مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کندزیان له غنی بابا څه غواړي ؟

 

فا تح صلاح الدین

ګرانه غنی با با ! ستا بریا لیتوب د کندزدخلکو په ځانګړي توګه دپښتنویوه لویه هیله وه  چی وروسته له کلونوکلونو خدای (ج) پوره کړه ، خودکندزخلک ستا له شریکانوډیرې ناوړه خاطري لري ؛ ځکه ستا شریکانویی زامن وژلي ، ښځي یی ورته کونډي کړي ، زا من یی ورته یتیمان کړي ، اوحتی بیګناه ماشومان اوتورسرۍ یی هم ورته وژلي دي ، په دولتي ادارو کې یی دپښتنومستحقو ځوانانودکارمخه نیولي ده اوپه لوي لا س یی پښتانه دي ته اړکړیدي چې دطالبانو غیږي ته ځانونه وغورځوي داهغه څه دي چې ما اوټولنیزو رسنیو په واروارانځورکړیدي اواوس یی هم درته لیکم خدای (ج) دي وکړي چې ستا ترغوږونودرورسیږي .
ګرانه غنی بابا ! دکرزي صاحب په شخصي ښه سړیتوب کې موږ شک نلرو خوله بده مرغه دده په حکومت کې دشمال ټلوالې اوباشانوډیروځورولوخوده خپل غوږونه بړستن اوسترګي یی بخۍ کړي وي نه یی زموږکریکي واوریدي اونه یی زموږپه مظلومیت اومحرومیت اوښکي تویی کړي اونه یی زموږپه سرلاس را کښود هغه څومیله دجهاد دوخت وسلي مو چې دځانونودساتلولپاره پټي کړي وي دده په غوړواوغولونکووعدوموهرڅه دولت ته وسپارل خوکله یی چې زموږلاسونه ورته وتړل بیا یی زموږپوښتنه ونکړه اودشمال ټلوالې جلادانوته یی لاس تړلي حواله کړو ، هغوي خوټولي نړۍ ته معلوم دي چي پکې دسړیتوب اوانسانیت پنوم څه نشته .
ګرانه غنی بابا ! که ځان ددي ولس معنوي پلارګڼي نوموږ درڅخه ډوډۍ ، سړک ، پل اوپلچک نه غواړو یواځي درڅخه !
  ۱ : امنیت غواړو دنظارډلګي دجلاد استازي میرعالم د ښکاره اوپټونا مسؤله غلو ، قا تلانو ، سړي تښتونکواوسرزورو افرادوورکول غواړو ترڅوپه آرام زړه خپل کاراوژوند وکولای شو.
۲ : مکتب درڅخه غواړو.
۳ : لوستي اومسلکي ځوانان مو سند په لاس اداره په اداره ګرځي خودپښتنو پنوم دتورنیدو له کبله څوک کارنه ورکوي اوکه کارورکړي نوملا ما تونکي ډالري چکونه ورڅخه غواړي پخپل ولایت کې بیکاره ګرځي اوحق یی په نوروخوړل کیږي .
۴ : دولتي ځمکي مود پروان ، پنجشیر ، بدخشان اوتخارزورواکواودمقاومت داتلانو افرادوته نومره شوي خپله دکندز اوسیدونکي اومها جرین په یوه متر داوسیدو ځمکه پسي ړندیږي خوداچي نه زرلري اونه زورڅوک یی مستحق نه بولي .
۵ : دکندز په استازیتوب ځیني کمیشنکاران هڅه کوي دکرزي په څیر تا هم ترخپل منترلاندې راولي له نورولاروچاروکار واخله اوهڅه وکړه چي حقایق معلوم کړي ، نوره دي اوږد ژوند غواړم . 
یوه بله غوښتنه مې له غنی بابا څخه داده چي له خپل مطبوعاتي دفترڅخه دې یوټیم وګماري ترڅودمطبوعاتو لیکني اوڅیړني په ځیرولولي ترڅودولس غږښاغلي غنی با با ته ورسوي . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery