاسفانه موږ نن اوسبا دنړيوالو سياسی لوبو اوسياسی کړنو قربانيان يو. خپله داسليکنه پدې ټکو رانغاړم ،هرڅوک چې له هرهيوادسره امنيتی ،سياسی ،کلتوری او اقتصادي تړون لاسليکوی موخه یې بايد دافغان ولس ښېرازی وي ،داسي تړون لاسليک سی چې دافغان ولس گټې پکښي خوندي سوی وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery